پښتني تخليقي سيمه کښې ”تنقيد“ يو داسې لفظ دے چې د تندو پۀ ائينو کرښې پرېږي ۔ پوزې تروې کړي ۔ نيتونه بد کړي تعصبات رابرسېره کړي تربګنۍ جوړې کړي او د نفرتونو کرونده وکړي ۔ د دې بنيادي وجه دا ده چې زمونږ پۀ ادب کښې تنقيد او تنقيص هم معنه ګڼلے شي ۔ نقاد هغه فرد ګڼلے شي چې لاس کښې ئې نوسے نيولے وي او د فن نه تر فنکاره نقصونه پۀ ګوته کوي ۔ ولې دا حقيقت نۀ دے ۔ د ادب او تنقيد تړون د روح او وجود دے ۔ پۀ نورو لفظونو کښې داسې وئيلے شو چې تخليق او تنقيد پۀ يوه لمحه کښې د يوې چينې نه زېږون کوي ۔ يو تخليقي عمل چې د فنپاري شکل اخلي د نو د خالق پۀ ذهن کښې د موادو انتخاب د هئيت ټاکل او د مناسبو سندريزو لفظونو چوڼ تنقيد نۀ دے ؟ دا د خودتنقيدۍ يا خوداختسابۍ عمل دے ۔ ليو ټالسټائي چې د خپل تخليقي عمل کرب پوره نهۀ ځله د خودتنقيدۍ يا خود اختسابۍ د بټۍ نه تېر کړو ۔ نو ځکه خو دنيا وليدۀ چې د ”وار اېنډپيس“ غوندې شاهکار وجود وموندو ۔”ادب پۀ ژوند او ژوند پۀ ادب تنقيد دے “ نو بيا خو تنقيد د ژوند د ناوې د اننګو غازه شوه ۔ چونکې فنکار د ښايستونو خالق وي او غواړي چې د ژوند د اننګو نه خيرې وونځي ، نفرت پۀ مينه ، تربګني پۀ ورورولۍ ، شر پۀ امن ، فساد پۀ اتحاد ، تضاد پۀ انصاف بدل کړي ۔ سماج د ښکلا دايم اباد کړي د دې نه صفا معلومه شوه چې د ادب او ژوند پۀ ارتقا کښې د تنقيد کردار او پۀ تنقيدي ادب کښې د نفسياتي تنقيد څومره اهميت دے ۔ هم د دې ځايه د خپلې موضوع ”تنقيد او نفسيات“ پرانسته کوم ۔ نفسيات څۀ شے دے ؟ تر څو چې دا تعين ونۀ شي نو وړاندې تګ هډو ممکن نۀ دے ۔ پۀ دې حقله څۀ خبره د ابتدا نه کوم چې د ادب د سيمې اومه خلۀ ناسپړدې کلۍ پرې هم خپله تنده ماته کړي او غوړېدلي ګلابونه شي ۔ افلاطون نفسيات صرف د روح علم ته وائي ارسطو د روح او جسم د تړون علم نفسيات ګڼي ۔ ډيکارټ پۀ ځناورو کښې د روح نه انکار کوي او وائي چې يواځې پۀ سپېځلي انسان کښې د روح مطالعه د نفسياتو عنوان دے ۔ هابس د انسان او حېوان کلهم اعمال پۀ مېکانکي ډول بيان کړي دي او د دې مېکانيت څېړنې ته نفسيات وائي ۔ وونټ د حسي اعمالو پۀ نتيجه کښې پېدا کېدونکي مرکب شعوري افعالواو د ذهن جوړښت ته نفسيات وئيلي دي ۔ ټچنر د باطني مطالعې پۀ رڼا کښې د شعوري عمل مطالعه نفسيات ګڼي ۔ واټسن د ذهن او شعور تصور رد کړو او د فرد خارجي کردار ته ئې نفسيات ووې ۔
د دې پوهانو فهرست ډېر اوږد دے او د مرکې ځولۍ تنګه ده ۔ ولې د نمونې پۀ ډول د دې ذکر شوي پوهانو او تعريفونو نه دا نتيجه اخذ کولے شو چې دا ټول تعريفونه يو اړخيز دي البته د نفسياتو د تاريخي پس منظر د نورو علومو اثرات د بېلو بېلو پوهانو د نظريو او د نفسياتي فکري مکتبونو د تار تاريزې جايزې نه پس وئيلے شي چې ”نفسيات د فرد د حياتي سماجي کردار سائنس دے ـ سائنس څۀ شے دے پۀ دې حقله پوهان متفق دي چې د يوې موضوع معروضي او باقاعده مطالعه ساينس دے ۔ نفسيات هم د دې تعريف پۀ رڼا کښې سائنس دے او لکه د کېميا طبعياتو او حياتياتو ئې حدود متعين دے ۔ يعنې د فرد حياتي سماجي کردار معروضي او باقاعده مطالعه ۔ ولې مونږ خپلې موضوع سره تر هغي انصاف نۀ شو کولے تر څو چې د فرد د حياتي سماجي کردار تعين ونۀ شي ۔ زمونږ کلهم داخلي او خارجي افعال زمونږ کردار دے ۔ ولې دا کلهم افعال مونږ پۀ دوو ډلو کښې تقسيمولے شو ۔ بعضې هغه افعال چې د بل فرد پۀ مشاهده کښې راځي خارجي کردار متعين کوي ۔ کوم چې د دوېم فرد د مشاهدې پۀ دايره کښې نۀ راځي ۔ هغه د فرد داخلي کردار جوړولو کښې کار کوي ۔ يعنې پۀ دې سائنس کښې د کردار اصطلاح ، احساسات ، جذبات ، افکار او د خارجي اعمالو احاطه کوي ۔ دلته يو بنيادي او هم سوال پېدا کېږي هغه دا چې يو فرد حياتي او سماجي کردار ولې ادا کوي ؟ د دې “ولې“ جواب فنکار د فن او ادب د تخليق پۀ ذريعه کوي ۔ او تنقيد د فنپارې د ښائست د معيار تعين کوي ۔ يعنې د فن او ادب د ګلستان نه مړغېجنې پاڼي بېلوي او لکه د مالي د قېنچۍ هغه څانګې پرې کوي چې د ګلستان د سپرلي د جوبن پۀ تندي تورې کرښې پرېږدي ۔ ادب يا تخليق هو بهو لکه ائينه ده ائينه کۀ يو اړخ ته د بدن کړۀ وړه رنګ جوثه خط وخال پۀ ګوته کړي نو بل اړخ ته د شخصيت داخلي عکسونه هم بهر راوباڅي ۔ اديب پۀ خپلو تخليقاتو کښې خپل دواړه حېثيتونه ائينې ته ودروي ۔ داسې هم کېږي چې کله خو هغه نيغ پۀ نېغه موجود وي يا د هغۀ د انفردايت يعنې د هغۀ خصوصي رنګ تاثر ، تعصبات ، معيار ، اقدار او تخليقي وژن تخلق سره داسې غاړه وتے وي چې بېلتون ئې ګران وي خو ناممکن نۀ وي ۔ځکه چې داسې ټولې ذاتي تجربې تخليقي وي د صوفي او يو تخليق کارپۀ ذاتي تجربه کښې فرق دا دے چې صوفي پۀ خپله ذاتي تجربه کښې دوېم فرد هډو شاملولے نۀ شي ۔ يعنې هغه دويم فرد باندې هغه کېفيات نۀ شي طاري کولے کومو سره چې هغه پۀ خپله مخامخ شوي وي ۔ او د تخليق کار فن کار يا مصور د داخلي ذاتي تجربې نه پس دا فرض نفسياتي تنقيد سر ته رسوي ۔ چې د دوي د تجربو حياتي سماجي کردار متعين کړي او د نوي سماج يا د سماجي ارتقا پۀ باب کښې د اعلیٰ انساني قدرونو پۀ رڼا کښې د معاشرې تشکيل وکړي ۔ ( مرکه مردان تنقيد نمبرستمبر ۱۹۹۱)