جغرافیه، ګډه تاریخي حافظه ، ژبه یا ژبې، ګډ معاشي مفادات، کلتور او ادبیات، ځایي اولس او د اولس ځايي حکمراني او د ځايي خلکو په قدرتي وسیلو اختیار ټوله دنیا کښې د قامیت او وطن فکري او سیاسي بنیادونه ګڼلې کېږي ۔ یو قامي وحدت یا وطن لکه پښتونخوا، سندھ، پنجاب، بلوچستان، کشمیر، سرائیکي وسېب وغېره سیاسي اکايۍ وې، نسلي اکايۍنۀ وې ۔ ممکنه ده چې یو قامي جغرافیه کښې ډېر نسلونه اباد وي او ډېرې ژبې وئيلي شي ۔ دا ټولې ژبې او نسلونه د دې قام برخه وي ۔ قامیت د ټولنیز پرمختګ فکر دے نو ځکه ټولنه کښې طبقاتي او صنفي مساوات د قامي ازادۍ او خپلواکۍ د تحریکونو لازمې برخې ګڼل کېږي ۔ قام پرستي او وطن دوستي نۀ ماضي پرستي وي او نۀ نسل پرستي ۔ د محکومو قامونو وطن دوست قام پرستي د ریاست د طبقاتي او سرمایه دارانه نېشنلزم په ضد مبارزه کوي ۔ مذهب د کلتور برخه ګڼلے کېږي خو یو قام کښې بېلابېل مذهبي عقیدې شتون لرلې شي ۔دا ټول د قام برخه وي نو ځکه مذهب په ځانګړي توګه په ننۍ دنیا کښې د قامیت بنیاد نه ګڼل کېږي ۔ کۀ هم دې نزدې تاریخ کښې د نو ابادیاتي استعماریت پایسو ته ځېر شو نو د هند په وړه وچه (برصغیر) او افغانستان کښې د فرنګي راج د پالیسو دوه پړاؤنه مخې ته راځي ۔ د 1757 نه وروستو چې د ايسټ انډیا کمپنۍ سرکار په قلار قلار د ټول هند بېلابېلې منطقې د خپلې واکمنۍ لاندې راوستې تر دې چې په 1849کښې ئې په پنجاب او د هغه وخت په شمال مغربي برخو لکه پېښور او خواؤشا علاقو قبضه وکړه نو تر دغه وخته د فرنګي سرکار پالیسي دا وه چې یو خوا ځایې ټولنو کښې د مراعاتو، ملازمتونو، جاګیرونو او خپلو تعلیمي ادارو په ذریعه یو اشرافیه منځ ته راولي چې د هغوي ژبه، سوچ او فکر د فرنګي سرکار روزلے شوے وي ۔ د دوي په واسطه هغوي ځایي ټولنو باندې خپله واکمني دوامداره ساتله ۔ د اولس د پاره ئې ځایي ژبې د پالیسو برخه وګرځوله چې یو غاړې ته د استعماري کمپنۍ د ملازمتونو اهل پاتې نۀ شي او بلې غاړې ته د فارسۍ نفوذ ختم کړي ۔ پېښور، په بله معنی د هغه وخت پښتونخوا ئې پنجاب سره په انتظامي توګه اوتړله ۔ او دلته هم د ځایي قام او ټولنې په حواله هم هغه پالیسي اختیار کړې شوه ۔ دا هغه دور دے کوم کښې چې فرنګي افسرانو په پښتو ژبه، ادب او فوالکلور او د پښتونخوا په ټولنه او تاریخ ګڼ شمېر کتابونه اولیکل او چاپ کړل ۔ د مونسټوارټ الفنسټن نه واخله تر مېجر هنري جارج راورټي، هنري والټر بېلیو، سر هربرټ اېډورډز، مېجر سر حېمزاېبټ وغېره پورې دغه سلسله تر اتلس سوه پنځوسم لسیزې پورې دوامداره پاتې شوه ۔
د 1857 د هند د ازادۍ د جنګ نه وروستو دا پالیسي بیخي اپوټه شوه .دې دور کښې پالیسي دا شوه چې ځایi اشرافیه ئې نوره قوي کړه او د ځایي اولسونو او قامونو ټولنیزه حافظه د تحقیق، تصنیف، مېډیا، تعلیمي ادارو او ژبې په ذریعه د ماتولو هڅې پېل شوې ۔ پښتونخوا کښې د 1857 نه واخله تر 1901 پورې د فرنګ راج یو څو مهم او لوے اغېزمن کارونه اوکړل ۔ وړومبے خو یې د پښتونخوا د جنوب او شمال برخې لکه وزیرستان، ژوب، کوټه، قلعه پښین، قلعه عبدالله، سوات او باجوړ وغېره تر خپل واک لاندې راوستې ۔ دوېم، پنجاب کښې (او شمال مغربي پښتونخوا چونکې پنجاب سره تړلې وه نو پښتونخوا کښې هم) د اشرافیې د پاره انګرېزي او د سرکاري ژبې په توګه ئې اردو ژبه نافذ کړه چې د ځایي اولسونو ټولنیزه حافظه ماته کړي، بیا ئې اردو مذهب سره هم اوتړله چې دې سره د فرقه پرستۍ تخم اوکري ۔ درېم، د فارورډ پالیسۍ او د بفر زون د جوړولو د پالیسۍ تر مخه یې پښتونخوا په انتظامي توګه ماته کړه، د ډیورنډ کرښه یې راښکه او د ملازمتونو، مراعاتو، کاروبار او تعلیم مخه ئې ورله د پنجاب غاړې ته راواړوله ۔ د ډیورنډ د کرښې د شرق غاړې ته ئې کوزه پښتونخوا په څلورو انتظامي اکایو کښې اووېشله —اېن ډبلیو اېف پي چې هغې کښې یې پنځه ضلعې یانې هزاره، پېښور، کوهاټ، بنو او ډېره اسماعیل خان د بندوبستي ضلعو په نوم شاملې کړې، بله برخه فاټا چې هغه ئې اېغ په نېغه د مرکز سره اوتړله، بله برخه خودمختاره ریاستونه (سوات، دیر، چترال، امب وغېره چې وروستو ئې ورته پاټا اووې) او یو بله برخه یې د برټش بلوچستان کښې ګډه کړه ۔ څلورم کار یې دا وکړو چې په ګڼ شمېر او غټ مقدار او ګڼ شمېر کښې ئې پښتونخوا کښې جاګیرداران او خان بهادران جوړ کړل او د پښتنو ټولنه یې طبقاتي کړه ۔ دې سره ئې د استانو غټ غټ پیران او مذهبی عالمان خپل جال کښې راګېر کړل ۔ دا هغه دور دے چې دې کښې “پښتو د دوزخ ژبه ده” او “سبق د مدرسې وایي، د پاره د پېسې وايي، په جنت کښې به یې ځایې نۀ وي، په دوزخ کښې به غوپې وايي” غوندې پروپېګنډې په زور او شدت روانې شوې ۔ د دې پالیسو درې څرګنده اغېزې اوشوې ، یو دا چې په ډېره لږه موده کښې د پښتونخوا وطن د ټولنې د ګڼ شمېر اولس د پښتونخوا وطن سره تړلې ټولنیزه حافظه، شناخت او هويت مات شو ۔ دې سره د خپلې حکمرانۍ ټولنیز خواهش ضعیف شو او د انګرېز د غلامۍ د پاره رضامندي او خوښه زیاته شوه ۔ دوېمه اغېزه دا وشوه چې د خپل پښتونخوا وطن د غرونو، سیندونو، معدنیاتو او زېرمو، ځنګلونو او لارو ګودرو غوندې د لوې طبعې وسیلو نه لاس په سر شو او دا هر څۀ د فرنګ قبضه کښې په اسانه راغلل ۔ درېمه اغېزه دا وشوه چې د خپلو طبعي وسیلو او هنرمندۍ په وساطت چې کوم اقتصاد څۀ نا څۀ شکل کښې موجود ؤ، د هغې نه بې برخې شول ځکه چې هنرمندي، هنرمندان، خپله ژبه/ژبې او ځایي علم ورته فرنګي مخکښې نه سپک کړے ؤ ۔ دې سره د پښتونخوا وطن اولسونه مستعمره او غلامان هم شول او غریب او مفلس هم شول ۔ بیا فرنګي په قلاره دوه سوه کاله حکومت کولو، د پښتونخوا وسیلې یې لوټ کولې او د پښتونخوا تزویراتي ځانګړتیا یې د افغانستان د قابو کولو د پاره په کار راوسته ۔ یاده دې وي چې دې دوران کښې کله په ټول هند کښې فرنګي سرکار د هند بېلابېلو قامونو وحدتونو او صوبو کښی د اصلاحاتو پالیسۍ مخې ته راوستې، د پښتونخوا ټولې منطقې د دې اییني اصلاحاتو نه بې برخې پاتې کولې کېدل ۔ پښتونخوا لا اوس هم د پنجاب یو کمشنرېټ ؤ ۔ ښایي د دې قبضه ګرۍ لوې لامل افغانستان سره د پښتونخوا پوله او د زار روس او بیا وروستو د سوویت یونین په شاه تمبول ؤ ۔
د وړومبي او دوېم نړیوال جنګونو موده کښې چې کله د برطانیې استعماريت ټوله نړۍ کښې راغونډېدو نو هغوي هند ته هم د سائمن کمېشن په نوم د هند د راتلونکي ائیني انتظام باندې د صلاح مشورې د پاره یو وفد په 1927 کښې جوړ کړو او 1928 کښې ئې راؤلېږلو۔ ال انډیا کانګرس د موتي لال نهرو مشرۍ کښې یو کمېټي جوړه کړه چې د هند د راتلونکې د پاره په ائیني چوکاټ غور وکړي او رپورټ ولیکي ۔ دې کمېټۍ په 1928 کښې رپورټ وړاندې کړو چې د نهرو رپورټ په نوم یادېږي ۔دې رپورټ کښې پينځۀ مهمې خبرې اوشوې ۔ یو دا چې ازاد هند به یو وفاق وي چې صوبې به پکښې خودمختاره وي خو پاتې ائیني اختیارات به د مرکز سره وي ۔ دوېم دا چې هند کښې به صوبې د ژبې (تاریخ او کلتوري شناخت) او اقتصادي دوامدارۍ په بنیاد جوړېږي ۔ درېم دا چې د هغه وخت اېن ډبلیو اېف پي دې هم هغه شان صوبه اوګرځولےشي څنګه چې نورې صوبې شتون لري ۔ څلورم دا چې سندهـ دې بمبۍ نه جدا کړے شي خو هله چې اقتصادي دوامداري لرلې شي ۔ پنځم دا چې په مذهبي بنیاد دې جداګانه انتخابات ختم کړے شي او مسلمانانو ته دې په مرکزي اسمبلۍ کښې څلورمه برخه نمایندګي ورکړے شي ۔ د دې جواب کښې په 1929 کښې محمد علي جناح خپلې څوارلس نکتې اعلان کړې ۔ د هغې مهم نکتې په دې ډول وې، یو دا چې هند دې یو مکمل وفاق وي چې صوبې پکښې په کلي توګه خودمختاره وي او پاتې ائیني اختیارات هم د صوبو وي ۔ دوېم دا چې په مذهبي بنیاد جداګانه انتخابات دې برقرار اوساتلے شي او مرکزي اسمبلۍ کښې دې مسلمانانو ته درېمه برخه نمایندګي ورکړے شي ۔ درېم دا چې سندهـ دې بمبۍ نه جدا کړے شي ۔څلورم دا چې اېن ډبلیو اېف کښې دې هم ائیني اصلاحات اوکړے شي ۔
د دوېم نړي وال جنګ نه وروستو چې کله د برطانیې استعماریت راغونډ شو او د نړۍ ډېرو قامونو د ازادۍ غوښتنه کوله نو برطانیې او د هغې اتحادیانو د اېشیا، یورپ او افریقې د ډېرو ریاستونو پولې د قامي بنیادونو په ځاے د خپلو ستراتیژک مفاداتو د خوندي کولو د پاره جوړې کړې خو هغې ته ئې قامي ریاستونه اووئیل ۔ چرته داسې اوشو چې یو قام ئې په ډېرو برخو کښې اووېشلو لکه کردان او عرب ۔ او چرته یې ډېر قامونه په یو ریاست کښې رایوځاے کړل لکه د یورپ، افریقې او اېشیا ډېر ریاستونه ۔دې کښی هغو ریاستونو کومو چې د پرمختګ په لاره تلل غوښتل هغوي د ځایي قامونو تاریخي، ژبني، او قامي بنیاد د وحدتونو په ډول په ریاستي ساختونو کښې په خپلو وسیلو د ملکیت په حساب او د حکمرانۍ په حساب خودمختاره کړل او په ریاستي حکمرانۍ کښې ئې ورله منصفانه برخه ورکړه ۔ د مثال په توګه فېډرل ریپبلک اف جرمني، اسټرېلیا، سوټزرلېنډ او جنوبي افریقه وغېره ۔ په دې ریاستونو کښې د ځایي قامونو قامي تشخص، ژبني او کلتوري شناخت، د خپلو وسیلو ملکیت او خودمختاره حکمراني خوندي کړې شوه او دغسې دا ریاستونه د پرمختګ په حواله مخ په وړاندې روان دي ۔
هندوستان یې په مذهبي بنیاد په دوه ازاد قامي ریاستونو هندوستان او پاکستان کښې اووېشلو او دې دواړو ریاستونو کښې یې ډېر قامونه رایوځاے کړل ۔ هندوستان بیا دا وکړل چې په 1956 کښې یې د عمراني معاهدې تر مخه او د نهرو رپورټ د اصولو لاندې خپلې وفاقي اکایانې په لساني (تاریخي او قامي) بنیاد جوړې کړې، د وسیلو اختیار ئې ورکړو او د خپلې حکمرانۍ خودمختاري ئې ور په غاړه کړه ۔ چاته ئې د یونین منطقې اووئیل او چاته یې ریاستونه اووئیل ۔ هم د دې له کبله د هندوستان د انتهایي شمالي او مشرقي ریاستونو نه علاوه نور چرته هم څۀ اړے ګړے په نظر نۀ راځي ۔ بلخواه پاکستان کښې د یو کثیر القومي، کثیر نسلي، کثیر لساني او کثیر مذهبي ریاست نه د دې اشرافیې د یو “قام” جوړولو پروژه پېل کړه ۔ اردو ئې یوازینۍ قامي ژبه وګرځوله او انګرېزي ئې سرکاري ژبه وکرځوله ۔ په انتظامي توګه ئې د دوو صوبو ون یونټ جوړ کړو او هغې ته یې مغربي او مشرقي پاکستان اووئيل ۔ د ځايي قامونو سیاسي خودمختاري، د وسیلو ملکیت او د قامونو شناختونه یي نړول شروع کړل ۔ دې سره یوخوا یو ستغ طبقاتي نظام منځ ته راغے چې د استعماریت د دور اشرافیه ئې دوامداره هم کړه او پراخه هم ۔ بلې غاړې ته یې د ریاستي نظام په انتظام کښې په مرکزیت ولاړه حکمراني د مذهب په پلمه مقدس وګرځوله ۔ دې پالیسۍ سره ریاست د فرقه پرستۍ یو بل حد ته اورسېده چې ورته پاپائیت وئیلے کېدے شي ۔دې سره سره ئې د بنګال پومبه، ورېژې او پټ سن، د بلوچستان ګېس او معدنیات، د سندهـ معدنیات او بندرګاه او د پښتونخوا معدنیات، سیندونه، ځنګلونه او ستراتیژکي لارې ګودرې په ازاد مټ د یو څو ډلو د پاره چې ورته حمزه علوي اولیګارکي اصطلاح کارولې ده ئې په کار راوستې ۔ ددې ځایي قامونو د انګرېز د دور اشرافیه هم ورسره دې استحصال کښې شریکه وه ۔ هم دغه وجه وه چې په 1971 کښې پاکستان دوه ځایه شو۔
چې د بنګال د شخړې په وخت بیا ون یونټ مات کړے شو، انتخابات اوشو او په 1973 کښې چې د ذوالفقار علي بټو، د رهبر تحریک خان عبدالولي خان او د مفتي محمود په هڅو د ائین ساز اسمبلۍ نه په وړومبي ځل د پاکستان عمراني معاهده (ائین) مېنځ ته راغلو نو هغې کښې د قامي وحدتونو نه د وفاقي اکایانو جوړولو په بنیاد د صوبايي خودمختارۍ لوظ اوشو ۔ د دې ائین چوکاټ په درې مهمو خبرو ولاړ و، یو جمهوریت، دوېم وفاقیت (صوبايی خودمختاري) او درېم بشري حقونه ۔ هر څو کۀ دا اصول ومنلے شو چې د پاکستان ریاست د قامي وحدتونو نه جوړو صوبو جوړ کړے دے، ریاست پاکستان صوبې نه دي جوړې کړي ۔ دلته د قامونو وجود، شناخت او وطنونه د زرګونو کالو نه شتون لري، خو بیا هم یو خوا ائین کښې ورکړے شوي د صوبائي خودمختارۍ لوظ اوه دېرش کاله وځنډېدو او بل خوا د پښتونخوا وجود هغسې نیمګړے پرېخودے شو ځکه چې فاټا، پاټا او بلوچستان کښې د پښتونخوا وجود بیا هم وېشلے شوے ؤ۔ او د پښتونخوا وجود هم هغسې د اېن ډبلیو اېف پي شکل کښې بې شناخته پاتې کړے شو۔ او د سرائیکي وسېب د قامي وحدت په بنیاد د وفاقي اکایۍ جوړولو خبره هم په ځاے پاتې شوه ۔ اوه دېرش کاله وروستو بیا په 2010 کښې یو غاړې ته د یو مهم ائیني ترمیم په ترڅ کښې د پښتونخوا شناخت اومنلے شو او څۀ موده وروستو بیا فاټا هم د پښتونخوا برخه شوه ۔ دا لوے کار د عوامي نېشنل پارټۍ د اوسني رهبر مشر اسفندیار ولي خان او د پیپلز پارټۍ د شریک چېرمېن اصف علي زرداري په برکت تر سره شو۔ بیا هم د پښتونخوا یوه لویه برخه بلوچستان کښې د پښتونخوا وجود نه لا تر اوسه شوکېدلې ده ۔
د پښتونخوا وطن د قامي وحدت ماتلو د پاره ئې پښتونخوا سره یو بل ځانګړے کار دا وکړو چې د افغانستان غاړې ته ئې یو بدلون سره هم هغه د استعمار د دور پالیسي جاري وساتله ۔ د دې په ځاے چې د ډیورڼد کرښې دواړو غاړو ته د یو ژبې او د یو کلتور د اولسونو د ازاد تګ راتګ په ذریعه د پاکستان او افغانستان او د مرکزي اېشیا د ریاستونو تر مېنځه کلتوري او تجارتي اړیکې ټينګې کړے شي، افغانستان کښې د خپلې خوښې د لاسپوڅي حکومتونو جوړولو د پاره د غربي دنیا د سوویت یونین په ضد د عملیاتو د پاره دلته انتهاګرې وسله والې ډلې جوړې کړې شوې، د جنګ د پاره په زرګونو نوې جوړې کړې شوې مدرسو په ذریعه، د نصاب او کتاب په ذریعه او د مذهبي سیاسي ګوندنونو په ذریعه د جنګ نظریه او اقتصاد جوړ کړے شو۔ د دې په ضد په اولس کښې د قامي مترقي وحدت سوچ او فکر د ماتولو هڅې وکړے شوې ۔ د پښتونخوا وطن انتظامي وېش په کلتوري وېش کښې د بدلولو هڅو باندې لویه سرمایه کاري وکړې شوه ۔ د پښتونخوا وطن ځایي اقتصاد مات کړے شو۔ دې سره د پښتونخوا وطن ډېره سرمایه د پنجاب او سندهـ غټو ښارونو ته منتقل شوه څو چې وکړے شي چې د پښتونخوا وطن د قامي وحدت شعور ټکړې ټکړې کړي ۔
پښتونخوا کښې یو بل ځانګړې صورتحال یې داسې راپېدا کړو چې کۀ یو غاړې ته د استعمار د دور انتظامي اکایانې برقرار وساتلې نو بلې غاړې ته ئې د دې ماتې ګوډې پښتونخوا د بېلابېلو منطقو مخه د پښتونخوا دننه د تړون په ځاے پنجاب غاړې ته لا نوره هم زیاته واړوله ۔ د نوي ضلعو د تړون د پاره هیڅ یو نوے شاهراه جوړه نکړے شوه، د دې په ځاے دا وشو چې جنوبي ضلعو ته د مېداني ضلعو نه چې کوم انډس هایي وے د مخکښې نه جوړه وه، هغه ورانه ویجاړه شوه او جنوبي ضلعې اوس د سي پېک موټروے په واسطه اېغ په نېغه لاهور، پنډۍ او اسلام اباد سره وتړلې شوې ۔ دغسې د ملاکنډ ډویژن له خوا اېغ په نېغه پنډۍ او اسلام اباد سره روډ جوړ شو او ملاکنډ ډویژن د پښتونخوا نورو ضلعو نه قطع شو۔ هم په دې ډول د ډېر پخوا نه د هزاره ډویژن لارې ګودرې او منډه ئې د پښتونخوا د چار چاپېره ضلعو لکه شانګله، صوابۍ او سوات په ځاے اېغ په نېغه پنډۍ سره وتړلې شوې ۔ په دې سوب د هزارې، د ملاکنډ ډویژن او د جنوبي ضلعو کاروبار، تجارت، تعلیم، او هسپتال د پښتونخوا په ځاے په پنجاب د اړ کولو هڅې د پاکستان د جوړېدو وروستو د وړمبۍ ورځې نه روانې دي ۔
دلته اوس بنیادي سوال دا جوړېږي چې پاکستان کښې اخر ولې کله د دوو غټو صوبو (مغربي او مشرقي پاکستان) په شکل کښې او کله د وړو صوبو د ډسکورس په شکل کښې قامي وحدتونه او په خصوصي توګه پرله پسې د پښتونخوا د ماتولو هڅې کېږي؟ له بده مرغه پاکستان کښې د دې سرچینه د دوه مرګونې عملونو د یو ځاے کېدو په شکل کښې اوس هم ژورې جرړې لري ۔ یو عمل د نظام هغه ساختیات دي چې د قامي وحدتونو طبعي وسیلې، او سیاسي طاقت او اختیار په سول او ملټري بیوریوکرېسۍ، په غټو سرمایه دارانو، په غټو جاګیردارانو، په غټو ججانو، د مرکزي لړۍ په طاقتورو سیاست مدارانو او په غټو ملیانو مشتمل د ايسټېبلشمنټ د اشرافیې لاسو ته راغونډوي ۔ د مرکزیت پسندۍ د دې نظام د ساختیاتو بنیاد په نو ابادیاتي استعماري دور کښې اېخودے شوي و ۔ اوس دلته دا نور هم قوي کړے شو، دوېم د ریاست نه د مذهب په بنیاد د یو “قام” جوړولو او د قامي وحدتونو د ماتولو پروژه ده کومه چې پاکستان کښې له وړومبۍ ورځې نه پېل شوې وه او ورځ تر ورځه دې کښې تندي راځي ۔ دا پروژه د دې دور د ټولو پرمختیاؤ په ضد تمامېږي ۔ د نړۍ پرمختللي ملکونو د خپلو قامي، کلتوري، تاریخي او ژبني شناختونو د هر اړخیزۍ او تکثیریت د منلو، دوي ته د خپلو طبعي وسیلو د ملکیت ورکولو او دوي ته په خپل ځان پخپله د حکمرانۍ د پاره د خودمختارۍ ورو کولو لار خپله کړې ده او په مخکښې تللي دي ۔ بلې غاړې ته پاکستان ورځ تر ورځه په اقتصادي توګه قرضداری کېږي، غربت او افلاس ورځ تر ورځه زیاتېږي او نابرابري ورځ تر ورځه پراخه کېږي ۔ په سیاسي توګه پاکستان خپل ثبات او استحکام ورځ تر ورځه بائیلي ۔ د مثال په توګه پښتونخوا کۀ هر څو یو سیاسي اکايي ده، نسلي اکايي نۀ ده، چې پکښې د بېلابېلو نسلونو او قبیلو اولسونه سره د خپلو ژبو او کلتورونو د سوونو زرګونو کالو راسې په یو ځاے وسېږي خو د دې د ماتولو د پاره ئې درې غټ غټ بارودي سرنګونه په مصنوعي توګه جوړ کړي دي ۔ یو بارودي سرنګ ئې په قبیلوي بنیاد د جرګو او غونډو شکل کښې جوړ کړے دے چې پښتونخوا وطن کښې یو ګډ سیاسي ډسکورس مات کړي او اختیار او وسیلي د مرکز د زور واکو لاس ته وغورزېږي ۔دوېم بارودي سرنګ یې د هغه کم شمېره نسلي او لساني اکایو شکل کښې جوړ کړے دے چې کۀ هر څو د عوامي نېشنل پارټۍ د 2008 نه تر 2013 پورې تېر شوي حکومت د هغوي ژبې د تعلیم ژبې وګرځولې او دوي ئې حکومت او وسیلو کښې د شاملولو هڅې وکړې خو بیا هم وخت تر وخته د ايسټېبلشمنټ لاسپوڅي د دې بارودي سرنګ د ډزولو تابیا کوي ۔ درېم باروي سرنګ یې د هزاره ډویژن د ټولنيز انجینئرنګ په شکل کښې جوړ کړے دے چې وخت تر وخته یې د ډزولو تابیا کوي ۔
کۀ د پښتونخوا د هزاره ډویژن نه د صوبې جوړولو د ډسکورس تحلیل وکړو نو دا خبره به ډېره سپینه شي ۔ سوال دا دے چې د مرکزي لړۍ مېډیا کښې د هزاره ډویژن نه د صوبې جوړولو د پرله پسې د ډسکورس خورولو بنیاد څۀ دي؟ د مرکزي لړۍ مېډیا وايي چې د ښۀ انتظام د پاره وړې صوبې پکار دي نو ځکه هزاره ډویژن صوبه جوړول پکار دي ۔ دا خبره نۀ په سیاسي دلیل ولاړه ده، نۀ د کلتوري شناخت جواز لري او نۀ څۀ اقتصادي جواز لري ۔ کۀ د نړۍ او سیمې د پرمختللو ملکونو مثال مخې ته کېږدو نو پاکستان سره خوا کښې ملک هندوستان کښې راجستان، مدیه پردېش، مهاراشټرا او اترپردېش دومره لوې ریاستونه دي چې کلهم پاکستان پکښې ځاے کېږي ۔ دغسې کۀ د امریکې الاسکا او ټېکساس رواخلو نو هغې کښې هم کلهم پاکستان ځاے کېدېشي ۔ د ايسټېبلشمنټ ډسکورس چلونکو نه دا خبره هېره شي چې پاکستان صوبې نۀ دي جوړې کړي، صوبو پاکستان جوړ کړے دے ۔ بله خبره دا ده چې د هزارې هغه علاقې چې کوم کښې پښتو، شینا او انډس کوهستاني وئيلے کېږي، کۀ هغه ترې وباسې نو چې کومو ضلعو او تحصیلونو کښې دا د هزارې صوبې خبره ډېره ډنډوره کېږي، هلته خو د ګورننس مسئله هم ډېره کمه ده ۔ اېبټ اباد نه خو د روډونو په حواله خوار دے، نۀ د هسپتالونو په حواله محرومه دے، نۀ د تعلیمي ادارو په حواله بې وزله دے او نۀ د روزګار او امن په حواله دغلته څۀ غټه مسئله شته ۔ د ايسټېبلشمنټ د ګورننس دلیل څۀ وزن نۀ لري نو هلته ئې څۀ خلک په دې خبره راپارولي دي (چونکې د هزاره مخه ئې له ډېره وخته پښتونخوا نه اړولې ده نو ځکه څۀ خلک راپار هم شي) چې د پښتونخوا د نورو سیمو نه د هزاره ډویژن ژبه، کلتور او نسل بدل دے نو ځکه هزاره صوبه پکار ده ۔ په نسلي او مذهبي خبره ولاړه پروپېګنډې سره خلک ډېر په جذباتي توګه تړلے کېږي نو ځکه دوي نسلي او ژبني پروپېګنډې ته ډېر زور ورکوي ۔ هر څو کۀ هندکو پښتونخوا کښې په قانوني توګه د تعلیم ژبه هم ګرځولے شوې ده خو بیا هم څۀ خلک د ايسټېبلشمنټ په هڅه د هندکو په بنیاد د نسلي سیاست کولو هڅې کوي ۔ کۀ هزاره ډوېژن کښې د ژبو وېش ته ځېر شو نو د کوهستان درې ضلعو کښې زیات اولس کوهستاني، شینا او اڼډس کوهستاني ژبو کښې خبرې کوي ۔ څۀ خلک چېلېسو، ګورو، بټېري او پښتو هم وايي ۔ دوه نورو ضلعو تور غر او بټګرام کښې خلک ټول په ټوله پښتو کښې خبرې کوي ۔ د مانسهره ضلعې په اوګي تحصیل او دربند تحصیل کښې ټول په ټوله پښتو وئيلے کېږي او ددې ضلعې نورو علاقو کښی هم ګوجري او پښتو وئيلے کېږي ۔ ډېر خلک پکښې دوه ژبې هم وايي ۔ د هري پور ضلعې هري پور تحصیل، غازي تحصیل او خان پور تحصیل کښې ګڼ شمېر اولس پښتو کښې خبرې کوي ۔ دې ضلع کښې هندکو هم وئيلے کېږي خو ګڼ شمېر اولس دوه ژبې هم وايي ۔ د هزاره ډویژن غرئیزو علاقو کښې زیات اولس ګوجري هم وايي خو اکثر ورسره ګوجري او پښتو دواړه ژبو کښې خبرې کوي ۔ نو ایا ايسټېبلشمنټ د یوه نیمې ضلعې صوبه جوړول غواړي؟
د هزاره ډویژن نه د ايسټېبلشمنټ لاس پوڅي د صوبې جوړولو انتظامي، لساني او نسلي دلیل بیخي نۀ لري نو کله کله پکښې یو څوک د تاریخي بنیاد ذکر هم وکړي ۔ د تاریخي اسنادو تر مخه د پنځلسمې شپاړسمې پېړۍ نه راواخله تر دې دمه کله هم هزاره په مستقله توګه د پښتونخوا وطن نه ځانله یا د پښتونخوا وطن نه بهر نۀ ده پاتې شوې ۔ کۀ څوک د بل چا په تاریخي سند اعتبار نۀ لري نو د پرتګالي پادري فادر مونسرېټ په شهادت خو باید باور وکړي ۔ فادر مونسرېټ په 1581 کښې د اکبر باچا دربار ته د تبلیغ د پاره د پادریانو یو وفد سره راغلے ؤ ۔ اکبر باچا هغه د خپل زوې شهزاده مراد استاز کړو او ځان سره یې د کابل د 1582 نه تر 1586د تګ دوران کښې ملګرے کړو۔ مونسرېټ په اطالوي ژبه کښې د دې سفر حال ولیکلو او دې سفر کښې ئې چې څۀ لیدلي کتلي و هغه یې قلمبند کړل ۔ دا کتاب د 1590 لسیزه کښې مکمل شو۔ جي اېس هواېلېنډ دا کتاب انګرېزۍ ته وژباړلو، اېس اېن بېنرجي ئې تدوین او ادارت وکړو او په 1922 کښې دا کتاب اکسفورډ یونیورسټي پرېس د لندن نه چاپ کړو (د انګرېزۍ نه اردو ته دا کتاب ډاکټر مبارک علي ژباړلے دے او د اردو نه پښتو ته دا کتاب د پښتو اکېډمۍ کوټې چېرمېن ډاکټر حافظ رحمت نیازي ژباړلے دے) ۔ دې کتاب کښی د اباسین سره خوا کښې دواړو غاړو ته د هزارې تر جدا عنوان لاندې تفصیل ورکړے شوې دے او په څرګندو ټکو کښې لیکلے شوي دي چې دلته دلازاک پښتانۀ وسېږي او پښتو ژبه کښې خبرې کوي ۔
کۀ اقتصادي اړخ باندې نظر واچوو نو دا خبره به جوته شي چې هزاره شمال مغرب کښې سوات سره، مغرب کښې شانګلې سره او جنوب مغرب کښې صوابۍ سره نزدې تړلې ده ۔ خو د ډېرو لسیزو نه د دې ضلعو غاړې ته د خرابو سړکونو او منډۍ د نیشتوالي په سوب د هزارې تړون د دې ضلعو په ځاے جنوب غاړې ته پنډۍ سره د ښۀ روډونو او سرمایه کارۍ په ذریعه د تړلو هڅې شوي دي ۔ د دې هر څۀ سره کۀ هزاره صوبه جوړه هم شي نو په یوه نیم ضلعو مشتمله صوبه به د اقتصادي دوامدارۍ د پاره په څۀ اډاڼه لري؟ ایا دا به په مرکز ټول په ټوله اړه نۀ لري؟ او چې په مرکز د هر څۀ د پاره انحصار ولري نو بیا به مرکز د تربېلې، د اباسین، داسو ډېم او د مانسهرې وړو ډېمونو بجلي پن، د اباسین اوبه او د هزارې لارې ګودرې د خپلو مفاداتو د پاره وېړیا په کار نۀ راولي او پښتونخوا به له برمه نه غورزوي؟ د ايسټېبلشمنټ د لاس پوڅو له خوا هزاره ډویژن نه د صوبې جوړولو دغه ډسکورس نه انتظامي بنیاد لري، نۀ لساني بنیاد لري، نۀ تاریخي بنیاد لري او نۀ اقتصادي بنیاد لري نو بیا ولې دوي هزارې نه د صوبې جوړولو او د پښتونخوا ماتولو هڅې پرله پسې کوي؟ د دې دسیسې مخکښې ذکر شوي هم هغه دوه لاملونه او ورسره اضافي یو درېم لامل هم دے ۔ وړومبے، په طبعي وسیلو (په دې صورت کښې د اوبو، پن بحلۍ او لارو ګودرو) قبضه کول په دې صورت کښې ضروري وګڼلے شول چې مخکښې د پښتونخوا په معدنیاتو د قبضې د کوشش په ترڅ کښې د پښتونخوا د پاره د معدنیاتو تروړلو د مرکز قانون د پښتونخوا د اولس له خوا وتمبولے شو ۔ دوېم لامل ئې دا کېدېشي چې د مرکز د مشترکه مفاداتو کونسل کښې د نوې صوبې په ذریعه د پښتونخوا د خودمختاره حکمرانۍ غږ غلے کړے شي ۔ دې سره د مرکزیت د حکمرانې اشرافیې جرړې قوي کول او د قامي وحدتونو خودمختاره حکمراني وئیلې کول غواړي ۔ او درېمه وجه دا کېدېشي چې پښتونخوا کښې قامي تحریک نور ضعیف کړي ۔ دې سره به د شوکې او استحصال نورې لارې ګودرې خلاصې شي او د هزارې او پښتونخوا اولسونه به نور بې اختیاره، او بې وزله شي ۔ غربت او افلاس به نور زیات شي او اشرافیه به نوره مړه او قوي شي ۔ په دې بحث کښې دا خبره هېرول نۀ دي پکار چې پنجاب کښې د سرائیکي وسېب صورتحال پښتونخوا کښې د هزارې نه بیخي جدا دے ۔ په تاریخي ملتان او هغې سره تړلې د پنجاب د جنوب ټولې سیمې د استعماري نو ابادیاتي دور نه مخکښې کله هم د لاهور برخه نۀ دي پاتې شوې ۔ د ژبې، کلتور او جغرافیې په حواله سرائیکي وسېب ټولعمري یو جدا قامي وحدت پاتې شوې ۔ په اییني توګه د دې حېثیت او شناخت منلے شوے دے ۔ نو ځکه د عوامي نېشنل پارټۍ ائین کښې سرائیکي وسېب یوه ځانګړې وفاقي اکائي یا صوبه ګرځولې شوې ده ۔
کۀ د مرکزي لړۍ اشرافیه پاکستان کښې واقعي انتظامي ښۀ والے، اقتصادي پرمختګ او سیاسي ثبات غواړي نو پاکستان کښې دې د قامي وحدتونو د ماتولو په ځاے درې کارونو ته سمدستي کول لاس واچوي ۔ وړومبے، وفاقي اکایانې، قامي وحدتونه او صوبې دې په حقیقي معنو کښې په انتظامي توګه خودمختاره او په اقتصادي توګه د خپلو وسیلو مالکان کړے شي ۔ دوېم، هر قامي وحدت، وفاقي اکايي او صوبه دې خپل دننه د وسیلو د منصفانه تقسیم د پاره فعال او د صوبايي اسمبلۍ له خوا ټاکلے شوے بااختیاره صوبايي فنانس کمېشن جوړ کړي ۔ درېم، په صحیح معنو کښې دې بااختیاره مقامي حکومتونه او ضلعي حکومتونه جوړ کړي ۔