وړومبۍ ناول نګارې ښځې – رشيد احمد

ناول پښتو ادب ته د انګريزي ادب نه نېغ پۀ نېغه د قاضي عبدالرحمان د جان بنيان دناول “دي پېلګرېم پراګرېس” دترجمي “سيرالساليکين” سره راغلو. دغه ترجمه قاضي عبدالرحمان چې پۀ دغه زمانه پۀ بنو کښې مېشتۀ ؤ او د افغانستان نه پۀ کډه راغلے ؤ، فرنګيانو ورته دقاضي عهده ورکړې وه اود پاري لي […]

حرف راز (خاکه) – روښان يوسفزے

نوټ : (د محترم روښان يوسفزي دا خاکه د نن نه نورلس کلونه وړاندې ليکلې شوې ده او پۀ شبقدر کښې د ارواښاد سليم راز صېب پۀ مشرۍ کښې شوې يوه غونډه کښې اورولې شوې وه. “پښتون” ئې د راز صېب د مرګ پۀ مناسبت هغوي ته د ډالۍ پۀ توګه چاپ کوي. بايد لوستونکي […]

هشنغرۍ نه تر پښتو اکېډمۍ (رپورتاژ) – ګل محمد بېتاب

ستاسو نه څۀ پرده ډېر وخت نه مې اراده کړې وه چې يو رپورتاژ به ليکم خو پۀ نن سبا کښې مياشتې او کلونه تېر شول. اخر مې ووې چې هرڅۀ کېږي سبا له به ضرور دا کار کوم. رپورتاژ ليکل ګران کار نۀ دے. رپورټنګ کول وي او پۀ صحافتي ژوندکښې ما ډېر رپورټونه […]

ادب او زماني غوښتنې – فېصل فاران

يادونه ــــ “دا د محترم فېصل فاران صاحب د هغه لېکچر متن دے کوم چې هغوي پۀ يويشتمه مۍ دوه زره يويشتم د “روح الله درانے پښتو ادبي اؤ ثقافتي جرګه نؤښار” پۀ انتظام راجوړه شوې غونډه کښې کړے ؤ. د لېکچر دپاره د جرګې لۀ خوا (د پښتو ادب عصري تقاضې) موضوع ټاکلے شوې […]

د اقتدار پۀ محلاتو کښې روان ښکاره پټ پټونے – سلطان خان ټکر

د شهباز شريف د بهر ملک پۀ تلو باندې حکومت دومره پرېشانه ولې ؤ چې د شهباز شريف د مخنيوي لپاره کله د اي سي اېل،کله تور لسټ او کله پي اېن ائي لسټ سرودونه د قوم غوږونو واورېدل. ايا د حکومت دا پرېشاني پۀ دې وجه وه چې پۀ شهباز شريف د کرپشن ډېر […]

اے ۔ ډي ۔ ار پۀ زوړ خر، نوې کته – انور نګار

تېره مياشت د خېبر پښتونخوا سرکار د نوو ورګډ کړے شوو ضلعو لپاره د يو ځانګړے ثالثي کونسل يا جرګې پۀ ځاے کولو لپاره حکم جاري کړے دے، کوم ته چې د اے. ډي. ار نوم ورکړے شوے دے. پۀ وړومبيو کښې د دې کونسل د تعارف پۀ خاطر د دې مهم سرټکي راوړو او […]

شرعې ته سمه شاعري – پروفېسر ډاکټر محمد زبېر حسرت

سليمه سم دې کړه غزل شرعې ته لږ پۀ کښې ذکر د خپل قام کوه د ارواښاد سېف الرحمان سليم دغه شعر د اولسي ادبي جرګې د هاغه دور پېداوار دے چې کله هغه شاعرانو، اديبانو او د جرګې ناقدينو محض يو روماني شاعر بللو او دغه احساس ؤ چې ښاغلے سليم ئې پۀ دغه […]

جانبدار ليکوال – ډاکټر سيد ظفرالله بخشالے

ارواښاد سليم راز صېب پۀ کال ۱۹ مارچ ۱۹۳۹ کښې چارسده، دوابه سوکړ کښې د ملک امان الله خان پۀ کور کښې پېدا شوے ؤ. د دوي پلارنۍ ټاټوبے بټګرام علاقه ټيکري ؤ. دوي پۀ قبيله يوسفزو ملکال شاخ سره تعلق لرلو . لومړۍ زده کړې ئې مشن پرائمري سکول بنو نه ترلاسه کړې . […]

د افغانستان راتلونکے، پېښې او اندېښنې – مولانا خانزېب

افغانستان کۀ هرڅومره هم د نړۍ پۀ سر د قامي رياستونو پۀ څپ کښې خورا لرغونيت لري خو پۀ دغه لرغونيت کښې څۀ کم دوه سوه کاله نه پۀ دوام داره توګه د نړۍ د لوې بادارانو د غوېمنډ لوبغالې کرځېدلے. دا اخ و ډب کۀ د پښتنو پۀ هرڅومره برباديو تمام شوے او لا […]

افغانستان کښې د سولې پروسه او منطقې مستقبل – خادم حسېن

پروسکال فرورۍ کښې د امريکې د ځانګړي استازي زلمے خليلزاد او د طالبانو د دوحې قطر دفتر ترمنځه د څلورو نکتو لوظنامه د هند، پاکستان، ترکيې، انډونېشيا، تاجکستان او ازبکستان پۀ موجودګۍ کښې لاس ليک شوه. دغه څلورو نکتو کښې وړومبۍ نکته دا وه چې د امريکې ځواکونه به راروانو څوارلسو مياشتو کښې افغانستان نه […]