ګول مول، نۀ توري او نۀ شني سترګي، تک سپین ویښتۀ، کلین شيو، په صفا ستوره زيړ سپین مخ یي واړه او نري بریتونه، لوړ نسباً غټ قد، سپیني یا کله کله سوربخوني غټي چشمي او څلورویشت ساعته سګریټ په لاس دا اوسنے یا د څو شپیتو سړی د خپل وخت هغه ښکلے او ښاغلی سپینه خوله هلک چي کله په کوهاټ کي د استاد رحمت شاه رحمت لاس ته ورغی؛ نو هغه د خپل تمایل په اساس د سیلابونو، څپو او د شعر و شاعرۍ له نړۍ سره داسي وصل کړ، چي بیا یي هډو ځوانۍ هم ورباندي ښه او ښيګړه ونشوه، ژوند، کتاب، سیاست، نظریه او مبارزه یي هغه ډګرونه وو، چي دای یي نن هم داسي اسیر او زنداتي دی، چي هر وخت یي د خبرو په طرز، ناسته ولاړه او روابطو کي یي پري ادبي او سیاسي تمایل دواړه غالب وي، هیڅ مي په کي دريیمه ونه مونده.
ادب و سیاست دواړه یي په یو وخت ځکه د فعالیتونو او توجو مرکز وي، چي دای د دي دواړو لوریو د مساوي او ګډي مبارزي د نظریي سړی دی. روادار یوازي همدومره دی، چي نظریه درباندي نه تپي؛ خو په خپلي هغي درسره ډیل یا مصلحت هم نه کوي، چي په زړه یي څه وي، په همغه خپلي خولي یي د زړه له تله درسره په ټوله بيباکۍ وایي، بیا نو ستا خوښه، که خوښ وي هم ښه ده، کنه په زړه کي د شخړو، منافقتونو او رزالتونو خدا کا پوټۍ هم درته واچوي، زه یي د څو تاوتریخواليو شاهد یم؛ خو چي بل ځل مي ليدلی تر هغه تير څه برعکس خوږ، بي تفاوته او جانان چلن یي راسره کړی. تریخ ځکه لګي، چي همدا د دوه څهرو اکټ یي نه زده، ملګري وایي داد او ډاډ په کي نشته؛ خو زه وایم که یي بل ته نه ورکوي، له بل یي هم نه غواړي، همدغومره یي بس ده، کنه خوی نه دومره تيز او سخت هم دی، چي که لاس یي بر شو په ګرده پښتونخوا کي به پر شعر او مشاعرو بندیز او مارشلا لګيدلی وي، د سیاست غلبه یي بولئ او که همدا ډیکټټرانه طبیعت خو شاعران د ده په قول «د جوارو وړه دي، چي یوازي یوه پیاڅه تري جوړيږي» ځکه یي ورسره ډزي هم دي؛ البته شاعري هم کوي د «اوازي» په نامه شعري مجموعه یي چاپ ده، له دي یي ښکاري چي شاعرۍ ورباندي ځان لیکلی، بل دلیل یي دا دی، چي شعر نه بلکي د افلاطون غوندي یي شاعران ځکه ښه نه ایسي، چي هغه اخلاقي توجیه کوي او دای یي د عملي سیاست په هغه، چي ګني څنګه یي نشي کړای، او همدي یي له خپل خیالي ریاسته وباسي.
څومره چي له خوی تیز او توند دی، همدومره اختلاف، خبري او ستدلال ته مات دی؛ یعني اوريدلی دي شي؛ خو منښته، اعتراف او یا خامخا سر نه درته خوځول یي بیا بله خبره ده؛ په ځینو مواردو کي بیا سوړ چلن هم لري؛ خو سوړوالی او تيزوالی یي سره جلا کول لږ و ډير سخت دي، که یي خبره په مزاج برابره نه وه او تیز شو، شونډي به سره بندي، بوڅي کړي او سترګي خړي او په سره خوځولو به نا نا په داسي انداز درته ووایي چي ویره به دي تري وشي او خپل دلیل او استدلال یي که شروع کړو؛ بیا دي نو خدای ټینګوه، له تا به خبره هیره وي او د ده به کیسه خدای کړي وي، ختميږي به نه، په کیسو پسي یي رایاده شوه، په اول ځل به داسي محسوس کړي چي ګني ښه د اوريدني سړی مي پیدا کړو، نه لفټ، نه توجو، نه په خبره کي خبره بس یوازي دي اوري؛ خو که لاره یي درسره وموندله، بیا نو یوه یوه وړه پوښتنه او یا یوازي بیړنۍ سلام یي هم کار درته کتلی شي، په ساعت نیم دي خلاصی ممکن نه دی، باقي ستا بخت خپل دی او د ده پوره پوره ګهنټي هم خپلي دي، یعني خبرلوڅ ورته نه وایم، خو کیسه مار یي حتماً بولم. که رښتیا شي کیسي یي هسي کیسي هم نه دي، له سیاست، ادب او فرهنګي مباحثو نيولي تر علمي نظریاتي، فکري او ګوندي مسایلو او لانجو کونجو پوري ښي مستندي حوالي، خاطري او یادښتونه ورسره خوندي دي، چي ښه د کار څيزونه هم پکي موندای شي؛ خو کاش چي ده ونه لیکلي او خلک بیا د اختصار سیلۍ او ناوزګارۍ وهلي.
په نظریاتي لحاظ ښه پوخ کمونیسټ دی؛ خو سیاسي او ګوندي تړاو یي له اوله عوامي نیشنل پارټي سره دی، که یي د عمر په کچه یي سړی ارزوي ټول عمري سور مخی دی؛ هیڅ سپین، شین او بل کوم رنګ ورباندي ونخوت، د باچاخان له خدایي خدمتګارۍ نيولي تر ولي خان، اسفندیارخان او اوس د ایمل خان مشري ځکه مني، چي د ده په وینا د باچاخان د ملي او مترقي فکر تسلسل ورسره خوندي دی، په ضلعي سطحه په مهمه عهده هم پاتي شوی، خو که بل هیڅ یي لاس ته نه دي راوړي، په قومي او ملي خدماتو کي یي له قلمي مبارزي سره سره همدي شعور ته په ستړي وخت کي کار او اوږه ورکول یي په لویو لاسته راوړنو کي راځي. جالبه یي دا ده، چي په کورني شجرنسب سیدان او بخاريان دي، چي مذهبي درنښت یي په کلهمو پښتنو کي عام او عیان دی؛ خو خدای شته کي په عمر مي لا په لمانځه یا جماعت کي ليدلی وي؛ البته یاران یي په ځای او مجلس کي ښه په پابندۍ ورسره جمعي او لمونځونه کوي او کولای یي شي، له ده سوڼ نه خیژي، غلی ناست وي، ستا په ارزښتونو او په مجلس کي بغیر د استاد رحمت شاه رحمت نه علاوه د ملنډو او سپکو سپورو خو درسره بيخي نه دی؛ اما همزولي یي وايي او خپل اعتراف یي هم دا دی، چي دا شرافتونه یي اوسني دي، کنه د شراراتونو، چسکو او شیطانتونو پس منظر هم لري؛ بلکي خطرناک واردات هم په کي شته. استاد رحمت شاه رحمت سره مي یي د یوي ورځي لانجه یاده شي، چي ده ورته د ځوانۍ د وختونو د ایوب صابر مرحوم په موجودګۍ کي د کوم خطرناک فلم یادونه کوله؛ خو استاد ویل چي ما تري مخ اړولی و او د ده تاکید دا و، چي پټ پټ یي راکتل؛ ځکه خو یي استاد رحمت په استادۍ هم پښيمانه ښکاري، استاد چي له حج راغلی و، ده په هر کلي کي د شیطان د ویشتو پوښتنه تري کړي وه، چي هغه د شیطان ویشتني تيږي خو به دي ضایع کړي نه وي، دلته یي خالدپښتون او کوم بل کلیوال شاعر وریاد کړی و، چي له هغه لوی شیطانانو سره سره د دي شیطانانو ویشتل هم ضروري دي.
دای که له یوي خوا ادبي استاد رحمت شاه رحمت ګڼي؛ نو بلخوا د فکر نظریي او سیاست استادان هم لري؛ نظریاتي استادانو کي یي سرفراز خان لالا او سلیم راز یادوي او په سیاسي لحاظ د لطیف لالا او افراسیاب خټک ذکر کوي؛ خو دا یي هم بیا بيله خبره ده، چي که په ډيرو سختو او نازکو وختونو کي یي هم که همدا استادان او ملګري سره خپه او په بله تللي دي؛ نو ده همغه د ګوندي او نظریاتي سیاست کلي لاره نه ده پریښي؛ بلکي همغسي «لکه ونه مستقیم په خپل مقام ولاړ پاتي شوی دی».
د شاعرۍ خو مي یي وویل؛ خو نثر او لیکوالي که یي د فیروزخان صادق غوندي ډيره نه ده کړي؛ خو په هغه لږه لیکوالۍ کي یي د کیفیت او نوم جوړولو مثال هم په خپل ځای پاتي دی؛ مثلا دای تکوونکی هم دی، هغه وخت چي تکلونه لا زموږ په ژبه کي یو نیم لیکل شوی و، ده یي بسته کتاب «سترګي له سترګو نه شرميږي» په نامه چاپ کړو، دا په پښتو ژبه کي د مجروح صاحب د تکلونو «یارانه په شفتالو» له کتاب ورسته دویم د تکلونو چاپ کتاب و؛ یعني که د چاپ وړاندي وروسته خبره نه وي؛ نو دای زموږ په لومړنیو تکوونکیو کي هم راځي. ناچاپ افساني هم لري، ډرامه نیمه یي هم لیکلي. سیاسي او نظریاتي لیکني یي هم شته؛ خو چاپول به یي خدای خبره کله د ده په معیار برابريږي. مسلسل ریاضت یي که د سیاسي بوختیاوو په وجه یو څه ټکنی هم دی؛ ولي ادبي او فرهنګي کارونه او زیارونه یي درانه او څرګند دي.
په ملګرۍ او یارانه کي هم نامي دی، که د ډيرو شتو خاوند او غوړلستوڼۍ نه دی؛ خو نيستمن یا هغسي کنجوس هم نه دی، چي ليدني ته یي ورشي او بي چایو او قهوي تري راشي، هغه وخت چي د کوهاټ د دولتي لایبریری (کتابتون) مسوول و، ښه پریمانه او که ووایم هر ساعت نیم ورسته یي راباندي خوړلي او څښلي دي؛ خو د کتابونو ښیګړه مي تري نه ده ليدلي، که څه هم دای په دي اړه د کتاب په راکړي ورکړي مکلف و؛ خو موږ ته یي ځان د رسمیاتو پلوی باله او نه پوهيږم د کوم نیت په وجه یي حتی کتاب نیم هم کله نه دی راکړی، ورسته چي بیا د عمران خان صوبایي یا ایالتي واکمني راغله، دای یي هم له همدي کتابتونه په سیاسي انتقام ځکه وویسته چي له کتابتون یي د پارټۍ دفتر او د ذاتي ملګریو بانډار ځای یا حجره جوړه وه، یعني په یو حساب د ملګرۍ او یارانو په ټس یي څوکۍ ته د دوی په اصطلاح لته (لغته) ورکړه او ځان یي تقاعد ته وسپاره؛ خو ملګري دا هم وایي، چي له کتابتونه یي هغسي استفاده هم نه ده کړي؛ لکه څنګه چي پکار وه، د دي کتابتون ستره برخه کتابونه او علمي پانګه د مرحوم ایوب صابر د لاس او مدیریت نښه ځکه ګڼلی شي، چي هغه د همدي کتابتون یا لایبریری ډير وخت مشر او مسوول پاتي شوی دی. صابر صاحب مرحوم چي د دوی په روزنه او پالنه کي یي هم مهم لاس لرلی دی او خدای شته ښي غوښیني خاطري او علمي مجالس یي هم ورسره شته، دا یي هم ورسره د نیکۍ، سعادت او وفادرۍ ثبوت دی، چي صابر صاحب کله ناروغ شو؛ نو ده یي ښه خدمت کړی دی او هغه مرحوم د ځنکدن ورستۍ سلګۍ هم د ده په غيږ کي ورکړي دي ۔ د ډيرو لاپو شاپو عملي شوقین نه دی؛ خو د خدمت میړانی حتماً دی او په یوازي خبرو یي ملامتي ورسره ناځواني ده، ښه د منډي، اخلاص او مرستي ځای او ځواني په کي ده، د سټیج، عهدي، شهرت او نورو بلا بترو شوق مي هم نه دی په کي ليدلی، ښه غوړ سوټ بوټ ګرځي؛ خو د عجز، عاطفي او زړه سوي درک او احساس هم لري، د طنز او سنجیدګۍ دواړو ثابته پته یي نه لګي، کله دومره سنجیده وي، چي سیګریټ یي په ګوتو کي ټول ختم او ایره شي؛ خو دای په موضوع او کیسه کي ډوب وي او چي کله ټوکه یا طنز ته په سور کي وي؛ بیا نو که طنز ته تا نه هم خندل، دای په خپله هم پوره دی، په کټ کټ ورته خاندي او خپل موډ یي جوړ وي. ښايي د کوهاټ ټول فرهنګي ملګري يي په همدي وجه د ځان بولي، چي ګپ، انډیوالي او سنجیدګي دري واړه پاللی او پوره کولای شي او تقریباً ټول چي له لرو پرتو سیمو ښار ته راځي، د ده اوسنی ځای د کوهاټ پخوانۍ لارۍ اډي کي د ګلزار هوټل مین دفتر ته ځان رسوي او له ده سره له سیاسي، ادبي او فرهنګي غیبت یا مجلس ورسته ځان ارام احساسوي ۔زه چي په کوهاټ کي د ده د استاني په حاضرۍ ځان اړ وینم؛ نو عثمان خټک لالا دي هم مهرباني کوي، چي په خپل یاغیتوب دي ځان کنټرول کړي، ښایسته موده مي د ده په ځای کي نه دی ليدلی، کنه خوند خو یي همغه وخت و، چي دي یو سپین سري به دي بل هغه ته د پیرخاني او احترام درناوی هم کاوه او زبردستي سنجیده سیاسي تبصري، تحلیلونه، طنزونه او قهقهاوي به یي لوړيدي. پیر صاحب یي هم ځکه خلک بولي، چي په ځنګل خیلو کلي کي یي ټبر او شاخ په پیرخیلو ګډ دی. په دي وروستي وار ليدو خو یي ما هم فکر پري کړی و، چي ګني پیري راته ثابتوي خو ښه وه په وضاحت یي پوه شوم، چي کیسه څه ده، د هوټل شاګرد چي د چایو چینک کيښود یو دم ورته برګ شو او په جدي انداز یي ورته وویل، چي «دا مخ دي ښه نه راته ښکاري او دا نشي مشي ښه شی نه دی او ایس خو بيخي تباهي ده» شاګرد چي کله ورخطا ولاړو، نو راته کړه یي چي پري خبر شوی یم، چي همدا نشي مشي یي شروع کړي دي، ممکن زړه به یي خوږيږي؛ خو هیڅ یي نشي درک کولای، چي بي له کورنۍ یا میرمني د لور یا زامنو د نشتون په وجه به یي ژوند څنګه پري تير وي!؟ خو د وروڼو، وریرونو او د ټولي کورنۍ نازولۍ هم دی، ټول یي احترام او درناوی هم کوي. اما که دای مطمین هم دی؛ خو چي د یوه ملګري، فرهنګي مشر، شاعر او لیکوال په توګه مي کله هم په تور ماښام د مجلس له ړنګیدو وروسته خدای پاماني ورسره کړي ده، له خپلو دوو ډوډیو سره چي له تناره یي راواخلي او د یوازیني او خالي کور په خوا مخه ونیسي، زړه بیا څوک او څه دی؟ چي دا له زړه پاک، مینه ناک او په علم او فرهنګ میین او دروند مشر «عدنان بخاري» دي له یاده وباسي او یا یي هير کړای شي ۔ خدای دي یي ښه، اباد او ژوندی ځکه هم لري، چي زموږ د ناستو ولاړ ترڅنګ د ډيرو خلکو او یارانو زړونه او بنډارونه پري اباد او ښاد دي ۔