څلورم پیر (خاکه)—سېد ارمان باچا

دا ليکنه شريکه کړئ

ما ته پته نشته چې پښتو ادب کښې دَ پیرۍ مریدۍ دود دستور چا شروع کړے اؤ دَ کله نه…خو دې بدعت یؤ داسې شکل اختیار کړے چې لکه دَ کرونا یؤ نه بل ته په تېزۍ لګي.دوه نیم یا زیات نه زیات درې تنان چې ئې وه پېژنی نو سړے ځان نه خُد ساخته پیر جوړ کړی.بیا لکه دَ چُف سرکار صرف چُف چُف نه کوی بلکې لکه دَ اېم ټی جے خوبونه هم وینی.دا خوبونه کله کله په ویخه هم لیدلی شی.خو تعبیر ویستو دپاره به بیا هم پیر ته رجوع کوې.لکه دَ نورو بدعاتو دا هم پښتو ادب ته دَ فېشن په توګه راننوتو.خو دلته دَ پیرۍ دپاره کامل کېدل ضروری نه دی بلکې دلته هغه سړے پیر وی چې کامل بالکل نه وي.

محترم پروفېسر ساه سعود دې الله پاک وه بخښي،سره دَ کل مومنانو،هغوي پښتو ادب کښې دَ پيرانو تعين په ډېر منصفانه انداز کړے.هغوي وائي چې پښتو ادب کښې درې پيران دي.1 باعمله پير،پير محمد کاروان .2 بې عمله پير اعني زۀ (شاه سعود) 3 بدعمله پیر،چې ټول بدعمله ئې پېژنی هم اؤ پیر ئې هم منی.خو ځه الله پاک دې معافی وه کړی ما پکښې دَ څلورم پیر اضافه په ډېر رندانه جرأت وه کړه.دا پیر دَ رحمٰن بابا دَ دے شعر مصداق دے،

هم پند اخلم هم پند وایمه هر چا ته

زۀ دَ ځینو یم مرید دَ ځینو پیر یمه

دے هم که دَ ډېرو شاګردانو اؤ مریدانو پیر دے خو دَ پیرِ پيران حضرت مشتاق مجروح رحمة الله علیه اؤ قلندر مومند مرید دے.اؤ دَ دغو صاحبانو په ادبی صحبت چې څوک رنګ شوے نو کمال ته خامخا رسېدلے دے.

دا ښاغلے پښتو ادب کښې یواځينے شخصيت دے چې ډېرې خاکې ئې ليکلې شوې دي.حالانکې خاکه ليکل چې څومره مشکل کار دے دَ هغې زيات ګران کار دَ خاکې برداشت کول دي.اؤ نن سبا خو حالات داسې کړکېچن دي چې دَ چا په منشاء بلکې په اجازت هم که خاکه وه ليکې بيا به ورځې هم اؤ عذر به ئې هم کوې.زمونږ يؤ ملګري په خپل يؤ پروفېسر خاکه ليکلې وه.بيا ورته پروفېسر وئيل چې اوس به راته عذر کښې لس دېګونه پخوې.پروفېسر دا ګڼل چې ګينې دا چرته سازش دے.سازش پورې راياد شو دا ښاغلے پښتو ادب کښې يواځينے سړے دے چې دَ چا خلاف يؤ يؤ نه،يؤ يؤ ځل هم نه، بار بار اؤ ښه ډېر سازشونه شوي دي.دَ پښتو اکېډيمۍ چار ديواري ګواه ده چې دَ يؤ تن دَ وړاندې کولو دپاره دَ دوي پي اېچ ډي نهه کاله ايساره کړې شوه.مقصد صرف دا وو چې دغه بل تن ترې اول ډاکټر شي.قدرت هم دا خبره خوښه کړه اؤ هغه بل تن ترې لکه دَ خپلې ډګرۍ هغه بلې دنيا ته هم وړاندې لاړو.

کله چې څلورم پير دَ پښتو اکېډيمۍ دَ يؤ پروفېسر پوزيشن ته اېپلائي وه کړه نو باقاعده دَ سازشيانو تر مينځ يؤ مېسج وه چلېدو چې راټول شئ چې دا سړے نه اکېډيمۍ ته راداخل نه شي.ولې چې دغه حساس ځائې کښې دَ کار خلق اوړو کښې دَ مالګې برابر وي.دَ دې برعکس دوي له خدائې پاک هغه صلاحيتونه ورکړي دي چې دَ قلندر صاحب شاګردانو کښې دَ کمو تنانو په برخه شوي دي.

ښاغلے ما په اول ځل دَ ساهو ليکونکيو مرکې په يؤ اجلاس کښې وه ليدو.نرۍ وړه سپينه ږيره،دَ نظر چشمې په سترګو، تور اوور کوټ په تن اؤ سور انقلابي مفلر ئې غاړه کښې زوړند وو.حاضرينو ته ئې داسې حېران حېران کتل چې ما وې ګېني يا خو زه خو غلط ځائې ته راغلے يم اؤ يا دے….

وروستو راته ياسر باچا وه وې چې دا هغه تن دے چې څه دپاسه پنځوس کتابونه ئې ليکلي دي.اؤ دا سفر لا جاري دے.نن سبا څه دپاسه دَ اتيا کتابونو مصنف دے.

دَ دې هر څه باوجود دومره دَ عاجز طبيعت مالک دے چې کله ئې هم دَ خپلې ډاکټرۍ بې ځايه اؤ بې ضرورته تشهر نه دے کړے.حالانکې په کلاسيکي ادب چې څومره پوهه دوي سره ده نو نن سبا دَ دې پائې اديب پښتنو سره نشته.دا خبره څه مبالغه هم نه ده که وه کتلي شي نو دَ “خوشحال تاريخ ګوئي “ګويا اؤ ګواه ده چې څلورم پير څومره خوشحال شناس دے.حالانکې دَ خوشحال شناسۍ دعوېدار ډېر دي.په خوشحال بابا پوهېدل ځان له يؤ سند دے.که څوک ئې نه مني نو  “مظلوم خوشحال ” وه ګورئ.

دَ څلورم پير پوهه تر خوشحال بابا محدوده نه ده بلکې “حميد بابا ژوند فکر اؤ فن “دَ دې خبرې غمازي کوي چې دوي کلاسېک څومره لُستے اؤ څومره پرې پوهېږي.

دَ څلورم پير بې پناه صلاحيتونه دا خبره په ډاګه کوي دوي ته دَ ادب په هر صنف دَ کمال تر حده عبور حاصل دے.دَ قصه خوانۍ دَ مصروفو اؤ رنګينوکوڅو نه راواخله دَ روان کږلېچن اؤ وران ويجاړ ژوندون ښاريه………

دا هغه اثار دي چې په ډېرو مختصرو لفظونو کښې دَ ژوند په هره الميه تا سره ستا درد سندره کوي.هغه که دَ ازادۍ جنګ دے اؤ که دَ طبقاتي تقسيم جنګ.سياسي بازيګري ده اؤ که دَ وخت دَ ناتار هره شخړه….څلورم پير پرې تا سره غږېږي.اؤ په دغه غږ کښې دَ امن ،مينې ،ورورولۍ اؤ بېدارۍ يؤ لافاني تصور اؤ تصوير خوندي دے.

دَ دې نه علاوه که دَ تحقيق مېدان دے نو څلورم پير هغلته هم زړۀ ستړےنه  دے بلکې دغلته ئې هم دَ خپل فکر ليتکے بل ساتلے چې رڼا به ئې لازواله اؤ تل پاتې وي.دلته ئې دَ خپل استاذ قلندر صاحب دَ شاګردۍ حق ادا کړےدے.که اولسي ادبي جرګه ده ،کهرادبې مقدمې دي،که قلندرمومند په حقله تنقيد تحقيق دے،که دَ ولي خان دَ فکري شمعې رڼا ده دَ که دَ هغوي دَ سياسي بصيرت اٰئينه داري ده،که دَ محترم دوست محمد خان کامل مومند شخصيت دے،که دَ رحمٰن بابا فکري مکتب دے،که قصيده برده ده،که قلب السير دے،که حميد بابا دے،که اتمام حجت دے،که دَ باچا خان لالونه مرغلرې دي اؤ که خوشحال اؤ روښانيان…..دا اؤ دا قسم نور ټول هاغه تحقيقي اثار دي چې څلورم پير دَ خپل استاذ قلندر مومند اؤ نور و محققينو سره څنګ په څنګ ودروي.دَ پير دَ خور وور علمي اؤ ادبي ژوند کوم کوم اړخ به سړے بيانوي خو دا به وه وايو چې

تا ته مې پټه خله کتل اؤ ما دغه وئيل چې

ستا په ښائست کښې نو ياره سړے څه وه وائي؟

نو سړے به څه وائي اؤ څومره به وائي ولې چې دوي ژوند په کوم اړځ هم الوت ته وزرې پرانستي دي نو هغه ئې ښائسته کړے دے.که دوي دَ شعري هنر سفر وه ګورو نو دَ شعر ښاپېرۍ ئې چې چرته هم دَ “خيال په سېوري “ناسته ده نو صرف ئې مينه نه ده ستائيلې اؤ نه صرف جانان،زلفې،شونډې يادې کړي اؤ ئې دَ وعدو سېوري ته غرمې تېرې کړي.په دې ئې وخت اؤ بخت نه دے خراب کړے بلکې دَ خپل “کلام “په “غزلزار “کښې ئې ډېر “ژوندي لفظونه ” راوړي اؤ “زما اؤ ستا سندرې “ئې تل دَ ژوندانه په بام شور کړي اؤ پورته کړي دي.دغه کلامونه يوازې “زما غزلونه “نه دي چې دا دې ګينې دَ يؤ ارمان “دَ ګل په کټوري کښې “راټول شي بلکې زما پوره پوره “يقين “دے چې دا غزلونه دَ ټولې پښتونخوا دَ تس نس اؤ خوار اولس دَ نغمو اؤ درد کريکې اؤ څړيکې دي. دا ځکه چې هغه دَ خپل اولس “نندارې “له “له مردانه تر مردانه “ګرزېدلے اؤ کړېدلےدے.اؤ دَ هر سړي “نقشونه “ئې دَ تاريخ په مخ ثبت کړي دي.دَ سوات دَ سلګۍ سلګۍ اؤ وير وير ماحول تصوير ئې په دومره ښکلي انداز دَ ادبي پنګې برخه جوړه کړې ده لکه دَ سائل صاحب  دې وېنا له ئې جواب لټولے وي وي چې دَ وينو رنګ په لمبو څنګه ښکاري

ولې چې دوي دَ سوات اور ورين اؤ بم ورين تصوير په “اور “کښې جوړ کړے دے. اګر چې لا سائل اوس هم مشوش دے چې تا له تصوير په ګلاب جوړ کړم که نا؟

څلورم پير دَ سوات،مردان،صوابۍاؤ ملاکنډ په درسګاهونو کښې دَ ژوند وربشه راټوله کړه اؤ اخرکار چې کله دَ نخښې دَ ويشتو شو نو دَ پېښور خړې کوڅې ئې يادې شوې.په درسګاهونو کښې دَ حور اؤ حورې پير پاتې شوے چې مريدان به ئې هم وو اؤ مريدانې هم.البته مريدان ساتل ئې محبوبه مشغله ده.دې مشغلې نه صرف دَ بخشي پل تر کباپو رارسولے بلکې دَ بشير اباد کوڅې ئې هم دَ شين سترګو دَ مسکا دپاره چاڼ کړي.دا هم دَ هاغو مريدانو عقيدت اؤ مينه ده چې پيرئې  په ژوند دروند کړےګينې پښتانه دَ چا په ژوند قدر نه کوي.دا هم ډېره دَ حېرانۍ خبره ده چې دَ کوم پير په جېب هر وخت لړم ناست وي اؤ بيا هم دومره مريدان ساتي.دا دَ يويشتمې پېړۍ يوه عجوبه ده.څلورم پير که هر څو نازک مزاجه دےخو بيا هم دَ ډېر لوئې تحمل اؤ برداشت مظهر دے.يؤ ځل ئې دَ خانه فرهنګ ايران په يؤ سېمينار کښې په رحمٰن بابا مقاله اؤروله اؤ يؤ نام نهاد رحمن شناس راپاسېدو اؤ دوي ته ئې دَ خپل تربيت موافق نازېبا الفاظ وه وئيل.لفظونه چې له خلې وځي نو ويونکي په تربيت دلالت کوي.څلورم پير دا هر څه برداشت کړل ځکه دوي په دې پوه وو چې رحمن بابا پښتون وو.هغه به اپريدۍ اؤ خټکه هم پښتنې يادولې.اوس دغه اپريدۍ اؤ خټکه حورو ته منسوب کول نه دَ رحمٰن بابا غلطي وه اؤ نه دَ څلورم پير.بلکې دا دَ نام نهاد رحمن شناس کم فهمي اؤ کج فهمي وه.تاريخ ګواه دے که نن هم دوه نيم تنه دغه نام نهاد پېژني نو صرف په دې حواله.بل طرف ته څلورم پير نن هم شته پرون هم وو اؤ دَ قيامت تر سبا به دَ پښتو اؤ پښتنو دَ غمخوارانو په صف کښې لکه دَ نمر ځلېږي.

څلورم پير چې کله دَ مريدانو تر مينځه کښېني نو دَ خپل انداز مطابق علمي اؤ ادبي بحثونه کوي.کله چې په تنقيدي اجلاس کښې شريک شي نو خپله په جار کوي خو په وار نه.ځکه چې دوي دومره خُدپرسته دي چې دَ صدر صاحب نه دَ اجازت اخستو زحمت بالکل نه کوي.ولې چې دَ دوي په قانون ويره نومې شے نشته.البته دَ خپل کور کمانډر نه دومره ويرېږي که چرته دومره ويره ئې دَ لوئې څښتن نه کولے نو ولي به وه.اوس خالي دے.خبرې ښې په ناز ناز کړي.لطيفې پهرکښې هم کوي.په ځان دومره مئين دے چې دَ ډېرو کتابونو لټون اؤ سمون ئې دَ ځان په کهاته کښې ليکلےدے.بلکې يؤ ځل خو راته لونګين جاجي په خپل موبائل کښې دوه ويډيوګانې وه ښئيلې. يوه ويډيو دَ يؤ ادبي پروګرام وه چې چراټ پښتو ادبي سنګر پهـع کال دوه زره ديارلسم کښې کړے وه.دغه پروګرام کښې يؤ شاعر خپل کلام وئيلے وه.دويمه ويډيو دَ دې نه پينځه کلونه وروستو په يؤ بېټک کښې شوې ده چې هم هغه غزل څلورم پير ته الهام شوے دے اؤ وئيلے ئې دے.البته په دغه الهام کښې لږه تېر وتنه دَ رومن حروفو له وجې شوې ده.چې شال ته په کښې شل وئبلي شوي دي.اصل شعر داسې وه

څنګ به ورله نه کوي تعويذ مولا

شال چې شکرانه کېږدي اؤ وه خاندي.

چا چې زما غُندې په ساده موبائل کښې دَ مار ګېم نه علاوه پښتو دَ انګرېزۍ په حروف تهجي ليکلې وي نو هغه ته به پته وي چې دا فرق څنګه وي.بل فرق دواړو ويډيوګانو کښې دا وه چې تخلص دَ کمال په ځائې حسرت وئيلے شوے وه.لونګين حاجي دَ خپلو برېتو څوکې دَ ګڅ لاس په مسواکه ګُته سمې کړې اؤ وې خېر دے خيالونه جنګېدے شي.هوا ده نو کله کله الهام دَ درمنګو نه ګلي بابا ته يوسي.ولې تا هغه نازولې پېغله نه ده اؤرېدلې چې وائي سر جي! اباسين صاحب وائي چې الهي دَ خپل حبيب له برکته

دا ساده انشاء رنګينه دَ رحمن کړې

دَ زړهـ په حواله خو دومره مجبور دے چې زوړ شو خو سوړ نه شو.اوس سپينې ږيرې لا دَ ده عشق کوټه روپۍ کړے نه دے.ښکلي ئې اخلي.لا تر اوسه دَ خپلې ځوانۍ دَ دوران په رنګ يار باش اؤ عاشق مزاج بلکې لوفر مزاج دے.بنده هغه وخت سم حېران شي چې يؤ سړے دَ دلدارۍ اؤ افسرۍ تر مينځه ټول عمر دلېږي ولې بيا هم دَ خپل عمر نه سېوا کار وه کړي.ځکه خو دَ څلورم پير ډاکټر زبېر حسرت سي ـ وي لُستو کښې درې کپه چائې څښلې شي

نورې ليکنې۔۔۔