ستا د خپل وطن د غرونو سره دومره مینه وه چې په نشت وسایلو کې د فلک سېر واورینو څُوکې ته په ډانګوړو
میا صاحب ستا دې ادا به راته د سائل صاحب دا شعرونه رایادول
چې د خپل وطن ریګونه په سر نولم
د جنت د باغ ګلونه په سر نولم
ذ ګورګورو ښاخ دې څنډ وهو سائله
که د پېغلو پلونه په سر نوولم
رښتا هم د خپل وطن ریګونه په سر نوستل لکه د جنت د باغ ګلونو نوستل وي- دا د جنت باغونه هم وي او د پېغلو د حیا او پت نه ډک پلوونه هم وي—— زۀ هم چې په دغه لارو ، کوڅو ، پُولو پټو ، دشتو دامانو، واورینو څوکو ګرځم هم داسې احساسوومه بس مونږ کښې یو فرق دا شته چې زۀ ئې خپل وطن ګڼم —- یو مستعمره وطن — یو ښکېلاک په قبضه کښې ګېر وطن ——- ماته رښتیا هم چې د جنت جنت احساس راکوي — خو دغه احساس هله سُور دوزخ شي چې زما سره بېرغ نۀ وي —- مونږ په پردو رنګونو او کاغذي ګلونو سپرلي نۀ کوو —- تۀ خوشبینه وې تا دغه ادا هم وکړه خو ستا دغه ادا نن مونږ ته لکه د پېغور ولاړه ده —-جذبې مو داسې یخې پخې دي لکه ستا د فلک سېر په سردرو کښې په واورو کې پروت یخ پخ مړے —- نن راته ستا دغه مړے دغه لاش د د دې ټول پښتون وطن وجود ښکاري – چې په جنتي فلک سېر په یخ او کنګل فضا کښې لارې څاري —-
هو میا صاحب ستا مړے لارې څاري — دلته چالیار کښې ستا مور ستا لارې څاري —- ستا خوېندې ستا لارې څاري —- ستا مړے د هغه ټولو خوېندو مېاندو ته نوې ادا ښائي د کومو خوېندو میاندو چې بچي او وروڼه لا درکه دي – ته لا درکه هم نه یې خو بیا هم لا درکه یې —- مونږ خپل لا درکه وروڼه ګورو او ته رانه سره د درکه “ لادرکه “ یې —- ستا لاش ستا مړی د فلک سېر په سر په واورینو څوکو کښې د دغه ټول وطن او ټول قام د بې بسۍ تصویر دے