د پښتو ادب په ادبي تحريکونو کښې خوشحال خان خټک او د هغۀ کورنۍادبي تحريک د “زرين دور” په نوم ياد شوے دے ۔ دا هغه دور دے چې پکې نۀ يواځې د پښتو ادب تکميل وموندو بلکې د پښتون کلتور کړو وړو د انځور هره کرښه را برسېره شوه او د پښتو تهذيب مکمله څېره په نظر راغله ۔ د پښتو ادب دا زرين دور چې د خوشحال خان خټک د ادبي تحريک په نتيجه کښې رامنځته شو، په خپل شاليد کښې د پښتو ادب يوه لويه ذخيره لري ۔ د دې کورنۍ اديبانو او شاعرانو د خپل ذهانت په بنسټ پښتو ادب کښې ګڼ شمېر تخليقات کړي دي چې له دې امله د ځيرکې کورنۍ په نامه ياده شوه ۔ د خوشحال خان خټک ځيرکې کورنۍ پښتو ادب ته هغه بخښنې ورکړې چې پښتو ادب يې د هغه وخت نورو ادبياتو سره سيال کړو۔ دې ځيرکې کورنۍ د پښتو ادب په نثر او نظم کښې د ژوند په هر اړخ تصنيفات مرتب کړل چې دې سره پښتو ژبه غني شوه ۔ د دې ځيرکې کورنۍ د قلم خاوندانو يوه جائزه په لاندې ډول ده:
خوشحال خان خټک:
د خوشحال خان خټک دور د پښتو ادب د کلاسيکي دورې د دوېمې برخې سياسي او ادبي تحريک ګڼلے شي ۔ خوشحال خان خټک يو ګڼ اړخيز ليکوال يادېږي چې د ژوند په هر اړخ يې ليک کړے دے او د هغۀ کليات د پښتو ژبې انسائيکلوپېډيا ګڼلے شي ۔ د هغه په اثارو کښې د ژوند زياتره اړخونه روښانه شوي دي ۔ خوشحال خان خټک د پښتو ادب يو ملي، قومي، اجتماعي، حماسي شاعر او د خپلې کورنۍ د ادبي مکتب بنسټګر يادېږي ۔ د خوشحال خان خټک دور پښتو ادب د نظم سره د پښتو ادب کلاسيکي نثري دور هم عروج ته ر سولے دے ۔ د پښتو ادب د کلاسيکي دور د دوېمې برخې سرخېل خوشحال خان خټک په خپله دے ۔ د دې ځيرکې کورنۍ په ليکوالانو کښې لومړے د خوشحال خان خټک ذکر کېږي ۔ ورپسې د نامتو شاعرانو لکه اشرف خان هجري، عبدالقادر خان، سکندرخان، ګوهر خان، افضل خان، مېرمن توتيا خټکه، مېرمن حافظه حليمه ، عابد خان، کامګار خان، اکبرخان او کاظم خان شېدا د يادونې وړ دي ۔ د خوشحال خان خټک دور ته زرين دور وئيلے شي۔ خوشحال خان خټک د خپل زېږون په حقله ليکي!
د هجرت زر دوه ويشت سن وۀ
چې زۀ راغلــــــــم په جـــهـــــــان
زه خوشحال د شهبـــاز خان يم
چــې تورزن يم کان په کان
شهبـــــاز خان د يحيٰی خــــان وۀ
چې بل نـــه وۀ هســــــې ځوان
يحيٰی خــــــــــــان د اکـــــوړي وۀ
چې په توره شو سلطـــــــــــــــــان
د خوشحال خان خټک اثار:
د خوشحال خان ژوند په جنګونو کښې يا زندان کښې او يا په ښکار او ګرځېدوکښې تېر شوے دے خو بيا هم هغۀ ډېر اثار ليکلي دي او ډېر په دې خبره سره يوه خولۀ دي چې خوشحال خان خټک په سوونو اثار ليکلي دي ۔ د خوشحال خان خټک معلوم اثار لاندې دي ۔
۱۔ ديوان : د خوشحال خان ديوان په زرګونو بيتونه لري ۔
۲۔ فضل نامه : فضل نامه ( د وړوکي بحر مثنوي مذهبي مسائل) يو ديني کتاب دے ۔
۳۔ فرخنامه : (د توري او قلم بحث ) اثر دے ۔
دغه شان فراقنامه، رياض الحقيقت، هدايه (له عربۍ نه پښتو ترجمه)، دستارنامه (نثري اثر)، طب نامه، سوات نامه، ائينه ، بازنامه (د ښکار بحث)، بياض، زنځيرۍ، د خوشحال رباعيات، او داسې نور۔ خوشحال خان خټک په فارسۍ او عربۍ دواړو ژبو عبور لرلو خو د خپلې مورنۍ ژبې ورته زيات احساس وۀ ۔
که تازي ژبه هر ګوره ښۀ ده
پښتو هم ډېره په خوند خوږه ده
چا يې پلو د مخه وانۀ خستو
پښتو له هغسې بکره پرته ده
د خوشحال خان خټک په ادبي مکتب کښې د هغۀ د ځيرکې کورنۍ برخه:
اشرف خان هجري :
اشرف خان هجري د خوشحال بابا مشر زوے وۀ او په لسم يا نهم رمضان کال ۱۰۴۴ هـجري کښې پېدا شوے وۀ ۔ د خوشحال بابا د ګرفتارۍ نه پس د خپل اولس حاکم شوے وۀ ۔ ولې د خانداني اړي ګړي په سبب ئې سرداري ډېره پاتې نۀ شوه ـ هر کله چې بهرام د مغلو طرفدار شو او د خوشحال بابا په کورنۍ کښې د مغلود سياست له امله اړے ګړے پېدا شو نو په داسې حالاتوکښې د اشرف خان سرداري په خطره کښې شوه۔ اخر په کال 1092ء هـجري کښې اشرف خان هجري په پېښور کښې ګرفتار کړے شو او د هندوستان په ګواليار قلعه کښې زنداني کړے شو۔ خوشحال بابا د يوې جرګې په وسيله بهرام د اشرف خان په ځاے سردار کړو او دا وعده ئې ترېنه واخېسته چې هغه به په خپل اثر رسوخ اشرف خان هجري د مغلو د قېد نه خلاصوي ولې دا وعده پوره نه کړے شوه او اشرف خان هجري تر مرګه پورې د مغلو په بند کښې پاتې شو۔ اشرف خان هجري د دې ځيرکې کورنۍ د مکتب فکر په وارثانو کښې لومړے شاعر دے چې يواځې د ادب نۀ بلکې د سياست جانشين هم پاتې شوے دے ۔ کۀ د سردار په حېث هغه ناکام شو خو د ادبي مکتب د مشر نمائنده په حېث هغۀ خپل مقام په ډېره کاميابۍ ترلاسه کړو۔ هجري د يو ډېر لوړ جمالياتي ذوق څښتن شاعر وۀ ۔ د هغۀ شاعري تاريخي بڼه هم لري ۔ د شعر نمونه يې په لاندې ډول ده۔
بې وطنه تنها پروت يم په غربت کښې
نن له ما سره همدم د صنم غم دے
د هېواد اشنا په سترګو ليدے نه شي
که په خوب راته حاضرشي بس کرم دے
قاصدان له روهه نه راځي مدت شو
سلام باد رارسوي منت يې تم دے
عبدالقادر خان خټک:
عبدالقادر خان خټک د خوشحال خان خټک زامنو کښې عالم، فاضل او لوے صوفي او د پښتو ژبې لوے صاحب ديوان شاعر وۀ ۔ عبدالقادر خټک د خوشحال خټک د ادبي باغ و بڼ دوېم خوږ ژبے شاعر دے چې په کال ( 1063هجري) د لوے اختر د مياشتې په پينځه ويشتم زېږېدلے دے ۔ عبدالقادر خټک لوے عالم او فاضل سړے وۀ ۔ د عبدالقادرخان خټک اثار په لاندې ډول دي ۔ ګلدسته، يوسف زلېخا، ديوان “حديقۀ خټک اوڅلوېښت حديثونه۔ د شعر نمونه يې په لاندې ډول ده ۔
شکـــــــــر شکـــــر چې نۀ خان يم نۀ اميريــم
نۀ بادشــــــــــــاه د ولايت نۀ يـــې وزير يــم
نۀ قاضــــــــي يم نۀ مفتــــي نۀ محتسب يم
چې بډيو رشـــــــــــــــوتـــونــو تــــــه دوګير يم
سکندر خان خټک :
سکندرخان خټک د خوشحال خان په ځيرکه کورنۍ او زامنو کښې د اشرف خان او عبدالقادر خان نه وروستو د پښتو يو منلے شاعر ګڼلے کېږي ۔ هغه د ليلٰی مجنون مثنوي ليکلې ده لکه چې وائي:
ما خپل عمر د شل دوه کالو حساب کړ
چې تمام مې د ليلٰی مجــــنـون کتاب کړ
زما دوه ويشـــــــــت کالـــــه ســــــــن دے
زر نــــــــــــــوي ســـــــن د هجــــــــــرت دے
د تحقيق تر مخه د سکندرخان په اثارو کښې دا کتابونه څرګند شوي دي ۔ ديوان سکندر خان خټک او د ليلٰی مجنون مثنوي ۔
صدر خان خټک:
صدرخان خټک د خوشحال خان خټک زوے او د پښتو ژبې يو ځلانده ستورے دے چې په خپله خوشحال خان بابا د هغۀ د مېړانې، تورې او د ډوډې د جنګ (1091ﻫ) په قصيده کښې ستائيلے دے ۔
صدرخان لا چېــــرې جنــګ ليــــــدلے نۀ وۀ
په دا جنګ کښې يې نېزه سره کړه په حصام
صدر خان د اشعارو يو بشپړ ديوان لري چې د لومړي ځل دپاره پادري هيوز په کليد افغاني کښې ستائيلے دے ۔ پادري هيوز په دې خيال دے او وايي چې د خوشحال په ادبي مکتب کښې له هجري او عبدالقادر نه وروستو د درنوي وړ مقام لري ۔
تربيت يې ډېـــــر زمــــــــــا کړ
هر تعليم يې د مـــــا راکړ
په تعليم يې سخنــــــــدان کړم
په وئيل يې سخنــــــران کړم
چې يې درست په دا فنون کړم
په وئيل يې نور موزون کړم
د صدر خان کوم اثار چې تر اوسه څرګند شوي دي په لاندې ډول دي۔ د صدرخان ديوان، دلے او شهۍ، ادم خان او درخانۍ ۔
ګوهر خان خټک:
د خوشحال خان په زامنو کښې ګوهر خان يو تکړه شاعر او نثر ليکونکے دے۔ ګوهر خان د خپلې کورنۍ د پښتو ادب په سمسور بڼ کښې پالل شوے دے ۔ هغه د خپل ورارۀ افضل خان خټک زمانې پورې ژوندے وۀ ۔ د ګوهر خان کتاب د خپلو اشعارو سره يو بل کتاب “قلب السير” نومېږي۔ د ګوهرخان د اشعارو نمونه په لاندې ډول ده ۔
چې په مهر دې نظر شي هر انســــــان ته
په بهانه يې وبـــولــي خپـــــل ځـــــــــان ته
چېرته فارسي چېرته به شام يا مدينه وه
چــې دې وښائلـــــه لار راته اسمــــــــان ته
افضل خان خټک:
افضل خان خټک د اشرف خان هجري زوے او د خوشحال خان خټک نسمے دے ۔ افضل خان په داسې وخت کښې مېنځ ته راغلے دے چې يو اړخ ته د هند د مغلو ستره واکمني ښه په قوت کښې وه او له بلې خوا د سياسي واکدارانو له خوا د يوسفزو او خټکو ترمېنځ زړه دښمني، داقتدار لپاره هلې ځلې، د مغلي حاکمانو چالونه، د مشرۍ په سر د شېخانو او خټکو نښتې، ترونو او تربورانو پرله پسې جګړې او لانجې روانې وې ۔ افضل خان د شلو کالو په عمر کښې د يو قومي مشر په توګه ډګر ته راوتلے دے ۔ په دغه وخت کښې مغلي حاکمانو د هغه په مقابل کښې تل د هغه ترۀ بهرام اونورو ملګرتيا کړې ده خو سره د دومره قوي قدرت هغۀ پرله پسې سياسي او پښتني مبارزې کړي دي ۔ افضل خان (20) کاله په اکوړي کښې د پښتنو مشرتوب کړے دے او د (86) کالو په عمر کښې يې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړي دي ۔
تاريخ مرصع د افضل خان د دغه تاريخي ادبي منثور شاهکار “تاريخ مرصع” څخه څۀ برخه راورټي په “ګلشن روه” او پادري هيوز په “کليد افغاني” کښې راوړې ده ۔ د دې لوے او ستر کتاب ټولې پاڼې ( 1494) مخونو ته رسېږي ۔ د کلام نمونه يې په لاندې ډول ده۔
کاروبار مو همګي راته عيان دے
وعيان ته څۀ حاجت د بل بيــــــــان دے
سېلابونه د خلاف شول وبله جمع
بيا لنډے د اب سينه غوندې روان دے
دا اثر د “کليله دمنه” پښتو ترجمه ده چې د “علم خانه دانش” په نامه يادېږي ۔
مېرمن توتيا خټکه:
مېرمن توتيا خټکه د اشرف خان هجري مور او د خوشحال خان خټک بي بي وه۔ دا يوه عالمه او فاضله ښځه وه ۔ د پوهاند صديق الله رشتين د مولوي نور محمد قندهاري د پښتو ګرېمر تخفۃ الامير په حواله د توتيا خټکې يو غزل رانقل کړے دے ۔ دا غزل يې د خوشحال خان خټک د رتنمبور زندان په وخت کښې ليکلے دے چې نمونه يې په لاندې ډول ده ۔
نور به مخ په ائينه برابر نۀ کړم
نۀ به دواړه سترګې تورې په رانجه کړم
نۀ به سپين لاسونه سره کړم په نکريزو
نۀ به نور په ږمنځ ساز د سر وېښته کړم
مېرمن حليمه خټکه:
بي بي حليمه د ستر اديب او لوے قهرمان خوشحال خان خټک لُور او د عبدالقادر سکه خور وه ۔ دا پوهه شاعره، عارفه او عالمه ښځه وه او د خپل وخت له ډېرو مروجه علمونو سره يې اشنايي لرله ۔ حليمه يوه اديبه پُښتنه وه ۔ د پښتو ښۀ اشعار به يې وئيل۔ بي بي حليمې د خوشحال خان د ځيرکې کورنۍ د ښځو د تدريس ذمه واري هم په غاړه لرله او د هغوي په ښوونه او روزنه کښې يې اهم کردار ادا کړے دے ۔
عابد خان خټک:
عابد خان دستر شاعر خوشحال خان خټک زوے دے چې په ( 1057هجري) کال کښې زېږېدلے دے او د خپل پلار په تربيت کښې لوے شوے دے ۔ عابدخان کله د مغلو په ضد د خوشحال خان او د خپلو وروڼو ترڅنګ په جګړو کښې اخته وۀ او کله يې د بهرام په طرف په جنګونو کښې ګډون کړے دے ۔ عابد خان هم د پښتو ژبې يو زبردست او نوميالے شاعر تېر شوے دے ۔
کامګار خټک:
کامګار خټک د نامدار زوے د اشرف خان هجري نمسے دے او د خوشحال خان کړوسے دے ۔ د کامګار خټک د زېږېدنې نيټې په حقله پوره معلومات نشته ۔ کامګار خټک هغه شاعر دے چې اجتماعي ستم او ظلم يې غندلے او ښه عاجزي يې ستائيلې ده۔
په ازار د مظلومانو مائل مــــــۀ شــــــــه
له لوګي د سويو زړونو غافل مــــــۀ شـــــه
د ټوپک د تُوري غوڅ به څښتن روغ کا
مسلمان د اه په غشي ګائل مــــــۀ شـــــه
که ازار د مسلمان د چــــا مطلــــــــب وي
دا مطلب يې تر قيامته حاصل مــــــۀ شـــــه
هسې خوي کوه چې نور عالم دې ستايي
تۀ په خپله د خپل ځان په ستائل مــــــۀ شــه
کاظم خان شېدا :
کاظم خان شېدا د افضل خان زوے دے ۔ په (1140هجرۍ) کال د خټکو په افضل اباد کښې زېږېدلے دے او عمر يې په کشمير، سرهند او رامپور کښې تېر کړے دے ۔ د هغه اشعار عشقي او اخلاقي دي۔ د شېدا په شاعرۍ او شاعرانه تخيلاتو کښې د پردېسۍ اثار هم ښکاره کېږي ۔ دا يو نازک خياله شاعر يادېږي ۔ د خوشحال په ځيرکه کورنۍ کښې شېدا يو مشکل فهم يادېږي چې اشعار يې مشکل دي ۔ د شېدا د اشعارو نمونه په لاندې ډول ده
مۀ ارزو د تخت وتاج مۀ د سبــــــاه کړه
خسروي په هفت کشور لکه شاه راه کړه
چې استان دے تل مرجع د خاص وعام
د دوام افتـــــــــادګي عـلــــــو د جاه کړه
مکدر په ګرم وسرد د دوران مه شــــــه
په جهان کښې زيست په شان د مهرو ماه کړه
پښتو کلاسيکي ادب کښې د خوشحال خان خټک کورنۍ د ځيرکې کورنۍ په نوم ځکه يادېږي چې د عقل او منطق په بنيادونو يې د پښتو ادب روښانه کړے دے ۔ هغه ادب چې د عقل او منطق په بنياد جوړ شوے وي، هغه کلاسيکي ادب يادېږي ۔ د ياد شوي شاعرانو او اديبانو نه علاوه نور هم يو شمېر ليکوالان دې ځيرکې کورنۍ پېدا کړي دي لکه نامدار خان، سعيد خټک، او داسې نور شاعران شامل دي ۔ دې ځيرکې کورنۍ د پښتو ادب د عقل او منطق سره سم تخليق کړےدے ۔ په پښتو ادب به د دې ځيرکې کورنۍ احسان تل تر تله وي ۔
حوالې: پښتو ادب لنډ تاريخ (علامه عبدالحئ حبيبي)
ګام پر ګام، له خوشحال سره (محمد اصف صميم)
پښتو ادبي تحريکونه: ډاکټر راج ولي شاه خټک