د یخ جنګ نه تر ګرمې تباهۍ (سرد جنګ او د هغې په پښتنو اثرات)—عدنان خيالي

دا ليکنه شريکه کړئ

شلمه صدۍ په نړیوال کچ د لویو بدلونونو زمانه ده ـ په دې دوره کښې په علمي، ادبي، سائنسي، سیاسي، معاشي او معاشرتي حواله راغلې بدلونونه د تاریخ برخې دي ـ خو دې سره سره په دې دوره کښې د نړۍ لویو قوتونو د زور، زر ،زمکې د حصول د پاره په مختلف شکلونو کښې جنګونه وکړل ـ د اقتدار دغه رسه کشۍ غټانو ته د انا د تسکین سامان ورکړو خو د دوي د انا په ټس کښې د لکهونو انسانانو په ذهنونو، وجودونو او مالونو اسبابونو لوبې وشوې ـ واړه قوتونه په معاشي، معاشرتي،ذهني او سیاسي توګه وځپلے شوـ په دغه لړ کښې د شلمې صدۍ په نیمه کښې شروع کېدونکے “سرد جنګ” هم دے ـ چې وروسته د ډېرو ګرمو تباهیانو سبب وګرځېدو ـ

د “سرد جنګ” د وضاحت نه مخکښې لږ پس منظر ته ورځوـ د شلمې صدۍ په دویمه لسیزه  او دغې نه پس په یو وخت نړۍ د ګڼو بدلونو سره مخ شوه ـ لوے واړه واقعات، تنازعات رامنځ ته شوـ د بېلابېلو هېوادونو لۀ خوا د کالونیزم لۀ خول څخه وتلو هڅې، په دې خاوره وسله، غېر وسله واله مبارزې، وړومبۍ نړیواله جګړه (۱۹۱۴-۱۸ء) ، دریم انګلو افغان جنګ، افغانستان استقلال(۱۹۱۹ء)، سویت یونین قیام (۱۹۲۲-۲۳ء)، سلطنت عثمانیه اختتام(۱۹۲۴ء)، روس،انګرېز روغېدل، افغانستان بفر زون ګرځول، د نيټو قیام وغیره داسې واقعات وو چې په نړیوال سیاست او جغرافیه ئې لوے اثرات پرېښودل ـد وړومبي نړیوال جنګ نه پس څۀ ریاستونه تقسیم شو، څۀ په وجود کښې راغلل ـ خو په نړیوال کچ جاپان او امریکه د لوے اقتصادي قوتونو دعویٰ کوونکي پاتې شوـ  په ۱۹۲۲ء کښې د اوږدې مبارزې نه پس انقلاب روس کامیاب شو، د سویت یونین قیام په وجود کښې راغلوـ په سوشلسټ بنیادونو/نظریاتو اډانه دې قوت په معاشرتي، اقتصادي، سیاسي او نفسیاتي توګه د نړۍ د لویو قوتونو سره د خپل حثیتونو په ځاے ساتلو غم پېدا کړوـ افغانستان سره د سویت یونین تعلقات ښۀ وو ـ لویې، وړې تنازعې وشوې، چین، جاپان او جاپان، امریکه په کښې سرفهرست ووـ څۀ موده پس دنیا د دویم نړیوال جنګ سره مخ شوه ـ سویت یونین او امریکه په یو پلېټ فارم د جرمني، جاپان وغېره خلاف ووـ امریکې د ایټمي وسلو نه پوره پوره فائده واخسته، اتحادیانو ته ئې هر ممکنه امدادونه ورسول ـ لۀ جنګه پس امریکه په معاشي/اقتصادي توګه نوره مضبوطه شوه ـ په نړۍ د حکمرانۍ د پاره ئې ځان یواځینے امیدوار ګڼلوـ دغه وخت کښې امریکه او جاپان په تعلقات کښې تندي راغلې وه امریکې، په جاپان پرله پسې ایټمي حملې (دوه ایټم.بمه) وکړې ـ جاپان خپل بېلات تسلیم کړوـ او د جنګونو د لوبو نه یوې ډډې ته شو، د امریکې سره ئې تعلقات بحال کړل او ټوله توجه ئې صنعتي اړخ ته ورکړه ـ  داسې په نړۍ د اقتدار او حاکمیت خوب لیدونکي دوه لوے قوتونه سویت یونین او امریکه پاتې شوـ یو د سوشلزم حامي ؤ، په هغه بنیادونو ئې په نړۍ کښې خپل سرحدات غزول، اتحادیان ئې پېدا کول او بل (امریکې) د جمهوريت او کپیټلزم په زور/پره خپله حلقه خورول غوښتل ـ  دنیا په لویه پېمانه په دوه لویو (نظریاتي) ګروپونو کښې تقسیم شوه ـ د دویمې لویې جګړې نه پس قامونو د جنګ زیانونه ولیدله، چې لکهونه خلق مړه، زخمیان او بې دره بې دیاره شوـ نړۍ په اقتصادي توګه هم وځپلے شوه، ګڼو وګړو ته د ژوند د بقاء مزل ګران شوے ؤـ خو بیا هم د خپلو مفاداتو د حصول هڅې کوونکي قوتونه په هیڅ حال کښې لۀ خپلې نۀ اوړي او په بل د خپل تسلط قائمولو او زور حاصلولو د پاره نورې لارې ګوري ـ په دنیا د حکمرانۍ خوب لیدونکي دغه لویو قوتونو ځان د مخامخ، میداني، اعلاني جنګ نه ځان په ډډه ساتلوـ کۀ مقابل راتلله نو د دیرش کالو په کمه موده کښې د دریم لوے عالمي جنګ خطره جوړېدله، دې دریمې چپې به نړۍ نوره تباهۍ پله وړې وه ـ ځکه سویت یونین، امریکې او اتحادیانو ترمنځه په یو بل د برترۍ حاصلولو نوے او نۀ ښکارېدونکے محاز وغوړېدلوـ کوم کښې چې مخامخ یو بل له راتلل نۀ وو خو پس پرده د ځان مضبوطولو او بل کمزوري کولو منډې روانې وې، چې ورته په جنګي اصطلاح کښې د Cold War/یخ جنګ/سرد جنګ/پراکسي وار نومونو اخستلے کیږي ـ کولډ وار کښې په مختلفو طریقو د یو بل د وهلو د پاره د روایتي حکمت عملیانو نه پرته لارې ولټولې شوې ـ د دفاعي او فوځي بجټ ښودنې شروع شوې ـ کۀ یو به کوم لوے پراجیکټ یا ایجاد وغېره وکړو، بل د هغې نه د ښۀ کوشش کولوـ کۀ یو به جنګي اسلحې ځان ته برابرولې، بل به تر هغه زیات کوششونه کول ـ غرض د یو بل د زیر کولو هیڅ موقع ئې د لاسه نۀ ورکوله ـ خو د مخامخ په ځاے د پراکسي وارز په صورت کښې، ورسره هغوي به په دې جنګونو کښې خپلې زمکې نۀ استعمالولې، د جنګ محازونه به نور خوا او شا ملکونه وو دوي به ئې پس پرده مرستې کولې ـ د نړۍ په بېلابېلو خطو کښې به په یو اړخ کیپټلزم او په بل سوشلزم حکومتونه کول ـ د خپلو نظریاتو د خورَونې د پاره ئې د مختلفو مقامي جګړو حمایتونه کول، چې په کښې د کوریا، ویتنام، ایران عراق شخړه وغېره او بیا په ۱۹۷۹ء سویت افغان جنګ ئې ښکاره مثالونه ووـ د روس او امریکې په دې جګړه کښې لوے موړ هغه وخت راغلو کله چې په کال ۱۹۷۸-۷۹ کښې په افغانستان کښې ثور انقلاب کامیاب شو ـ په ډکټیټرشپ راغلے سردار داود قتل شوـ  د خلقیانو حکومت راغلوـ خلقیان د سوشلزم حامیان ووـ نوے صدر نور محمد ترکۍ وټاکلے شوـ خو دغه دوران کښې نوې حکومت ته ډېرې دننه، باهر ستونزې جوړې شوې ـ سویت یونین (لویه حصه روس) سره غم پېدا شو کۀ دا حکومت ړنګ شي او د دوي حریف دا خطه ونیسي نو مونږ د پاره به وبال شي، ځکه هغوي دا موقع غوره وګڼله چې په افغانستان حمله وکړي، د خپل حمایتي حکومت مرسته وکړي، د دې خطې په واک کښې د اخستلو سره سره به مونږ ته خپلو حلقو غزولو کښې نوره مرسته مېلاو شي او لۀ خپل دښمنه به هم بچ پاتې شو ـ خو ولې د هغوي دغه خوب پوره نۀ شو، او وروسته د دوي دغه فیصله د دوي د بربادۍ سبب شوه ـ روس په افغانستان په دسمبر ۱۹۷۹ کښې حمله وکړه ـ د دغه حملې نه مخکښې د افغانستان د نوې حکومت روس پله نزدیکت د امریکې او نورو ګاونډیانو په ویره کښې اضافه کړې وه ـ د امریکائي سفیر مړینې د افغان،امریکې په تعلقات کښې شګاف راوستلے ؤـ اوس امریکې د راتلونکي حالاتو د مقابلې د پاره ځان تیاروو ـ دا د هغوي ارمان وو چې خپل دښمن زیر کړي او په نړۍ کښې یواځینے قوت پاتې شي ـ د سویت یونین خلاف مزاحمت د پاره ځائي خلقو د جهاد. اعلان وکړوـ د دوي د روس. خلاف جهاد. په یوه حواله سم هم وو، چې د خپل هېواد د ساتنې په لړ کښې ئې هڅې کولې، ولې دوي چې په کوم غرض هڅولے کېدل، دغه د پښتنو د خاورې د بېخ کنۍ سبب جوړېدلوـ امریکې. د خپل حریف د وهلو د پاره کوششونه شروع کړې وو ـ هغه د خوا او شا مسلمان هېوادونه ځان سره ملګري کړل، وړومبے ئې خبردار کړل چې د اشتراکیت دا سیلۍ به ستاسو وجودونه هم معدوم کړي ـ بیا ئې د سویت یونین د زیر کولو د پاره د دې خلقو د نفسیاتو مطابق اله کار وروزل ـ د نړۍ زیات خرچ لرونکے اپریشن، “اپریشن سائکلون ” اغاز وکړوـ په مختلفو سیمو او خصوصاً قبائیلي علاقو کښې خلق تیار کړې شوـ امریکې او اتحادیانو د روس. سره جنګېدونکي وګړو ته هر قسم مرستې جاري کړې، د نورو بشمول پاکستان، سعودي وغېره ئې هم کلک مرستیال ووـ په نصاب کښې بدلونونه وشو، د راغلي دښمنان خلاف په مذهبي رنګ کښې رنګولې بیانیې وړاندې شوې، الیکټرانک، پرنټ میډیا د ذهن سازۍ د پاره وکارول شو، خلق د دې جنګ نه په منع کوونکیو فتوې ولګېدې، د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو نه خلق څۀ د خپلو مفاداتو/ګټو/ډالرو او څۀ ساده لوح د جنتونو دوزخونو په قصو سره د دې جنګ برخې شوې ـ دا جنګ لس کاله جاري وو، چې په کښې زرګونو خلق، مړه، ژوبل او بې دره، بې دیاره شوـ  د دې جنګ دوران کښې په افغان خاوره د خپل وخت هر قسم زورداره جنګي وسله استعمال شوه ـ په وروستیو کښې سویت یونین د سیاسي او اقتصادي کمزوریو سره مخ شوـ جنګ کښې د طاقت ښودلو/مظاهرې هغوي معاشي توګه سخت ځپلي ووـ د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کښې د سوشلزم برخلاف بغاوتونه، انقلابونه شروع شوې وو ـ چې وخت تر وخته به د سوشلزم څخه حصه بېلېدله او د خودمختارۍ اعلان به کېدلو ـ  بل اړخ ته امریکه او اتحادیان د دې جنګ دوران کښې خپلو حامیانو ته هر قسم کومک رسولوـ دوي ته ئې روان حکومت سپکولو، غېراسلامي ښودلوـ دغه ټول عوامل دومره په شدت سره وړاندې شو چې سویت یونین ته خپله بقاء ګرانه شوه ـ لس کاله پس امریکه او اتحادیان په خپلو منصوبو کښې کامیاب شو، سویت یونین خپل ماتے قبول کړوـ په ۱۹۹۱ء کښې د سویت یونین صدر میخائل ګورباچوف د سویت یونین د تحلیل اعلان وکړو او داسې دې د ختمېدو سره یولس خودمختار ریاستونه به وجود کښې راغلل ـد کپټلزم سره ښکر وهلو بشمول خپل منځني، باهرنې شخړو،کمزوریو، ځینې فیصلو بغاوتونو وغېره د سویت یونین په تابوت کښې اخره مېخ ټک وهلوـ د مذهبي ډلې،ګټې دعویٰ کوونکیو او کپټلزم حامیانو په ګډه په خپله خونو کښې د دې لویې بریا جشن ولمانځلوـ یو وئیل چې لوے کفري طاقت مو لۀ تېغه تېر کړوـ او نورو وئیل چې وسط ایشیا/ګرمو اوبو ته راتلونکے زورور خونخوار نهنګ له مو سر وچقووـ خو د سویت یونین د شکست او تحلیل کېدلو سره د دوي طاقت هم تقسیم شوـ د امریکه “اپریشن سائکلون” پالیسي هم کامیابه شوه او داسې امریکه په نړۍ د واحد سپرپاور په حېث حکمرانه شوه ـ جنګ د عالمي بلاګانو وو او نفسیاتي، جاني، مالي قیمت ئې پښتنو ادا کړو ـ د سویت یونین په افغانستان یلغار د یو ملک په خودمختارۍ حمله وه ـ دا په هیڅ صورت د منلو وړ نۀ وه ـ بېلابېل هېوادونو کۀ هڅې کړے وې ،غېرجانبدار پاتې شوے وې، یا ئې خبره په خبرو حل کړے وې، نو د پښتنې خاورې او پښتنو تباهي به نۀ کېدله ـ  خو د خپلو اغراضو د پاره د پښتنو په زمکه د جنګ نۀ ختمولو او دې ته لمن وهلو، یو پرمخ تللے هېواد یا پښتانۀ بیا سوونه کاله وروسته کړل ـ لۀ دغې پس د سوشلزم د حامیانو سره څۀ وشو، کوم کوم اذیتونه ورته مېلاو شو ـ مشران لوټ، قتل او د لاشونو بې حرمتیانې وشوې ـ دغه بوږنکوونکي حالات د تاریخ برخې دي ـ البته د غرض پوره کېدلو نه پس د ګټونکي قوتونو لۀ خوا روزل شوې خلق هم د هغوي د پاره درد سر جوړ شوـ او هسې هم د کپټلسټو په بېلابېلو خطو کښې په جنګ ګرم ساتلو کښې فائدې وې، نو بیا هم د هغه خپلو جوړ کړې خلقو خلاف شول، هغوي ته ئې نوې نومونه ورکول شروع کړل ـ بیا دغې نوې جال ته نور جواز د ۹/۱۱ (۲۰۰۱ء) واقعې نه برابر کړوـ سپرپاور نړۍ ته ځان مظلوم وښودلو، همدردیانې ئې حاصلې کړې او یوه بله لوبه ئې د “وار آف ټیرر” په نوم اغاز کړه ـ چې چې د سرد جنګ نه تر ګرمو تباهیانو راغلو او چې لا نور به څومره دا وګړي ځپي ـ کۀ هر څۀ وو، وشو، کیږي خو المیه دا ده چې “د هاتهیانو جنګ کښې ټانټې وچقېدې” د نور وضاحت ضرورت به نۀ وي ـ

نوټ:° دا ډېره فراخه موضوع ده ـ د ګڼو واقعاتو ذکر به پاتې شوے هم وي ـ

°د نائن الیون نه پس واقعات د دې لیک برخه نۀ ده ـ

د نور تفصیل د پاره دا لاندې کتابونه ستاسو مرسته کولے شي ـ

 

★طا.لب. نه تر مهاجره (ډاکټر فضل رحیم مروت)

★ لۀ پیر روښانه تر باچا خانه (علي خان محسود.)

★د ثور کودتا او د هغې ژورې پایلې (ډاکټر محمد حسن کاکړ)

★ په پښتو ژبه او ادب د افغانستان د ثور انقلاب اثرات (ډاکټر نصرالله جان وزیر)

★اور جنگ جاری ہے (عقیل یوسفزے)

★سوویت یونین میں سوشلزم کا زوال کیوں آیا ؟ ( ایاز علی)

★پشتو فکشن پر نائن الیون کی اثرات (تحقیق: ڈاکٹر محب وزیر، ترجمه: یوسف حسین)

★Ghost Wars(Steve coll)

★The Cold War (Priscilla Roberts)

★ Cold War In The Islamic World (Dilip Hiro)

★Pathan Boarder land (James.W.Spain)

د ګورباچوف خپل کتابونه (کۀ ژباړې ئې پېدا شي)

* بېلابېل ویب پاڼې، متعلقه ارټیکلز، لیکنې، څېړنې ـــــ وغېره

نورې ليکنې۔۔۔