د مذهبي قيادت اضطراب (مبارک حېدر)—مختيار حېران(مترجم)

دا ليکنه شريکه کړئ

داسې ډېرې پوښتنې په دې ټولنه کښې راولاړې شوې دي، چې د اضطراب سبب ګرځېدلې دي او په حقیقت کښې ډېر اهمیت لري. د دين سره عقيدت زمونږ په ټولنه کښې او د مسلح قوتونو په نفسياتو کښې داسې اغېږلے شوے دے چې په هغې اعتراض کول يا اختلافي نظر وړاندي کول خو په ملي کچه هيڅ د پام وړ پېښه نۀ ده شوې که چرته شوې هم ده نو د سختۍ او تشدد سره مخ شوې ده. حتّی که په بل هېواد کښې هم د اسلام په اړه کوم مخالفانه رویه څرګنده شوې ده، نو دلته پرې په شدّت سره احتجاج شوے دے. د ژوند او کائنات په هر بحث کښې خبره په اسلام پائې ته رسې، د عالِم نه تر جاهله، د مشر نه تر چوکيداره، د ډاکو نه تر سوالګري، د هر چا سره چې خبرې کوي، په اسلام یې کلک ايمان ولاړ دے ددې ټولو سره سره، په ټول هېواد کښې مذهبي قيادت د دعوت دین او د احیا دين دپاره مضطربه ده، او دا اضطرابي ورځ تر بلې ډېريږي. سوال دا پیدا کېږي چې په ټولنه کښې د اسلام په اړه نۀ د اختلاف کوم جواز شته او نۀ اجازه، نو بیا د مذهبي قيادت د دومره اضطرابۍ سبب څه دے؟ ۔ شايد ددې يو ساده جواب دا هم وي چې د ټولنه په اسلامی اقدارو عمل درآمد نۀ ده او د ديني قيادت ددې ټولنې اصلاح مقصد دے لهذا هغه متفکر او مضطرب دي، که هم داسې ده نو یقیناً دا قابل قدر بې قراري ده، خو د اصلاح مفهوم څۀ دے؟ آيا د اصلاح نه مراد د ټولنې د مسائلو اصلاح ده؟ د خلکو د تکليفونو ازاله ده؟ د ټولنې د افرادو د طبقاتو ترمېنځ د انصاف قيام دے يا نور څۀ؟ که چري د تکليفونو ازاله يا  انصاف قائمول مقصد دے نو یقیناً دا يو عظيم نصب العين (منشور) دے خو ايا دا هم په رښتیا داسې دي او کنه؟۔ مونږ ته د دې ټولنې په ستونزو نظر اچول پکار دي، کومې چې ډېرې پېچلې دي او د سمون اړتيا لري. ستونزې چې بې شمېره دي، په دې کښې په عوامي او انفرادي ستونزو کښې غربت، ګراني، زور زياتے، بې‌انصافي، بې‌ايماني، ملاوټ، دوکه، له قانونه کرکه، ناپوهي، بد نظمي او د آواره‌ګردۍ  په څېر بې‌ شمېره ناروغۍ شته. په قومي او اجتماعي کچه ستونزې د ادارو زوال، استبداد، رشوت، د ملي ګټو بربادي، د اقتصاد بې ‌سمتي، د بهرنۍ تګلارې نشتوالے، دفاعي کمزورۍ، د امن او امان خرابوالے ، د وفاق زوال او د رياست په واکمنۍ ګواښونه دي، چې د هغې په نتيجه کښې طوایف‌الملوکي او عدم تحفظ  پېدا کېږي. دا ټول او داسې نورې ډېرې ستونزې قام ته پېښې دي. په ملک کښې د مذهبي قيادت درې سترې څانګې موجودې دي۔

  1. تبليغي مذهبي قيادت
  2. سیاسي مذهبي قيادت
  3. جهادي مذهبي قيادت

تبلیغي مذهبي قيادت په دغو مسائلو ډېر تفصيلي نظر نۀ اچوې د دوې په اجتماعاتو کښې د ټولنيزو ستونزو يادونه يواځې په اجمالي ډول کېږي، لکه دا چې، ټولنه ښۀ حالت نۀ لري او دعا کوي چې الله تعالی دې زمونږ د خلکو تکليفونه لرې کړي او مسلمانانو ته په نړۍ کښې عزت ورکړي. ددوې عملي کار يواځي په يوه خبره ولاړ وي، او د هغې دپاره د لښکرونو تشکيل کېږي چې د دين تبليغ او د عقيدې اصلاح وکړي هم دې دپاره د ملک د يو ګوټ نه بل ته سفرونه کېږي، سرکاري او غېر سرکاري خلک د دفترونونه چوټي اخلې، د کورني ژوند نه بې پروا کېږي، او خلک د اسلام دائرې ته د راوستلو دپاره ستړې کوونکې لارې وهي. ډېرو خلکو چې په هغې کښې، غېر ملکي سفارتخانې هم شامل دي دا پوښتنه کوي چې مخکښې ددې نه چې بهر ته لاړ شئ، ولې د خپلو خلک اصلاح نۀ کوئ؟ آيا د دې نه مخکښې بهر ملکونو کښې تبليغ روا دے؟ د دې تحريک درېځ دا دے چې دا کار بايد په کور دننه او په نړيواله سطحه په يو وخت کښې اوشي. په هر صورت د دې تحريک موخه د ټولنيزو ستونزو حل نۀ دے، بلکې يواځې د اسلام تبليغ دے، او ټولنه د مخکښې نه اسلام خپل دين مني۔ سياسي مذهبي قيادت د اسلامي حکومت د قيام دپاره سرګرم دي زمونږ دغه مشران د ستونزو يو حل ښائې هغه د اسلام حکومت، يعني ددوې حکومت، دوې په تفصيل سره دا نۀ وائې چې د هرې ستونزې حل څۀ دے، بلکې وائې چې کله اسلامي ټولنه جوړۀ شي، نو ټولې ستونزې به پخپله حل شي. مولانا مودودي په شان نورو علماؤ هم په موجوده معاشي، عوامي او په قانوني مسائلو څنګه تفصيل او کوم حل پېش کړو مثلا په عوامي مسائلو کښې په طبقاتي بنيادونو باندې ډېرې مسلې مخې ته راځي لکه د مزدور او مالک ترمېنځ، د زميندار او د بزګر ترمېنځ ، د لوې سوداګر او صارفو عوامو ترمېنځ، د شتمن او د انکم ټېکس د ادارې ترمېنځ د قائمو رشتو نه پېدا شوې ستونزې دي. ددې حل د مولانا په تحريرونو کښې او روسته بيا د جماعت اسلامي په انتخابي منشوراتو کښې هم دغه ښودل شوے دے چې کله ټولنه صالحه او اسلامي شي، لهذا د ټولو انسانانو ترمېنځ به انصاف او نيک خواهي قائمه شي، چونکه ټولنه به نېکه شي ټولې بدۍ به له مېنځه لاړې شي، د جماعت نه که چرته دا پوښتنه وشي چې ټولنه خو په اسلام پور ده، تاسو خو څوک په دې ملک کښې د اسلام نه علاوه د کوم بل طرز فکر نوم اخستلو ته هم نۀ پرېږدئ هر حکومت او هره اداره ستاسو د مداخلت او ستاسو د جارحانه تنقيد په وړاندې بې وسه ده، هغه څه چې تاسو د اسلام په نوم کوئ. تاسو په دې ملک او په دې قوم دومره دعوه لرئ چې قائداعظم، ذوالفقار علي بهټو، بې نظیر، او د امیرانو حکومتونه، بلکې هېڅ یوې ادارې هم دا جرائت ونۀ کړو چې د يوې مسلې په اړه اسلامي حوالې پرېږدي او په علمي او عقلي بنيادونو پرېکړه وکړي. او که چرته یې د خالص او بنيادي اصولو په اساس کومه پرېکړه کړې ده، نو تاسو د اسلام د تحفظ په نوم د دوې په ضد مبارزه کړې ده. تاسو د ملک نوم او د دې تشخص د اسلام پر بنياد اېښے، او تر ننه پورې مو هر ډول علمي او عقلي فکر په دې رټلے دے چې دا د مسلمانانو ملک دے، دا د اسلام او د “لا اله الا الله” په بنياد اخیستل شوے دے، لهذا د اسلامي نظرياتو نه علاوه بله کومه نظريه قابل قبول نۀ ده، خو بیا سوال دا پېدا کېږي چې ددې وجه څۀ ده چې مسلمانانو په ملک کښې د مسلمانانو خپل منځي ستونزې نۀ شئ حل کولے..؟ او نۀ داسې کوم تحريک شروع کېږي لکه څنګه چې تاسو د ختم نبوت، د توهین رسالت، د حدودو او د فحاشۍ په مسائلو شروع کوئ هغه وخت ستاسو جارحانه دریځ حکومتونه بې وسه کوي، خو د غریب اولس د محرومیو د شتمنو طبقو د زورزیاتیو، د آسمان سره خبرې کونکي قېمتونو په شا د ذخيره اندوزو، د ټکس غلاګرو، د شخصي ماڼیو نه تر جوماتونو پورې په ناجائز قبضو کښې د ککړو خلکو خلاف صرف افسوس کوئ او دا زمه داري صرف په حکومت وقت باندې اچوئ. کله چې داسې پوښتنه، یا داسې پوښتنې کېږي، نو همېشه هم دا جواب ورکول کېږي: چې دا ټولنه یواځې په نوم مسلمانه ټولنه ده، ړومبے دې ددې دیني اصلاح وشي او مونږ ته دې واک راکړل شي، بیا وګورئ چې څنګه صالحه او مثالي ټولنه جوړیږي. لنډه دا چې دا اضطراب هم د ستونزو د حل دپاره نۀ وي. دريم تحريک د جهادي مذهبي قيادت تحريک دے دغه تحریک په ملي او نړيواله کچه د اسلام د ساتنې او د اسلام د غلبې دپاره دے،او د پورته ياد شوو عوامي او قومي ستونزو ته دا تحريک هيڅ اهميت نۀ ورکوي، سېوا ددې نه چې د موجوده نظام خرابي او د راتلونکي اسلامي نظام فوقيت ثابت کړي د ۲۰۰۶ کال د زلزله ځپلو په خدمت کښې د ځينو جهادي عناصرو او سياسي مذهبي ګوندونو فعاليتونه د ستايلو وو، خو په عامه توګه په خلکو د مستقيلو ستونزو د حل دپاره دا ډول فعاليتونه د نشت برابر دي. او داسې هم نۀ دې ليدل شوې چې کوم جهادي تنظيم يو غټ ظالم، ذخيره پلورونکے، يا د مالي سکينډلونو د لارې په شپه شپه کښې شتمن شوے  چرته  هدف ګرځولے وي، يا د اجتماعي بدکارۍ د زورزياتي په تور اميرزاد ګانو ته ګواښلي خطونه ليږلي وي، يا يې تښتولي وي. په قبائيلې سيمو او په افغانستان کښې په هغه ځايونو کښې چرته چې د طالبانو او د مجاهدينو د اوږدې  مودې راهسې واک دے، خو تر اوسه د عوامو د معيشت، د ټولنيز اخلاقياتو او د اصلاح کوم قابل ذکر حالت د دنيا په نظر کښې نۀ دے راغلے، په لنډه توګه، جهادي مذهبي قيادت هم د مسلمانانو د بنيادي ستونزو د حل څخه معذرت کوي او پيغام يې دا دے چې لومړے بايد مسلمانان د جهادي تنظيمونو د بېرغ لاندي راټول شي او په ملک او نړۍ کښې د اسلام جګړه وکړي. کله چې  اسلام غالب شي او اسلامي خلافت جوړ شي، نو بيا به د خلکو ستونزې پخپله حل شي، د دې دپاره هېڅ منشور يا عملي مثال ضرورت نشته ځکه چې منشور او مثال څوارلس سوه کاله مخکښې راغلے؛ عقيدت او احترام هغه ماحول جوړ کړے دے چې هر مسلمان پکښې وده وکړې هغه د پوښتنې مخه نيسي، او دغه شان قيادت ته هم هغه ستونزه نۀ رامخې ته کېږي چې د جديد جمهوري ټولنو قيادت ورسره هره ورځ مخ وي۔

نورې ليکنې۔۔۔