د مصنوعي ځیرکتیا (Artificial Intelligence) په دور کښې پښتو: که مصنوعي ځیرکتیا زموږ په ژبه خبرې ونه کړي، نو څوک به یې وکړي؟۔ د دې سرلیک لاندې یو سیمینار د ۲۰۲۶ کال د جون په ۲۴مه نېټه د پېښور پوهنتون د سیمهییزو مطالعاتو مرکز (Area Study Centre)، د سوات پوهنتون او INALCO، پاریس له خوا په ګډه جوړ شو. په دې سیمینار کښې د پوهنتونونو استاذانو، څېړونکو، ژبپوهانو، محصلینو او د ټيکنالوجۍ مینهوالو ګډون وکړو چې د مصنوعي ځیرکتیا (AI) له امله د پښتو ژبې ته رامنځته کېدونکي فرصتونو او ننګونو باندې بحث وکړي. او د خبرې هم د بحث لاندې راولي چې څنګه پښتو ژبه په تېزۍ سره د بدلېدونکې ډیجیټل نړۍ په بهیر کښې اغېزمنه او ماناداره موجودګي خپلولے شي. ۔ډاکټر محمد نسیم بهار، د PashtoAI.org بنيادايښودونکے، د دې سیمینار ویناوال وۀ. په دې رپورټ کښې د ښاغلي وېناوال د خبرو خلاصه او څه نور تړلي معلومات د ځيني نورو معتبرو حوالو څخه وړاندې کولے شي ۔د نړۍ په ټولنو د مصنوعي ځیرکتیا د ژور او بنسټیز اثر په تناظر کښې د پښتو ژبې لپاره د ژبنیو ټکنالوجيانو د پراختیا په موخه د علمي او اکاډمیکو بنسټونو همغږي او شريک کوششونه د وخت ضرورت دے.
د پښتو ژبې په اوسنی وضعیت کښې په ډیجیټلي چاپېریال کښې د ټيکنالوجۍ نه لرې پاتې کېدلو له امله به پښتو ژبه، او ثقافت دخطرونه سره مخ شي. د پښتو اړوند روانو مصنوعي ځیرکتیايي نوښتونو په تناظر کښې د بېلابېلو لهجو استازیتوب ډېر ضروري دے. د داسې دوامدارو بنسټیزو سرچینو د رامنځته کولو لپاره یوه عملي هڅه پکار ده چې د پښتو ژبې د پاره د مصنوعي ځیرکتیا د پرمختګ ملاتړ وکړي.
د مصنوعي ځیرکتیا انقلاب او د نړۍ د ژبو ډیجیټلي وېش (AI Revolution and the Global Language Divide).
دا خبره څرګنده شوه چې مصنوعي ځیرکتیا نور یوازې یوه ټکنالوجي وسیله نۀ ده، بلکې په تېزۍ سره د معاصرو خدماتو او ډیجیټلي نظامونو بنيادي زېربنا ګرځي. د نړیوالو څېړنيزو رپورټونو مطابق به تر ۲۰۳۰ کال پورې به مصنوعي ځیرکتیا د نړۍ په اقتصاد کښې شاوخوا ۱۵.۷ ټریلیونه امریکایي ډالر برخه ولري. او نزدې ۸۶ سلنه کارګمارونکي تمه لري چې په راتلونکو کلونو کښې به د مصنوعي ځیرکتیا له امله د سوداګرۍ او کاري چاپېریال په جوړښت کښې بنيادي بدلونونه راشي. د مصنوعي ځیرکتیا د تېز پرمختګ اندازه مونږ د دې نه لګولے شو چې ChatGPT مارکيټ ته د راتلو په لومړیو دوو میاشتو کښې له ۱۰۰ میلیونو څخه زیات کاروونکي ترلاسه کړل.
مصنوعي ځیرکتیا د ژوند په ګڼو مهمو برخو کښې ژور بدلونونه راولي، چې په هغوي کښې ښوونه او روزنه، روغتیا، حکومتولي، رسنۍ، سوداګري او معلوماتو ته لاسرسے شامل دي. هوښیار درسي سیسټمونه، اټومېټيک مراجعینو خدمتونه، د مصنوعي ځیرکتیا په بنياد روغتیایي حل لارې، پرمختللي ژباړنیز وسيلې او د جواب په بنياد د معلوماتو د لټون نظامونه د روزمره ژوند نۀ بېلېدونکې برخې ګرځي. خو د دغو پرمختګونو ګټې د نړۍ ټولو ژبو ته په پ هيو شان ډول نه رسېږي. د ژبو ترمينځ ډیجیټلي نابرابري مخ په زیاتېدو ده. د موجودو اعداد وشمار له مخې، یونيسکو تر اوسه شاوخوا ۸،۳۲۴ ژبې ثبت کړې دي (UNESCO, 2023) خو له نړۍ د نزدې ووۀ زرو ژوندیو ژبو څخه اول یوازې اووۀ ژبې په ډیجیټلي نړۍ کښې د ډېرو وسائيلو لرونکيو ژبو (High-resource Languages) په توګه پېژندل کېږي؛ هغه ژبې چې انګلیسي، هسپانوي، فرانسوي، مانداریني چینایي، عربي، جرمني او جاپاني دي (Reuters, 2024) . دغو ژبو ته د مصنوعي ځیرکتیا پراخ ملاتړ او پراخې ډیجیټلي سرچینې برابرې دي. په داسې حال کښې چې زرګونه نورې ژبې له ډیجیټلي پلوه له د محرومیت ښکار دي.
هغه ژبې چې کافي ډیجیټلي وسيلې، معیاري ډیټاسېټونه او ټکنالوجيائي پانګونه نۀ لري، د دې خطر سره مخ دي او د مصنوعي ځیرکتیا په بنياد د راتلونکو خدمتونو څخه بېبرخې پاتې شي. د وخت تېرېدلو سره نورې ژبې هم ترقي کوي اوهم دغه رنګ په یوه بل رپورټ (Pava et al., n.d.) کښې د مصنوعي ځیرکتیا له نظره د ژبو د ډیجیټلي ملاتړ کچه په لاندې ډول وېشل شوې ده.د ډیجیټلي پلوه د محرومو ژبو د ملاتړ د کچې جدول
| درجه بندي | احتمال | راټوکېدونکې | د ودې په حال کښې | فعاله | غوړېدونکې |
| د دېجېټل سپورټ کيټيګري | هغه ژبې چې د ډيجيټل سپورټ نخښې يې نۀ ښکاريږي | هغه ژبې چې پۀ ډيجيټل مواد لري | هغه ژبې چې د هجو د چيک کولو يا دمشيني ترجمې مقامي ټولز لري | هغه ژبې چې په مختلفو ځوالو ډېر سپورټ لري | هغه ژبې چې د اول نه پکښې ټولز هم شته او نور سپورټ هم لري |
| د ژبو تعداد | 3,996 | 3,304 | 401 | 95 | 33 |
| مثالونه | مورواري | Naxi, Kunwinjku | Hokkien, | Basque, Cantonese, Irish, Māori, Urduاردو | انګريزي، چيني، لاطيني |
دا ډیجیټلي نابرابري یوازې یوه تخنیکي ستونزه نۀ ده، بلکې ژورې کلتوري، تعلیمي او اقتصادي نتېجې هم لري. که کومه ژبه په ډیجیټلي چاپېریال او د مصنوعي ځیرکتیا په نظامونو کښې مناسب موجودګي ونه لري، نو د هغې ژبې ویونکي به په ورو ورو د زدهکړې، معلوماتو، اقتصادي مواقعو او ډیجیټلي خدمتونو په برخه کښې له محرومه پاتې شي .
پښتو: د ډیجیټلي بدلون په پوله:
دا خبره ښکاره ده چې پښتو د نړۍ له مهمو ژبو څخه يوه ده او د ویونکو د شمېر او کلتوري ارزښت له مخې ځانګړے مقام هم لري. پښتو د پاکستان، افغانستان او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کښې د مېشتو پښتنو په ګډون له شپېتو میلیونو څخه د زیاتو خلکو مورنۍ ژبه ده. پښتو د زرګونو کلونو ادبي، ژبني او شفاهي میراث لرونکې ژبه ده. چې دا اوږد تاریخ یې د هغې د ژورو تاریخي او فرهنګي ریښو څرګندونه کوي.
پښتو د ۱۹۳۶ نه د افغانستان له رسمي ژبو څخه ده او په پاکستان کښې د پنجابۍ ژبې نه وروستو، په ځانګړي ډول په خیبر پښتونخوا، پښتني سیمو او بلوچستان کښې، دویمه لویه ژبه ده. سره له دې چې پښتو پراخ ویونکي، غني ادبي میراث او قوي کلتوري پس منظر لري، خو لا هم له جدي ډیجیټلي چيلنجونو سره مخ ده. د نړۍ د سترو ژبو په مقابله د پښتو ډیجیټلي سرچینې محدودې دي. د بېلګې په توګه، د پښتو وېکیپېډیا شاوخوا ۲۱ زره مقالې لري، په داسې حال کښې چې د انګلیسي وېکیپېډیا میلیونونه مقالې لري.
د دې نه وړاندې په يو بل سيمينار کښې په پښتو کښې د اے ائي د ځانګړنو په حواله دا خبره مخې ته راغلې وه چې پښتو Mozilla Common Voice کښې د دنيا د ټولو ژبو نه زيات غږيزه ډېټا لري. په لانديني جدول کښې د دنيا د يو څو لويو ژبو د غږيزې ډېټا سره د پښتو د غږيزې ډېټا پرتليز جاج اخستے شوے دے . (ديناخېل، ۲۰۲۶). د دغه سيمينار تفصيلي رپورټ تاسو د باچا خان مرکز نه خپرېدونکې پښتو رسالې په مئي – جولائي ۲۰۲۶ ګڼه کښې لوستلے شيء .
| ژبه | انګرېزي
|
پښتو
|
اردو
|
| ساعتونه | 3803 | 5360 | 304 |
| وېونکي | 99781 | 8192 | 502 |
| تائيد شوے پرمختګ | 72% | 57% | 26% |
| جملې | 1604914 | 239639 | 21706 |
دغه شان پښتو د متني زېرمو (Text Corpora) په څېر نوښتونو د ګټورو معلوماتي زېرمو په جوړولو کښې هم مهم ګامونه اخیستي دي. خو لا هم د معیاري، لوړ کیفیت لرونکواو په ازاد ډول د کارونې وړ ژبنیو سرچینو د کمښت مسئله پر خپل ځائے موجوده ده.
لکه چې وړاندې ذکر شو چې پښتو د ټکنالوجيائي پرمختګ لپاره ټول بنيادي ظرفیتونه لري؛ لکه د ویونکو لویه ټولنه، پیاوړے ادبي میراث، علمي او تعلیمي ادارې، فعالې رسنۍ او ژمن څېړونکي. اصلي مسئله د ظرفیت نشتوالے نۀ، بلکې د هغو همغږو او منسجمو بنسټیزو هڅو نشتوالے دے چې د مصنوعي ځیرکتیا لپاره اړینې سرچینې، معیارونه، ارزونې او عملي غوښتنلیکونه رامنځته کړي.
د مصنوعي ځیرکتیا په زمانه کښې د پښتو لپاره خطرونه او فرصتونه
د مصنوعي ځیرکتیا په سیسټمونو کښې د پښتو ژبې د نۀ شتون یا کمزورې موجودګۍ له املهحيني خطرونه رامينځته کېدے شي. که پښتو ژبه د راټوکېدونکو مصنوعي ځیرکتیايي ټکنالوجيو په بهیر کښې په مناسبه توګه استازیتوب ونۀ کړي، نو راتلونکي نسلونه به پهورو ورو د زدهکړې، اړیکو، پوهې ترلاسه کولو او ډیجیټلي خدمتونو لپاره په انګرېزۍ، اردو، دري او عربي ژبو زیات انحصار ولري.
په دې برخه کښې د پښتو ژبې د شاتګ څو احتمالي پایلې کيدلے شي . په دغو کښې د بهرنیو ژبو په مصنوعي ځیرکتیايي تعلیمي وسایلو تکيه کول، د کلتوري څرګندونو او سیمهییزو لهجو کمزوري کېدل، د مصنوعي ځیرکتیا په بنياد حکومتي خدمتونو ته محدود لاسرسے، په ډیجیټلي بازارونو کښې د اقتصادي فرصتونو کمېدل، او د نړیوالو معلوماتي سیسټمونو په دننه کښې د سیمهییزو روایتونو او مقامي پوهې له منځه تلل شامل دي.
که یوه ژبه په مصنوعي ځیرکتیايي پلیټفارمونو کښې موجوديت ونه لري، نو دا به په تدریجي ډول د ژبې د بېځایه کېدو یو پټ خو ځواکمن بهیر رامنځته کړي. پښتو لپاره د مصنوعي ځیرکتیا د پراختیا له لارې ځواکمن پښتو AI سیستمونه کولے شي هوښیار درسي پروګرامونه، مجازي ښوونکي، د سواد زدهکړې مرستندوی وسایل، روغتیايي معلوماتي خدمتونه، د حکومتولۍ د اړیکو پلیټ فارمونه، رسنیز غوښتنلیکونه، د معلوماتو لټون انجنونه، ډیجیټلي کتابتونونه او د فرهنګي میراث د ساتنې پروګرامونه تيارکړي.همدارنګه، مصنوعي ځیرکتیا کولے شي د پښتو قلمي نسخو ډیجیټلي کول، د شفاهي تاریخونو ثبت او خوندي کول، د سیمهییزو لهجو ساتنه او د نړۍ په هر ګوټ کښې پښتو ویونکو ته د پوهې اسانه لاسرسی ممکنه کړي.
د پښتو د مصنوعي ځیرکتیا اوسني پرمختګونه
د پښتو د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کښې د روانو پرمختګونو څلور مهمې ساحې په لاندې ډول معرفي کولے شي.
۱. غږ په لیکنه بدلول (Speech-to-Text – STT):
دا هغه ټکنالوجي ده چې د پښتو وئیل شوې خبرې په اټوميټيک ډول لیکلي متن ته اړوي.
۲. لیکلی متن په غږ بدلول (Text-to-Speech – TTS):
دا هغه سیستمونه چې کمپیوټر چې کمپيوټر د دې قابل جوړ کړي چې لیکلے پښتو متن په طبیعي او روان غږ ولوستلے شي.
۳. د نوري کرکټر پېژندنه (Optical Character Recognition – OCR):
هغه متون چې چاپ شوي، سکن شوي او يا په لاس لیکل شوي وي، هغه د دې تول د لارې په ډیجیټلي او د سمون وړ متن بدلېدلے شي.
۴. مشیني ژباړه (Machine Translation):
دا هغه ټکنالوجي ده چې د پښتو او نورو ژبو لکه اردو، دري، انګلیسي، عربي او نورو سیمه ایزو ژبو ترمنځ اټومېټيک ژباړه برابروي. پښتو لا هغه لېول ته نۀ ده رسېدلې چې ټولو ژبو سره يې مشيني ژباړه وشي ۔
د لهجو تنوع او د غږیزو معلوماتو راټولول
د پښتو د بېلابېلو لهجو او ګړدودونو محفوظ کول لازمي دي. پښتو ګڼ شمېر سیمهییزې لهجې او تلفظي بڼې لري، او که دا تنوع د مصنوعي ځیرکتیا د روزنې په معلوماتو کښې په پام کښې ونه نیول شي، نو راتلونکي AI سیستمونه به یوازې د ژبې یوه محدوده بڼه وپېژني. لکه د بېلګې په توګه یوسفزۍ لهجه چې په پېښور، مردان، صوابۍ، چارسدې، سوات، بونیر او دیر وغېره کښې ویل کېږي، او يا کرلاڼۍ لهجې چې په بنو، وزیرستان، کوهاټ، کرک، لکي مروت او شاوخوا سیمو کښې وئيلې کيږيخو په ډيجيټل ډېټا کښې ېې ډېټا ډېره کمه ده ۔
د مصنوعي ځیرکتیا سیسټمونه باید د ټولو مهمو لهجو، د بېلابېلو عمرونو، ښځو او نارینو او همدارنګه د طبیعي چاپېریالونو په غږیزو بېلګو وروزل شي، ترڅو د پښتو ټولې ژبنۍ بڼې په منصفانه توګه استازیتوب ومومي. د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کښې د سیمهییزو ټولنیزو ډلو او رضاکارو شبکو د جوړولو لپاره یوه عملي طرحه او چوکاټ پکار دے. دغه ډلې به د غږیزو ثبتونو په راټولولو، د لیکنو په کره کولو، د سیمهییزو لغتونو په ثبتولو او د تلفظي فرقونو په مستندسازۍ کښې مهم رول ولوبوي. دغه ټولنیزې ډلې د ګډونوالو د رضایت، د کیفیت د ارزونې، د لهجو د معلوماتو ثبت او د علمي څارنې تر چتر لاندې کار وکړي، چې راټول شوي معلومات د باور وړ پښتو مصنوعي ځیرکتیايي سیستمونو د جوړولو لپاره په کار را شي.
د پښتو کومې لهجې چې له ډیجیټلي معلوماتو څخه پاتې شي، هغه به ورو ورو د راتلونکو ډیجیټلي اړیکو او مصنوعي ځیرکتیايي سسټمونو د نړۍ نه هم ووځي. له همدې امله یې علمي ادارو له پکار دي چې د لهجو او تلفظونو تنوع د یوې ستونزې پر ځای د پښتو ژبې د ارزښتمنې پانګې په توګه وګڼي او د ټولشموله مصنوعي ځیرکتیا د پراختیا لپاره یې خوندي کړي.
د سرچینو زېربنا او د علمي ادارو کردار
د دغو ټکنالوجيو د بریالۍ پراختیا لپاره د یوې هر اړخیزې ژبنۍ زېربنا (Resource Infrastructure) جوړول پکار دي. د پښتو د مصنوعي ځیرکتیا د پیاوړتیا لپاره د غږیزو معلوماتو ټولګې (Speech Datasets)، متني زېرمې (Text Corpora)، قاموسونه او لغتنامې، د نوري کرکټر پېژندنې (OCR) د روزنې معلومات، څوژبیزې موازي متني زېرمې (Parallel Multilingual Corpora) او د ژبني حاشیهنویسۍ (Linguistic Annotation) معیاري سیستمونه بنيادي اهمیت لري.
د لوړ کیفیت لرونکي معلومات، د متخصصینو علمي ارزونه، اغېزمن اداري چوکاټونه او د معلوماتو د کارونې روښانه حقوقي جوازونه (Licensing) د داسې مصنوعي ځیرکتیايي غوښتنلیکونو د جوړولو لپاره ضروري دي چې هم د باور وړ وي او هم د ټولو ویونکو ضرورت پوره کړي.
په ځانګړې توګه د پوهنتونونو د پښتو څانګو، د پښتو د څېړنیزو مرکزونو او د پښتو اکاډمیو باندې دا يوه ذمه واري جوړيږي. دغه علمي ادارو له پکار دي چې د محصلینو د رضاکارو پروګرامونو د جوړولو، د بېلابېلو څانګو ترمنځ د ګډو څېړنو د ملاتړ، د ژبنیو سرچینو د ډیجیټلي کولو، د ژبې د معیارونو د پراختیا او د مصنوعي ځیرکتیا اړوندو متعلق پراجيکټونو د پیل لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
یوازې د کمپیوټر انجنیران د ژبې اغېزمنې ټکنالوجۍ نه شي رامينځته کولے، بلکې ژبپوهان، د ادب او کلتور څېړونکي، ښوونکي او د ټولنې استازي باید د مصنوعي ځیرکتیا د سیستمونو په طرحه، روزنه او ارزونه کښې مرکزي کردار ولري.
د نظریاتي بحثونو د عملي کولو لپاره يپنځه داسې برخې وړاندې کولے شي چې پوهنتونونه پرې کار وکړي :
۱. د ژبنیو معلوماتو د راټولولو او حاشیهنویسۍ لپاره د محصلینو د رضاکارو ډلو تنظیمول.
۲. د پښتون مېشتو سیمو د بېلابېلو لهجو د غږیزو بېلګو ثبتول او لیکلې بڼې ته اړول.
۳. د OCR د پایلو اصلاح کول او د تخصصي اصطلاحاتو د معلوماتي بانکونو جوړول.
۴. د پښتو د لهجو علمي څېړنه او د ژبنیو معیارونو رامنځته کول.
۵. د مصنوعي ځیرکتیا د څېړونکو او د ژبې د متخصصینو ترمنځ د ګډو علمي پراجيکټونو پیلول.
د دا قسمه فعالیتونو نه هر څوک د يو څېړنیز پراجيکټ بڼه غوره کولے شي، او په عین وخت کښې د پښتو د اوږدمهاله ژبنیو سرچینو په پراختیا کښې هم مهمه ونډه لرلے شي.
راتلونکښې نقشه او د مصنوعي ځیرکتیا د پوهاوي ژمنتیا
د پښتو د مصنوعي ځیرکتیا د پرمختګ لپاره یوه پينځه کلنه سټريټيجيک نقشه (Roadmap) وړاندې شوه. د دې نقشې لومړے پړاو د علمي او بنسټیزو ادارو ترمينځ د همکارۍ پیاوړتیا او د ګډو معیارونو جوړول دي. ورپسې د ژبنیو معلوماتو پراخ راټولول، د مصنوعي ځیرکتیايي ماډلونو روزنه او پراختیا، د عامه خدمتونو لپاره د AI په بنسټ غوښتنلیکونو رامنځته کول، او په وروستي پړاو کښې د نړیوالو همکاریو او ځانګړو څېړنیزو مرکزونو په ملاتړ د پښتو لپاره د یوه دوامدار مصنوعي ځیرکتیايي اکوسیستم جوړول شامل دي.
د سیمینار د فوکل پرسن په غوښتنه، وېنا وال ژمنه وکړه چې د مصنوعي ځیرکتیا د پوهاوي (AI Literacy) په اړه به یو ځانګړے روزنیز ورکشاپ هم تنظیم کړي. ټاکل شوې ده چې په دغه روزنیز پروګرام کښې محصلینو، استاذانو، څېړونکو او علمي ادارو ته وښودل شي چې څنګه له مصنوعي ځیرکتیا څخه په اغېزمن، مسؤلانه او اخلاقي ډول ګټه واخلي.
د روزنې په دغه ورکشاپ کښې به يو شمېر بنيادي او مهم موضوعات شامل وي لکه د مصنوعي ځیرکتیا تاریخ، اوسني AI وسایل، په تدریس او څېړنه کښې د هغوی عملي کارونې، د مصنوعي ځیرکتیا راتلونکے، اخلاقي ملاحظات، د اغېزمنو لارښوونو (Prompt Writing) لیکل او په علمي او مسلکي چارو کښې د AI مدغم کول وغېره.
د دې ژمنې هرکلی وشو او دا د پښتو د مصنوعي ځیرکتیا د پراختیا ترڅنګ د AI د عامه پوهاوي د لوړولو لپاره یو مهم او عملي ګام وباللے شو.
پایله
ګډ اقدام او ګډ مسؤلیت په پښتو ته ګټه ورکوي. اصلي پوښتنه دا نه ده چې آیا مصنوعي ځیرکتیا به نړۍ بدله کړي که نه؛ ځکه دا بدلون د وړاندې نه پېل شوے دے. بلکې اصلي پوښتنه دا ده چې آیا د پښتو په څېر ژبې به وکړے شي په دې ستر بدلون کښې خپل مناسب او اغېزمن مقام پېدا کړي که نه. د مصنوعي ځیرکتیا په عصر کښې د پښتو ژبې ساتنه او پیاوړتیا یوازې یوه تخنیکي اړتیا نه ده، بلکې تاریخي، فرهنګي او علمي مسؤلیت هم دی.د ژبنیو معلوماتو په راټولولو، د سرچینو په ډیجیټلي کولو، علمي همکاریو، د پالیسۍ په جوړولو او د ټولنې په ترقۍ کښې ټولو متعلقو افرادو او ادارو له فعاله برخه اخستل پکار دي،چې د پښتو ډیجیټلی موجوديت نور هم پیاوړے شي.د مصنوعي ځیرکتیا په عصر کښې پښتو له جدي ننګونو سره مخ ده، خو په ورسره يو شمېرفرصتونه هم لري ۔
حوالې
UNESCO (2023). UNESCO launches the World Atlas of Languages to celebrate and protect linguistic diversity. Retrieved on 24 June 2026 from https://www.unesco.org/en/articles/unesco-launches-world-atlas-languages-celebrate-and-protect-linguistic-diversity
Reuters (2024). Veon teams up with partners to bridge online ‘AI language gap. Retrieved on 24 June 2026 from https://www.reuters.com/technology/veon-teams-up-with-partners-bridge-online-ai-language-gap-2024-05-15/
Pava, J. N., Mullaney, T. S., Meinhardt, C., Gao, A., & Yang, D. (n.d.). How can AI support language digitization and digital inclusion? Stanford University Human-Centered Artificial Intelligence. https://hai.stanford.edu
Dinakhel, M.A. (2026). Da Masun’I Ziraktya pa Dawra ke Pukhto: Da Zhebe, Zhabpohane au Adabyato da Tserane da para Fursatuna aw Nangawane [Pashto in the Age of Artificial Intelligence: Opportunities and Challenges for Research in Language, Linguistics, and Literature]. Pakhto. No. 212 (May-July 2026). Peshawar. Bacha Khan Markaz. Pp. 38-42