اوس چې د نړيوالتوب زمانه ده، د قامي هېوادونو سرحدونه ورځ په ورځ کمزورې کېږي، ګټه د يو بازار نه بل نوي بازار ته روانه ده، نو په داسې حال کښې په ټوله دنيا کښې په ثقافتي او تهذيبي توګه هم غيرمعمولي بدلونونه راڅرګندېږي۔ علاقائي کلتورونه د خپل بقا دپاره هڅې کوي۔، کوم کلتور چې د حالاتو د سختو چپو د زغملو زور لري، هغه يا هم په خپل قامت ولاړ دي، او هغه چې دننه يې د ژوند زور پاتې نه دے هغه ورو ورو د منځه ځي۔ بل اړخ ته که اوګورو نو د يو نړيوال کلتور بنياد اېښودل شوے دے۔ د ابلاغ پرمختګ، د انټرنټ نويو ايجاداتو او ډيجيټل ټېکنالوجۍ د ژوند طريقه، خوراک څښاک، اغوستل، د استعمال څيزونه او آن عقيدې او افکار هم يو نړيوال رنګ خپلول شروع کړي دي۔په داسې حال کښې د ژبو په منځ کښې د بقا جنګ به ولې نه پيدا کېږي؟ سلګونه ژبې د نړيوالتوب په بهير کښې مړې شوې دي، ځينو ژبو کاميابي موندلې او په اقتصاد او سياست کښې د رائج سکې حېثيت خپلوي۔ په دې ټول وضاحت کښې يوه پوښتنه ده چې که څه هم د ډېر وخت نه راپورته شوې وه، خو نن د نوي اهميت سره بيا د بحث لاندې راغلې ده۔ پوښتنه دا ده چې مورنۍ ژبه په دې ټول منظرنامه کښې په کوم مقام ولاړه ده؟ د ژبو په منځ کښې چې د ژوند او بقا کوم کشمکش روان دے، هغه يو اړخ دے؛ خو يو ډېر اهم بحث دا هم ګرځېدلے دے چې د تعليم د پاره په ځانګړې توګه د لومړنۍ زده کړو دپاره د مورنۍ ژبې نه زياته مناسبه بله هېڅ ژبه نه شي کېدے۔
پخوا که د مورنۍ ژبې په حق کښې څلور دليلونه وړاندې کېدل، نن لسګونه دليلونه وړاندې کېږي۔ پخوا د مورنۍ ژبې موضوع د ادبي حلقو، علاقائي کلتورونو او د ژبپوهنې د ماهرينو موضوع وه۔ بيا دا د سياست او رياستي فکرونو سانچې ته ننوته او اوس د سائنس د مختلفو څانګو سره تړلي پوهان هم د خپلو دلائلو سره په دې بحث کښې شامل شوي ۔ د مورنۍ ژبې په حق کښې په تاريخي توګه ډېر دليلونه وړاندې شوي دي۔ د ټولو نه ښکاره خبره دا ده چې مورنۍ ژبه په زور نه زده کېږي، بلکې انسان ته په خپله ترلاسه کېږي په ډېرې خاموشۍ سره په مکمل او غېرمحسوس انداز انسان په فطري توګه دا خپلوي، داسې ښکاري لکه بې د کومې هڅې نه د هغې دپاره سبقونه اخستل کېږي، نه مکتب ته د تګ ضرورت وي او نه پرې کوم مالي خرچه راځي۔ ماشوم چې سترګې وغړوي، د مور په غېږ کښې لومړني غږونه چې اوري او کومې خبرې چې خپله د وئيلو کوشش کوي، هغه ټول دومره فطري وي چې د دې نه زياته فطريت به په بله کومه خبره کښې نه وي۔ همدا چې مورنۍ ژبه د زده کړې (Learning) په ځاے (Acquiring)ترلاسه کېږي ، د هغې اهيت هم ډېر زيات دے۔ ماشوم په ډېرې اسانۍ سره په دنيا کښې خپل سفر جاري ساتي۔ د هغۀ دماغ او ذهن د کوم فشار سره نه مخ کېږي، يو اشنا ماحول او يوه اشنا دنيا د اولې ورځې نه په خپله غېږه کښې سات ۔کله چې لږ لوے شي، نو ماشوم د خپل چاپېريال د دنيا سره مخامخ کېږي۔ ځينې شيان د مادي وجود په بڼه د هغۀ مخې ته راځي او ځينې نور خيالي او تجريدي (Abstract) بڼه کښې وي۔ په مورنۍ ژبه کښې ماشوم دومره ګټه ترلاسه کړې وي چې هغه ځان له دڅيزونو درک اوکړي، نو ددې نه پس په هغۀ کښې د حقائقو او افکارو د جذب او خوندي کولو طاقت هم ورو ورو پېدا کېږي ۔ که ميندې شاوخوا وي او هماغه خلک وي چې ددۀ مورنۍ ژبه وائي نو د ماشوم ذهن د نويو څيزونو په پوهېدو کښې ډېر وخت نه لګوي۔ ډېر څيزونه خالص علاقائي ماهيت لري۔ په کلي کښې سترګې غړوونکے ماشوم هلته موجود ځانګړنې ويني، د ځانګړي تلفظ سره اشنا کېږي، د څيزونو د غوښتو يو ځانګړے طرز ويني۔ احساسات، خيالات، اشارې او آن کنايې چې د علاقائي چاپېريال نه راټوکېږي، د مورنۍ ژبې په غېږ کښې لوے شوے ماشوم ورو ورو ورسره اشنا کېږي۔
دا ټولې هغه ښکاره خبرې دي چې هر څوک يې ويني او په پوهېدو کښې يې کومه ستونزه نشته۔ د علم خاوندانو همدا وضاحت په خپلو الفاظو بيان کړے دے۔ برټرنډ رسل يو ستر مفکر وو۔ د انسان او کائنات، اقتصاد او سياست، تاريخ او د هغې د ارتقا په اړه يې ژور علم لرلو۔ د مورنۍ ژبې متعلق يې يوه ډېره ښکلې خبره کړې ده۔ هغه وائي چې يو وده کوونکے بوټے او يو بالغ کېدونکے انسان دواړه د خپل ماحول (Environment) نه نېغ په نېغه ګټه اخلي۔ د دوي د ټولو نزدې ماحول د دوي په وده او پرمختګ د ټولو زيات اثر کوي۔
نوم چومسکي زموږ د دې زمانې يوازې يو ستر د سامراج په ضد مفکر نه دے، بلکې د ژبپوهنې په مېدان کښې د نړيوالې کچې لوئے عالم هم ګڼل کېږي۔ د مورنۍ ژبې متعلق د نظر څرګندولو په مهال هغه د ژبې او د انسان د دماغ ترمنځ اړيکه په علمي کچه څېړلې او روښانه کړې ده۔ د هغه د وېنا مطابق ژبه په اصل کښې د دماغو هنداره (Mirror of Brain) ده۔ د انسان د دماغو يوه مهمه برخه د ژبې دپاره ځانګړې شوې ده۔ هغه دې برخې ته د «ژبې حس» (Language Faculty) نوم ورکوي۔
د نوم چومسکي د وېنامطابق د دماغو دغه برخه د انسان د پېداوښت سره يو ځاے رامنځته کېږي۔ لکه څنګه چې انسان ګردې لري، د وينې د دوران نظام لري، همداسې د ژبې دپاره هم په دماغو کښې يوه ځانګړې برخه لري۔ نوم چومسکي دې ته «حياتي ډالۍ» (Biological Endowment) وائي، يعنې داسې يوه فطري پانګه چې انسان ته د زېږېدو سره سم په ميراث کښې ورسېږي۔
چومسکي دا هم وائي چې د ژبې متعلق د دماغو دغه ځانګړې برخه د وخت په تېرېدو سره بدلون مومي۔ لکه څنګه چې د انسان نور حياتي نظامونه وده او ارتقا کوي، همداسې د ژبې دغه نظام هم پرلهپسې وده کوي۔ د همدې امله د وړوکوالي په مقابله کښې په وروسته پړاوونو کښې د دې اهميت نور زيات شوے وي۔ د دماغو دغه برخه چې په اوله کښې د مور د غېږې او د هغې د غږ په فضا کښې وده کوي، بيا وروستو دومره طاقتور شي چې نورې ژبې هم زده کولے او منلے شي۔
د مورنۍ ژبې د اهميت او فائدو په اړه د دنيا په ټولو ژبو کښې ډېر څه وئيل شوي او ليکل شوي دي۔يعني د دينا داسې کوم ادب به نه وي چې د مورنۍ ژبې اهميت يې نه وي منلے۔ زموږ په خپله خاوره کښې هم د هرې ژبې په ادب کښې چې د علاقائي ژوند بوي ترې راځي د مورنۍ ژبې د اهميت اعتراف په مختلفو حوالو سره موندل کېږي۔
اردو ژبه چې د برصغير په مختلفو سيمو کښې د اوږدې مودې راهسې د رابطې ژبې حېثيت لري او د اردو ويونکو مېشتو ځايونه اوس د برصغير نه بهر په اروپا، امريکا، مشرقي ايشيا او د نړۍ په ګڼو نورو ملکونو کښې هم شته، د ډېرو خلکو دپاره د مورنۍ ژبې حېثيت هم لري۔همدا نه بلکې د اردو د ادب او قلم يو لوے شمېر خاوندانو هم د مورنۍ ژبې په حق کښې ډېر څه ليکلي دي۔ په دې لړ کښې د ادب او فکر د دنيا د ګڼو استاذانو او اهمو شخصيتونو څرګندونې د حوالې په توګه وړاندې کېدے شي، خو د مورنۍ ژبې په اړه چې کوم فکري او عقلي بحث جوش ملیح آبادی کړے، اندازه ده چې په بلې کومه ليکنه کښې به يې سيالي ونه موندل شي۔
د مورنۍ ژبې په اړه په خپل مضمون «مادری زبان سے روگردانی» کښې هغه د اکتسابي ژبې او مورنۍ ژبې ترمنځ فرق بيانوي او وائي ۔ ( اکتسابي ژبه د مور د سينې سره په خوله لګولو نه ترلاسه کېږي، بلکې د ښوونکي په درسګاه کښې زده کېږي۔ بېشکه هغه ماشومان چې په خپلې مورنۍ ژبې ښه پوهه وي، په اکتسابي ژبه هم ښه برلاسي مومي، خو که يو انسان اويا زره ځله هم مړ شي او بيا وزېږېږي نو بيا به هم په اکتسابي ژبه دومره مهارت نه شي ترلاسه کولے لکه څنګه چې په خپلې مورنۍ ژبه)
جوش مليح آبادي وروسته ليکي:
کارلایل څومره ژوره خبره کړې ده چې که تۀ اديب يې، نو يوازې په هماغه ژبه کښې ادب پيدا کړه چې د هغې د ګرامر د زده کولو نه وړاندې دې په سمه توګه وئېله۔
د مورنۍ ژبې په حق کښې د جوش مليح آبادي دا لاندې اقتباس د هغۀ د عقلي طرز فکر او د سائنس سره د هغۀ د ذهني تړاو يو اهم مثال دے۔
په اصل کښې همدغو سپېڅلو مېندو د خپلو شونډو د خوشبويۍ، د خپلو زلفو د عطر، د خپلو الله هو د سرسراهټ، د زانګو د رسۍ کشولو په مهال د خپلو لاسونو د نرمو خوځښتونو، د خپلو لاليو د نغمو او د خپلو شېدو د خوږو څپو له لارې ګونګ ماشومان په ژبه پوهول، ژبه ورچکول او ژبه ورڅښل پېل کړل۔ د دې مبارک عمل نتيجه دا شوه چې ژبه د ماشومانو د هډوکو د مغزو پورې ننوته، د هغوي د وجود په هر رګ او بند کښې خپره شوه، د هغوي په شونډو او ستونو کښې يې ځاے ونيو، د هغوي په رګ رګ کښې يې خپلې ريښې وغځولې او د هغوي په وينه کښې په ګردش شوه۔
د ژبې د دې اهميت او د هغې د اهميت د عقلي دلائلو سره سره، بيا هم په دنيا کښې داسې کسان شته چې د مورنيو ژبو متعلق ځينې اندېښنې څرګندوي۔ لرې نه ده چې د دغو اندېښنو يادونه وشي او د هغوي د تسلۍ د پاره ځوابونه وړاندې شي۔د مورنيو ژبومتعلق يو عام اعتراض دا دے چې ډېرې يوازې علاقائي ژبې دي او د ترقي يافته دنيا د غوښتنو د پوره کولو زور نه لري۔ د دې ساده جواب دا دے چې ژبې که علاقائي وي او که د پراخو سيمو د خلکو په منځ کښې وئيل کېږي، د هغوي وده او پرمختګ د انسانانو په هلو ځلو او هڅو پورې تړلے وي ۔د يوې ژبې د بقا او پرمختګ راز په دې کښې نغښتے دے چې د هغې ژبې په دننه کښې څومره تخليقي ځواک موجود وي، د هغې ويونکي او ليکوالان په هغې کښې د نويو افکارو او نويو موضوعاتو د بيانولو څومره طاقت شته، اوچې د هغې ژبې شاعري د علاقائي موسيقۍ سره يو ځاے شي او په دنيا څومره اثر کولے شي۔
په نننۍ دنيا کښې چې د افکارو د رسولو او د ثقافتي اظهار وسايلو ډيره زياته ترقي کړې ده، په علاقائي او مورنيو ژبو کښې وئيل شوې خبرې په ډېر لږ وخت کښې لرې لرې سيمو ته رسېږي۔ مونږ ليدلي دي چې څنګه د کولمبيا د يوې سندرغاړې سندره د فوټبال د عالمي کپ د لارې د دنيا د ګوټ ګوټ پورې ورسېده۔ نو مورنۍ ژبه د دې امکانه بېبرخې نه ده چې د علاقائي محدودوالي د پولې ووځي او نړيوال حېثيت ومومي۔ يو بل نظر دا دے چې اوس خو انګريزي ژبه په ټوله دنيا کښې خپره شوې ده او يوه عالمي ژبه ګرځېدلې ده، نو بيا ولې په مورنيو ژبو زور راوړلے وشي؟
جواب يې ډېر ساده دے۔ انګريزي که څه هم عالمي شوې ده، خو د دنيا مېندې نه عالمي شوې دي او نه ټولې په انګريزي ژبه خبرې او فکر کوي۔ تر هغه چې مېندې خپلې ځانګړې ژبې لري، د هغوي ژبه به د ماشومانو د پاره د علمي او معاشرتي پلوه د ټولو نه طبيعي او ترلاسه شوې ژبه وي ۔ د مورنيو ژبو د اهميت نه منکران تر ډېره حده هغه کسان دي چې د انګريزي ژبې او د هغې نه د فائدې اخستلو نه وجه اغېزمن شوي دي۔ بېشکه انګريزي يوه ستره او ځواکمنه ژبه ده۔ د هغې علمي او ادبي پانګه انسان حېرانوي۔ په دې ژبه کښې موجود فکري خزانه د بشريت يوه لويه شتمني ده او د هغې د اهميت نه هېڅوک انکار نه شي کولے ۔ خو لکه څنګه چې دغه عالمي ژبه د ټولو انسانانو دپاره ځانګړے اهميت لري، همداسې د انګريزانو مېندو او د هغوي د ماشومانو دپاره لا زيات اهميت لري، ځکه چې هغوي ته دا ژبه د مورنۍ ژبې په توګه ترلاسه شوې ده۔ په همدې ډول د نړۍ نورې ژبې هم حق لري چې د خپلې مورنۍ ژبې د حېثيته ورهاخوا پرمختګ وکړي، لوئې ژبې شي او که ممکن وي عالمي مقام هم ترلاسه کړي ۔مونږله پکار دي دا خبره په ياد کښې وساتو چې ژبې د يوې بلې دښمنانې نه دي۔ زمونږ د دنيائي ژوند ستونزې، د انسانانو بېلابېل وېشونه او د شخړو مختلف عوامل دي چې ژبې هم ورسره ککړې کېږي۔ خو که مونږ د انسانانو په منځ کښې د يوغږ د رامنځته کولو کوشش وکړو، د خپلو ټولنو تضادونه د منځه يوسو او د عدالت په بنياد يو پراخ او مشترکه انساني نظام جوړ کړو، نو وبه وينو چې ژبې به د يوې بلې د پرمختګ وسيله وګرځي او د يوې بلې د ارتقا او لوړتيا سبب به شي۔
په داسې دينا کښې به مورنۍ ژبې نه يوازې خپل هويت او وقار وساتي، بلکې د انساني تمدن د فکري، علمي او ثقافتي شتمنۍ د پراخېدو به مهمه وسيله هم وګرځي۔
په مورنۍ ژبه کښې د تعليم د حاصلولو اهميت يو داسې موضوع ده چې د تعليم، نفسياتو، ټولنپوهنې، ژبپوهنې او قومي پرمختګ د هر اړخ سره ژورتعلق لري۔ د دنيا د ترقي يافته هېوادونو تجربو ثابته کړې ده چې ماشوم هغه وخت په ښه ډول زده کړه کولے شي چې د تعليم لومړني پړاوونه په خپلې مورنۍ ژبه کښې ترسره کړي۔ ژبه يواځې د خبرو اترو وسيله نه ده، بلکې د يو قام د فکر، کلتور، تاريخ، رواياتو او اجتماعي شعور د انتقالېدو بنيادي وسيله هم ده۔ کله چې ماشوم په خپله ژبه کښې تعليم ترلاسه کوي نو هغه نه يواځې د سبق په مطلب ښه پوهېږي بلکې د خپلې ټولنې او کلتور سره يې تړون هم مضبوطېږي ۔ انسان چې دنيا ته راشي نو تر هر څه وړاندې د خپلې مور ژبه زده کوي۔ دا هغه ژبه وي چې ماشوم د کور په چاپېريال کښې اوري، پرې خبرې کوي، احساسات ورباندې څرګندوي او د ژوند لومړنۍ تجربې ورباندې ترلاسه کوي۔ هم دغه وجه ده چې مورنۍ ژبه د ماشوم د ذهني ودې بنيادي وسيله ګڼلې شي ۔ نن سبا چې د تعليم په مېدان کښې د پرمختګ خبرې کېږي نود مورنۍ ژبې په بنياد تعليم ته ځانګړې پاملرنه ورکولې شي۔ د تعليم ماهرين په دې خبره متفق دي چې د زده کړې لومړني کلونه بايد په مورنۍ ژبه کښې وي، ځکه چې ماشوم په پردۍ ژبه کښې د مضمون د پوهېدو په ځاے د ژبې په زده کولو کښې بوخت پاتې کېږي ۔مورنۍ ژبه هغه ژبه ده چې ماشوم يې د زېږېدو نه وروسته په طبيعي توګه د خپلې مور، پلار، کورنۍ او چاپېريال نه زده کوي۔ دا د انسان د سوچ، احساس او اظهار طبيعي ژبه وي ۔ د پښتنو دپاره پښتو مورنۍ ژبه ده، د پنجابيانو دپاره پنجابي، د سندهيانو دپاره سندهي او د بلوچو دپاره بلوچي مورنۍ ژبه ګڼلې شي۔
تعليم د پوهې د انتقال نوم دے او ژبه د دې انتقال وسيله ده۔ که وسيله اسانه او اشنا وي نو زده کړه هم اسانه کېږي۔ ماشوم چې کله په خپلې ژبه کښې سبق وائي نو هغه د الفاظو د معنا په پوهېدو وخت نه ضايع کوي، بلکې نېغ په نېغه د مضمون مفهوم ته رسېږ ۔ د تعليم مقصد يواځې د کتابونو يادول نه دي، بلکې د پوهې ترلاسه کول، تنقيدي فکر پېدا کول او د شخصيت وده ده۔ دا ټول هغه وخت ښه ترسره کېږي چې زده کوونکے په خپله ژبه کښې تعليم حاصل کړي ۔ ارواپوهان وائي چې د ماشوم دماغ د ژوند په اولني کالونو کښې ډېر تېز پرمختګ کوي۔ که ماشوم په هغه ژبه تعليم ترلاسه کړي چې ورسره اشنا وي نو د پوهېدو، تحليل کولو او استدلال کولو قوت يې زياتېږي ۔ په مورنۍ ژبه تعليم ماشوم ته دا موقع ورکوي چې ،په اعتماد سره خبرې وکړي ،ډاډه زړۀ سوالونه وکړي ،خپل نظر په اسانه څرګند کړي ،تخليقي صلاحيتونه وده ورکړي ،د سبق په مطلب ژور فکر وکړي ۔ ددې نه علاوه که ماشوم په داسې ژبه کښې تعليم حاصلوي چې ورسره نااشنا وي نو د وېرې، ګډوډۍ او ذهني پرېشر سره مخ کېږي ۔ د دنيا ګڼ شمېر څېړنو کښې ثابته شوې ده چې هغه ماشومان چې په مورنۍ ژبه کښې تعليم ترلاسه کوي د نورو په نسبت ښه نتيجې ترلاسه کوي ۔ د مورنۍ ژبې په وسيله د سبق فهم زياتېږي ،د ناکامۍ اوسط کمېږي ،د سکول پرېښودو امکانات کمېږي ،د لوست او ليک مهارتونه پياوړي کېږي ،زده کوونکي په زده کړو کښې زياته دلچسپي اخلي ۔ د شخصيت په جوړولو کښې د مورنۍ ژبې کردارهم ډېر اهم وي ، ژبه د شخصيت يوه مهمه برخه ده۔ هر انسان د خپلې ژبې د لارې خپل شناخت پېژني۔ کله چې ماشوم په خپله ژبه کښې تعليم ترلاسه کړي نو په هغۀ کښې د ځان باور پېدا کېږي ،هغه زده کوونکي چې په خپلې مورنۍ ژبه کښې تعليم حاصل کړي ،د خپل قام په تاريخ پوهېږي ،خپل کلتور پېژني ، د خپلو رواياتو سره اشنا کېږي ، د قامي وياړ احساس پکښې پېدا کوي ۔ مورنۍ ژبه د کلتور او رواياتو د ساتنې وسيله وي هره ژبه د خپل قام د سلګونو کالونو د تجربو خزانه وي۔ متلونه، ولسي کيسې، شاعري، ادب، دودونه او ددې اهميت د ژبې د لارې راتلونکو نسلونو ته منتقېلېږي۔ که تعليم په مورنۍ ژبه کښې وي نو دا ټول ثقافتي ميراث بيامحفوظ پاتې کېږي۔ خو که يوه ژبه د تعليمي نظام نه ووځي نو ورو ورو يې ادبيات او کلتوري اهميت هم کمزوري کېږي۔ د پښتو ژبې د بقا او پرمختګ دپاره ضروري ده چې د تعليم په مېدان کښې ورته مناسب مقام ورکړل شي ۔ په مورنۍ ژبه کښې د تعليم او د تخليقيت خپل اهميت وي تخليقيت هغه وخت غوړېږي چې انسان خپل فکر په ازاده توګه څرګندولے شي۔ ماشوم په خپله ژبه کښې د کيسو، نظمونو، مقالو او علمي بحثونو په ليکلو کښې زياته دلچسپي ښائي ۔ په مورنۍ ژبې کښې تعليم د تخليق دروازې پرانيزي ، د تحقيق او څېړنې شوق زياتوي ، د علمي پرمختګ دپاره ماحول برابروي ۔ کوم قامونه چې خپلې ژبې ته اهميت ورکوي، هغوي د تعليم او د پرمختګ په مېدان کښې هم بريالي وي۔ جاپان، چين، کوريا او ګڼ نور هېوادونه د خپلې ژبې د لارې ترقي کړې ده ۔پښتو د نړۍ له لرغونو او غني ژبو نه يوه ژبه ده۔ دې ژبې د خوشحال خان خټک، رحمان بابا، حمزه بابا او ګڼو نورو ادبي شخصيتونو په وسيله يو ستر ادبي ميراث رامنځته کړے دے ۔خو د بده مرغه لا هم په ډېرو سيمو کښې ماشومان د خپلې مورنۍ ژبې په ځاے په نورو ژبو کښې تعليم حاصلوي۔ د دې په وجه د زده کړې په بهير کښې ګڼې ستونزې پېدا کېږي۔ ځينې خلک فکر کوي چې په مورنۍ ژبه کښې تعليم د نورو ژبو د زده کړې مخه نيسي، خو دا حقيقت نه دے۔ د تحقيق نه ثابته ده چې هغه ماشومان چې لومړنۍ زده کړې په خپلې مورنۍ ژبه کښې وکړي، وروسته بيا دوېمه او درېمه ژبه هم په اسانۍ زده کولے شي ۔مورنۍ ژبه د تعليم د ټولو نه طبيعي، فائده منه او بريالۍ وسيله ده۔ په خپله ژبه کښې تعليم نه يواځې د زده کړې معيار لوړوي بلکې د ماشوم ذهني وده، تخليقي صلاحيتونه، شخصيت، کلتوري شعور او قامي هويت هم پياوړے کوي۔ هر هغه قام چې خپلې ژبې ته درناوے ورکوي، خپل تعليم په مورنۍ ژبه اډاڼه کوي او راتلونکي نسلونو ته فائده رسوي، هغه قام به د پرمختګ لوړو پوړيو ته رسېږي۔
د همدې سبب په وجه د پښتنو دپاره ضروري ده چې پښتو ژبې ته په تعليمي نظام کښې هغه مقام ورکړي کوم چې د يوې مورنۍ ژبې حق وي، ځکه چې د مورنۍ ژبې بقا د قام بقا ده او د مورنۍ ژبې پرمختګ د قام د پرمختګ ضامن دے۔