عدم تشدد او باچا خان–ډاکټر حنيف خليل

دا ليکنه شريکه کړئ

تشدد د دليل او مکالمې لاره نيسي او عدم تشدد دليل او مکالمې ته لاره ورکوي ۔ تشدد د بې صبرو خلقو کار وي او عدم تشدد د صبر او زغم نوم دے ۔ تشدد لنډ مهاله وي او عدم تشدد د مسلسل جدوجهد نوم دے ۔ تشدد کۀ هر څومره اوږد هم شي خو نتيجه ئې بيا هم په عدم تشدد تماميږي ۔

د باچا خان د عدم تشدد په تصور ډېر تنقيدونه هم شوي دي ۔ خو زۀ وايم چې په ځانګړي ډول هم او په اجتماعي ډول هم د تشدد او عدم تشدد خپل خپل وخت تناظر او موقع وي او د باچا خان د عدم تشدد  محل او تناظر د تشدد په مقابله کښې درست او زيات موثر و ۔ د دغه تشدد او عدم تشدد تصور پخپله د هند په لوے ګوند کانګريس کښې هم شتون لرلو چې ګاندهي ئې د عدم تشدد او سبهاش چندر بوس د تشدد منونکے و۔ سبهاش کۀ په خپل مقصد کښې هر څومره مخلص ؤ خو اولس ته ګټې ګاندهي راوړې وې ۔ ځکه چې لار ئې د عدم تشدد وه ۔ د پښتون اولس مزاج هر څو کۀ د عدم تشدد نۀ و خو باچا خان سره ئې بيا هم منلے و ۔ تر دې چې دغه تصور په پښتنو منلو د پاره پخپله ګاندهي د باچا خان په پښتنه سيمه کښې وخت هم تير کړے و چې بيا پرې هندي ليکوال پيارے لال ځانګړے کتاب وليکلو ” ګاندهي جي بادشاه خان کے ديس مين“۔ باچا خان پخپله هم د پښتون مجلې د کال 1940 په ګڼو کښې د عدم تشدد په وضاحت کولو ليکونه کړي دي او د خپلو تقريرونو خلاصې ئې هم چاپ کړې دي چې عدم تشدد ته ئې د خدائي خدمتګارو اصول وئيلي دي نۀ چې د کمزورو خاصه ۔ بل دا چې باچا خان د عدم تشدد اغاز پخپله د پښتنو خپلو کښې دشمنو تربګنو ختمولو په خاطر کړو و۔ باچا خان دا هم وضاحت کړے دے چې د هغه د عدم تشدد تصور د ګاندهي نه هم ماخوذ نۀ دے بلکې د حضور اکرم د مکي ژوند نه اخستے شوے دے ۔ او دا خبره ئې اپيل هم کوي ځکه چې باچا خان د عدم تشدد رويه له هغه ځايه خپله کړې وه چې 1910 نه د ازادو سکولونو پرانستلو رواج ئې شروع کړے و ۔ پښتانۀ ئې د ذاتي دشمنو او د ټوپک په ځاے تعليم او قلم ته رابلل ۔ او بيا په  1921 کښې ئې د انجمن اصلاح الافاغنه د سيوري لاندې د تعليم تهذيب ادب شعور پوهې او اصلاح کار ته تحريک ورکړو نو دې وخت کښې خو د باچا خان ګاندهي سره هيڅ تعلق او اړيکه نۀ وه ۔ باچا خان په خپل دغه تصور کلک ولاړ ؤ ۔ کله کله به د انګرېز ظلم و ستم کښې شدت هم دې دپاره و چې پښتانۀ په تشدد مجبور کړي خو باچا خان پوره زغم او استقامت سره د عدم تشدد لاره نيولې وه تر دې چې همدغه عدم تشدد ئې خپل طاقت او وسله جوړه کړې وه ۔ په رښتيا هم دغه صبر زغم نرمي او عدم تشدد کښې زور ؤ ۔ ځکه زۀ چې د خېبر اپريدي د دې شعر په معنا ځان پوهول غواړم نو د باچا خان جدوجهد او د عدم تشدد تصور مخې ته ږدم چې خېبر وئيلي ؤ ۔

زور دے په نرمۍ کښې د سختۍ نه ډېر
لار په غرۀ کښې وباسي پستې اوبۀ

نورې ليکنې۔۔۔