په پښتون افغان وطن کښې روانې بد بختۍ او ناورينونه د خپل اوه څلوېښت کلن سفر وروسته نن هم دوامداره دي۔ په دې خاوره چې څومره تباهي اوشوه د هغې شاته په يؤ يا بل شکل هم دغه سخت درېځه، شدت پسنده اؤ جنګ پرسته خيالات وو کوم چې د جنګ په لور دا وګړي وهڅؤل۔ په دې خاوره چې عالمي طاقتونو خپل جنګونه راؤړل نو د هغې لپاره دا ضروري وه چې دا خلک اول Brainwash کړې شي، دوي سخت دریځه اؤ ژوند بېزاره کړې شي ولې چې دا هم دغه Polarize/يؤستوي خلک وي چې هيڅ قسمه Flexibility/لچک پکښې نه وي نو ډېر په اسانه د بل په لمسه کښې راتلې شي۔ په دغه ټوله قيصه کښې که يؤ اړخ ته نړیوال طاقتونو خپل سياسي اؤ ستراتیژیک ګټې پورته کؤلې نو بل اړخ ته Regional/علاقايي طاقتونو اؤ ګاونډي هيوادونو هم دا وطن د يؤ سنګر يا د يؤ تجربه ګاه په حېث کارؤلو۔ هم دغه شان ددې وطن جغرافيايي ساخت اؤ معاشي حالات داسې وو چې ددې سره د رياست جنګي اقتصاد وتړلې شو۔تاريخي طور هم که مونږ وګورو نو ددې خطې Geopolitics اکثر Militrize پاتې شوې۔ Rudyard Kipling کوم چې يؤ انګريز صحافي، ليکوال اؤ شاعر وو اؤ چا چې د خپل ژوند يوه لويه برخه په هندوستان کښې تېره کړي وه په کال 1888 کښې وايي چې
“For North the guns – quietly but always the guns۔” يعنې د شمال (شمال مغرب/پښتونخوا وطن) لپاره ټوپک هميشه ټوپک۔
کپلنګ ددې وطن وسلوال اؤ جنګ ذده ماحول ته پاملرنه کوي اؤ ټوپک اؤ د تشدد لاره هر وخت د هرې مسلې حل ګڼي۔ هم دغه وجه ده چې په دې وطن کښې د ترهه ګرۍ پروژې په بشپړه توګه ختمؤلې کيږي نه، بلکه ددې ملک واکدارانو وخت په وخت هم دغې ترهه ګرو ډلو ته خپله اثاثه اؤ خپل بچي وئيلې دي۔ددغې تاريخي شاليد سربېره پښتانه بيا هم ژوند پرسته وو، سندرې يي وئيلې اؤ اتڼې ئي کؤلې، حجره اؤ جمات يي دواړه پالل خو هرګز يي د دين په نوم بې ګناه خلک نه وژل۔ پښتانه د هند د وېش نه مخکښې د نورو مذهبونو منونکو سره ډېر په محبت، خلوص اؤ احترام یوځايي اوسيدلې دي بلکې اوس هم د سوات شانګلې اؤ بونير په علاقو کښې اوسي۔ د هند د وېش په مهال چرته چې په پنجاب کښې خلکو يؤ بل وژلو اؤ د يؤ بل مالونه اؤ عزتونه يي لوټل، په پښتونخوا وطن کښې دغه شان واقعات د نشت د برابر وو۔
هسې خو مذهبي شدت پسندي يا سخت درېځي د تاريخ په اوږدو کښې زړې ريښې لري چې اکثر پکښې تر ديارلسمې پېړۍ رسي۔ د جديد دور سخت درېځي د اتلسمې پيړۍ په عرب دښته کښې د وهابي تحريک څخه سرچينې اخلي۔ ددغې وروسته وهابي افکار د شلمې پیړۍ د اخوان المسلمين اؤ نور مصري بنياد پرسته حلقو/ Nile Fundamentalism سره اشنا شؤل۔ په پښتون افغان وطن کښې دغه دواړه فکرونه د افغان جهاد(1979-1989) په مهال په دې خاوره د مخکښې نه موجود هغه فکرونه چې سرچينې يي زياتره هم ددغې مصري بنياد پرستۍ څخه اغيستې وې په يؤ داسې هائبرډ قسمه شدت پسندۍ اؤ بنياد پرستۍ باندې بدل شو چې دا وطن پرې ټول لتاړ شو۔ ددغې کار لپاره مصري بنياد پرستۍ اؤ د اېف-پاک( افغانستان پاکستان ) خپل الټرا اسلامزم د مخکښې نه لار هواره کړې وه۔ په دغه لړ کښې مولانا مودودي اؤ د کابل پوهنتون استاذان لکه غلام محمد نيازي، برهان الدين رباني اؤ رسول سياف کومو چې لؤړې ذدکړې د مصر نه کړې وې سره سره د سيد قطب خيالات د يادؤنې وړ دي د کومې له وجې چې ګلبدين حکمتيار اؤ احمد شاه مسعود غوندې ځوانان د افراطيت لؤړې درجې ته رسېدلې وو۔ برهان الدين رباني د سيد قطب کتاب معالم في الطريق دري ته هم ژباړلې وو تر څو افغانان په اسانه ژبه تشدد ته وهڅؤي۔ د سيد قطب په حقله دا وئيلې کيږي چې هغه د خپل استاذ مودودي نه زيات Radical/افراطي خيالات لرل ۔
نوموړې سياست مدار اؤ د افغان امورو ماهر افراسیاب خټک وايي چې د افغان جهاد په وخت کښې راغلي عرب جنګیالو سره دې خاورې ته درې څيزونه راغلي؛ وهابزم، سلافزم اؤ تکفيرزم۔ تکفيرزم په دې معنی چې هر هغه کس چې په فکري لحاظ ستا د فکر اؤ نظريې نه مختلف خيالات يا درېځ لري هغه ته کافر اوئيلې شي۔ هر هغه څوک چې ستا د اسلامي ورژن نه يي نظر بدل وي يا مختلف مکتبۀ فکر تعقیبوي هغه د دين څخه خارج کړې شي۔ هم دغه سوچ مونږ ته د القاعده پخوانی مشر اؤ د اسامه بن لادن نژدې ملګری ايمن الظواهري ددې بيان نه څرګنديږي چې وايي”هر هغه وګړې چې ستا د فکر يا عقيدې سره په سمون کښې نه وي هغه منافق دے اؤ واجب القتل دے”۔ دغه شان د نومؤړي “مجاهد” عبدالله عزام په بمي چاؤدنه کښې مړه کېدل هم دغه اړخ ته اشاره کوي۔ د عبدالله عزام د “جهاد ” د ختميدو وروسته د ايمن الظواهري سره شديد فکري اؤ نظرياتي اختلافات رامینځته شوي وو۔ د نورو ډېرو خبرو سره پکښې يوه مهمه خبره دا هم وه چې عزام د جهاد مخه اسرائیل اړخ ته کؤل غوښتل ولې ايمن الظواهري ته دغه منظوره نه وه۔ په هغه وخت کښې پېښور د بیلابیل استخباراتي ډلو نه ډک وو اؤ د عزام د مرګ الزام په مختلفو ډلو اچولې کېدو، ولې د CIA پخوانی ايجنټ علی صوفان پخپل کتاب The Black Banners کښې زيات شک په ايمن الظواهري باندې کوي۔
ډاکټر فضل رحیم مروت په خپله يوه وينا کښې وايي چې خودکش کلچر د افغان په خاوره د مخکښې نه نۀ وو موجود بلکه دا د افغان جهاد په مهال د عرب جنګیالو اؤ وهابيت سره راغلې دے۔ په دغه لړ کښې د سالنګ ټنل د الؤځولو منصوبه يؤ ښه مثال کيدے شي۔ سالنګ هايي وے کوم چې کابل د ترميز سره تړي اؤ د شوروي اتحاد لپاره يي يؤ مهم رول لرلو۔ دغه يواځينۍ زمکني لار وه چې د شوروي ځواکونو لپاره يي د لايف لاين حيثيت لرلو ولې چې هم په دغه لار به دوي ته خوراک ، دوايانې، وسله اؤنوره سپلايي کيدله۔ د سالنګ ټنل الؤځلو لپاره “مجاهدينو ” ته بيا بيا وينا شوې وه چې پکښې احمد شاه مسعود ته پنځوس زره ډالره خصوصي هم ددغې کار لپاره ورکړې شوي وو خو څه مناسب حل يي نه راؤتلو۔ بريګډئير يوسف څوک چې د افغان جهاد په وخت کښې د پشاور سيل مشر وو وايي چې د ټنل د الؤځولو لپاره مونږ دا تجويز راوړو چې يؤ ټرک به د بارودو ډک کړې شي اؤ په ټنل دننه به Blast/الؤځولې شي۔ خو ولې په دغه منصوبه کښې يوه مهمه نکته دا وه چې د ټرک سره به د ټرک ډرائيور هم په دغه چاؤدنه کښې ژوند د لاسه ورکوي۔ يعنې يو داسې منصوبه چې هغه به يؤ “مجاهد” ( ډرائيور ) ځان مرګي(خودکش) حملې ته سپاري۔ اګرچه ددغې منصوبې پرته د ټنل الؤځلو بله څه لاره نه جوړيدله مګر افغان “مجاهدينو” په بشپړه توګه دغه تجويز رد کړلو۔ ددغې وروسته بيا هم دا عرب جنګیالي وو چا چې د خودکش حملو حمايت اؤ وکالت کؤلو۔ هم دغه شان که مونږ وګورو نو په دې خطه کښې قبرونو يا مزارونو ته تلل،د خپلو مړو لپاره پاخه اؤ ښکلي قبرونه جوړؤل اؤ د پيرۍ مريدۍ يؤ رواج موجود وو اؤ هغه ځکه چې دلته صوفي ازم ته يؤ مرکزي حيثيت ميلاؤ وو۔ د جنګ په مهال چې به کله د افغان مجاهدينو ملګري اوژلې شؤل نو دوي به ډېر په اهتمام خاورو ته سپارل، د هغو په قبرونو به يي يادګارونه جوړؤل اؤ يا هم بيرغونه به يي پرې ځؤړندؤل دا چې دوي معلوم وي اؤ په راتلونکي کښې Celebrate/مانځل کيږي۔ دغه عمل به عرب جنګیالو بد ګڼلو اؤ دوي ته به يي پرې غبرګون هم ښودلو بلکه ډېر ځله به په دغه کار ددوي په مینځ کښې سخت اختلافات هم مخې ته راتلل۔ ددې نه علاوه د سعودي فنډډ وهابي مدرسو له خوا هم پوره پوره وهابي فکرونه دې ټولنې ته راننباسل کیدل۔ دغه هر څه د سعودي د خارجه پالیسۍ تحت د خپل سرکاري مذهب د ترويج اؤ تبليغ لپاره کېدل۔ دوي پښتانۀ ځکه Proselytize (عقيدۀ بدلؤل) کؤل چې يؤ خوا ته په جنګ کښې شدت پيدا کړي اؤ بلې خوا ته د اسلامي نړۍ د مشرتابه په هېڅ خپل ځان ته نظرياتي اؤ فکري ملګري اؤ کومک ولټؤي۔ ددې سره سره دوی نه يواځي دا چې د اسلام خپل ورژن يواځينۍ صحيح عقيده ثابتؤل غوښتل بلکه په دې سره يي د ايران د انقلاب اثرات هم د زائيل کؤلو هڅې کؤلې۔ سعودي په هفتګان کښې زيات مالي امداد د رسول سياف کؤلو اؤ هغه هم په دې وجه چې رسول سياف وهابيت قبول کړے وو۔ عبدالرسول سياف له يي تر ټولو اول نوم عبدالرب رسول سیاف ته بدل کړو ولې چې د هغه خپل نوم د وهابي Literalism مطابق سم نه وو۔
عبدالوهاب ميدب څوک چې د تيونيسيا ليکوال دے وايي چې هر قسمه وهابيت ستاسو نه ستاسو وجود، څيزونه، ښکلا اؤ خلا (ماحول، تاريخ، کلتور اؤ تمدن) هيرؤي۔ دغه څيز مونږ ته د باميانو د تاريخي بودهاګانو په ورانؤلو کښې په نظر راځي۔ د باميانو لرغونې بودها چې يؤ وياړلې تاريخي ارزښت يي لرلو، يؤ داسې شاهکار چې زرګونو خلکو پکښې په سلګونو کاله خوارۍ، محنت اؤ ستړياوې کړي وې۔ په سؤونو کلونه ددغې په جوړښت اؤ رغؤڼه کښې مصرف شوي وو ولې ډېر په بې حسۍ دغه د بارود په ذريعه خاورې کړې شؤل۔ د باميانو بودها په بمونو الؤځول د هغه هائيبرډ سخت درېځۍ نتيجه وه کوم چې د سعودي وهابيت، د مصري بنياد پرستۍ اؤ په اېف پاک کښې موجود د سخت درېځه عناصرو د آميزش نه جوړ شوي وه۔ د طالبانو حکومت هم ددغه هائيبرډ خيالاتو پيداوار وو۔ د بودها د مجسمو د ورانؤلو لپاره دا دليل راوړې شوې وو چې چونکه د پخواني مسلمان باچايانو سره ددغې د ورانؤلو اسباب نه وو موجود مګر په نن وخت کښې د بارودو په شکل کښې زمونږ سره يؤ مؤثره “اسباب” شتون لري۔ د فکر وړ خبره دا ده چې د عظيم بت شکن محمود غزنوي چې د سومنات د ورانؤلو لپاره هند ته د تللو تکليف کؤلو نو په خوا کښې يي دغه ديوقامت بت نه ليدلو؟ “اسباب” خو هغه سره هغه وخت د سومنات د ورانؤلو لپاره هم نه وو۔ د طالبانو وړمبې حکومت د سعودي شېخ اسامه بن لادن د شخصیت اؤ Aura /رعب سره سره د هغه د نظریاتو اؤ د دولت د اثر لاندې هم وو۔ په کال 1996 کښې هغه 3 ملينه ډالر هغه وخت هغه کمانډرانو ته د خپلې ذاتي خزانې نه ورکړې وو کوم چې د کابل د نيولو په لار کښې خنډ جوړ شوي وو۔ ددې سره د International Islamic Relief Organisation له خوا 60 ملين ډالر اؤ د سعودي بينکونو له خوا 3 ملين ډالر هم په کال 2000 کښې د طالبانو قيادت ته ورکړې شوي وو۔
افغان مجاهدين اؤ پښتانۀ به دومره ګلوريفائي کېدل لکه دا چې يؤ مافوق الفطرت څيز وي۔ بريګډئير يوسف چارلي ولسن ته د پښتنو په حقله وايي چې “پښتانه ماشومان د شپږو کالو وروسته ژاړي نه، دا تر ټولو زيات ايمانداره وي اؤ د ټولو غټ عزت په ميدان کښې شهادت اؤ په جهاد کښې سر شيندل ګڼي”۔ دغه شان يؤ بل ځايي کښې ليکي چې “مجاهد د څو ورځو لپاره بغېر د خوراک څښاک ګرځیدې شي، دې په ډېر کم خوراک ګوزاره کؤلې شي، اؤ چې بيا کله ده ته موقع ميلاؤ شي نو دې په يؤ ځايي ډېر خوراک اوکي اؤ ځان موړ کړي۔”
دغه شان مذيد وايي چې وسله يا ټوپک د افغان وجود يؤ لازمي برخه ده چې ددې نه بغیر دې آرام نه مومي اؤ دا يي دده د مردانګۍ سره تړلي ده۔ عام طور مونږ دا اورو چې قلم د ټوپک نه زورور دے، خو بريګډئير يوسف د افغانانو په حقله وايي چې:
“In their life, the gun is mightier than the pen”۔