د اصغر لالا د نظم توکنه بالاحصار – فېصل فاران

د اسلامي جمهوریه پاکستان د رئیس العساکر جنرل قمر جاوېد باجوه لۀ خوا پېښور کښې د پوهنتونونو د زدکړیالو سره د لیدنو روانه لړۍ کښې د مۍ د میاشتې پۀ سر کښې یوه ناسته پۀ قلعه بالا حصار کښې هم شوې ده – وئیل کېږي چې دې ناسته کښې د قبائلي سیمو څخه د یو سکهـ زدکړیال د وړاندیز نه پس باجوه صاحب حکم کړے دے چې د پېښور قلعه بالاحصار کښې دې د سکهـ راجه رنجیت سنګهـ انځور ځوړند کړے شي! ځوړند کړے شوے.

د کرتارپور راهدارۍ د پرانستې دستوره کښې نوجوت سنګهـ سدهو سره د پنجابۍ غېږې نه پس دا دوېم لوے اقدام دے چې د پاکستان د اٰرمي چیف لۀ خوا کېږي – هر څو پاکستان کښې ځپلي قامونه جمهوریت، اختیار او فېصله کښې د شراکت پۀ حواله ګیله مند دي؛ داسې اقدامات دغه ګیلې نورې هم سنګینوي. د طورخم پوله تړل او کرتارپور پرانستلو نه پېښور قلعه بالاحصار کښې د رنجیت سنګهـ انځور ځوړندولو پورې دا قصه راتلل خپل ترخ بویول کله هم نۀ دي. فوج خپله لمن باندې د پینځویشتمې جولایۍ انتخاباتو کښې د ټګۍ ټورۍ، نېشنل اېکشن پلان پۀ شپاړسم دسمبر د ژوندو نیول شوو او هم فوجي عدالتونو نه د سزا موندونکو د پهانسۍ پورې د محدودولو او پۀ سیاسي ګوندونو کښې د کنګ پارټيو جوړولو الزامونو باندې ککړ دے چې د دې وضاحتونو د پاره یو خوا د اٰئي اېس پي اٰر پرېس کانفرنسونو کښې هر ځل یوه نوې ناشولته مخې ته راشي او بل د فوج لۀ خوا د پوهنتونونو طالب علمانو سره روانو ملاقاتونو کښې دا خبرې مخې ته راځي چې فوجي چارواکي پۀ جار د موجوده حزب اختلاف کردار کشي کوي.

مونږ د باچا خان د فکر خلق به کله هم د نسل، جنس، مذهب، سماجي حېثیت یا بلې کومې حوالې پۀ سر د چا سره د تعصب ښکار نۀ شو. دا زمونږ د سیاسي مسلک او زمونږ د ائین او منشور پۀ ضد دي – دا د خدائي خدمتګارۍ سنت نۀ دي. البته د دې پوښتنې حق لرو چې د رنجیت سنګهـ پۀ ځاے د دغه سکهـ زلمي خواهش د ګورو نانک انځور سره ولې ونۀ نازولے شو؟ دغه قبائلي زلمي ته د هغۀ پۀ سیمه کښې د اساسي قانون د نفاذ ډاډ ولې ورنۀ کړے شو؟ دغه زلمي ته میډیائي رپورټونو کښې ‘اقلیتي جوان’ ولې ووئیلے شو؟

د ښاغلي فېصل فاران لۀ خوا د ارواښاد اصغر لالا د دغې نظم ‘بالاحصار’ توکنه مختلفو زاویو نه د پام وړ توکنه ده – مونږ د عدم تشدد عقیده لرونکي کومه جنګي حواله نۀ راوړو او نۀ ئې قبلوو. خو کۀ یو خوا د ‘کساري’ پۀ نوم هندي فلم کښې د اپریدو او اورکزو سره شوې جګړه کښې د یویشت سکهـ سپاهیانو تاریخي واقعه سکرپټ ورائیټنګ کښې تر مبالغې او سنېماټوګرافي کښې تر سپکاوي رسولې کېږي او د خپلې خاورې ازادۍ د پاره سرونه تلي کښې ایښي پښتانۀ ولن او د انګرېز نمکحلالي کوونکي تورزنان یادول کېږي نو بل خوا د پښتنو پۀ خاوره د دوو زرو کالو زوړ بالاحصار کښې د پېرنګي د ګوډاګي رنجیت سنګهـ د انځور ځوړندولو حکمنامه د ‘بائیلېټرل پنجابیت’ عکاسي کوي. مونږ پۀ واهګه وېشل شوي پنجابیانو باندې نیوکه نۀ کوو کۀ ځان ته پنجابي، جټ، بهټ/بټ، اروړه، شریف، قرېشي، کهوکهر، ارائین، مغل، باجوه، راجپوت، کهرل، ملک، جنجوعه، ګجر، چوهان، بهاټیه، انصاري او یا بله څۀ نامه اخلي. هم دغه دریځ د سندهـ اولس د پاره هم لرو. خو کۀ زمونږ افغان هویت، زمونږ پښتونولي او زمونږ قاميت د مشکوک کولو او پۀ دې د اعتراض امکان پېدا کولو کوشش کېږي، یا د ‘رنجیتیت’ ټنګټنګي غږول کېږي نو مونږ کله هم خپل دې حق نه دستبردار کېدے نۀ شو چې اختلاف ورسره ولرو هم، اختلاف ورسره څرګند هم کړو، پۀ جار ئې غندنه هم وکړو او د سپیناوي کولو/ بخښنې غوښتلو مطالبه ترې هم وکړو.

د پښتو د نوي شعر و ادب پېل د ‘انجمن اصلاح الافاغنه’ د جوړښت 1921ز نه کېږي. دې تنظیم سره د پښتو شعر و ادب کښې ډېر بنیادي بدلښت راغلو او د مینې محبت د جذباتو سره سره نور انساني جذبات خصوصي توګه باندې حریت خوښي، عزم و همت، رحم و سکون وغېرهم ته هم د شعر و ادب پۀ تخلیق کښې لاره پېدا شوه.

وېش نه پس چې کله خدائي خدمتګار تحریک پۀ ریاستي جبر تیت پرک کړے شو او وروستو د دې ځاے ‘نېپ’ غوندې سیاسي ګوند ونیولو نو دغه وخت د مترقیت د نړیوالې اغېزې لۀ کبله پښتو شاعرۍ کښې پۀ خصوصي توګه د مارکسزم او د قامیت د نظریو لۀ کبله د غیض و غضب، نفرت او حقارت غوندې جذبات هم راګډ شول. دغه جذبات هم د خپل شالید لۀ رویه د غلامۍ احساس، بې وسي او بې کسي لري.

د اصغر لالا دې نظم ‘بالا حصار’ ته کۀ مونږ هم دې شالید کښې وګورو نو یو پوره تاریخ لري. د بالاحصار دا قلعه لرغونے تاریخ لري او د لرغوني پښتون باچا کنیشکا کوشان پۀ وخت هم دغه ځاے د یوې لویې ودانۍ ذکر کېږي. کنیشکا (160/120) د دوبۍ دار الحکومت ‘پېښور’ )پرشاپور( او د مني ‘باګرام’ )کابل( ؤ. دلته ئې دیارلس منزل مناره او ورسره خانقاه هم جوړه کړې وه. چیني سېلګرے هېون تسانګ (630) هم دلته د کشتري ټبر وخت کښې د ودانۍ ذکر کوي. ورپسې برهمن شاهي پال ټبر وخت کښې البته پلازمېنه کلیپ ګردیز نه کابل ته، بیا ‘هنډ’ صوابۍ او صوابۍ نه ‘نندان’ جهلم ته تلې وه او دې وخت پسې بیا د پېښور او بالاحصار د ودانۍ تاریخ د یو محکوم قام تاریخ دے. دې پسې بالاحصار همېشه د خپلواک خوښو د پاره اذیت خانه، عقوبت خانه او د جبر و تشدد یو علامت پاتې شوے دے او نصابي تاریخ دغه علامت د پښتون د زړۀ ننکۍ ساتلے دے لکه د 1981ز د پینځم ټولګي د ارو کتاب کښې د دې پېژندګلو داسې کوي:

‘کہتے ہیں کہ قلعہ بالا حصار کی بنیاد مغل بادشاہ بابر نے رکھی تھی۔ بابر کے بعد جب ہمایون تخت پر بیٹھا تو افغانوں نے پشاور پر حملہ کردیا اور اس قلعہ کو تباہ و برباد کردیا۔ بعد میں ہمایون نے اس کو اپنا مرکز بنانے کے لئے دوبارہ تعمیر کیا۔ ان کے ساتھ جو اعلیٰ افسر تھے، وہ جلد سے جلد واپس جانا چاہتے تھے اور یہاں ٹھہرنے پر رضامند نہیں تھے؛ اس لئے ہمایون شہنشاہ کی بے حد کوششوں کے بعد قلعہ کی تعمیر مکمل کر لی گئی اور سکندر خان (ازبک) کو یہاں کا گورنر مقرر کیا۔ کچھ عرصہ بعد افغانوں نے پھر حملہ کردیا لیکن سکندر خان نے انتہائی جرأت و شجاعت سے افغان حملہ آوروں کو مار بھگایا۔’

(بحوالہ، اردو کی پانچویں کتاب، ٹیکسٹ بک بورڈ)

یعني د قلعې د دوباره اهمیت پېل د مغلو نه کېږي چې د پښتون د ډبولو او تزنولو د پاره ئې دا قلعه بیا سازه کړې وه. د دې اقتباس نه داسې ښکاري لکه مغل د دې ځاے خپل واکمن وو او پښتانۀ افغان خوشي تشي یرغلګر وو!!! بل د تاریخ مښلو دا اسلوب وګورئ چې دا حمله د یوسفزو مندڼو خان الخوانین ملک ګجو خان کړې وه او بالاحصار ئې قبضه کړے او سکندر ازبک ئې ترې ځغلولے ؤ – خو د خپلواکۍ دې غورځنګ ته د ‘افغان حمله آورون کو مار بهگانا’ وئیلے شوي دي!!! د همایون افسران هم د پښتون غورځنګ لۀ کبله دلته اوسېدو ته تیار نۀ وو.

دغسې دغه کتاب وړاندې پښتنو ماشومانو ته تاریخ داسې مسخ مښلے ښائي:

‘مغل بادشاہ بابر کے زمانے سے نادر شاہ کے زمانے تک بالا حصار مغلوں کے پاس رہا۔ نادر شاہ کی وفات کے بعد قلعہ بالاحصار اس کے جانشینوں کے قبضے میں آیا۔ کہتے ہیں کہ اس کے ایک جانشین نے قلعہ بالاحصار کو اپنا پاتہ تخت بنایا اور اس میں ایک محل بھی بنوایا۔’

د نادر شاه افشار ایراني جانشین خو نۀ ؤ – د هغۀ وژنې نه پس د دراني خاندان د سلطنت بنیاد پښتنو پۀ جرګه کېښودے ؤ او احمد شاه ابدالي د تورې پۀ زور هر څۀ بیا خپل کړي وو. 1834ز پورې دا قلعه د دراني سلطنت د ژمي پلازمېنې ‘پېښور’ مستقر ؤ او دې ته د ‘بالا حصار’ نامه تیمور شاه دراني ځکه ورکړې چې دې نه وړاندې د غزني، کندوز، ګردیز او کابل بالاحصارونه مشهور وو. هم هغۀ دلته ماڼۍ جوړه کړې ده خو نصاب دا خبرې پټوي او مسخ کوي. 1834ز کښې سکهانو د پېرنګي پۀ مرسته بالاحصار ونیوۀ او دغه قلعه ئې لۀ وېښه وویسته. بیا سکهـ واکمن شېر سنګهـ دلته د کچه خښتو خټو غونډارو نه یوه قلعه د ‘سمیر ګړهـ’ پۀ نامه جوړه کړه. د ابوطبېله وخت کښې دا یوه عقوبت خانه وه – روزانه به خپلواک خوښي وژلو نه پس پۀ ستنو پسې ځوړند وو. 1849ز کښې پۀ دې انګرېز قبضه وکړه او دا ئې د پخو خښتو نه جوړه کړه. دلته ئې پکښې بېرکونه جوړ کړل او برطانوي ګېریژن پکښې شو.

وېش نه پس دسمبر 1948 کښې برطانوي ګېریژن پۀ ‘فرنټئیر هېډ کوارټر’ بدل شو. دا خبره د حېرانتیا وړ نۀ ده چې د بابړې نه تر لیاقت باغ او باچا خان پوهنتون پورې پۀ پښتنو د شوي ظلم خلاف اواز اوچتوونکي پښتانۀ هم دې قلعه کښې بند کړے شوي او د ظلم پۀ ضد د اواز نۀ پورته کولو ضمانتونه ترې غوښتے شوي، سزاګانې ورکړې شوي او ورک کړے شوي دي!!!

کۀ د اصغر لالا دې نظم کښې دې عقوبت خانې او تاریخ ته داسې اشاره شوې نو واقعیت لري:

نه نه اشنا! زما اشنا! پۀ دغه لاره نۀ ځو!
پۀ دغه لار ‘بالا حصار’ کمر سنګر پروت دے
دغه کمر د زړۀ پۀ سر زما لوے غر پروت دے
د مغل وال، د پېرنګ وال، د سکهـ والۍ دا نشان
زۀ خپل ذلت، خپل هزیمت ته عزت څنګه ووېم؟
د استبداد دغه روئېداد، د ټولواکۍ دا بیان
سامراجیت او اٰمریت ته عظمت څنګه ووېم؟

د استعماریت او سکهـ شاهۍ وارثان هم ځکه بالاحصار بیا بیا پښتون قام ته وړاندې کوي چې مغل دور نه پس بالا حصار د پښتو تاریخ پۀ مخ تور داغ دے. عن تر دې چې د تیمور شاه دراني وخت کښې هم د دغې قلعه حفاظتي دسته د ایرانیانو او قزلباشو سپاهیانو سره وه. دغسې 1930ز د قصه خوانۍ خونړۍ پېښه چې پکښې پۀ سلګونو خپلواکي خوښو کانګرسیان او د خدائي خدمتګار مرستیال وژل شوي وو او باچا خان پکښې ګرفتار کړے شوے ؤ، دې پسې چې کله د امیر نواز خان جلیا پۀ نغوته او لمسه ذخه خېل اپریدو د مومند پۀ مرسته پۀ پېښور حمله وکړه نو انګرېزي عمل داري بالا حصار پورې محدوده شوه او دلته نه پۀ خپلواکي خوښو مبارزینو ګوله باري کېده.

زمونږ دغه پورته ذکر شوے نصاب دا تاریخ هم داسې مسخ کوي ځکه چې بیا پکښې د ‘خدائي خدمتګار تحریک’، ‘اٰل انډیا کانګرس’ او د ‘نوجوان بهارت سبها’ ذکر راځي.

‘۱۹۳۰ میں جب انگریز کے خلاف ہنگامے ہوئے تو انگریزوں نے پشاور میں اپنے خلاف ہنگامہ کرنے والوں اور حملہ کرنے والوں پر اسی قلعہ سے گولے برسائے۔’

(بحوالہ، اردو، جماعتِ پنجم، ۱۹۸۱)

دغه پورته اقتباس کښې د انګرېزانو خلاف د خپلواکۍ خوښو مظاهرې ته ‘هنګامه’ وئیلې شوې ده خو د دغې ‘مقدسې’ هنګامې کوونکو نامې ځکه شعوري طور سره نۀ دي لیکلې شوې چې نظریۀ پاکستان ته ترې د دو قومي نظریې پۀ ابطال د زیان رسېدو اندېښنه موجوده وه. یاده دې وي چې د دې کتاب لیکونکي د مانسهرې سعید جېلاني او د اېبټ اباد غلام رباني او مِس پروین اختر وو – نظرثاني ئې ممتاز منګلوري نومې ماهرِ مضمون کړې ده. البته د کتاب اردو هم ټوله غلطه سلطه ده.

اوسنیو ورځو کښې د پاکستان پوځ د مشر جنرل قمر باجوه لۀ خوا بالاحصار کښې د رنجیت سنګهـ د تصویر ځوړندولو دا امر هم دغه دریځ ته ملاتړ ورکوي چې اصغر لالا خپل نظم کښې وړاندې کړے دے – ځکه چې بالا حصار نۀ میوزیم دے او نۀ ګورنر هاوس چې دلته د رنجیت سنګهـ تصویر ولګولے شي. د رنجیت د تصویر د ځوړندولو امر دغه معنٰي لري چې یو خو رنجیت سنګهـ وړومبے او وروستنے تاریخي شخصیت دے چې پښتنو ته ئې ماتې ورکړې )دا خبره دې کله هم هېره نۀ کړې شي چې د سکهـ پۀ شا پېرنګیان ولاړ وو( – بل پنجاب سره داسې څوک اتل نشته چې هغه پرې د صدیو صدیو د هغه پښتون افغان حمله اٰورو د بدل تشفي وکړي چې پنجاب ئې لاندې راغلے دے. بله عجبه خبره خو دا ده چې خپله د پنجاب تاریخ اصل معنو کښې د قطب الدین اېبک نه پېل کېږي – مغل، سکهـ او انګرېز دور کښې یا هغې نه کېږي – دې نه وړاندې تاریخ د ‘سرائیکي وسیب’ تاریخ دے. کله چې رنجیت سنګهـ څو مقابلو نه پس نواب مظفر خان سدوزي ته ماتې ورکړي او ټول خاندان ئې ووژل شي نو د اوسني وسطي پنجاب تاریخ عروج ته ورسي. سرائیکي وسیب اوس هم نواب مظفر خان خپل اتل مني او رنجیت سنګهـ ته بد رد وائي. د رنجیت سنګهـ واکمنۍ کښې د وسطي پنجاب مسلمانه اشرافیه برابر شریکه وه – یعني د لاهور میا خاندان، فقیر خاندان، میر خاندان او مفتي خاندان ورته دا خواست کړے ؤ چې هغه دې مشر شي؛ باوجود د دې چې هغۀ د جوماتونو نه اصطبلې جوړې کړې، پۀ نمونځ اودس بندېز ؤ – پنجابي اشرافیه پرون او نن هغه خپل اتل مني – بالا حصار پۀ تعلیمي نصاب کښې د مسخ شوو واقعیتونو سره بیا بیا زوتول هم دغه معنٰي لري کوم څۀ ته چې دې نظم کښې اشاره شوې ده. ګنې باید لاهور قلعه کښې ئې هم د شېر شاه، لودهي او ابدالي تصویران لګولي وو. د سکهـ غلامۍ یوه نخښه شبقدر فورټ کښې هم شته چې یوه دروازه هم د شېر سنګهـ پۀ زنځیر تړلې راپاتې ده. دغسې لنډي کوتل اٰرمي سنټر کښې هم د یو پېرنګي مېجر زنځیر کړې اونه تاریخي امانت ښودلے شي – خو دا تاریخي نۀ، غلامي امانتونه دي.

څنګه جمهور له دا تربور زۀ بې قصور وګرځوم؟
څنګه د ظلم، جبر، قهر داستانونه هېر کړم؟
څنګه حیات نه پۀ ممات کښې ځان محصور وګرځوم؟
څنګه د حکم، صبر، قبر دا وختونه تېر کړم؟
څنګه مقهور مجبور اولس ته خواب اٰور ترانې
زۀ د اېمل، خوشحال، دریا پۀ سیمه وڅېړمه؟

دې نظم کښې قامي پاڅون د اولسي پاڅون مترادف ګرځولے شوے دے چې د ‘نېپ’ د قیام نه پس هم دغه احوال د پښتو شاعرۍ عام ادبي رجحان ؤ – هم ځکه دې کښې د اېمل، دریا او خوشحال پاڅون سره برغ د وېتنام خبره کېږي چې یو قامي اولسي پاڅون او تحریک پکښې هوچي منه چلولے ؤ او هم دې نه اندازه کېږي چې شاعر د جبر و استبداد خلاف د وسله والې مبارزې منونکے هم دے.

چې انقلال پۀ اٰب و تاب د خوار اولس نعره شي
د هر نادار، دلدار سینه کښې سرې لمبې پورته کړي

د دې نظم ژبه مفرس معربه ژبه ده – دغسې ژبه د هغه وخت د اشتراکي شاعرانو نظمونو کښې عامه لیدل کېږي. بیا مفرسه معربه اردو ځپلې لهجه د اشتراکي شاعرانو د شاعرۍ لهجه نن هم ده – دا ځکه چې وېش نه پس بیا د مارکسټ شاعرانو د الهام سرچینه د اردو د مترقي شاعرانو شاعري وه. پۀ دې سلسله کښې د قامیت مخه نیولو د پاره داسې ادبي جرګې وخت پۀ وخت جوړې او څربې کړې شوې چې د خدائي خدمتګار تحریک پۀ ادبي هلوځلو باندې خاورې واړوي او یو لوے ادبي روایت ‘خدائي خدمتګار مکتبِ فکر’ پس منظر ته بوځي. خو بیا هم داسې صورت حال کښې د ‘بالا حصار’ غوندې نظم لیکل او د غلامۍ د علامت نه د نفرت د کرکې ښودنه د شاعر بسیط ادراک او قامیت مونږ ته د هغۀ د فکري بلوغت ثبوت راکوي.

عجیبه خبره دا ده چې ‘جرس )نظم نمبر(‘ چې پکښې د اما کما د شاعرانو پۀ ټیټ ارزښته نظمونه توکنې شوې دي، هلته دومره اهم فکري نظم د توکنې نه پاتې شوے دے چې ورله یوه ادبي فکري المیه وئیلې شو.

 

دا هم ولولئ

لټون او تپاس د غني ارټ؛ بنيادي نکته – فېصل فاران

هر کله چې د غني خان د شاعرۍ ټولئيزه توکنه کوو او لنډه جائزه ئې …