زمونږ د ټل تحصیل تر ټولو زوړ خدائي خدمت ګار د باچا خان بابا د قافلې سالار او د خدائي خدمت ګارانو د ټل روحِ روان ښاغلي چراغ الدین ایډوکېټ هم نن له دې فاني نړۍ نه تل د پاره سترګې پټې کړې ـ هغه چراغ الدین صېب چې کله به باچا خان بابا ټل ته راتلو نو د بابا د خدائي خدمت ګارانو د جلسې، جلوس، مېلمستیا او تګ راتګ ټوله ذمه به د دغه درنې کورنۍ په برخه وه ـ هر څو که باچاخان بابا به ټل کښې د غټو غټو خانانو کره شپه نۀ کوله او د ټل دارالعلوم به ئې مسکن وۀ ـ تاسو ته دې دا هم یاده وي چې د ټل دارالعلوم مدرسې بنیاد هم باچا خان بابا او دغه ملنګانو خدائي خدمت ګارانو ایخے وۀ ـخداے بخښلي چراغ الدین ایډوکېټ صېب راته وئېل چې یو ورځ باچا خان بابا ټل ته راغلو نو د دارلعلوم د مدرسې مهتمم مولانا صېب خپل زوي ته سالن او یو د چرګ هډوکے ورکړو چې دا بابا له یوسه چې مېلمستیا ئې اوشي ـ حضرتِ باچا خان بابا چې د هغۀ زوي سره سالن ولیدو نو ډونګه ئې هم هلته پرې کولاؤ کړه او چې کوم د چرګ هډوکے مهتمم مولانا صېب رالېږلے وۀ هغه ئې زوي ته ورله واپس ورکړو چې د مولانا صېب شکریه هم ادا کړه او زما د طرفه ورته دا هډوکے هم واپس ورسوه ـایډوکېټ صېب وئېل چې مونږ ملګریو بابا ته ووئېل چې دا خو ستا سو مېلمستیا وه دا مو ولې واپس کړو؟ نو بابا راته وخاندل چې د مولیانو غریبانو هم دغه خواره برخه وي چې دا هم ترې مونږ واخلو نو هغوي به بیا څۀ خوري؟۔خداے بخښلي چراغ الدین ایډوکېټ صېب راته یو بله پېره وئېل چې یو ځلے باچا خان بابا ټل ته په دوره راغلے وۀ نو یوه غټه کورنۍ وه هغوي ورته په مېلمستیا کښې یو غټ غوائي حلال کړو چې نن د جلسې نه پس روټۍ به مو مونږ سره وي ـ خو چې کله جلسه جلوس ختم شو نو بابا بغېر د څۀ وئېلو واپس روان شو ـ ځینې کسانو ورته ووئېل چې بابا تاسو ته خو ډېره غټه مېلمستیا شوې ده تاسو ته او خدائي خدمت ګارانو ملګریو ته غوائي حلال شوے روټۍ به مو هلته وي نو بابا ورته مسکے شو چې دا خو به نن غټ دعوت وخورو خو که سبا له څوک غریب کس ما مېلمه کوي نو هغه خو به ددې د شرمه په قرضه هم غوائي اخلي او ما به بیا بوځي ـ زۀ چا له زحمت ورکول نۀ غواړم ـ
ایډوکېټ صېب وئېل چې دا به بابا مونږ ټولو خدائي خدمت ګارانو ته هم وئېل چې کلومیټر دوه درې فاصله کښې هیچا سره مۀ مېلمۀ کېږئ ځکه چې دا د مېلمستیا او مېلمه “ډومېن” کښې نۀ راځي دا د بوج زمرې کښې راځي ـ
ایډوکېټ صېب راته وئېل چې زمونږ د خدائي خدمت ګارانو تنظیم یو ډېر ډسپلن تنظیم وۀ ـ د هر څۀ تپوس به کېدو او هر کس به جواب ده وۀ ـ د وړو وړو سزاګانو ( چې کومې د تشدد په دائره کښې نۀ راتلې) اصول هم پکښې وضع شوي وو چې د هغې له کبله به ټول ملګري ډېر پابند او منظم وو ـ باچا خان بابا به چې کله راغلو نو د ټولو خدائي خدمت ګارانو ښۀ بد به مونږ ورسره شریکولو ـ او هره پېره به باچاخان بابا مونږ ته د عصري ژوند، عصري تعلیماتو او راپېښو ستونزو په اړه ډېر ګټور او معني خېز نصیحتونه کول ـد ایډوکېټ چراغ الدین صېب روح دې ښاد وي او د علاؤ الدین لالا سېورے د تل زمونږ په سرونو وي ـددې درنې خدائي خدمت ګارې کورنۍ په مونږ ډېر لوے فکري او تنظیمي احسانات دي ـتاریخ به ئې هم یاد ساتي او زمونږ په زړونو او ذهنونو کښې به هم تل تر تله روښان او ژوندي وي