جبر ته ارتقاء وئیل د تاریخ تشریح نه،د طاقت سپیناوے دے–عالم زېب اتمانخیل

دا ليکنه شريکه کړئ

د تاریخ  په اوږدو کښې جګړې، قتلونه، فتوحات، غلامي، استعماري قبضې او د زورورو له خوا د کمزورو محکومول رښتیا هم شوي دي خو یوازې دا چې یو ظلم په تاریخ کښې شوے دا دلیل نۀ شي کېداے چې هغه ظلم طبیعي، اړین، سم او د انسان د پرمختګ لپاره حتمي و ۔ د تاریخ د یوې پېښې تشریح او د هغې جواز دوه بېل شیان دي ۔ مونږ کولے شو وڅېړو چې یوه امپراتوري ولې پیاوړې شوه، کوم اقتصادي او پوځي عوامل ئې لرل او ولې ئې په نورو واک وموندۀ خو د دې عواملو پېژندل د هغې ظلمونه نۀ شي سپینولے ۔ همدا  قوي دي، نو حق لري  فکر تر ټولو لویه ستونزه ده ۔ کۀ د زورور بریا د هغه د حقانیت ثبوت وګڼل شي، نو بیا به هر فاتح خپل ظلم په دې جمله توجیه کوي چې تاریخ همداسې روان دے ۔ حال دا چې غلامي، استعمار او نسل پرستي د تاریخ واقعیتونه و، خو د هغوی پر ضد مبارزه هم د تاریخ برخه وه ۔د حیاتي ارتقاء او انساني تاریخ ګډول هم سمه خبره نۀ ده ۔ طبیعي انتخاب یو بې‌طرفه حیاتي بهیر دے خو انسانان شعوري پرېکړې کوي، ګټې لري، قوانین جوړوي، جګړې کوي او د نورو د محکومولو لپاره نظریې جوړوي ۔ استعمار د DNA کومه تصادفي پېښه نۀ وه د اقتصاد، سوداګرۍ، پوځ، سیاست او قدرت له  شعوري پرېکړو سره تړلی نظام و ۔ حتی د انسان د بقاء تاریخ یوازې د جګړې او زور تاریخ هم نۀ دے انسان د ژبې، پوهې، ګډ کار، باور، د ماشومانو د ګډې روزنې، د ناروغانو د پاملرنې او ټولنیز سازمان له لارې پیاوړی شوي ۔ یعنې همکاري د انسان د پرمختګ دومره مهمه برخه ده لکه سیالي او مقابله ۔ همدارنګه دا وئیل چې هغه وخت همداسې و تل د حقیقت بشپړ انځور نۀ وړاندې کوي ۔ په هره زمانه کښې مظلومانو د ظلم پر وړاندې مقاومت کړے دے ۔ غلامانو بغاوتونه کړي، ولسونو د استعمار مخالفت کړے او خلکو د خپل حق لپاره مبارزه کړې ده ۔ نو د یوې زمانې ظلم ځکه عادلانه نۀ شي کېداے چې د هغې زمانې زورورو  ورته قانوني بڼه ورکړې وه ۔ د انساني تمدن یو مهم پرمختګ هم دا دے چې انسان ورو ورو هڅه کړې زور د قانون، اخلاقو، حقونو او اولسي رضایت تابع کړي ۔ غلامي چې یوه زمانه کښې قانوني وه، وروسته د انسانیت پر ضد جرم وبلل شوه ۔ استعماري واک چې یوه زمانه کښې د تمدن راوړلو په نوم توجیه کېده، نن د محکومو  ولسونو د حقونو له زاویې ارزول کېږي ۔ نو تاریخ کوم له مخکې لیکل شوے کتاب نۀ دے چې هر څۀ پکې حتمي وي ۔ تاریخ د قدرت، ګټو، امکاناتو، اتفاقاتو او د انسانانو د پرېکړو ګډه پایله ده ۔ جبر د تاریخ یوه برخه ده خو د تاریخ قانون نۀ دے جګړه د انسان یو چلند دے، خو د انسان تقدیر نۀ دے ۔اصل خبره دا ده هر څۀ چې په تاریخ کښې شوي، لازمه نۀ ده چې باید شوي وې او هر څۀ چې زور ور وکړي، لازمه  نۀ ده چې حق وي ۔ د انسان د حقیقي پرمختګ معیار یوازې دا نۀ دے چې زورور څنګه په کمزوري غالب شو بلکې دا هم دی چې انسان څومره وتوانېد زور محدود، ظلم رد، حقونه ومني او ګډ ژوند د قانون او اخلاقو پر بنياد جوړ کړي ۔ هم دلته تاریخ د فاتحانو له کیسې څخه د انسانیت د وجدان پوښتنه ګرځي ۔

نورې ليکنې۔۔۔