سيده بشريٰ بېګم يوه زړه وره مبارزه مېرمن—سيما بي بي

دا ليکنه شريکه کړئ

ښځې د ټولنې هغه نيمه برخه ده چې د نارينوو سره اوږه په اوږه د ژوند پۀ هر مېدان کښې کار کولې شي-د تاريخ پاڼې داښکاره کوي چې ښځو هم د خپل وطن، قوم او ټولنې د پاره ډېر خدمتونه کړي دي خو له بدمرغه د دوئي نومونه ډېر لږ يادېږي  ۔سيده بشريٰ بېګم د هغه زړه وره او تعليم يا فته مېرمنو د ډلې نه وه- چې د خپل قوم او ښځو د تعليم د پاره ئې مبارزه کړې ده هغې د خدائي خدمتګار تحريک سره تعلق لرلو او هم د دغي لارې ئې د ښځو تعليم او حقونو د پاره غږ يورته کړو هغه په داسې وخت کښې مېدان ته راوتې وه په کوم وخت کښې چې د ښځو دپاره د کور نه بهر وتل ستونزه من وو۔ سيده بشريٰ بېګم دنوښار تحصيل په مشهور زيارت نومي کلي کښې په کال ۱۹۲۲ء کښې د پښتو د سپېځلي شاعر حکيم ميا ازاد ګل کاکا خېل کره پيدا شوې ده ۔په دغه زما نه کښې په دې ملک باندي د انګرېزانو حکومت و او غلامۍ په دي دور کښې د زنانوؤ لا څۀ کوې چې د نارينوؤ هم د تعليم څه انتظام نۀ وه ۔ دا ځکه چې انګرېزانو کله هم دا نۀ غوښتل چې ددي ملک وګړي دې د تعليم په کالو ښائيسته شي ولې دا د سيده بشريٰ بېګم خوش قسمتي وه چې دوي ته په کور کښې يو داسې ماحول ملاؤ شو چې دا د تعليم د محرومۍ د احساس نه محفوظه پاتې شوه ۔ د سيده بشريٰ بېګم د خدائي خدمتګار تحريک سره ډېر عقيدت او مينه وه دا به د اووه کالو په عمر کښې د خپل نيکه سره د سرخ پوش خلقو جلسو له تله او هم به دې کوم عمر کښې ئې د ملک او قام سره مينه او فېرنګيانو نه نفرت پېداشو او بيا د اتۀ کالو په عمر کښې په ستر شوه ۔ دغسې په کور کښې ئې د پلار او نورو خلقو نه ئې د عربۍ، فارس،او اردو ژپې ذده کړې  حاصلې کړې ۔د دوي کورنۍ د ډېر وخت نه علمي کورنۍ وه دې د خپل پلار نه د قران مجيد ترجمه او د نور کتابونه لوستي وو او د اووه کالو په عمر کښې ئې په ناظره قران مجيد وئيلے و ۔ سيده بشريٰ بېګم بغېر د څه د سندي ډګرۍ نه دومره علم حاصل کړے وه چې بيا يې ليک لوست خپل کوۀ ۔ سيده بشريٰ بېګم په ۱۹۳۵ء کښې د دولسو کالو په عمر کښې وړومبے مضمون د شريعت بل په نوم وليکلو او په ازاد پښتون رساله کښې چاپ شو ۔ په ۱۸۳۷ء کښې ئې د پښتنو جينکو په بې وسۍ باندې يوه افسانه ‘د نامراده جهان ارا’ په نوم باندې وليکله او دغه افسانه په افغان اخبار کښې چاپ شوه او خوره شوه دغه افغان اخبار به د بمبۍ نه شائع کيدو او بيا څه وخت پس سيده بشريٰ بېګم د دغي اخبار اعزازې مديره شوه ۔ په ۱۹۴۱ء کښې ئې باقاعدګۍ سره بانګ حرم اخبار او خويندو پاڼي ته په هره هفته کښې ليکونه لېږل او هغه به شايع کېدل ۔ په ۱۹۵۰ء کښې يې د شاعرۍ وړومبۍ مجموعه د زيري په نوم چاپ شوه خو په دې کتاب ئې د پښتنې معاشرې له وجي صحيح نوم نه و ليکلے خو صرف س ب ب ئې لکلے وۀ دغه کتاب چې په دويم ځل چاپ شو نو بيا ئي پرې نوم وليکلو ۔ سيده بشريٰ بيګم ته خپلو نظمونو او غزلو کښې د قومي جز بې او د انساني اخوت محبت ښېګړو مذهب او خصوصاً د زنانوو د تعليمي او اخلاقي اصلاح په حقله يو موثر انداز کښې ډېر څه وئيلي دي ۔د سيده بشريٰ بېګم ټوله شاعري د انسانيت او همدردۍ د سبق نه ډکه پرته وه په شعر ئې هررنګ مضامين موجود دي ۔

نورې ليکنې۔۔۔