جابر خان زما مخې ته د چايو پياله کېښوده _ په ټق ټق يې وخندل _ وې يې وڅښه ادم خانه ستا د پاره مې سپيشل جوړې کړي دي_
چای په غټه پياله کې د مېز د پاسه پرتې وې _ ما د هغه مرمرينې بنګلې ته يو خوا بل خوا کتل _ خدای خبر ولې ؟ خو د چايو ګوټ ته مې زړه نه کېدو _ جابر خان يو ځل بيا په ټق ټق وخندل _ وې يې سړيه څښه کنه سړيږي – زه به د شونډو په سر مسکی غوندې شوم – نه مې انکار کولې شو او نه اقرار – په زړه زړه کې به مې د ځان سره وئېل – ادمه دا چرته ګېر شوې يې – کله کله به راته ځان پخنټ غوندې هم ښکاره شو – او نخره باز هم – سړيه يوه پياله چای ده خو ايسته وروايېړوه –
جابر خان د علاقې يو مخور او زورور سړے وه – کور او حجره يې داسې په نخرو جوړ کړي وو چې په علاقه کې يې خپله ثاني نه لرله-
هغه يوازې په مېز چای نه وې ايښي،،بلها نور خوراکي څيزونه يې هم راوړي وو –
د چايو د پيالې نه لا تپ ختو – او زه چې به دغې پيالې ته په ځير شوم – زړه به مې خوړين خوړين شو – خدای خبر چې ما ته ولې او څنګه دغه پياله څښل يوه لويه ګناه او ناروا ښکارېده –
په خبرو خبرو کې جابر يو ځل بيا د چای ګوټلو ست وکړو – او ما به د هغه خبره په بله واړوله – کله کله به ځان ته په قهر شوم چې ادميه د چا ځای کې چې دې چايو څښلو ته زړه نه کيږي هلته ولې ځې؟
غريب سړے يې – د خپل لېول د خلکو سره ناسته ولاړه کوه – ځان ته به سم وقهريدم – د ځان سره به ګويا شوم – ادميه په شړق دې ولګي ستا دا شعور او ستا دا فکر و فن –
ما او جابر خان ګپ لګوو – په ګپ ګپ کې مې ورته د رحمان بابا دا شعر اووې چې
د دنيا د محلونو خښتې واړه
ما رحمان ته د سرونو مونارې دي
ما وېل خان په دغه شعر پوهېږی؟ هغه به بيا په ټق ټق وخندل – پرېږده ادم خانه دا شعرونه مېرونه ستاسو غوندې د وزګارو خلکو کار دے – ته زما د بنګلې دې رنګ رڼا او ښايست ته وګوره – دا ما په شعرونو مېرونو نه ‘ په خپل اعلی حکمت جوړه کړي ده –
” حکمت ”
ددې ټکي په اورېدو لا ټکڼی شوم – د خوا و شا نه عجيبه غوندې بوی راختو – ما وېل خان دا بوی د څه دی- هغه ما ته او په مېز د چايو پيالې ته وکتل د خندا نه شين شو وې وئېل – زما د حجرې ددغه مخامخ دېوال نه اخوا ما يو باغ جوړ کړی دی چې نوم يې دی باغ سکون- دلته د خوا و شا علاقو زاړه او ځوانان راځي – خپل سرور برابر کړي – ددوي هم کار کيږي او زما هم – ادم خانه ته څه لېونی شان يې کله کله دلته راځه – خپل ځان مشغولوه – زه به خپلو نوکرانو ته اوويم چې تا له شی مفت درکوي – ما بيا د چايو پيالې ته په ځير ځير وکتل – اوهو دا چای دي که زهر؟
مونږ دواړه د مېز غاړې ته ناست وو – جابر د خپل شان شوکت خبرې کولې او ما چې به د هغه د کور او حجرې دېوالونو ته کتل – لکه د هغه د کور او حجرې د ديوالونو کاڼي چې ما ته ګوري – او په ژړغونو سترګو ما ته څه فرياد او د خپلې بې وسۍ احتجاج کوي – خو زه په دېوالونو کې د نخښتي کوپړيو په ژبه نه پوهېدم – . کله کله به دغه بې روحه سرونو ته په ځير شوم – د چا په سترګو کې به مې اوښکې وليدې – د چا لېمه به تک سره وو او د چا په مخ به مې د خولو يو ۔ بهير وليدو – ما داسې محسوول لکه چې د خپل بې وزله او ناتوانه خواريکښو په کوڅو او بازارونو تېرېږم -د چايو د پيالې تپ رو رو په کمېدو وه – او دا ځل جابر خان په سختۍ د چايو څښلو خبره وکړه – ما په لاس کې پيالۍ پورته کړه او چې شونډو ته مې نزدې کوله زما لاس په رپېدو شول – داسې رپندې راباندې ولګېدو لکه چې ګوزن وهلې يم -ځکه چې دا ځل مې پياله بيښي سترګو ته نزدې د شونډو په سر پرته وه – او د ډېر نزدې نه ما ته په پيالۍ کې د هغه بې روحه سرونو وينې ‘ اوښکې او خولې ښکاره شوي – زه لږ وبوږنېدم – کړس شو چې پيالۍ زما د لاسه پرېوته او ټوټې ټوټې شوه