تمهيد :
پاپولیزم (Populism) په معاصر پېر (پيريډ) کښې د سیاسي علومو یو له ټولو نه زیات جنجالي او مروج تصور يا پديده/مظهر دے۔ دا ځکه چې پاپولزم د یو جدي، نظام او پرېکنده فلسفي مکتبِ فکر (لکه د مارکسزم یا کلاسیک لبرلیزم) په توګه د کار کولو په ځاے، په اصل کښې د سیاسي تګلارې (Strategy) او سیاسي ارواپوهنې (Psychology) نوم دے۔ په سیاسي ډګر کښې دا پوښتنه تل د بحث وړ پاتې شوې ده چې یو داسې طرزِ فکر، کوم چې هیڅ کوم کلک ساینسي یا علمي اساس (Backbone) نه لري، څنګه په دومره لویه کچه په پرمختللو او مخ په وړاندې روانو هېوادونو کښې هم د واک په ګدۍ ناست دے او حکومت کوي؟ د دې بل ښکاره مثال د پاکستان د اوسني سیاسي تاریخ نه هم په روښانه توګه اخیستے کېدی شي ۔
پېژنګلو:
په علمي کچه، نامتو سیاسي ساینس پوه کاس موډي (Cas Mudde) پاپولیزم ته د «کم وزنه/سپک یا نري مرکز لرونکي ایډیالوژۍ» (Thin-centered Ideology) نوم ورکوي۔ د «درنو» یا ژورو ایډیالوژیو برعکس (کومې چې په اقتصاد، ټولنیز جوړښت او مابعدالطبیعیاتو کښې پراخې او جامع نظريې لري)، پاپولیزم یوازې یو سرسري اوپره او محض ظاهري اخلاقي چوکاټ رامینځته کوي۔ دا ټولنه په دوو متضاد صفاتو لرونکو ډلو ویشي:
1:۔ “پاک او نېک خلق” (The Pure People): هغه اولس چې په فطري توګه ښه، زحمت کشه او د بې وفایۍ ښکار شوے دے ۔
2: “فاسده/بدکاره اشرافیه” (The Corrupt Elite): هغه واکمنه طبقه چې یوازې د خپلو ګټو لپاره کار کوي، له عام اولسه لرې او بدل ژوند تېروي۔ د ساینس او مروجه منلې فلسفې بنیاد په تجربوي شواهدو، د همغې رشتې د پوهانو په کتنه او په منظمو اداري منطقونو ولاړ وي، او په مقابل کښې یې د پاپولیزم اساس په خامو احساساتو، ژوندیو ګیلو، شکایتونو، ظاهري اخلاص او عام فهمه ولسي عقل (Common Sense) تکیه کوي ۔ دا د ولسي ادراک هغه اوپره سرسري او ظاهري بڼه وي چې بل د ژورې بڼې نمائنده تعامل ئې په اسانه لوبولې شي۔ پاپولیزم اداري پوهه، د ټیکنوکرېټانو مهارت او پېچلي قانوني یا اقتصادي چوکاټونه ردوي۔ دا لید لورے دغه علمي او ساینسي بنسټونو ته د عیني حقایقو په توګه نه ګوري، بلکې دا د اشرافیې داسې اوزار ګڼي چې د هغې په واسطه عام خلق په ابهام کښې ساتي، د هغوي ذهنونه اړوي او په خپله ولقه کښې یې ساتي۔ پاپولسټي چوکاټ کښې حقیقت د اکېډمیک یا ساینسي هڅو له لارې نه موندل کېږي؛ بلکې دا د ډله ایزې ظاهري تجربې له لارې په وجداني توګه احساس کېږي۔ کۀ یو سیاست په سرسري او اوپره اخلاقي توګه اولس ته سم ښکاري نو دا د ماہرینو د ډېټا لرونکو/سياق سباق او تاريخي درک خبرداریو په پرتله برتر او سم ګڼل کېږي۔ دا اوس د حقيقت د انحصار او انحصارګرۍ د وړاندېز/پېشکش هغه مرحله وي چې عمومي اولسي درک پرې غلولې کيږي۔ یو شمېر نوموړي سیاسي نظریه کارانو د پاپولیزم د کار کولو په علتونو او طریقه باندې رڼا اچولې ده۔ دوی عموماً په دوو برخو کښې وېشل شوي دي۔ هغه څوک چې پاپولیزم د نظم لپاره یو ګواښ ګڼي، او هغه څوک چې ورته د یو فطري ډیموکرېټک تحرک په سترګه ګوري۔ جان ورنر مولر (Jan-Werner Müller) پاپولیزم د کثرت رایې (Pluralism) په ضد ګرځوي۔ مولر استدلال کوي چې د پاپولیزم بنيادي ځانګړنه اخلاقي انحصارګري (Moral Monopoly) ده۔ پاپولسټان یوازې دا نه وایي چې “مونږ کوم ښه/غوره اقتصادي پلان لرو” بلکې دوي په ډاګه وایي چې “یوازې مونږ، او صرف مونږ د اصلي اولس استازیتوب/نمائندګي کوو” هر هغه څوک چې د دوي مخالفت کوي، هغه یوازې د بدل نظر لرونکے سیاسي سیال نه دے، بلکې هغه د ریاست دښمن یا د ملت غدار دے۔
ارنېسټو لاکلاو په خپل تاریخي اثر On Populist Reason (د پاپولسټي عقل په اړه) کښې دا بحث کړے دے چې پاپولیزم په اصل کښې د (Radical Democracy) لپاره یو روغ او اړین مېکانېزم دے۔ هغه په دې اند دے چې ټولنه د بې شمیره بې جوابه او جدا جدا غوښتنو نه ډکه وي (لکه د پاکو اوبو نيشتوالې، ګراني، بې روزګاري، جبر استبداد او په عدلیه کښې فساد وغېره) نو یو پاپولسټ مشر راځي يا راوستولې کيږي او هغه دا ټولې جدا جدا ګيلې مانې او غوښتنې د یوې لوړې او جامع بیانیې لاندې یو رايوځاې کوي۔ دغه مشر د “مونږ او د هغوي” ترمنځ یوه پوله جوړوي۔ د توپير خودساخته او ريښتوني عناصر سره ګډوډوي۔ د لاکلاو په نظر پاپولیزم په حقیقت کښې همغه بهیر دے چې په واسطه یې یو بې واکه اولس ځان ته یو ډله ایز فوق پیژندګلوي ( Hyper Identity) جوړوي۔
کۀ څۀ هم پاپولیزم په شلمه پېړۍ کښې د یوې منظمې رويئې/پديدې په توګه وپېژندل شو خو د دغه اصطلاح عملي او سیاسي پېل په 1890ز کال کښې په متحده ایالاتو (امریکې) کښې دپیپلز پارټۍ (People’s Party) یا پاپولسټانو د تحریک څخه شوے و۔ د پاپولیزم د پديدې ارتقا، د څۀ رسمي پړاوونو يو تاریخي تسلسل کښې داسې رالنډولې شو چې د دې اولنې پړاو (په کال 1967 کښې د لندن کانفرنس) په نړیواله کچه لومړنۍ منظمه رسمي هڅه وه چې د پاپولیزم مفهوم له علمي اړخه تعریف کړي۔ دویم پړاو (په کال 1969 کښې د ایونیسکو او ګېلنر اثر) د دوي په ګډه سریزه او کتاب “Populism: Its Meanings and National Characteristics” چاپ شو، پاپولیزم د لومړي ځل لپاره د یو داسې متحرک او تکرارېدونکي غبرګون په توګه وپېژندل شو چې د ټولنې د چټک عصري کولو او صنعتي کولو په غبرګون کښې راپورته کېږي۔ دریم پړاو (په کال 2005 کښې د ارنېسټو لاکلاو اثر) د هغوي د مشهور کتاب “On Populist Reason” په خپرېدو سره، پاپولیزم په سیاسي علومو کښې جامع جوړښتي چوکاټ ترلاسه کړو چرته چې دا د ډیموکرېټک تحرک د یوې اړینې وسیلې په توګه هم ومنل شو۔ دغه تاریخي لړۍ په روښانه توګه ښایي چې څنګه دغه مفهوم په شلمه پېړۍ کښې د یو عادي سیاسي غبرګون څخه راتېر شو او نن ئې بېلابېلې څانګې هم وزېږولې چې دلته ئې يو اجمالي لنډيز او د پاکستاني رياست او سياست سره اړيکې، اغېز او ارتباط ثبت کوم ۔
1: ګس اړخے (Left-Wing) او ښي اړخے (Right-Wing) پاپولیزم:
څنګه چې پاپولیزم په خپله یو کم وزنه ایډیالوژي ده، نو دا د خپل ځان چلولو لپاره د نورو سیاسي نظریو تکیه اخلي۔ د کیڼ او ښي اړخي پاپولیزم ترمنځ بنيادي توپیر دا دے چې مشر “اولس” څنګه تعریفوي او “دښمن” څوک ګڼي؟ ګس اړخے پاپولیزم (ټول شموله/Inclusionary) وي۔ دا ډول پاپولیزم په بشپړه توګه په اقتصادي او ټولنیز حالت څرخي۔ دا “اولس” د غریبو، د کارګرې طبقې او د مظلومانو په توګه تعریفوي۔ بلخوا “اشرافیه” بیا د هیواد سرمایه داران، ملټي نېشنل (نړیوالې) کمپنۍ او د IMF په څېر مالي ادارې ګڼي۔ دا ټول شموله داسې وي چې د دوي لپاره ستاسو نسل، ژبه یا مذهب اهمیت نه لري، تر څو چې تاسو د دغه نظام لخوا په اقتصادي توګه لوټل کېږئ، تاسو د اولس برخه يئ۔
ښي اړخے پاپولیزم عموماً (اخراجي/Exclusionary) وي او دا په هویت تکیه کوي۔ دا ټولنه نه یوازې په عمودي توګه (اولس د اشرافیې په ضد) ویشي، بلکې په افقي توګه یې هم ویشي۔ دا اخراجي وي (یعنې نور د ځانه وباسي)۔ په دې کښې اشرافیه یوازې د پېسو د لاسه نه، بلکې په دې سوب بد ګڼلے کېږي چې دوي د خپل ملک د خلقو په ځاے د بهرنیانو یا د پردیو هیوادونو د ګټو ننګه کوي۔
2: د پاپولیزم څۀ نورې رامینځته شوې بڼې (Sub-Types)
د سیاسي علومو پوهانو د دغه يادو شويو بڼو نه علاوه د پاپولیزم څۀ نورې مروجې بڼې هم په ګوته کړې دي۔
الف۔ مذهبي پاپولیزم (Religious Populism) يو داسې طرزِ فکر چرته چې “نېک او پاک اولس” د هغوي د سپېځلي مذهب په رڼا کښې تعریف کېږي او “فاسده/بدکاره اشرافیه” د بې دينه، لبرل او د خداے د حکمونو څخه د سرغړونکو غدارانو په توګه ښودل کېږي۔ بیا دغه سیاسي جګړه د حق او باطل په یو مابعدالطبیعاتي معرکې هم بدله کړے شي۔
ب۔ کلتوري / تمدني پاپولیزم (Cultural Populism) په دې کښې اولس د ځائي او غېرځائي، اصلي جدي پشتي او کم اصله، بې اصله يا بدل نسله په توپير وېشلې کيږي۔ خطره د بهرني کلتور، بل يا غېر د یرغل په توګه ښودل کېږي چې اشرافیه ورته لاره هواروي۔
ج۔ تعزیراتي پاپولیزم (Penal Populism) دا هغه وخت رامینځته کېږي کله چې سیاستدان د جرمونو په ضد د عام خلقو د غصې او ردعمل څخه ګټه پورته کوي او د عدالت او قانون په ځاے سمدستي د سختو او بې رحمه سزاګانو غوښتنه کوي۔ اشرافیه داسې خلق ګڼل کېږي چې د مجرمانو ننګه کوي۔
د۔ ټیکنوکرېټک پاپولیزم (Technocratic Populism) په دې کښې مشر د روايتي نظرياتي سیاستوالو په ضد د عام احساساتو په ځاے د خپل ځانګړي “تجارتي یا تکنیکي مهارت” په اساس د اولس د استازیتوب/نمائندګۍ دعوه کوي۔ “زه یو کامیاب بزنس مېن یم نو هم زه به دا هیواد د یوې پاکې کمپنۍ په څېر وچلوم”
د يادو مفاهیمو تړون د پاکستان د ننني سیاست سره
کۀ څۀ هم دغه پورته ذکر شوي تعریفونه په لوېدیځو هیوادونو کښې جوړ شوي دي خو د پاکستان سیاسي میدان دې نه په نظري او عملي توګه برجق دے۔ په پاکستان کښې دغه مفاهیم داسې وينو چې د کیڼ، ښي، ټیکنوکرېټک او مذهبي پاپولیزم اچار د پي ټي ائي مثال دے۔ د هیواد د پخواني جوړ کړي شوي وزیراعظم عمران خان بیانیه د لوېدیځ د دغو ټولو مفاهیمو یو داسې ځانګړے مقامي هایبرډ اچار وړاندې کوي چې بیخي په تول پوره خېژي۔ دوي په پېل کښې د ښاري منځنۍ طبقې او ځوانانو ذهنونه په دې ونیول چې پخواني سیاستوال ناپوهه او د موروثي سیاست پیداوار دي او د هغوي په مقابل کښې یې خپل ځان د یو داسې نړیوال کارپوه په توګه وړاندې کړو چې یو پاک او میرټ لرونکے نظام جوړولے شي۔ دوي د هیواد په وسایلو باندې د اشرافیې د قبضې په ضد د کیڼ اړخي پاپولیزم غوندې خبرې وکړې۔ په ورته وخت کښې، د دوي په بیانیې کښې د مذهبي پاپولیزم کارونه هم زیاته څرګنده ده۔ د ریاستِ مدینه اصطلاح کارول او خپل سیاسي مخالفین د “باطل” او خپل ځان د “حق” د جبهې په توګه وړاندې کول د دې ښکاره ثبوت دے۔ د بهرني سازش (سایفر بیانیې) غندنه په بشپړه توګه د لوېدیځ د ښي اړخي پاپولیزم سره سمون خوري چرته چې وایي نړیوال قوتونه زمونږ د ازادۍ په ضد دي!! په نومې کومې توالب د مذهبي پاپولزم پديده هم د دوي نه بدله نۀ ده بس د څۀ ظاهري او اوپره لباسي بدلون کرښه ئې ترمنځ ده۔ د ادارو د زوال او ناکامۍ په وړاندې د انسان غبرګون په ټوله نړۍ کښې یو شان وي۔ که هغه واشنګټن وي، بوډاپسټ وي او که اسلام اباد یا پیښور وي۔ کله چې عام وګړے د ګرانۍ، مالي بدحالۍ او د عدالت د نیشتوالي له قبله وزپلے شي، نو هغه د ادارو په پېچلو منطقونو باور پرېږدي۔ هغه بیا د یو داسې مسیحا او ساده بیانیې په لټون کښې وي کوم چې هغۀ ته ظاهري عزت نفس ورکړي۔ د هغۀ د کړاوونو لپاره یو واضحه دښمن (ولن) په ګوته کړي او ورته ووایي چې ستاسو عام فهمه عقل د دغو ناکامو پوهانو له پوهې نه ډېر اوچت دے۔
پاپولیزم څنګه کار کوي؟
پاپولیزم د قدرت د ترلاسه کولو او په هغې باندې د قابض پاتې کېدو لپاره په ځانګړو عملیاتي لارو چارو تکیه کوي لکه کرشماتي مشر (The Charismatic Leader) دغه لارښود د اولس د ارادې د حقیقي مظهر په توګه کار کوي۔ هغه خپل ځان یو داسې ځواکمن، رښتینی او د نظام څخه بهر (Outsider) شخصیت وړاندې کوي، کۀ څۀ هم هغه په خپله ښۀ ډېر شتمن یا د امتیازاتو لرونکے وي۔ د پاپولزم بله ډانګورۍ د بحران پیدا کول یا غټول وي۔ پاپولیزم په بحراني حالت کښې وده کوي۔ کۀ بحران شتون هم نه لري، نو بیا هم په ګوته کېږي او غټ ښودل کېږي۔ مشر دا وضعیت د اولس د بقا په توګه وړاندې کوي وائي کۀ مونږ همدا اوس ګام پورته نه کړو، نو فاسده/بدکاره اشرافیه به زمونږ راتلونکے تبا برباد کړي۔ دوي ادارې بائي پاس کوي۔ ځکه چې دولتي ادارې (محکمې، بیوروکراسي، دودیزې رسنۍ) د اشرافیې مرکزونه ګڼل کېږي، نو پاپولسټ مشر غواړي چې مخ په مخ له اولس سره خبرې وکړي۔ دوي دا کار د غټو جلسو، جذب هڅونکو بیانیو او ډیجیټل میډیا له لارې کوي او په دې توګه د ادارو لازمي شتون هم تر پښو لاندې کوي۔
د پاپولیزم تر ټولو لوے تضاد (Paradox) چې دا بې له علمي اساسه او ملاتړه څنګه واکمني کوي؟ دا طرزِ فکر څنګه حکومت کولے شي سره د دې چې په خپل اصل کښې هیڅ علمي یا پوهنیز ملاتړ او مفکوره نه لري؟د دې ممکنه جواب دا دے چې پاپولیزم د اداري وړتیا او کارپوهنې له لارې حکومت نه کوي بلکې دا د احساساتي او اوپره ظاهري اخلاقي مشروعیت/جواز له لارې واکمني کوي۔ کله چې یو پاپولسټه ډله د ریاست واک په لاس کښې اخلي، لکه څنګه چې په نړیواله کچه او په ځانګړي ډول د پاکستان په سیاسي فضا کښې لیدل کېږي نو د “احتجاج” نه تر “حکومت کولو” پورې دغه سفر د ریاست د بنسټیزو جوړښتونو سخت ټکر ښکاره کوي ۔
د پاپولزم يوه ستره وسله غېرمعمولي سادګي/Oversimplification ده۔ پاپولسټان په کمال کمال د دې وسلې په زور په خلقو راج کوي۔ پېچلې جوړښتي ستونزې (لکه مالي کچه لوړول، د جیو پولیټیکل وقوع ژور بدلونونه څارل، اوږدمهاله پاليسي جوړول، نړيواله سياسي دوراندېشي لرل، خوداحتسابي مروج کول) وچ، دردناک او اوږد مهاله حلونه غواړي۔ پاپولیزم ځکه بریا ترلاسه کوي چې دا ساده او په اخلاقي توګه په زړه پورې جوابونه وړاندې کوي چې “اقتصاد ځکه خراب دے چې پخوانیو واکمنو پیسې غلا کړې دي۔ غلا بنده کړئ، دولت به په خپله راشي ځۀ اربه ډالر به د ايى اېم ايف په مخ ور اولو څۀ اربه به قرضه خلاصه کړو او۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔!!” دا نعرې او بيانيئې ريښتوني پېچلي ټولنیز علوم په یو ساده اخلاقي ډرامې کښې بدلوي۔ کله چې پاپولیزم واک ته ورسېږي نو د دې سپک او ډډ اساس د دې تر ټولو لوے تاوان جوړ شي۔ ځکه چې دا د عامه پالیسۍ، زیربنایي پرمختګ یا د هیواد د لوی اقتصاد (Macroeconomics) لپاره کوم منظم هراړخیز پلان نه لري، نو پاپولسټ حکومتونه اکثراً د عملي ادارې په چلولو کښې پاتې راځي۔ کله چې د دوی په حکومت کښې حالات خراب شي نو دوي د خپلې دفاع لپاره تر ټولو لوی اوزار دا کاروي چې دا کوم د پټ لاس/ سازش بیانیه (The Deep State / Sabotage Narrative) ده۔ کۀ ګراني زیاته شي یا پالیسۍ ناکامې شي نو دا د پاپولسټانو د غلطۍ په توګه نه وړاندې کېږي بلکې دا د داخلي غدارانو، بهرنیو سازشونو یا د بیوروکراسۍ د پټو لاسونو د تخریب په توګه ښودل کېږي۔ دا مېکنېزم د احساساتو انجن روښانه ساتي، کۀ څۀ هم د ریاست عملي مشین په ټپه ولاړ وي۔
د تاریخ بل يو ستر تضاد! پاپولیزم ولې نن سبا ډېر بریالے دے؟
دا تاریخي مشاهده چې په تاریخ کښې پوهان او ژور فکره خلق تل په لږه کچه/مقدار کښې پاتې شوي دي او د عام اولس تعداد، کوم چې په ساده بیانیو تکیه کوي، تل زیات پاتې شوے دے۔ نو بیا ولې پاپولیزم په تېرو زمانو کښې داسې نه و او نن سبا داسې بې ساري بریاوې ترلاسه کوي؟ که چېرې د دې بنيادي مواد یعنې د خلقو ګیلې او د پېچلو شیانو ساده کول تل موجود وو، نو په اوسني وخت کښې څۀ بدل شوي دي؟ سیاسي علوم داسې درې عصري بدلونونه په ګوته کوي چې د دغه اور لپاره د تېلو کار کوي۔
الف) د معلوماتو ډیموکرېټک کېدل او د ټیکنالوژۍ تېز رفتار۔ په تاریخي توګه، کۀ څۀ هم عام اولس په اکثریت کښې و، مګر د معلوماتو د کنټرول واک تل له لږو، دانشورانو، روښانفکرانو او د ورځپاڼو او کتابونو د خپرونکيو سره و۔ یو افراطي او حد نه زیات ساده کړے شوے پیغام په اسانۍ سره ملیونونو خلقو ته نه شو رسېدلے، ځکه چې دا به د اداري او علمي اډیټینګ (چاڼ) له پروسې تېرېدو۔ نن سبا ډیجیټل نړۍ دغه علمي او اداري لړۍ بیخي له منځه وړې ده۔ د ټولنیزو رسنیو (Social Media) الګورېتهمز د عیني حقیقت یا پېچلي منطق لپاره کار نه کوي بلکې دا د کاروونکو د ښکېلتیا (Engagement) په اساس چلیږي۔ دا ښکېلتیا د غصې، هویت، ویرې او د خپل ځان د سم ښودلو له لارې پیدا کېږي۔ کوم چې د پاپولیزم اصلي سرمایه ده۔ یو کرشماتي مشر د اولس سره د خبرو لپاره نور د سرکاري ټلویزیون یا د کومې معتبرې ورځپاڼې لازمي تایید ته اړتیا نه لري۔ دوي کولے شي چې روښانفکره طبقه په بشپړه توګه شاته پرېږدي او خپل خام احساساتي پیغامونه د ملیونونو خلقو سمارټ فونونو ته ورسوي۔
ب) د سړې جګړې نه وروسته د ټیکنوکرېټک حکومتونو دام: په تېرو څو لسیزو کښې د نړۍ حکومتونه په لوړه کچه ټیکنوکرېټک شول۔ د اقتصاد، تجارت او حتى چې د هیوادونو د دننه پرېکړو واک په زیاتېدونکي توګه غیر منتخبو کارپوهانو، مرکزي بېنکونو او نړیوالو مالي ادارو (لکه IMF او نړیوال بانک) ته وسپارل شو۔ کۀ دا هر څه د “ساینسي او منطقي” غوښتنې او حکومتولۍ په نوم یادېدل، مګر دې یو خطرناک اړخیز اغېز درلود۔ دې کار په مقامي کچه ولسواکي (Democracy) خالي هم کړه او ډډه هم۔ کله چې د پاکستان په څېر هیوادونو کښې عامو وګړو مختلفو ګوندونو ته رایې ورکړې خو هغوي ولیدل چې د هر چا په راتلو سره د هغوی اقتصادي ستونزې د IMF شرایط او جوړښتي کړاوونه هیڅ بدل نه شول۔ نو چې ساینسي حکومتولي د داسې یو مشین په توګه راڅرګنده شي کوم چې یوازې د خپل ثبات ساتنه کوي او عام وګړی شاته پرېږدي، نو دا د مشروعیت/جواز یو لوے بحران رامینځته کوي۔ پاپولیزم د دغه خالي ځاے څخه ګټه پورته کوي او اولس ته وایي دغه کارپوهان د ساینس او علم خدمت نه کوي بلکې دوي د خپل ځان خدمت کوي۔
ج) د ټولنیز یووالي او تړون زوال/د سياسي کارکن د روزنې نيستي
په تېرو وختونو کښې کۀ خلق لوستي او اکېډمیک پوهان نه هم وو، بیا هم هغوي په خپلو کښې د قوي محلي جوړښتونو لخوا تړلي وو لکه دودیزې ورورولۍ، مذهبي یا کلتوري ټولنې، د مزدورانو اتحادیې او ژور فکري سیاسي ګوندونه او سپاسي تربيتي ناستې پاستې، دغه جوړښتونو خلقو ته د پیژندګلوۍ، یو ډله ایز غږ او د تنهایۍ په وړاندې یو ډال ورکولو۔ عصري نړیوال کېدو (Globalization) او په اقتصاد کښې تېزو بدلونونو دغه ټولنیز جوړښتونه مات کړي دي۔ د دې په ځاے نن وګړے د اقتصادي ستونزو سره یوازې ولاړ دے۔ کله چې خلق د یوازېوالي، اقتصادي بې ثباتۍ او په دولتي ادارو کښې د خپل بې ارزښته کېدو احساس وکړي، نو هغوي د یو داسې بحران سره مخ کېږي چې ورته په ټولنپوهنه کښې د وجودي اضطراب (Existential Anxiety) نوم ورکول کېږي۔ پاپولیزم په دغه خالي فضا کښې په اسانۍ سره ځاے جوړوي ځکه چې دا خلقو ته سمدستي د یوځایوالي احساس ورکوي۔ دا له خلقو څخه دا نه غواړي چې په مالي پالیسۍ باندې یو ۴۰۰ پاڼې لرونکے کتاب ولولئ؛ بلکې دا ورته وایي چې تاسو د یو ډېر عالي، نېک او لوے ډله ایز پیژندګلوي برخه يئ، او ستاسو دغه کړاوونه ستاسو د لاسه نه دي بلکې دا د یو مشخص ظالم دښمن (اشرافیه) د لاسه دي۔
وړاندېزونه
د زمکني حقيقتونو په رڼا کښې بېلابېل داسې وړاندېزونه ممکن دي چې يوه ټولنه پرې د پاپولزم د بد اغېز نه وژغورل شي۔ دلته د مثال په توګه د پاپولسټانو سره د مقابلې لپاره د جان ورنر مولر او د هغۀ د قبيل څۀ نورو عالمانو د څۀ ستراتیژيو لنډيز وړاندې کوم۔
1: خبرې اترې وکړئ، خو د هغوي بیانیه مه منئ۔ مولر استدلال کوي چې د پاپولسټانو سره پکار دے مستقیمه خبره وشي خو د هغوي په شرطونو نه۔ روايتي او نظرياتي سیاستوالو ته پکار دي چې د هغوي سره بحث وکړي، خو د بحث طریقه بدله کړي۔ پاپولسټان بیخي لېوني یا د عقل نه بهر ګڼل او هغوي په ټلوېزیون یا بحثونو کښې بیخي نادیده ګڼل لویه غلطي ده۔ د دې په سوب هغوي خپلو پلویانو ته وایي ګورئ! دغه غاصب نظام ستاسو د غږ د بندولو هڅه کوي۔ د هغوي سره په سیاسي ډګر کښې مخامخ بحث وکړئ، خو د هغوي سره د یو عادي سیاسي سیال په توګه خبرې وکړئ، نه د ټول ملت د یوازیني روح او اواز په توګه۔
2: په اخلاقي انحصارګرۍ باندې برید وکړئ۔ تر ټولو مهمه تګلاره دا ده چې د پاپولسټانو د دغه هسې دعوې ساینسي او منطقي تضادونه رابرسېره کړے شي چې دوي د خاموشه اکثریت یا د حقیقي اولس یوازیني ټېکداران دي۔ ډیموکرېټانو ته پکار دي چې په ډاګه کړي چې پاپولسټ مشر د ټولنې د یوې برخې استازیتوب کوي، او هیڅکله د ټول اولس استازے نه دے۔ کله چې یو پاپولسټ وایي، “اولس دغه څیز غواړي،” نو په ځواب کښې یې باید په دوامداره توګه وویل شي: “د هیواد ځینې وګړي دا غواړي، خو ډېر نور وګړي بیا بل څیز غواړي، او دواړه په دې ولسواکۍ کښې برابر حقونه لري۔” دغه کار په ټولنه کښې د کثرت رایې (Pluralism) اصل بېرته راولي۔
3: هغوي په عملي پالیسۍ کښې راګیر کړئ۔ پاپولسټان تل په عامو، مبهمو او جذب هڅونکو اخلاقي نښتو (Us vs Them) کښې ګټه ویني۔ مولر وایي چې سیاستوال له پکار دي هغوي د حکومتولۍ او پالیسۍ پېچلو باریکیو ته راکاږي۔ د هویت یا غدارۍ په مابعدالطبیعاتي بحثونو کښې د وخت تېرولو په ځاے، هغوي نه په ځانګړو پوښتنو کښې ځواب وغواړئ۔ ستاسو د ټېکس (مالیې) پلان به څنګه کار کوي؟ د ګرانۍ د ختمولو لپاره ستاسو د تګلارې مشخص ګامونه څه دي؟ کله چې د هغوي دعوې د اداري حقایقو په تله کښې وۀ تلل شي، نو د هغوي دغه اخلاقي ډرامه په یو عادي سیاسي بحث بدله شي، او د پاپولسټانو هسې ساده کړے شوې خبرې په خپله ماتې شي۔
4: د ولسواکۍ سرې کرښې (Red Lines) واضح کړئ۔ کۀ څه هم خبرې اترې کول اړین دي، خو مولر وایي چې د دې معني دا بیخي نه ده چې د هغوي د اولسواکۍ ضد رویې وبخښل شي۔ د نظام دننه پکار دي واضحه کرښې و ایستل شي۔ تاسو د یو پاپولسټ سره په اقتصاد، بهرنۍ پالیسۍ یا د مهاجرینو په مسایلو بحث کولے شئ۔ خو کله چې هغوي د اقلیتونو بنيادي حقونه تروړي، د ازادې عدلیې د ماتولو هڅه کوي، یا په واک کښې د پاتې کېدو لپاره د ټاکنو (انتخاباتو) قوانین بدلوي، نو هلته پکار دي چې هیڅ ډول لوظنامه یا جوړ جاړے و نه شي۔ د خبرو اترو لړۍ هم دغلته اودرېدل پکار دي۔
5: د خلکو حقیقتي جوړښتي ګيلې حل کړئ۔ مولر په ډاګه کوي چې پاپولیزم په خپله کومه ناروغي نه ده، بلکې دا د یوې بلې حقیقتي ناروغۍ نخښه ده۔ دا د لبرل ډیموکراسۍ د رښتیني ناکامیو نه خپله خوراک ترلاسه کوي۔ لکه اقتصادي نابرابري، سیاسي جمود، یا په عامو وګړو کښې د دغه احساس پیدا کېدل چې په حکومت کښې د هغوي هیڅ اورېدل نشته۔ د پاپولسټانو د ماتولو لپاره، یوازې د پخواني نظام (Status Quo) ننګه کول پکار نه دي۔ ډیموکرېټانو ته پکار دي چې د هغوي په ځاے د خلقو د اقتصادي او ټولنیزو اندېښنو لپاره غوره او حقیقي متبادل وړاندې کړي۔ هدف دا پکار دے وښودل شي چې د اولس مسایل د ولسواکۍ په چوکاټ کښې دننه حل کېدے شي، او د دې لپاره د ادارو د نړولو هیڅ اړتیا نشته۔ دغه ټوله ستراتیژي د کثرت رایې (Pluralism) د بېرته ژوندي کولو په مرکز څرخي۔ مقصد دا دے چې پاپولسټ مشر د یو نجات ورکوونکي یا اسماني شخصیت د ګدۍ/مقام څخه راکوز کړے شي او د یو داسې عادي سیاستوال په توګه ودرول شي چې د خپلو افکارو لپاره به د قانون، ډېټا او حقایقو په وړاندې جواب ورکوونکے وي۔
کتابيات
- Canovan, Margaret۔ Populism۔ Harcourt Brace Jovanovich, 1981۔
- De la Torre, Carlos, editor۔ The Routledge Handbook of Global Populism۔ Routledge, 2019۔
- Eatwell, Roger, and Matthew Goodwin۔ National Populism: The Revolt Against Liberal Democracy۔ Pelican Books, 2018۔
- Ionescu, Ghiță, and Ernest Gellner, editors۔ Populism: Its Meanings and National Characteristics۔ Weidenfeld and Nicolson, 1969۔
- Jaffrelot, Christophe۔ Modi’s India: Hindu Nationalism and the Rise of Ethnic Democracy۔ Princeton UP, 2021
- Laclau, Ernesto۔ On Populist Reason۔ Verso, 2005۔
- Moffitt, Benjamin۔ The Global Rise of Populism: Performance, Political Style, and Representation۔ Stanford UP, 2016۔
- Mouffe, Chantal۔ For a Left Populism۔ Verso, 2018۔
- Mudde, Cas۔ “The Populist Zeitgeist۔” Government and Opposition, vol۔ 39, no۔ 4, 2004, pp۔ 541-563۔
- Mudde, Cas, and Cristóbal Rovira Kaltwasser۔ Populism: A Very Short Introduction۔ Oxford UP, 2017
- Müller, Jan-Werner۔ What Is Populism? Penguin Books, 2017۔
- Weyland, Kurt۔ “Clarifying a Contested Concept: Populism in the Study of Latin American Politics۔” Comparative Politics, vol۔ 34, no۔ 1, 2001