سلیم صاحب د پښتو د ترقي پسندې ډلې شاعر دے شاعري ئې د انساني درد، رشتو او تقدس ترجمانه ده د مظلوم مرسته او سرمایه دار خلاف اواز پورته کول ددۀ د شاعرۍ بنیادي موضوع ده ۔ دغه قسمه شاعري کۀ به نظم کښې اجمل خټک عروج ته رسولې ده نو په غزل کښې دغه خصوصیت د سلیم صاحب په برخه دے زما په خیال که مونږ د اجمل خټک او سلیم شاعری يوځاے کړو نو د اسلوب د انفرادیت سره سره به د اردو د فېض احمد فېض کمے پښتو کښې هم پوره شي سلیم صاحب ډېرې لږې خبرې کوي او ډېره کمه شاعري ئې کړې ده خو په معيار پوره ده ۔ د ترقي پسند فکر نمائندګي ئې ډېره په فني انداز کړې ده شعري مجموعه ئې د «سندريزه شفقونه په نامه افغانستان کښی چاپ شوې ده چې افراسياب خټک پرې يوه علمي تبصره هم لیکلې ده ۔ سلیم صاحب سره څۀ لږه ډېره ناچاپ شاعري شته خو چاپ کولو ته ئې ډېره سنجیده اراده نۀ لري ګوشه نشین سړے دے خو په دې خبره يي يقين دے چې کۀ يو شعر ئې هم ژوندے پاتې شي نو کافي ده ۔ د اولسي ادبي جرګې د ادبي مېدان لوبغاړي دې د شلمې صدۍ په ډېرو اهمو شاعرانو کښې ئې شمار پکار دے
پوښتنه: سلیم صاحب وړومبے سوال روایتي غوندې دے چې شاعر څنګه شوئ ؟
ځواب : دا پوښتنه عموماً به مرکو کښی کېږي خو زما په خیال ددې مثال خو داسې دے چې یو ماشوم پېداشي او څوک ترې پوښتنه وکړي چې ته ولې پېدا شوې يا څنګه پېدا شوې نو ما سره د دې خبرې جواز او جواب هم نشته چې ولې يا څنګه شاعر شوم او کۀ خامخا ورله جواز لټوو نو دا به ووایم چې يو خو زما د وړوکوالي نه ادب سره مینه وه بل زما والد صاحب په فارسۍ ډېر ښۀ پوهېدو هغوي به د فارسۍ ګلستان بوستان را ته په کور کښی وئيل څۀ دغه اثر و او بيا چې لږ نور هم لوے شوم نوم ادبي رسالې وغېره به مې هم کتلې شاید چې د هغې اثر هم وي خو دا بیا هم نۀ شم وئيلے ۔ چې زۀ ولې او څنګه شاعر شوم ۔
پوښتنه :دومره ګوشه نشين او ادبی دائرې نه يو خواته ولې يئ؟
ځواب : زما خیلی کمزورۍ دی يو خو زما هغه ملګری هم څه وفات شول او څه کمزوري شول وړاندې به ما هم دملګرو او ماحول د اثر په وجه لیکل کول او په ما به هم لیکل کیدل خو اوس راته ماحول او حالات څه بدل غوندي ښکاري نوي څه ماسره نه وي او زاړه را ته وئیل مناسب نه ښکاري –بله دا چی چرته ادبي محفل ته لاړشم نو رانه د شاعرۍ اورولو تقاضه کيږي- مشکل را ته پيښيږي ۔ خواهش مې ډیر وي ځان هم خبروم خو د خپلوخنو کمزورو چې جسماني کمزورۍ هم پکښی شاملې دي له وجې ادبي محفلونو ته نه شم رسیدلی۔
پوښتنه: ادبی محفلونو نه علاوه کتاب رساله یا اخبار کښې هم ستاسو د ادبي سرګرميو پته نه لګي؟
ځواب :دې څيزونو نه ځان پخپله پټ ساتم ۔ پخوا مې هم دا خواهش نۀ و چې زما کلام دې خامخا چاپ شي او اوس مې هم نۀ دي ۔ پخوا به کله کله اسلم، رساله کښې زما څۀ کلام چاپ شو خو اوس بلکل دا نۀ غواړم چې رسالو او اخبارونو کښې دې هر وخت شاعري چاپوم ۔ ځکه چې زۀ په موجوده حالت کښې ځان د دې جوګه نه ګڼم زۀ د خپل معيار نه مطمئن نۀ يم دې کښې هیڅ قسمه مبالغه نشته زۀ څۀ ښۀ معيار ته ځان رسول غواړم چې لا تر اوسه نۀ يم وررسیدلے ۔ په دې وجه په کتاب رساله وغېره کښې ډېر نه یم چاپ شوے ۔
پوښتنه: دومره کم ولې لیکئ؟
ځواب: ما کله هم په اراده او کوشش څۀ نۀ دي لیکلي دا څۀ مې چې لیکلي دي نو دا هم هله چې زه ئې ډېر تنګ کړے يم نو لیکلي مې دي ۔ بل زۀ ډېر ناراسته غوندې هم يم ۔ خو خېر لږ مې هم لیکلي دي او مطمئن هم ترې نه يم که بیا هم زما شاعري د چا خوښه وي نو خداے دې ئې خوشحاله ساتي ۔
پوښتنه:په شاعرۍ کښې د امد او اورد د نظریو پۀ حقله موڅۀ خیال دے؟ ۔
ځواب: ساده خبره داده چې ما شاعري په توکل شروع کړې ده بې ارادې او بې کوششه چې امد ورته وئيلي شو زما په خیال شاعري يو قدرتي شے دے او امد سره تعلق لري۔
پوښتنه: د ښه شعر تعریف به څنګه کوئ؟
ځواب: ښۀ شاعري هغه ده چې بې ارادې وشي او په لوستونکو يا اوریدونکو هم هغه کېفیت قائم کړي کوم چې د تخلیق په وخت د شاعر وي ۔
پوښتنه: اولسي ادبي جرګې ادب ته عموماً او تنقید ته خصوصاً څۀ فايده ورکړه ( دپښتو ادب په تناظر کښې)
ځواب : د دې جرګې قیام نه وړاندې اګرچې ما د شاعرۍ شروع کړې وه خو د هغه وخت د تنقید انداز نه خبر نۀ وم ۔ البته کله چې دا جرګه نۀ وه نو دغه وخت کښې به عموماً تنقید صرف ستائنې او خالص غندنې پورې محدود وو۔ دې جرګې د معیاري تنقید بنیاد کېښود ۔ د فنپارې د جاج اخستلو طريقه ئې وروښودله او خصوصاً دا چې اديبانو کښې ئې د برداشت ماده پېدا کړه وروستو خلقو د تنقید کولو چل خو زده کړو ولې د برداشت ماده ئې بيا هم پېدا نۀ کړه ۔ پکار خو دا ده چې تخلیق کار د نقاد شکريه ادا کړي چې د هغه په تخليق ئې غورو وکړو او د هغې اصلاح لپاره مشوره ئې ورکړه خو نن خلق خپلو خاميو او غلطیو له جوازونه پېدا کوي او دا زما په خیال صحت مند تنقید ته نقصان ورکوي ۔
پوښتنه : اولسي ادبي جرګه کښې د مختلفو نظريو خلق په اتفاق سره راجمع وو د دوي ترمینځه د اختلاف نه راتلو وجه څۀ کیدې شي؟
ځواب :غټه وجه داده چې د ټولو مشترکه مقصد د پښتو ادب ترویج و او بله خبره دا ده چې ټولو کښې د برداشت قوت زيات و۔ يو بل ئې زغمل او د يو بل احترام ئې کولو د کامل مومند، حمزه شینواري او کا کاجي صنوبر حسېن مومند د سیوري لاندې هغه زمکه تیاره شوې وه چې هر تخم پکښې زرغونېدے شو۔ نن سبا خو څوک یو بل بېخي نۀ برداشت کوي جمهوریت هم هسې د نامې پاتې دے ۔
پوښتنه : د اولسي ادبي جرګې د ورانېدو پس منظر ستاسو پۀ خیال څۀ دے؟
ځواب: کامل صاحب به همېشه د جرګې جنرل سکرټري و، ځکه چې هغه ډېر پوهه او زیرک سړے و۔ په قانون هم پوهه و او پۀ ادب هم ۔ رابطه ئې هم ډېره ښۀ وه ۔ يوځل پۀ ګپ شپ کښې چا ورته ووې چې زړه کابینه ختموو او نوې کابینه راولو۔ حمزه صاحب خو چا هم اخوا کول نۀ غوښتل د کامل صاحب په مقابله کښی چا دروهمي صېب نوم د جنرل سکرټري عهدي د پاره تجویز کړو کامل صاحب خپل نوم واپس کړو په دغه کال وهمي صېب سکرټري شو۔ خو بيا د جرګې هغه خوند پاتې نۀ شو ځکه چې پۀ کاکاجي حمزه او کامل کښې کۀ یوسړے هم اخوا شوے وې نو جرګه نۀ چلېده او بیا ثابته هم شوه چې کامل صېب ترې کابينې نه ووتو نو جرګه ونۀ چلېده او ختمه شوه ۔ خو کامل صېب دومره لوے سړے و چې چاته ئې هم د خفګان احساس نۀ دے ورکړے ۔ زما خیال دا دے چې په دې طریقه د جرګې د ورانولو او کامل صېب د کابینې نه ویستلو سازش شوے و او دې سازش لپاره چا وهمي صېب تیار کړے و خو سازش چا کړے ؤ دا معلومه نۀ ده بس دومره معلومه شوه چې د کامل صېب د تلو نه پس جرګه دانه وانه شوه ۔
پوښتنه : ستاسو پۀ وخت کښې د پښتو خبره کول یا د پښتو شعر و ادب سره تعلق لرل خو لوے جرم و حکومت ستاسو خلاف خو په دغه جرم څۀ کاروائي نۀ ده کړې؟
ځواب: د حکومت په نظر کښې زۀ ډېر خراب سړے وم ما پسې يې (سي ايي ډي) والا کړي وو چې وروستو مې هغوي هم خپل دوستان جوړ کړل ۔ خو زۀ حېران پۀ دې یم چې حکومت ما غوندې بې ازاره سړي باندې ولې دومره توانائي خرچ کوله ۔ زۀ خو د تخریب او انسان ته د تکلیف ورکولو ډېر سخت مخالف يم۔ ما نه حکومت ته څۀ خطره کیدې شوه؟ خو بیا هم زما خلاف يې کارروائي كوله ۔
پوښتنه : په عملي با نظریاتي توګه مو سیاست سره څۀ رشته پاتې شوې ده؟
ځواب : زۀ خدائي خدمتګار یم او وم خو نظریاتي طور سره ممبر شپ مې د یوې سیاسي پارتۍ هم نۀ دے کړے ؟
پوښتنه : ادب او سیاست څه رشته لري؟
ځواب: ادب په سیاست کښې د ټریفک د سپاهي کار کوي۔ د ادب کار نګراني ده ادب صرف اشاره کوي خو د خپلې اشارې د عملي کولو طاقت نۀ لري ۔ بل خوا سیاسي پارتي تنقید نۀ برداشت کوي نو په دې وجه ادب نه ئې هم فاصله زیاتیږي ۔
پوښتنه : ادب د پروپیګنډې لپاره استعمالیدې شي او کۀ نه؟
ځواب: استعمالېدې شي کوم در دونه چې په ادب کښې ښودلې شي کۀ هغه په حقیقت کښې موجود وي نو که د هغې ترجماني به استعارو او علامتونو کښې په فنی پېرایه کښې وشي نو دا ادب دے او پروپېګنډې لپاره استعمال شو او که همدغه حقیقي دردونه نیغ په نیغه او بربنډ شکل کښې راوړاندې کړې شي نو بیا ادب نۀ دے صرف پروپېګنډه ده ۔ ما خپل ځاني چرته هم د کومې سیاسي پارتۍ د نظريې وړاندې کولو کوشش نۀ دے کړے البته خپله يوه نظریه ضرور لرم چې په ادب کښې ئې وړاندې کوم او هغه نظريه دانسانیت د ښیګړې، مینې او ورورولۍ او امن پېغام وړاندې کول دي ۔
پوښتنه : تاسو ترقی پسند تحریک سره تړلي پاتې شوي يئ که نه؟
ځواب: زما شاعري ترقي پسنده ده او که نه خو دغه تحریک مې خوښ و زۀ ځان هم د دغه ترقي پسنده قافلې یو کمزورے ملګرے ګڼم ۔ ځکه چې ترقي پسندو لیکوالو سره قامي درد و او هغه ئې په ادب کښې را وړاندې کول غوښتل او د کمزوري د مرستې قايل و خو دی اثراتو نه مذهب هم خالي نۀ دے ۔ د مظلوم د مرستې او ظالم خلاف د اواز پورته کولو او اوریدلو چې د کمزورۍ د مرستې خبره کوي نو ترقي پسند ده- نن خو قاضی حسېن احمد د جماعت اسلامي مشر هم داخبره کوي چې سرمایه دارو نه خپل حق واخلئ۔ نو دې رویې ته که څوک د ترقي پسندۍ نوم ورکوي او که نورڅه خو دا رویه پښتنو کښې د پخوانه په يو جدا شكل كښې موجوده وه -لكه رحمان بابا چې وئیلي دي–
په سبب د ظالمانو حاکمانو
کور او اور او پيښور درې واړه يو دي
ترقي پسندو مزدورانو کسان ته د شوکمارونه د خلاصي طریقه ښودله دا ډېرې اهمې مسئلې دي او شاعر ادیب ډېر حساس وي هغه دې مسئلو ته د هر چا نه وړاندې متوجه کېږي خو د مسئلو بیانولو په وخت انداز بیان بربند نه بلکې شاعرانه پکار دے لکه فیض چې وئيلي دي:
ہم نے جو طرز فغان کی ہے قفس میں ایجاد
فیض گلشن میں وہی طرز بیان ٹھری ہے
پوښتنه: ترقي پسند ادب پښتو ادب متاثره کړو که نا– که وينو په کومو ذريعو؟
ځواب : د ترقي پسند ادب اثرات اردو نه هم پښتو ته راغلل او تعلیم یافته خلقو انګرېزۍ نه هم اثرات و اخستل که د خلقو به اردو یا انګریزي سره دلچسپي نۀ وه هم نو دغه موضوع او مسئلو لپاره به ئې لوستل کوم چې د ترقي پسند ادب منشاء ده او لکه چې وړاندې مې ووې دا اثرات په يوجدا شکل کښې وړاندې هم پښتنو کښې موجود وو ۔ د باچا خان تحریک ټول په ترقي پسند بنیاد ولاړ و او بیا د تقسیم نه پس خو ټول برصغېر کښې خلق بیدار شول او غور و فکر ئې شروع کړو سیاسي شعورئې هم تېز شو او سماجي هم ۔ کامل صاحب به وئیل چې خلق د ازادۍ غوښتو چل حالاتو نه زده کوي خو پښتون بچي ئې د مور غېږې نه زده کوي پښتنه مور ماشوم ته بالخت لاندې چاړۀ چاقو دې د پاره ږدي چې بیریان ئې ونه ویروي بیا چې لوې شي نو د خپل حق غوښتلو لپاره ئې استعمال کښې راولي نو پۀ دې بنیاد پښتون په فطري توګه سیاسي شعور لري ۔
پوښتنه: ستاسو به خیال پښتو کښی روماني شاعري څومره ده او د کوم معيار ده ؟
ځواب: روماني شاعري ښۀ ده خو دغه قسمه شاعرۍ باندې هر سړی نه پوهیږي ۔ غنی خان ډېر ايډوانس سړے و خو هر وخت به ملا سره په جنګ و ۔ دغه شان اشرف مفتون سره هم ازادي شته خو ښه خبره دا ده چې دواړو څۀ وئیلي دي نو کاواکه شوي نۀ دي او انداز ئې هم خپل منفرد ساتلے دے ۔
پوښتنه: تاسو روماني شاعري ښه ګڼئ که مقصدي او ترقي پسنده؟
ځواب: خبره داده چې فرض کړه دلته مونږ لس کسان یو او د هر چا شکل بدل دے خو بدرنګ چا ته هم نۀ شو وئیلي ۔ د هر چا خپله ښکلا ده رومانویت پخپله يو مقصدیت دے خو مقصدیت داسې پکار دے چې څوک ګمراه نۀ کړي ۔ شاعري ډېره زورداره ذریعه ده ۔ د دې نه څۀ مقصدي کار اخستل پکاردي ۔
پوښتنه: ځنې خلق ستاسو او د حمزه بابا د شاعرانه چشمک یا مقابلې خبره کوي ۔ دې کښې څومره صداقت شته؟
ځواب : داخبره بلکل غلطه ده چې زۀ به د حمزه بابا غوندې عظیم شاعر سره د مقابلې یا چشمک تصور هم وکړم ۔ ما ټول عمر د حمزه بابا احترام کړے دے ۔ ټول عمر کښې مې ورسره څۀ هم اختلاف نۀ دے راغلے ۔ ما یو شے هم د هغه د مقابلې د پاره نۀ دے لیکلے زمونږ د شاعرۍ مېدانونه جدا دي ۔ هغه بل څه وائي او زه بل څۀ ۔ هغه ډېر همه ګیر دے او زۀ محدود ۔ زه د هیچا عظمت نه هم انكار نه کوم بلکې زما نظرئیه داده چې چرې هم ځان ته دروند او بل ته سیک نظر ونه شی او بیا د حمزه بابا غوندې ستر شخصیت سره د مقابلی په سوچ کولو به هم زه ځان ګناهګار وګنم۔ که څوک خامخا زما شاعري د هغوي پۀ مقابله کښې پېش کوي نو دا د هغوي خپله ذمه ده ۔
پوښتنه : تحقیق ، تنقید او نثر وغېره مو ولې ونۀ ليكل؟
ځواب: دې لړ کښې زۀ هیڅ جواز نۀ لرم چې ما ولې دا کار ونۀ کړې شو خو دا به ووایم چې زۀ ناراسته انسان يم اکثر خلق راته په کتاب د دیباچې وغېره د لیکلو وايي خو نۀ شم لیکلے پخوا مې د اولسي ادبي جرګې رودادونه لیکل خو په صحیح طریقه مې نثر خصوصا تحقیق او تنقید وغېره په لیکلي شکل ونۀ کړې شول چې ماته يې يقينا افسوس دے ۔
پوښتنه: ستاسو په خیال په موجوده شکل کښې پښتو ادب د عالمي ادب سره سیالي کولې شي؟
ځواب: زمونر اصلي مقابله اُردو سره ده او اردو قابضه ژبه ده ۔ زمونږ د پښتو ادب معیار اوچت دے خو د دې د مقبولېدو ذريعې نشته بله خبره دا ده چې د اردودانو ازادانه مزاج هم مونږ نۀ شو خپلولے چې د ترقۍ لپاره مدد ورکوي د پښتو د خپل مزاج ثقافت او تقاضو مطابق زمونږ د ادب معیار ډېر ښۀ دے۔ نن سبا چې څوک څه لیکي نو د موجود ماحول او ژوند د ترجمانۍ مطابق ئې ډېر ښۀ لیکي ۔ کیدې شي د موجوده ادب دا تقاضې نۀ وي ۔ دغسې ادب په پخوانۍ تله هم نۀ دے تلل پکار زمونږ په ادب که د معیار اعتراض کېږي نو هغه پاپندو او حالاتو ته هم کتل پکار دي چې د دې ادب د معیار په لاره کښې ئې بندېز راوستے دے او دې سره سره خپل کلچر او ماحول ته هم کتل پکار دي ۔ د موجوده ادب معیار نه زه مطمئن يم ۔
پوښتنه : عالمي ادب کښې چا نه مطمئن او متاثر يئ؟
ځواب: د چا انفرادي تاثر را باندې نشته د هر چا هر څۀ نه متاثر نه یم خو د ځنو عالمي اشخاصو د ځنو لیکونو د مجموعي اثر نه متاثر یم ۔
پوښتنه: ستاسو په خیال د ادب مقصد څه پکار دی؟
ځواب:د ادب د تخلیق په وخت د تخلیق کار په مخکښې مقصد نۀ وي ۔ سړے اول شاعر شي بیا وروستو د مقصد تعین کوي ۔ زما پۀ خیال بې مقصده هيڅ شے او هیڅ ادب نۀ وي ۔ زۀ خو دا هم وايم چې د ادب برائے ادب، او ادب براے زندگی نظريې هم بې ځايه جوړې شوې دي ( کہ ادب برائے مرگ) وي او د خود کشۍ تلقین پکښې شامل وي نو بیا جواز جوړېدې شو خو هر کله چې ژوندے سړے ادب تخلیق کوي نو د ژوند لپاره ئې کوي نو زما نظریه دا ده چی هر ادب چی تخلیق کیږي د یو مقصد لپاره کیږي۔
پوښتنه:د ازاد نظم هائیکو وغېره رواج پښتو ته وده ورکولې شي که نه ؟
ځواب: ضرور وده ورکولے شي ۔ زۀ د هرې ښائسته خبرې په حق کښې یم د ښائسته خبرې د هر انداز قائل یم نوکه څوک ښۀ خبرې د ازاد نظم یا هائیکو په شکل کښې وکړي نو ضرور به پښتو ادب ته وده ورکوي ۔ زما په خیال خو دا نوي صنفونه د پښتو ادب په چمن کښې نوي ګلونه دي ۔ د دې نوو او ښائسته ګلونو چې څومره اضافه وشي د چمن ښائست به پرې زیاتېږي ۔
پوښتنه: صحافت سره مو رشته پاتې شوې که نه؟
ځواب:پاتې شوې ده د رسالی نوم رانه هېر دے خو يو درې مياشتنۍ رساله مو ويستې وه۔ دامجله به وړاندې يو اپرېدي چلوله، زۀ ورته یوسف خان اورکزي مجبور کړے وم ۔ رېډيو له مې ډېره موده سکرپټ لیکلے دے، شهباز اخبار له مې کالم لیکلو، رېډو ته هم د شهباز اخبار په وجه راغلی وم ۔
پوښتنه : آينده موڅۀ اراده ده چې خپلو ادبي سرګرمو ته به وده ورکوئ که نه ؟
ځواب : ما سره څه ګډې وډې غزلې شته کۀ مې را غونډې کړې شوې نو چاپ به ئې کړم ګنې که يو شعر مې هم ژوندے پاتې شو نو کافي ده ۔
پوښتنه : نوو لیکونکيو ته به څه مشوره ورکوئ؟
ځواب : نوي لیکونکي چې هر څۀ لیکئ نو مطمئن کېدل پرې نۀ دي پکار ګنې ښۀ تخلیق به ونۀ کړې شي د ماضي او نن رابطه هم پکار ده ۔ د ماضي د ادب مطالعه او د نن د حالاتو مشاهده ډېر ضروري څيز دے ۔ نوو لیکوالو ته پکار دي چې پۀ معاشرتي تبدیلو او رجحاناتو هم نظر ساتي او پۀ زده کړه هیڅ شرم محسوس نۀ کړو کۀ داسې وکړي نو زما په خیال به معیاري ادب تخلیق کړي ۔
(نوټ: دا مرکه د ډاکټر حنيف خليل کتاب مخ پۀ مخ کښې چاپ ده)