د غرونو هغه مئين چې غرونو پۀ خپله غېږه کښې ايسار کړے دے–نادرشاه ميا

دا ليکنه شريکه کړئ

سېد علي شاه ميا د سوات د ګل ورينې سيمي د يوې غريبې کورنۍ سره تعلق لرلو۔ ځنې هغه انسان چې پۀ خپل مرګ باندې هم ځان امر کړي پۀ کومو کښې چې د سېدعلي شاه ميا نامه هم راځي ۔ سېدعلي شاه ميا لسم جماعته پورې زده کړې پۀ خپل کلي کښې وکړې او د روزۍ د پاره ئې د ائيرکنډيشن، فريج، فريزر او داسې نورو اعلاتو د مستري توب هنر زده کړو چې هم دغه ئې د رزق وسيله وه ۔ د غرونو سره مينه ئې د ډېر ماشومتوب نه وه چې د  خپل کلي علاقو سره نزدې غرونو لکه نوبيني بابا غر، مانپيتۍ غر، سُور کمر او نورې نزدۍ غونډو او غرونو ته به ختلو۔ داسې وه لکه چې غر د دۀ هډوکي وو يا دے د غرونو حصه وه ۔

دې غرونو پۀ سېدولي شاه کښې د ذمه دارۍ احساس پېدا کړے و۔ هر څو کۀ هغه د کور مشر نۀ و خو د مشروالۍ ذمه وارۍ ئې پۀ سر اخستې وې، د کور خلقو د درملنې ذمه واري او د ماشومانو د تعليم ذمه واري ئې بېخي پۀ ځان فرض کړې وه ۔ پۀ چم ګاونډ کښې ئې د خلقو سره ډير نرم چلند لرلو د کومې پۀ وجه چې ورسره ډېر خلقو مينه لرله ۔د ځوانانو د پاره ئې غوښتل چې د غلطو لارو او نشو نه ئې وساتي ۔ ځکه ئې خپله هم هنر، ورزش، کرکټ، فټ بال او داسې نورو لوبو کښې د ځوانانو سره برخه لرله ۔ د (تهلوزوم) شيلډ ورته هم پۀ دغه خوبيو يعنې غرختنه، روښان فکري او د ځوانانو د پاره پۀ سماجي هلو ځلو باندې ورکړے شوے دے ۔ سېدولي شاه ميا غوښتل چې د پښتونخوا وطن دنګ دنګ غرونه سر کړي د کومې شوق چې د ماشوالي نه پۀ هغوي کښې موجود و۔

د Pakistan Youth Outreach Foundation له خوا ورکړل شوي سند کې راغلي چې هغه د Basic Mountaineering Training – 11th Edition او 5th National Ice Climbing Championship په بشپړولو سره First Position ترلاسه کړې ده. دا روزنه په Malangutti Glacier، Shimshal Valley کې ترسره شوې وه.

منکيال پيک سر کول :

سید علي شاه میاں له محمد رحیم او فرمان خان سره د منکیال پیک سمیټ وکړ. د ۲۰۲۲ کال د جون په مراسمو کښې دغه دريو سواتي غرختونکو ځانونه د دې څوکۍ لومړني سواتي غرختونکي بللي وو ۔ په مراسمو کښې ایټالوي غرختونکي او د غرختنې استاد کارلو البرټو پینیلي (Carlo Alberto Pinelli) هم حاضر و او هغوي ته ئې شیلډونه ورکړل ۔د SPS Trekking Club په رسمي ستاینلیک کښې هم لیکل شوي:

“For successfully summiting the Mankiyal Peak in Swat of the Hindu Kush Mountain Range.”

د منکیال د پخوانیو سمیټونو په اړه بېلابېل ریکارډونه شته؛ نو د دې پر ځای چې ووایو تر ۲۰۲۲ کال مخکې هېڅوک دې څوکې ته نه وو ختلي، کره خبره دا ده چې سید علي شاه، محمد رحیم او فرمان خان د سوات هغه ځوانان وو چې دا سمیټ یې په خپلو امکاناتو ترسره کړ.

تلو زوم:  د سوات د ځوانانو تاریخي لاسته راوړنه  د سید علي شاه د غرختنې له مهمو لاسته راوړنو څخه یوه د Thalo Zom — 6050 ميټره لوړه ده ۔  هغه له سید ذیشان عمر او سیټ نعمان سره دې څوکې ته وخوت ۔د Dawn د ۲۷ جولای ۲۰۲۴ کال د راپور له مخې، دغو درېیو سواتي غرختونکو د تلو زوم سمیټ په خپلو امکاناتو او لارښوونې ترسره کړو او دا د سوات د ځايي غرختونکو لومړے صعود بلل شوے دے ۔ راپور د دې څوکې پخواني ثبت شوي صعودونه هم یادوي  تر دې دمه ميا سېدولي شاه د پښتونخوا وطن دغو دنګو سرونو ته پۀ خپل همت ختلے دے ۔

“leading the first independent Pakistani team to summit Thalo Zom Peak (6050 meters)”

* Mankiyal Peak

* Thalo Zom — 6050m

* Dobar Sar

* Isa Sar

* Shago Sar

* Shorwa Ghot Sar

* Sukai Sar — Allai

* Batin Side Peak — Matiltan, Kalam — 14,000+ ft

* Chambergi Peak — 15,834 ft — 26/9/2025

* Kangar Peak — 14,869 ft — 2024

* Torwal Peak — 9/11/2025

* Piri Peak — 15,384 ft

* Malika Parbat — Naran

* Babu Ki Peak

غم ژاړو:

مياسېدولي شاه پۀ اخر وار چې لکه د پښتونخوا مني کے ټو يعنې د سوات فلک سېر ته وخوتو نو هلته د موسم د خرابي د وجې د يوې حادثې سره مخ شو۔ پکار خو دا وي چې کله يو سېلګر ته داسې مسئله راشي نو د هغوي د ژوند د ژغورلو د پاره پۀ حکومتي کچ باندې سهوليات موجود وي ۔ ولې سېدولي شاه ميا د بدبخته وطن غرونه دنيا ته ښودل چرته چې د هيڅ  سهولت هم د دې غرونو او د دې غرونو د شهزادګانو يعنې اولسونو د پاره نشته ۔ اخر د دغه حادثې نه لږ ساعت پس ميا سېدولي شاه پۀ فلک سېر کښې ساه وکړه ۔  ملګرو ئې د نۀ شو کولې چې د ميا سېدولي شاه (ډيډ باډي) ئې ځان سره راوړې وې او دغسې هغه لکه چې خپل فلک سېر ته جوخته غاړه ورکړه او هلته پاتې شو۔ د يو مياشت نه زيات وخت وشو د هغوي مړے لا پۀ فلک سېر کښې پروت دے او غم هم دغه ژاړو چې د دې وطن کومه کومه بدبختې به وي ۔ د صوبې هيلې کاپټرې او سرکاري ريسکيو والا خلق بېخي پۀ ډډه نۀ اوړي او مونږ چغې ووهلې چې وطن د دې مئين مړے بايد راوړې شي او پۀ درناوي سره دفن شي ۔ خو هغه د سايل صېب شعر دے چې :

تار تار پروت دے چا راټول نۀ کړو سايله
د پښتون وطن ګرېوان د لېوني دے

نورې ليکنې۔۔۔