بېشک چې نېشنلیان د کونسلر سیټ نه شي ګټلے—شاه افغان وزير

دا ليکنه شريکه کړئ

خو سوال دا دے چې ولې ئې نۀ شي ګټلې؟ د دغه سوال یا پېغور ځواب د دلیل په رڼا کښې: د لیک دوې برخې دې اوله برخه کې خپلو پښتنو ملګرو مبارزینو ته مخاطب یم دوېمه برخه کښې مې مسلملیګیانو، یوتیانو، تبلیغیانو او ټول د جناح پاکستان ته ځواب وئېلے دې ۔

اوله برخه :نېشنل ګوند د کونسلر سیټ ځکه نۀ  شي ګټلې چې په داسې مذهبي سوسائټۍ کښې قامپاله، روشن فکره او سېکولر سیاست کوي چې الته قامپرستي، روشن فکري او سېکولرزم کفر ګڼل کیږي ۔ چرته چې هنرمند او سندرغاړي ته په سپک نظر کتل کېږي الته نېشنل ګوند هنرمندانو ته د قامي اتلانو او قدر په نظر ګوري او د سندرغاړو سره د ملاتړ پۀ توګه یا د سندرغاړو د دفاع په توګه انګازې پروډکشن په نوم سندرغاړو ته اداره جوړوي ۔ کومه ټولنه کښې چې د ښځې سبق یا ښځو ته د خپل صلاحیت مطابق د خپل اختیار په توګه ژوند کول یا ښځو ته د بنیادي حقوقو ورکول او یا ښځه یو کمتر او کمزورے ذات په توګه ټریټ کول بېغېرتوب، بې ناموسي او دووسي ګڼل کېږی الته نېشنل ګوند په ښکاره او په جار د ښځو د امپاورمنټ خبره کوي او د دوي د صلاحیت مطابق هغه اختیار منده ګڼي او د سړي سره  څنګ په څنګ په هر ډګر کښې د تللو حق ورکوي ۔ کومه ټولنه کې چې ږيره خرول، پانچې تر ښنګرو پاس ګرځول، د لارې په ښي طرف تلل، سر تور سر ګرځېدل، یا د خپلې خوښې لائف سټائل تېرول یوه لویه ګناه او د سنت پرېښودل ښکاري  او یا ورته دغه تر ټولو اولین او لویه مسله ښکاري الته نېشنل ګوند ته بې امني او په سیاسی توګه بې واکي اولنۍ او تر ټولو لویه مسله ښکاري، او د امن غږ کول فرض ګڼي ۔ کومه ټولنه کې چې جعلي پيران او ملیان د قام امامان ګڼل کېږی الته نېشنل ګوند جعلي ملیان د شر او فساد جړ ګني ۔ کومه ټولنه  چې په افغانستان کښې د امرېکې او روسیه روان جنګ ته جهاد وائي هغه جعلي جهاد او جنګ ته نېشنلیان فساد وائي ۔ کومه ټولنه ته چې په خپله مورنۍ ژبه کې تعلیم، لیک او لوست ګپ ښکاري الته نېشنلیان په پرادۍ ژبه کې لیک، لوست کول د قام زوال ګڼي او په خپله ژبه کې لیک، لوست کول د قام پرمختګ ګڼي ۔کومه ټولنه کې سیاست دروغ او سائنس کفر ښکاري الته نېشنلیان سیاست عبادت او سائنس ترقي ګڼي ۔کومه ټولنه کې چې دم او تاویز د بیمارۍ شفاع او یا قدرتی افتونه د اعمالو نتیجه ګڼل کیږی الته نېشنل ګوند دم ګرۍ او کوډګرۍ یو ناراوه او جعلي کاروباري ګڼي او افتونه قدرتی عمل، یا کلائمټ چېنج، د ونو او بوټو کټائی یې نتیجه ګڼي ۔ کومه ټولنه چې تربګني، د غېرت په نوم د ښځو وژل، پوله پټي بندې جنګونه غېرت ګڼي الته نېشنل ګوند دغه شیان قبائلی عمل او بغېرتوب ګڼی ۔کومه ټولنه کې چې تاریخ لوستل، کتاب لیکل،پښتو ادب شعر شاعري کول د وخت ضیاع ګڼل کېږی الته نېشنل ګوند د نېشنلېسټ لېټرېچر  بقاعده منظم مطالعتي مرکزونه او باچاخان ریسرچ سنټر په نوم منظم اداري جوړوی او لري ۔کومه ټولنه ته چې په افغانستان کې د طالبانو نظام یا د دوې په واکمني کې “بازار کې د سرو زرو دکان ټوله شپه بې دکانداره خلاس پاتې کېدلو نه باد هم د هغه دکان نه غلا نه کېدل امن ښکاری” الته نېشنل ګوند ته آمن په ښځو د هغوۍ د صلاحیت مطابق د دوۍ د خوښې تعلیم او ژوند کول، سیاسی، مزهبی، اقتصادی او بنیادی انسانی ازادي، او ورسره د سیاست واک د خپلې خاورې واک او درې رنګه ملي بېرغ رپول امن ګڼي ۔ (او چرته چې تبلیغیان او د ټولنې لویه برخه جنت غواړی الته عوامی نېشنل ګوند په خپل خاوره خپل اختیار او امن غواړی) الته به خود تبلیغیان او ټولنه ووټ نه ورکوی ۔او چرته چې د نېسنل ګوند د قامپرست او سېکولر سیاست خلاف د استعماری ریاستونو ډالر، نصاب،سورت الانفال د مزهب په زور په پوره توان و طاقت سره منظم جنګ کوي او چرته چې د نېشنل ګوند خلاف د استعماري ریاستونو ټولې اسلحې، بمونه، ټوپک، بارود او تر خودکش جېکټونو استعمال شول الته نېشنل ګوند تر ننه قامپرست او سېکولر سیاست. د سر په بېغه کوی ۔ چرته چې د کرپشن په نوم هغه غلام احمد بلور چې نن یې د بې وسۍ نه خپل کور خرس کړو دومره بدنام کړل شی چې د یو مېجر، کرنل، او جرنل بهریه ټاؤن او ډي اېچ اې سوسائټي او یا په بهر ملکونو کې جزېرې نه ښکاري الته چې غلام بلور خپل کور هم خرس کړی بیه هم د کرپشن د بې بنیاده او پاپولر پروپېګنډې په زور خپل ګټلې سیټ ځینې اخلي ۔ دغه د کرپشن  بې بنیاده پروپېګنډه یا د منظم ریاستي الزاماتو په دور کې به نېشنل ګوند خود خپل سیټ نه شی ګټلې ۔نو داسې ټولنه او سیمه کې به خود عوامي نېشنل ګوند د کونسلر سیټ نه شي ګټلې ۔ چې د کومې ټولنې ترجیهات دغه پورتني بیان شوي نکات وی الته به یوتیا نمبر ۸۰۴ کلین سویپ کوی ۔الته به د مولانا خانزېب په مقابله کې مبارکزېب ته خود سیټ ګټی ۔ الته به خود یو جعلی ملا سیټ ګټي چرته چې د ټولنې ترجیعات دم او تاویز د بیماری اعلاج ګڼل کیږی ۔ نو عوامي نېشنل ګوند په داسې ټولنه کې سیاست کوی  چې ترجیعات یې پورتنی لیکل شوي شیونه وی نو خود به د کونسلر سیټ نه شي ګټلې ۔البته خپل نظریات یې ساتلی او ګټلی دي ۔ د خپلې خاورې خپل اختیار سېاست، نېشنلزم یې تر دې دمه له ژوندۍ ساتلې دې او تر اولس یې رسولې دی ۔ باقی چې تر څو د اولس ترجیعات د پاکستانیت، مزهبي جنونیت، پاپولېسټ او اپرچونېسټ سیاست، جهادي زهنیت، جزباتئت، قبائلیت، رائوېنډي تبلیغیت، او د یوتیالوجي مرض ښکار وي تر هغې ستاسو دغه داعوه بېخی سمه ده چې عوامی نېشنل ګوند د کونسلر سیټ نه شي ګټلې ۔دوېم د کونسلر سیټ خو ځکه نۀ شي ګټلې چې انګرېزانو په پخپل کتابونو کې لیکلی دي چې مونږ د باچاخان د کاروان خلاف پع پښتانه ټولنه کې داسې زهر کرلی دي چې تر پېړیو به دغه زهر اثرات لری، بلکل هغه د زهرو اثرات نن هم ژوتدی دي  ۔د بېرنګی پاکستان نه راوخله تر نن مسلملیګی پاکستان پورې د دوۍ ټول نصابی قوت، عسکری قوت، اقتصادی قوت، نظریاتی قوت افرادی قوت، (پراکسي قوت) مزهبی قوت، خودکشی قوت په پوره طاقت سره د عوامی نېشنل ګوند خلاف منظم استعمال کړو، بلکې یوازې دوۍ نه ټول عالم اسلام او عالم کفر راغې د روس خلاف یې په افغانستان کې مزهبی جنګ او جهاد شروع کړو او ولی خان یې په خلاف لکه غر ودرېدو چې د روس ماتولو د پاره افغانستان او پښتونخواه خاوره د جنګ مېدان ګرځولو ته نه درکوم او هفع ټول فېک جهادی پراجېکټ یې اېکسپوز کړو او په خلاف یې ودرېد ۔ نو ټولو اسلامی ملکونو او کفری قوتونو د ولی خان او د عوامی نېشنل ګوند خلاف خپل ټول صلاحیتونه استعمال کړل، امرېکې او نېټو د عوامس نېشنل ګوند خلاف ډالر، ټوپک، بم، بارود استعمال کړو، پاکستان د عوامی نېشنل ګوند خلاف ملا، طالب، مندرسه، جومات، تبلیغی جومات، او خودکش استعمال کړو، د ځکه چې په پښتون وطن د قبضې د پاره د عوامی نېشنل ګوند کمزوری کول، ماتول او ختم کول ورته ضروری وو، خو د دوۍ دغه ارمان پوره نه شو، نو ځکه خو نن نېشنل ګوند د کونسلر سیټ نه شی ګټلې چې د ټولې دنیا اقتصاد، پروپېګنډه، نصاب، لېټرېچر، وسله، بم، بارود او خودکش د دې ګوند په ضد استعمال کړل شول ۔

دوئمه برخه!! دوئمه برخه مسلملیګیانو، یوتیانو او د قائداعظم ټول پاکستان ته ډالۍ ده تر عاصم منیره! چې اېمل ولی خان د بلوچستان د لارې پارلمان ته ولې راغې؟  اېمل ولی خان د بلوچستان نه ځکه سنېټر جوړ شو چې پښتونخواه کې ستاسو پلار ارمی چیف د موقعه نه ورکوله چې هغه اسمبلۍ ته راشی ځکه چې هغه ته مالومه وه چې بیه خو زه معدنیات داسې په اسانه په پټه نه شم خرڅولې ۔ هغه ته پته وه چې د ولی خان زوۍ خو بیه د ارمی چیف نه بلکې د پاکستان بنیادونه هم چیړی ۔ هغه ته پته وه چې اېمل ولی خان به هغه د ولی خان هغه د “چاکو” مثال په توګه ځان ثابتوی ۔ د طلال چهودری پلارانو جرنېلانو ته پته وه چې اېمل ولی خان به زمونږ په لاره کې لکه غر ودرېږی، ځکه یې په رڼا ورځ پرې د اسمبلۍ دروازې بندې کړې ۔ هغوۍ ته پته وه چې اېمل ولی خان به زمونږ د پلار ارمی چیف په برېف کېس خبره کوی ۔ د طلال چهودری پلارانو جرنېلانو او د هغوۍ پرکټیانو، دلالانو ځکه د اېمل ولی د ګوند لارې ونیولې چې د پښتونخواه معدنیات به په اسانه په خپل پلار ټرمپ شریف خرس کړو خو دغه ارمان به د دوۍ پوره نه شی ۔ د دلال چهودری او یوتیا سرکار پلارانو ته پته وه چې د اېمل ولی خان د ګوند لارې نیول ځکه ضروری دی چې مائن اېنډ منرل اېکټ بل به په اساه پاس کړو ۔ او اخر کې د خان زمان کاکړ دغه شعر ورته ډالۍ چۍ

بيا څه قهر نازل پر نظريه د پاکستان دے

بيا خلکو اورېدلے کوم تقرير د ولي خان دے

نوټ: طلال چهودری چې کوم زبان استعمال کړو دغه ژبه دغه رویه د ډېر وخت نه پښتانه هم استعمالوی چې اېمل ولی خان سنېټر ولې جوړ شو؟ شائد نن هغه پوهه وي چې اېمل ولي خان په پارلمان کې څومره ضرورت وو او ولې یې الته ځان ورسولو .د اېمل ولی خان د ګوند لارې تړل، په زېرو کې زرب ورکول، د کونسلر سیټ نه ګټولو په وجه شائد نن هغه خلک پوهه وی چې بنیادی وجه څه ده چې د عوامی نېشنل ګوند لارې تړل کیږی .او بیه افسوس په دې راځی چې خپل پښتانه هم د طلال چهودری په ژبه کښې ورته خبره کوي ۔

نورې ليکنې۔۔۔