اصلي نوم: علي اکبر سيال
ادبي نوم: اکبر سيال
د زېږېدو نېټه: ۳ جنوري ۱۹۶۳
د پلار نوم: سيد حاکم خان بن عبدالکريم خان، المعروف سردار خان بن عمرا خان
حسب نسب: ترکلاني، مستخېل
پلرنی ټاټوبی: جندول، مايار، کوز دير
د زېږېدو ځای: بټخېله، ملاکنډ
تعليم: د پېښور پوهنتون د پښتو ادبياتو په برخه کې د ايم اې سند، په لومړي پوزيشن۔
دندې او مسلکي ژوند
– له ۱۹۸۶ څخه تر ۱۹۸۹ پورې د نوي رڼا (New Light) سکول پروژې د ماسټر ټرېنر په توګه د سلګونو بالغو هلکانو او نجونو د زده کړې خدمت ترسره کړ۔ د پروژې تر ختمېدو وروسته شاوخوا اتلس زره ځوانان بېروزګاره شول۔ د هغوی د بيا ګومارنې لپاره يې د پېښور په خيبر بازار، سوېکارنو چوک کې درې مياشتې د لوږې اعتصاب وکړ او وروسته له خپلو نورو ملګرو سره په سنټرل جېل پېښور کې بندي شو۔
– له ۱۹۸۹ څخه تر ۲۰۲۲ پورې د اسلاماباد د هاوسنګ او ورکس وزارت د اسټېټ آفيس منېجمنټ د ډايريکټر جنرل (ګريډ ۲۰) په توګه دنده ترسره کړه۔
ادبي، کلتوري او سياسي فعاليتونه
– له ۱۹۷۵ کال راهيسې تر اوسه د پښتانه ادبي ملګري (پام) بنسټ اېښودونکی او عمومي منشي۔
– د پښتو ادبي جرګې ملاکنډ بنسټ اېښودونکی او عمومي منشي۔
– له ۱۹۹۲ کال راهيسې تر اوسه د پښتون کلچرل اېسوسي اېشن، اسلاماباد بنسټ اېښودونکی او رئيس۔ د همدې ټولنې تر سيوري لاندې هر کال په مېريټ او هاليډې اېن هوټلونو کې د «رنګونو د ماښام» تر سرليک لاندې ادبي، کلتوري او نيمه سياسي غونډې جوړېږي۔ په دغو پروګرامونو کې د پښتو ژبې، ادب، ساينس، تعليم او نورو برخو وتلو شخصيتونو ته جايزې ورکول کېږي، د کتابونو مخکتنې، د ليکوالانو او شاعرانو د خدمتونو ستاينه او د نومياليو اديبانو په ياد تعزيتي ادبي ريفرنسونه هم ترسره کېږي۔
– له ۱۹۸۶ کال راهيسې تر اوسه د عوامي نيشنل ګوند بنسټيز سياسي غړی۔
رسنيز او علمي فعاليتونه
– له ۱۹۹۵ کال راهيسې د خيبر ټلوېزيون له لارې د کوربه، پروډيوسر، شنونکي، مرستيال او څېړونکي په توګه دنده ترسره کوي۔
– په اسلاماباد کې يې د جاپان سفارت کارکوونکو ته شپږ کاله د پښتو ژبې تدريس کړی دی۔
– د «پښتو ژبه ټکی په ټکی» تر سرليک لاندې يې د خيبر ټلوېزيون لپاره د پښتو ژبې د زده کړې ګڼې خپرونې وړاندې کړې، چې لسګونه پروګرامونه يې ثبت او خوندي دي۔
– د خيبر ټلوېزيون له لارې يې د ګڼو علمي، ادبي، تاريخي او کلتوري خپرونو کوربتوب کړی دی۔
– په ۲۰۰۶ کال کې د خان عبدالولي خان د مړينې پر مهال يې د خيبر ټلوېزيون درې ورځنۍ ځانګړې ماتمي خپرونې او د بابا د ژوند او مبارزې په اړه ژوندۍ خپرونې کوربهتوب وکړ۔
چاپ شوي آثار
۱۔ ژوند جانان
۲۔ رنګونه
۳۔ په جنګ دې اور ولګي
۴۔ دا پرهرونه به ګنډل غواړي
۵۔ خوشحال خټک، د ګندهارا تهذيب لوی نوم (د خوشحال بابا د ټاکلو شعرونو جاپاني ژباړه؛ ګډ ليکوالان: اکبر سيال او هيديکي ايشوزوکا)
۶۔ اوښکې اوښکې مسکيتوب
۷۔ زمونږ په کلي کې شر مه جوړوئ
۸۔ په ګلدرو دې ورول اورونه
۹۔ د پښتنو د ټولنيز ژوند تنقيدي جاج (پښتو پنځم مذهب)
۱۰۔ د جنګ لمبو ته چې لمن وهي څوک
۱۱۔ اکبر سيال؛ شاعري او شخصيت
۱۲۔ ملي اتل غازي عمرا خان د جندول
۱۳۔ د اکبر سيال او د هغه د سندرو فني او فکري جايزه (محبت شاه)
۱۴۔ پازه
۱۵۔ د لونګو رود
۱۶۔ پشتون سماج مين عورت کی حيثيت اور کردار
سياسي مبارزه
د کالج او پوهنتون د زده کړو پر مهال د مارشلايي رژيم پر ضد د سياسي مبارزې په ترڅ کې څو ځله په ملاکنډ او پېښور زندانونو کې د مياشتو لپاره بندي شو، خو د خپلو فکري او نظرياتي دريځونو پر دفاع ټينګ ودرېد۔ دا مبارزه د ښاغلي اکبر سيال د ژوند له مهمو او يادګاري پړاوونو څخه ګڼل کېږی ۔