د ګاندهي جي تقریر د باچاخان پۀ حقله – عبدالکریم بریالی

ممبۍ، 28 دسمبر 1931

‘لوے او قهرمان پټهان’

“A Great and Brave Pathan”

باچا خان زمونږ د وطن يو لوے دروند پښتون او سياسي قهرمان ؤ. شلمه صدۍ د هغوي جدوجهد او د پښتنو د وطن د ننګ د پاره يو غوړېدلے کتاب دے چې د لوے جابر پۀ مقابله کښې ئې يو لکهـ شل زره (120,000) خدائي خدمتګاران د عدم تشدد او خود دارۍ او سياسي واک ترلاسه کولو د پاره تيار کړى وو او هر خدائي خدمتګار د خود عملۍ او فکري کردار يوه نمونه وه. د دې ستر قهرمان د وفات دېرش کلونه تېر شوي دي او مونږه تراوسه پورې د هغوي د ژوند د ټولو زحمتونو، خواريو، جېلونو، جلسو او سياسي تقريرونو او د ملګرو هغه پوره احاطه نۀ ده کړې. پوهنتونونه او روزګار خو ورته د وخت او موقعې پۀ مناسبت ورته تيار کړے شوي دي لېکن د اصل ذمه واريو پور پۀ غاړه لري –

د باچاخان خپل کتاب ‘زما ژوند او جدوجهد’ باچاخان د عمر پۀ اخري کلونو کښې د پينځۀ مشرانو پۀ مرسته تيارکړے دے. ولې 92 کلونه د حافظې او در بدرۍ سره څومره کومک کولے شي؟ د دانشمندانو او سياست پوهانو دې کارته پاملرنه زښته زياته ضروري ده. دوهم د احمد کاکا لومړے ‘خدائي خدمتګار تحريک’ کتاب هم د هغوي تر ياداشتونو او ژوند ليک پورې محدوده دے. دغسې د نورو ليکوالو څېړنې جاج اخستلو ته محتاجه دي.

د ګاندهي جى تقریرونه تحرېرونه پۀ کال 1931ء کښې راغونډ شوي دي. دا ځکه د کانګرس مشر ؤ او د سياسي مشر پۀ توګه وخت فعال پاتې شوے ؤ. کله چې ګاندهي جي د راونډ ټېبل کانفرنس د پاره لندن ته تللے ؤ، د راتګ وروسته انګرېز ايمپېريليزم د وائس راے لارډ اېرون پۀ ذريعه د فرنټئير (سرحد، خېبر پښتونخوا) او بنګال د پاره ارډيننس قانون پاس کړے ؤ چې پۀ هره توګه عام اولس تر تشدد بندي کېدو لاندې راوستلي وو. دا وخت پۀ سرحد کښې باچاخان او د هغوي ټول خدائي خدمتګاران ترتهديد او ظلم لاندې راوستلي وو. باچاخان سره د ملګرو او بيخي زياتو خدائي خدمتګارانو سره جېلونو ته استولي شوي وو.

دا واقعات د 23 اپرېل 1930ء د پېښور د غېر انساني خونړۍ پېښې وروسته پېش شوي وو. کۀ څۀ هم سياسي جماعتونه ټولو پۀ دې احتجاج کښې برخه لرله خو د انګرېز د پاره عذاب سرخ پوش او د هغوي سرې جامې جوړې شوې وې. د باچا خان د نحقې د تاڼې سره د ګرفتار کولو وروسته چې د اے سي قلي خان چارسدې پۀ حکم شوے ؤ، بې لۀ څۀ وارنټه وړومبے ګرفتار کړے شوے ؤ او وارنټ اے سى وروسته ورلېږلے ؤ. د بد امنۍ، ظلم او سياسي وحشت يو بد ترين دور ؤ . پۀ دې حقله کانګرس د لارډاېرون سره مذاکرات هم کړي وو او د دوي تر منځ سياسي موافقه هم راغلې وه، خو لارډ وېلنګټن چې کوم ‘سرحد ارډيننس’ جاري کړے ؤ، د هغې پۀ خلاف ګاندهي جي د لندن کانفرنس د راتګ وروسته د ‘بمبۍ انډيا ليګ ويلفئيراېسوسي اېشن’ پۀ 28 دسمبر 1931 پۀ بمبۍ کښې ورته جلسه کړې وه او د تقرير دعوت او د خصوصي مېلمه پۀ توګه پۀ هوټل مېجسټک کښې ورته اهتمام شوے ؤ. ورځ د سوموار وه، ګاندهي جي د حکومت د افسرانو عدم تعاون باندې تنقيد کړے ؤ چې ارډيننسونه جاري کوي او ډېر ناوړه حکمونه جاري کوي. ګاندهي وئيلي وو چې زۀ د تعاون کولو د پاره مرم خو دوي غلطې چارې کوي.

د مهاتما جي تقرير پۀ دې ډول ؤ.

‘زما اراده دا وه چې نن ماښام زۀ تاسو د لندن د تګ دعوت قبولولو او هلته چې مې څه ولېدل هغه حال درته ووايم، لېکن زما د رارسېدلو سره زما هغه ټولې منصوبې پۀ داسې خبرو باندې خرابې کړې چې ما واورېدل چې دلته څۀ ډول حالات دي. زړۀ مې غواړي چې تاسو او د کانګرس سره خبرې پۀ ډېرو څېزونو وکړم چې زۀ پۀ يورپ او انګلېنډ کښې وم. دوي د هغه تصوير تور اړخ هم ولیدلو او سپين اړخ هم . ما داسې څېزونه وليدل چې زۀ د هر سببه هغه اميد افزا بولم. لېکن داسې هم وو چې هېڅ امید ځينې نۀ کېدلو. ما به ډېر پۀ خوشحالۍ هغه څۀ وئيلي وے چې ما پۀ يورپ او انګلېنډ کښې وکتل. مګر اوس چې کوم حالات زما پۀ مخ کښې دي، ما به تاسو د هغو واقعاتو چې زۀ ورسره مخ پۀ مخ يم او تاسو ورسره مخ پۀ مخ يئ، وئيلي وے چې مونږه ټول د خپل وطن د فلاح او ترقۍ د پاره پۀ مخ بيايو.

لېکن زۀ تاسو ته باور درکوم چې هر چرته زۀ لندن ته تللے وم يا يورپ کښې، پۀ ما باندې د مينې او همدردۍ هغه ټول احساسات راغونډ وو. ما محسوسه کړه چې د کېچلنګ (د وکټوريه دور لوے شاعراو ناول نګار) هغه وېنا غلطه ده چې وئيلي ئې وو ‘مشرق او مغرب هېڅ کله نۀ شي سره ملاوېدلے يا سره غاړه غړۍ شوي وے’. زۀ يوه لمحه هم حساسه تجربه پۀ دې درې مياشتې قيام کښې نۀ درک کوم چې مشرق مشرق دے او مغرب مغرب دے. د دې برعکس زۀ تر پخوا هم د دې قائله شوے يم چې انساني فطرت هم دغسې دے. دا هېڅ معامله نۀ ده چې هغه پۀ کومه اب هوا کښې پرورش شوې ده خو کۀ تاسو د خلقو سره پۀ اعتماد، مېنه او باور سره تړون وساتئ، پۀ تاسو باندې به د دوي لۀ خوا لس ګونه او زرګونه واره د همدردۍ سلوک پرانستلے شي.

  • راونډ ټېبل کانفرنس:

کۀ څۀ هم زۀ نۀ شم وئيلے چې ما د کانګرس د مطالباتو پۀ معامله کښې د ګول مېز کانفرنس نه څۀ ترلاسه کړي دي او زۀ خپل د لندن سفر هم بې فائدې نۀ ګڼم، د دې برعکس زۀ محسوسوم چې دا ښۀ کار شوے ؤ چې زۀ د دې وړ وګرځېدم چې د تجربو څخه تېر شوم چې وروسته ئې نور زما د سليقې طريقې د سمولو او د صلاحيت زياتولو د پاره کار امد شو چې زۀ ئې لۀ دېرشو کلونو نه پۀ کار اچوم چې هغه د اولس متعلق سوالونه وو. ليکن زۀ بايد د تقرېر دا برخه وتړم چې څۀ ډول تجربات وو، ولې چې د حقائقو د ترلاسه کولو پۀ ځاے د دې تجربې يو غږ پۀ انډيا کښې راپورته کېدلے شي. زۀ بيا خپل ځان مخ پۀ مخ د هغو ظالمانه او ناوړه حقائقو سره درېږم .

پۀ بل طرف د ګول مېز کانفرنس يا د وزيراعظم د اعلاميې پۀ حقله څۀ نۀ شم وئيلے چې دوي وړاندې کړي وو او پۀ مثبت ډول دي، هغه کانګرس مطمئن کړي. زۀ وئيلے شم چې دا يو ايماندارانه زيار د برطانوي وزيرانو ؤ چې دوي د هند پۀ حالاتو ځان خبر کړے ؤ. کۀ څۀ هم هغوي د هندوستانيانو نقطه نظر نۀ ؤ ستائيلے څۀ رنګه چې ما مطلب ترې نه واخستلو. د دې پۀ ځاے چې د اوسني حالاتو څخه څۀ د لاس ته راوړولو توقعات د وزيراعظم د اعلاميې نه چې د هند سیکرټري اٰف اسټېټ د تقریر ورسره حمايت کوونکے ؤ، ما مطلب ترې نه واخستلو چې پۀ هېڅ توګه داسې ماحول نۀ ؤ چې هند ته دې يوه محدوده ذمه واري هم ور پۀ برخه کړي. لکه څنګه چې د هند اسټېټ سیکرټري پۀ خپل تقرېرکښې کړے ؤ.

  • د هند سکرټري اٰف اسټېټ:

زۀ دلته د دې خبرې تصديق کوم چې د ټولو وزيرانو سره مې ملاقاتونه شوي دي. ما د هند سیکرټري اٰف اسټېټ داسې محسوس کړے دے چې يو ايماندار او پراخ زړۀ انګرېز پېرنګے دے. ما ته هېڅ مشکل د پوهېدولو نۀ ؤ چې د هغوي پۀ زړۀ کښې څۀ وو؟ او هره انټرويو او مجلس زۀ هغوي ته نور هم ورنزدې کولم او مونږه يو د بل ډېر ښۀ دوستان شوي وو لکه څنګه چې ما د نورو وزيرانوسره هم داسې کړي وو.

مګر زۀ چې دلته راغلم نو ما کلهم يو بېل ډول څېزونه تر لاسه کړل. دلته د فرنټئير مشکلات دي. ورسره څنګ پۀ څنګ د فرنټئېر صوبې د اعلاميې سره چې د نورو صوبو سره برابر به ښودلې کېږي.

تاسو ګورئ چې نن هغه صوبه د ارډيننس لاندې راغلې ده چې د هغې د برابرۍ صورت زۀ پۀ هېڅ حالت کښې نۀ وينم. کۀ تاسو دا پۀ غور نۀ وي لوستلي نو زۀ درته سفارش کوم چې وې لولئ. ما هم پۀ احتياط سره لوستلي نۀ دي. ما پۀ پريس کښې هغه مختصر رپورټ لوستلے دے چې راسره موجود ؤ لېکن زۀ خپل ځان ته نۀ شم وئيلے چې دا يو انساني ډول قانون دے، کۀ څۀ هم څوک ورته د قانون نوم ورکړي.

  • لوے قهرمان او بهادر پټهان:

دا قانون د ارډيننس پۀ هېڅ ډول دجان او مال تحفظ نۀ ورکوي. د دې ارډيننس بيخي ښکاره مقصد يواځې دا دے چې د هغه دلاوره پښتنو د فرنټئیر سياسي کارروائي، مقررات تر تهديد او بندېز لاندې راولي او خلق پۀ زور ترلاسه لاندې کړي.

زۀ خان عبدالغفار خان او د هغۀ حلقه د خدائي خدمتګارانو پېژنم مګر زۀ پۀ دې هېڅ ډول خبر نۀ يم چې داسې غلط کار دې سرخ پوشان هم دا خدائي خدمتګاران وکړي چې د هغۀ مطلب دے ‘د خداے پاک نوکران’.

زۀ د عبدالغفارخان پۀ لوے والي او درناوي خبر یم هغه يو بهادر پښتون دے. هغه د مخلص او ساده زړۀ مالک دے. ايمانداره، سپين زړے او د خدائي څخه د خوف پۀ لاره قدمونه ږدي. تر دې حده چې ځینې نوکران د سرکار شمال مغربي صوبې د هغۀ د ايماندارۍ او سوچه والي تصديق کوي.

او د هغۀ جرم څۀ دے؟ د هغۀ جرم دا دے چې هغه د هند او خپلې صوبې د پاره ازادي غواړي. د هغۀ جرم دا دے چې هغه دربار ته د انګرېز نۀ ؤ ورغلے چې اوس دوي مقرر کړي وو چې د صوبې د پاره د نوي حکومت جوړولو نوے صورت رامنځ ته کړي. د دې نه علاوه هغۀ نور هېڅ نۀ دي کړي او نۀ د هغوي پۀ زرګونو پېرويانو هېڅ قصور کړے دے.

ايا دا د دوي جرم ؤ چې هغوي سرې جامې اغوستې وې؟ او پۀ دې برڅېره موږه ته رپورټونه را رسېدلي دي چې هغوي د دې ارډيننس پۀ خلاف پۀ ګولۍ ويشتلے شوي دي. د سول نافرمانۍ بايد سزا ورکولې شي ولې چې د سول نافرمانۍ مفهوم د سول حقوقو نۀ منل دي. سول عدالت او قانون د نۀ منونکو تکليف ليدل او سزا ورکول دي. مګر ما يو ځاے نه داسې ليدلي او اورېدلي دي چې د قانون د نۀ منولو پۀ وجه دې سزا ورکولې شي. لۀ دې نه علاوه لۀ هغه تشدد څخه چې اولس د سول احکامو پۀ مخالفت کولو کښې دوي ته ګولۍ ورباندې ورولې شي. مونږه ته لۀ مخه د څوارلسو خلقو د وژلو رپورټ رارسېدلے دے چې کله فوځونو پۀ خدائي خدمتګارانو او سرخ پوشانو او ننداره کوونکو باندې پۀ خلاص مټ ګولۍ چلولې دي. د دې پۀ نتيجه کښې به د مرګ او ژوبلې زيات تاوان رسېدلے وي. نور هم شايد پۀ مخ باندې ورپسې وي.

دا يقيناً چې د ډېر تجاوز او نا خوښۍ نخښه ده چې د فرنټئير صوبه د خود مختاره جوړولو پۀ وخت د حال بدلولو کارروائي ده. دا ډېره بده نخښه ده چې د هغه ځاے تر ټولو زيات بهادره خلق دې جلاوطن کړے شي او دا وخت ډېر وژل شوي دي ولې چې دوي خپل ځانونه پۀ دې بهادر ثابت کړي دي چې د دې ارډيننس مخالفت وکړي چې هغه قانون يواځې مارشل لاء راوستلو د پاره وي.’

ګاندهي جي د پولې او نورو صوبو پۀ حقله هم خبرې کړې وې چې جواهرلال نهرو او شرواني ګرفتاره شوي وو او د ميونسپل لۀ حدودو نه بهر خلق ويستلي وو او د ورکنګ کمېټۍ اجلاس رابللو تابيا ئې کړې وه . ورسره ئې دا ارډيننس پۀ نورو صوبوکښې هم غندلے ؤ. ګاندهي جي د وېلنګټن لارډ هغه ديارلس ارډيننسونه رد کړي وو چې هغه هم د فرنټئيرارډيننس غوندې وو او د انګلېنډ عمومي خلقو هم غندلي وو. د دې وروسته د مهاتماجى او د وائسراے تر منځ ټيلي ګرام او د هغۀ جواب الجواب لېږلے شوي وو چې تفصيل به پۀ بله مرحله کښې راشي .

دا منظر د کال 23 اپريل 1930ء دقيصه خوانۍ د خونړۍ پېښې چې د لارډاېرون سره مذاکرات او ګول مېز کانفرنس شوے ؤ، خو پېرنګي د فرنټئیر ارډيننس پۀ نامه د سرخ پوشو د زور ماتولو د پاره کړے ؤ. لۀ دې لس کاله وړاندې د جليانواله د پېښې د 1919 کال سره د مونټاګو چېمسفورډ اېکټ نافذه کړے ؤ چې باچاخان ته پۀ کښې د درېو کالو سزا ورکول شوې وه. د نېشنلزم د ماتولو د پاره ورسره سخت قانون نافذ شوے ؤ چې مطمع نظر ئې يواځې سرخ پوشان وو خو پۀ دې وخت خدائي خدمتګاران دومره زور وو چې د جېل او وهلو ډبولو نه نۀ وېرېدل. د باچاخان پۀ ژوند ليک او د احمد کاکا پۀ ژوند نامه کښې د هغوي د جذبې او اولسي پاڅون عجيبه ننداره وړاندې کوي . سړے دې جذبې او عزم ته پۀ حېرت کښې ولوېږي چې کله پوليس د کلي محاصره وکړي او د خلقو نه تپوس کوي چې نوم دې سرخ پوش دے!!! پۀ دالان کښې يو خدائي خدمتګار منډه کړې وه او سرخ رنګ ئې پۀ اوبوکښې لړلے ؤ او ملګرو ته ئې ور پۀ غاړه کولو چې هم دا دي سرخوپوش او خپله به هم تيار وو چې پوليس خالي لاس لاړ نۀ شي .

ماخذونه:

زما ژوند او جدوجهد، باچاخان

Speeches and Writing of Mahatma Gandhi, Fourth Edition, Pages 906-909, GrA. ‘NATESAN &CO, Madras, April 1933

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …