د کالاباغ ډېم منصوبه تحقيقي او تنقيدي جائزه—اکبرهوتي اېډوکيټ

دا ليکنه شريکه کړئ

د کالاباغ ډېم منصوبه چې د پاکستان د تاريخ انتهائي متنازعه منصوبه ده۔ د دې منصوبې دوه بنيادي وجوهات مخې ته راځي۔ يو سياسي وجوه او بل تکنيکي وجه ۔ په سياسي حواله په پاکستاني وفاق کښې دري يونټه د دې خلاف دي او يو يونټ يعني پنجاب د دې په حق کښې دے۔ د نورو ېونټونو يعني خېبرپښتونخوا، سندھ او بلوچستان ځان ځان له خپل سياسي موقف دے او هم د دې موقف سر ته د رسولو په غرض ئې د دې ډېم خلاف په خپلو خپلو اسمبليو کښې قراردادونه هم پاس کړي دي بلخوا پنجاب ئې په حق کښې د خپلې اسمبلۍ قرارداد پاس کړے دے۔ د هر اليکشن دپاره د پنجاب نه د ووټ د حمايت په غرض د کالاباغ ډېم جوړولو خبره تازه کيږي۔ د پنجاب دليل دا دے چې دا ډېم به نۀ يواځې د اوبو د خوندي کولو يوه غټه ذريعه وي بلکې د بجلۍ په مد کښې به هم يو اهم وړانديز وي د دې ډېم په حواله سندھ سره ويره ده چې هغوي ته به د اباسين اوبۀ بندې شي خېبرپښتونخوا به يو اړخ ته زمکې د سيم و تهور ښکار شي نو بلخوا به جنوبي اضلاع د اوبو نه محرومه کولې شي۔ د دې ډېم په حواله د ټولو وفاقي يونټانو موقف وړاندې کوو خو اول ګورو چې کالاباغ دې چرته؟

کالاباغ  چې د ضلع ميانوالي يوه سيمه پيرپياهي”۱ کښې دے دا سيمه د سيدانو ملکيت دے دې سره نزدې د مسان رېلوۍ سټېشن دے او ګېر چاپېر ترې د افغانانو کلي اباد دي چې پکښې د خټکو قبيله اباده ده۔ دا ټوله سيمه په کالاباغ کښې راځي خو چې چرته د سوان سيند د اباسين سره يو ځائے کيږي نو دغه ضلع اټک کښې راځي او د کالاباغ ډېم مرکزي دېوال به هم دغه ځائے جوړيږي۔ دا ډېم د اوبو خوندوي کولو دپاره 75 ميلي اوږدوالے لري اوچت والے ئې 260 فټ دے په دې کښې به 6.1 مکعب اېکړ فټ اوبه جمع کېدې شي۔ د دې ډېم په حواله چې کومې اوبۀ جمع کولې شي د دې نه به هم پنجاب ته نهري نظام ورکولې شي۔ د دې ډېم په حق کښې دا دليل ورکړې کيږي۔ چې د بجلۍ پېداوار به تر 3600 مېګاواټ پورې زيات شي۔ خو بل طرف ته درې صوبې د دې ډېم خلاف دي۔ اوس سوال دا دې چې درې صوبې د دې ډېم خلاف دي او يوه صوبه ئې حق کښې ده نو دا ولې؟ [i]

کالاباغ ډېم يوه سياسي او تکنيکي مسئله:

دا خبره په رېکارډ ده  چې کله هند تقسيم شۀ او پاکستان په وجود کښې راغې نو دې سره پنجاب هم په دوو حصو کښې تقسيم شۀ۔ د پنجاب يوه حصه هند او بله حصه پاکستان کښې پاتې شوه۔ د هند سره چې کوم پنجاب پاتې شۀ نو د پنجاب د دريابونو سر چينې هم هلته پاتې شوې او دغسې د پاکستان پنجاب ته به د هند نه اوبۀ راتللې د تقسيم نه پس د دواړو ملکونو ترمېنځه د نورو ډېرو ستونزو سره د اوبو مسئل هم يوه مهمه مسئله وه۔ خو اخر د سند طاس معاهدې په شکل کښې پنجاب خپلې اوبۀ په 75 کروړه روپۍ خرڅې کړې او دغسې دغه کشاله سر ته ورسېدۀ خو بيا پنجاب سره خپلې اوبۀ نۀ وې نو پنجاب د خپلو زمکو د خړوب کولو دپاره په اباسين او د کشمير په اوبو نظر شۀ کالاباغ هم د دغې پاليسۍ يوه کړۍ ده د دې منصوبې اغاز خو په 1980 کښې شوے وۀ خو سر ئې د ضياء الحق په مارشلائي دور کښې راپورته کړو دا وخت فضل حق د خېبرپښتونخوا ګورنر وۀ چې هغه د دې منصوبې نه خبر شۀ  هغه د دې منصوبې مخالفت هم کړے وۀ او په وخت ئې د دې صوبې مشران د دې منصوبې نه خبر هم کړۀ او په وفاق ئې دا واضحه هم کړه چې زۀ (فضل حق) د اوبو په معامله د دې ډېم په باره کښې د ده دومره غټې فېصلې اختيارمند نۀ يم  ـ [ii]

د واپډا سابقه چئيرمين شمس الملک چې تعلق ئي د ضلع نوښار سره دے هغه وائي چې د دې ډېم نه به نۀ يواځې چې بجلي پېدا کيږي بلکې دا به د اوبۀ خور هم يو ښۀ نظام جوړ کړي، هغه د اوبو د عالمي ورځې په مناسبت په يوه دستوره کښې د کالاباغ ډېم په حق کښې وائي چې “د کالاباغ د نۀ جوړولو په صورت کښې هر کال د پاکستان 136 بلين روپۍ تاوان کيږي چې پکښې د پنجاب 68 بلين، سند 40، پښتونخوا 18 او بلوچستان 6 بلين روپۍ شاملې دي دوي وائي چې په 20 مه پېړۍ کښې په دنيا کښې غټ او د مېنځومانه کچ 46000 ډېمونه جوړ شوي دي۔ په دې ډېمونو کښې چين کښې 22000، امريکا کښې 6585 او په هندوستان کښې 4291 ډېمونه شامل دي، پاکستان صرف 68 ډېمونه جوړ کړي دي، او س کۀ څوک دا وائي چې کالاباغ ډېم د پاکستان دپاره نقصاني دے نو بيا خو پکار ده چې دا ټول غټ ډېمونه ونړولې شي، د خېبرپښتونخوا په حواله دا ډېم ډېر فائده مند دے ځکه چې د کالاباغ ډېم په زريعه به د خېبرپښتونخوا جنوبي اضلاع په خصوصي توګه د بنو او ډېره اسماعيل خان 80000 زره اېکړه زمکه د کاشت له پاره قابله او مناسب ده، د سند او بلوچستان زمکې ته د اوبو ورکولو پلان هم په دې کښې شامل دے. دا نعره بيخي غلطه ده چې ” د کالاباغ نه زيات اهم وفاق دے” بلکې دا نعره مهم ده چې ” د کالاباغ په وجه وفاق به مضبوطيا لري” ـ[iii]

په دې دستوره کښې د دستورې صدر چوهدر غلام حسېن وئيلي وو “چې هر کال 30 نه تر 35 ملين اېکړ اوبۀ په سمندر کښې بغېر د څۀ فائدې پرېوځي چې دا غټ تاوان دے، د هندوستان سره د سټور 220 ملين اېکړ اوبۀ دي پاکستان سره صرف 30 ملين ، د مصر سره 1000 ملين اېکړ دي۔ پاکستان په دې لحاظ کمزورے دے د عالمي معيار مطابق د ټولې بهېدلو اوبو 4 فيصده اوبۀ ساتل پکار وي خو پاکستان سره صرف 13.29 مکعب د 58 مکعب په مقابله کښې دي چې دا ډېر کم سټوريج دے” ـ [iv]

د کالاباغ ډېم په حق کښې او خلاف ډير دلائل مخې ته راځي، د پنجاب يا د کالاباغ حق کښې چې کوم دليلونه مخې ته راځي هغه خو يا د بجلۍ د پېداوار په حواله دي يا د اوبۀ خور خو چې کومه سياسي خبره ده هغه د دې نورو صوبو له اړخه ده د کالاباغ ډېم خلاف دلائلو کښې د انجئينر عبدالغفور ليکلي کتاب “خاموش تشدد” ډېر اهم دے، د سوات سره تعلق لرونکے عبدالغفور چې په برطانيه او سعودي عرب کښې ئې د خپل فن او خدماتو باندې دنيا معرفي ده هغه د کالاباغ ډېم په حواله هم د خپل مضبوط نکته نظر اظهار کوي ـ

هغه ډېر واضحه وايي چې  څوک وائي چې د کالاباغ ډېم نه به په لکونو اېکړه زمکه نۀ خړوب کيږي، څوک وائي چې د دې مجوزه ډېم نه به 3600 مېګاواټ بجلي نۀ حاصليږي، خو دا هر چې څۀ کيږي نو د دې په بدل کښې به ډېر غټ قېمت ادا کيږي اوس دا کتل دي چې د دې فائدې ډېري دي کۀ نقصانات۔ اوس دا کتل دي کۀ د بجلۍ د پېداوار خبره وي نو د دې ډېم نه علاوه چې زمونږ په ملک کښې د ارزانې بجلۍ پېدا کولو کومې موقعې دي هغه ولې مونږ نۀ پکاروو، او بيا په جهان کښې خو غټ ډېمونه ختميږي د غټو ډېمونو د فائدو چې څوک دعوې کوي د هغوي دپاره غرض دے، د شلمې پېړۍ د دريمې لسيزې يعني 1930 نه تر 1970 پورې دې څلوېښتو کالو کښې د اوچتو ډېمونو ډېر زور وۀ ۔ په دې دوران کښې په سوونو اوچت ډېمونه جوړ شول۔ د مصر اسوان، د پاکستان تربېلا او منګلا ئې ثبوتونه دي په مصر کښي چې کله 365 فټ اوچت او 1700 فټ اوږد د دنيا درېم غټ ډېم چې په 1969 کښې مکمل شۀ، د دې ډېم په وجه په مصر کښې 15 فيصده زيات زرعي پېداوار وشۀ  او 2100مېګاواټ بجلي هم پېدا شوه هم دغه فائدې د پاکستان د تربېلي او منګلا نه حاصلې شوې۔ [v]

خو د جهان ماهرين او محقيقين غواړي چې د ښه نه ښه منصوبه پئيل کړي او انسانان ترقي وکړي دوي کښېناستل او يو سوچ ئې وکړو چې ايا دا دومره اوچت او غټ ډيمونه جوړ شول اخر د دې فائدې مونږ ته په کوم قېمت مېلاويږي؟  دوي ړومبے اسوان ډېم باندې تحقيق وکړو بيا ئې پنځۀ غټ ډيمونه منتخب کړۀ او تحقيق ئې پرې شروع کړۀ په دې ډېمونو کښې د پاکستان اسوان، د افريقې والټا او کريبا او امريکا مېډ او پوويل شامل دي د دوي د تحقيق نه ثابته شوې ده چې کوم غټ نقصانات په اسوان ډېم کښې موجود دي هم دغه په دې نورو ډېمونو کښې هم شته۔ امريکا چونکې د جهان ډېر لوے او په ټيکنالوجۍ برابر ملک دے نو هغوي د دې ادراک ډېر مخکښې شوے وۀ او په 1950 کښې ئې غټ ډېمونه جوړول پرېښودل او نورو ترقي يافته ملکونو د 1970 نه پس د غټو ډېمونو جوړول پرېښودل، امريکا پکښې ډېر ډېمونه ونړول چې پکښې بټل کريک (Buttle Creek) شامل دے او د دې نه علاوه د واشنګټن په سيند جوړ شوے ډېم او نور داسې ډېمونه هم د نړېدو په عمل کښې شامل دي خو اس ګورو چې د جديد تحقيق په رڼا کښې دا کوم نقصانات دي ـ

1۔         غټ ډېمونه هر کال په لکونو ټنه شګه او لخه کوي چې څۀ موده پس دا مصنوعي تالاب ډک شي او د دې اصل مقصد پاتې نۀ شي، په داسې کم عمره منصوبو په اربونو روپۍ لګول ډېر غټه فضول خرچي ده۔ د دې غټ مثال په پاکستان کښې تربېلا ډېم دے چې دا وخت د لخې او شګې نه ډک دے او دغه لخه د بجلي ګهر نه 8 کلومېټره پورې رسېدلې ده چې د پاور هاوس دپاره يوه خطره هم ده اوس د کالاباغ ډېم حمايتي په خپله وائي چې تربېلا او منګلا ډک دي ځکه د کالاباغ ډېم جوړول ضروري دي لکه داسې ده چې د دې د نقصان او نتائجو نه ښۀ خبر دي او بيا د اربونو روپۍ په دې منصوبه لګوي۔

2۔         ماهرين وائي چې په عامو حالاتو کښې د سيندونو اوبۀ ځان سره (کهاد) راوړي چې دغه کله په زمکه خوره شي نو زمکه د کر دپاره څربه کړي د ډېم په ذريعه دا قدرتي عمل ودريږي ځکه چې دغه سره (کهاد) په ډېم کښې پاتي شي۔ يو سائنسدان خو تر دې حده تحقيق کړے دے چې اسوان ډېم کښې  د سرې ( کهاد) دومره غټ مقدار ضائع کيږي چې که چرې متاثره زمکې دپاره د سره د بهر ملک نه درامد نۀ کړې او په مصر کښې د کارخانو کښې کهاد جوړ کړې شي نو د دې ډېم نه پېدا شوي 2100 مېګاواټه بجلي به پرې خرچ کولې شي ، د دې مطلب دا شۀ چې د ډېم نه د اخستي شوي پېداوار فائده د ډېم نه په جوړ شوي نقص لګي

3۔         غټ او اوچت ډېم مټينه خاوره، شګه او لخه چې ودروي نو د سمندرد ساحل توازن هم ماتوي او د دغې عدم توازن په وجه سمندر د سيند په خلۀ کښي د سيند کناره يا ساحل دننه اړخ ته پرېکوي د سمندر نمکينې او الوده اوبۀ روستو د ځنګلاتو او ماحولياتو له پاره د نقصان سبب ګرځي، دغه رنګه د ابي حيات له د نقصان ذريعه ده ځکه چې د مهيانو د قدرتي خوراک کمے هم راشي ـ

د دې نه علاوه د کالاباغ ډېم په ذريعه به د خېبرپښتونخوا مردان، صوابۍ او نوښار ضلعې د سيم و تهور ښکار شي د صوابي سکارپ منصوبه به ناکاره شي په کومه منصوبه چې د مخکښې نه په کروړونو روپۍ لګېدلي دي۔ د دې نه علاوه د تربېلا ډېم کېس هم مخې ته پروت دے چې د هغه بې کوره او بې دره خلق اوس هم په لړزان دي، دا خو د کالاباغ ډېم تکنيکي اړخ چې په دې د دنيا سائنسدانان دې نتيجې ته رسېدلي دي چې غټ ډېمونه نقصاني دي خو دلته د کالاباغ ډېم د منصوبې سياسي اړخ ډېر مهم دے چې بحث شي ـ [vi]

ډاکټر سېدعالم محسود ليکي چې ” د وسائلو په حواله اوبو ته وګورئ پنجاب خپلې اوبۀ د “سندھ طاس” معاهدې په ذريعه په انډيا خرڅې کړې بيا اباسين ته غل شو د پښتونخوا او سند په حقونو ئې ډاکې اچولې اتلس بېراج او درې ډېمونه ئې په دې اوبو جوړ کړل او پنجاب ئې شين کړو ټول سند ئې لکه د “تر” تږے پرېښودو او نن د کالاباغ په حواله سره دا وائي چې د درې صوبو درې اسمبليو درې درې قراردادونه هيڅ حېثيت نۀ لري”ـ  [vii]

د ډاکټر سېد عالم محسود يو ليک نه دا مطلب راوځي چې دا سياسي مسئله ده او د دې ډېم جوړول د پنجاب چولستان ته نهري نظام ورکول دي او بل طرف ته سندھ اوچول دي

د سندھ د مشهور قانون دان او سياستمدار اياز لطيف پليجو هم دغه دلائل مخې ته راوړي چې دا د واپډا د پنجابي حکمرانانو د خوشحالولو منصوبه ده۔ دا منصوبه د خېبرپښتونخوا، بلوچستان او سندھ هيڅ ګټه نۀ شي راوړلې۔ دوي سنديان، بلوچيان او پښتانۀ د دېوال سره لګول غواړي ـ [viii]

انجئينر عبدالغفور د بجلۍ د پېداوار دپاره د ټولو نه اسانه او ارزانه ذرائع د سوات سيند او اوبۀ ګڼي او هم دغه تجويز د بهرني کمپنيو دے۔

د کالاباغ ډېم په حواله عجيبه خبره دا ده چې د ملک درې اسمبليو دا ډېم مسترد کړے دے خو د هغې باوجو د لاهور هائي کورټ د دې ډېم د جوړولو حکم وکړو چې دغه وخت ئې يوه نوې کشاله جوړه کړه د دې په خلاف د بلوچستان اسمبلۍ کښې بيا د لاهور هائي کورټ د غندنې يو قرارداد پاس شۀ ـ [ix]

په دې حقله عمر اصغر خان په خپله تحقيقى مقاله کښې ليکل کړى دى چې لنډيز ئې وړاندې کوم:

په پاکستان کښې د غټو ډېمونو په مسئله د پوهې ډېر غټ کمے دے، حتي چې د سند او سرحد (خېبرپښتونخوا) خلق هم وايي چې د کالاباغ ډېم په ځائے دې بهاشا ډېم جوړ شي خو د بېن الاقوام او زمونږ خپله تجربه دا وايي چې غټ ډېم د توانائۍ او د خوراک د تحفظ دپاره مناسبه لار نۀ ده۔ اوس داسې ښکاري چې عالمي بنک به هم د غټو ډېمونو دپاره قرضې ورکول بند کړي ۔  دا د 1996 خبره ده چې د عالمي بنک يوې نيم خود مختارې ادارې اپرېشن ايويليوېشن ډيپارټمنټ Operation Evaluation Department (OED) په پېسو د دنيا د غتو 50 ډېمونو جائزه واخستله، د دې جائزې او تحقيقاتو په رڼا کښې دا فېصله وشوه چې د غټو ډېمونو د جائزې دپاره يو اختيارمند بېن الاقوامي کمېشن دې جوړ شي د دې فېصله په سوئټزرلېنډ کښې په يو ورکشاپ کښې شوې وه۔ دا ورکشاپ د عالمي بنک او ائي يو سي اېن په مرسته شوے وۀ۔ په دې کښې د ډېم نه متاثر شوې غړو، کثير فريقي او دو فريقي ادارو، ماهرينو او د ډېم د صنعت سره تړلو خلقو ګډون کوو۔ د غټو ډېمونو په حقله د کميشن فېصله د عالمي بنک د فنډ نه جوړ شوي پنځوس غټو ډېمونو باندې د غير سرکاري ادارو د تنقيد په رڼا کښې شوې وه۔ د دې ډېمونو جائزه د ډېرو ستونزو او مشکلاتو سره مخ وه خو بيا هم دغه زړۀ ستړې عمل سر ته رسېدلے وۀ چونکې عالمي بنک د دې ډيمونو جوړولو پېسې ورکړې وې نو د دې په حقله د رپورټ نه د غټو ډېمونو د ډېرو خطرناکو نتائجو او نقصاناتو نکتې وېستلې شوي هم دي، بيا هم چې د کومو پنځوسو ډېمونو جائزه اخستل وو دغه ئې په درې قسمونو کښې تقسيم کړي دي يعني قابل قبول، ناقابل قبول او په بنيادي توګه قابل قبول۔ چې د کومو ډېمونو جائزه واخستلې شوه په دې کښې پنځۀ داسې ډېمونه خو بيخي قابل قبول نۀ وۀ په دې ډېمونو کښې منګلا ډېم هم يو ډېم وۀ چې په معاشي توګه يو ناکام ډېم دے۔ د غټو ډېمونو تکنيکي ستونزې ډېري دي د تربېلا ډېم په حقله او ائي ډي رپورټ وايي چې تربېلا ډېم د ټولو نه زيات د ستونزو ښکار دے، د دې نۀ يواځې چې تکنيکي ستونزې دي بلکې د اباد کارۍ مسئلې ئې لا زياتے دي۔ د واپډا د خپل رپورټ مطابق د تربېلا ډېم په تالاب کښې 120 کلي ډوب شوي دي او 96000 خلق بې دره او بې کوره شوي دي۔ هم دغه رنګه په هنګامي توګه مرمت او مستقله نګرانۍ باندې ډيره غټه خرچه هم کيږي۔ د عالمي بنک دپاره د تيار شوي د يو پټ رپورټ مطابق چې د دې منصوبې په حواله برطانوي کنسلټنټ فرم سر اليګزنډر ګپ او د هغه کمپنۍ د حادثو يو فهرست جوړ کړے دے چې د دې اغاز د 1972 نۀ کيږي دوي وايي چې په ډېم کښې لاندې څلور سورنګه مکمل تباه شوي وو۔ چې د دې نه د ډېم د شليدو غټه خطره وه په دې باندې ډېره غټه پېسه ولګېده او وئيلي چې تر اوسه د ډېم په داسې تکنيکي ستونزو 2 بلين روپۍ لګېدلي دي، د غټ ډېم نور تکنيکي ستونزې دا دي چې د ډېم عمارت زړېدل، د ډېم په مصنوعي تالاب کښې ډيره لهه او شګه جمع کېدل او د ډېم په خصمانه غټه پېسه لګېدل۔ د غټو ډېمونو په حواله د ټولو نه زيات کار په امريکا کښې شوے دے ـ

کالاباغ ډېم ته کۀ مونږ په بېن الاقوامي تناظر کښې ګورو نو دا سوال پېدا کيږي چې پاکستان ته به د دې ډېم دپاره 4 اربه ډالر د چرته نه راځي په داسې حالاتو کښې چې پاکستان انتهائي د مالي ستونزو سره مخ دے، کۀ چرې پاکستان دا دليل ورکوي چې د دې ډېم دپاره به د پرائيوېټ ادارو نه پېسې واخستې شي نو په دغه صورت کښې به په دې ډېم 7 اربه ډالر لګي چې دومره غټ رقم لګي نو دا څنګ ممکن ده چې واپډا به بجلي ارزانه ورکوي د دې دومره ډير لګښت نه پس دا ممکنه نۀ ده چې بجلي دې ارزانه وي ـ

واپډا دا دليل هم وايي چې د دې ډم دپاره د اوبو غټه ذخيره موجوده ده، دوي وايي چې د اباسين غټې اوبۀ په سمندر کښې ضائع کيږي خو د پاکستان يو ماهر قاضي عبدالمجيد نه علاوه د نورو ماهرينو رائے د دې نه مختلف دي کۀ چرې مونږ د سند طاس معاهدې په رڼا کښې کومه کښې چې په مشرقي سيندونو د هندوستان حق دے او د دوي دا حق دې د اوبو د معاهدې د لاندې د صوبو حق تسليم کړي شي او په سسټم کښې دې د اوبو د ضائعه کېدو تخمينه مخې ته کېښودلې شي کۀ چرې د کوټړي د لاندې لس اېم اے اېف اوبۀ خلاصې کړي چې د ساحلي سيمو دپاره ضروري دي نو بيا په پنځو کښې صرف يو کال کښي به په اباسين کښې دومره اوبۀ وي چې د کالاباغ ډېم تالاب به د خپل ګنجائش مطابق ډک وي چرې داسې خو نه ده چې د چشمې او جهلم لنک کنال نه د پنجاب او سند تر مينځه د معاهدې خلاف ورزي کيږي او اوبۀ استعمالولي شي نو د کالاباغ ډېم د جوړولو نه پس به په داسې حربو کالاباغ ډېم تالاب ډکولې شي کۀ چرې داسې وي نو دا قومي يو والي ته غټ نقصان وي۔ پاتې شوه خبره د بجلۍ نو کۀ دا ډېم د بجلۍ د جوړولو دپاره جوړيږي نو ګازي بروتها او تهرمل پلانټونه د بجلۍ د پېداوار مسئله حل کولې شي هم دغه رنګه د دې ډېم په وجه به د ابادکارۍ ستونزې پېدا کيږي په زرګونو خلق به بې کوره او بې دره کيږي ـ

هسې هم کالاباغ ډېم د ملک يوه ډېره متنازعه ډېم دے مونږ له پکار دي چې د دې منصوبې په ځاے د زراعتو د ودې دپاره د ابپاشۍ نظام ته توجو ورکړو نو دا به د ترقۍ پله ګړندے قدم وي۔ د يوې اندازې مطابق زمونږ د موجوده د اوبۀ خور نظام داسې دے چې 14 اېم اے اېف اوبۀ ضائع کيږي او 14 اېم اے ايف د کالاباغ ګنجائش هم دے کۀ چرې مونږ د اوبۀ خور نظام سم کړو او دغه اوبۀ مونږ پټو ته ورسوو نو په دې خرچه  د کالاباغ ډېم نه کمه کيږي۔ دا هم يوه انداز لګولې شوې ده چې 30 فيصده اوبۀ د اوبۀ خور نه وړاندې ضائع کيږي دغه رنګه زمونږ زرعي نظام د سيم او تهور ښکار دے نورې هم ډېرې ستونزې دي دغې پله توجو پکار ده زمونږ په د دې مسئلو په حل په اربونو روپۍ لګي، تر څومره پورې چې د بجلۍ د پېدا کولو تعلق دے نو مونږ سره ډېرې اوبۀ دي پکار ده چې په دغو اوبو مشينري ولګوو نو غټه بجلي به پيدا کړو” ـ[x]

د عمراصغر خان دليلونه هم د غټو ډېمونو په حق کښې نۀ دي بلکې د هغوي تجاويز هم دغه دي چې د کالاباغ ډېم نه علاوه په نورو منصوبو سوچ پکار دے او د هغوي دا خبره هم ډيره وزن لري چې په ملک کښې ډېرې غټې اوبۀ دي په دغه اوبو مشينري لګول پکار دي دا اشاره د سوات او شمالي سيمو اوبو پله ده کومو اوبو کښې چې د 50000 مېګاواټو بجلۍ پېدا کولو صلاحيت شته ـ

حوالې

[i]           چیمہ نصیر احمد پروفیسر ، یہ ہے دریائے سندھ، لاہور، اردو سائنس بورڈ، طبع اول 2004، صفحہ 160

[ii]          اکبر هوتى ، کالا باغ ډېم يوه مختصره جائزه ، مشموله دوه مياشتنۍ پاڅون ، جنورى فرورى کال 2006، مخ 42

[iii]          Shams-ul-Mulk Engineer, Daily DAWN, Islamabad, Published March 30, 2016

[iv]          Ghulam Hussain Chaudri, Daily DAWN, Islamabad, Published March 30, 2016

[v]           عبدالغفور انجینئر، خاموش تشدد ، اپنے ہی گھر میں،جلد اول ، پین گرافکس اسلام آباد، اکتوبر 1999، صفحہ 30 تا 32

[vi]          ایضاً، صفحہ 33 تا 35

[vii]         ډاکټر سيدعالم محسود ، پاکستان او پښتانهٴ، مشموله مياشتنۍ ليکوال پېښور، ګڼه اکتوبر 2003، صفحه 9

[viii]         پلیجو آیاز لطیف، کھلی کچہری ، ہینرچ بال فاؤنڈیشن ، لاہور، 2010، صفحہ 82

[ix]          The NATION, Islamabad, November 30th, 2012

[x]           عمر اصغر خان ، ریاست ، سماجی تبدیلی اور عوام ، پاکستان انسٹی ٹیوٹ آف لیبر ایجوکیشن کراچی، 2013، ص 189 تا191

نورې ليکنې۔۔۔