د افتاب ګلبڼ د نثرم لونده مرغۍ رپېږي تنقيدي توکنه—ډاکټر فېصل فاران

دا ليکنه شريکه کړئ

لونده مرغۍ رپېږي

ټېرس کښې ناسته جینۍ

پۀ شیشه د باران څاڅکي شمېري

یوه مرغۍ لونده ده

هغه ګوري

مرغۍ الوتے نۀ شي

جینۍ خداے ته وائي چې باران ودروه

او باران نور تېزیږي ـ ـ ـ ښۀ تېزېږي.

ټېرس کښې ناسته جینۍ لۀ کرسۍ پاڅېږي– لاړه شي

پۀ دواړو لپو کښې اوړۀ راوړي،راشي

او د باران پۀ اوبو اوړۀ خوشتۀ کړي.

یو ګډاګے هغه هم لۀ اوړو نه جوړ کړي

ږومنز راواخلي او وېښتۀ خپلې ځولۍ ته راخوارۀ کړي

سپږه نۀ پېدا کېږي

باران ورېږي او لونده مرغۍ رپېږي

د نثرم  نوے ژانر اوسني وخت کښې  د  اظهار دپاره يوه غوره  صنف  ګرځېدلے دے د دې نه اندازه کېږي چې دا ژانر معاصر ژوند فکري او نفسياتي احاطه کښې د نوي کهول د شاعرانو  مرسته په توګه د شعري صنف کولے شي ځينې ليکوالان دا خبره کوي چې د نثري نظم  موجودګۍ کښې ددې صنف ضرورت څۀ دے؟ نو شايد چې دوي غور نۀ کوي چې د  «نثري نظم» صنف شعري صنف دے خو هغه نامياتي وزن  نۀ لري کومه چې   نظم  بنيادي لازمه وي او  د جديدحسيت په  جواز داسې تجريديت باندي ولاړ وي چې لخته مصرعې لري  او يا بيامنځ منځ کښې لختګي لري خو د نويو شاعرانو نثرمونه د دې راڼه ثبوتونه دي چې نثرم دنظم بنيادي لازمه يا  نامياتي وزن لري  د افتاب ګلبڼ دا نثرم ” لونده مرغۍ رپېږي“ هم  يو ساده تصويري بيان ښکاري خو په جديدحسيت ولاړ په معنوي توګه پوره  رمزيت لري د نظم  سر ليک سمدستي کتونکي ته د سلويا پلاتھ تور کراغ والا نظم رايادوې چې باران کښې يو کراغ ښاخ پورې انخښتے وي څانګونه وهي او بيا په دې نظم کښي د باران د تهمېدو دپاره چې د ګوډاګي جوړولو کوم  ثقافتي دود انګېرلے ښودلے شوے  هغه ځانله  قيصه ده۔

د کهوجا توهم يعني ــ څۀ؟

د باران د تهمولو دپاره دغه ډول توهماتي دودونه به  ټوله نړۍ کښې  لرغوني وختونو کښې څه چې  تر نزدي زمانې پورې زمونږ په وړوکوالي کښې هم بيخې عام وو   دا ډول انګېرنې يو خوا د ټولنيزي هويت ( سماجي تشخص) سره تړلې وي د يوې ټولنې اجتماعيت به ئې ښکاره کاوۀ  ولي بلخوا به پکښې  وګړي د دننه ځان  طبعي قوت باندې د دسترس نقطه(Inner locus control)هم کشف کوله چې ګنې هغه په داسې يو عمل باندي په چاپېرچل   اغېزه اچولے شي چې دا ماحول بيا د هغه‌ قبېلې يا ټولنې يا هغه سره په  سمون شي  دغسې توهماتي دودونو کښې به د کوډه يا جادو په “تماثلي قانون” يا “متعدي قانون “باندې منلے کېده تماثلي قانون کښې د يو  ‘ څه ‘ پېښې کول د هغه ‘څه’ د خپله پېښېدو سوب ګڼلے کېږي لکه د چا بل کس په  شان  ګوډاګے جوړول او پکښې ستنې ټومبل د هغه کس په وجود د  تکليف يا رنځ   تصور کېده  اودغسې متعدي( متصلي) قانون کښې دا تصور ؤ چې د يو وجود برخه  د  بېلېدو نه پس هم دغه وجود سره منسلک وي اغېزه پري ورباندې  لري  په  وېښته او نوک باندې کوډې کول دغه متصلي قانون ښکاره کوي په دې هکله سر جيمز جارج فريزر د اساطيرو متعلق په خپل کتاب شاهکار زرين ښاخ ( Golden Boughl) کښې ليکي:

” کوډګر دا ګڼې چې د هغه د کوډې کولو اصول د فطرت په يو بې ساه مظهر کښې هم شته دے او د تماثل او اتصال د قانون هر اړخيزي يواځي انسانې عملونو کښې نه ولي د فطرت  کښې هم يو مصنوعي نظام او معيار سره سمون لري“«1»

د باران د تهمېدولو اسطوره:

بارانونه  به پخوا هم د ډېر زخمت سوب ګرځېدۀ چې ژړۍ به اوږده شوه او بې پاړونو خوړونه به په کلو قصبو راغلل  کورونه فصلونه به يې تباه کړه نو باران به قہرخداوندی وګڼلے شه او د  پخوانۍ  کر کرندې ټولنه خو به ټول کال دغه  دوه فصلو جوارو او غنمو ته ناسته وه حجره کښې به ئې ګپونه لګول ځکه د باران  په حواله اولسي ادب او اولسي دانش کښې ډېر زيات مواد موندلے کېږي  او ددې  ښودنه د هغو انګېرنو او کږنو(توهماتو) نه کېږي چې باران سره نسبت لري  لکه د اووه کلنې ماشومې په لاس کنډول باندې د توت وېخ ته اوبه اچول يا د چا مشرې زنانه په لاس د اسمان پۀ مخ ايرې پهوکل لکه ټپه ده:ـــ

مورې ايرو ته پهوکے ورکړه

باران ورېږي تور اوربل مې لمدوينه

باران  تهمولو ،يا ادرولو دپاره هور ايزه دودونه کليواله ټولنه کښې ډېر موندل کېږي لکه دتلنګانه سيمه کښې به ئې ماشومې ته بل ليتکے په لاس کښې ورکړو  هغه به ئې شړک باران کښې بهر اوباسله چې ګويا دباران د څاڅکو په ورېدو سره  د اور مړ کېدو په وجه  به باران هم اودرېږي.  په پښتنه ټولنه  کښې د باران د اودرولو دپاره د ټولو نه زيات منلے کېدونکے انګېر د کهوجا جوړولو او په ديوال دادرولو  توهم ؤ  (نزدي وختونو کښې سردار بابک صېب دا نوم  کهوجا د اسمبلۍ  وينا کښې د کټھ پتلي په معنې  بيا ژوندے کړے) د کهوجا دا انګېرنه په څو طريقو باندي کېده لکه په يو  کښې به ئې   شپږ  اوږد اوږد توتنکي او يو لوئې چخچے واخستو چخچي ته به ئې په  لونګۍ جوړه کړه او ورپسې شپږو اوږدو توتنکوته به يې لکه پګړۍ په سر کړې او بيابه يې ټول  په ديوال به اودرول ددې مطلب داوه چې لکه خداے پاک باندې  اووه کسه جرګه کيږي ممکنه ده چې دا د شمسي نظام علامت  جرګه…. دوېم انګېر چې په دې نثرم کښې  دے  داسې وه  چې د باران په اوبو کښې به ئې اوړۀ خوشته کړۀ دې نه به يې ګوډاګے جوړ کړه بيا به ئې ورله سر کښې د زنانه د سر سپږۀ (يا د اوړو ګونګټې)  رابنده کړۀ او بلۍ باندې به ئې  اودروله چې ګنې څنګه څنګه اوړه توييږي مطلب رزق کميږي او بې حرمته کيږي لارو کوڅو کښې بهيږي نو په دې به دباران فرشته زړه سواندي شي ژړۍ به ادريږي  .. او  همدغسې د يو  درېم انګېر په هکله  علي ګوهر مشتاق خپل کتاب” پښتانۀ او توهمات“ کښې داسې ليکي:

” يوې مشرې زنانه به د جينجر لښته کښې د چيرړو ګوډاګے اوګنډلو او  سر کښې به ئې  ورله د چا بلې زنانه د سر سپږه بنده کړۀ او په بلۍ به ئې خواره لاسونه اودرول لکه د باران بندېده  سوال غواړې“ ــــــــ«2»

که وګورو نو سپږه  يوه  طفيليه حشره ده  او  د کاڼي دور کښې هم  حاشې مواسې  په  څۀ نا څۀ صورت بزرګه بڼه  لري لکه د ختيځې کريټ جزيرې مهر کښې د ښېرازۍ خدائيګوټې د تاروګۍ په صورت کښې ښودلي شوې. مصري اساطير کښې بهنورا د خزانې نخښه ده چې الکېمسټ ناول کښې  هم دغه معنو کښې ښودلے شوے او دغسې سکاراب بيټل پکښې د تخليق او  دوباره ژوند نسبت هم لري. يوناني ديو مالا کښې زرينه روږه د الوهي ځواک او فتحې نخښه ده .خو په پښتنه ټولنه کښې سپږې سره څه توهم او ټيبو  فوک لور کښې نۀ ښکاري اپوټه سپږن يو نفرين لقب دے چې اوسني وخت کښې سياسي  معنو کښې مذهبي قدامت پرستي دپاره هم پکارولې شي  دې انګېرنه کښې هم  سپږه ګيره ول دايو د نفرين جوګه حشره ثابتوي سپږۀ د وچې حشره ده او دلته د دې کارول  لونده په وچه د وهلو تمثيل دے لکه د  مدراس  ريډي کرونده ګره طبقې کښي چې  زنانه  وچکالۍ کښې   چيندخه لمر کښې چج پوري تړي ځکه چې چيندخ د باران او اوبو سره ژور نسبت لري نو دغسې به ګرمۍ کښې به  چيندخې  ته  په تکليف ورکولو به  مجبورا ميګھ دیوتا د هغې ژغورلو لپاره  باران ووروي  هم  دغسې   سپږې سره داسې عمل  کولو باندي به ګويا ژړۍ هم بنده شي ۔

ختيځي مذهبي روايت کښې هم ماشے او سپږه د کرکژن دښمن او د بدخواه  نخښې دي ځکه علامه ابن سيرين  په خوب کښې ماشي يا سپږې راپنډېده  د رسوائې او بدنامي  راتلل ګڼي  دغسې نور معبرين هم سپږه رانيول د دښمن زېر کول ګڼې او  وينه څښکل يې د مال حال ضائع کېده معنويت کښې اخلي۔ ــــــــــــــ«3»

جديده شاعرۍ کښې هم سپږه او نور پېراسائټس د زوال، الودګۍ، وبائې انتشار، او حشراتي حملې سره تړلے کېږې د سپږو کتلو په موضوع د ارتهر رمباد نظم The Seekers Of Lice۔ چې پکښې دوه خوېندي  د کشر رور وېښتو کښې سپږې ګوري او ګپ لګوې  د رشتو تړون او  دې  کښې ‌دننه د  انساني نفسياتو د پېچيدګۍ په عکاسۍ کوي  چې پکښې لائس سيکنګ غوندې عمل هم يو معني خیزه عمل وګرځي.

خو دې  نثرم کښې د سپږې د نۀ پېدا کېدو ناکامي (Learned Helpless) د کلتور ورکېدنې اضطراب هم انځوروي چې د تېر وخت د پر اميده انګيرنو په لاره به يو وګړي په  فطرت کښې  دننه دخپل زيار او چار دپاره لاره موندله او  ټولنيزه هويت کښې به ئې په دغسې يوه ګډه تجربه ځان شته کولو.خو دلته دا ناکامه هڅه ټولينزه هويت کښې د زنانه ذات فعاله سماجي ونډه (Social Connectedness)ختمېده هم ښائې۔

انګېرنه کښې د زنانه ذات ګډون ولې ؟

دې ډول انګېرنو کښې ارومرو د زنانه ذات د کردار ترسره کولو د پوښتنې ځواب د تاريخ لرغونو اوږدو نه راواخله تراوسني وخت پورې رارسېږي  او مونږ لرغونو زمانو کښې  ګورو چې چرته زمکه مور سبيلۍ  يعنې د خدائيګوټو انا ديوي ده ، دغسې د ښکاراو ځنګل ديوي ارټيمس ده ، د رڼو اوبو سيندونو خوړونو پېرۍ ايجيريا ده، دژوند مرګ او ښېرازۍ واکمنه اشتار ده  ، د پوهې او د فن واکمنه ايتهنا ده، د بادرو مياشت ويرونکې سپره ابۍ ده  کلاسيکي يونانۍ متهالوجي کښې بيا د ديميتر(مور ديوي) د او  کور (پېغله ديوي)  پۀ بڼه د سائيکلک ري جنرېشن په بېلګه موندلے کېږي .د کاڼي دوره کښې هم بيلا بيلو تراشلي صورتونو کښې موندلے کېږي کله د ختيځې هنګري  ټسزا کلتور کښې  کنډول صورته مجسمه د رومانيه  برجۍدارې مجسمه  د بلغاريه د تل ازمک د مرمرينه مجسمه او د ونګا ثقافت  مرغۍ شکله مجسمه هم فرټائيل کلټ کښې د زنانه مونډيزه حېثيت او اهميت راښائي ۔

تهذيبي دور نه وړاندې هم د زنانه ذات د کروندې ذمه داره وه ځکه چې د ماشوم پېدائش او د کروندې عمل د دواړو سوب زنانه منل کېده  ماشوم  پېدا کېده  به هم د سړي  ښځې د همغاړېتوب په وجه نه بلکې د کومې اروا  (چې جارج فريزر ئې د ٫ بـــلــومــا ؛ په نامه راپيژني) په ګېنۍ کښې د ننوتلو نتيجه منلے شو او سړے ذات خو دومره بې باوره تصور کېده چې د کروندې په وخت به پولې پټې يا باغ  سره نزدي نۀ شو پرېښودے  چې هسې نۀ فصل خراب تراب شي د دغه مورګنۍ ټولنې  د اغېزې اندازه بيا پلار ګڼي دور کښې هم د ډېــلفي د ديوري  د کاهنې ( ايډې پس قيصي واله) د خېبر  دجادوګرې ( د عبدالمطلب قيصې واله ) د مېـــډيا د کوډګرې ( دجېسن قيصې واله ) د مصر د بوطــو مندر د کاهنې( د منقــورع فـرعون قيصې واله) نۀ کېږي د مصر فرعـوني دورو کښې هم د بادشاهت اصل حقداره به شهزادګۍ( يعنې د آئسس دېوې نمائنده  وه) فرعون  د وچکالۍ خوب کښې دغه آئسس غوا ليدلي وه نو که د فـرعون به خور  نۀ وه نو بيا به يې وراثت او برکت دپاره لور سره  بې‌ جنسي اړيکې والا واده کولو او دا يوپوخ روحاني اصول و   ځکه کله چې منقــورع فــرعون  په خپلې  لور چې ورسره  يې دغه وراثت او برکت دپاره  واده کړې وه جنسي بريدوکړه نو هغې ځان اوژلو  او  د بــوطــو د مندر کاهني منقورع ته ښېره اوکړۀ چې بادشاهي دې سپېره شوه او اوس به  په اووم کال (يعني زبرګ کال )دا سپېره بادشاهي ختمېږي نو   هغۀ دچا کوډګر صلاح کارپه مشوره  د کفارې دپاره د  لور ممي د د لرګي نه جوړ  د آئســس بت  په خېټه کښې کېښوده چې ګوندې په دې طريقه به ځان وژغوري  او داټول هرڅه هغه  فرټائيل کلټ  ښکاره کوي چې د کآڼي دور نه راروان دے دا هم ده  چې  د  کوډګرۍ دوره کښې به  حائضه زنانه ديو پراسراره طاقت ٫ مـــانــا ؛ لاندې منلې کېده  لکه مونږ پښتانه  چې څنګه پيريان  راتلل بې شکه وشبې منو دا هم دغه زمانې دتوهمونو پاتې يادګاردے ۔

وحشي قبيلو کښې د حائضه دغه پراسرار زبرګ  کردارډېر  په نظرراځي لکه   د لومرۍ ځلي حائضې په ټول کلي قبيلې کښې ګرځېده او بيا د  يو ګډ او پسۀ په سر لاس کېښوده چې دغسې به د ګډو بيزو نسل سيوا شي يا دا چې د قبیلې ‌د پيو شودو لوښې حائضې ته کېښوده چې  د  پکښې   خپلې خوله لګولو سره  خېر او برکت واچوي ــــــــــــــــــ«4»

دوشيزه ؛ لفظ هم ددغۀ دور يادګار ښکاري چې  د  پۍ لوشولو والا پېغله معنې لري پښتنو به هم پخوا لومړي ځلي  غوا مېښه  په پېغلې جلۍ لوشله چې کنه دابرکتي وي ،  د جاپان ائينو نومې قبيلې سړو به  په زمکه پرېوتي د حائضې مردارې وينې څاڅکي   يا لړلي ټيګري به ئې هم  د خير او برکت  دپاره په سينه مښل نزدي وخت کښې د يو مشهور پاکستاني سياستوال د يوې کوډګرې سره دحېض ناپاکۍ کښې نکاح هم ددغه لرغونې  توهم عملي نمونه ده داعمل هغه د اقتدار د حاصلولو دپاره کړے و دې هرڅه نه واضحه شي چې دغه ډول انګېرنې د لرغوني فرټائلټي کلټ پاتې اثر دے .

خو دلته د سپږې نه پېدا کېده د عصري ژوند د اغېزو وړاندې د زوړ کلتور ورکېده او دې سره  سره اجتماعي عمل کښې د زنانه ذات بې برخه کېده ، د فرديت (individulation)  ځائې په  انفراديت (individuality) بدلول دي  خو   دې بې کچه  ځان اختياري سره  جوښت د  مغائرت احساس هم راغلے چې جديده شاعرۍ بنيادي احساس دےاو   سلویاپلاتھ يې   اظهار داسې کوي چې زه نه د  ناشونې انتظار کښې يم نه  معجزه  منم نه د کوم اتفاق پامتداره  يم:

“ I don’t expect a miracle

Or an accident

to set the on fire

In my eyes nor seek

Any more in the desultory weather some design” 5

د ناشوني او هيلي نه انکار د جديد انسان بنيادي نفسيات دي چې اېتهي ازم نه نېهل ازم پوري فکرونو کښې ښکاره دي او هم د مغائرت نتيجه دي ځکه  مغائرت دپرديتوب او لاتعلقي او بېګانولۍ ذهني بحران دے خو وجودي فلسفه کښې بيامغائرت   په بيلا بيلو احساساتو لکه اضطراب ،کرب، اذيت، خود فريبي، پېښمانې، مايوسي او تنهائي غوندې کېفياتو سره پيوست ښودلے کيږي چې  داټول بيا وروسته کښې په  لغويت باندې تماميږي کارل مارکس  دغه اصطلاح   معاشي قدر سره يې تړي او ليکي….

د محنت د پېداوښت مغائرت د ژوند د عمل نه او د نوغې ژوند نه د مغائرت  نېغ په نېغه نتيجه ده چې انسان د نورو انسانو نه بېګانه شي او بيا خپل ترڅمن  هم په خپله شي نو مطلب داشي چې دے د نورو انسانانو هم حريف  دے  ـــــــــ«6»

مغائرت  د ځان پېژندني د شعور يا آدميت د بائيلات دوېمه نامه ده  دغه شعور  دانسان وجود ته  په خپل کور ټبر ،چم کوڅه ،  ادارې ،طبقې او ټولنه کښې معني ورکوي خو مغائرت کښې  انسان خپل لاحاصله ځواک  زيار او د ذاتي کړاؤ  پيداوښت ته د پردي په  نظر ګوري  او د آدميت هغۀ بنيادي عقلي وصف  له لاسه ورکوي   د سلوياپلاتھ   د معجزي  يا توقع نه سکوټ انکار دې نثرم کښې هم موهوم انکار شوے ځکه چې جینۍ  خداےپاک ته  بې منت زاري او بې د ادب آداب  ” باران اودروه” مخاطبه  کوي  که دا روايتي يا کلاسيکي متن  و نو هغې کښې به( د پخوانۍ ټولنې د وګړے) منت زاري  او دعا ژړا کښې متعارف کېده خو دلته داسې څه نشته لکه خداے ته وېنا هم  لکه د معمول يوه عادي خبره وي اوبس…

جينۍ خدائي ته وائې

چې باران اودروه

او باران نور تيزيږي

ښۀ ورېږي…

دلته د  سپږي نه پېدا کېده د کوډګرۍ  د دور  د ختمېده  اعلان   او خدائ ته  نېغه وينا او د دې وينا نۀ قبليده د  مذهبي اعتقاد بې باورې ده   ساحرانه توهم او مذهبي عقيده دواړۀ خپله کښې غاړۀ غټۍ شوي ده پخوانۍ پښتنه ټولنه کښې د مذهب  هم دغه انګېرژن صورت موجود ؤ بلکې اوس هم شته دے ۔ باران يعني څۀــــــــــــــــــــــ؟

باران په اسطورې ثقافتي او ادبي حوالو خپل معنويت لري لکه سميري ديو مالا کښ د لرغونتيا او اجاړتيا د واکمنې دېوي انليل ځواک دے مصري ديو مالا کښې د تفنوت دېوتا د ځواک  د پاکوالي او ژوند بخښې علامت دے  هندي ديو مالا کښې د ګياهستانونو ،اجاړې او زرغونې د  اسماني دېوتا اندر سره نسبت لري   يوناني متهالوجي کښې ئې هم آسماني دېوتا زيوس  زياتره سزاوار کولو  او اجاړي دپاره پکاروي دغسې رومانيت کښې باران د الوهي کائناتي ځواک، د انساني اروا، د لټون د پاکوالي، او د يادآورۍ سره تعلق لري خو دلته نثرم کښې باران   دفطرت بې قاعدګي  مظهر دے چې يو مطلب ئې د فطرت سره د انساني  تړون ختمېده هم دي پخوانے انسان د فطرت دومره تړلے و چې هغۀ دپاره مرغۍ، غرۀ، دريابِ، ونه، چينه، هرڅه د زبرګۍ متبادل  ؤ ځکه تر نزدي وختونو پورې به تصوير کښې  چمن  يا اسټوډيو  کښې شاته د فطري منظر پرده ضروري وه تېره لږه موده کښې  تصوير کښې اوس يواځي انساني څهره بنيادي حواله ګرځېدلي لکه  چې انسان د خلا  مخلوق دے بس دخپلې څهرې عبادت کوي  د خود مرکزيت او د ماحول نه د لاتعلقۍ  دغه رجحان   خارجي مخه باندې هم  فطرت سره  ناشوني چارې وکړي لکه پينځوشپېتو کالو کښې په يولس لاکه ايکړو باندې ولاړې ځنګلې ورېبلے شوې ورشوګانې دوه کم پينځوسمه برخه شوي چې بايو ماس هم ورسره ډير کم  شو ځنګلې بارانونه جذب کوي زمکنۍ اوبه ريچارج کوي او فلش فيلډز اودروي د تودښت درجه ټيټه ساتي د غرونو تړې او تيږي د  تودوښې نه ژغوري چې  د مون سون  بادونو پرې په لګېدو د چړق سوب نه  ګرځي تېرو سلو کالو کښې بې درېغه انډسټرلايزيشن تودښې په سوب د قطبي ګليشيرز لس فټه  بره  واوره ويلي شوې ده او ورسره د سمندر اوبه په تودېدو  بړاس کېږې د زياتو بارانونو طوفانو سوب جوړېږي  ايکالوجي سره نامناسبه چهېړ او د ونې سره د غېريت داسلوک دزوړ استعماريت نه راواخله  تر دا اوس سامراجيت پوري د  سرمايه دارانه نظام اساسي رويه ده د امريکن صدر ډونلډ ټرمپ د نړيوال ماحولياتي تحفظ مهم کښې شرکت نه انکار او راوتل  د دې ثبوت دے البته  د سرمايه دارانه نظام پالونکو ته    ته د واښو ميدانونه پکار وي  چې پاسته قدمونه پري اخلي ګالف پکښې لګوي  د اسونو دمنډې مقابلې پکښې ګوري . استعماري دورې خپل پېل کښې يو خوا خشاک دپاره ځنګلونه پرېکول بلخوا ئې د کوئلې معدن بې درېغه پکارولو چې ورسره کاربن ډائي اکسايډ بې کچه اخراج  د موجوده عالمي درجه حرارت بنياد ؤ  هم سيوا کېدو ‌ وني ته يواځي د خشاک په نظر کتل د ماحولياتي تباهي سرنامه وه  اوس هم د زياتردلرګي بالڼ د انګريزانو متعارف کړې  د تمباکو بهټۍ کښې ايرې کيږي د بيلو ټولو ځنګلونه اورېبلے شول   شاعران ونه سره ډېره مينه لري  ځکه ما هم شل کاله  وړاندې يو غزل کښې  دا افسوسناک عمل ياد کړے  ….

دناکې اوبه شوې بندې

وچ يو بوټے د کيلې شو

په خشاک پسې فارانه

ځنګل ټول پرې دبېلې شو

ونه بوټے دپخواني  معاشرت بنيادي حواله وه هر کور کښې توت او بکياڼې ،کشماله ،ورخاړے،ګنډېرے گل کرل لازمي و بلکي د پښتنو حجرې به هم په ونه پېژندے کېدي لکه غــز حجره، پلــوسه حجره، بـــړحجره په دې نامه حجرې به په هر کلي کښې وي بــــېره ،انــځر ،  پېــپل، شيــوه  سریــښ به زبرګې ونې منلې کيدې پښتنو به د ژوند دعا هم د اوربشو په ګڼتوب  او يا د بېـــري او دشيــوې د پاڼو په نسبت سره کوله خـــــو صنعتي سرمائې خورېدو نه پس خو د ودانۍ هنر کښې د باغچې تصور د يورپ بدرنګه بوټو او د واښو ډاګې پوري محدود او د ارسټوکرېسي د تعمير سازي پېژندګلو وګرځېده اګر که ددې شاته خبرې ډېرې دي يو خو يورپ يخه سيمه ده هلته دوګړي د ونې سيوري سره ثقافتي يا جذباتي تړون نۀ و بل  داچې استعماري قبضه ګر د ونو ټلونو نه ورېدو چې دې کښې ورته  دشمانان پټېده نو د باغچې ځاے د ګراسي ګراونډ او لان ونيوه د ونې اهميت ختمېده نتيجه کښې بې نېبه باران  بې قاعده شوي د طبيعي قوتونو استعاره  ده  بې دريغه په يو نيب باران ورېده دژوند معنويت او انساني فعاليت دواړو باندې اغيزه کوي  او ناسټلجک لانګنګ باندي  تماميږي دې نظم کښې هم د ژوند بې معني توب د څاڅکو شمېرلو په مصروفيت ښودلي کېږې او بيا ورسره د کوډګرۍ د دور د يو توهماتي دود د بازيافت هڅه په ناکامۍ څرګندېږي چې کله به دغه ساده توهماتي دودونه د ژوند د سترو کشالو د هوارېده باورونه ګڼلے کېده  ټېرس او په کرسۍ ناسته جينۍ: ژونګئين سائيکالوجي ترمخه  به ټېرس د شعور د‌بره سطح يا روحاني بیداري او  د ايګو او  اجتماعي لاشعور ترمنځه د  منتقلي ، دفرد‌ لرغوني ذات استعاره وي او دا د ذات قديم اثار کښې ځکه  راځي چې  ټېرس  کښې يو فرد‌  خلکو سره نزدې  وي خو خلکو نه بيا بيل خپل سوچ وفکر د بهرني چاپېرچل سره يو کوي  اولکه  بيا د خپل ذات(self)  سيوري (shadow )سره مېلاويږي دا د ځان د دریافت عمل (فردیت)  دے لکه څنګه چې په دلته په کرسۍ ناسته جينۍ خيال کښې تلې ناسته ده بيا راپسې د باران د ادرولو دپاره انګېرنه کوي دغه انګېرنه هم  اجتماعي لاشعورکښې  د زنانه ذات وجدان(اېنما) او تخليقي ځواک (کوم چې ورسره فرټائل کلټ کښې تصور کېدو ) سره يوځل بيا د تماس کولو يوه  هڅه ده ټېرس او کرسۍ جديد او دآرام سکون ژوند ته اشاره کوي خوکه خيال وکړے شي نو ټېرس او بالکوني يو معلق حالت راښائې په دغه وجه جديد شاعرۍ کښې دا د داخلي او بيرونې دنيا تر منځه د انتقال کېفيت او ورسره د ذات خود تفتيشي  نکتي ته اشاره هم ګنلے کېږې ټېرس کښې  په کرسۍ ناسته جينۍ چې څاڅکي شمېري د جديد دور د يواځي توب او بې هدف انتظار تصوير هم دے چې د زنانه ذات د خپلواکۍ سره  د سړي ذات هرې رشتي او تعلق نه بې پامته داري ښائې چې وروستے حد ئې د ”باسټړډ ډيډي“ په مخاطبه باندې تمامېږي ددې نثرم دا جينۍ د سلويا پلاتھ د نظم  ”The Colossus “ نه بدله نه  ښکاري چې دپلار په حواله پکښې زښته نفسياتي  شوې او د سرو ستورو او رنګونو شمېره کښې بوخته د ژوند د لغويت ځپلې دي۔

Counting the Red stars and those of plum color .

The sun rises under the pillar of our tongue .

My horse is married to shadow.

No longer do I listen for the scrap of a keel .

On the blank stone of the landing”  —————- 7»

هم دغسي بيا  لونده مرغۍ د سلويا يلاتھ  د بل نظم  «The Black rook in rainy waether»  د  لوند زاغ متبادله ښکاري دا نظم اګرکه بيا ناقدين خراب وخت او بدو واقعاتو کښې د ښايست د څرک لټون په توګه وړاندې کوي خو دا مفهوم ماته سم نۀ ښکاري ځکه چې غټ زاغ  هم ادب او اساطير کښې د مرګ  د سپيره توب،غيبي علم، د ياداشت د لعنت  او د شيطاني اسرار علامت دے‌  ايډ ګرايلن پو  نظم «The Raven» کښې هم  کراغ د مرګ ، پراسراريت او د ماورائي فطرت علامت دے۔خو د سلوياپلاتھ نظم د جديد‌شاعر دشعري شعور نفسياتي افسانه ده چې د  ورځني ژوند او د  معمول زندګي کښې  د فن او وجدان ترمنځه  د معجزکنه  شېبې د لټون اصليت ښائي او واي  چې  د‌تخليق معجزه کن شېبه اوس د معمول دژوند  دننه دشاعر د يوې عامې مشاهدې ادراک دے او  ثبوت يې د  تورزاغ نه د  تاثر لمحه  راؤځي.

دخپل ذات د‌ تاريکي نه تاثر اخلم

يمه په طمع د جبريل نه د سروشه

شاعره  ژړۍ کښې يواځې افسرده ناسته دغه بېوسه لوند  تور زاغ ويني چې الوت نشي کولے او ځانګونه هسې پړقوي راپړقوي ځکه د نظم ژبه کوئسي ريلجئيس کېده هم يو طنزيه اسلوب دے ځکه چې دغه تاثر الهامي نه بلکې د فن خپل پراسره ځواک‌ سره هغه منسلک کوي چې مطلب يې د الهام او معجزې او هيلې رد‌وي ځکه هغه د تورزاغ غوندې بدشګون او سپېره منلے کېدونکے مارغه چې د امريکې مقامي ثقافت کښې د تخليق دپرارسراتيا او چالاکي نخښه ده منتخب کوي مغربي ادب کښې دکراغ ذکر کم کوز وي او که وي نو د فطرت يا زرعي يا ګوتهک منظر  سره تعلق لري خو کردار يې شاليد‌کښې وي خوکراغ د اجتماعي ذهانت،رازداري، چالاکي، پراسراريت او لرغونو کلتورونو کښې د تبديلي او منتقلي علامت و خو کارغه بېلابيلو کلتورونو کښې متضادې معنې لري  يورپ کښې د مرګ ،تياره ،او پراسراره قوت نمائنده دے  مقامي امريکي کلچر کښې  تخليقکار او چالاک دېوتا ښکاري نارډک کلچر کښې د اوډن ديوتا سره دوه کارغان هوګينن او مونين يعني علم او ياداشت ښودلي کيږي هندي او پښتون کلتور کښې د پوهې،زيري،پېشګوئي، او روحاني ځواک علامت دے داېډګراېلن پو نظم کښې کراغ غم،نسخان،او نه هېرېدونکي ياد علامت جوريږي او د جديد‌انسان  د قديم دور نفسياتي جرړه راښايي ۔ دلته دغه دود د دفاعي مکانيت  له رويه ایکټنګ آن  کښې هم راځي دايو قسمه د (Acting out)  مقابله  کښې د (acting on)عمل  دے چې‌ پکښې په شعوري ياد کېمنډلي شوي، هيرشوي، له پامه غورځولي شويو موادو دلته  د سپږې او ګوډاګي انګېر کښې پکارولے کيږي  ځکه د مصيبت يا د تکليف په وخت کښي د اېکټنګ آن بې منطقه  علامتي عمل هم د اېکټنګ اوټ غوندې د بې قاعدګۍ او بې ګډوډوالي وړاندي يو باقاعده خو بې مستقيمه هڅه وي۔

لونده مرغۍ:

مرغۍ چې دلته يقيني چنچڼه ده د ساده والي، معصومتوب، او امېد او کورجوړوالي علامت ده او چنچڼه مغربي   ارټ کښې د کلیواله ټولنې او ساده ژوند تناظر کښې پينټ کيږي خو د   د روبن نيل والا مرغۍ په شکل بيا  په صلیب د‌ يسوع مسيح  د زخم ،  د سپرلي او نوي ژوند ،بې فکرۍ او زيري  علامت ده ځکه کرسمس سندرو کښې ياديږي

مارغه متهالوجي کښې د تجديد، ابديت، انساني اروا ، ازادۍ،  الوهي الوت استازيتوب کوي سميري ديومالاکښې« زو »نومې مارغه چې آسماني ځواک لري  دتقديرکتبه غلاکولوهڅه کوي د پروميتهيس ځيګر خوړونکے دزېوس  شهباز ،  د وشنو دېوتا ګوربت ګرودا د پوهې ، هنر د ديوې اېتنها اونګے، تصوف کښې زاڼه، ملاچرجک،  طوطي ، سيمرغ دا ټول مارغان د الوهي ځواک نمائندګي کونکي بلا بيل صورتونه دي  خو جديده شاعرۍ کښې مارغه خپل دغه حيثيت بائېللے دے لکه دجال په راتګ د بي بي ييټس ليکلے نظم (The second coming) د فالکن  د الوت خوند‌ کښې دخپل  بازدار نه د اسمان په پراخه کېدونکي خلا کښې ورکېدل دغه معني لري چې جديد دور بې مرکزه شوے دے او اخلاقي قدرونه، روحاني اوصاف هر څه بې معني شوي دي او مرکز اوس يواځي د بنيادم خپل وجود دے:

Turning and turning in the wending gyre

The falcon cannot hear the falconer;

Things fall apart the carter cannot hold;

Mere anarchy is loosed upon the world ;

The blood dimmed tide is loosed and everywhere.

The ceremony of innocence is drowned ;

The best lack all conviction while the worst.

Are full of passionate intensity.———- «8

باز د باتوري، خداي الوت  ،طاقت ،رفتار او ازادۍ نخښه او  شاهي نخښه او داشرافيه  طبقې  علامت وي داهم ځکه يې ډبليوبي ييټس يې دې نظم کښې پکاروي دغسې اخري زمانه  د پښتو دچاربېتې دشاعرانوهم  دخوښې موضوع وه څنګه چې ييټس ښايي چې باز د بازدار له لاسه لاړ دغسې به هغوي هم وې چې وروستۍ زمانه ده واړه غرګي د غر د وېښ نه بره سرته خيژي او غټې تيږې لاندې راراونې دي يا چرمښکۍ پاسي په ښامار ګزارونه کوي لور مور له په مخ جواب ورکوي مطلب بس پښتو پښتونولي ختمه شوه ځکه‌ چې وروستۍ زمانه ده نو دسېکنډ کمنګ مرکزي خیال دا دے چې د زړې نړۍ تمدن ړنګ شوې، او د یوې نوې خو وېرونکې او وحشي دوره زېږېدو ته نږدې یوخو د شاعر لپاره دا د نجات دهنده یا مسیح د راتګ نه ، بلکې د یوې بلا  په څېر دجال مسيح  وحشتناک “دوهم راتګ” دے ۔ مصري دېومالا کښې باز د هورېس ديوتا  د آسماني ژغورنې نخښه وه اوهم دغلته نه نور سلطنتونو  باز يو شاهي علامت ګرځولے ؤ او  د فېصله کن قوت او حاکميت نخښک ګرځېدلے سېکنډ کمنګ کښې ييټس دغه علامت ختمېدو او ورکېدو کښې ښايي. دغه فالکن د سلويا پلات نظم کښې «بلېک روک» کښې بدل شوے چې باران راکېرګړے تېښته کوي خو کولې نشي په څانګه ناست څانګونه سموي راسموي چې الوت وکړي :

On the shift twig up there Hunches a wet black rook. Arranging and arranging its feature in the rain __

I don’t expect a miracle or in accident” 9

بې مرکزه اسمان کښې په الوت ورکيدونکے باز په بليک روک بدل شوے ښکاري  چې مردار خور مارغه دے او د اجتماعي هجوم، بې سمته ګڼې ، حقارت ،شورشر، استعاره ده د شطرنج لوبه  کښې هم د روک مهره د مضبوطې قلعې خو محدوده دفاع نخښه وي پائېداره معنې نه لري  دکراغ ،کارغه،او زاغ د ژوند موخه  شورشرابه کول ډکېده او تشيده دي(اګرکه د  فطرت مشين کښې يوه کارامده پرزه ده)  په غلا او چالاکۍ د خواراک څيزونه تروړي او تښتوې او خوري بيخې د جديد دور د مزې چهاڼ انسان علامت جوړېږي چې فرديت نه محرومه او د ادميت نه بې برخې شوے دے کارغۀ  زاغ، ټپوس غليواز او دغۀ ډول نور ټول مارغان جديده شاعرۍ کښې د مرګ او پراسراريت علامتونه جوړېږې اګر که اوبه خپله ژوند ، د دويم ځلې زېږون،  ګناه نه د پاکۍ د روحاني تجدد او فطرت باندې د وس لاس علامت کښي راځي ځکه  د اوبو مارغان لکه ايلۍ، زاڼۀ ، ډينګ، هنس  ،بغ ، بطه هم د وجدان ، بدلون، هجرت ليږدني او  نوي ماحول کښې د ژوند تېرولو علامتونه منلے کېږې خو دلته لوند کراغ ددغه معنو سره نسبت نۀ لري او  دمرګ او زوال د فطرت وړاندي   د بې وسۍ انځور دے۔او هم دغسي نثرم (لونده مرغي رپېږي)  کښې لونده مرغې د بې قاعدې شوي  فطرت وړاندي د معاصر ژوند د دانسان  استعاره ده ځکه د نثرم روستو کښي د سپږي د  نۀ پيدا کېده ناکامي په يونېب دباران ورېدو په نسبت  د لوندې  مرغۍ حالت سره ټرلے کېږي:

باران ورېږي

او لونده مرغۍ رپېږي……

بائبل کښې چنچنه د خداے ترټولو کمه کوزه بې وسه مخلوق ښودلې شوے چې ژغورنه يې د خداے په ذمه ده نو ددې مطلب بيا دا هم  راوځي چې د فالکن د ورکېدو نه پس اوس  لونده مرغۍ  د انسانې روح د بې وسۍ او د وجدان د ناکامۍ استعاره کېدو سره بلخوا د جينۍ سره په نسبت او د تانيث ( د مارغۀ په ځائے مرغۍ) د زنانه ذات د محدوده ازادۍ صنفي تعين او وجودي اضطراب نخښه هم  ګرځوي۔

اخذ ليکونه:

  1. فريزر، سر جيمزجارج، شاخ زرين، (ترجمه) مجلس ترقي ادب لاهور ص ۳۵، سنه۲۰۰۲ ع
  2. مشتاق علي ګوهر، پښتانه او توهمات مرکه پبلي کيشنر مردان ، ص ۵۷ ،سنه ۲۰۱۵ز
  3. اداره تصنيف و تاليف، خواب اور تعبيرخواب ، شيخ غلام علي ايڼد سنز پبلي کېشنر لاهور ص ۱۳۷سنه ندارد

4.رحمان‌ مذنب، اسلام اور جادوگری مقبول اکیڈمی لاهور ص ۶۳، سنه۱۹۹۰ ع

5.WWW. Bing .com

6.صفدر مير، مارکس کا تصور بې ګانګي، مکتبه دانيال کراچي، ص ۸،سنه ۱۹۸۷ع

7.WWW. Bing .com

  1. Ibd

9.Ibd

 

 

 

نورې ليکنې۔۔۔