د پښتو ژبې او ادب په لړ کښې چې تر د دمه کوم تحريکونه د تاريخ په اوږدو کښې مونږ ته په نظر راځي خدائې خدمتګار تحريک پکښې پۀ ډېرو حوالو جګې سترګې ولاړ ښکاري خدائې خدمتګار تحريک د نوي دور او نوي ژوند د تقاضو مطابق د ژوند هر اړخيزه جائزه اخستي ده او د هغې نه پس ئې بيا ښۀ په سړو مزغو د اړتياؤ په رڼا کښې بندوبست او تګلارې غوره کړې دي خواوشاه په عموعي او خصوصي توګه د پښتون قام د همه ستونزو د حل لارې نۀ يواځي په نخښه کړي دي ورسره ئې عملي اقدامات هم ترسره کړې دي۔خدائې خدمتګار تحريک آغاز د شلمي پېړۍ په ورځو شپو کښې د فرنګي سامراج د مقبوضه برصغير کښې د افغان وطن د کوزي پښتونخوا د هشنغر نه کېږي د نړۍ سامراج د ازاد او فطري ژوند په مرۍ پښه اېښې وه د محدود ژوند کښې د تيارو په کوهې کښې د رڼا بڅرې ښکاره کول وو چې د هرچا د وس کار نۀ و۔په داسې کړکېچن حالاتو کښې فخرافغان باچاخان او د هغه ملګري رايو شو او ړومبے ئې انجمن اصلاح الافاغنه او بيا خدائې خدمتګار غورځنګ نۀ يواځي بنياد کېښودو بلکې د خدائې خدمتګارۍ متنوع کار ئې په عملي توګه مېدان کښې خوا خور کړو سماجي، سياسي، اصلاحي، ادبي، کلتوري، او فرهنګي غرض و د ژوند داسې يو اړخ نۀ و چې خدائې خدمتګار تحريک د هغي بن بنيا ونۀ کړۀ۔باچاخان د خپل ټول ژوند په تناظر کښې چې مونږ ګورو هغه د خدائې خدمتګارۍ په لړ کښې د قام خدمت په پورره ديانت دارۍ او ايماندارۍ سره په عملي توګه خپل کړے او خور کړے دے ظاهره خبره ده چې د هغه کور په صحرا هم دغه د خپل قام خدمت مرام و،د هغه بچې او د خاندان ډېره برخه د هغه سره ملۀ وو د باچاخان دغه اثر شعوري او لاشعوري توګه باندې د هغه په ځامنو او خاص کر ولي خان باندې هم ډېر په وړوکوالي شوے و۔هرکله چې ولې خان په کال 1917 کښې د باچاخان په کور کښې سترګې وغړولې نو هغه په کور او چم ګاونډ کښې د باچاخان په حقله د فکرمندۍ انګازې او ګنګوسې خورې وي۔ او چې کله چې سکول ته د تلو قابل کېدو نو تر هغې پورې به هم ددغه څراغ د هغه ذهن او نفسياتو ژور نقش پرېښي و نو کله چې د سکول ته د تللو قابل شو نو هم باچاخان د انجمن اصلاح الافاغنه د سېوري لاندې قامي سکول اسلاميه هائې سکول اتمانزو کښې زوکړې پېل کړې هم هغه قامي او ملي فکر اغېز پري د سکول د ماحول نه هم وشو د انجمن دې سکول هم په پښتنه ټولنه کښې د بدلون په لړ کښې ډېر لوئې کردار لوبولے دے چې چرته بل ځائے به پري خبره اوشي دلته زمونږ غرض د ولي خان په نفسياتو باندي د پېدائش نه واخله تر مرګ د خدائې خدمتګارۍ په اثر باندې دے۔خان عبدالولي خان د آزاد اسلاميه هائې سکول په غېږ کښې ډېر څه زده کړل او دنصابي سرګرميو سره سره د غېر نصابي سرګومو هم پوره چاپ پروت دے ولي خان هم په دغه ورځو کښې د سکول په سطح او هم د انجمن د سرګرمو په سطح ډېر په وړوکوالي کښې قامي او ملي سرګومو کښې برخه اخستل شروع کړل، عبدالااکبر خان اکبر، ئې په دغه ورځو کښې د باچاخان په غېر موجودګۍ کښې د هغه ناروا بندې کېدو په لړ کښې چې کومې جلسې جلوسونه کېدل او په هغې کښې د ولي خان موجودګۍ او متحرک کردار د قامي شعرونه په خوږ آواز کښې زمزمه کولو ګواهي ورکوي۔د انجمن اصلاح الافاغنه د سېوري لاندې چې به کومې سياسي، سماجي، کلتوري او ادبي غونډې کېدي نو هغې به به د ولي خان شموليت يقيني وو بيا خاص کر چي کومې کلېږې غونډې به کېدلي او په هغې کښې به د قامې بېدارۍ مشاعرې او ډرامې په سټېج ښودلے شوې ډېرو ډرامو په سټېج کولو کښې س عملي کردار ترسره کولو په لړ کښې د ولي خان نامه د اهميت وړ په دې وه چې په ډېرو حوالو کښې د ولي خان اداکارۍ هم ترسره کړې وه، د پښتو ړومبۍ ډرامه چې عبدالا اکبر خان اکبر ليکلي وه اصلي نوم ئې تربور و خو د درې يتيمان په نوم مشهوره شوه په دې قامي ډرامه کښې د يو يتيم کردار خان عبدالولي خان لوبولے و، د ولي خان د يتيم کردار دومره په فطري انداز کښې وړاندي کړے و چې د تماشبينو نه دوه کسه راپاڅېده هغه دا خيال و چې ګنې په رښتيا د يو يتيم سره د هغه په وړاندې داسې ظلم کېږي نو يو کس ټوپک په ظالم پسې راواخستو او بل يتيم له پېسې ورکړې دا واخله ژاړۀ مه!۔ دا رنګ د عبدالااکبر خان اکبر بله ډرامه “تهذيب جديد تعليم” سره سره د انجمن د سېوري لاندې نورو سټېج شوو ډرامو کښې هم کردار لوبولے دے، د وطن د قام او د خاورې مينه که يو طرف ته فطري عمل دےنو بل خوا د انجمن په ټول عملي مېداد کښې په نظر راځي ولي خان په سکول کښې دننه او د سکول نه بهر دباچاخان او هغه د ملګرو په شروع کړي تحريک چې بيا هغه په خدائې خدمتګارۍ بدلېږي خدائې خدمتګارۍ رنګ د باچاخان په سرشت کښې اغېږلے ښکاري په دې سبب مونږ وئيلے شو چې ولي خان دغه اثر د کور نه تر سکول پورې اخستے و، هم په دغه ماحول کښې تر 1931 پورې ولي خان د ازاد اسلاميه سکول اتمانزو په ټولو هلو ځلو کښې متحرکه کردار اولوبولو۔د انجمن نه چې کله قامي خوځښت د خدمت ګارۍ پړاؤ ته داخيلېدو هم په دغه وران پېرنګي سامراج د پښتون قام سره د تشدد رويه نوره هم تېزه کړۀ د قيصه خوانۍ د خونړۍ پېښې په ورځو کښې باچاخان يو ځل بيا د تورو تمبو شاته کړو د پېرنګې د ناروا ظلمونو يو وحشي داستان هم دغه ورځو کښې اتمانزو کلي کښې د انګريز ګوراګانو شپې شپې ټول کلے محاصره کړو چې سبا له پکښې خان عبدالولي خان دومره په بېدردۍ سره ووهل شو چې بې هوشه شو خو خدائے په خپل کرم د مرګ د خلې نه بچ کړو۔د خدائې خدمتګارۍ ددغه سلسلې کړۍ چې د ولي خان د سياسي ارتقا په طرف تله نو په کال 1938 کښې د هندوستان د سيمې لوئي سياسي د عدم تشدد او خدمتګارۍ مبارز ګاندې جي د پښتونخوا صوبې په دوره راغے خان عبدالولي خان ورسره ددغه دورې په محال په ټولو علاقو کښې وګرځېدو د هندوستان ددغه مبارز سياسي مشر د خلکو د خدمت جذبه نوره هم ګړندۍ کړۀ۔
په باقاعده توګه د خدائې خدمتګارۍ حلف پورته کول:
خان عبدالولي خان په باقاعده توګه د خدائې خدمتګارۍ حلف د چارسدې د سيمې د خدائې خدمتګار جرنېل زيارتي کاکا د کمان لاندې د خدائې خدمتګارۍ حلف په کال 1942 کښې پورته کړو، ټولې صوبې د وفدونو د مقرر کېدو په لړ کښې د سالار اعظم امين جان خان په هدايت د فدا محمد خان او د ماسټر عبدالاکريم په ملګرتيا د کوهاټ ضلعې په دوره ولېږلے شو چې يو خوا روژه وه او بل خوا د ګرمۍ سختي ورځې وي پياده کلي په کلي او کوڅه په کوڅه د خدائې خدمتګارۍ پېغام ئې ورسولو۔د مصبتونو او د تکليفونو دغه نۀ شلېدونکي سلسله د ټولو خدائې خدمتګارانو په شمول د ولي خان د ژوند برخه وګرځېدۀ د پاکستان د جوړېدو پورې دغه غورځي پرځي رواني چې په کال 1947 د جون په پيځلسمه ئې د ډيرو خدائې خدمتګارانو سره سره ئې ولي خان هم قيد کړو د قيد وبند په دغه پينځه شپږ کاله دوره کښې په درځنو جنازې د خدائې خدمتګارانو کورونو ته راغلي دي او د ظلم او ضبر اسمان د پېرنګې د وخت نه نور سور شو ولي خان کم و بېش شل کاله د خدائې خدمتګارۍ لپاره په زندان کښې تېرې کړې دي۔ هرحال د بابړې واقعه د ون يونټ، ايوب خان مارشلا د شېخ مجيب او د بهټو شخړه، پاکستان ماتېدل او تر حېدر آباد جېل کېدو پورې ولي خان هغه وسپنه وه چې په اور کښې ورځ تر بله د خدائې خدمتګارۍ په خاطر سرۀ کېدله او پخېدله د پاکستان د جوړېدو نه تر ماتېدو پورې د ولي خان په ژوند کښې ډېري تودې سړې راغلې دي چې په کتابونو کښې نۀ ځائيږې خو نۀ دلته دغه بحث نه راتېرېږم او يواځي د حېدرآباد د جېل د خوشې کېدو يوه واقعه بيانوم چې د ولي خان په حيث د خدائې خدمتګار او د عدم تشدد علمبردار اندازه تري ډېره په اسانه کېدے شي۔د سکهر حېدرآباد د جېل په دوران کښې چې د ولي خان سره د بلوچ سياسي مشران نواب خېر بخش مري، عطاالله مينګل، او غوث بخش بزنجو وغېره هم وو په دغه دوران کښې بلوچ غرۀ ته وختل او وسله واله مبارزه ئې پېل کړۀ د ولي خان د پارټۍ د دغه سردارانو سره س شريک مرام لپاره سياسي اتحاد و، باچاخان خو خپلو سياسي روزونکو ته د عدم تشدد د لارې د سياسي مبارزې او د خدائې خدمتګارۍ درس او پيغام ورکړے و، د ټول لېډر په شمول ولي خان په قېد کښې و، د بلوچ ټول مشران هم په جېل کښې ، ولي خان د ټولو سياسي قيديانو د رهايۍ پورې د بلوچ اتحاد سره متفق يا خاموش پاتې شو، خو د رهايۍ نه پس ئې ورته دا سپيناوے وکړو چې تاسو د سياسي اتحاد نېپ د مشورې نه بغېر د حکومت خلاف غرونو ته وختئ او وسله واله مبارز مو شروع کړۀ هم په دغه ورځ تاسو د نېپ منشور او د خدائې خدمتګارۍ نه بغاوت کړے و، هم په هغه ورځ زمونږ او ستاسو بېلتون راغلے و، خو زمونږ او ستاسو يوه بله رشته د باچاخان د وينا مطابق ده او هغه د رورولې ده نو د هغې په بنياد مونږ ستاسو سره تر دې دمه ناکام وکړو، ځکه چې په تاسو ډېره سخته وه او بله داچې تاسو په جېلونو کښې پراته وئ نو ماځکه په دغه دوران کښې ستاسو سره د رورولۍ رشته وپاللله او تاسو مې يواځې پرې نښودئ او سبا له به تاسو د رهايۍ اعلان وشي تاسو به رها شئ او ددې نه پس به زمونږ او ستاسو اتحاد ختم شي ځکه چې مونږ خدائې خدمتګار يو مونږ په عدم تشدد يقين لرو او تاسو په تشدد يقين لرئ مونږ دا دومره موده ملګرتيا د خپلو اصولو او منشور خلاف مو ستاسو سره په سخت وخت کښې ترسره کړو داده رورولۍ په خاطر ګنې تاسو خو لار بدله کړې وه۔ د ولي خان ددې موقف نه څرګند معلومېږي چې هغه د خدائې خدمتګارۍ سره څومره مخلص و او د عدم تشدد د لارې د سياسي مبارزې په لار ئې څومره يقين ساتلو د ولي خان د تشدد وسله خبره وه، مکالمه وه، دليل و، منطق و، غرض داچې ولي خان هرکله د تشدد مخالف و، خو لکه د خپل پلار ئې تر مرګه د ظالم خلاف د مزاحمت لار د دليل په رڼا کښې نۀ ده پرېښې، د خدائې خدمتګارۍ ساحه پراخه وه د پښتون قام هر اړخيزه احاطه ئې کوله لکه ادب، تاريخ، علم وهنر، صحافت، سياست، او داسې جېنډر په بنياد طبقې په بنياد امتياز او فرق ختمول و۔ ولي خان هم ددغه ټولو اړخونو احاطه په خپل قامي خدمت او مرام کښې نۀ يواځي شامله کړي وه بلکې د نوې دور د نوو تقاضو مطابق ئې په عملي مېدان کښې کارولي هم وه، پۀ ډرامو کښې کردار او په شاعرۍ کښې تنقيد سره سره ئې په خپله د تخليقي ادب په لړ کښې هم خپل کردار لوبولے دے، لکه مکتوب نګاري، تکل، رپورتاژ، مضمون نويسې ، اداريه نويسې، ديباچه نګارۍ او د سريزه نګارۍ په لړ کښې ئې هم خپل ونډه قام ته ايښې ده، د غني خان او د ځينو نورو شاعرانو اديبانو فن پارې ئې نۀ يواځې، د ورکېدو نه بچ کړې دي بلکې د هغې د چاپ بندوبست ئې هم کړے دے۔ د تاريخ او د شخصيت نګارۍ په لړ کښې ئې هم خدمات د چا نه پټ نۀ دي د “پښتون” رسالې او د “شهباز” اخبار په اداريت او سفارت کښې هم لوئې لاس لرلے دے۔ “د باچاخان او خدائې خدمتګارۍ” څلور ټوکه ئې هغه بنيادي د اجتماعي علومو په خوږو سرابه شاهکار کارنامه ده چې د پښتنې ژوند ژواک پوره ساختيات پکښې خوندې شوې او تفسير شوې دي۔ “رښتيا رښتيا دي” ئې سياسي سماجي تاريخ هغه بې باکه منظرنامه ده چې په پوره دليل سره ئې قامي مقدمه د جهان مخې ته ايښې ده” ملغرې” ئې د فولکلور په برخه کښې د ټپې هغه ارزښتناکه پنګه راجمع کړې ده چې هره ټپه ئې انتخاب غوره نمونه ده۔ غرض داچې په پښتو ژبه کښې د ليک د لارې ولې خان د خدائې خدمتګارۍ پوره پوره خدمت ترسره کړے دے پکار ده چې نوے نسل ئې د فکر نه هم ددې تحريرونو د لارې خبر شي د ولي خان د تحريرونو د لارې نۀ يواځي د خدائې خدمتګارۍ اهمه فريضه ترسره کړې دي،، بلکې د خدائې خدمتګارۍ ټول تاريخ ئې محفوظ کړے هم دے۔د ولي خان د خدائې خدمتګارۍ په کتابونو ليکل کېدے شي ولي د مقالي ضخامت مونږ له د نورو ليکلو اجازت نۀ راکوي په دې حکمت د نور بحث نه ځان ژغورو خو دومره به ووايو چې:
ستا د خائيست ګلونه ډېر دي
ځولۍ مې تنګه زۀ به کوم کوم ټولومه