الف جان خټکه د کوهاټ ضلعې په احمدي بانډه نومې کلي کښې د غني شاه کره په کال ( 1926) کښې د روژې په شپږمه ورځ پيدا شوه ـ تر اتم جماعته د باقاعده تعليم نه پس په کور شوه د پښتو انرز امتحان ئې پرائيوېټ پاس کړو او روستو ئې بېا ايم – اے هم وکړه ـ د ورور په بدل د “ټيري “کلي په ظفر نومې يو زلمي وادۀ شوه خو وادۀ دا تړون ئې کامياب نۀ شو او د څو کلونو د ازواجي ژوند نه پس الف جانه خټکه په کور شوه او په دغه دوران کښې د جينکو په يو سکول کښې د معلمې پۀ حېثيت ملازمت اختيار کړو۔ الف جانه خټکه اول د خپل کلي د جينکو په سکول کښې استازه شوه او بيا ئې په مختلفو سکولونو کښې استاذي کړې ده ۔د دې نه روستو بيا په محکمه تعليم کښې A۔D ۔O شوه او هم په دې عهده ريټائرډ شوه ـ الف جان خټکه شاعره هم وه او نثرنګاره هم الف جانه د تحريک ازادۍ په ليکوالو کښې يو ښۀ مقام لري او ډېره ښۀ انقلابي او اصلاحي شاعري ئې کړي ده ـ الف جان خټکې په ” پښتون رساله ” کښې هم ډېره ليکونه کړي دي او د ډېر وخته پوري به ئې تنقيدي ليکونه هم کول ـ چې دغه ليکونه به باچا خان ته لېږل او هغه به کتل او ډېر داد به ئې ورکولو ـ چې په پښتو زنانو کښې هم طاقت شته چې داسې ليکل کولې شي ـ الف جانه خټکه د خدائي خدمتګار تحريک نظرياتي ملګرې وه او دا د پاکستان د قيام نه وړاندې د ازادۍ په لار د غلامۍ په تېرو کښې لکه د شمعې بلېده ـ
خط – ګل محمد بېتاب
محترم چېف ايډيټر صاحب! سلامونه. پس د سلام نه عرض دا دے چې د نوموړي ليکوال او اديب کاکاجي صنوبر حسېن مومند “د خوبانو خطونه”