بېشک چې نېشنلیان د کونسلر سیټ نه شي ګټلے—شاه افغان وزير

خو سوال دا دے چې ولې ئې نۀ شي ګټلې؟ د دغه سوال یا پېغور ځواب د دلیل په رڼا کښې: د لیک دوې برخې دې اوله برخه کې خپلو پښتنو ملګرو مبارزینو ته مخاطب یم دوېمه برخه کښې مې مسلملیګیانو، یوتیانو، تبلیغیانو او ټول د جناح پاکستان ته ځواب وئېلے دې ۔ اوله برخه […]

د چي پياله (افسانه)—اکبر سيال

جابر خان زما مخې ته د چايو پياله کېښوده _ په ټق ټق يې وخندل _ وې يې وڅښه ادم خانه ستا د پاره مې سپيشل جوړې کړي دي_ چای په غټه پياله کې د مېز د پاسه پرتې وې _ ما د هغه مرمرينې  بنګلې ته يو خوا بل خوا کتل _ خدای خبر […]

علامه عبدالحی حبیبي ژوند لیک—محمد الله عباس

لکه څنګه چې کوزه پښتوخوا کې استاد راحت زاخيلي د پښتو د معاصر ادب لپاره ګټورې ادبي هلې ځلې سرته رسولې دي همدغسې په افغانستان کې لوی استاد پوهاند عبدالحی حبيبي د پښتو ادبياتو هغه څېړونکی او نوښتګر ليکوال او شاعر دی چې په خپلو څېړنو او څرګندونو يې د پښتو ادبياتو ګلبڼ ښېرازه کړی […]

ورور دے، ورور دے، نجیب د ولي ورور دے—همدرد شیراني

کله چې د سپتمبر میاشت راشي، د هر افغان په ذهن کې د ۲۶مې نېټې انځور ګرځي ـ هغه ورځ چې د ډاکټر نجیب شهید جسد د آریانا په څلور لارې کې ځوړند شو.د ډاکټر نجیب الله شهید نوم چې هر ځای یادېږي، د رهبر تحريک خان عبدالولي خان نوم ورسره حتمي راځي. ځکه چې […]

د علي خان او میا حمدالله فقیر خېل پۀ کلام کښې شعري مماثلت—شهاب شعور

دولسمه او ديارلسمه هجري پېړۍ د پښتو ادب د پاره نېکمرغه ده چې ستر شاعران او ادب پوهه عالمان ئې زېږولي دي ـ دا هغه دوره ده چې پښتو شعر د نویو اصطلاحاتو او افکارو سره مخ شوے وۀ ـ هندي سبک د عروج په بام ختلے وۀ او اغېزې  ئې راتلونکيو شاعرانو باندې ژور […]

د اياز الله ترکزي افسانوي مجموعه جادوګره–فېروز خان صادق

ښاغلے اياز الله ترکزے د يو شاعر اديب سره سره د معياري پبلشر په توګه هم خاص شهرت لري۔ د ادب د مېدان داسې شهسوار دے چې په هر اړخ ئې منفرد او معياري کار کړے دے۔ افسانه، سفرنامه، ناول، تحقيق، تنقيد او داسې نور ګڼ اړخونه دي چې موصوف پکښې کار کوي۔ اثار ئې […]

د یخ جنګ نه تر ګرمې تباهۍ (سرد جنګ او د هغې په پښتنو اثرات)—عدنان خيالي

شلمه صدۍ په نړیوال کچ د لویو بدلونونو زمانه ده ـ په دې دوره کښې په علمي، ادبي، سائنسي، سیاسي، معاشي او معاشرتي حواله راغلې بدلونونه د تاریخ برخې دي ـ خو دې سره سره په دې دوره کښې د نړۍ لویو قوتونو د زور، زر ،زمکې د حصول د پاره په مختلف شکلونو کښې […]

کونړ زلزله: حقيقت، غلط فهمۍ او د عملي تيارۍ اړتيا—ياسر شاه

پېښه او د خلکو برداشت: پۀ دې وروستيو کښې د افغانستان پۀ کونړ، نورستان او بدخشان کښې زلزله وشوه چې جټکې ئې د پاکستان پۀ شمالي سيمو او بالائي پنجاب کښې هم محسوسې شولې. کۀ څۀ هم شدت ئې ډېر لوړ نۀ ؤ، خو بيا ئې د خلقو ژوند، کورونه او لارې اغېزمنې کړې. زمونږ […]

خدائي خدمتګار محي الدين بابا—امجد علي

نسته د چارسدې فاروق اعظم چوک نه پنځۀ شپږ کلو میټره فاصله باندې د موټروے د دریائے کابل په غاړه غاړه باندې شمالاً جنوباً مشرقاً مغرباً پرته ده. د چارسدې انټرچېنج هم په نستې کلي کښې راځي. دا کلے څلور وي سي لري : پلوسه، پټوارمياګان، عزیز خېل او صدران.د نستې خلق ډېر محنت کش، […]

د مرمرو صنعت، د پښتونخوا بقا او د امکاناتو آئینه—حېران محمد

مرمر هغه قیمتي خزانه ده چې د زرګونو کلونو راسې د زمکې په سینه کې په غرؤیزو سېمو کې خوندي پرته وه او لږ کلونه کېږي چي د انسان د لټون له عمله پیدا شوه او اوس د ټينونو په حساب راويستل کیږي او بيا په مشینونو  تراشل شي او د نړئ هروطن ته وړل […]