د بنو مازديګر په نظر مه شه شېخ سعدي هم
چې چوک بازار ته رسي په تسپو سندرې وائي
د بنو مازديګر، چوک بازار او سندرې د قدرت هغه لاثاني او لازواله امتزاج دے کوم چې د نامعلومې زمانې راهسې نۀ يوازې دا چې راروان دے بلکې په خپل مکمل جوش او خروش سره تر دې دمه د نوي کهول په اعصابو راج هم کوي ۔ او که د الله خوښه وه دا لړۍ به هم داسې روانه وي ۔ اګاهو د دې نه چې د بنود مازديګر تذکره وشي غواړم چې د بنو په کلتور باندې سرسري رڼا واچوم ۔د بنو د وجۀ تسميه پۀ حقله ارواښاد ګل ايوب سېفي په خپل کتاب “ تاريخ بنو وزيرستان ” کښې ليکي:
“ بانو د بابا فريد عرف شيتک مېرمن وه او د هغې اولاد د بنوڅي يا بنوزي په نوم وبلل شول او د هغې په وجه وروستو د بنو نوم مشهور شو۔ “
ښاغلے يوسف خان جذاب صېب په خپله مقاله کښې د سېفي صېب د نظريې رد کوي او د ځان په تائيد کښې څلور نظريې پېش کوي ۔
۱۔ بنو ته د بنو نوم ځکه ورکړلے شو چې د دې ځاے اوسېدونکي د شيتک د ښځې بانو د نسل نه وو۔
۲۔ يوۀ هندو مهاراجه خپله لور خپل نوکر دهني ته ور وادۀ کړه چې د ناخواښۍ په وجه هغې ازار اوکړو، چې اثر يې د باران او ژلۍ په صورت کښې ظاهر شو د کومې په وجه چې هرڅۀ تباه او برباد شول ۔ او د دې سيمې نوم بنو شو او اوسېدونکي يې بنوڅي شول ۔
۳۔ د درېمې نظريې ترمخه بانه، سينو، ګهيو او ټيهو څلور وروڼه وو، کوم چې د هند بن حام د نسل نه وو ۔ په دوي کښې د بانه اولاد بنوڅي دي ۔
۴۔ څلورمه نظريه وائي چې د زال بادشاه زوي رستم دغه علاقه کومې ته چې هغه وخت اکره وئيل شول خپلې لور ته په جهېز کښې ورکړه په هغه نسبت سره دې سيمې ته بنوووئيل شول ۔
ولې د جذاب صېب موقف د دې نظريې نه جدا دے هغه ليکي :
“ که څۀ هم په ديو کښې ړومبۍ نظريه زياته مقبوله ده ، د کومې ترمخه چې بنوڅي د شيتک د ښځې بانو د بانو اولاد دے ۔ بيا هم داسې معلومېږي چې د دې نه مخکښې هم د بنو نوم بنو يا د دے ټکي سره نزدې نزدې څۀ ټکے وۀ ۔ او دا محض يو اتفاق دے چې د شيتک مېرمن بانو او د هغې اولاد هم دلته راغلل اباد شو ۔ ”
خو دلته زۀ د يو بل محقق او مؤرخ راي هم وړاندې کول غواړم ۔ پروفېسر شمشېرعلي خان صېب د ذکر شويو نظرياتو سره اختلاف لري ، بيا هم د يوسف خان جذاب صېب سره په دا خبره متفق دے چې د بانو نه مخکښې هم د دې سيمې نوم بنو يا د دې سره نزدې نزدې څۀ بل ټکے وو ۔ هغه په خپل کتاب “ بن باس ” کښې ليکي :
“ دا هم ممکنه ده چې د بنو وجۀ تسميه د ځنګلو ډېروالے وي ولې چې بنو د بن جمع ده ۔ ”
په دې لړ کښې اېډورډز ليکي :
“ د ټول هندوستان په مقابله کښې په بنو کښې زيات بارانونه کېږي ۔ دلته د شوو ( شيشم ) او توتانو ګڼ ځنګلونه دي ۔ د اوبو د کثرت له کبله د ځنګلو زياتېدل ضروري دي ۔ بنو د سنسکرت ټکے دے د بنو پخوانۍ ابادي هم په هندوانو مشتمله وه ۔ د بنو ځنې کليو نومونه هم د سنسکرت نه ماخوذ دي ۔ لکه ککي ، بهرت ، هنجل ، سوکړي ، من دېو ( مهادېو) ، شاه دېو ( شهادېو) وغېره کوم چې د هندو دېويانو او دېوتاؤ د نومونو سره موسوم دي ۔ د بنو نه مراد د ځنګلاتو مسکن دے ۔ په يوه حواله بنو په معنا د ځاي او مقام دے ۔ بنوزي نه مراد هغه کس دے چې د چا مسکن بنو وي نۀ چې د بانو زوي ۔ ”
بنو يو پخوانے ښار دے ، د قدامت په بارې کښې يې ارواښاد ګل ايوب سېفي ليکي :
“ د بنو تاريخي او تمدني ابتدا د ماهرين اثارقديمه په مطابق ۲۷۰۰ قبل مسيح نه شوې ده ۔ ”
د بنو نوموړے مؤرخ ښاغلے طفېل احمد فېضي په خپل کتاب“ بنوں تاريخ کے آئینے میں ” کښې د بنو جغرافيائي خدوخال داسې څرګندوي :
“ د بنو سيمه په ۱۸۲۵ کښې باقاعده د انګرېز په عملدارۍ کښې راغله، د ښار نوم يو انګرېز ډپټي کمشنر په خپل نوم اېډورډز کېښودو۔ هغۀ په خپل نوم د قلعې نوم هم اېډورډکورټ کېښودو ۔ په ۱۸۶۱ کښې بنو ته د ضلعې حېثيت ترلاسه شو ۔ هغه وخت ميانوالي د بنو تحصيل وۀ ۔ بيا هم د لارډکرزن پۀ زمانه ۱۹۰۱ کښې موجوده شکل ورکړلے شو ۔ د دې ضلعې اکثريتي علاقه مېداني ده ۔ مرکزي زمکه يې هواره او پاتې چاپېره غرونه خوارۀ وارۀ دي ۔
د بنو زمکه الله تعالے په هر قسم نعمت مړه کړې ده ۔ په دې حقله ښاغلے يوسف جذاب ليکي:
“ د بنو زمکه ډېره زرخېزه ده د پخوا راهسې دلته نهري نظام موجود وۀ ۔ چې له برکته يې دلته سمسور او شنۀ فصلونه ، مېوې او باغونه پائېږي ۔ هم دې ګنجيو غرونو په مينځ کښې دې سيمې ته زمرد وئيلي شوي دي ۔
د بنو د قدرتي ښکلا نه انکار ممکن نۀ دے ۔ دغه وجه ده چې مشهور انګرېز مصنف اېس اېس تهاربورن په خپل کتاب “ بنو ار اوور افغان فرنټيئر ” کښې د بنو د قدرتي زړۀ راښکون په اعتراف کښې داسې رقمطراز دے : “ د کابل اکثرې مېوې دلته په زرعي صورت کښې پېدا کولې شي۔ د بنو نيمبوان، توتان او خربوزې ډېرې ذائقېدارې دي ۔ د قدرت بې پناه نوازشونو د بنو نه جنت جوړ کړے دے ۔ ” د بنو په سينه کښې د څو پخوانيو تهذيبونو ملغلرې دفن دي لکه “ اکره ”
ښاغلے حيات خان په خپل کتاب “ حيات افغاني ” کښې ليکي :
“ اکره په يوناني ژبه کښې قلعې ته وائي ۔ دا ځاي د موجوده بنو ښار نه د نهو۹ کلوميټرو په فاصله پروت دے ۔ د دې سطح د عامې زمکې نه ۲۰۰ فټه اوچته ده ۔ داسې ښکاري لکه په پخوا زمانه کښې به چې دا څۀ عالي شانه قلعه وي د دې ځاي اړيکې د يونانيانو سره ملاوېږي ۔ دا ځکه چې کومې سکې دلته نه په لاس راغلې دي په هغو کښې په اکثرو باندې يوناني حروف او علامات نقش دي ۔ دا سکې دوه زره کاله پخوانۍ دي ۔ دې سره سره د هندو راجاګانو سکې هم دريافت شوې دي په کومو چې د سنسکرت ژبې حروف رقم دي ۔
د بنو زمکه الله تعالے په څلورو موسمونو نمانځلې ده ۔ دلته زمکه د ربيع او حريف دواړه فصلونه پېدا کوي ۔ د کومې په نتيجه کښې چې يو طرف ته د غلې انبارونه په لاس راځي او بل طرف ته رنګا رنګ مېوې ملاوېږې ۔ دغه وجه ده چې د خلقو زياته برخه کرکېلې سره تړلې ده ۔ د دې ځاي خلق د ټېنشن د ترقۍ نه محفوظ دي او خوشحال ژوند د غلام په شان لاس په نامه ورته ولاړ دے ۔ د بنو د اوسېدونکيو مزاج اجتماعي او سحرخېز دے ۔ دغه وجه ده چې دلته کښې ورځ د نورو ښارونو په نسبت وختي شروع کېږي ۔ او د سحرخېزو خلقو ورځې هم اوږدې وي۔ ځکه د ماسپېښين نمانځۀ پورې هرچا خپل کارونه خلاص کړي وي او مازديګر په اجتماعي صورت کښې تېروي ۔ چې نتيجه يې اجتماعي رواياتو او ځانګړي کلتور په صورت کښې مخته راځي۔ ثقافت يا کلتور څۀ ته وائي ؟ لږ غوندې رڼا په دې هم اچوو۔
د پوهانو په نزد کلتور د معاشرتي ژوند دويم نوم دے ۔ ثقافت په معاشره کښې د موجودو غړيو په مينځ کښې يو داسې تړون دے په کوم کښې چې هغوي مناسب معاشرتي قدرونه، انساني تاريخ او په رسم او رواج باندې عمل درامد ممکن جوړوي ۔ مونږ چې کله د يوې معاشرې برخه يو نو مونږ ته پته لګي چې :
مونږ څوک يو؟، مونږ ته څۀ کول پکار دي ؟ ، کوم څيزونه معاشرې د پاره ضروري دي؟ او کوم څيزونه داسې دي چې د هغو په کولو او نۀ کولو څۀ فرق نۀ پرېوزي۔ د دې اطوار په بنسټ د معاشرې برخه جوړېدلو سره سره مونږ په خپلو عاداتو او اطوارو کښې هم ښکلا راوړو۔
په دې اړه د معاشرتي علوم زياتره ماهرين د اېډورډ ټېلرد کلتور هغه تعريف سره متفق دي، د کوم په مطابق چې يو داسې جامع مرکب چې علم ، عقائد، ارټ، اخلاقيات قانون روايات او هغه ټول صلاحيتونه کوم چې انسان د دې معاشرتي تړون برخه جوړېدلو په باب کښې د معاشرې نه زده کوي مشتمل دي ۔
د دې مطابق کلتور د هغه ټولو څيزونو د يووالۍ نوم دے کوم چې انسان د پېدائش نه ترګه پورې زده کوي۔ يعني د خوراک ، څښاک لوازماتو نه واخله تر لباس ، رنګ او جوړښت پورې ، د عام ژوند د روزمره څيزونو او مکمله روزنه په شمول د يو انسان ترلاسه کړي تمام تر تخليقي صلاحيتونو کوم چې دے د معاشرې نه زده کوي ۔ دا ټول څيزونه د کلتور په زمره کښې راځي ۔ لاندې د کلتور په اړه د يو څو معتبرو پوهانو وړاندې کړي شوي تعريفونه درج کولے شي ۔مارګرېټ ميډ د ثقافت په تعريف کښې ليکي :
“ ثقافت د يوې معاشرې يا طبقې د شريکو زده کړيو شويو رويو نوم دے ۔ ”
د ثقافت په بابله چيفرډ ګيرټ داسې ګويا دے :
“ ثقافت د هغو قيصو نوم دے کومې چې مونږ ځان ته اوروو ۔ ”
براونسلېن مېري واسکي د ثقافت تعريف داسې کوي :
“ ثقافت يو داسې اختراعي وحدت دے ۔ کوم چې په دوو اساسي اړخونو کښې تقسيم دے ۔ يو خو د رسم و رواج نظام دے او بل د انساني لاسونو داسې تخليق کوم چې د دې د خالق او صارفينو په اړه معلومات فراهم کوي ۔ ” داميريکن هېريټېج ډکشنري په مطابق :
ثقافت د معاشرتي ژوند نه د منتقل کېدونکيو رويو، قانون، عقائد، دورونو او د انساني سوچ او عمل د تمامو تخليقاتو نوم دے ۔
د ډکشنري اف ماډرن سوشيالوجي په مطابق :
ثقافت يو داسې ګل دے په کوم کښې چې د منظم ژوند تېرولو طريقې، د دورونو او قدرونو معيارونه او معاملات وغېره شامل دي ۔ چې انسان ئې زده کوي او نسل در نسل يې منتقلوي ۔
د ثقافت د بره رقم شويو تعريفونو په رڼا کښې که يو خوا د ګړدې پښتونخوا په شان په بنو کښې ګڼې هڅې، تخليقات، رجحانات، مېلانات، مکانات، خوراک، پوشاک، عادات، اطوار، تهذيب وتمدن او د غم او خوشحالۍ په صورت کښې نرخ او رواج په نظر راځي ۔ نو بل طرف ته د بنو مازديګر هغه ځانګړے شغل دے چې په ګړده نړۍ کښې ئې ثاني په نظر نۀ راځي ۔
خدائے ګو کومه ورځ چې ګل راسره نۀ وي
ما د بنو مازديګر په کاڼو وولي
د بنو مازديګر د بنو په ټولنيزو رواياتو کښې يو زړۀ راښکونکے روايت دے ۔ او دغه روايت زمونږ د دې مقالې موضوع هم ده ۔ وادۀ چې د هر انسان فطري تقاضا ده دا تقاضا په بنو کښې د غېرمعمولي دلچسپۍ سره په نظر راځي ۔ نۀ يوازې دا چې د مکملې خوبۍ او ښکلا سره پائې ته رسي بلکې د نورو ډېرو علاقو په نسبت زياته مناسبه او ارزانه هم ده ۔ دا ځکه چې د بنو نه بره په قبايلي او غرېئيزو علاقو کښې عمومي رواج دا دے چې د يو ځوان د وادۀ ارمان تر هغه وخته پورې نۀ شي پوره کېدلے تر څو يې چې د خپلې ځوانۍ لس، دولس کاله د عربو په پښو کښې خاورې نۀ کړي۔ کله چې لس دولس کاله مزدوري وکړي او د شېخانو نه په اجرت اخستلو کښې هم کامياب شي نو هله چرته د وادۀ دستار په سر وتړي او د بنو نه لاندې علاقو يعني د پنجاب په ثقافت کښې لُور نۀ يوازې بوج ده بلکې که د يو سړي لوڼه د دوو نه تجاوز وکړي نو د لوڼو د جهېز ذمه واري د خپل پنشن سره هم نۀ شي پوره کولے ۔ ولې د بنو په سيمه د الله تعالے خصوصي کرم دے چې په کښې د ادم زوي بوج دے او نۀ د حوا لور ۔ دلته اکثر وادونه د تکلفاتو نه پاک په انتهائي سادګۍ سره سر ته رسي، د رشتو د غېر معمولي ارزښت په وجه په يوه جوړه يا په سپين څادر کښې هم د وادۀ ارمان پوره کېدلے شي ۔ هم دغه وجه ده چې دلته د نورو علاقو په نسبت د وادونو شرح زياته ده ۔ عموما هره ورځ او په خصوصي توګه د جمعې او اتوار په ورځ د وادونو تابيا کولې شي ۔ په اوله مرحله کښې د زلمي او جينۍ کوژدن وشي، په کوژدن کښې ډزې وشي دې د پاره چې د علاقې خلق خبر شي چې په دا جينۍ د بل چا حق ازدواج ختم شو۔ ، دا د چا په نوم شوه ۔ څۀ موده پس کله چې دواړه کورنۍ د دې جوګه شي چې د وادۀ رسومات تر سره کړي نو د دواړو کورنيو مشران سره کښېني او د وادۀ نېټه وټاکي دې عمل ته واک لنډول وئيل شي ۔ د ناوې د شپې نه يوه ورځ مخکښې د نکريزو شپه نمانځلې شي چې په کورونو کښې پېغلې او په حجرو کښې ژڼي په نکريزو کښې موم بتۍ ولګوي، بلې يې کړي بيا د ګډا او سندرو سره په ټول کلي کښې وګرزوي ، بله ورځ د ژڼي د کور نه جنج په دهوم دام ، شان او شوکت سره روان شي، د ناوې کور ته لاړشي، هلته نه په ډولۍ کښې ناوې راواخلي او د ډول سرنا او موج او مستۍ سره يې د ژڼي کور ته راوړي ۔ په جنج د روټۍ خوړلو او د ماسخوتن نمانځۀ نه پس د نکاح رسم ترسره شي او بيا د شپې ناوخته پورې مشران صبا د پاره د خوړو په تيارولو بوخت وي او ځوان کهول د ځوانۍ په نشه کښې ډوب په ګډا او سندرو شپه تېره کړي۔ بله ورځ د ژڼي کور په رابلليو خپلو خپلوانو او يارانو دوستانو باندې د يو خاص قسم روټۍ خوروي چې ورته پېنډه وئيل شي۔ دا سلسله تر ماسپېښينه پورې دوام لري۔ د مازديګر نه مخکښې کليوال او د باهر نه راغلي ميلمانۀ ژڼي د وادۀ د دوئيمې او مهمې سرګرمۍ د پاره تياري شروع کړي۔ د موقعې په مناسبت سره تيارې شوې جامې اچوي او غلي غلي د حجرې انګڼ کښې چې ورته چوک وئيل شي راغونډېږي او د ډول په تاپ سره په روان اتڼ کښې شريکېږي او بل طرف ته شهنائ په خپل سريله اواز کښې داسې په هوا کښې کور کور ته رسېږي لکه پاتې ژڼيو ته چې د روانېدو خبر ورکوي۔ چې په نتيجه کښې يې پاتې ځوانان هم چوک ته راورسېږي او په اتڼ کښې شريک شي او د پوره کېدو سره ډول ته لاس بدل شي او خلق پوهه شي چې روانېږو او اوس ژڼي د ډول په تاپ او شهنائي په سر او د ځوانۍ په نشه کښې داسې په ناز او مستۍ کښې د ښار په لور روان شي لکه دوي چې په زمکه نا بلکې زمکه د دوي لاندې روانه وي د دنيا او ما فيها د غمونو نه بې پرواه لس دولس ځوانان روان په هوا کښې داسې لاسونه خوزوي لکه رقص چې روان وي ۔ ځنو د خپلو زړو منونکيو په يوه يوه اوږه څادرونه اچولي وي او دويمه اوږه له نازه داسې کږه وړي لکه د فاتحينو فوج چې مفتوحه علاقې ته ګډېږي۔ د چا په غوږونو کښې د ګلاب ګل يا د رېحان ګلونه او د چا په سينو د رامبېلو امېلونه او مالې ځانګي او خپله خپله خوشبوئي په روانو ژڼيو شندي ۔ لکه د ځوانۍ ټولې چينې چې د دې ځاي نه راوځي۔ په ښار کښې د هر کلي خپل خپل يو مرکزي ځاي وي هلته او يا پارک ته لاړشي هلته د وادۀ ژڼے په ټولو ملګرو ژڼيو باندې چاي اوڅښي او خواږه اوخوري۔ دې نه پس ټول د جماعت سره د مازديګر نمونځونه وکړي دې نه پس د څلورو اطرافو نه په مکمل جوش او خروش او مستۍ سره ځواني د سېلاب په صورت کښې څپې وهي او د اتڼ په صورت کښې غورځنګونه وهي او چوک بازار ته ګډېږي چرته چې د ځوانۍ ټول رنګونه د اتڼ د بېلا بېلو دائرو په صورت کښې په نظر راځي۔ بلکې مونږ به دا اووايو چې دلته د ځوانۍ الوت د عروج بام ته اورسي ، دلته د هر کس په حواس خمسه د شباب د رنګونو احساس غالب شي ۔ لکه شاعر چې وائي :
ماته خو به خپله ځواني اور شي خداے دې نۀ وکړي
يو چې ګل او بل د بنوګل مازديګر نۀ لرم
په چوک بازار کښې يو خو هغه مستقل دکانونه دي چرته چې د خوشبويانو سره سره د رنګين کاغذونو او د نوټونو امېلونه تيارېږي او خرڅېږي کوم چې وار په وار د وادۀ ژڼي ته ورپه غاړه کېږي۔ نو بل طرف ته د ګل فروشو په لاسونو کښې واړۀ واړۀ دکانونه چې د رامبېلو ، چمبېلو او د لونګو د تروتازه هارونو او مالو خرڅولو سره سره خوشبويانې په فضا کښې مفتې خوروي۔ او ځنو کسانو د نرګسو ګلدستې پۀ لاسونو کښې نيولې د خريدارانو انتظار کوي۔ ځنې ګل فروش خو دومره واړۀ واړۀ او معصوم وي چې په خپله د ګلاب نه کم نۀ ښکاري لکه شاعر چې وائي :
خپل ګلاب دے خو په خېټه چې نهر دے
په بازار کښې خرڅوي د ګلاب پاڼې
چې څۀ رنګ څۀ رنګ وخت تېرېږي ، داسې داسې د ډول په ګوته کښې هم تېزي راځي چې براه راست اثر يې د اتڼ په درجۀ حرارت باندې پرېوزي ۔ ورو ورو د ځوانۍ پياله ډکېږي شهنائي ګانې د مستۍ په څپو کښې ژڼي ځنګوي۔ دا روايتي اجتماعي ګډا يعني اتڼ پښتانۀ بغېر د ملا او د امي د تميز نه د ثقافت لازمي برخه ګڼي او د قدر په نظر ورته ګوري۔ خو که څوک د اتڼ د اخلاقياتو دائره ماته کړي او بازاري ګډا شروع کړي نو د محترم ممتازعلي خان ممتاز په شان مزاحيه او طنزيه شاعر هم په بې باکۍ سره په داسې شاعري کولو مجبور شي :
په چوک بازار کښې د ډولو مخې ته
سياله! راځه که پښتانۀ ګوري تۀ
دا د بنو په مازديګر د نوي تهذيب د هغه حملې اثر دے کوم چې د حجرو د تربيت نه محروموکلب زده ځوانانو خاصه ده۔ د دې نوي تهذيب شاخسانه ده چې کله د نوي نسل ځوانان چوک بازار ته رسي نو يو خاص قسم ځلېدونکي توکي اخلي چې ورته پرخه وئيل شي او د يو بل په هغه مخونو يې مژي کومو مخونو ته چې د معمول په ژوند کښې په خيرن نظر کتلو هم پښتانۀ سره وژني۔ دا شرمناک حرکت د پښتون تهذيب نه خبر مهذب پښتانۀ چرې هم د پښتون تهذيب منلو ته تيار نۀ دي۔ او نۀ ورته د بنو مازديګر وائي۔ بلکې همېشه يې د طنز غشي پرې ورولي دي۔ څو پورې چې ډول ، سرنا او اتڼ په خپل حقيقي صورت کښې موجود دي نو د بنو مازديګر دا خاصيت دے چې په زور هم په نړۍ ځان مني۔ او په خصوصي توګه شاعران حضرات خو په بنو مازديګر ميئن دي۔ د بنومازديګر د ستائيلو نه اګاهو زۀ اول د ارواښاد اجمل خټک صېب هغه ملفوظات وړاندې کول غواړم کوم چې د بنو د دورې پرمهال خداي بخښلي باچاخان ورته ارشاد کړي وو۔ اجمل خټک صېب په خپل کتاب “ قيصه زما د ادبي ژوند ” کښې ليکي :
“ زۀ په ړومبي ځل دې ښار ( بنو ) ته د باچا خان سره راغلم او چې راتلم نو باچا خان راته دوره کښې ووئيل چې “ خټکه ! اوس به مستي او جوش ووينې ” رښتيا چې بنو ته نزدې شو نو خلق زمونږ استقبال ته لتمبر ته راوتلي وو۔ خو د سياسي جلوس په شکل کښې نه ، بلکې د کلتوري مېلې په ډول ۔ يعني شلګونه ډولونه او ګډاګانې او ډزې وې او هر چا ټوپونه وهل خوشحالي او مستي يې کوله ۔ او پښتني جوش او خروش اظهار ئې کولو۔ يوازې دا نۀ بلکې ټول بازار ئې لکه د ناوې سنګار کړے وۀ ۔ حکومت پرې فشار راوړے وۀ چې دا هرڅۀ مه کوئ ۔ ولې د دې باوجود د بنو د پښتنو بابا او خپل سياسي مبارز مشر ته خپله مستي مينه او ښکلا ښکاره کوله ۔
يو ځل مونږ سره عبداصمد خان اڅکزے بابا وۀ هغۀ چې دا تماشه وليده ، نو دومره مستي پرې راغله چې په ازاد موټر کښې ودرېدو او د خلقو سره د ډول په وزن لاس غورځول او سر ښورول ( ګډا) يې شروع کړه ۔ بل ځاے مونږ سره د مشرقي بنګال ( اوس بنګلادېش ) تر ټولو ستر ليډر عبدالحميد خان بهاشاني او د هغۀ ملګري وو ۔ هغۀ چې دا وليدل نو وې وئيل: چې “دا خلق څنګه غلامان کېدې شي ؟”۔
دا منظر د بنو د اکثرو شاعرانو په غزلو، سندرو او نظمونو کښې په کثرت سره ملاوېږي ۔ د نمونې په توګه څو مثالونه وړاندې کوو۔
ارواښاد غازي سيال څوک چې د شعر او ادب په حواله نۀ يوازې د بنو بلکې په ګړده پښتونخوا کښې د قداور شخصيت مالک دے او په خصوصي د سندرې خو بابا دے۔ هغه په خپله شعري مجموعه “رنګونه بهارونه ” کښې “ د بنو مازديګر” ترعنوان لاندې نظم کښې څۀ دا رنګ ګويا دے :
دا څومره ښائسته يې راته مه شې د نظره !
د بنو مازديګره
قربان د اخترونو نه دې هره ورځ اختره !
د بنو مازديګره
تۀ ډک د رنګينۍ يې
ښکلا د زندګۍ يې
مستۍ او د شوخۍ يې
جولۍ دې ډکه اوسه تل د مينې له اثره
د بنو مازديګره
قربان د اخترونو نه دې هره ورځ اختره !
د بنو مازديګره
تۀ ښار يې د ګلونو
مزې او د خوندونو
د ښکلو منظرونو
د مينې او خلوص
ننګ او يا ښکلے پېکره !
د بنو مازديګره
قربان د اخترونو نه دې هره ورځ اختره !
د بنو مازديګره
راغونډ د کلي کلي
زما د بنو ښکلي
دي څومره نازولي
د دنګو دنګو غرونو په سرونو زيړے نمره!
د بنو مازديګره
قربان د اخترونو نه دې هره ورځ اختره !
د بنو مازديګره
ډولونه چې ډنګېږي
زلمي ورته ګډېږي
خندېږي خوشحالېږي
د ډول سره “ سرنا ” په کښې“ سر”پورته کړي د بره
د بنو مازديګره!
قربان د اخترونو نه دې هره ورځ اختره !
د بنو مازديګره
حسينو کښې حسين يې
د ژوند په رنګ رنګين يې
د خپل تهذيب امين يې
هم وي به پېښور خو نۀ يې کم له پېښوره
د بنو مازديګره
قربان د اخترونو نه دې هره ورځ اختره !
د بنو مازديګره
دا پېغلې حياناکې
د هرڅۀ نه بې باکې
حسينې پاکې پاکې
عظمت د لوپټې يې چرې پرې مه وځه له سره
د بنو مازديګره
چې هر موسم راغلے
تا هر موسم کتلے
په هر موسم کښې ښکلے
خوره شوې په فضا کښې تۀ د سيال يوه سندره
د بنو مازديګره
قربان د اخترونو نه دې هر ورځ اختره !
د بنو مازديګره ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
د راقم الحروف يو نظم “ نکريزې ” چې پۀ کښې د بنو مازديګر مکمله خاکه په نظر راځي، يو څو بندونه ئې داسې دي :
هغۀ مازديګر چې په رامبېلو سازېدلو به
هم چې د لونګو امېلونه خرڅېدل په کښې
هغه مازديګر چې په کښې سترګې جنګېدلې به
هغه چې جوړې جوړې ياران به ګرزېدل په کښې
هغه چې ډولونو ته به ژڼي په کښې ودرېل
بيا به په اتڼ کښې سره واوړېدل را واوړېډل
هغه چې په يو انداز لاسونه به يې واړول
بيا به يې راواړول او لاندې به يې پړک وهل
د بنو مازديګر د مقبوليت دائره د عمر څۀ خاص برخې يا د طبيعت د څۀ خاص رنګ پورې محدوده نۀ ده ولې نوے کهول خو ترېنه ځارېږي۔ لکه څۀ رنګ چې د اېم اے انګلش يو طالب علم خالد نياز چې کالج په ميګزين “ کرم ” کښې د بنو مازديګر ترعنوان لاندې نظم کښې اظهار کوي :
ستا د چوک بازار منظر لندن د ښار نه ښکلے دے
ستا دغه منظر خو ما په سر سترګو منلے دے
ستا د دې ښکلا ځنې شفق هم شرمېدلے دے
غاړې ته دې هار ، پګړۍ ته ګل دې راټومبلے دے
کله به مې هېر شې او د بنو مازديګره تۀ
شين وي که وريځ وي جوړ په تا کښې به اختر وي تل
ښکلې دې فضا وي او موسم دې معطر وي تل
ګرځي چې په تا کښې دا ټولي ټولي ځوانان ښکلي
ښکاري داسې وسپړي غوټۍ لکه ګلان ښکلي
هره ورځ دې ښکلے ښکلے رنګ راته ښودلے دے
ارشاد منډان څوک چې د بنو په شاعرۍ کښې د نوي کهول په نمائنده شاعرانو کښې دے۔ د بنو مازديګر سره د خپلې مينې اظهار په دې ډول کوي :
وفا او په ښائست کښې له هرچا يې معتبره
په هېڅۀ به دې ور نۀ کړم د بنو مازديګره!
د ګران سکندر خان سکندر چې کله د نوکرۍ په لړ کښې بنوګل نه کالا باغ ته تبادله کېږي نو زړۀ يې داسې د اوښکو په ځاي وينې تويوي لکه اشرف خان هجري د بېجاپور جېل ته وړي :
مسافري مې په نصيب شوه ناببره
آخ د بنو مازديګره!
ژړا راشي چې راياد شې
سختۍ زما په زرۀ تېرېږي
تۀ خو په بنو کښې اوسېږې بختوره
په چوک بازار کښې شېخ سعدي هم
تسپې په ګوتو کړي په جار وائي سندره
ځان سره کلي ته مې بيايه
ما په پردېس کښې ګوشې پرې نږدې اختره!
دعا کوه دعا کومه
چې خداي مو بيا سره يو ځائے کړي سکندره!
هسې خو د بنومازديګر په رنګينيو باندې بلها ډېره شاعري شوې ده او کومه شاعري چې دلته د نمونې په توګه وړاندې شوه هغه په اوړو کښې د مالګې برابره هم نۀ ده ۔ خو په اصل کښې زمونږ مقصد هم په ذکر شوي موضوع باندې شاعري راغونډول نۀ ده ۔ البته د يو داسې شاعر چې د بنو په شاعرۍ کښې ځانګړے مقام لري ، ښاغلے طاهر خان طائر د هغه سندرې هغه بند په کوم کښې چې هغه د سپرلي په راتلو خپل محبوب ته داسې مخاطب دے :
د کلي په هر بريد په هره پوله زېړګلے شو
رادرومه پسرلے شو جانانه!
ژڼي مستي کوي ګډېږي په چوک کښې
هرخوا ډولونه دي غږېږي په چوک کښې
ښکلي هم ډلې ډلې کېږي په چوک کښې
پرخې رنګونه وي ورېږي په چوک کښې
زړونه بې وسه مئينېږي په چوک کښې
راشه مئين شه بيا رنګين مازديګرے شو
په اخر کښې يوه خبره کول ضروري ګڼم ، هغه دا چې د کائېناتو په ارتقائي عمل کښې د بنومازديګر هم شامل دے۔ د وخت تېرېدو سره سره په هرڅۀ کښې وسعت راځي۔ دغه وجه ده چې د بنو مازديګر هم اوس يوازې چوک بازار پورې محدود نۀ دے پاتے شوے ۔ بلکې يو طرف ته خو دا مازديګرے په چوک بازار کښې په مکمل جوش او خروش سره په نظر راځي نو بل طرف ته د منډان پارک په کهلاو فضا کښې د مينې رنګونه وېشي۔ که يو طرف ته په قاضي فضل قادر شهيد پارک کښې ځواني په ګډا او د اتڼونو په دائرو کښې په نظر راځي۔ نو بل طرف ته دلاسه پارک ، باغ سکون ، باغ ياران او د بنو ټاؤن شپ په بېلابېلو هوټلونو او پارکونو کښې ځوانان زړونه په لاسونو کښې ګرزوي۔ د بنو مازديګر د ځوانانو په انفرادي ژوند کښې بې پناه ښکلا او رنګيني راولي۔ خو متاسفانه د حاسدانو کمے لکه څۀ رنګ چې په يوه ټولنه کښې هم نۀ وي دغه رنګ د بنو دا بې بدله مازديګرے هم حاسدان څۀ چې داسې غېر بنوسي دښمنان لري چې د بدنامۍ د پاره يې خپل وجودونه او عزتونه قربان کړي دي لکه څۀ رنګ چې د پښتو فلمونو په ذريعه د پښتنو بدنامولو د پاره غېر پښتون قومونو خپلې خوئندې او لوڼه وقف کړې دي۔ الله تعالے دې وکړي چې د بنوګل دا پاکه او مينه ناکه فضا د هر رقم سازش نه محفوظه شي او د انفرادي خوشحاليو او رنګينيو سره سره د اجتماعي ژوند او خوشحالۍ د پاره په ټولو ځوانانو کښې اجتماعي شعور بېدار شي۔