فن که فلسفه؟ د غني خان په شاعرۍ کښې د روح جدلياتي حرکت—نبيل خان

دا ليکنه شريکه کړئ

نۀ زۀ فلسفي يم خلکه نۀ زۀ لېونـــــــې يم

يو غريب بچې زۀ د پښتون د پلارګنې يم

“شاعر د خپل ماحول غلام وي، ددۀ مثال د يو داسې حېوان دے چې د هغۀ په وجود څرمن نۀ وي، که پوټے د ازغي څوکه ور وړے نو په کريکو ځان وژني او که پوټے ارام ورشي نو د خوشحالۍ نه بې هوشه کېږي”

(غني خان)

ادب ته په عامه توګه د جذبو د اظهار يا د ټولنيزو حقيقتونو د عکاسۍ په طور کتل کېږي خو که مونږه فن صرف د حقيقت نقل (Mimesis) ٶګڼو نو مونږه د دې فلسفيانه حېثيت کموو ۔ دلته کښې پوښتنه دا راپېدا کېږي چې ايا شاعري صرف د تجربو بيان دے؟ او که نه دا د حقيقت کومه ژوره سطحه هم راښکاره کوي او په موجوده تجربو کښې په راغلي حقيقتونو باندې تنقيد هم کوي او د يوې داسې نړۍ تصور ورکوي چرته چې موجوده تضادات په يو اعلى درجه باندې synthesize کېږي؟ دا هغه مقام دے چرته چې جماليات بطور سائنس زمونږه رهنمائي کوي ۔ په ادب کښې د جمالياتو د سائنس نه مراد يوازې د حسن ذوقي يا نفسياتي مطالعه نۀ ده بلکې د فن عقلي او فلسفيانه تفهيم وي ۔ هيګل په جمالياتو باندې په لکچرز کښې په شروع کښې دا خبره کوي چې اصل موضوع جماليات نۀ دي بلکه د فن جماليات دي ۔ د قدرتي حسن په مقابله کښې د فن حسن د روح (Geist) پېداوار وي او د روح درجه د فطرت نه اوچته وي. هم دا وجه ده چې هيګل دې سائنس ته په جمالياتو باندې په خپل لکچرز کښې “د فنون لطيفه فلسفه” وائي دلته د سائنس نه مراد جديد سائنسي تجربيت نه دے بلکه منظم او ضروري علم دے چې څه شې د هغه د تصور په ذريعه پېژني. لهذا جماليات بطور سائنس هغه جدلياتي تفهيم دے په کوم کښې چې فن د مطلق روح د ظهور د يوې مرحلې په طور باندې پېژندلې کېږي.

په هيګيلين نظام فلسفه کښې فن، مذهب او فلسفه د مطلق روح درې اساسي اظهارونه دي خو فن په دې کښې ابتدائي او حسي صورت دے لهذا د جمالياتو د سائنس کار دا دے چې دا فن په مختلفو تاريخي صورتونو کښې او د فنونو درجه بندي د هغه جدلياتي ترقۍ دننه معلومه کړي په کومه کښې چې روح د خپلې خود اګاهۍ پله ځي. دلته کښې د سائنس مطلب دا دے چې مونږه فن صرف د تاثراتو يا د ذوقي خوښې نا خوښې په طور نه بلکه د يو معروضي، تاريخي او عقلي عمل په طور وګورو ۔ لهذا د جمالياتو سائنس صرف د حسن سائنس نۀ دے بلکه دا د روح د خود اګاهۍ يو مخصوص صورت يعني د فن فلسفيانه سائنس دے چې فن پکښې د خپل تصور، ضرورت او د خپل تاريخي تکميل دننه پېژندل کېږي.

د هيګل په نزد رښتيا هغه نه دي چې صرف موجود وي بلکې رښتيا هغه دي چې معقول(Rational) وي. دا جمله صرف سياسي فلسفې ته محدوده نۀ ده بلکې دا د هغۀ د پوره مابعدالطبيعاتي او جمالياتي نظام مرکزي اصول دے. فن د حقيقت په حسي صورت کښې تجلى ده (هيګل)، ځکه چې خيال خپل ځان په حسي صورت کښې ظاهروي. دلته کښې دوه نکتې زمونږ مخې ته راځي يوه دا چې د فن تعلق د حقيقت سره دے او دوېمه دا چې حقيقت په حسي تشکيل کښې ظاهرېږي. لهذا فن نه صرف د جذبو اظهار دے او نه صرف د خارجي نړۍ عکاسي ده بلکه دا د حقيقت هغه صورت دے چرته چې روح (Geist) خپل ځان په حسي شکل کښې ويني. په هيګيلين فلسفه کښې مطلق روح خپل ځان په درې درجو کښې ظاهروي

١ـ فن

٢ـ مذهب

٣ـ فلسفه

فن د دې سفر وړومبۍ مرحله ده چرته چې خيال لا په تصوراتي شکل کښې نه بلکې په تصويري او شعري شکل کښې راښکاره کېږي ۔ هيګل واضحه ليکي چې “فن د خپل اعلى ترين غايت په لحاظ سره زمونږ د پاره د ماضي يو امر جوړ شوے دے او په دې حيثيت سره به برقرار وي”. دا خبره اکثر خلک غلطه تشريح کوي ځکه د هيګل مطلب دا نه دے چې فن ختم شو بلکه دا چې په جديد دور کښې روح خپله مکمله خود اګاهي په فلسفه کښې تر لاسه کوي او د فن د پېژندګلو د پاره مونږ له د دې تاريخي حيثيت ته کتل پکار دي. په هيګلين نظام فن کښې د علامتي او کلاسيکي فن نه پس د رومانوي فن درجه راځي، په رومانوي فن کښې موضوعيت غالب شي ځکه دلته کښې روح په خپل اندرون کښې ورک شي خو دا داخليت فقط نفسياتي نه وي بلکه تاريخي وي ځکه چې په دې کښې فرد د خپل دور د شعور ترجمان وي لهذا که دلته کښې په فن کښې موضوعيت په اصل کښې د تاريخي روح داخلي صورت وي نو مونږ له به دې ته کتل پکار وي چې د شاعر روح په اصل کښې د کوم تاريخي روح نمائندګي کوي. شاعر صرف يو فرد نه وي بلکه د خپل عصر د جدلياتي کشمکش حساس ترين جمالياتي اظهار وي ۔ هيګل ليکي چې “د يـو قوم روح يو متعين روح وي او هم دغه متعين روح هغه انفرادي روح دے چې د دې په ټولو جزوي صورتونو کښې جاري وي”. د دې اقتباس نه واضحه کېږي چې فرد او ټولنه (Volksgeist) جدا نۀ وي بلکې د يو روح مختلفې سطحې دي او د شاعر انفراديت په اصل کښې د اجتماعي روح ژوره سطحه وي. لهذا که مونږ يو شاعر ته صرف “رومانوي” “باغي” يا “وجودي” ووايو نو مونږه د هغه تاريخي معنويت کموو. د حقيقت پسندۍ تحت مونږه دې ته ګورو چې

١ـ خيال څنګه حسي صورت اختياروي؟

٢ـ په فرد کښې تاريخي روح څنګه خپل اظهار کوي؟

٣ـ تضاد څنګه په شعري صورت کښې برقرار پاتې کېږي؟

ددې فرېم ورک په رڼا کښې پوښتنه اوس دا راپېدا کېږي چې د غني خان شاعري صرف يو انفرادي بغاوت دے او که نه د پښتون تاريخي روح يوه جدلياتي خوداګاهي ده؟ د غني خان په شاعرۍ کښې په ظاهره خو يو شديد انفراديت ښکاري چې هر وخت د “زۀ” د کلمې نه تاوېږي او په دغې “زۀ” کښې د مذهبي روايت نه سرغړونه، په اخلاقي رياکارۍ طنز، د محبت ازادانه تعبير او وجودي اضطراب واضحه ښکاري خو دا فقط يو موضوعي او انفرادي بغاوت نه دے ځکه چې د غني خان په شاعرۍ کښې دا “زۀ” د تاريخي روح داخلي اظهار دے دا داخليت د يوې داسې پښتون ټولنې د داخلي کشمکش اظهار دے چې د نوابادياتي دباٶ، قبايلي روايت، مذهبي جبر او د جديديت د تصادم تر مينځ ولاړ دے او د شاعر “زۀ” يو تاريخي مېدان جنګ دے، خو پوښتنه دا ده چې دا انفراديت د کوم تاريخي تضاد پېداوار دے ځکه حقيقت د تضاد نه بغېر مکمل نۀ وي. هيګل ليکي چې “تضاد د ټول حرکت او ژوند بنياد دے”.

دا هغه مقام دے چرته چې حقيقت پسندي زمونږ مخې ته راځي، د حقيقت پسندۍ مطلب صرف د خارجي منظرونو تصوير کشي کول نۀ دي بلکې د تاريخي روح رښتيا په حسي صورت کښې ظاهرول دي او د غني خان په شاعرۍ کښې تضادات زمونږ مخې ته داسې راځي چې هغه ختمېږي نه بلکې دا په يو اعلى سطح باندې اوچتوي څۀ ته چې هيګل جدلياتي حرکت “Afhebung” وائي يعني په يو وخت د نفي، تحفظ او بلندۍ عمل. د غني خان شاعرۍ ته هم چې مونږه ځير شو نو هغه د مذهب يوازې نفي نۀ کوي بلکې د دې د يو اعلى اخلاقي صورت تلاش هم کوي، روايت يوازې ماتوي نه بلکې دا په يو نوي شعور کښې د بدلولو کوشش هم کوي دا بيله خبره ده چې غنى خان د اعلى اخلاقي صورت په تلاش او د روايت په نوي شعور کښې د بدلولو په عمل (Sublation) کښې څومره کامياب شوے دے خو د وړاندې نه د موجود قدرونو نفي يې کړې ده کوم چې د غنى خان په عصر کښې فرسوده او غېرمتعلقه پاتي شوي وو. خو دا نفي غني خان په براه راست بيانيه کښې نه کوي بلکه دا د استعارو، علامتونو او تصويري کيفيتونو(Imagery) په شکل کښې کوي هم دا وجه ده چې غني خان د ټولنيز ساخت ټهوس تجزياتي تصوير کشي نه کوي بلکه اکثر سوال هم په وجودي او جمالياتي سطح باندې پورته کوي. لهذا غني خان په خپل فن کښې صرف يو باغي نه پاتې کېږي بلکې هغه د تاريخي روح د خود اګاهۍ مرحله جوړېږي ۔ د هغه طنزيه شاعري هم صرف طنز نۀ دے بلکې د اخلاقي شعور جدلياتي صورت دے، د هغۀ مينه هم يوازې رومان نۀ دے بلکې د ازادۍ يو وجودي تمثيل دے ۔ د غني خان شاعري د رومانوي روح هغه داخلي حرکت دے چرته چې تاريخي تضادات د شاعر په ذات کښې راجمع شي او حسي صورت اختيار کړي او د شاعر “زۀ” په اصل کښې د اجتماعي “مونږ” داخلي اواز جوړ شي ۔

لکه څنګه چې مونږ وئيل فن د مطلق روح وړومبې صورت دے خو دا خپل مکمل رښتيا په فلسفه کښې حاصلوي، په جديد عصر کښې روح خپله مکمل خود اګاهي په حسي صورت کښې نه بلکې په تصوراتي (Conceptual) صورت کښې حاصلوي ۔ غني خان بنيادي طور چونکې شاعر و نو د هغه په اخري تجزيه کښې بيا هم شاعر واقع کېږي او که مونږه د فکر اصول د هغه فن ته لاګو کړو او د هغۀ د تخليق دننه حقيقت په خپل کليت کښې ګورو نو د ډېرې مايوسۍ او تضاداتو سره به مخ شو ځکه چې فن کوم ټهوس تصوراتي اصول نه لري بلکې د دې حرکت انتهائي Irregular وي. فن رښتيا ښائي ظاهروي يې او فلسفه پرې غور و فکر کوي ۔ نو د غني خان شاعري د فن په مقام ودرېږي که د فلسفې يا داسې به ووايو چې د غني خان شاعري صرف رښتيا راښائي او که نه مونږه په سوچ هم مجبوروي؟ ايا د غني خان شاعري صرف جمالياتي inwardness دے او که نه د تصور تر حده رسي؟ هيګل ليکي چې د فن رومانوي صورت په خپل داخلي ساخت کښې د خپل ځان نه هم ماورا شي او د فکر سطحې ته زمونږ رهنمائي کوي. د دې فېصله کن خبرې په رڼا کښې که مونږه د غني خان د شاعرۍ مجموعي جائزه اخلو نو مونږ ته دا بنيادي خصوصيتونه ملاوېږي

١ـ د داخلي ازادۍ شديده مطالبه

٢ـ د روايت او مذهب سره کشمکش

٣ـ د خوداګاهۍ تکراري دعوت

دا درې واړه عناصر د رومانوي Inwardness علامتونه دي خو د غني خان شاعرۍ کښې بار بار پوښتنې پورته کېدل يوې بلې سطحې ته اشاره کوي ځکه چې پوښتنه صرف يو احتجاج نۀ وي دا د شعور حرکت هم وي. هيګل د روح په مظهرياتو کښې ليکي چې روح د تضاداتو نه تېښته نه کوي بلکه دا په تضاداتو کښې داخل شي او خپل رښتيا دريافت کړي. د غني خان شاعرۍ کښې هم د مذهب، قام، ټولنې او روايت د تضاداتو نه تېخته او فرار نشته دے بلکه هغه ددې دننه پاتې کېږي او پوښتنه راپېدا کوي او دا هغه مقام دے چرته چې د غني خان شاعري يوازې رومانوي نه جوړېږي (چې د کانټين جمالياتو مطابق د معروضي حقيقتونو سره هيڅ ارتباط نه لري او داسې ازادانه حيثيت لري چې په کوم حالاتو کښې فن تخليق کېږي هغه هم د تاريخي جبر نه ازاد د فنکار ذهني اختراع ګڼي) بلکه دا جدلياتي حقيقت نګاري جوړېږي خو پوښتنه دا ده چې ايا دا فلسفه جوړېږي؟ دلته به د ډېر احتياط نه کار اخستل وي ځکه د غني خان شاعري تصوراتي نظام (Conceptual System) نه قاٸموي بلکه هغه تصور په حسي صورت کښې ساتي. د غني خان شاعري ټولنيز حقيقتونه مونږ ته محسوسوي خو په منطقي استدلال کښې يې نه منظم کوي لهذا دا د هيګيلين جمالياتي نظام کښې د رومانوي فن د اعلى ترين صورته پورې رسي خو فلسفه نه جوړېږي. د هيګل په نزد حسن د خيال حسي مظهر دے که مونږ دا تعريف قبول کړو نو د غني خان شاعرۍ کښې ازادي، مينه، خودي، مذهب، احتجاج او نور ټولنيز حقيقتونه ټول د خيال حسي صورتونه دي، هغه د پښتون ټولنې د تاريخي روح تضادات او فعليت (Actuality) په جمالياتي سطح باندې ظاهروي او حسي تشکيل يې کوي. فن فلسفه نه جوړېږي خو د فلسفې اړخ ته اشاره ضرور کوي او غني خان ددې اشارې په سرحد ولاړ شاعر دے۔

 

نورې ليکنې۔۔۔