افغانستان کښې د امارت اسلامي د واکمنۍ پينځه کاله او د امن بیانیه–خادم حسېن

دا ليکنه شريکه کړئ

په 29 فرورۍ 2020کښې د افغانستان د اسلامي امارت (افغان تالبان) او د امریکا د متحده ایالاتو تر منځه د پاکستان په سهولت کارۍ او د ایران، ترکیې، سعودي عرب، روس، چین او د یورپي یونین په ضمانت د قطر سر ښار دوحه کښې لوظنامه لاس لیک شوه ۔ د دې لوظنامې تر مخه دا لوظ  اوشو چې د امريکې پوځونه به په اګست 2021کښې د افغانستان نه ووځي  او افغانستان به د اسلامي امارت واکمنۍ ته غورزیږي ۔ د 2020 د فرورۍ نه واخله د   2021د اګست تر میاشتې پورې یو غاړې ته داسې تصمیم اونیوے شو چې د پوځي ټېکنالوژۍ او استخباراتي ادارو واک د افغانستان د جمهوري حکومت د ملي اردو (پوځ) نه واخستې شو او هغوي بې لاسو بې خپو کړې شول ۔ بلې غاړې ته د غرب مېډیا دې یو کال کښې او د پاکستان مېډیا د افغانستان د تالبانو د جمهوري حکومت پر ضد د جنګ ټوله دورانیه کښې یو بیانیه په ډېر زور، تسلسل او اوچت غږ خپوروله ۔

د دې بیانیې یو برخه دا وه چې افغان تالبان ښۀ تالبان (ګډتالبان) دي او پاکستاني تالبان (تحریک تالبان پاکستان) بد تالبان (بېډ تالبان) دي ۔ او دا دوړه جلا جلا دي ۔ پاکستان کښې زیرک او بې پرې څېړنکارانو، سترګه ورو او پښتون ملت پاله سیاسي ګوندونو، په خصوصي توګه اولسي قامي ګوند (عوامي نېشنل ګوند) دا بیانیه په دې بنیاد رد کوله چې د تالبانو د دواړه ډلو نظریه، هدف او مرام یو دے او دواړه د یو بل مرستیال دي ۔ د دواړو ډلو کماندانانو د یو امیر په لاس بېعت کړے دے، دواړه سخت دریځه شخصي وسله والې ډلې دي چې د سیمې او نړیوال ریاستونه ئې د خپلو ستراتیژکي ګټو د پاره په کار راولي ۔ دواړه ډلې د اولس په خوښه د واک (اولسواکۍ، ډیموکراسۍ او جمهوریت) پر ضد او د یو زنداني ټولنې د جوړولو د پاره د اولسونو او حکومتونو پر ضد ترهه ګر عملیات کوي ۔ چې د دې تالبانو یوه ډله توانېږي نو بله ډله به ارو مرو توان تر لاسه کوي ۔ چې یوه ډله واک ته رسي نو بله ډله به ارو مرو د واک تر لاسه کولو د پاره خپل ترهه ګر عملیات زیاتوي ۔ افغانستان کښې به د امارت اسلامي واکمني پاکستان او په خصوصي توګه پښتونخوا کښې ترهه ګرۍ، انتهاګرۍ او فرقه ایزو جنګونو ته لار هواروي ۔

د ګډ او بېډ دا بیانیه دومره زیاته، دومره پرله پسې او دومره دوامداره اوچلېده چې د پاکستان حکومتي چارواکو، د پاکستان د مرکزي لیکې سیاسي ګوندونو (لکه د مسلم لیګ ن عهدېدارانو، د تحریک انصاف عمران خان او د حمیعت علمائې پاکستان مولانا فضل الرحمان او نور )، او د پنجاب د ښاري سیمو دانشورانو دغه د ګډ او بېډ خبرې نه سمه د کاڼي کرښه حوړه کړه ۔

د دې عمل سره متوازي  په مارچ  2020کښې باچا خان مرکز پېښور کښې د عوامي نېشنل پارټۍ د مرکزي صدر مشر اسفندیار ولي خان د مشرۍ لاندې یو پښتون قامي جرګه اوشوه ۔ دې جرګه کښې  د عوامي نېشنل ګوند مشرتابې سره سره د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، د پښتون ژغورنې غورځنګ، د جماعت اسلامي، د جمیعت علمائې اسلام مشرتابې او د خېبر پښتونخوا او جنوبي پښتونخوا (بلوچستان) د ګوټ ګوټ نه دانشورانو، د رسنیو استازو، د مدني ټولنو استازو او د بشري حقونو استازو دروند ګډون درلود ۔ د دې جرګې د پنځویشت نکاتي اعلامیې وړومبې نکته په دا ډول وه:

‎پۀ افغانستان کښې د جنګ له کبله عام افغانان او د ډيورنډ د کرښې دواړو خواو ته پراتۀ پښتانۀ تر ټولو زيات اغېزمن شوي دي ۔ “پښتون قامي جرګه” د افغانستان دننه د خبرو اترو عمل ته هرکلے وائي او پر دې خبره زور راوړي چې د افغان رياست پۀ پياوړتيا کښې ګاونډي ملکونه او د نړۍ نور قوتونه د سهولت کارۍ کردار ادا کړي ۔ “پښتون قامي جرګه” د بېن الافغاني مذاکراتو برياليتوب د افغانستان او سيمې د امن ضمانت ګڼي او پر ټولو ډلو زور راوړي چې د افغانستان د خپلواکۍ درناوے دې د بېن الاقوامي قوانينو پۀ رڼا کښې وکړي ۔ جرګه پۀ افغانستان کښې د بهرنيو مداخليو د ودرولو غوښتنه کوي ۔ پۀ پاکستان کښې تر هغې پورې امن نۀ شي راتللے، تر څو چې افغانستان کښې امن نۀ وي راغلے ۔

په بله معنی دې جرګې د دوحې هغه خبرې اترې مسترد کړې کومو کښې چې افغانستان کښې د افغانانو د ټاکلي حکومت پر ځاے نړیوالو او سیمه ايزو طاقتونو د یو شخصي مليشې سره د لوظنامې هڅه کوله ۔ دې جرګې د هغه خبرو اترو مرسته وکړه کومې چې افغانستان کښې دننه د افغانانو د ټاکلي حکومت او د تالبانو تر منځ روانې وي ۔ وروستو بیا په 2021کښې په اشنغر کښې او په  2022کښې په بنو کښې پښتون قامي جرګو هم د دې خبرو پخلے اوکړو۔

د پاکستاني، غربي او د تالبانو د مېډیا افغانستان کښې د اسلامي امارت د واکمنۍ د مرستیالې بیانیې دوېمه برخه دا وه چې د افغانستان تالبان اوس بدل شوي دي او د مخکښې په شان سخت دریځه او انتهاګر فکر نۀ لري نو ځکه (د دوي په خیال) افغانستان کښې د تالبانو واکمنۍ ته د رسېدو سره به افغانستان کښې او بیا پاکستان کښې ترهه ګرۍ ته د پایې ټکي کېښودے شي او ”امن“ به راشي ۔ د پاکستان د حکومت لوړ پوړو او د مرکزي لیکې سیاسي مشرتابې، او په تېره تېره د پاکستان د هغه وخت وزیر اعظم عمران خان، دا خوشبیني بیا بیا په رسنیو خپره کړه چې وړومبے خو به د افغانستان تالبان د پاکستان په ضد جنګ کونکي بېډ تالبان (تحریک تالبان پاکستان) د پاکستان حکومت ته سمدستي حواله کړي خو کۀ داسې زر تر زره اونکړې شي نو کم نه کم به ئې دې ته اړ کړي چې پاکستان کښې، په خصوصي توګه پښتونخوا کښې، ترهه ګرۍ نه ډډه اوکړي ۔ په اګست  2021کښې افغان تالبانو د ټوپک په مټ کابل کښې واکمنۍ ته رسېدو نه وروستو هم په دې تمه د پاکستان د استخباراتو نظامي مشر جنرل فېض حمید ورځ تر ورځه کابل ته ورسېدو او هلته نه ئې د چایو د پیالۍ عکس د ټولې نړۍ رسنیو کښې خپور شو ۔د دې هر څۀ سر بېره د افغانستان د امارت اسلامي لوړ پوړو د تحربک تالبان پاکستان هغه ټول جنګیالي چې د افغانستان جمهوري حکومت زنداني  کړي و، هغوي ئې له زندانونو خوشي کړل ۔ د دې نه لږه موده ورستو د پاکستان د هغه وخت وزیر اعظم عمران خان دا خبره مېډیا ته په ډاګه کړه چې د تحریک تالبان پاکستان د کماندانانو سره د افغان تالبانو په سهولت کارۍ  د پاکستان د حکومت خبرې اترې روانې دي ۔ د پاکستان ټاکلې پارلیمان، د خېبر پښتونخوا ټاکلې اسمبلي او د خېبر پښتونخوا او بلوچستان سیاسي مشرتابه د دې ټول عمل نه بهر اوساتلی شوه ۔ خبرو اترو کښې ئې د باور جوړولو د پاره د پاکستان زندانونو کښې د تحریک تالبان پاکستان یو سل او دوه غټ کماندانان خوشي کړل او زرګونو جنګیالو له ئې د خېبر پښتونخوا ملاکنډ ډویژن او ضم ضلعو کښې ځاے ورکړ ۔

د دې پائلې دا شوې چې د  2023نه راواخله تر دې کال  2026پورې په خېبر پښتونخوا کښې د ترهه ګرۍ د عملیاتو د لاسه په زرګونو عام وګړي، په زرګونو پولیس او په سوونو د امنیتي ادارو غړي مړۀ او ژوبل شوي دي ۔ د پښتونخوا اکثرو ضلعو او اولسوالیو کښې روزګار او اقتصاد ختم شوے دے، او د ډېرو ضلعو نه د اولس کډوالۍ کېږي ۔ د سوات نه واخله تر خېبر، بنو، ډي ايي خان، اورکزو، کرمې او وزیرستان پورې د وسله والو ډلو او د هغوي په ضد پوځي عملیاتو کښې مرګ ژوبله، هدفي وژنې او بې درکۍ روانې دي ۔ په ښاري سیمو کښې بته خوري او اغواکاري عامه شوې ده ۔ د خېبر پښتونخوا د جنوبي ضلعو او ضم ضلعو او د جنوبي پښتونخوا (بلوچستان) د ژوب، زیارت، کوټې، پشین، او قلعه عبدالله ډېرو سیمو کښې د تحریک تالبان پاکستان  او نورو ترهه ګرو وسله والو ډلو عملیات ورځ تر ورځه زیاتېږي ۔ پاکستان کښې دننه په ټوله پښتنه سیمه کښې یو مرګونې ساډوبي ده ۔

د غربي، نړیوالې، پاکستاني او د تالبانو د مېډیا تر ټولو دوامداره بیانیه دا وه چې د امارت اسلامي واکمنۍ سره به افغانستان، پښتونخوا او بلوچستان کښې ”امن“ راشي ۔ غربي او پاکستاني مېډیا کۀ هر څو اوس دغه بیانیه په مخکښې نۀ بوځي خود تالبانو مېډیا دا بیانیه دومره کلونه خوره کړه، دومره ئې اوشاربله او دا اوس ئې هم خوروي چې افغانستان او پښتونخوا کښې د اولسي وګړو په خلۀ هم راغله ۔ د پښتونخوا او بلوچستان د ”امن“ څۀ حال شو، دا خبره خو بره سپینه شوه خو افغانستان کښې دننه ”امن“ څۀ دے او څنګه دے، دا خبره سپینول غواړي ۔ په دې خبره کول ځکه اړین دي چې دې بیانیې د امن په پوهه او فهم کښې لوې خنډ جوړ کړے او لویه تشه ئې راوستې د ۔۔

افغانستان کښې تالبان د امن د وضعیت ښۀ کېدل دې ته وائي چې ډز ډوز کم شوي دي، اوس ودانۍ هره ورځ په بمونو نۀ الوځولې کېږي، ځان وژونکي بریدونه لږ لږ کېږي او هدفي وژنې هم کمې شوي دي ۔ هر څو کۀ دا خبره هم څۀ ډېره حقیقت ته نزدې نۀ ده خو بیا هم کۀ دا خبره ومنلے شي، نو دې کښې دوه خبرې ډېرې مهمې دي یو خبره خو دا ده چې دغه بمي چاؤدنې، ځان وژونکي بریدونه او هدفي وژنې خو هم د تالبانو وسله والو جنګیالو کولې ۔ د پنځۀ کالو نه تاليبانو د کابل په واکمنۍ باندې قبضه کړې ده نو هغوي دغه بریدونه په خپل ضد خو به نۀ کوي ۔ط بله تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د امن کومه تشریح تالبان کوي، هغه خو د قبرستان امن سره سمه جوړېږي ۔ ټوله نړۍ کښې د امن تشریح په دې ډول کېږي چې دا مازې د ډز ډوز یا اېغ په نېغه د تشدد نیشتوالي ته نۀ وائي بلکې ټولنیز عدالت، د اقتصاد لاس رسي، د کلتوري شتمنو خوندي کول، او د سیاسي خپلواکۍ او ټول شموله سیاسي جوړښت د امن د وضعیت لازمې برخې دي ۔ په دې کښې د یو څیز نیشتوالے هم د امن په معنی او د امن وضعیت کښې نیشت ګڼلے کېږي ۔

د نن دور افغانستان ته کۀ اوکتلے شي نو یوه ډله چې د ټوپک په مټ واکمنۍ ته رسېدلې ده، هم هغه د سیاسي طاقت سرچینه ده ۔ بیا په دغه ډله کښې هم یو ”امیر“د ټول طاقت سرچینه ده ۔ د اولس او ټولنې بېلابېلې ډلې، بېلابېل خلک او بېلابېلې سیمې او منطقې د سیاسي اختیار نه بې برخې کړې شوي دي ۔ دغه یو ډله او دغه یو امیر د افغانستان اولسونو په خپله رايې نۀ دي ټاکلي خو په اوچ زور، د ګاونډي هېوادونو د تزویراتي مرستو او د نړیوالو قوتونو د ستراتیژکي  لوبې تر مخه د اولسونو واکمنۍ باندې ئې قبضه کړې ده ۔ د افغانستان د ملي هوېت ټولې نښې نښانې لکه ملي بېرغ، ملي سرود او اساسي قانونو له منځه وړلې شوي دي ۔ د افغانستان ریپبلک مات کړے شوے دے ۔ دا ډول حکمراني امن نه، یو هېواد او ملت کښې یره ترهه راولي کوم چې د تشدد او بدامنۍ اساسي وصف دے ۔ ښايي هم دا سوب وي چې د افغانستان امارت اسلامي د روس نه علاوه د ملل متحده یو غړي هېواد هم په رسمیت نۀ دے پېژندلے ۔

کۀ د نني افغانستان اقتصاد ته وکتلے شي نو دولتي اقتصاد د امریکې، چین او روس په مرسته ولاړ دے او اولسي اقتصاد د پاره چې د کومې منډۍ، تجارت، کښت او هنرمندیو اړتیا ده، هغه د نیشت په حساب دي ۔ د جمهوریت دوره کښې چې د اقتصاد څومره ادارې اودرولې شوې وې، هغه ټولې له منځه اوړلې شوې دي ۔ د راپورونو تر مخه افغانستان کښې  په ملیونونو خلک د خوراک څښاک نیشتوالي سره مخ دي ۔ د لوږې دا حالت دومره کړکېچن شوے دے چې د انساني فاجعې شکل کښې رامنځته شوے دے ۔ وګړي د خپل سوچ او فکر څرګندونه نۀ شي کولے ۔ میوزک او ادبیات مرګوني حالت کښې دي، د مدني فعالانو ژوند ته هره لحظه دړکه وي ۔ د ښځو د پاره ښوونځي، د اعلی معارفو ټولې ادارې او سازمانونه او د کار روزګار کولو ټولې لارې ګودرې تړلې شوي دي ۔ داسې لګي لکه چې د افغانستان د اسلامي امارت ښځو سره په خصوصي توګه کرکه او دښمني لري ۔ نني افغانستان کښې ښځې انسانانې نۀ، بلکې څیزونه او شیان ګڼلې کېږي ۔ کۀ د نني افغانستان ټولنیز وضعیت ته وکتلے شي نو داسې ښکاري لکه چې څوک په یو ساه ډوبي زندان کښې ژوند کوي، لکه چې ټول افغانستان یو زندان وي ۔ دې حالت ته د ناروي نوموړي سکالر جوان ګالتونګ د ساختیاتي او کلتوري تشدد اصطلاح کارولې ده ۔

د افغانستان د اسلامي امارت دولت د ساختیاتي او کلتوري تشدد یو ځانګړې بېلګه معلومیږي،  ساختیاتي او کلتوري تشدد د بدامنۍ او ناامنۍ هغه حالت وي چې دا اېغ په نېغه تشدد سوب هم وي او پايله هم ۔ دا تشدد اېغ په نېغه تشدد ته وده ورکوي، اېغ په نېغه تشدد بیا ساختیاتي تشدد دوامداره  ساتي او وګړي د انساني تکریم سره د ژوند کولو نه محروم هم ساتي ۔ سیمه کښې د امريکې، غربي هېوادونو او سیمه ايز هېوادونو د ستراتیژکي لوبې پايله دا شوه چې نن د افغانستان پنځوس ملینه اولس د یو داسې یرې، ترهې او بد امنۍ سره مخ دي چې کۀ هر څو د ځان ژغورولو لارې ګودرې لټوي خو لا ئې څه ډېرې اغېزې نۀ ښکاري ۔ په خصوصي توګه ښځې دننه او بهر هېوادونو کښې احتجاجونه او پاسونونه کوي، فرهنګپاله وګړي د ټولنیزو رسنیو په مټ د نړۍ وګړو ته خپل دړدونه رسوي او سیاستمداران هڅې کوي چې د افغانستان دغه وضعیت د نړۍ اولسونو او دولتونو ته څرګند کړي ۔ د افغانستان دې وضعیت د افغانستان دننه او سیمه کښې ډېر اړے ګړے جوړ کړې دے ۔ داسې لګي لکه چې ټوله سیمه د بدامنۍ ښکار شوي وي ۔

د ساختیاتي، کلتوري او اېغ په نېغه د تشدد په ضد مقاومت د پاره دا خبره مهمه ده چې د ساختیاتي، کلتوري او څرګنده امن د پاره لارې ګودرې ولټولے شي ۔ د ساختیاتي، کلتوري او څرګند امن د پاره د دې فکر خورول، رسنیو او فرهنګ نه دې دپاره کار اخستل او د دې پراخه امن راوستلو د پاره سیاسي، اقتصادي او ټولنیزه ستراتیژي جوړول اساسي کارونه دي ۔ منظم سیاسي حرکت د پاره منظم سیاسي خوځښت او منظم سیاسي تحریک پکار دے ۔ داسې خوځښت او تحریک پکار دے چې د تشدد یو وسله هم په کار رانۀ ولي ۔

وئيلے کېږي چې د جنوبي پښتونخوا (بلوچستان) د پشین او قلعه عبدالله سیمو کښې د پخواني ملي اردو نظامي افسرانو او عسکرو ته ځائې ورکړے شوے دے ۔ دې سره سره د بعضو ځايي خلکو لښکرونو تیارولو خبرې هم کېږي ۔ اټکل کېږي چې دا وسله والې لښکرې به د افغانو تالبانو، د ټي ټي پي او د بلوچ وسله والو ډلو په ضد کارولی کېږي ۔ کۀ داسې اوشي نو د سیمې وضعیت به نور ډېر کړکېچن شي او افغانستان کښې به جګړه نور دوام ومومي ۔ زما په اند د افغانستان او دې سره تړلې سیمې  امن، ثبات او استقلال د وسله والو ډلو په ځاے منظم سیاسي خوځښت سره تړلے دے ۔ باید بهر مېشته افغانان او د پخوانۍ ملي اردو عسکر د سیاست، فرهنګ او رسنیو په لار یو دوامداره  ساختیاتي او کلتوري امن ته د لار د خلاصولو هڅې اوکړي ۔ باید دغه ټولې ډلې د وسله والۍ نه څرګند او په ډاګه مخ واړوي  او د دوامداره ساختیاتي، کلتوري او څرګند امن او سیاسي ازادۍ د پاره سیاسي لاره خپله کړي ۔

 

نورې ليکنې۔۔۔