د خېبر پښتونخوا لرغوني تاریخ ته کتنه-محمدالله عباس

دا ليکنه شريکه کړئ

د نورې پښتونخوا په څېر د خېبر پښتونخوا خاوره له پخوا نه د بېلا بېلو قامونو او تهذیبونو زانګو پاتې شوې ده۔ دلته وخت په وخت حمله کونکي راغلي دي او حکومتونه ئې جوړ کړي دي۔ دلته ئې استوګنه کړې ده او د دې ځای ځولۍ ته ئې د تهذیب ګران بیه ډالۍ پېرزو کړې دي۔ غربي او پاکستاني لرغونپوهانو د خپل کوښښ او تحقیق په وسیله ۶۰۰۰ تاریخي ابدات په نخښه کړل شوي دي چې پکې نسل خوندي شوي هم دي۔ لرغونپوهان وايي چې د مردان د علاقې سدوم په میاخان سنګاو کې داسې غارونه شته چې د کاڼو او د غار د زمانې عکاسي کوي دغو غارونو کې یو د کشمیر ښمڅ په نوم غار هم دی چې د زمکپوهانو په وینا دغه غار کې د څلوېښت زره کلونو نه هم ​​مخکښې انسانانو ژوند کړی دی۔ دا هاغه زمانه وه چې انسان لا جامې نه وې اغوستې او نه ئې کورونه جوړ کړي  وو۔ د ډېره اسماعیل خان په رحمان ډهېرۍ کې د دوه نیم زره کلونو یو ښار هم په ګوته شوی دی۔ په ۱۷۰۰ قبل مسیح کې دې سیمې ته اریا راغلل چې په هغوي کې اساکیني د ډېر زور او شهرت خاوندان وو۔ په دغه وخت کې له امو تر اباسینه علاقه په اریانا نوم یادېده په ۶۰۰ قبل مسیح کې د ګندهارا د تهذیب زڼې وتوکېده چې افغانستان، سوات، دیر، چارسده، مردان او د هزاره ډوېژن سیمې پکې شاملې وې۔ د زرتشت په زمانه کې دې ځای ډېر تهذیبي ارزښت ترلاسه کړ۔ وائي چې د زرتشت مذهب غټ دیوتا اهورامزدا په بنو کې پېدا شوې ؤ۔ په ۵۱۶ قبل مسیح کې هخامنشي بادشاه دارا یوش له ایران نه په دې ځای حکومت کاوه، او د هغه له خوا ستراب د ګندهارا ګورنر ؤ۔ پشکلاوتي یعنې چارسده او بنو ئې غټ ښارونه وو۔ د هخامنشي دوره درې سوه کاله اوږده وه۔ د دې نه وروسته په ۳۳۶ قبل مسیح کې د یونان سکندر اعظم دلته راغی۔ د ګندهارا زمکه په وړو وړو ریاستونو تقسیم  شوې وه او سکندر د څلورو کالو په موده کې تر خپلې سلطې لاندې راوسته۔ سکندر د باجوړ په لاره خیبر پښتونخوا ته داخل شو په سوات، دیر، چارسده، مردان او هنډ ئې قبضه وکړه۔ ټوله پښتونخوا تر  دوه سوه کاله پورې د یونانیانو په قبضه کې پاتې شوې ده۔ دې دورې ته هندو ګریک دوره وايي۔ د هندوستان له خوا په یوناني بادشاه سیلوکس باندې موریه ​خاندان حمله وکړه۔ د دوى لومړنی بادشاه چندر ګوپتا ؤ او ورسته ئې اشوکا ؤ چې په ۲۲۷ قبل مسیح کې مړ شو او د موریه خاندان حکمراني په خیبر پښتونخوا کې ختمه شوه۔ اشوکا د بده مت مینوال ؤ او دې مذهب ته ئې کافي وده ورکړه۔ دغه وخت په پښتونخوا کې برهمني او یوناني ژبې هم وېل کېدې۔ د موریه خاندان د زوال نه وروسته یونانيان بیا راپورته شول او په ۱۹۵ قبل مسیح کې دمیترس یوناني بادشاه له دمشق نه په هند حمله وکړه۔ ټکسلا ئې ونیو او د حکومت مرکز ئې جوړ کړ۔ په دې دوره کې ساکا راغلل او ګندهارا ئې ونیوه۔ دې نه وروسته پارتین هم راغلل۔ ځینې پوهان ساکان او پارتین د پښتنو نیکونه هم ګڼي۔ دې نه وروسته سیتین راغلل۔ په سیتینو کې یوه قبیله کوئي شانګ وه او هغوی کوشن شاهي جوړه کړه۔ په کوشانیانو کې یو بادشاه کنشکا نومېده۔ هغه په ۱۲۰ء کې په تخت کښېناست۔ د ژمي پایتخت ئې پېښور وټاکه  دی هم د بده مت ډېر مینه وال ؤ او بده مت مذهب ته ئې ډېره وده ورکړې وه۔ ۲۲۰ء کې کوشانیانو زوال وکړ او له منځه لاړل۔ ایران یو وار بیاګندهارا ونیوه۔ ګندهارا ته ئې د کوشن صوبې نوم ورکړو۔ چې له سیستان نه ئې څارنه کېده۔ دې دورې ته ساساني دوره وائي۔ په ۳۳۶ء کې یوه بله کوشاني قبیله کدارا راغلل او دلته ئې سل کاله حکومت وکړ۔ په ۴۲۵ء کې هپتالي چې ځینې پوهان ئې ابدالي ګڼي۔ دوي ته سپین هن هم وائي راغلل او په ګندهارا  ئې قبضه وکړه۔ دوي هند ته هم لاړل او سیالکوټ ئې ونیوٴ۔ ترکیانو او ​ایران د دوي خلاف اتحاد وکړ او سپین هن ئي له ماتې سره مخ کړل ۔ د ګندهارا په سیمه اړي ګړي جوړ شو او ځای په ځای واړه واړه ریاستونه جوړ شول ۔ په دې ریاستونو کې یو کابل شاهي نومېده ۔ چې تر اباسینه ئې واک درلود ۔ دا سلطنت په ترک شاهي ، هندو شاهي او برهمن شاهي هم یادېده ۔ دا سلطنت د ۶۰۰ ء نه تر ۱۰۰۰ ء پورې قایم پاتې شو ۔ په دې دوره کې د پښتونخوا خلک زیاتره د برهمن هندو مذهب منونکي وو ۔ کابل د دې سلطنت پایتخت ؤ ۔ په ۸۷۰ ء کې د سیستان ایران بادشاه یعقوب صفاري په کابل حمله وکړه  کابل ئې ونیوه او کابل شاهي ئې په افغانستان کې ختمه کړه ۔ کابل شاهانو د صوابۍ هند خپل مرکز جوړ کړ۔ په ۱۰۰۰ ء کې محمود غزنوي کابل شاهي حکومت ختم کړ او دلته ئې   اسلامي حکومت جوړ کړ ۔ له غزنویانو نه وروسته په افغانستان کې د غوري پښتنو حکومت راغی چې سلطان محمد غوري ئې وړومبی حکمران ؤ ۔ د هغه له مړینې وروسته  یلدوز له غزني نه تر اباسینه حکمران شو ۔ په ۱۲۱۵ ء کې د ترکمانستان علاوالدین خوارزم شاه له غزني تر اباسینه حاکم شو ۔ په دې دوره کې د منګولیا مغل په حرکت راغلل چې په ګن شمېر قبیلو مشتمل وو ۔ په دوي کې یوه قبیله بورجیقین وه چې  مشر ئې تموجین مشهور په چنګېز خان ؤ ۔ هغه په خوارزم شاه حمله وکړه ، مرکزي اسیا او افغانستان ئې ونیول ۔ د مغلو یوه بله قبیله کریت وه چې مشر ئې شمس الدین ؤ ۔ هغه له هرات نه تر اباسینه حکمران شو ۔

​په ۱۳۴۹ء کې يوه بله مغل قبيله برلاس چې مشر ئې تيمورلنګ ؤ سمرقند، ازربائي جان او افغانستان ونيول۔ په ۱۳۹۸ء تيمور د پښتنو قبائيلي علاقه ووهله او بيا د پښتنو په مرسته ئې د هند بادشاه تعلق وواهه۔ د تيمور له مړینې نه وروسته د هغه د زامنو تر منځه نسبتې جوړې شوې۔ د دې اري ګړي نه ظهير الدين بابر ګټه واخسته او سمرقند ئې ونيوه۔ په دې منځ کې د بابر تره مرزه الغ بيګ مړ شو او زامن ئې يو تر بله ونښتل۔ بابر راغی او کابل ئې ترې ونيوه۔ په ۱۵۰۴ء کې بابر د کابل بادشاه شو۔ هغه په ۱۵۰۵ء کې کوهات، ټل، بنو، وزيرستان او غزني ولوټل۔ باجوړ ئې هم نيست او نابود کړل او د درې زره باجوړو له سرونو نه ئې ديوال ودراوۀ۔ په دغه دوران کې په هند کې د لودهي پښتنو حکومت ؤ د پنجاب ګورنر دولت خان لودهي او د ابراهيم لودهي تره علاوالدين ډېره ناځواني وکړه۔ د ځان لپاره د اقتدار ترلاسه کولو په لالچ کې ئې د بابر مرسته وکړه۔ بابر په ۱۵۲۴ء کې د ابراهيم لودهي سره په پاني پت کې جګړه وکړه۔ دغه شان د لودهي په شکست بابر هندوستان وګاټۀ۔ له کابل تر اباسينه حکمراني د بابر زوي کامران واخيسته۔ د بابر يو زوی همايون ؤ د هغه په وفات کېدو سره د پښتنانه وطن حکمراني د همايون زوي ميرزا حکيم ته پاتې شوه چې تر اباسينه ئې حکومت کاوۀ ۔ په ۱۵۸۵ء کې مرزا حکيم مړ شو او ورور اکبر ئې د پښتونخوا حکمراني هم ترلاسه کړه۔ په دې منځ کې روښاني تحريک شروع شو چې د تيراه ميدان ئې مرکز ؤ۔ د اکبر باچا ​يو جرنیل مان سنګهـ په تیراه حمله وکړه چې شکست ئې وخوړ۔ د پښتنو او مغلو تر منځه د جنګونو یوه لړۍ پېل شوه۔ چې د احداد د زمانې پورې جاري وه۔ د اکبر يو جرنیل بیربل هم په بونیر کې د پښتنو له لاسه ووژل شو۔ له اکبر نه وروسته جهانګیر، له جهانګیر نه وروسته شاه جهان، له شاه جهان نه وروسته د اورنګ زیب دوره  راغله د دۀ په دوره کې د پېښور د ګورنر محمد امین خان او پښتنو چې مشران ئې ایمل خان، او دریاخان وو درنه جګړه وشوه بیا د باکوخان او وروسته د خوشحال خان خټک په مشرۍ کې د پښتنو او مغلو تر منځه جګړې روانې وي۔ په 1747ء کې احمد شاه ابدالي له امو نه تر اباسینه د افغانستان په نوم سلطنت جوړ کړ۔ د ابدالي نه وروسته د بارکزیو سردارانو یار محمد خان، پیر محمد خان او سلطان محمد خان په پېښور حکمراني جوړه کړه۔ په 1818ء کې په پېښور سیکهانو قبضه وکړه۔ او په 1849ء کې انګریزانو د پېښور واک په خپل لاس کې واخیست۔ د انګریز خلاف په ټوله پښتونخوا کې جګړې شروع شوې۔ چې مشرۍ ئې سرتور فقیر، عمراخان، هډې ملا، پالم باباجي، حاجي صیب ترنګزي، عجب خان اپریدي، او فقیر ایپي کوله۔ په ۱۹۲۹ء کې له انګریزي استعمار نه د خلاصون لپاره د باچاخان په مشرۍ کې یو قامي او سیاسي غورځنګ د خدایي خدمتګار په نامه راپورته شو۔ په ۱۹۴۷ء کې د پاکستان په جوړېدو سره خیبر پښتونخوا د پاکستان برخه وګرځېده

نورې ليکنې۔۔۔