: تر پنځوستو خواوشا د مسلمانانو ملکونو رسمي نومونو کښې “اسلامي” سابقه نيشته ۔ د سعودي عرب افېشل نوم المملكة العربيه السعودية دے ۔ د کوېت نوم دولت کوېت دے ۔ د انډونېشيا نوم ريپبلک اف انډونېشيا دے ۔ د “اسلامي” سابقه صرف د افغانستان، پاکستان، ايران او غالباً د مورېطانيا سره ده ۔ په نړۍ کښې داسې يو مملکت نشته چې هلته جمهور مسيحيان دي ۔ خو د هېواد نوم کښې ئې د مسيحي/عيسائي سابقه نشته ۔ دا احوال د نورو دولتونو او مذهبونو هم دي ۔
2: د مسلمانانو پنځلس شپاړس ملکونه داسې دي چې په دولتي کچ/ رياستي حېثيت کښې د دوي د ملک مذهب اسلام دے ۔ دوي دې ته ائيني درجه هم ورکړې ده خو دې ټولو کښې قانوني نظام هائبرډ دے
3: متعدد د مسلمانانو اکثريت لرونکيو ملکونه داسې هم دي چې خپل هېواد په قانوني او ائيني توګه سيکولر ګرځوي ۔
4: خوندوره خبره پکښې دا هم ده چې متعدد ملکونه داسې هم دي چې د دوي رياستي مذهب مسيحيت دے ۔ دوي مسيحيت ته ائيني حېثيت هم ورکړے دے ۔ خو قانوني نظام ئې هايبرډ دے او زيات تره ځان ته د سيکولرازم نسبت کوي ۔ د دې نه ثابتيږي چې :
الف : د هېواد په رسمي نوم کښې د مذهب سابقه يا لاحقه لرل يوه استثنائي معامله ده، نه چې کوم عام اصول ۔ که يو خوا د مسلمانانو اکثريت لرونکيو تر پنځوستو زياتو ملکونو رسمي نومونو کښې “اسلامي” سابقه نيشته او بل خوا د مسيحيانو په نړۍ کښې هم داسې يو مملکت نشته چې نوم کښې ئې د مسيحي/عيسائي سابقه وي، نو دا ثابتوي چې د قامونو/دولتونو/ملتونو په نومونو کښې د مذهبي پېژندګلو اختيارول د يو څو مخصوصو هېوادونو (لکه پاکستان، افغانستان، ايران او مورېطانيا) خپله ځانګړې سياسي پرېکړه ده، نۀ د مذهبي اکثريت يا د مذهبي احکاماتو کومه لازمي تقاضاده
ب: د هېواد ائيني مذهب او د هغه قانوني نظام دوه بېلې بېلې معاملې دي او په دواړو کښې د تطبيق واقعاتي تضاد هم شته ۔ کۀ يو خوا د مسلمانانو پينځلس شپاړس ملکونه مذهب ته ائيني درجه ورکوي او بل خوا متعدد مسيحي ملکونه هم مسيحيت ته ائيني حېثيت ورکوي، خو بيا هم د دواړو قانوني نظام هائبرډ دے او زيات تره ځان ته د سيکولرازم نسبت کوي ۔
ج: په مذهبي اکثريت لرونکيو ملتونو کښې د سيکولرازم په لور يو واضح رجحان شتون لري ۔ متعدد د مسلمانانو اکثريت لرونکي ملکونه داسې دي چې خپل هېواد په قانوني او ائيني توګه سيکولر ګرځوي، او هم دغه رنګ د مسيحي رياستي مذهب لرونکي ملکونه هم زيات تره ځان ته د سيکولرازم نسبت کوي ۔ له دې معلومېږي چې په معاصره نړۍ کښې د رياست مذهبي حېثيت کۀ هر څو وي، خو د جديد دور د دولتونو ترمېنځ په قانوني او ائيني کچ سيکولرازم ته تمایل د يو منل شوي حقیقت په توګه وده کړې ده ۔
د دولتونو قامي او کلتوري شناخت
- 1. جرمن ځان ته “Deutch” وائي خو نور خلق ئې په German, Allemagne, Alemania نومونو يادوي . يونانيان ځان ته”Hellenes” وائي خو نور ئې په يونان او ګريک يادوي ۔ هنګريان ځان ته “Magyar” وائي او نوره نړۍ ئې “Hungrains” يادوي ۔
- 2. اېنګلز/ Angles يوه المانۍ قبيله وه ۔ د دوي هېواد ته د “Angle-Land” نوم ورکړې شو ۔ ورستو انګلېنډ شواو بيا د ټول انګلش ملت نوم وګرځېدو ۔ دا رنګ د ترکيه نوم د پخوانۍ ترک قبيلې له وجې وۀ ۔ نن ترکيه د يو ملت نوم دے اګر کۀ هلته کرد، لازيان، ارمنيان او عرب پخوا هم و او اوس هم شته ۔ همدا رنګ د روس، فرانس او چين متعدد مثالونه هم دي ۔
- 3. اسپانیا ځان ته “España” وائي چې د رومنو پخوانۍ نامې “Hispania” نه راوتلې ده ۔ خو کله چې دلته د مسلمانانو حکومت قائم شو نو د دې سيمې نوم “الاندلس” شو او تر پېړيو په دې نوم يادېده ۔ همدا رنګ د هندوستان ملک دے، د دوي په ائين کښې د هېواد سرکاري نوم “Bharat” (بهرت) دے، په فارسي او اردو کښې ورته “Hindustan” وئيلې شي او په نړيواله کچه په “India” مشهور دے ۔ زمونږ خپل پېښور ته په تاريخ کښې “Purushapura” (پوروشاپورا) او “Baagram” (بګرام) نه علاوه متعدد نومونه نور هم وئيلې شوي دي ۔
4.اوس هم دغه تناظر کښې پښتون او افغان ته هم کتل پکار دي ۔ ځکه د دوي قامي او کلتوري تاريخواله هم د زرګونو کلونو ده ۔ کۀ چرې مونږ د افغان او پښتنو د پېژندګلو (Identity) جاج واخلو نو دلته هم د پورته ذکر شوو کلتوري او قامي نومونو کټ مټ داسې مثالونه موندل کېږي ۔ “پښتون” تاريخي کلتوري او ژبنۍ پېژندګلو (Cultural Identity) ده، چې پخوانۍ رېښې ئې تر وېد، سنسکرت، اوېستا، “پکتيا” د تاريخ پلار هيروډوټس (Herodotus) او د سترابو د جغرافيه پورې رسېږي ۔ خو بل خوا “افغان” په تاريخي توګه يو داسې نوم دے چې په پېل کښې د بهرنۍ نړۍ (فارسي او عرب لخوا) په تاريخونو کښې د پښتنو د پېژندنې (Exonym) لپاره کارول کېدو۔ ورستو د لوے احمد شاه بابا په وخت کښې دا د يو داسې سياسي طاقت او سلطنت نوم وګرځېدو چې ورسره د “افغان” کلمه د يو قامي او هېواد شناخت (National Identity) په توګه ومنل شوه، اګر کۀ په دغه قامي چوکاټ کښې د پښتنو نه علاوه تاجک، هزاره، اوزبک او ترکمن هم پخوا د کلتور برخه و او نن هم شته ۔
- 5. کلتوري پېژندګلو (Cultural Identity) د يو انسان په ژبه، وينې (نسل)، پخواني کلتوري رواياتو او د ژوند په کړۀ وړۀ ولاړه وي ۔ لکه پښتونولي، پښتو ژبه او د پښتنو خپل منځي شجرې ۔ دا شناخت د کرښو او سرحدونو پابند نۀ وي او په سيمه کښې د سياسي نظامونو د بدلېدو سره نۀ بدلېږي ۔ بل خوا قامي پېژندګلو بيا يو سياسي او قانوني شناخت دے چې د يو هېواد د جغرافيه، ائين او تابعيت (Citizenship) سره تړلې وي ۔ لکه نن سبا “افغان” د افغانستان د هر وګړي قامي شناخت دے، کۀ هغه په کلتوري توګه پښتون وي، تاجک وي او کۀ بل څوک ۔ همدا رنګ په پاکستان کښې مېشت پښتانۀ هم په کلتوري او تاريخي توګه پښتانۀ دي ۔ دوي په تاريخي توګه هغه جغرافيه لرلې ده چې نن هغه بېلابېلو دولتونو خپله ولقه کښې اخستې ده ۔ او دې ته دولتي او ائيني جوازونه ترلاسه دي ۔
تحليل/نتيجه
د پورته زمکني حقيقتونو په رڼا کښې داسې وئيل به مناسب وي چې کلتوري هوډ د انسان د ذات او فطرت سره نزدې وي او قامي هوډ د تاريخي پېښو او سياسي بدلونونو نتيجه وي ۔ لکه د انګلېنډ او ترکيې د مثالونو په شان، چرته چې د وخت په تېرېدو سره د يوې خاصې قبيلې (Angles یا Turks) نوم د يو داسې رياست او ملت نخښه وګرځېده چې پکښې ګڼ شمېر نور شناختونه هم ګډ شول، دغه رنګ د افغان او پښتون تاريخ هم د کلتوري تنوع او د سياسي او قامي وحدت يو داسې تسلسل ښائي چې پکښې کلتوري رېښې پاتې کېږي او قامي پېژندګلو د وخت د ضرورتونو سره سمې نوې بڼې هم خپلوي ۔