ایا نړیوال امن ممکن دی؟(دوېمه برخه)-امير ايسپزے

دا ليکنه شريکه کړئ

په تېر مضمون کښې ما دې مهمې نکتې اړخ ته اشاره کړې وه کۀ چرې هم د امریکې او د روس تر مینځ امنیتي تړون وشو نو دغه به د نړۍ تر ټولو لويه کمپني Black Rock ته لوے نقصان ورسوي او هغه داسې چې تر دې دمه دغه کمپنۍ په یوکراین کښې په سلګونو اربونه ډالرې لګولي دي، د یوکراین د موجوده حکومت سره د دوي معاهده ده او د هغې معاهدې د لارې به بلېک راک په یوکراین کښې انوسټمنټ کوي او یوکراین به په بدل کښې دوي ته خپلې زرغي او د قدرتي ذخایرو نه مالا مال سیمې ورکوي ۔ د یوکراین دغه د وسایلو ډکې سیمې 90% د روس د فوج د کنټرول لاندې دي ، نو د بلیک راک لپاره ضروري ده چې دوي د وسلو کمپنیو ته په سلګونو اربونو ډالرې ورکړي او دغه کمپنۍ دوي ته وسلې جوړې کړي او بیا دغه وسلې د یوکراین فوج ته سپلايي کړي او د یوکراین فوج په دغه وسلو د روس فوج ته ماتې ورکړي ، سوال دلته اوس دا پېدا کیږي چې ایا د یوکراین فوج دومره صلاحیتونه لري چې د روس فوج د دغې سیمې څخه وشړي؟ دا داسې سوال دی چې د دې په ځواب به یو فوجي دفاعي تجزیه کار پوهیږي خو ولې زه به دومره ووایم چې بلیک راک کمپنۍ به تر اخره کوشش کوي چې دغه سیمې ترلاسه کړي .

بلېک راک څۀ شے دے؟

تر ټولو مخکې زۀ د دې مجلې لوستونکو ته د بلېک راک لنډ تعارف کومه ۔ بلېک راک د امریکې د انوسټمنټ کمپني ده کومه چې په کال 1988 کښې په وجود کښې راغلې ده کار په امریکه کښې دننه او په بهر نړۍ کښې د نوو ودانو ، انفرانسټراکچر، د قدرتي وسایلو نه مالامال زمکې اخستل او په هغې کښې د انوسټمنټ دے .دا مهال بلیک راک د 12.5 ټریلینو ډالرو اثاثې لري چې د نړۍ د پنځوسو في صدو هېوادونو نه زیاتې دي  او د دې موجوده CEO لاري فنک (Larry Fink) نومیږي کوم چې د امریکې پېدا صیهوني دے ۔ د دوي د انوسټمنټ طریقه کار هم هغه دے لکه څه رنګه چې د اتلسمې پیړۍ په اخره او د نولسمې پیړۍ په پېل کښې د برطانیې د ایسټ انډیا کمپنۍ و د برطانیې بادشاهت د دوېمې نړیوالې جګړې نه پس پائې ته ورسېدلو او امریکې ته منتقل شو ۔ امریکې هم په هغه طرز نړۍ د ځان مختاجه او سیاسي طور مفلوج کړه او په دغه لړ کښې دوي له د دوي پرائیوټ کمپنو لوے رول ولوبولو ۔ د دوي دغه پرائیوټ کمپنۍ د دوي په سیاست او سیاست مدارانو خاوي دي او هم د دوي د مرضۍ فېصلې کوي . څنګه یې کوي ؟ زه تاسو ته دلته ددغې لنډ تفصیل درکول غواړم .

د دې کمپنو بیا په خاصه توګه د بلېک راک ټولې اثاثې د امریکې د بېنکونو سره تړاو لري دغسې د دوي بېنکونه په دغه ټریلینو ډالرو روان وي ، دوي ددغې بینکونو د لارې په نړۍ کښې انوسټمنټ کوي . د بېنکونو کار هم روان وي او د دوي هم ، بیا ددې کمپنو او بېنکونو کوشش وي چې د هېواد هغه سیاسي خلک پرموټ کړي او هغوي ته واک ورکړي کوم چې په کاروباري توګه د دغې لویو کمپنیو او بینکونو سره کاروباري تړون ساتي، کله چې د دغې سیاسي خلکو کاروباري مفاد د دوي سره وتړلي شي نو دوي چې کله هم په واک کښې راشي نو د دوي استعماري پالیسي د نورې نړۍ لپاره هغسې دوام کوي ، دوي چې کله په واک کښې وي او د نړۍ د نورو هېوادونو سره تجارتي تړونونه کوي نو د دوي سره په دغه تړونونو کښې دغه غټې کمپنۍ بیا په خاصه توګه بلېک راک او د امریکې بېنکونه هم شامل وي  او دغه ټول تړونونه هله عملي کېږي ترکومې پورې چې پکښې د دوي مفاد خوندي کړې شوي نه وي ۔

لکه مثلا امریکه دا مهال د نړۍ تر ټولو غټه د تېلو کمپنۍ کومه چې د سعودي عرب ملکیت دے او د کومې نامه چې ارامکو ده ۔ په دغې کښې د 11 بلینو ډالرو انوسټمنټ کوي او دغه انوسټمنټ دوي د بلېک راک په لاس کوي ، یعنې چرته چې د کوم یو هېواد سره د امریکې سفارتي اړیکې روغې او جوړې وي نو هغلته دوي پرامنه تجارتي معاهدې کوي خو ولې چرته چې وسایل وي او پرې د پاسه د امریکې مخالف رژیمونه ناست وي نو هغلته بیا ددغې لویو کمپنیو او د بینکونو کوشش دا وي چې سیاسې اړي ګړي پېدا کړي او هغه مخالف رژیمونه نسکور کړي او د هغې نه پس داسې ګوډاګي رژیم ته د هغې ملک واک اختیار وسپاري او د هغې د لاندې دغه کمپنۍ او ورسره د دوي سره تړلي شوي بېنکونه هغې وسایلو ته ورسیږي او په هغې کښې د دوي بینکونه د بلیک راک په لاس انوسټمنټ وکړي، هم په دې طریقې سره د بلېک راک په برخه د اربونو ډالرو وسایل راشي او ددغې وسایلو په مد کښې ګټلي شوي سلګونه اربه ډالره د امریکې لویو بینکونو ته لاړې شي .

د ښاغلي ډونلډ ټرمپ د الیکشن د کمپاین په وخت د بلیک راک ceo لاری فنک Larry Fink په ډاګه په یو کانفرنس کښې ووئیل کۀ د امریکې ولسمشر هرڅوک جوړېږي خو ولې کیږي به هغه څۀ چې مونږه غواړو، د Larry Fink دغه خبرې تاسو نن هم د امریکې په میډیا او په مختلفو اخبارونو کښې کتلې شئ او تر ټولو ښه تفصیل ئې په روئټر اخبار کښې نن هم موجود دی.

بلیک راک ، ورسره نورې امریکنې کمپنۍ بشمول د امریکې بېنکونه یواځې د یو بل سره په نړوال تجارتي او جنګي اسټېج تړلي شوي نه دي بلکې دوي د ځان سره د وسلو غټې کمپنئ هم تړلي، په لومړي اسټیج کښې چې چرته هم د جګړو اړتیا وي دوي ته نو دوي د بلینئر سیاست مدارانو په لاس د نړۍ مخالف هېوادونه د اقتصادي بندېزونو لاندې راولي او بیا د هغوي خلاف خو یا خپلې فوجي کاروایانې کوي او یا د مختلفو انجیو ګانو او تش په نامه د بشري حقونو د تنظیمونو په لاس ولسونه راپاروي یا د خانه جنګو په شکل کښې او د مظاهرو په شکل کښې ، چرته چې هم د جګړو ضرورت وي نو دوي لومړے په کانګرس بل پاس کړي ، کانګریس د هغې مخالف رژیمونو په مخالفت کښې د وسلو ارډر خپلو کمپنو ته ورکړي او د کمپنو پیسې هغې بېنکونو ته لاړې شي کوم بېنکونه چې د لومړي څخه د دوي سره شراکت دارۍ لري ۔ هم په دې طریقه د امریکې تجارتي سائیکل روان وي او دې عمل د نړۍ امن د خطراتو سره مخ کړي دا مهال د نړۍ تر ټولو خطرناکه موضوع د یوکراین او د منځني ختیځ ده او دغې دواړو خطرناکو جګړو ته د امریکې د وسلو کمپنۍ د بلېک راک او د لویو بېنکونو په مرسته وسلې جوړوي او هغې محاذونو ته ئې ورلیږي  او په داسې صورت کښې د نړۍ امن هیڅ امکان هم نۀ لري چې راشي او بني نوغ انسان  په امن ژوند وکړي ۔

نورې ليکنې۔۔۔