د يوې اوږدې مودې راهسې په پښتونخوا وطن او په خصوصي توګه په قبائلي سيمو باندې د مصنوعي دهشتګردۍ لۀ وجې يوه خاموشه ويره راخوره ده چې لۀ وجې ئې د پښتانۀ د ذهني او نفسياتي ناروغيو سره مخ دي۔ د بد امنۍ دې فضا نۀ صرف سړي او ښځې د ذهني کشمکش سره مخ کړي دي بلکې د وطن ماشومان او ماشومانې هم د دې بد اثر لاندې يو قسم د ويرې ژوند تېروي۔ په تېره روژه کښې د پاکستان او افغانستان ترمنځه روانې شخړې او په دې شخړه کښې کوز او بر په لسګونو پښتانۀ سړي, ښځې او ماشومان شهيدان کېدل او ټپيان کېدل بيا يو داسې ماحول جوړ کړو چې امن تر مېنځه لاړے, روزګارونه متاثره شول, د اولسونو تر مېنځ تګ راتګ بند شو او په وطن راخوره ويره کښې يوه بله اضافه وشوه۔د پښتنو دغه بده ورځ مونږ په نظر کښې نيولې وه په دې کوشش کښې وو چې څۀ داسې سرګرمي وکړو چې تر خپله وسه د يو څو پښتنو د ذهنونو نه دغه بد اثر کوز کړو او يو څۀ انټرټېنمنټ ورکړو, نو د دغې د پاره مونږ د يوې لوئې باچاخان امن مېلې ائيډيا راوړله۔ دا يو بهترينه ائيډيا وه خو ولې دا مېلې عموماٙٙ په پوهنتونو کښې شوي دي او کېږي ځکه چې هلته يو نارمل ماحول وي او د هر مکتبه فکر خلق د انتهاپسندۍ نه څۀ نا څۀ لرې ژوند تېروي۔ د مومندو په خاوره داسې مېله کول مونږ له د ډېرو چيلنجونو سره مخ کېدل وو ولې چې يو خو دلته “سټوډنټس” په وسني حالاتو کښې دومره سېوا دي چې بلکل ښکاره ګرځي او بل دلته مذهبي انتهاپسندي دومره سېوا ده چې پينځۀ کم سل فيصده خلق ئې د اثر لاندې دي۔ خو بيا هم مونږ د خپل کار نه د شاته کېدو سوچ هم ونۀ کړو او د وړوکي اختر دويمه او دريمه ورځ باندې مو په نحقي پارک کښې باچاخان امن مېله اعلان کړه۔
په دې مېله کښې چې مونږ کوم سټالونه لګول نو هغه مو په درې غټو برخو وئيشل۔
1: د کتابونو مېله
2: کلتوري مېله
3: د خوراک مېله
او بيا هم د دغې سره ټول مونږ پينځلس 15 سټالونه\مېلې راجوړولو ته ترتيب برابرول شوع کړل۔
د دغه ټولو مېلو\سټالونو ترتيب څۀ داسې وو۔
1: د ماشومانو مېله
2: وطني خوراکونه
3: بلډ کيمپ
4: د جينکو مېله
5: کلتوري نندارتون
6: د کتابونو مېله
7: د مياشتنۍ پښتون مجلې مېله
8: د مومندو خېرات
9: د پښتنو چاے
10: فاسټ فوډز
11: کولډرنکس
12: پرفيوم
13: وطنۍ هيرې
14: د باباګانو عکسونه
15: د پښتنو کاوه
په دې ټولو سټالونو کښې چې څومره خرڅ شوے د هغې لنډيز څۀ په دې ډول دے۔
د ټولو نه زيات خرڅ د کتابونو شوے کوم چې دوه نيم لکهو روپو پورې شوے۔
کولډرنکس تر يو لاکھ روپو پورې خرڅ شوي۔
د جينکو مېله کښې تر يو لاک روپو پورې خرڅ شوے۔
تر پنځو زرو روپو پورې د باباګانو تصويرونه خرڅ شوي۔
د مومندو خېرات هم تر يو لاک روپو پورې خرڅ شوے۔
چاے او کاوه تر ديرش زره روپو پورې خرڅ شوي۔
د ماشومانو مېله کښې تر يو نيم لاکهو پورې خرڅ شوے۔
فاسټ فوډز\چاول تر اتيا زرو پورې خرڅ شوي۔
تر ديرش بېګونو پورې وينه عطيه کړې شوے باوجود د دې چې په اوله ورځ هم او په دويمه ورځ هم د بېګونو د کمي په وجه کيمپ بند شوے ګنی تر پنڅوسو بېګونو زيات ممکن وو۔
د ډېرو ستړو او کړاونو نه پس اخر د اختر په دويمه ورځ سحر يولس 11 بجې د مېلې باقاعده اغاز د پښتو ملي ترانې نه وشو۔ د نظامت چارې ماجد خان, ايډوکېټ عمېر او شاهکار افغان ته سپارلې شوې وې۔ د ترانې نه پس د پښتون سټوډنټس فيډريشن مومند نمائنده ايډوکېټ اياز خان راغلو مېلمنو ته هرکلے ووايو۔ د دې نه پس ايډوکېټ خانزاده خپل تقرير وکړو۔ په دې دوران کښې د عوامي نېشنل ګوند ضلع مومند ضلعي جنرل سيکرټري حضرت خان افغان او ورسره تحصيل حليمزو صدر مجيد خان او دغه شان نور زمه وار ملګري هم په سټيج موجود وو۔ په دې ورځ مونږ سره د مشر مېلمه حېث پخواني ايم پي اے نثار مومند ګډون درلود۔ د مشر نثار مومند تقرير له او د مېلې تماشې له د علاقې لوي واړۀ راغلي وو۔ هر چا به د سټالونو وزټ کوو۔ د علاقې خلقو ته ډېره عجيبه په دې لګېدله چې په وطن کښې په تاريخ کښې دا وړومبۍ دومره غټه مېله وه چې پينځلس سټالونه پکښې لګېدلي وو۔ د ماسپښين نه پس چې کله خلق نور هم راګڼ شول نو په دې دوران کښې يوځل بيا هم ځوانانو يوه شېبه اتڼ وکړو۔ هم په دې دوران کښې نثار مومند هم راورسېدو۔ د نثار مومند هرکلي ته هلکان د مېلې نه بهر د روډ په غاړه په ګڼ تعداد کښې هرکلي ته ولاړ وو۔ځوانانو په تود هرکلي او نعره بازۍ کښې نثار مومند مېلې ته راورسېدو۔ خلق د اول نه د هغۀ د تقرير منتظر وو د راتلو سره د سټېج زمه وار هغه تقرير ته راوبللو۔ نثار مومند په دومره لويه او منظمه مېله د پي ايس ايف ځوانانو ته ډېر داد ورکړو او دا اقرار ئې وکړو چې دا مېله به هر کال هم په دې ورځو کښې او هم په ځاے کېږي۔ د دې نه علاه هغۀ د پښتونخوا وطن په روانو حالاتو, په موجوده سياسي صورت حال او بيا ورپسې په تفصيل د باچاخان په ژوند ګټورې خبرې وکړلې۔
د نثار مومند د تقرير د ختمېدو سره سم څو تبليغيان راغلل وئيل د مېلې نه بهر مونږ د مونځ انتظام کړے دے تاسو په سپيکر اعلان وکړئ چې پينځۀ بجې به جمع کېږي ټول راشئ۔ مونږ هم هغسې وکړل او د نثار مومند ترڅنګ ټول ځوانان جمعې له ورغلل۔ د تبليغيانو حضراتو دا ډېر ښۀ کار ؤ البته دا جدا خبره ده چې دوي دلته د مانځۀ د پاره نۀ بلکې د يو شازش لاندې زمونږ د مېلې د خرابولو د پاره راغلي وو او د هغې د پاره دا دوه دليلونه به کافي وي۔ اول دليل دا چې دوي د مېلې نه څو ورځې وړاندې ضلعي جنرل سيکټري ايډوکيټ حضرت خان افغان له ورغلي وو او ورته ئې وئيلي وو چې ستاسو هلکان دلته مېله کوي او دا فحاشي خوري خو سيکټري صېب ورله هلته هم په مېله سر خلاص کړے ؤ خو دوي بيا هغه خپله وکړله او بيا د مېلې په دويمه ورځ خو ئې د مشر مېلمه افتخار مومند د تقرير دوران کښې د مېلې په منځ کښې اذان شروع کړو او دې سره سره ئې سټېج ته د راختلو کوشش هم وکړو خو مونږ منع کړل او ورته زياته مو کړه چې مونږ هم مسلمانان يو کۀ تاسو يئ او کۀ نۀ يئ خو مونږ به مونځ هم کوو او د مانځۀ وخت ته به تقريرونه هم ختموو۔ دويم دليل دا چې دوي هم دغه دوه ورځې دغلته دعوت کوو په کومو ورځو چې مېله وه حالانکې خلق د مېلې نه يوه ورځ مخکښې هم دغلته موجود وو او بيا د مېلې نه پس هم څو ورځې هم دغه هومره ډېر خلق په دغه ځاے او په دغه وخت موجود وو خو بيا تبليغيان ورک شو۔هم په دې ورځ د ماښام مانځۀ نه پس د مشاعرې تابيا شوې وه او هم دغه شان د مانځۀ نه پس مشاعره شروع شوه۔ د نظامت چارې ما خپله ترسره کړې او د مشاعرې صدرات محترم غزل مومند کولو۔ په مشاعره کښې ځائي شاعرانو برخه واخستله چې زياتره په کښې د مومند ادبي ټولنې ملګري موجود وو۔د مشاعرې نه پس اتڼونه وشول او هم په دغه ځاے زمونږ د وړمبۍ ورځې سرګرميانې پائې ته ورسېدلې۔د مېلې په دويمه ورځ د مولانا خانزېب شهيد په ژوند او مبارزه د خبرې کولو د پاره مونږ سره د باجوړ نه راغلے د مولانا خانزېب مشر ورور شېخ جهانزاده ؤ۔د دوي تر څنک د مولانا خانزېب مشر زوي احتشام هم موجود ؤ۔ مېلې ته په راتلو سره زمه وارو ملګرو هغوي سټېج ته راوستل۔ د هغوي د غوښتنې سره سم زمه وارو ملګرو هغوي په سټالونو وګرځول۔ د سټالونو د وزټ نه پس سمينار شروع شو اول بيان پروفېسر علي رضا صېب وکړو۔ هغۀ د مېلې منتظمينو ته ډېر داد ورکړو او دغه شان نورې ګټورې خبرې ئې هم وکړې۔ د هغۀ نه پس د عوامي نېشنل ګوند ضلعي انفارميشن سيکټري ګل نواز خان خپل تقرير وکړو۔ د ګل نواز خان د تقرير نه پس په مېله کښې د موجوده ټولو ځوانانو او سپين ږيرو د لاسونو په پړقا کښې شېخ جهانزاده سټېج ته راوبلل شو چې اول ئې د مېلې ستائنه وکړله او ورسره ئې د نحقي ګنډؤ په مقام د شوو غزاګانو تاريخ بيان کړو او ورسره ئې ئې په دغه غزاګانو کښې شريک د مومندو د مشرانو ذکر هم وکړو۔ د هغې نه پس ئې د مولانا خانزېب په ژوند او مبارزه ګټورې خبرې وکړلې۔ د شېخ صاحب د تقرير نه پس هغوي ته د پښتون سټوډنټس فيډريشن ضلع مومند لۀ اړخه “مولانا خانزېب شهيد امن ايوارډ” ورکړلے شو او هم په دغه موقع هغوي د خپل طرف نه د پښتون سټوډنټس فيډريشن ته د ډالۍ په توګه “پښتون” مجله ورکړې شوه۔ په دې دوران کښې د مېلې د دويمې ورځې مشر مېلمه افتخار مومند هم رارسېدلے ؤ او هم دغه وخت شېخ جهانزاده رخصت واخستلو او د سمينار دويم پړاؤ شروع شو۔په دويم پړاو کښې د تحصيل حليمزو صدر عبدالمجيد مومند او ورپسې ضلعي صدر ملک سېف الله خپل خپل تقريونه وکړل۔ د دې نه پس افتخار مومند سټېج ته راوغوښتل شو۔ هغوي اول د پي ايس ايف د ځوانانو دا هڅه وستايله او دوي ته ئې د يو لاکھ روپو اعلان هم وکړو۔ د هغې نه پس ئې ډېرې ګټورې خبرې هم وکړلې۔ د افتخار مومند د تقرير په دوران کښې تبليغيانو په سټېج د راختلو کوشش هم وکړو د کومې چې د مخکښې ذکر شوے۔ د افتخار مومند د تقرير نه پس هغوي ته د پښتون سټوډنټس فيډريشن لۀ طرفه د خصوصي مېلمه ايوارډ هم ورکړلے شو۔د تقرير نه پس هغوي د ټولو سټالونو وزټ وکړو چې په دې موقع ضلعي صدر ملک سېف الله هم ورسره ؤ۔ د سټالونو د وزټ نه پس د هغوي په موجودګۍ کښې ځوانانو يو ځل بيا يو خوندور اتڼ وکړو چې هغوي او په مېله کښې موجودو خلقو ترې خوندونه واخستل۔د مشر مېلمه افتخار مومند د رخصتېدلو نه پس ځوانان په خپلو خپلو کارونو کښې بوخت شول او دا هغه وخت ؤ چې په زرګونو خلق د مېلې په مېدان کښې موجود وو هر چا د سټالون وزټس کول۔ چابه تصويران او ويډيوز جوړول۔ د مختلفو چينلونو واله لګيا وو د خلقو نه او د پي ايس ايف د ملکو نه ئې انټريوز کول۔ د ماښام تيارۀ په راخورېدو وه په مېله کښې چاپېره رڼاګانې لګېدلې وې۔ د ماښام د مونځ نه پس هلکانو يو ځل بيا د اتڼ مېدان ګرم کړو او د اتڼ نه پس اختتامې سمېنار يو ځل بيا شروع شو۔ په مېله کښې ناستو څو مشرانو اختتامې تقريرونه وکړل۔ د پښتون سټوډنټس فيډريشن لۀ خوا د هر هغه چا او د هرې هغه طبقې نۀ صرف شکريه ادا شوه بلکې د تحفې په توګه “پښتون مجله” هم ورکړې شوه چا چې په دې دوه ورځنۍ مېله کښې مونږ سره په يو نا يو شکل کښې ستړې کړې وې۔ په اخر کښې حضرت خان افغان اختتامي دعا وکړه او هم په دې ځاے زمونږ دوه ورځنۍ باچاخان امن مېله سر ته ورسېدله۔مونږ يو ځل بيا د افتخار مومند ډېره زياته مننه کوو چې هغۀ مونږ سره په دې مېله کښې پوره پوره مالي مرسره وکړله۔
مونږ د نثار مومند هم شکريه ادا کوو چې ډېر زيات داد ئې راکړے او په هر ډګر رارسره ولاړ وي۔ مونږ د مومند ادبي ټولنې هم ډېره زياته شکريه ادا کوو چا چې زمونږ مشاعرې ته ښکلا وروبخښله۔ مونږ د ضلعې انتظاميې هم ډره مننه کوو چې دغه دوه شپې او دوه ورځې ئې زمونږ حفاظت ته ملا تړلې وه او په روڼ تندي مونږ سره ولاړ وو۔مونږ هغه ټولو خلقو شکريه ادا کوو چا چې په دې مېله کښې مونږ سره مالي او ځاني مرسته کړې ده۔مونږ د خپل اولس هم ډېره زياته شکريه ادا کوو چې په دغه موقع هم مونږ سره د مېلې تر اخري ماښام پورې او موجود وو او مونږ له ئې ډېر ډاډ او حوصله افزائي راکړې ده۔مونږ اولس ته بيخي په ډاګه دا خبره کوو چې باچاخان امن مېله په دې خاور د امن د ميني او د ورورولۍ يو پېغام دے۔ باچاخان امن مېله په دې خاوره د موجود انتهاپسندو فکرونو په ضد د روښان فکرۍ مبارزه ده۔باچاخان امن مېله د هغه ټولو بدرنګو رويو او عملونو په ضد د مبارزه ده کوم چې بې ځايه د پښتنو ويني تويوي او کوم چې پښتنو له شر راوړي۔باچاخان امن مېله په دې خاوره د وسايلو د غېر منصفانه تقسيم په ضد د خپلو وسايلو د خپل اختيار لاندې راوستلو د پاره يوه لويه مجاهده ده۔ باچاخان امن مېله په دې وطن کښې د ښځو سره روانه بدرنګه رويه او پدرسرۍ په ضد هغوي ته د پوره پوره اسلامي, ائيني او انساني حق ورکولو د پاره مبارزه ده۔خداے دې وکړي چې دا مېلې بيا بيا په دې خاوره راجوړې شي۔په اخره کښې زۀ د خپلو ملګرو ايډوکيټ اياز خان, وسيم مومند, ماجد خان مومند, نظار خان, ايډوکيټ عمير ملک او شاه فېصل خان د زړۀ لۀ تله شکريه ادا کوم چې په د دې مېلې په راجوړلو کښې ئې په روجه کښې هلې ځلې کړي دي او دوي په محنت او زيار دا دومره کاميابه مېله ترسره شوه۔