مهردل خان هوتي د تحريکِ ازادۍ يو خاموش خو کلک سنګر–اکبر هوتي اېډوکيټ

دا ليکنه شريکه کړئ

د پښتنو د سياسي، قومي او تحريکي تاريخ پاڼې د داسې کردارونو نه ډکې دي چې نومونه ئې ډېر عام نه دي، خو کردار ئې د تحريک د ستنو حيثيت لري۔ مهردل خان هوتي هم د همدغسې خاموشو، صابرانو او وفادارو خدائي خدمتګارو نه يو وۀ، چې ټول ژوند ئې د ازادۍ، عدم تشدد او قومي وقار په لاره کښې تېر کړے دے، او د ژوند تر اخري سلګيو د قامي تحريک د سنګر يو اهم غړے پاتے وۀ۔ مهردل خان هوتي په کال 1916 کښې د مردان د هوتي په يوه عزتمنده، سياسي شعور لرونکې کورنۍ کښې وزېږېد۔ د هغه کورنۍ نه يواځې قبائيلي وقار لرلو، بلکې د وطن دوستۍ او قومي احساس روايت هم ورسره تړلی وو۔ مهردل خان د خان امير محمد خان (خان لالا) نزدې رشته دار وۀ، چې دا رشته يواځې د وينې نه، بلکې د فکر، نظريې او تحريکي وفادارۍ وه۔ دواړو په يوه فکري مورچه کښې د باچا خان د عدم تشدد فلسفې ته اوږه ورکړې وه۔ مهردل خان هوتي د باچا خان کلک نظرياتي ملګرے وۀ۔ هغه د خدائي خدمتګار تحريک په تنظيمي دورو کښې په فعاله توګه برخه اخستې وه، او همدا وجه ده چې د باچا خان په ليکلي کتاب کښې د مهردل خان ذکر د يو فعال او بااعتماده ملګري په توګه راغلے دے۔ هغه د تحريک د هر مشکل وخت ملګرے پاتې شوے دے، که هغه د جلسو تنظيم وۀ، که د خلقو سياسي تربيت او که د ظلم په مقابله کښې خاموشه استقامت وۀ ۔ د انګرېز راج او بيا د پاکستان د جوړېدو نه پس د سياسي جبر په دورونو کښې مهردل خان هوتي هم د جيل د تورو تمبو شاته لېږل شوے دے۔ هغه په مختلفو وختونو کښې بندي پاتې شوے دے، سخت جسماني او نفسياتي اذيتونه ئې زغملي، خو نه ئې ژبه وګرځوله، نه ئې لاره بدله کړه۔ د عدم تشدد دا سپېځلے سپاهي د تشدد، انتقام او مفاد سياست نه همېشه لرې پاتې شو۔ په کال 1971 کښې مهردل خان هوتي د نېشنل عوامي پارټۍ په ټکټ د مردان نه د قامي اسمبلۍ اليکشن کښې برخه واخيسته۔ دا انتخاباتي مقابله د هغه د سياسي بصيرت او عوامي مقبوليت څرګندونه وه، خو د ټګۍ او درغلۍ د الزامونو له کبله هغه دا اليکشن په لږ فرق سره وبايللو۔ که څه هم د هغه سياسي سفر پارليمان ته ونه رسېدو، خو د هغه وقار، کردار او اصولي سياست د ولس په زړونو کښې ځای ونيو۔ مهردل خان هوتي تر خپل اخر ساه پورې د خدمتګار تحريک او قومي سياست سره وفادار پاتې شو۔ هغه سياست د اقتدار لپاره نه، بلکې د خدمت، شعور او قوم لپاره کاوه۔ په 31 مئي 1978 کښې دا لوے خدائي خدمتګار د دې فاني نړۍ نه رخصت شو، خو خپل فکري ميراث ئې ژوندی پرېښود۔ د مهردل خان هوتي په اولاد کښې يو ځوی او څلور لوڼې شاملې دي۔ د هغه ځوی سرير خان هم د خپل پلار په نقش قدم روان پاتې شو او تر مرګه د عوامي نېشنل پارټۍ سره تړلے وۀ۔ هغه په کال 1993 کښې د اين اے – 6 مردان نه اليکشن کښې برخه واخيسته، خو کاميابي ئې ترلاسه نه کړه۔ سره د دې، هغه د اصولي سياست نه شا ته نه شو۔ د مهردل خان په لوڼو کښې شاهده وحيد خان هوتي د ځانګړې يادونې وړ ده، چې دوه وارې د صوبائي اسمبلۍ غړې منتخب شوې ده۔ هغه دا وخت هم د ايم پي اے په حيثيت او د پارټۍ د يوې کلکې، فعاله غړې په توګه د ښځو ترمنځ د خدائي خدمتګار او قومي مفکورې استازيتوب کوي، او دا څرګندوي چې د مهردل خان فکري تسلسل لا هم ژوندے دے ۔ په مجموعي توګه، مهردل خان هوتي د تحريک ازادۍ د هغو مبارزينو نه يو وۀ، چې نومونه ئې کېدې شي د تاريخ په شور کښې پټ پاتې شوي وي، خو کردار ئې د تاريخ د ضمير برخه ده۔ هغه د عدم تشدد، قربانۍ، وفادارۍ او قومي شعور يو روښانه مثال وۀ، او د خدائي خدمتګار تحريک دا روايت به تر هغه وخته ژوندے وي، تر څو چې د مهردل خان په شان کردارونه يادېږي ۔ مهردل خان پۀ يو وخت کښې د خدائي خدمتګار کوکو يعنې پيردوست خان بابا او غني خان سره هم پاتې شوے دے ۔  د اووۀ ګلونه نومې د غني خان پۀ نظم کښې دا ښاغلے هم ياد شوے دے ۔ دلته د غني خان پۀ ژبه مېردل خان داسې ياد شوے دے ۔

 

نورې ليکنې۔۔۔