د نوي کندي اعوان محله کښې پۀ 11-12-1971 خدائي خدمتګار حبيب ګل کره درېم زوے پېدا شو چې نامه ئې ورباندې دلاور خان کېښوده ۔دې ماشوم وړومبۍ زده کړې د مولانا محمد اسلام المعروف کابل استاجي نه ترسره کړې او دغسې د لسم جماعته پورې سبق ئې د ګورنمنټ هائي سکول ترخه نه حاصل کړو۔ هر کله چې کورنۍ ئې خدائي خدمتګاره وه نو د طالب علمۍ د وختو نه د ضياالحق د امريت پۀ ضد باندې ئې د عوامي نېشنل پارټۍ د سيوري لاندې پۀ اېم ار ډي تحريک کښې برخه ولرله او هم پۀ دغه ټس کښې ئې د قېد او بند سختې برداشت کړې کومې سره چې د هغوي سياسي شخصيت د پختګۍ سره مخ شو۔ د لسم نه پس چې کالج ته لاړو نو هلته هم د پښتون سټوډنټ فيډريشن باقاعده برخه وګرځېدو۔ کله چې ئې تعليم پوره کړو نو د محکمه تعليم سره ئې وابستګي راغله يو د يو استاذ پۀ حېث ئې ذمه وارۍ ترسره کړې ۔ پۀ دې دوران کښې د پبو سنټر صدر هم پاتې شوے دے او د ملګري استاذانو سره پۀ صوبائي او ضلعو عهدو باندې هم پاتې شوے دے ۔ د عوامي نېشنل ګوند د تحصيل نايب صدر او د کلي ترخې صدر هم پاتې شوے دے ۔د عوامي نېشنل پارټۍ پۀ دورې حکومت کښې چې استاذانو ته څومره هم ترقي ورکړې شوې وه د هغې پۀ فارمولا او طريقه کار کښې د محترم اسلام الدين او دلاور خان سېلاب خصوصي لاس و او د غې ترقۍ ګټه نن هم د هر استاذ کور کور ته رسېږي ۔
دې سره سره ماسټر دلاور خان سېلاب د کلي ناظم هم پاتې شوے دے او يو سماجي کارکن هم وۀ چې د علاقې پۀ روغو جوړو کښې ئې کردار لوبولے دے چې ډېر خاندانونه ئې د مستقل دښمنو او بدو څخه ازاد کړي دي ۔ دے او د دۀ نزدې ملګرے ذلفقارعلي بټو د ترخې د دومره موده د واک او اختيار باجود هم پرې چرته د يوې انې د کرپش الزام نۀ دے پورې شوے تر دې چې مخالفين ئې هم د دغه امانتدارۍ ګواهان دي ۔سېلاب صېب د نُور او رنګ نه ډک انسان و۔ د علاقې پۀ مذهبي، کلتوري، سياسي او ادبي پروګرامونو کښې ئې پۀ نره باندې برخه اخستې ده ۔د دوي پۀ شخصيت کښې نرموالے، زغم او استقامت له ورايه ليدے شو۔ هم دا وجه ده چې مونږ نن د واړۀ سياسي کارکنانو پۀ حېث هم هغه لاره خپلوو کومه چې د دلاور خان سېلاب د اصول پسندۍ لاره وه ۔ مونږ پۀ دې وياړ کوو چې د خپل سياسي شعور نه برجق استاذ سره مې ژوند کړے دے ۔ پۀ ژوند کښې ئې کۀ هر څو اړے ګړے راغلے دے خو سېلاب صېب کله هم د خپلو اصولو نه ورستو شوے نۀ دے ۔هغه د باچاخان پۀ هغه وفادار سپاهيانو کښې و چې تر مرګه ئې د خدائي خدمتګارۍ عملاً ژوند د اولس د خدمت د پاره په پکار راوستے دے ۔
د سېلا صېب د ژوند پۀ هر اړخ باندې خبرې کېدې شي خو ماته به ئې هر وخت وئيل چې بچيه د سياست سره سره خپله دنده (روزګار) هم کول لازمي دي ۔ ځکه کۀ چرې دا نۀ وي نو بيا يو څوک سياستدار کم او ټګمار ډېر وي ۔سېلاب صېب د خپل خانداني کاروبار او د کرکروندې سره د اخرې پورې رشته پالله ۔د دوي ناڅاپي مرګ نۀ صرف د دوي خاندان يا ملګرې وژړول بلکې ټوله علاقه ئې پۀ ځان پۀ غمژنه پرېښوه ۔غرض دا چې ماسټر دلاور خان يو کامياب سياستدار، روښتونے خدائي خدمتګار و چې تر اخره پورې د خپلې نظريې سره ولاړ پاتې شو۔ د دوي د انسان دوستۍ بلها مثالونه شته خو د بټهو ماما پۀ قول چې ” د دلاور خان د وادۀ د اوربل شپه او دے پۀ يوه جرګه کښې وۀ اخر چې د جرګې نه وزګارېدو نو دغه شپه تېره شوې وه ۔ دے صرف د نوم دلاور نه و بلکې د عمل دلاور و۔
لکه ونه مستقيم پۀ خپل مقام يم
کۀ خزان راباندې راشي کۀ بهار
الله پاک دې زمونږ دې خوږ مش ماسټر دلاور خان سېلاب ته جنتونه ورکړي ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔