مصنوعي ځيرکتيا يا مصنوعي ذهانت د سائنس او ټېکنالوجۍ د انسان جوړ کړي شوي هغه مشينونه دي چې په خپله کار کوي۔ د مصنوعي ځيرکتيا نظامونه نه يوازې د حکم لاندې کار کوي بلکې په خپله هم د حالاتو تجزيه کوي او نتيجه خېز عمل کوي۔ دا ځيرکتيا (ذهانت) د انساني دماغو له اړخه د کوډونو په صورت کښې په مشينونو کښې خوندي شوي دي او هم د دې کوډونو او معلوماتو په کارولو نتيجه ورکوي ۔ د مصنوعي ځيرکتيا عمومي مثالونه د بېنک خود کار مشين نه پېسې تر لاسه کول (ATM), چېټ جي پي ټي نه معلومات اخېستل، خود کار موټر چلېدل او د ګوګل نقشې په مرسته د ټريفکي موټرو لارښودنه کول شامل دي۔مصنوعي ځيرکتيا ته انسان اړتيا لرله ځکه چې انسان چې کوم کارونه په ورځو کښې نه شي کولے، مصنوعي ځيرکتيا هغه کارونه په يو څو دقيقو کښې ترسره کوي ۔ مصنوعي ځيرکتيا د انسان ګران کارونه اسان کړي دي۔ مصنوعي ځيرکتيا د معلوماتو ترلاسه کولو کښې ګړندي او انقلابي اقدامات راوړي دي۔ د نړۍ زياتره معلومات ګوګل او نورو وېب سائسټونو د لارې تر لاسه کېدے شي۔د انسان عقل او فکر د خداے پاک يو لوے نعمت دے۔ سائنس پوهانو دا هڅه کړې ده چې د انسان عقل پوهه يو مشين ته ورکړي او د انسان عقل يو مشين ته ورکولو ته مصنوعي ځيرکتيا (Artificial Intelligence) وئيل کېږي۔مصنوعي ځيرکتيا يا ذهانت د ټيکنالوجۍ هغې پوهې ته وئيل کېږي چې په کښې مشينونه داسې جوړيږي چې د انسان په شان فکر وکړي او په ډېر کم وخت کښې داسې نتيجې ورکړي چې کومو کښې د انسان ډېر وخت او مشقت لګي۔ د مشين د لارې د پېسو ګڼل او يا په ډېر کم وخت کښې ډېر زيات حساب کتاب بشپړ کول د مصنوعي ځيرکتيا مثالونه دي۔ دا داسې مشينونه دي چې نتيجې هم ورکوي او په خپله د انسان ورکړي شوي کوډونو د لارې زده کړې هم کوي۔ اے ائي يوه ډېره حيرانوونکې څانګه ده او د انسان ګران او پيچلي کاپيچلي يې اسان کړي دي۔ ټوله نړۍ او هيوادونه په دې کوښښ کښې دي چې د د اے ائي په ډګر کښې پرمختګ وکړي ولې چې راتلونکے وخت د اے ائي دے۔د مصنوعي ځيرکتيا درې غټ ډولونه دي۔ محدود مصنوعي ځيرکتيا AI)) هغه ډول دے چې يوازې يو خاص کار سر ته رسوي، لکه د غږ پېژندنه يا د تصوير پېژندنه په اسانه کولے شي۔ عمومي مصنوعي ځيرکتيا AI)) هغه ډول دے چې تر اوسه نا مکمل دے خو هدف ئې دا دے چې مشين د انسان په شان هر ډول کار ترسره کړي۔ سوپر مصنوعي ځيرکتيا ( AI) د مصنوعي ځيرکتيا تر ټولو پرمختللے ډول ګڼل کېږي، چرته چې مشين د انسان نه هم زيات ذهين شي۔ دا مرحله تر اوسه واقعي يقيني نه ده۔مصنوعي ځيرکتيا د نننۍ نړۍ په هره څانګه کښې کارول کېږي۔ د روغتيا څانګه کښې د ناروغيو تشخيص، جراحي روبوټونه او د رپوټونو تجزيه کولو لپاره کارول کېږي۔د اے ائي (AI ) له لارې انلاين تدريس د زده کوونکو د پرمختګ لپاره په ډېره اسانۍ کارول کېږي۔ انلائن خريد و فروخت او تجارت هم د اے ائي دلارې کېږي۔ خودکار موټرونه، ټرافيکي نظامونه، نقشې او هغه نظامونه چې لارې ښائي د اے ائي بېلګې دي۔روبوټونه هغه مشينونه دي چې د مصنوعي ځيرکتيا په مرسته ګران کارونه ترسره کولے شي۔ کله چې روبوټ ته اے ائي ( (AI) ) ورکړلے شي نو دا يوازې يو مشين نه پاتې کېږي، بلکې يو داسې ذهين سيسټم شي چې په خپله زده کړه وکړي او کارونه ترسره کړي۔منصنوعي ځيرکتيا (اے ائي) روبوټونه نن سبا په مختلفو برخو کښې کارول کېږي لکه روغتونونه، ښوونځي، دفترونه او داسې نورو څانګو کښې کارول کېږي۔ په جاپان کښې داسې ريسټورنټونه جوړ شوي دي چې هغه ټول روبوټونه چلوي۔ دوي د انسانانو سره په مختلفو کارونو کې مرسته کوي د تېروتنو امکان کموي۔ روبوټونه د اے ائي د لارې داسې جوړ شوي دي چې د انسان نه ښه کارونه کوي او د ستړيا شکايت هم نه کوي۔ روبوټ د مصنوعي ځيرکتيا يو مهم او ګټور استعمال دے چې د انسان ژوند ته آسانتيا راوړي۔ په راتلونکي کښې د روبوټ استعمال به نور هم عام کېږي او ډېرو ځايونو او برخو کښې به خپل خدمات ترسره کوي۔
مجازي حقيقت يا ورچوول ريالټي VR) ) يوه عصري ټېکنالوجي ده چې د کاروونکي لپاره يو مصنوعي خو واقعي حقيقت ته نږدې منظر جوړوي۔ کله چې دا ټېکنالوجۍ د مصنوعي ځيرکتيا (AI) سره يو ځاے شي، نو د يو ساده مجازي منظر نه لوړې کچې يو هوښيار نظام ته بدلېږي۔ د وي آر VR)( استعمال د نړۍ په ډېرو برخو کښې کېږي۔آټوپايلټ موټرونه چې ځان چلونکي موټرونه هم بلل کېږي، د مصنوعي ځيرکتيا يو له سترو پرمختګونو څخه دي۔ دا موټرونه د انسان له مداخلت نه پرته په خپله چلېدلے شي ځکه چې د اے ائي ( (AI) ) ټېکنالوجۍ سره جوړ شوي دي۔
د اے ائي (AI) په مرسته، دا موټرونه شاوخوا چاپېريال تجزيه کوي، د سړک، خلقو، نور موټرونه او د تګ لارې مشاهده کوي۔ د سنسرونو، کېمرو، راډار، او نورو مختلفو وسائلو له لارې دا موټرونه معلومات ترلاسه کوي او بيا د مصنوعي ځيرکتيا نظام پرې کاروي او خپل منزل ته ځان رسوي۔ آټوپايلټ موټرونه نه يوازې په چلولو کښې د انسان غلطيانې راکموي، بلکې د ټرافيکي پېښو خطرې هم کموي۔ آټوپايلټ موټرونه د مصنوعي ځيرکتيا يو زبردست استعمال دے چې د انسان ژوند ته آسانتيا او خطرو نه بچ کوي۔مصنوعي ځيرکتيا د معلوماتو تر لاسه کولو کښې ګړندي او انقلابي ګامونه پورته کړي دي۔ د نړۍ د علمونو په حقله هر قسم معلومات په يو څو دقيقو کښې د مصنوعي ځيرکتيا د لارې ترلاسه کېږي۔ چېټ جي پي ټي د ضرورت مطابق ليک کول ممکن کړي دي۔
د نړۍ په کچه اکثر هيوادونه د نغدو روپيو راکړې ورکړې په ځاے آن لائن ټرانزکشن اړخ ته روانه ده۔ زمونږ وطن کښې هم د نغدو روپيو په ځاے د کيو آر کوډ (کويک رسپانس) د لارې د روپيو لېږل ممکن شوي دي او ډېر زر به د نغدو کاغذي روپيو راکړه ورکړه ختم شي او د دې ځاے به ان لائن ټرانزکشن واخلي۔اے ائي (AI) کولے شي ډېر زر پيچيده حسابونه، تجزيې او پرېکړې وکړي۔ دا مشينونه ټوله شپه او ورځ کار کولے شي ولې دا مشينونو نغ ستړي کېږي۔ دا مشينونه ډېر منظم دي او د خطا امکان کموي۔ د اے ائ (AI) د لارې ژوند اسان شوے دے۔ آنلاين خدمات، نقشه، ژباړه، او داسې نو يو شمېر کارونه يې اسان کړي دي۔د مشينونو د زياتوالي به امله څه مسائل هم مخې ته راغلې دي چې په دې کښې ټولو کښې غټه ستونزه د بې روزګارۍ ده۔ کله چې مشينونه د انسانانو کارونه ترسره کوي، نو دا د بې روزګارۍ خطر زياتوي۔ اے ائي (AI) کولے شي شخصي معلومات وڅاري او خلقو ته ذاتي مسئلې جوړې کړي۔ که چيرې اے ائي (AI) له انسان نه وتښتي، نو دا به يوه لويه ستونزه وي۔ نو د دې لپاره ضروري ده چې اے ائي (AI) باندې قابو وساتلے شي۔د اے ائي (AI) راتلونکي ډېر روښانه دے۔ دا به د ژوند هره برخه نوره هم هوښياره، منظمه او پرمختللې کړي خو بايد انسانان د هغې حدود معلوم کړي او کنټرول يې وساتي۔ سائنس پوهان هڅه کوي چې داسې قوانين جوړ کړي چې اے ائي (AI) به انسان ته خدمت کوي او انسان ته به نقصان نه رسوي۔مصنوعي ځيرکتيا (AI) د ساينس او ټکنالوجۍ يوه نه هېريدونکې برخه ده۔ دې ټيکنالوجۍ د انسان ژوند بدل کړے دے او لا به نور هم بدلوي۔ خو دا بدلون بايد د عقل، احتياط، او اصولو پر بنسټ وي۔ که (AI) د انسان د خېر لپاره وکارول شي، نو دا به د انسانيت لپاره يو نعمت وي، خو که بېځايه پرې باور وشي، نو دا به يوه خطرناکه بلا شي او کېدے شي چې د انسان ځاے واخلي۔ په کار دا ده چې مونږ دا نوے عقل مند نظام د انسان خېر او پرمختګ لپاره وکاروو، نه چې د هغه د تباهۍ لپاره وکارول شي۔د امريکا، چين او برطانيې هېوادونه د اے ائي (AI) په ميدان کښې مخکښې تللي دي، هلته دا ټيکنالوجۍ د خودکاره موټرو، پرمختللي روغتيا او لويو معلوماتي سيسټمونو لپاره کارول کېږي خو پاکستان لا هم په ابتدائي مرحله کښې دے، چرته چې د وسائيلو کمي موجوده ده۔د نړيوالو رپورټونو له مخې، پاکستان د اے ائي (AI) درجه بندۍ (AI Readiness Index) کې شاوخوا ۹۰م څخه تر ۱۱۰م ځاے لري، چې دا ښائي مونږ لا ډېر کار ته ضرورت لرو۔پاکستان کې ځينې پوهنتونونه لکه NUST، LUMS، او FAST د (AI) په برخه کښې ښوونه، تحقيق کوي او د اے ائ د پرمختګ دپاره کوښښ کوي۔ حکومت هم د “Artificial Intelligence Policy 2022” له لارې د (AI) د روانتيا هڅه کړې ده۔ پاکستان لا هم له مشکلاتو سره مخ دے۔ د تعليمي نظام کمزوري او د اے ائي (AI) د عملي کارول کم کېږي ۔ که دا ستونزې حل شي، پاکستان کولے شي په راتلونکو لسو کلونو کښې د اے ائي (AI) په ميدان کښې ستر پرمختګ وکړي۔پاکستان د اے ائي (AI) په برخه کې لا شاته دے خو که سمې منصوبې او په تعليمي زده کړو کښې اے ائي ته ځاے ورکړي او د تعليم لازمي برخه يې وګرځوي نو دا هېواد کولے شي چې د اے ائي (AI) يو مهم مرکز وګرځي۔ دا يوازې د حکومت نه، بلکې د تعليمي ادارو او ځوان نسل ګډون ته ضرورت لري۔ ((ماخذ: مصنوعي ځيرکتيا، د انسان فکري لارښود ميلاني مېشل ۲۰۱۹ء))