باچا خان، خدائي خدمتګاري او باجوړ – مولانا خانزېب

نورلسمې پېړۍ نه راواخله تر د شلمې پېړۍ د نيمائي پورې د پېرنګي پۀ ضد کۀ د ټول هندوستان د سيمې نه غبرګون ښودل کېدو نو د تاريخ پۀ دغه مهمه دوره کښې د پښتنو سيمه هم ډېره توده، ژوندۍ او ګړندۍ پاتې شوې. د پښتنو خاورې پۀ دغه دوره کښې داسې ستر ستر خلک زېږولي چې د پښتنو قامي تاريخ به پرې تل وياړ کوي . دغه موده کۀ څومره هم پۀ سياسي ډول نازکه ولې نۀ وه خو کومو مشرانو چې د خپل قام پۀ غم کښې ګام پورته کړے نو ترننه ورته دنيا حېرانه ده. دوه ډوله قامي مبارزه پۀ دغه وختونو کښې شوې چې يو ته مونږ وسله وال مقاومت او نېغ پۀ نېغه ښکر جنګول هم وئيلے شو. د تاريخ پۀ دغه بهير کښې د پښتنو پۀ تاريخ کښې د پير روښان نه راواخله تر د خوشال خان خټک، اېمل خان مومند، دريا خان اپريدي، ميروېس خان هوتک، اډې مولا صېب، بابړې مولا صېب، غازي عمرا خان، مولانا فضل محمود مخفي، کاکاجي صنوبر حسېن او د حاجي صېب ترنګزو پورې دا ټول خلک مونږ قامي اتلان هم بولو او د خپلې خاورې او تاريخ سوچه خېر خواه هم . خو کۀ بل اړخ ته مونږ وګورو نو باچاخان او د هغۀ قامي خوځښت چې د “عدم تشد”د پۀ مفکوره پۀ بشپړه ډول ئې بنسټ کېښودل شوے ؤ، د قامي مبارزې هغه د سر څوکه ده چې پۀ نړيوالا توګه ورته هم درنښت او سپېڅلتيا ښودل کېږي . کۀ د نړۍ سره د موهن داس ګاندهي جي، مارټن لوتهر کنګ جونيئر او نېلسن منډېلا پۀ شان مثالونه شته نو زمونږ د پښتنو سره د باچاخان پۀ شان منل شوے کردار دے . چې وخت تېرېږي نو د باچا خان ستر والي به نوره هم راڅرګندېږي او منل کېږي.

عدم تشدد د تاريخ پۀ دغه مهمه دوره کښې ولې دومره ستر او لازم ؤ ؟ دا هغه پوښتنه ده چې بايد هر قامپال پښتون ددې پۀ ځواب ځان ډېر سم پوهه کړي او هېڅ د تردد او ګډوډي ښکار نۀ شي . کۀ وکتل شي نو د پېرنګي نه وړاندې چې د پښتنو پۀ خاوره څومره هم يرغلونه او انداښتونه د بهرنو خلکو لۀ خوا شوي نو د دغه ټولو پۀ نسبت د ټولو نه زياته بربادي او تلپاتې نقصانونه او ضرورنه د پېرنګي لۀ خوا د پښتنو خاورې ته د هرچا نه زیات وو . د پېرنګي اغېز پۀ دې خاوره تش د سکندر، چنګېز او مغلو پۀ شان هسې تېرېدل او چور تالان نۀ ؤ بلکې د پېرنګي موخه تل لپاره د هندوستان پۀ خاوره تر د پښتنو پۀ ځيګر خپله پنجه ټينګ ساتل او د دوي د خاورې او وسائلو کلک ځبېښاک ؤ او د دغه موخې پۀ ترسره کولو د ټولو نه ستر ګواښ پېرنګي ته پښتانۀ وو. نو هم دغه لامل ؤ چې پېرنګي د پښتنو تل لپاره کمزوري او پۀ خپل ښکېلاک کښې د ساتلو لپاره د پښتنو پۀ خاوره يو څو بنيادي کارونه وکړل چې پۀ نتيجه کښې دغه خطره د مېنځه لاړه شي او يا ډېره کمه شي. يو دا چې د پښتنو جغرافيه ئې ماته کړه. اول پۀ کال ۱۸۷۹ کښې د ګندمک د تړون او بيا د ۱۸۹۳ پۀ کال د ډيورنډ د سپېرې کرښې پۀ شکل چې کۀ ېو اړخ ته ئې پۀ دغه کرښه راښکلو د يو قام د ملا تير مات کړو نو بلخوا ئې د زار روس نه د ځان د ژغورنې او د خپل ځان لپاره د وېرې کمولو پۀ هڅه يوه نقشه پۀ وجود کښې راوسته . دويم مهم کار ئې د اسلام پۀ نامه، ګوندي، فرقه پرستي، او ددغه کار پۀ نتيجه کښې نه ختمېدونکے اخ و ډب پۀ وچه وړه کښې پرېښودل وو چې دا د انسانانو د ګڼې ګوڼې مرکز تل رنځور او د يو بل سره لاس او ګرېوان پاتې شي . ځکه خو خان عبدالولي خان پۀ خپل کتاب “باچا خان او خدائي خدمتګاري” کښې ليکي چې “د مذهب پۀ نامه پۀ دې خاوره د ریاستونو وجود ته راوستل د پېرنګي يوه دسيسه وه چې د تل لپاره داسيمه د ځان متازه او رنځوره وساتي او چې کله ئې اړتيا وي ددې سيمې نه خپلې ګټې ترلاسه کړي او خپلو غرضونو له ئې وکاروي”. خبره هم دغه وه چې دا څنګه د اسلام او مسلمانانو پۀ خېر وېش ؤ چې پۀ اسلام حقيقي پوهېدونکي ټول د هندوستان د اسلام سپېځلي عالمان ئې خلاف وو او د پېرنګي د ادارو نه راغلي خلک ئې ملګري او ملاتړ وو. کۀ د مذهب پۀ اساس وېش لازم ؤ نو د عبېد الله سندهي ترمخه مسلمانان او هندوان خو د پېړو پېړو نه د يو بل سره پۀ ډېر ټولنيز اړيکو کښې اوسېدل او پۀ تېر معلوم تاريخ کښې خو زياتره هم مسلمانان د ټول هندوستان واکمن پاتې شوي وو او هېڅ کومه مذهبي ستونزه نۀ وه. درېم مهم ګام چې پېرنګيانو د پښتنو د تلپاتې بربادۍ لپاره کړے ؤ نو هغه دا چې د زرګونو کالو راهېسې د پښتنو مرکزيت او غونډځائے افغانستان ؤ، د هغې نه ئې د پښتنو مخه راتاؤ کړه او پښتنو له ئې د هند پۀ لور مخه ورکړه چې پۀ نتيجه کښې د پښتنو ترمېنځ نۀ شليدونکې اړېکې کمزورې شوې. د پښتنو مقاميت پۀ لاشعوري ډول ژوبل کړے شو او د اقتصاد پۀ وسله نوي رخونه پېدا کړے شو او هم دغه د یووالي د يون د ماتولو لپاره تر نن پورې ارادي هڅې پۀ څرګنده ډول روانې دي چې د ازغن تارونو نه راواخله تر د افغانستان سره د تجارتي اړيکو د کمزورې کولو لپاره د تجارتي لارو پۀ دوامداره توګه بندول هم دي. يو پښتون لپاره کراچۍ او دوبۍ ته تلل خو اسان ښکاري خو چم پۀ چم د افغانستان کومې ښارئې ته تلل ورته ناممکن. پۀ يو داسې چاپېريال کښې چې دشمن د یوقام د مېنځه وړلو لپاره دومره پراخ او کلک دامونه ايښي وي، ددې هرڅۀ پۀ ضد غبرګون یوازې د تشدد پۀ لار نۀ کېږي او نۀ تش د ډز پۀ نوم دغه ننګونو ته جواب وئيل کېدے شي. د دغې دسیسو د مقابلو او د مېنځ نه د وړلو لپاره هم “عدم تشدد” یوازې او یوازې ستره لار پاتې کېږي چې پۀ علمي فکري بنسټونو سره د پرمختللې نړۍ پۀ هرډول سياسي او سائنسي نظرياتو او مفکورو پۀ شعوري ډول غښتل شوے فکر دے. هم د عدم تشدد فکر او غورځنګ دے چې د دشمن پۀ ضد پۀ عقل دليل، پۀ قامي بېدارۍ د دشمن بيانيه پۀ دلیل سره د رسوا کولو، د دشمن پۀ سترګو کښې سترګې ورکول، پۀ اولس کښې سياسي بېدارۍ د زورور مخې ته د ودرولو توان او حوصله او د هر ډول زور او جبر پۀ ضد ډاډه زړۀ د قام پۀ مټ او ملاتړ خبره کول، د رياست د جبر مخې ته ډال کېدو ته عدم تشدد وائي. د قام دننه قامي شعور بېدارول او د قام خور وور لښکر تنظيم کول چې ځان د اصلاح کولو سره سره د قامي ګټو لپاره د قامي نظرئې پۀ زور چمتو ودرول وي. هم د دغه قامي غورځنګ لپاره باچا خان او د هغۀ ملګرو د “انجمن اصلاح الافاغنه” نه راواخله تر د خدائي خدمتګار پۀ شکل کښې پۀ ټولنه کښې نېغ پۀ نېغه کار کړے ؤ او پۀ عملي توګه د پښتنو هرې سیمې، کلي، حجرې جومات او ډبې ته پۀ خپله رسیدلي وو او د قام د شعور سويه ئې جګه کړې وه . هغه پښتانۀ ئې د قامي سیاست برخه ګرځولي وو چې څوک هډو چا پۀ څۀ کښې حسابول نه، لکه يو ورځ د چارسدې څۀ خانانو خدائي خدمتګارو ته ووئيل چې تاسو څۀ غواړئ؟ هغوي ووئيل مونږ ازادي، وئيل ئې چې ازاد شئ بيا به څۀ وي؟ وئيل ئې بيا به اختيار هم ددې عام اولس وي . خانانو ووئيل دا عام خلک خو پکښې مونږ نۀ منو . خبره کۀ وکړو د دغه قامي مبارزې پۀ وخت کښې د پښتونخوا د یادې او تاريخي سيمې باجوړ نو د باجوړ سيمه چې پۀ تاريخي توګه د هر قامي غورځنګ برخه پاتې شوې او نن هم د باچا خان د فکر خوځښت پکښې ښۀ پياوړے او ګړندے دے نو هم د خدائي خدمتګارو او باچا خان د فکر او نظرئې سره تر هغه وخته نه راواخله تر اوسه ښۀ غښتلي ددغه تاريخ پۀ برکت پاتې شوي.

باچاخان وائي چې پۀ کال کښې به زۀ يو ځل دوه هندوستان ته تلم . پۀ کال ۱۹۱۴ د جنورۍ کښې راپسې د شېخ الهند خط راغلے ؤ چې تۀ راشه . زۀ، مولانا فضل محمود مخفي او مولانا فضل ربي لاړو. د شيخ الهند سره ملاؤ شو، د ازادۍ لپاره د دوه مرکزونو پرېکړه وشوه، يو د هندوستان دننه او بل پۀ ازاده قبائلي سیمه کښې . چې واپس راغلو نو ما او فضل محمود مخفي د ملاکنډ پۀ لار باجوړ ته راروان شو، چې د مرکز لپاره به ځاے خوښ کړو. بيا به سندهي صېب راځي او دغه ځاے به ويني . پۀ دير کښې د څۀ ورځو نه پس باجوړ ته راروان شوم . مخفي صېب د څۀ ضرورت پۀ وجه رانه ستون شو . د ترۀ زوے ئې راسره کړو، د باجوړ جار سيمې ته راغلو، شپه مو د کلي پۀ جومات کښې وکړه، بيا چارمنګ ته د بابړې مولا صېب ځاے ته لاړو، شپه مو ورسره وکړه، سحر د بابړې مولا صېب سره پۀ ځان له کوټه کښې ملاؤ شو . باچا خان د بابړې مولا صېب ډيره ستائنه کوي چې پۀ نااشنايۍ کښې ئې زمونږ ډېر قدر وکړو. ډېر غازي سړے دے او دپېرنګي کلک خلاف دے او پۀ هره غزا کښې جنګېږي . ددې ځايه چمرکنډ ته لاړو. دلته د اډې صېب يو مريد ؤ، پۀ شېخ يادېدو . د هغۀ سره موشپه وکړه . ددغه شېخ پۀ اړه ما چې کله د سیمې د مشرانو نه وپوښتل نو هغوي ووئيل چې دغه شېخ څۀ وخت پس دکونړ سرکاڼو سیمې ته تلے ؤ، دغه رنګ پۀ دغه وخت کښې لا د سيد احمد مجاهدين هم نۀ دي راغلي ځکه باچاخان ئې کوم ذکر نۀ کوي . چمرکنډ د باچاخان د مرکز لپاره ډېر خوښېږي، بيا سلارزو ته راځي او بيا پۀ ماموندو کښې باچا خان څۀ دوه مياشتې پاتې کېږي . د مخفي صېب پۀ انتظار کښې باچا خان د کټ کوټ پۀ جومات کښې چېله کېږي ځکه باچا خان وائي چې ما د شېخ الهند نه لاس نيوه کړې وه . دغه رنګ د زګې سيمې ته باچاخان راځي . د زګې ځاے هم د مرکز لپاره خوښوي. د زګې سيمه د مولانا فضل محمود مخفي نېکنے کلے هم دے . باچاخان دلته چاته ځان نۀ دے ښودلے . پۀ دې غرض چې پېرنګيان رانه خبر نۀ شي خو چې د مخفي صېب او سندهي صېب پته و نۀ لګېده نو باچا خان د باجوړ نه واپس کېږي ځکه چې شېخ الهند د کوم غرض لپاره باچاخان رالېږلے ؤ، د اولنۍ نړیوالې جګړې پۀ وجه هغه منصوبه لږه وروستو کړې شوې وه . بیا د کال ۱۹۱۵ پۀ اخر کښې پۀ دغه منصوبه عملي کار وشو چې ترنګزو باباجي د بونېر نه باجوړ ته راولېږلے شو او عبېدالله سندهي د کابل پۀ لور لاړو او د خلافت عثمانیه او افغانستان پۀ مرسته د پېرنګيانو خلاف د لوے جنګ لپاره کار کول وو خو د رېښمو خطونه چې ونيول شو نو دغه کار ناکام شو.

پۀ باجوړ کښې د باچا خان کرامتونه:

پښتانۀ عموما د بزرګانو پۀ کرامتونو ډېره کلکه عقیده ساتي . د اولياء کرامتونه حق دي خو د کرامت پۀ نامه پۀ پښتنو کښې ځنې ډېرې داسې قصې هم مشهورې دي چې د عقل او نقل خلاف وي . د يو ولي اصل کرامت د هغۀ کردار وي چې هغه خدا پرستي او انسان دوستي وي ، د مخلوق خېر او اصلاح وي . باچاخان هم پۀ دغه معيار يو ولي دے . باچاخان وائي چې کله چارمنګ ته تلم نو پۀ لاره کښې راسره خلک به ملګري شو . د بابړې مولا صېب پوښتنه به مې چې وکړه چې څنکه سړے دے نو هر سړي به وئيل لوے بزرګ دے، د بزرګۍ معيار به مې چې وپوښتلو نو وئيل به ئې چې وربه شې پۀ خپل لاس پېنډې ته سوچه غوړي اړوي . دغه رنګ ناشنا قصې ورته پۀ چمرکنډ کښې د اډې صېب پۀ باره کښې شېخ هم کړې وې . خو باچاخان وائي چې کله زۀ پۀ ماموندو کښې وم نو د مخفي صېب دوي پته نۀ لګېده. سوچ مې وکړو چې د کټ کوټ پۀ جومات کښې به چېله شم، وخت به هم ښۀ تېر شي، د چا شک به هم نۀ راځي . دغه رنګ د شېخ الهند نه مې لاس نيوه کړې وه نو ،تزکيه نفس، به هم وشي او وظائف به مې هم کول . باچا خان وائي چې زۀ چېله شوم نو پۀ خلکو د دې ډير اثر وشو او د خلکو ګمان دا راغے چې ګنې زۀ لوے بزرګ يم . خلک به راتلل دم کول به مې، دعا او تعويذونه به ئې رانه غوښتل . يوه ورځ يوې ښځې يو ماشوم راوړو، وئيل چې دا د درې کالو شو دعا ورته وکړه چې دا “تے” پرېږدي چې تے نۀ ورکوم ژاړي . ما ورته ووئيل چې سور مرچکے وټکوه او د ،تي، پۀ غوټۍ ئې پورې کړه، تے به پرېږدي ښځه لاړه او دغه چل ئې وکړو . سبا له راغله ډېره خوشاله وه، د شاتو نه ډک کنډول ئې راخيستے ؤ، راته ئې ووئيل چې ستا دعا قبوله شوه زوي مې تے پرېښودو، زۀ اوس تے ورکوم او دے نۀ اخلي . هلک به څنګه تے اخيستے ؤ چې پۀ تي پورې مرچکے ؤ او خولۀ ئې ترښه کوله.

د باچا خان پۀ دويم ځل باجوړ ته راتلل:

پۀ کال ۱۹۲۰ کښې د هندوستان ازادي خوښو د “هندوستان چهوړ دو” پۀ نامه د هجرت پرېکړه وکړه. پۀ لوے شمېر کښې خلک کابل ته لاړل، زياتره پښتانۀ وو. د هندوستان خلک ډېر کم وو، دا هجرت يوه جذباتي پرېکړه وه، هېڅ کومه منصوبه بندي ددې شاته نۀ وه. پۀ کابل کښې ددومره خلکو د سمبالولو هېڅ بندوبست نۀ ؤ او دا کار ناکام شو خو پښتانۀ خو ګرم خلک دي، پۀ لوے شمېر پۀ دې هجرت کښې هم پاڅېدل . باچا خان هم پۀ دغه هجرت کښې شامل ؤ . باچا خان وائي چې د مهاجرينو د تلو نه پس مو پۀ سرائې کښې يوه کوټه پۀ کرايه ونيوله، هلته به اوسېدو، څو ورځې پس زۀ نادر خان له ورغلم او ورته مې ووئيل چې د هجرت کار خو ګډوډ شو، دلته زمونږ پاتې کېدل کومه ګټه اوس نۀ لري، زما اراده ده چې باجوړ ته ازادو قبائيلو ته لاړ شم او هلته د تعليم کار وکړم او د پښتنو بچو د تربیت لپاره قامي مدرسې جوړې کړم، ستا مشوره څۀ ده؟ نادر خان زما دا مشوره خوښه کړه، ديو څو ملګرو سره د کابل نه جلال اباد ته راغلم، پۀ جلال اباد کښې مې د هاشم خان سره مشوره وکړه، هغۀ هم زما د کار سره اتفاق وکړو، يو اس ئې راکړو او باجوړ ته ئې زمونږ د تګ بندوبست وکړو. کونړ سلام پور ته د پاچاګانو خواته راغلو. پاچا ګان د جمال الدين افغاني کورنۍ ده . د سلام پور نه د مومندو کاږۀ پانډ ته راغلو، د دغه ځايه چمرکنډ ته لاړو، پۀ چمرکنډ کښې د اډې صېب پۀ جومات کښې د سید احمد د مجاهدينو ډله دېره ده چې د بونېر نه دلته راغلي وو. پۀ بونېر کښې ئې خپل امير نعمت الله د پېرنګيانو سره پۀ ساز باز وژلے ؤ . پۀ چمرکنډ کښې د پنجاب د مجاهدینو ډله اوسي خو دا خلک بېکاره پراتۀ دي . د هندوستان روپو ته ناست دي . ما ورته ووئيل چې بېکاره مه کښېنئ، خپل کار روزګار هم کوئ، دوه قچرې درسره دي د کونړ نه پرې مېوه راوړئ او دلته ئې خرڅوئ . د چمرکنډ نه بيا کوټکي چارمنګ ته لاړو، پۀ کوټکي کښې د دلاور خان او زيګرورو خان خواته لاړو، دا دواړه ترۀ او وراره وو. زيګرور خان د سرکنډ خان زوے دے او دلاور خان د زړه ور خان . دا ډېر پښتانۀ مشران دي. د پېرنګي خلاف چې غزا وي نو دوي پکښې شريکېږي. د کوټکي نه بیا د سلارزو شینګر ګل ته لاړو. دلته د پخوا نه د پېرنګي خلاف تکړه خلک اوسیدل . د شینګر ګل مولانا امير الدين زمونږ مهربان او قام پرست سړے ؤ . هلته مو د خلکو سره وليدل او بيا د سلارزو او ماموندو پۀ نورو سیمو کښې وګرزيدو . د باجوړ نه پس باچاخان بیا دير ته تلے ؤ . دغه وخت ته نزدې مخفي صېب هم باجوړ سلارزو ته راغلے ؤ او د پشت پۀ ډنډ سيمه کښې دېره ؤ . ډاکټر سهېل خان پۀ خپل کتاب کښې ليکي چې باچا خان څلور مدرسې د مخفي صېب پۀ مرسته پۀ باجوړ کښې جوړې کړې وې چې يو پۀ ماموندو چينکې يو پۀ خار کښې يو پۀ چارمنګ کښې او يو پۀ سلارزو کښې وه-باچاخان چې کوم خپل کتاب ليکلے “زما ژوند او جدوجهد” نو پۀ دې کښې د ۱۹۴۷ پورې حالات ليکلي د عبدالولي خان پوهنتون استاذ ډاکټر سهېل وائي چې باچاخان د ۱۹۴۷ نه پس هم بیا څو ځل باجوړ ته د سیاسي هلو ځلو لپاره راغلے چې دباجوړ ذکر ئې پۀ خپل خطونو کښې څو ځل کړے . دغه رنګ زما نيکۀ مير خليل بابا به وئيل چې د پاکستان جوړېدو نه پس باچاخان ناواګۍ ته زمونږ ځاے ته راغلے ؤ او دسیمې د مشرانو سره ملاو شوے و، ګډ مو ورله حلال کړے ؤ.

پۀ کال ۱۹۴۲ کښې د خدائې خدمتګارو جرګه باجوړ ته راتلل.

پۀ دغه وخت کښې چې دوېمه نړيواله جګړه روانه وه، د سراسټېفورډکرپس پۀ مشرۍ کښې د پېرنګيانو يوه جرګه هم هندوستان ته راغلې او داسې کوشش ئې ؤ چې د پېرنګيانو او هندوستان ترمنځ روغه جوړه راولي خو دغه جرګه هم ناکامه شوه . دغه جرګه پۀ تاريخ کښې د “کرپس مشن” پۀ نامه يادېږي . پۀ دغه نازک وخت کښې باچا خان د قبائلي سيمو د عزيزانو د خبرولو او د قبائلي دشمنو پرېښودو لپاره د جرګو لېږلو پرېکړه وکړه . باجوړ ته يوه جرګه د کامدار خان پۀ مشرۍ کښې د ملاکنډ، اګرې پۀ لار راغله. د ملاکنډ پۀ سیمه دغه جرګه د پېرنګيانو پۀ لمسه ډېره تنګه کړې شوه خو بیا هم باجوړ ته پۀ راتلو کښې کامياب شوه. پۀ دغه جرګه کښې نورکسان ناظم سرفراز خان، محمد اسرار، د صوابۍ يار حسېن يو زرګر، نجيب الله نجو، غلام حېدر خان، ستر شاعر عبدالمالک فدا، د سرډهېرو خليفه صېب پاچا خان شامل وو. د دوي د راتلو نه مخکښې پېرنګيانو پۀ باجوړ کښې د خپلو اېجنټانو پۀ ذريعه خبرې خورې کړې وې چې دا خلک هندوان دي او نزدې وه چې دوي وژل شوي وو خو چې کله ئې د خلکو سره جرګې وکړې نو خلک پوهه شو چې دا خو د پښتنو خېرخواه خلک دي . پۀ باجوړ کښې پۀ دغه وخت کښې ستر شخصيت او د بابړې مولا صېب زوے ګل صېب موجود دے . دغه جرګه د باجوړ سیمې ته هم د ګل صېب پۀ ډاډ راغلې وه . د ګل صېب سره ئې ډېر وخت تېر کړو . دغه رنګ دا جرګه پۀ ماموند سلارزو او اتمانخېلو کښې ډېره وګرځېده او ځاے پۀ ځاےئې د اولس سره جرګې وکړې او دوي ئې د سیمې پۀ پېښو او راتلونکي حالاتو ښۀ خبر کړل . پۀ دغه وخت کښې پښتنو ته نېغ پۀ نېغ راتلل، جرګې کول، اولس پوهنه راوستل داسې يو ستر کار دے چې بغېر د باچا خان پۀ شان د شخصيت نه کيدے نۀ شو.

د مومندو د خدائي خدمتګارو د جرګې باجوړ ته راتګ:

هم پدغه کال ۱۹۴۲ کښې د مومندو سيمې ته هم د خدائې خدمتګارو جرګه د فضل رحيم ساقي په مشرۍ کښې راغلې وه . ددې جرګې غرض اولس خبرول او ورسره دا هم وو چې پۀ دغه وخت کښې د ترنګزو باباجي زوے پاچا ګل صېب د باچاخان او خدائي خدمتګارانو پۀ ضد پۀ ورځ پاڼو کښې بيانونه نشر کول او بيا به قلي خان دغه اخبارونه د باچا خان د بدنامۍ لپاره خورول . باچاخان وئيل چې ددې خبرې تصديق دپاچاګل صېب نه وکړئ چې دروغ خو به نۀ وي او کۀ رشتيا وي نو ددې نه ئې منعې کړئ، دوي خو زمونږ هم خيال پاتې شوي، ولې داسې کوي . د پاچا ګل صېب سره چې جرګه ملاؤ شوه نو پاچا ګل صېب ومنله چې دا هرڅۀ زۀ کوم او څۀ غېر معقول جوازونه ئې پېش کول . هم ددې وجې د پاچا ګل پۀ اړه پۀ تاريخ کښې ډېر شکونه دي . ددې نه پس باچاخان، ولي خان هم پاچا ګل صېب له رالېږلے ؤ خو دې د خپل کار نه منع کېدو نه ځکه ولي خان د پاچا ګل صېب پۀ باره کښې د پېرنګيانو سره د ساز باز پۀ اړه ډېر شکونه ښکاره کړي . د مومندو نه پس دغه جرګه ناواګۍ ته شپې له راغلې وه . پۀ ناواګۍ کښې د عبدالحسن غلجي نومې مشر سره ئې شپه کړې وه . د دغه وخت خان احمد جان خان سره ملاؤ شوي وو . فضل رحيم ساقي وائي دا خان ډېر سيدها ساده سړے ؤ، د شپې ست ئې راته وکړو چې يوه غټه چرګه مې ساتلې ده، دا درله حلالوم، چارمنګ ته د ګل صېب خواته هم تلي وو . ګل صېب هم د پاچا ګل صېب پۀ کارونو خفه ؤ . د ماموندو او سلارزو پۀ سیمه فضل رحيم ساقي هم ډېرې جرګې وکړې . د ماموندو د بر خلازو ددغه وخت اولسي مشر ملک خانزاده سره هم ملاؤ شوي وو او څه پنځوس ورځې پس د باجوړ نه فضل رحيم ساقي او کامدار خان ستانۀ شوي وو او باقي خدائي خدمتګار تر ډېر وخته پۀ باجوړ کښې پۀ ماموندو چينګۍ کښې د ميا عبدالحکیم سره به دېره وو. چې دلته خدائي خدمتګارو يوه مدرسه چلوله . دغه رنګ دغه خدائي خدمتګارانو ته ګل صېب هم پۀ چارمنګ کښې د استوګنې ځاے ورکړے ؤ .دا جرګه تر دوېمې نړيوالې جګړې دپايې پورې پۀ باجوړ کښې ایساره وه.

دا هم ولولئ

د افغانستان راتلونکے، پېښې او اندېښنې – مولانا خانزېب

افغانستان کۀ هرڅومره هم د نړۍ پۀ سر د قامي رياستونو پۀ څپ کښې خورا …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.