دلته دم او قدم دواړه په حساب دي
پَل غلط له لارې مۀ ږده بې حسابه
له ټولو اول دنيا پېژندل ضروري دي چې د دې په معنىٰ او مفهوم پوهه حاصله شي او بيا دغه معانيو مفاهيمو ته د عبدالرحمان بابا په شاعرۍ کښې څومره ځائے ورکړے شوے دے، دا به د مثالونو نه څرګنده شي۔ تمهيد کښې به لږه خبره په ماديت او روحانيت هم کولے شي ولې چې دا دواړه دنيا او دنياوي ژوند سره تړلي دي۔ يو وضاحت دا هم ضروري دے چې د محترم پروفېسر جاوېد احساس په وېنا دا موضوع د “پښتون تهنکرز فورم” له خوا په جون 2024 ء کښې د يو لېکچر په شکل راقم وړاندې کړې وه۔ دلته ئې تلخيص وړاندې کولے شي۔
دنيا او د دې معنې:
موجوده عالم، موجوده ژوند، د آخرت مقابله کښې نزدې څيز، کائنات، جهان، زمکه يعني کره ارض، ژوند او د دې مشاغل، پېدائش نه تر مرګه زمانه، ټول خلق، زياتوالے، مجموعه، ډېر زيات څيزونه، امبار، د مذهب نه سېوا نور کارونه او دلچسپيانې، د دين او مذهب ضد، دور، زمانه، ماحول، فضا، د ژوند سامان، دولت، ، مال، جائېداد، د دنيا د ژوند مزې، ټوله آبادي، هستي، معاشره، نظام، د تصوف له رويه د حق نه غفلت او د حق فراموش کول۔
ماديت:
د دې دور انسان ته چې څومره سهولتونه، آسائشونه، آسانۍ او منفعتونه حاصل دي شايد چې د يو دور انسان سره هم نۀ وو۔ د سائنس او نورو انساني کاميابيو له لارې چې نن د رزق څومره فراواني او د سهولياتو او هر قسم آلاتو کوم کثرت دے نو ماضي ئې د مثال نه عاجزه ده۔ خو انسان چې څومره څومره فراوانۍ او سهولت ته رسي هم هغه هومره ئې حرص، لالچ او طمع زياتېږي او د نور او نور په جستجو کښې تر هر حده رسي۔ شکم پروري او د خواهشاتو کثرت هغه بلاګانې دي چې د نن دور انسان ئې په خپل ګرفت کښې اخستے دے او هم دا ماديت دے۔
روحانيت:
لفظِ روحانيت د روح نه وتلے دے چې معنىٰ ئې راحت، سکون او قرار ده۔ مطلب داسې عمل چې په هغې سره سکون حاصل کړے شي۔ د مادي وجود په شان د انسان يو باطني وجود هم دے چې د هغې ذريعه روح ده۔ “د انسان د ظاهر وجود د مختلفو اعضاء لکه لاس، پښو، مخ وغېره نه جوړ دے ولې دغه باطني وجود ئې د ايمان، نور، عقل، معرفت، غور وفکر، جذبات، احساسات، خوشحالۍ، غم، بې چينۍ او د سکون په شان کېفياتو باندې مشتمل دے”۔ د دنيا په مذهبونو او مذهب نما نظامونو کښې د سکون د حصول د پاره جدا جدا طريقې تر نظره کېږي لکه يوګا، مراقبه، په ځنګلونو او ويرانو کښې پناه، غارونو کښې پاتې کېدل، پُر فضا ځايونو ته تلل وغېره۔ مقصد هم يو دے چې روحاني سکون حاصل شي۔ خو اکثر په دې طريقو کامل سکون نۀ تر لاسه کېږي۔ د دې هر څۀ مقابله کښې چې مونږ د اسلام په تصورِ روحانيت غور و فکر کوو نو مونږ ته يو پوره کامل تسکين بخښونکے نظام په نظر راځي۔
اسلام کښې د روحانيت مطلب د خپل خالق و مالک نزدېکت دے۔ د انسان روحاني او مادي پهلوګان يو بل سره په حالتِ جنګ کښې وي۔ انسان که د الله قرب حاصلول غواړي نو خپل مادي پهلو به مهذب کوي، په دې به روحانيت غالبوي۔ که هغه په دې کښې کامياب شو نو قربِ الٰهي به ورته حاصل شي خو که ناکام شو نو د ورکو لارو لاروے به شي۔ اسلام کښې د قربِ الٰهي حصول په قرآن و سنت عمل کولو سره ممکن کېږي او هم دا ئې يوه لاره ده ځکه چې دا وخت ټول انسانيت سره درست تعليمات او د کاميابۍ لاره صرف د اسلام د صراطِ مستقيم په شکل کښې موجوده ده او دغه راز رسولِ اکرم صلى الله عليه وسلم د خپل مبارک حديث “ترکتُ فيکم امرين” په شکل څرګند کړے دے۔
د عبدالرحمان بابا شاعري:
د اوولسمې صدۍ په منځومانه کښې د باګرام په مردم خېزه او سخن خېزه خاوره هغه نامتو شاعر او سخنور وزېږېدو چې دنيا ئې د شاعرِ انسانيت په خطاب او عبدالرحمان بابا په نوم پېژني۔ د خوشحال بابا د دومره قدآور شخصيت په موجودګۍ کښې دۀ ځان له د فکر و فن له رويه د يوې داسې لارې انتخاب وکړو چې سابقه شاعرۍ کښې ئې مثال نۀ وو۔ د حسن و جمال، اخلاقياتو، عشق، انسانيت او اسلاميت موضوعات ئې د خپل شعر په پېکر کښې داسې ښکاره کړل چې د هر چا او هر دور د خلقو د زړۀ سر وګرځېدو۔ د وخت په رباب ئې هغه راګونه الاپ کړۀ او هغۀ نغمې ئې سُر کړې چې د لافانيت او بقا اعزاز ورته حاصل شو۔ د خپل اخلاص، فن، فکر او ښکلا د تصور په اساس ئې تر دې دمه د پښتو د ټولو نه زيات مشهور، مقبول او هر دلعزيز شاعر خطاب تر لاسه کړو۔ د اسلام تعليمات ئې په داسې شاعرانه انداز په خپل شعر کښې ځائے کړل چې شعر ئې که يو خوا په دغه آبِ حياتو امر شو نو بل خوا ئې د فن فردوس هم د خزان سپېرو سېلو نه تل عمري امان وموندو۔ د عالمګيرو او آفاقي موضوعاتو او اقدارو په نمائندګۍ که يو خوا د هر دور او هرې علاقې شاعر شو نو بل خوا د اسلام د انسان دوستۍ موضوع په شاعرۍ کښې د حائے کولو له کبله ورته د شاعرِ انسانيت عظيم مقام هم تر لاسه شو۔ او د يو پوره مکتبِ فکر تشکيل ئې وکړو۔
د ترکِ دنيا تناظر:
دنيا پرېښودل، د دې مال و اسباب، لذتونه، سهولتونه او هر آسائش نه مخ اړول ترکِ دنيا ګڼلے کېږي۔ خو په داسې صورت کښې دا يوه غېر متوازنه او انتها پسنده رويه ده۔ د دنيا د ژوند د پاره د ضرورت او جواز په درجه کښې د مال، اسباب، سهولتونو او ښائستونو فراهمي لازمي جزو دے۔ د دې نه کُلي او بېخي انکار ممکن نۀ دے۔ اسلامي تعليمات د ترکِ دنيا تعليم نۀ ورکوي بلکې د خپلې رويې د تهذيب، خواهشات مهذب کول او هغه د جواز په پابندۍ کښې ساتل او له هر څۀ پورته د دنيا په هر نعمت او سهولت ړوند اعتماد او په دې پورې زړۀ تړلو نه د ځان ژغورنې تعليم د اسلام په اساس کښې شامل دے۔ داسې نۀ ده چې د هر څۀ نه مخ اړول او د ملنګانو ژوند تېرول ګنې اصل دے۔ دنيا د دين تابع کول د اسلام مقصد دے۔
دې ضمن کښې د عبدالرحمان بابا تعليمات شته خو دا هم ياد ساتل پکار دي چې دا تعليمات د عيسيائيت د تصوف په شان انتها پسند نۀ دي بلکې په دې کښې هغه نکتې ملحوظ دي کومې چې په دې اقتباس کښې پورته بيان کړے شوې خو ولې هم دا شعرونه مزيد دريافت ته تشريح طلب ضرور دي:
دا دنيا ده بې وفا
بې وفا ده بې بقا
په يوه ګړۍ ئې مخ وي
په يوه ګړۍ ئې شا
په يوه ګړۍ ئې درد وي
په يوه ګړۍ دوا
په ساعت کښې ئې بقا وي
په ساعت کښې ئې فنا
نۀ څۀ شان لري نۀ شکل
کله دا شي کله دا
چې رغبت ئې د جمله خطاؤ سر دے
څوک به څۀ کاندي رغبت په دا دنيا
د دنيا ښادي بې غمه موندۀ نۀ شي
لږ خېرات د شوم له کوره په بلا دے
کاملان تعلقات د دنيا نۀ کا
لکه پاڼه د خزان پښه په رکاب وي
په دنيا کښې له دنيا ګوشه کنار شه
سمندر غوندې په اور کښې ګل عذار شه
خدائے نبي به دې روزي نۀ شي رحمانه
څو خلاص نۀ شې د دنيا له محبته
د دنيا ناوې په عقد کښې دين غواړي
اے رحمانه ځان ئې ژغوره له نکاحه
په نظر د هغو خاورې سرۀ زر کېږي
هر چې نۀ لري نظر و سيم و زر ته
چې په آب و په آتش په خاک و باد وي
څۀ اميد دے په هغې زندګانۍ
د غرقِ دنيا تناظر:
غرقِ دنيا يوه بله داسې انتها پسنده رويه ده چې انسان د انسانيت د جذبې، خوئي بوئي او معراج نه غورځوي۔ يعني صرف د دنيا لذتونه، منفعتونه او سهولتونه خپلولو د پاره شپه ورځ په ځان يو کؤل۔ نور خو پرېږده چې د خپل ځان او د خپل نفس د حقونو هم خيال نۀ ساتل۔ ځان نه د پېسو ګټلو مشين جوړول۔ په دې دور کښې دا رويه هم ښۀ ډېره تر نظره کېږي۔ که ترکِ دنيا يو طرف ته انتها ده نو غرقِ دنيا بل پله يوه انتها ده۔ او هم دا افراط و تفريط د انسان د تل عمري ستړيا او بې سکونۍ سوب دے۔ عبدالرحمان بابا په خپله شاعرۍ کښې د غرقِ دنيا تناظر هم راوړاندې کړے دے۔ دا رويه ئې غندلې ده۔ په دې اړه ئې د بلها ډېرو شعرونو نه څو نمونې دلته ذکر کولے شي:
په هېڅ حال کښې دې قرار و صبر نۀ شي
لېونے کړې ډېر حرص ډېرې هوا
چې يوسف(ع) ئې د دنيا په متاع ورکړ
پېدا مۀ شه بل کاروان دا هسې شوخ
هوښيار مۀ ګڼه هوښيار ددې دنيا
بې وقوف دے وقوف دار ددې دنيا
همېشه به ئې يو پنډ د غم په سر وي
چې په سر ئې وي د ستار ددې دنيا
همېشه به بې وقوف او بې شعور وي
چې مخمور وي په خمار ددې دنيا
نصيحت لکه هلک درباندې تريخ شۀ
د دنيا په شيرينۍ پسې ملوله
د دنيا په مينه او حصول کښې غرق خلق څۀ رويې داسې لري چې هغوي په خپله د خپل ذات او نفسياتو اظهار په هغې سره کوي۔ د هغوي د ذهنيت اندازه د هغوي د عمل او ګفتار نه کېږي۔ د غرقِ دنيا له کبله په هغوي کښې د شرفِ انسانيت کمے، اخلاقي انحطاط، بې ځايه تفاخر، کبر او د دولت مندو سره د نزدېکت آرزو زيات شي۔ دې سره تړلې ډېرې خبرې داسې کېدے شي چې هغه د عبدالرحمان بابا د شعر د مزيد وضاحت غوښتنه کوي خو هغې نه ګام پورته کووم۔ او دغه څو شعرونه د دليل په توګه وړاندې کووم:
يا به فخر په خپل اهل و په نسب کا
يا به فخر کاپه آل و په عيال
يا به ذکر د لذت او د زينت کا
يا به فکر کا د مال او د منال
يا به هسې پوچ ګوئي کاندي اغازه
چې مضمون ئې نۀ مردار وي نۀ حلال
د دنيا په مينه او خوند کښې مستغرق ته رحمان بابا کله کله نصيحت هم کوي خو د طنز و ملامت غشي په کښې هم ښۀ رسا رسا لګي:
واړه تشې شلومبې شاربې
خبر نۀ شوې له مطلبه
لکه کاڼے يا کودرے
په درياب کښې تشنه لبه
نا ګاه خپسر اګاه بولې
د خبره ده عجبه
د دنيا مينه کښې غرق چې کله رابېدا شي او خود احتسابي کوي نو د خپلې ماضي په بابله د هغۀ تصورات د رحمان بابا په نزد څۀ داسې وي:
لکه بُت چې په رڼو سترګو اودۀ وي
هسې زۀ په بېدارۍ کښې اوړے خواب يم
په طاعت په عبادت مې زړۀ يخ نۀ کړ
همېشه د معصيت په اور کباب يم
چې و خپلو ګناهونو ته نظر کړم
سزاوار د هر عذاب د هر عتاب يم
دنيا، مال و دولت، نعمتونه او هر سهولت بذاتِ خود بد نۀ دے۔ دې له د بدۍ معنىٰ او تشکيل ورکول د انسان د خپلې رويې او عمل کار دے۔ يعني د هر څير او هر څۀ مثبت او جائز استعمال هېڅ بديت نۀ لري۔ اوس ډېر مال و متاع، دولت او جائېداد خو بد نۀ دے خو که د هغې استعمال درست وي۔ دنيا د کومو خلقو بده او غېر مفيده ده۔ په دې اړه د عبدالرحمان بابا خيال څۀ داسې دے:
دنيا بده د هغو ده
چې ئې کسب وي ريا
يا ئې کسب د ريا وي
يا ئې وګټي په غلا
يا ئې ټوله کا په ظلم
يا د خمرو په سودا
يا ئې ورکا په شرابو
يا ئې ورکا په زنا
يا ناحق خونونه کاندي
يا مالونه خوري د چا
عبادت کا په ځان فرض
د بادشاه د اُمرا
حق باطل کا ، باطل حق کا
په سبب د رو ريا
نۀ ئې ويره وي له خدايه
نۀ ئې شرم نۀ حيا
د يوې ګېډې دپاره
هزار خونې کا بېديا
همېشه ئې له ستمه
خلَقه وي په غوغا
ګوش و هوش ئې هرګز نۀ وي
د مظلومو په ژړا
د فرعون په څېر ناست وي
بې پروا و کبريا
بت خانې وته ئې مخ وي
و مسجد وته ئې شا
اختلاط کا له بدانو
له نيکانو وي جدا
هېڅ ئې نۀ وي په خاطر کښې
تَوَلا وَ تَبَرا
د دنيا يوه معنىٰ د دين د متضاد هم ده۔ په داسې صورتِ حال کښې چې د دين او دنيا تقاضې په بيل بيل حکم کوي نو د يو مسلمان د پاره د ديني غوښتنو پوره والے ضروري دے۔ کله چې دين او دنيا په مقابله کښې راشي نو دلته بيا د عبدالرحمان بابا تعليمات څۀ په دې ډول دي:
نادانانو هسې دين په دنيا بائيلو
لکه وړوکے زر بدل په پارچه نان کا
بې هنر دي چې څوک دين په دنيا پلوري
هنرمند سړے دا هسې سودا نۀ کا
واړه بې وقوف دي چې څوک دين په دنيا پلوري
چرته پينځۀ ورځې چرته عمر جاودان
بدلوې په دنيا دين و ايمان ولې
نۀ پوهېږې په خپل سود و په زيان ولې
د ترکِ دنيا او غرقِ دنيا په مېنځ کښې توازن يا د دنيا د ژوند په اړه متوازنه رويه د رحمان بابا د تعليماتو په رڼا کښې څنګه کېدے شي، دلته ئې مثالونو سره وړاندې کووم خو ورسره دا يوه خبره ضروري ده چې هر څو که عبدالرحمان بابا د ترکِ دنيا او غرقِ دنيا صورتِ حال په خپلو تعليماتو کښې واضح کړے دے، او هغوي سره زياتره د دنيا د ترک کولو تصور ليکونکيو تړلے دے خو صرف داسې نۀ ده بلکې هغوي د دې دواړو په مېنځ کښې د تطبيق او توازن په اړه هم خپل تعليمات وړاندې کړي دي۔ د دې دا مطلب هم نۀ دے چې ګنې بابا چرته دنيا غندي او چرته ئې ستائي نو دا ګنې تذبذب او تضاد شو ــــــــــــــــــــ ناـــــــ داسې نۀ ده بلکې شاعري کله د کُل په شکل د جز او کله د جز په شکل د کُل خبره کوي۔ او بيا د بابا د ديوان د متني مطالعې نه د هغوي نکته نظر څرګندېږي۔ د توازن دغه تناظر عبدالرحمان بابا داسې بيانوي:
هغو بيا موند سعادت په دا دنيا
چې ئې وکړ قناعت په دا دنيا
که نعمت دے خو طاعت او عبادت دے
ګڼه نشته بل نعمت په دا دنيا
نيک کردار نېک عملونه نېک خويونه
هم جنت دے هم راحت په دا دنيا
د ريا له زاهدۍ زما توبه ده
چې يې کاندي څوک په رسم و په عادات
د دنيا چارې فاني دي مرد هغه دے
چې نظر کا په حرام او په حلال څوک
د دنيا ښادي همه غم ژنو وکړه
بې روژې عالم له عيده څۀ خبر دے
عاقلان په وړاندې ځي په وروستو ګوري
په دنيا کښې سرنجام د آخرت کړه
چې عقبٰى ددې دنيا په اجر مومې
خو هم دا عمارت هلته عمارت کړه
زندګي که بې اوبو بې اوره نۀ شي
تل هم اېښي هيچا نۀ دي په ټټر
ناکرده سودونه ډېر دي په دنيا کښې
سود هغه وي چې د خېر وي، نۀ د شر
چې عقبٰى ددې دنيا په اجر مومې
خو هم دا عمارت هلته عمارت کړه
څۀ به ګورې د قيامت و ورځو شپو ته
خو هم دا جهان په ځان باندې قيامت کړه
چې دې نېک و بد په تله کښې تلل شي
خود پخپله تله واخله عدالت کړه
که لښکرې د حرص درباندې زور شي
سر دننه په قلعه د قناعت کړه
د دنيا د اهميت په اړه د عبدالرحمان بابا اپروچ داسې دے چې هغه دا ګڼي او ده هم داسې چې دنيا دارالعمل دے۔ د دې يکسر نظر انداز کول درسته نۀ ده۔ دنيا، دولت، سهولت هر يو څير يو نعمت دے خو دا نعمت به هله مفيد وي چې د دې په اساس کښې د هدايت نعمت حاصل وي۔ دنياوي ژوند د قانون او قاعدې مطابق تېرول بنيادي غوښتنه ده:
ښۀ ده ښۀ ده دا دنيا
چې توښه ده د عقبىٰ
مذمت د دنيا مۀ کړه
واوره پند کړه دا وېنا
د دنيا په بازار کېږي
د هغه جهان سودا
په دنيا کښې ډېر حکمت دے
ورشه وپوښته حکما
که ئې تويه په صحرا کړې
ښائسته کاندي صحرا
د حاتم په څېر دې ستائي
خطاب درکا د سَخا
دنيا کښت د اخرت دے
دا خبره ده رښتيا
د دنيا طالبان ډېر دي
که ئې مومي څوک له چا
ولې مرد په کښې هغه دے
چې سخي وي هم پارسا
د دلبرو صدقې لره ئې غواړم
هسې نه چې په دنيا پسې زهير يم
ښۀ يا بد دنياوي ژوند، د مال او دولت مثبت او منفي اړخونه او د دې نور متعلقات د عبدالرحمان بابا په نزد د خپل عمل په سوب دي۔ څنګه چې عمل وي هغسې نتيجه وي۔ که انسان غواړي نو د خپل عمل په ذريعه مثبت معنوي حېثيت دنيا له ورکولے شي او که عمل منفي وي نو نتيجه به بيا هم منفي راځي۔ غرض دا چې هر څۀ د عمل تابع دي:
په دنيا کښې بدي نشته
که بدي نۀ وي له تا
په دنيا کښې خطا نشته
که له تا نۀ وي خطا
دنيا بحر دے بهېږي
آئينې غوندې صفا
خپل خپل مخ په کښې ليدۀ شي
که څوک زشت وي که زېبا
هم خطر په کښې د سر شته
هم ګوهر دے بې بها
کار همه واړه موقوف دے
د سړي پر مدعا
که بلنده مرتبه د چا پکار وي
لوئے مقام دے عدالت په دا دنيا
بل ارمان به له جهانه يووړنۀ شي
مګر مهرو محبت په دا دنيا
د هغه جهان سودا واړه دلې ده
که څوک کاندي تجارت په دا دنيا
که مشکل دي خو د زړونو رغول دي
سهل کار دے سود و زيان ددې دنيا
دنيا، دنياوي ژوند، د دنيا سهولتونه او نور متعلقات د عبدالرحمان بابا په کلام کښې له مختلفو زاويو په فني او هنري انداز بيان شوي دي۔ په دې له مختلفو اړخونو د کار امکان شته۔ دا بحث لا طويل دے خو هم په دغه پورته مختصر بحث او مثالونو اکتفا ده