د تحصيل تنګي د کوېژدن نه تر وادۀ پورې د خوشحالۍ دود پرون او نن–عزرا عالم حياء

دا ليکنه شريکه کړئ

اوس به تاسو سره زۀ د تحصيل تنګي د کوېژدنو او د ودونو په اړه څۀ معلومات درکړم چې د پخواني او د اوسني دورونو يعنې دواړو دورونو باندې به درسره خبرې کووم چې ايا پخوا به کوېژدنې او ودونه څنګه وو او اوس څنګه دي ايا په دې دواړو دورونو کښې څۀ توپير (فرق) شته او کۀ نه ۔ زۀ غواړم چې اول زۀ تاسو سره د پخواني دور د کوېژدنو او ودونو په اړه خبرې وړم. پخوا به چې هلک يا جينۍ د ځوانۍ په درشل قدم کېښودو نو د مور پلار سره سره به ئې د نيا او نيکۀ سره هم د کوېژدن او وادۀ غم شو نو د هلک مور پلار به په دغه حقله په مزه مزه د مختلفو جينکو يعنې ځائے په ځائے د ښکلو او ښو جينکو کوششونه او تپوسونه شورع کړل. او مور به ئې هم دغه وئيل چې:

زوے مې زلمے شو شکر خدايه

د وادۀ غم ورته کوم چې راضي شينه

نو مور او نيا به ئې د رشتې په لټون کښې وو او پخوا به زياتره داسې جينۍ خلقو خوښوله چې هغه به د کور په کارونو کښې ډېره ماهره او تکړه وه او د هلک نه به هم دا پوښتنه کېدله چې څوک دې خوښ وي خو پخوانې وخت داسې وو چې په هغې کښې خوښه او مينه نۀ وه پس چې مشرانو به څۀ فېصله وکړه هغه به ورته منظوره وه. ډېر کم زلمي به داسې وو چې هغوي به يوه پېغله خوښه کړې وه. خو چونکې پخوا حيا ډېره زياته وه نو زلمي به هم د خپل زړۀ حال د کور يوې مشرې زنانه ته په پرده کښې اووې او هغه پېغله به ئې په ډېرو جرګو ځانته وکړه لکه يوه ټپه ده چې:

په پورې کلي کښې مئين يم

ملک ئې څوک دے ننواتې له ورځمه

د هلک نه به په رشته کښې د خوښې تپوس کېدلو خو ولې د جينکو نه به دغه تپوس بالکل نۀ کېدلو چې د هلک مور به جينۍ خوښه کړه نو د جينۍ کور واله به ورله لږ وخت ورکړو چې مونږ پرې صلاح کوو نو بيا تاسو ته خبر درکوو نو د جينۍ کور والا به د هلک د خاندان او د هلک د کاروبار معلومات وکړو چې دغې کښې به ښه وو نو بس ښه به ئې ورته وکړه خو پخوا به خلقو لُوڼه زياتره په ډېر جائيداد پسې ورکولې چې د چا به ډېر جائيداد ؤ نو هغوي سره به ئې رشته کوله نو دغسې به رشته منظوره شوه او جينۍ به د ځانه خبره هم نۀ وه او د هغې رشته به وشوه لکه يوه ټپه ده چې :

جينۍ ولاړه په مانځه ده

دا نرۍ ملا ئې سوداګر بيعه کوينه

په تحصيل تنګي کښې به پخوا ځينې داسې خلق هم وو چې هغوي به رشتې ډېر په لالچ کولې يعنې د جينۍ په سر به ئې پېسې ډېرې اخستلې چې څومره به ډېر مالداره خلق وو نو بـس بيا به ئې دې ته نۀ کتل ګنې چې دا هلک د ډېر عمر دے يا د جينۍ لائق نۀ دے يا ئې ځائے ډېر لرې يعنې جدا دے خو بس صرف به خپل لالچ په مخه کړې وو. د جينۍ خوښې ته به چا هم نۀ کتل چونکې جينۍ به ډېره عاجزه وه د هغې زړۀ ته به چا هم نۀ کتل او د هغې د ژوند فېصله به هم نورو خلقو کوله نو په دغه وخت کښې به بيا د جينۍ هم دغه احساسات وو چې:

وجود زما واک ئې د بل دے

ربه تۀ واخلې دا بې واکه وجودونه

يا دا چې :

د تورو غرونو دې پناه کړم

په زړۀ کافرې مورې نۀ دې يادېدمه

 

يا دا چې :

په دلالانو جارو راشه

په پېغلو لُوڼو د پلار غولے خوند کوينه

لکه څنګه چې ما وړاندې خبره وکړه چې په پخوانو پېغلو او زلمو کښې حيا ډېره زياته وه کۀ چرې د هغوي به يو بل خوښ هم ؤ نو هغوي به د ډېرې حيا نه غږ نۀ شو کولے او د خپلې مينې اظهار به ئې نۀ شو کولے خو کۀ چرې د جينۍ به د کوم زلمي سره مينه لرله نو بيا به د دغې پېغلې دغه احساس ؤ چې:

هندوستانے شه روپۍ راوړه

په کورنو روپو مې مور نۀ درکوينه

ځکه چې هغې پېغلې ته دا هم پته وه چې زما د ژوند فېصله زۀ پخپله نۀ شم کولے او زما د ژوند فېصله زما مور پلار او مشران کوي نو په هغه وخت کښې به چونکې د جينۍ په سر پېسې ډېرې اخستل کېدلې نو چې چا په ډېرې پېسې ورکړې بس جينۍ به ئې هغۀ ته کوېژدن کړه نو بس بيا په د دې پېغلې د خوښې زلمې هم خفه ؤ او پېغله هم نو بيا به دې پېغلې هم دغه وئيل چې:

سترګې دې وې وتلې نه وې

چې په مالت دې لوئيدم نۀ دې لېدمه

بس پخوا به دغه رواجونه وو چې د مشرانو په خوښه به د هلک او د جينۍ د ژوند فېصلې کېدلې چې زياتره به ډېرې ښې وې ځکه چې مشران غلطې فېصلې نۀ کوي هغه د پښتو يو متل دے چې:

  • د مشرانو خبره د کاڼي کرښه وي خو کۀ ما د پېسو او د لالچ خبره وکړه نو دغه مې د ځينو ځينو خلقو خبره وکړه چې د هغوي فېصله به په لالچ وشوه ځکه چې ما پخپله د شهزاد ګل بابا سره مرکه کوله کوم چې د اتياؤ کالو مشر دے ـ

“هغۀ وې چې زما نيا ئې هم په اتۀ سوه روپۍ اخستې وه او بله نيا مې په زر روپۍ اخستې وه. بابا دا خبره هم وکړه چې څومره به يوه پېغله په هغه وخت کښې ګرانه خرڅه شوه نو هومره به ئې قيمت يعنې قدر هم ډېر ؤ يعنې د سخر په کور کښې به هغه هومره قدرمنه وه چې دا خو مونږ په زر روپۍ اخستې ده په هغه وخت کښې به په څلور روپۍ جرب زمکه کېدله او د ښځې قيمت به اتۀ سوه يا زر روپۍ ؤ نو تاسو پخپله سوچ کړئ چې د ښځې په سر به څومره ډېر قيمت اخستل کېدو خو زۀ په دا ووايم چې هغه خلق به نۀ پوهېدو ځکه چې د ښځې په سر په اسلام کښې پېسې اخستل منع دي ” –

چې د ډېرو جرګو نه پس به ئې جينۍ هلک ته ورکړه نو هغې ته به دعائے خېر هم وئيل کېدو او ګوړه ماتے به هم ورته وئيل کېدو. ګوړه ماتے به ئې ورته په دې وجه وئيل چې کوم خلق به دعا له جينۍ کره راغلي وو نو دعا نه پس په ګوړه راواخستے شوه او په خلقو به ويشلے شوه. او د هلک خپل خپلوانو نارينو به مشينونه او تمانچې راوړې وې د ځان سره چې دعا به وشوه نو هغوي په ډزې کولې. دغه ؤ پخوانے دور چې تاسو سره مې د هغه دور خبرې شريکې کړې ـ اوس به راشو اوسني دور ته چې اوس څۀ دود دستور وي د کوېژدن.د ټولو نو اول خو به زۀ دا و وايم چې مونږ ته اسلام هم دا وائي چې جينۍ يا بالغ شي نو دوي له به نکاح کوئ خو بيا مونږ ته اسلام دا هم وائي چې کله د هلک يا جينۍ رشته کېږي نو د هغوي نه به يوه پوښتنه کوي چې د هغوي رضا پکښې شامله وي نو هله به هغه رشته کوئ. خو شکر الحمد الله نن سبا په خلقو کښې ډېر شعور راغلے دے او نن سبا حالات ډېر بدل شوي دي او هم دغسې کوي چې کۀ چرې د هلک يا د جينۍ رضا نۀ وي نو تر هغې ئې رشته نۀ کوي او هغوي ته ئې پوره پوره حق ورکړے دے نن سبا چې د جينۍ يا د هلک رشته کېږي نو باقاعده د هغوي نه څو څو وارې تپوس کوي چې ايا تا ته دا رشته منظوره ده او که نۀ پس چې هغوي څۀ ووائي نو هم هاغسې وشي او پخوا به په دعائے خېر کښې ګوړه ورکړے کېده نن سبا مټايان ورکول کېږي او جينۍ ته پکښې ګوتمه په لاس کېږي کومه چې د هلک مور وراچوي او راغلي مېلمانۀ جينۍ ته په مخ کتو کښې تر خپله وسه پېسې ورکوي او بيا ډېر په قدر عزت او خوشحالۍ خپل کور ته رخصت شي.د ګوړه ماتي يا دعائے خېر نه پس يو بل ورکوټې شان پروګرام وي چې هغې ته خوږه کونډۍ وئيلے شي کومه چې د هلک کور والا د جينۍ کور کره وړي. دې کښې داسې چل وي چې د هلک کور والا سوجي د وچې مېوې نه ډکه پخه کړي چې په هغې کښې هر قسم وچه مېوه شامله وي او څۀ شنه مېوه دانه به ئې د ځان سره واخستله خو په هغه وخت کښې په تحصيل تنګي کښې د مېوه يعنې د املوکو، خرمانو، الوچو، شلتالانو، ايندوانو، خټکو او امونو باغونه د زياتره خلقو خپل وو.ګ نو د هغې مېوې کرېټونه به ئې هم د ځان سره واخستل د کومې مېوې چې به ئې باغ ؤ او د هلک مور، خوېندې، مشره ترور، مشره چاچي، مشره ورندار دغه شپږ اووه ښځې به د ګوړه ماتي په درېمه يا څلورمه ورځ د جينۍ کور کره لاړل چې په دې کښې به د سړو ضرورت نۀ وو. بس صرف دغه څو مشرانې ښځې به تلې چرته يو ډرائيور او د هلک يو ورور يا ترۀ يو کس به ورسره تلو. بس هلته به ئې خپلې ګپې شپې ولګولې او دغه يو څو لمحې به ئې يو بل سره ډېرې په خوشحالۍ تېرې کړي. د جينۍ کور کره به سحر لاړل او د ماسپخين ډوډۍ نه پس به چې کومې ښځې ورسره تلې وې نو هغوي او د جينۍ خواښې به جينۍ ته د خپل وس مطابق پېسې ورکړې او ډېر په مينه او په عزت به د ډېرو دعاګانو سره خپل کور ته رخصت شو او دغه رسم يعنې خوږه کونډۍ اوس هم په هغه شکل کښې شته اوس هم دغه دود دوام لري چې هېڅ توپير نۀ لري خو دومره ده چې په هغه دود کښې به څيزونه لږ ډېر وړل کېږي کۀ د چا باغونه وي او کۀ نۀ خو بس شپږ اووۀ کرېټه شنه مېوه وړي دغې نه علاوه د رزګولو او مټهيانو ډبي د ځان سره درې څلور وړي او سوجي داسې پخوي چې په هغې کښې سُوجي کمه او نوره هر قسم مېوه زياته وي او جينۍ له يو دوه جوړې جامې او پېزارونه او د هغې سره ورله يو يو شان څيزونه يعنې جيولري وغېره هم وړي. بس هم دغه څۀ نا څۀ توپير لري خو تقريباً چې زياتره پکښې يو شان وي. دغه وه د خوږې کونډۍ خبره د پخواني او اوسني دور چې ما پرې ښۀ په تفصيل سره خبرې وکړې. د دې نه پس به اوس په هغه نورو داسې موقعو يا خوشحالو به خبره اوکړم کوم چې د وادۀ کوېژدن او وادۀ په مېنځ کښې پالل کېږي. دغې نه علاوه کوېژدن شوې جينۍ له د سخر کور والا به د ژمي بېلا برخه وړله او په اوړي کښې بېله چې دا د پخواني او اوسني دور دواړو شريک دود دے چې په ژمي کښې به ئې ورله د ژمي د پاره ګرمه جوړه او د هغې سره يو شان پېزار وړل او د کور د پاره به ئې ورله د ژمي بوټان هم وړل او غټ څادر به ئې هم وړله د ژمي پاره وړلو او ورسره به نور هم څۀ د خوراک سامان وغېره وړل کېدل او دغسې به په اوړي کښې هم کېدل چې په اوړي کښې به ئې ورله د اوړي جامې وړلې يعنې نرۍ يا نرمې جامې به ئې ورله وړلې او د هغې سره به ئې ورله يو شان پېزار او يو شان څيزونه هم وړل او د کور دپاره به ئې ورلته چپلې وړلې او ورسره به څه مېوه دانه وغېره هم وو خو فرق پکښې صرف دا دے چې پخوا به ئې ورله کومې جامې پېزارونه او څيزونه يوړل نو هغه به ئې ورله د کور د استعمال د پاره نۀ وو وړي بلکې هغه به ئې ترېنه وادۀ ته نزدې واپس د هلک کور واله وړل او هغه ناوې له به ئې کنډل او نن سبا خو ورله جوړې يعنې جامې هم ډېر کم خلق وړي او پېسې جينۍ له ورکوي د هغې وجه دا وي چې د جينۍ به زمونږ يعنې د هلک د کور والا اخستتې جامې يا خوښېږي او يا نۀ نو په دغه وجه ورله د هلک مور د جامو د پاره پېسې ورکړې او ورته وائي چې په دې به ځان له د خپلې خوښې جامې واخلي او په کور کښې به ئې استعمالوي يعنې اغوندې او د کېښودو دپاره ورله ځکه جامې نۀ راوړې چې د وخت سره سره نوې جامې راوځي نوې نوې ډيزائنونه په جامو او پېزارونو کښې راوؤحي نو بيا چې کله وادۀ کوي نو بس بيا ئې پخپله خوښه کله واخلي. دغې نه پس چوري وړل وي کومه به چې پخوا هم وړل کېدله او اوس هم وړل کېږي چوري د جوارو وړو نه سازوي د جوارو د وړو د پاره ګوړه يا ځينې خلق د چينو د ټينګ شربت وکړي او په هغې د جوارو وړۀ پاسته کړي چې په هغې کښې غوړي او کاږۀ او قشقاش او سُوجي هم د پخېدو په دوران کښې واچوي او د هغې نه د سوکړک يعنې د جوارو د ډوډۍ په شکل کښې غټ غټ ککوړي ساز کړي او په تنور کښې ئې د کور يو دوه زنانه پاخۀ کړي او بيا ئې مېده کولو له د چم ګاونډ جينکۍ پېغلې او بعضې مشرانې زنانه هم پکښې شاملې وي هغوي راغونډې کړي. پوزکے ورته په زمکه وغوړوي زنانه خپلې ګپې شپې هم لګوي او دغه ککوړي هم په ډانګو مېده کوي او موم پلي پکښې هم اچوي. چورۍ کښې هر قسم اوچه مېوه هم اچوي او بيا ئې چې وړي نو په يوه ښکلي شان ګلداره ټوکرۍ کښې واچوي او قسم قسم ګلونه پرې د خوند د سېوا کولو د پاره واچوي نو د هغې مزه يو په دوه شي. پېغله جينۍ کومه چې کوېژدن شوې وي هغې له ئې د خواښې خور راوړي او کومه چې وادۀ شوې وي هغې له ئې د پلار کور راوړي. کوېژدن شوې جينۍ له چې چوري راوړي نو هم پينځۀ شپږ زنانه راشي او د چورۍ سره نور هم څۀ لږ ډېر څيزونه د جينۍ کره راوړي چې دې کښې هم د سړو د راتګ ضرورت نۀ وي بس راغلې زنانه دغه کوېژدن شوې جينۍ ته پېسې ورکړې ګپ شپ ولګوي او ډېر په عزت سره بيا د دغې کوره رخصت شي. چې دا دود هم د پخوا راسې دے بس هېڅ بدلون پکښې نه دے راغلے او چوري د سفرې په مياشت کښې وړل شي.دغې نه پس بيا د شعبان په مياشت کښې جينۍ له د خوراک مختلف بلها څيزونه وړل شي کومې ته چې پينلسے وئيلے شي چې جينۍ وادۀ شوې وي نو هغې له د پلار د کور د طرف نه وړل شي او چې کوېژدن شوې وي نو هغې له د خواښې د کور طرف نه وړل شي چې په هغې کښې صرف خوراکي توکي وړل شي نور هېڅ نه ځينې خلق پخ کړې وړي خو زياتره خلق داسې وړي يعنې چې پخ شوې نۀ وي او دا يو دوه درې کسانې زنانه وړي نارينه پکښې نۀ ځي دا رسم هم د دواړو دورونو يو شان دے هېڅ بدلون کښې نۀ دے راغلے.دې نه علاوه بيا لوئے اختر او په وړوکي اختر کښې جامې پېزار وغېره او د هغې سره نور بلها څيزونه وړل وي چې د هلک کور والا په اختر کښې د هلک چاچي ګانې تروريانې، مامي ګانې خوېندې، ورنداريانې ټولو ته د اختر نه يو ورځ وړاندې جواب وکړي او بيا د اختر په ورځ چې څوک تلو ته ساز وي نو د جينۍ کور ته لاړ شي کۀ چرې دغه د جينۍ وړومبے اختر وي نو دغه خلق ځان سره بوځي يعنې په وړومبي اختر کښې صرف دغه کسان د ځان سره بوځي چې په دې کښې ورسره يو څو کسان نارينه هم بوتلل شي که چرې دا د جينۍ وړومبے اختر وي نو هغه جينۍ پکښې ناوې هم کړي او څۀ تماشې وغېره هم پکښې وکړي او بيا دغه راغلے خلق جينۍ له پېسې ور کړي او د هلک کور والا ورته څۀ والۍ مالۍ او ګوتمه واچوي او بيا ډېر په خوشحاليانو سره د هغې ځائے نه خپل کور ته واپسي وکړي او کور ته لاړ شي. خو دا رسمونه رواجونه ښځې پالي سړي دا څيزونه داسې خاص نۀ خوښوي ځکه خو په دې ټپه کښې يوه پېغله خپل احساسات په دې ډول بيانوي چې:

اختر شوقدر مې رانغلو

خواښې مې مړه ده سخر مې نۀ کوي دودونه

اوس به راشو د تحصيل تنګي د پخوانو او اوسنو کوېژدنو په دود به خبرې شريکې کړم چې پۀ پخوانو او د دې دور د کوېژدنو په رسمونو کښې څۀ فرق راغلے او که نۀ پخوا به چې کوېژدن وه نو جينۍ به چرته په بل کور کښې پټه ناسته وه د ډېر شرم او حيا له وجې به هغې خپل کور هم پرېښودے ؤ پخوا به ناوې کېدل نۀ وو خو جينۍ به د سخرګنې نه دومره شرمېدله چې ستري مشي به ئې هم ورسره نۀ شو کولے. پخوا به د هلک کور والا جينۍ له په ضرورتونو کښې هر څۀ وړل زما مور جانه وائي:

“چې ما له ئې پينځه ويشت ضرورتونه راوړي وو چې هغه ټول د مختلفو سامانونو ډک وو پخوا به ئې په کوېژدن کښې جينۍ له د وادۀ جوړه وړل کومې ته به چې کينخاف جوړه وئيل کېده او د هغې سره يو شان سرې جورابې، سور بانين، سرۀ پېزار به هم وړل کېدل ـ په هغه وخت کښې به ناوې له پڼې اخستل کېدلې او د هغې سره سور پېوې هم اخستلو چې ورسره به ئې څۀ لږ ډېر مېک اپ هم په کوتۍ کښې وړلو او نۀ به په کوېژدن کښې سرۀ زر يعنې کالے کول وو او کوم خلق چې به د هلک د طرف نه د جينۍ کور ته تلل نو هغوي به هم جامې او پېزارونه جينۍ له اخستي وو او د هلک مور به ورله د وادۀ دغه کينخاف جوړه اخستې وه چې دغه ټول سامانونه او جامې ګانې به جينۍ له د وادۀ د پاره وړل کېدل او دغه کوېژدن به ډېره په سادګۍ سره نمانځل کېدله” ـ

خو که مونږ د نن دور په کوېژدن خبره کوو نو په دې او هغې کښې ډېر فرق راغلے دے ځکه چې د ټولو نه وړومبے خو دا خبره ده چې په نن سبا دور کښې خو هلک او جينۍ دواړه يو ځائے د جينۍ په کور کښې په صوفه کښېنولے شي. هلک او جينۍ پخپل لاس د سټېج د پاسه يو بل ته ګوتمې په لاس کوي جينۍ ئې ښۀ ښکلي ناوې کړې او ښۀ ئې سينګار کړې وي او هلک هم په ځان ښۀ خواري کړې وي دغسې دې نه علاوه نن سبا به کوېژدن کښې صرف د کوېژدن د پاره جامې وړل کېږي او د هغې سره يو دوه ښۀ ښکلي او قيمتي جامې او پېزار د کور د استعمال د پاره اخستل شوې وي لکه د پخواني دور په شان بې شماره صندوقونه او جامې پېزارونه نۀ وړل کېږي د هغې وجه دا ده چې وخت په وخت نوې نوې ډيزائينونه راووځي او نوې نوې ډيزائينونه ورته بيا اخلي. دغې نه علاوه د جينۍ سره چې کوم د هلک خپلوان نارينه او زنانه راغلې وي نو هغه ورسره نمبر په نمبر کښېنوي د هلک روڼه، ترونه، ماماګان، اوښې او داسې نور نزدې رشته دار ورسره په صوفه کښېنوي او ورسره زنانه نمبر په نمبر کښېنوي او د هغې نه وروسته ورسره زنانه نمبر په نمبر تصويران اوباسي او بيا ترينه پاسي او سندرې ئې ښۀ په درز سره لګولې وي او د جينۍ او د هلک مخې ته ورته مستې پېغلې او ځينې مشرانې هم تاويږي او ګډاګانې کوي چې څۀ خوندور ماحول ساز وي. د مستيانو ګډاګانو او ګپو شپو نه پس ټول خلق ډوډۍ اوخوري. ځينې خلق د ډوډۍ پروګرام کوي چې هغه د سحر نه تر ماسپخين پورې وي او ځينې خلق د چايو پروګرام کوي کوم چې د ماسپخين ډودۍ نه پس د جينۍ کور ته ځي او بيا مازيګر خپلو کورونو ته ډېر په خوشحالۍ رخصتېږي. د کوېژدن نه پس يوه بله اخري مرحله راځي کومې ته چې وادۀ وئيلے شي نو اوس به په وادۀ خبرې وکړم. پخوا به د وادۀ نه څو ورځې وړاندې څو مشران سړي او يوه يا دوه مشرانې ښځې د جينۍ کور ته لاړل د وادۀ نېټه به ئې ترې نه غوښتله چې هغې ته به ئې پرېکون وئيلو چې پرېکون به وشو نو دغې نه پس بيا د وادۀ نه يو دوه ورځې مخکښې به يو ورکوټے شان پروګرام کېدلو چې هغې ته به جوړه وئيل کېده دغه جوړې به دا طريقه کار ؤ چې د هلک کور واله به د هلک نزدې رشته دارې زنانه ټولې راټولې کړې او دغې ټولو زنانو به جينۍ له جامې او پېزارونه سره د مېده سودا اخستې وو او د هلک مور به د وادۀ جامې او اله بله اخستې وو او په صندوق کښې به ئې اچولي وو او پېغلو به ځانونه سينګار کړې وو او مشرانو زنانو به هم چا سپینې او چا خړې جامې اچولې وې او يوې مشرې زنانه به دغه صندوق په سر کړے ؤ او په هغې به ئې د ناوې لونکۍ خوره کړې وه او د ټولو زنانو نه به مخکښې روانه وه او نورې به ورپسې وي او يو دوه درې مشرانو زنانو کښې به يوې تمبل وهلو او نورو به ورسره سندرې وئيلې او پېغلو جينکو به هم ورسره د سندرې سروکے اړولو او اله ګانې به ئې ويستلې او لاسونه به ئې ورسره پړقول او مشرانو زنانو به دا لوبه جوړه کښې وئيله چې:

جوړه جوړېږي نو

ورله د درزيان د پېښور راغلې دينه

جوړه جوړېږي

د جينۍ په کور کښې به ئې هغه صندوق کولاؤ کړو. د هغې نه به د هلک او د جينۍ د کور ټول خلق تاؤ شو او يوې مشرې زنانه به د هغې صندوق نه يوه يوه جوړه وچتوله او په تېز اواز به ئې وئيل چې دا جوړه ورله پلانکۍ کړې ده. نو په دغه طريقه به ئې خلقو ته هر څۀ ښودل خو کله به ئې چې دغه صندوق کولاؤلو نو په هغې به ئې اوچه مېوه او خوږې ګولۍ وغېره وشېندلې او د هغې صندوق نه به ئې د ناوې د کېنخاف جامې راواخستې او اول به د هلک مور او بيا نورو مشرانو زنانو به د ناوې جامې د درزي په مشوره لږ لږ ځائے کټ کولو چې د جامو د کټ کولو سره سم به د مبارکۍ اوازونه شورع شو او د پروګرام خوند به يو په دوه شو او د ناوې جوړه به ئې بيا په يوې ښې درزۍ يا درزڼې ته ورکړه او په هغې به ئې جوړه کړه. خلقو به د جينۍ کور کره چائے اوڅښله او ډېر په عزت سره په د هلک د کور مېلمانۀ رخصت شو او دغې سره به د جوړې دا پروګرام اختتام ته ورسېدو.که مونږ د نننۍ دور خبره وکړو نو نن سبا دغه رسم ختم شوے دے . چرته په بعضې نيم علاقه کښې شته خو بيا هم د نيشت برابر دے.دې نه پس يو پروګرام وشي کوم ته چې نکريزې وئيلے شي. دا نکريزې د وادۀ په شپه وړل شي. پخوا به دغه د نکريزو پروګرام داسې ؤ چې د هلک کور واله به د جينۍ کور ته لاړل. شمعې به ئې په ښکلو ښکلو د کينارو په ټوکرو کښې بلې کړې وې او زنانه به دغه شمعې پۀ مېدان کښې په مېز کېښودې او د هغې نه به زنانه تاوېدلې او دا سندرې به ئې د تمبل سره وئيلې چې :

شپه ده د نکريزو جينکۍ تمبل وهينه

خلق د هر خوا نه په وادۀ راغلي دينه

او يا دا چې:

نکرېز ګډېدې

سينګار دې جوړېدو

رو رو به ژړېدې

اوربل دې خورېدو

او ورسره به ئې داسې ټپې هم وئيلې چې:

اوربل ئې پولې پولې جوړ کړو

بخت د هغۀ دے چې به پولې ورانوينه

نو کله چې به زنانو ښۀ تماشې او ګډاګانې وکړې او ناوخته کېدو به پرې نو بيا به ئې دا سندره وئيله چې:

ناوخته کېږي ځئ چې ناوې جوړونه

تالا والا اوربله

نو دغې ته بس به بيا د ناوې خوا ته ورغله خو په هغې وخت کښې به داسې چل ؤ چې ناوې به د خپل کور په خړو پړو جامو کښې د کوټې په ګوټ کښې ناسته وه او د کوټې دروازه به ئې کلکه بنده کړې وه چې په هغې کښې به ورسره خپلې همزولې هم ناستې وې او دروازه به ئې تر هغې نۀ کولاوهله تر څو چې به ئې د هلک د کور والا نه پېسې نۀ وې اخستلې چې به ئې واخستلې نو دروازه به ئې کولاؤ کړه او په جام يا کاسه کښې به ئې نکريزې پستې راوړې وې چې هغه به ئې ناوې له په لاس خورې ورې يا موټې نکريزې ولګولې. ځکه چې پخوا به دا نخښې لګول نۀ وو دغسې طريقې سره به ساده نکريزې لګول کېدلې او ناوې به مخ کلک پټ کړے ؤ او خلقو به ورله نکريزې لګولې چې د دغې نه پس به بيا د هلک کور واله ښۀ په خوشحالۍ خپل کور ته واپسې وکړه او بيا به ئې پخپلو راغلو مېلمنو ډوډۍ وخوړه ځينې خلق به خپلو کورونو ته لاړل او ځينې به د هلک کره پاتې شول او خپلې تماشې به ئې کولې تر ناوخته چې هم دغې نه روستو به د نکريزو دا سلسله هم ډېر په ښۀ ډول اختتام ته ورسېده. دغه خو وه پخوانۍ د نکريزو د وړلو طريقه چې کۀ چرې دا مونږ د اوسنې دور د نکريزو سره Compare کوو نو بلها بدلون پکښې راغلے دے او هغه بدلون دا دے چې پخوا به ناوې د نکريزو په شپه چرته په يو ګوټ کښې په زړو جامو کښې ناسته وه او نن سبا ښۀ ښکلې سينګار کړې د سټېج د پاسه په صوفه کښې ناسته وي بله خبره دا ده چې په هغه دور کښې به د تمبل وهلو تماشې وې او زنانو به ورسره سندرې وئيلې نن سبا د چارج هغه غتې غټې پېټۍ او ډېګونه لګېدلې وي چې کلي خبروي. په هغه وخت کښې په ئې ناوې له خورې ورې نکريزې په لاس او پښو لګولې او نن سبا ورله ښکلې ښکلې ډيزائن کښې نخښې او چاپې لګولے شي او د نکريزو د شپې د پاره جينۍ له ښۀ په ګران قيمت جامې اخستل شي او په هغه وخت کښې د نکريزې د شپې جامې اغوستل څۀ چې عام نوې جامې اغوستل هم نۀ وو او نن سبا خو د نکريزو په شپه جينۍ ناوې کېدل پرېږده چې هلک له هم نن سبا نکريزې وړل شي د جينۍ د کور د طرف نه او هلک ناوې کوي دغه داسې طريقه کار وي چې زمونږ د تحصيل تنګي په علاقو کښې نن سبا د جينۍ د طرف نه نکريزې وړل کېږي چې دا د جينۍ کور والا د وادۀ يعنې د نکريزو په شپه هلک د جينۍ د نکريزو نه وروستو يعنې د شپې داسې په لس يولس بجې د هلک په نکريزو پسې ځي چې په هغې کښې د جينۍ د کور او د خپلو خپلوانو ټولې پېغلې ځي چې ټولو پېغلو د نکريزو د پاره يو شان رنګ او يو شان ډيزائن کښې جامې جوړې کړې وي چې زياتره ډيزائن پکښې د کوچيانو د کګرو ډيزائن وي او په سور، شين يا زيړ رنګ کښې د ټولو پېغلو د رنګا رنګ کينارو نه ډکه يوه ټوکرۍ وي او د هغې په مېنځ کښې شمعې بلې شوې وي چې ټولې پېغلې په يو انداز کښې د وادۀ د زلمي مخې ته تاوېږي. د وادۀ زلمے په صوفه کښې ناست وي چې مور هم ورسره ناسته وي. دغې تاوېدو نه پس ټولې جينکۍ دغه ټوکرۍ د هلک مخې ته په مېز کېږدي او د وادۀ د زلمې نه ګېر چاپېره د جينۍ د کور ټولې پېغلې تاؤ شي او د هلک د کور خلق ئې تماشه کوي چې دې جينکو د ځان سره د نکريزو ټول سامانونه راوړې وي چې په هغې کښې د زيړ رنګ کښې وړې وړې لوپټکۍ رومالونه د ګلونو هارونه، نکريزې او ګلاب جامن شامل وي او د هلک د پاره ئې په يو ګلاس کښې خاص شربت جوړ کړے وي پيو کښې او هر قسم وچه مېوه ئې پکښې اچولي وي چې دغې ته ګوټ وئيل کېږي کله چې د وادۀ زلمے په صوفه کښې کښېنوي نو د جينۍ د کور يوه پېغله ورله دغه ګوټ ورکوي او بيا ترېنه ډېرې پېسې غواړي چې هلک پېسې ورکړي نو بيا دغې نه پس د هلک د کور يا د هلک نزدې خپل خپلوان ښځې او سړي نمبر په نمبر راځي او دې زلمي سره ئې کېنوي او نارينه نمبر په نمبر راولي او د هلک سره ئې کېنوي چې يوه پېغله ورله ګلاب جامن خلۀ کښې ورکوي. بله ورله په اوږه دغه د نکريزو لوپټه اچوي. بله ورله په کچه ګوته نکريزې کېږدي. بله ورله رومال په لاس پېسې غوټه کوي او بله ورله د ګلونو هار اچوي او بيا ترېنه پېسې اخلي. هغه ځي او داسې ټول نارينه او زنانه سره دغسې کوي چې دغه سلسله ختمه شي نو بيا د جينۍ د کور ټولې مستې پېغلې د هلک مخې ته اتڼ کوي او د هلک د کور خلق ئې ټول په تماشه وي چې محفل ئې ډېر ګرم کړے وي او څۀ عجيبه ښکلے منظر وي. چې دغې نه پس د جينۍ کور والا چائے وڅکي چې د وچې مېوې سره سره پکښې چرګان هم سرۀ شوې وي او د چايو ئې ورله ډېر ښۀ انتظام کړے وي چې د چايو د څښلو نه پس ټول د جينۍ د کور مېلمانۀ ښۀ په حيا او عزت سره خپل کور ته رخصت شي خو د دوي دا راتګ د هلک د کور خوشحالۍ يو په دوه کړې او بيا ټول ښۀ په مينه خپلو کورونو ته رخصت شي. دغه خو وو د وادۀ د شپې او د نکريزو پروګرام چې په اوسنو او پخوانو دواړو باندې پرې خبرې وشوې.اوس به راشو د واده ورځې ته يعنې د جنج يا ډولۍ ورځ ته او په هغې به درسره خبرې شريکې کړم چې ايا په اوسنو او پخوانو ودونو کښې څۀ فرق دے اول به د پخوانو وادو حال احوال بيان کړم. پخوا به ودونه ډېر په سادګۍ سره کېدل چې د هغې سادګۍ به خپل يو خوند او رنګ ؤ. پخوا به دا مېکپ نۀ ؤ او نۀ به داسې نخرې وې بس پخوا به ساده سينګار ؤ کوم چې به پخوا پۀ دنداسه او نکريزو کېدلو د ناوې سينګار به هم داسې ؤ چې بس سره د کينخاف جوړه، سرې جورابې، سور بنېن، سور پېوے او سور رومال به ئې ورته په لاس کښې ورکړو بس ناوې له به ئې صرف په لاس او ښپو خورې ورې نکريزې کېښودې وې. رانجۀ او دنداسه به ئې ورله لګولې وه نور سُرخي پورډ وغېره به ئې ورله د پلار په کور نه لګول خلقو به وئيل چې ناوې د پلار په کور مېکپ وکړي نو بيا ئې په مخ کښې سېر نۀ وي بس صرف دغه جامې مامې به ئې ورته واچولې او د کوټې په ګوټ کښې به ناوې ناسته وه او ژړل به ئې او مخ به ئې تر د وادۀ درېو ورځو پورې چا ته نۀ ښولو او پخوا به ډولۍ سحر وختي وړل کېده نو د وادۀ د زلمي خپل خپلوان به ټولو سحر وختي ځانونه تيار کړي وو او چې جنج پسې به روانېدل نو لاس به ټولو اوچت کړل او په شريکه به ئې دعا وکړه چې دا اوس هم کېږي. پخوا به چونکې ګادي داسې خاص نۀ وو نو زياتره خلق به پېدل په ډولۍ پسې تلل چې زنانو به د ځان سره دوه تمبلونه هم راخستي وو چې ورسره به ئې په غبرګو اواز سندرې هم وئيلې چې په هغه وخت کښې به دا ټپې وئيل کېدې.

هلک د خواښې کره روان دے

په زر زري واسکټ ئې ناسته ده بلبله

او د زلمي مور به داسې وئيل چې:

خدايه په کور کښې ښادي راکړې

چې پکښې ګرځم تورې سترګې سرۀ لاسونه

او کله به چې د جينۍ کور ته ورسېدل او هلک به پالنګ له راتلو يعنې پخوا به هلک يعنې د وادۀ زلمے په پالنګ خلقو وچتولو چې ورسره به پلار يا مشر ورور هم پالنګ کښې ولاړ وو او دغه پالنګ به په څلور پنځه کسانو اوچتولے شو نو کله به چې زلمے پالنګ اوچتولو له کور ته را دننه کېدلو نو د کور زنانو به ئې په تمبل سره په زوره زوره دا سندره وئيله چې:

وشيندئ لونګ چې بوي ترې لاړ شي

اوس به دا پلانکے پالنګ له راشي

او پخوا به ئې چې هلک په پالنګ وچتولو نو د هغې نه پس به د خينو او د خواښې سره مېلاوېدو اوس هم ملاويږي خو اوس هارونه هلک ته ور اچوي او پخوا به د هلک خينو هلک ته په لاس پېسې رومالونه تړل او په هغه وخت کښې به ئې دا قسم ټپې کولې چې:

دغه وادۀ مو اومبارک شه

پلو مو ډک شه د بچي د رومالونو

يعنې هغه ټول رومالونه به بيا د وادۀ د زلمي مور ته په پلؤ کښې اچول کېدل نو هلک چې به په پالنګ وخېژولے شو او ناوې به څۀ وخت وړل کېدله نو زنانو به دا سندره د تمبل سره وئيله چې.

زما روکے به سور موټر کښې خولې کېږي

شابۍ ناوې زر جوړه کړئ ناوخته کېږي

چې د دغه سندرو په مېنځ کښې به ئې داسې ټپې کولې چې:

چې دا پلانکے دې په نصيب شو

جينۍ په کوم بابا دې کړي وو سوالونه

او چې جينۍ به ژړل نو زنانو به داسې ستائيله چې:

جينۍ په ګوټ کښې راته ژاړي

اوس رانه غواړي د پلانکي د لاس ګلونه

نو ناوې له به خپلو وروڼو په پلونو پسې چيني يا پېسې غوټه کړې او جينۍ به د خپلو ماماګانو په لاس په اوښ کښې کښېنولے شوه او جنج به راوړلے شو. او د ناوې کور والا به د هلک کور نه ګوټ اخستے وو. په هغې به ئې خپل مېلمانۀ اوپالل . ګوټ دې ته وائي چې د جينۍ د کور به څومره مېلمانۀ وو نو د هغې ډوډۍ به ئې هم د هلک کور والا باندې کوله او هلک کور والا به هم خپل مېلمانۀ د خپلو نزدې رشته دارو په مرسته ډېر په ښۀ طريقه وپالل او ډېر په خوشحالۍ سره به خلق خپلو خپلو کورونو ته رخصت شو ـچې جينۍ به د سخر کور ته يوړلے شوه او ډولۍ نه به کوزه شوه نو ناوې به د کوټې درشل ته دوه ځله ښکته ښکته کېده او پورته کېدله چې د هغې مقصد سلامي کول وو دغې نه علاوه به ناوې ته په لاس کښې چيني ورکړے شو چې د کور څلورو واړو طرفونو ته وشينده دا به ئې پرې په دې مقصد شيندل چې د دې راتلو سره په کور کښې هر څۀ کښې برکت پېدا شي او بل به ئې ورله قرآن مجيد په لاس کښې ورکولو د هغې مقصد به دا وو چې دا نوره هم دينداره شي. دغې نه علاوه يو ماشوم هلک به ئې ورله په غېږه کښې ورکولو چې د هغې مقصد دا وو چې د دې هم نارينه اولاد وشي او داسې نور هم بلها رسمونه وو چې څۀ ښۀ وو او څۀ بد.او پخوا به ګاډي وغېره نۀ وو نو ډولۍ به په اوښ يه زانګو کښې وړل کېدله. په اوښ به داسې وړل کېدله چې د اوښ د پاسه به ئې کيجاوه کېښوده يو طرف ته به ناوې کښېناستله. قرآن به ورسره په غېږ کښې ؤ او بل طرف ته به ورسره د هلک مور يا خور کښېناستله هم دغې طريقې سره به ډولۍ وړلے کېدلې.دغه خو وو د مخکښې دور د وادۀ رسمونه رواجونه اوس به راشو د اوسني دور د واده ښادۍ رسمونو له په پخواني او اوسني ودونو رسمونو کښې خو ډېر بدلون راغلے دے کۀ چرې مونږ وګورو نو پخوا به د وادۀ زلمے په پالنګ خېژولے شو او نن سبا دغه رسم تقريباً د نيشت برابر دے. د پالنګ په ځائې هلک په صوفه کښې کښېنولے شي چې ملګري او خپل خپلوان ئې راځي څهرې ورته اچوي مبارکي ورسره کوي. دغې نه علاوه پخوا به د ناوې د پلار په کور سينګار نۀ ؤ ـ د وادۀ په ورځ چرته په يو ګوټ کښې ناسته وه او ژړل به يې او نن سبا خو جينۍ يعنې ناوې د جنج د راتلو نه مخکښې په پالر کښې تياره شوې وي او بهر په صوفه کښې کښېنولے شوې وي ـ پخوا به ښځو د تمبل سره په خپلو اوازنو کښې خوږې خوږې سندرې وئيلې او نن سبا خو الات راوتي دي چې کلے نۀ ټوله علاقه ئې په مخه راخستې وي او پخوا به په اوښانو، زانګو وغېره کښې ډولۍ وړلے شوې نن سبا په مختلفو ګاډو کښې وړل شي. پخوا به د جينۍ په سر ولور اخستلے شو چې د هغې په نيمه حصه به ئې صرف په جينۍ لګولو او نور به ئې پلار کور پخپله اخستلو نن سبا شکر دے دغه لعنت ختم شوے دے او جينۍ له خپله پلارګنۍ د خپل وس مطابق د خپله جېبه تاوان کوي او ډېره په عزت ئې پالي او ډېر په درناوي ئې رخصتوي. دا وو د اوسني دور د ودونو د رسمونو خاکه چې ما ستاسو مخې ته کېښوده د کمي بېشي پکښې بخښنه غواړم.

نورې ليکنې۔۔۔