افضل خان خټک پۀ تاریخ مرصع کښې د خوشحال خان خټک د نسب او کورنۍ مفصل بیان کړے دے ۔ له دې څخه څرګندېږي چې خوشحال خان د خپلې زمانې د یو ستر قبیلوي مشر پۀ توګه ډېره لویه کورنۍ لرله ۔ افضل خان خټک د هغۀ د وروڼو، د مېندو د قومونو،د ځامنو او د هغوي د ترتیب ذکر کړے او دا ئې هم ښودلي چې خوشحال خان ته ټول 56 نارینه اولادونه الله ورکړي و ۔ 32 زامن تر پلار وروستو ژوندي پاتې شوي او د هغۀ سوریتي (وارثان) ګڼل شوي، پۀ داسې حال کښې چې 24 زامن په ماشومتوب کښې وفات شوي دي ۔ دغه شان د ګڼو لوڼو د وفات یادونه هم شوې ده ۔ دا معلومات نۀ یواځې د خوشحال خان د کورنۍ د پراخوالي څرګندونه کوي، بلکې د هغه وخت د کورني جوړښت، د څو ودونو رواج او د ماشومانو د مړینې تاریخي تصویر هم وړاندې کوي ـ تاریخ مرصع کښې افضل خان د خپل خاندان شجره پۀ تفصیل سره لیکلې ده ـ هغه لیکي:
د شهباز خان څلور ځامن لوے شول. یو خان علین مکان ( خوشحال خان) چې تاریخ د خپل ولادت ئې په فارسۍ په پښتو پخپله وئيلے دے ـ
تاریخ خوشحال خټک د ربیع الثاني
آمد چو درین کہنہ رباط فانی
حق گرداناد مرد را خیر رسان
تاریخش گشت ” خیر عالیمانی ”
دا تاریخ یې پۀ پښتو دے
د هجرت زر دویشت سن وۀ
چې زۀ راغــــــلـــم په جهـان
بل شیخ جمیل بیګ چې سکه ورور د خان علین مکان وۀ ۔ مور د دوي ځلوزۍ وه ۔ بل شمشیر خان چې مور ئې امیره وه ۔ بل میر باز چې مور ئې مهمندزۍ وه د نوښهر، لور د ملک باز وه ـ اوس پس له دا خپل نسب د ابا و اجداد چې ښاخ پۀ ښاخ پۀ خټک ورځي بیانیږي ۔ واضح دې شي چې خان علین مکان ته الله حق تعالی شپږ پنځوس نارینه کرامت کړۀ ۔ په دا واړو کښې خان جنت مکان والا نښان (اشرف خان) چې والد د مولف ( افضل خان) دے ارشد او ولي عهد وۀ د خوشحال خان خټک د ځامنو تفصیل :
-1اشرف خان هجری
-2سعادت خان
3- بهرام خان
4- نظام خان
5- یحییٰ خان
6- شهباز خان
دا شپږ واړه له یوې موره و ۔
7- عابد خان
-8خالد خان
9- عبدالقادر خان.
10- شهباز خان.
11 – بخت ناک
12- صدر خان
13- ظفر خان
14- سکندر خان
15- کمال خان
16- ګوهر خان
17- نصرت خان
18- جلال خان
19- عادل خان
20- جعفر خان
21- عجب خان
22– عبدالرحمان
23- ابو الخیرخان
24- نجابت خان
25- شاکر خان
26- طاهر خان
27- فرحت خان
28 – امان الله خان
29- کامران خان
30 – ښادمان خان
31 – پیر خان
افضل خان خټک لیکي چې دا فرزندان د خان علین مکان سوریتي ( وارثان) وو ـ او هغه زامن چې پۀ طفولیت مړۀ شوي دي دا دي ـ
1- اکبر خان دا د اشرف خان نه مشر ؤ د اوؤ ورځو ؤ چې مړ شو
2- مومن خان د دوه نیموکالو
3- زین خان د دوؤ کالو ؤ
4- فغفور خان د دوه نیمو کالو
5- نعمت خان بغرګونے ؤ
6- منصور خان د اوؤ ورځو ؤ
7- اسمعیل خان
8- یوسف خان دواړه بغرګوني یو د اوؤ ورځو بل د کال ؤ
9- زاهد خان
10- حامد خان
11- عادل خان
12- بشیر خان دا څلور وروڼه بغرګوني و
13– علاؤالدین
14- مهابت خان
15- فتح خان
16- نوروز خان د انو کالو ؤ
.17 – عبدالعزیز خان د پينځو کالو ؤ
18- فتح خان د اتو کالو ؤ
19- جنګي خان
20- عبدالله خان
21- بشیر خان
۲۲ – شکرالله خان. نور اوۀ ځامن ئې د مجسم د اوؤ اتو میاشتو له موره تولد شول فوت شول ـ یو دیرش کمې سترې لوڼه ئې فوت شوي دي ـ افضل خان خټک وروستو لیکي :
پنځۀ کاله په قید په کشاله د اورنګزېب و ۔ فرزندان ئې و نۀ شول ۔ د هجرت چې زر انۀ اویا (1079هـ)ؤ له عمده الملک مهابت خانه سره وطن ته راغے ۔ فرحت خان چې مور ئې هندوستانۍ وه پۀ لسم د ربیع الاول په سن مذکور تولد شۀ ـ 2
افضل خان پۀ بره متن کښې د یو دېرش نومونو نه پس وائي چې دا د خان علین مکان سویرتي و ۔ خو بیا وروستو د فرحت خان باره کښې دا خبره نۀ کوي او د وارثانو پۀ شمېر کښې پرې خاموش پاتې دے ۔ د خوشحال بابا د وفات (1100هـ ) پۀ وخت د فرحت خان عمر هم تقریباً شل کاله جوړېږي ۔او فرض کړه کۀ مونږ ئې د وارثانو پۀ لسټ کښې واچوو نو بیا د خوشحال خان خټک د وفات نه پس دوه دېرش وارثان پاتې و ـ افضل خان خټک بره متن کښې د 56 زامنو ذکر کوي خو پۀ ترتیب سره دوه کم شمېر کېږي، یعنی د 54 نومونه ښودل شوي دي ـ مونږ کۀ شپږ پنځوس زامن او یو دېرش لوڼه جمع کړو نو د خوشحال بابا د نارینه او ښځینه اولاد شمېره 87 ته رسي ـ د متن پۀ اخر کښې دا هم لیکي چې :
نور اوؤ ځامن ئې د مجسم د اوؤ اتو میاشتو له موره تولد شول فوت شول ـ مونږ کۀ دا اوؤ نور هم ورسره شمار کړو کوم چې د اوؤ اتو میاشتو پۀ عمر کښې وفات شوي دي . بیا د خوشحال خان بابا د zامنو دا شمېره شپږ کم سلو (94) ته رسي ـ افضل خان خټک د خوشحال خان د زامنو شمېر او نومونه پۀ تفصیل سره لیکلي، خو د لوڼو نومونه او د ښځو دقیق تعداد ئې نۀ دے ښودلے ۔ هغۀ پۀ خپل عبارت کښې لیکلي”یو دېرش کمې سترې لوڼه” ئې فوت شوې دي ـ د دې مطلب دا دے چې د خوشحال خان وړې او لوئې لوڼه (یعنې د بېلابېلو عمرونو ) وفات شوې وې، نۀ دا چې ټولې 31 لوڼه ئې وې ۔ د خوشحال خان د لوڼو اصلي شمېر نۀ دې ښودلے شوے، ممکن ده چې ځنې لوڼه ئې ژوندۍ پاتې شوې هم وي ۔ هم دا رنګه د جدا جدا مېندو د ذکر باوجود، افضل خان د خوشحال خان د ښځو ټول شمېر هم نۀ دے ثبت کړے، البته د ځنې ځامنو سره ئې د مېندو ذکر شوے دے ـ لکه چې د اشرف خان، سعادت خان، بهرام خان، نظام خان، یحیی خان او شهباز خان پۀ اړه لیکي: دا شپږ واړه له یوې موره و ۔ مور ئې څینۍ له تپې د الک خیل وه ۔ لور د الف ولد ملک سرور ولد میرک وه ـ بل د عابد خان او خالد خان مور ئې کهتړه وه لور د دولت خان ولد علي شاه ولد شهباز نون یال وه چې خپل ځان ئې مقدم د خپل اولس شمارۀ ـ او شهباز خان او بخت ناک چې مور ئې لور د صاحب خان ولد بوچه خان ولد ملک باره مهمند زي د نوښهر وه ـ بل صدر خان چې مور ئې لور د ملو خان ولد اسمعیل خان یوسفزي وه ـ بل فرحت خان چې مور ئې هندوستانۍ وه ـ3
د دې اقتباس له مخې افضل خان خټک د خوشحال خان د ټولو ښځو شمېر نۀ دے ښودلے، بلکې یواځې د ځینو ځامنو د مېندو پېژندنه یې کړې ده ۔ پۀ دې اقتباس کښې د 5ښځو ذکر شوې دے ۔
-1 څینۍ ـ د اشرف خان، سعادت خان، بهرام خان، نظام خان، یحیی خان او شهباز خان مور.
-2کهتړه ـ د عابد خان او خالد خان مور.
-3د صاحب خان لور (مهمندزۍ) ـ د بخت ناک خان مور (په متن کښې د شهباز خان نوم بیا راغلے، چې ښائي د نسخې یا نقل تېروتنه وي، یا شهباز خان اول د وفات نه پس شهباز خان دوم پېدا شوے وي، ځکه شهباز خان مخکښې د څینۍ ځوے ښودل شوے دے ۔
-4 د ملو خان لور (یوسفزۍ) ـ د صدر خان مور.
-5هندوستانۍ ښځه ـ د فرحت خان مور.
دا عبارت مونږ ته دا راښائي چې افضل خان یواځې د هغو ځامنو د مېندو ذکر کړې چې ضرورت ئې محسوس کړے دے ۔ له دې څخه د خوشحال خان د ښځو صحیح شمېر نه شي معلومېدے، ځکه د نورو ځامنو د مېندو پۀ اړه هېڅ معلومات نۀ دي ورکړل شوي ۔ نو هم د دې متن پۀ بنیاد یواځې د 5 ښځو ذکر شوے، خو د دې نه دا نۀ شي ثابت کېدے چې د خوشحال خان ټولې ښځې څومره وې ؟ سړے حېران شي چې د خوشحال خان خټک د ژوندیو 32وارثانو پۀ موجودیت کښې، کله چې ارباب مستجاب مومند هغه د سرائے اکوړي له لارې د خټکو پۀ خاوره د اورنګزېب مغلي دربار دهلي ته بیولو، نو د هغۀ زامنو او نمسو (وارثانو) د خپل پلار د خلاصون لۀ پاره هېڅ ډول مقاومت او مزاحمت ونۀ کړو ـ لکه چې خوشحال بابا پۀ خپله وائي؛
هند ته ئې روان کړم بدرقه مې مستجاب
هم مَلک، هم خان، هم د همه غوري ارباب
درسته شپه څوکۍ د محب خېلو په خپل ځان
بل وو مصری خان داودزی یو ټول احدیان ـ
په دغه اړه خواجه محمد سائل لیکي: د روایت پۀ اساس چې مرزا عبدالرحیم حاکمِ پشاور دامیر خان صوبیدار کابل پۀ حکم خوشحال خان خټک ګرفتار کړو۔ نو هغه مستجاب مومند څخه د کوټله محسن خان پۀ حوالات کښې بندیوان و۔ او دغه ځائې نه د ارباب مستجاب خان د نګرانۍ لاندې دهلي ته ګرفتار روان شو ۔ د خوشحال خان خټک خیال و چې خټک قوم به د اټک پۀ خواو شا څۀ بهادري ښکاره کړي ـ خو لکه چې خټک قوم د غوري خېل د محب خېل سردارانو او لښکر دَ مقابلې طاقت نۀ لرلو ـ. (د باړه مومند تاریخ درېم جلد مخ 56)4
د خوشحال خان خټک دا پوخ ګمان ؤ چې خټک به زما د خلاصون د پاره مخې ته راوځي او د غوریاخېلو سره به جنګ وکړي ۔ خو د خوشحال خټک دغه ګمان غلط ثابت شو ـ لکه چې بیا پۀ خپلو شعرونو کښې وائي ـ
هر چې راسره وو هغه واړه وو ترسان
چا وې چې خټک به حاضر نۀ شی پۀ مېدان
ما خو پېغام کړے وو هم دا مې وو ګمان
اوس به راڅرګند شي له یوه لوریه نشان
هسې جنګ به وشي په دا اخر زمان
ګوره څو به شمار شي دواړه لوریه کشتګان
اندازه ده چې د محب خېل مومندو نګراني او پېره د خوشحال خان خټک پۀ قېد و بند دومره سخته وه چې هغۀ ته پخپله د خط لیکلو اجازت هم نۀ وو ـ (د باړه مومند تاریخ جلد درئم مخ55)5
د بلې خوا هم دغه خوشحال خان خټک د ژوند پۀ اخري سلګو د ادم خېلو د غرونو د ډنبره پۀ مقام د ډېرې بې وسۍ پۀ حالت کښې وفات کېږي، خو له دومره لوئې کورنۍ څخه یو وارث هم ورسره حاضر نۀ وي ۔ دا حالت د خوشحال خان د کورنۍ د هغه وخت د سیاسي اختلافاتو او داخلي بېاتفاقۍ پۀ اړه ډېرې پوښتنې راولاړوي ۔ کۀ رښتیا هم د 32 وارثانو له ډلې هېچا د خپل پلار د خلاصون لۀ پاره عملي ګام نۀ وي پورته کړے، نو دا د هغه وخت د کورنۍ کمزوري، بېاتفاقي او سیاسي بې وسۍ یو دردونکے تاریخي او څرګند مثال بلل کېدے شي ـ
ځکه خوشحال بابا وائي ـ
له پرديو نه به څه ګيله مانه کړم
چې خپل هم راباندې باسي اړمونه
ناخلف زويه د چاکره لوے مۀ شه
چې و پلار وته ګنډي کا قسمونه
حوالې
تاریخ مرصع ـ پنځم اشاعت 2018ء ناشر یونیورسټي بک ایجنسي ـ مخ ـ310,311,312
خواجه سائل ـ د باړه مومند تاریخ جلد درئم ـ مخ54