په اسلام کښې شاعري—حماد يوسفزے

دا ليکنه شريکه کړئ

الله تعالی چې کله  نه دا کائنات تخليق کړي دي نو د مختلفو ادوارو نه  انسان راتېر شوے دے لکه د  غر،  غار او د ځنګل د دور نه راواخله تر دې دمه پورې انسان په دې کائنات کښې په قسما قسم حالاتو کښې د خپل ژوند ورځې شپې تېرې کړيش دي او په هر دور کښې دغه انسان د مختلفو ژبو سره مانوس هم وه او د وخت تېرېدو سره انسان په ژوند کښې ترقۍ سره سره د ژبې ترقي هم کړې ده ځکه خو نن هم د تاريخ په کتابونو کښې د هغه پخوانو ژبو او تهذيبونو ذکر د ځلنده ستورو په شان ښکاري .زمونږه په پښتونخوا سيمه هم ګڼ شمېر تهذيبونه تېر شوي دي چې د ټولو نه ترقي يافته تهذيب پکښې د ګنداهارا تهذيب و ولې چې د ګنداهار په تهذيب کښې د هغه وخت ژبې په بشپړه توګه ترقي کړې وه لکه د پښتونخوا په خاوره د ضلع صوابۍ په تاريخي سيمه د سلاتورا په ښار کښې څنګه چې د سنسکرت ژبې جدِ امجد پانيني زېږېدلے وه چا چې په هغه وخت کښې د سنسکرت ژبې د ګرائمر اصول ليګلي وو ، دغه شان زمونږه  پښتو ژبه هم پینځه زره کاله پخوانے تاريخ لري او په مخ د دنيا  پښتو ژبې ته دا خصوصيت هم حاصل دے چې د پښتنو خاوره خپل کلتور ( دستور) هم لري .د پښتو ژبه چې څنګه پخوانۍ  ده هم دغه شان د پښتو ادب هم پخوانے راروان دے زمونږه په پښتنه سيمه زمونږه هغه ستر ستر شاعران اديبان او ليکوالان هم يو زوړ تاريخ لري چا چې په  خپل خپل دور کښې د پښتو ژبې خدمت په هڅکه غړۍ کړے دے او په دغه خدمت ئې خپله پښتو ژبه ژوندۍ ساتلې وه ګنې کومو قامونو چې خپله ژبه هېره کړې ده هغه قامونه د تاريخ د باب نه ختم شوي دي او د نوي نوي قامونو سره  په تاريخ کښې بيا تړلے شوي دي، زمونږ د پښتو ژبې  باره کښې څنګه چې د پټې خزانې او  د نورو تاريخي کتابونو تاريخ بيان شوے دے يقينا  د دغه نه ثابتېږي چې پښتو ژبه په زرګونو کاله پخوانۍ ده چې د دې ژبې هغه ستر ستر اتلان نن هم د خپلې پښتو ژبې په وجه په ټوله نړۍ کښې ځلېږي  .په پښتو ادب کښې ډېر لوے لوے شخصيات تېر شوي دي چا چې د پښتو ادب او د پښتو ژبې خدمت ته خپله ملا تړلې وه او تر خپل وسه پورې ئې د پښتو ادب او د ژبې خدمت په ښۀ شان کړے دے کۀ مونږه په هغه ستر شخصيت امير کروړ باندې لږ نظر واچؤو نو د پټې خزانې مطابق دپښتو ژبې دغه لوئے شاعر او ليکوال امير کروړ د افغانستان د امير فولاد بادشاه زوے وه چا چې د خپل تاند قلم په تېره څوکه د پښتو ادب او د ژبې خدمت کړے دے د امير کروړ بابا نه ورستو نور هم ګڼ شمېر شاعرانو او ليکوالانو د پښتو ژبې خدمت کړے دے او په تاريخ کښې نن هم د دغه شاعرانو او ليکوالانو هغه خدمات په اوچتو الفاظو يادېږي خو دلته زه د پښتو ژبې د خوشحال خان خټک بابا ، حافظ الپوري ، محمد بياض بياض ګدون ، عبدالرحمان بابا ، کاظم شاه شېدا ، حمېد بابا ، امير حمزه شنواري بابا ، غني خان بابا ، قلندر مومند ، اجمل خټک بابا ،  هميش خليل بابا ، سليم راز بابا نومونه ځکه اخلم چې د دوي د شاعرۍ کتابونه د دنيا په ګوټ ګوټ کښې شته دے او د پښتو ادب مينه وال ئې ډير په مينه لولي ، د شاعرۍ باره کښې په اسلامي او تحقيقي کتابونو کښې په بشپړه توګه شاعرانو اديبانو او محققينو مستند روايات ليکلي دي او په قران پاک کښې الله تعالیٰ د شاعرانو باره کښې سورة الشعرا راليږلے دے چې پکښې د شاعرانو باره کښې تفصيل موجود دے د سورة الشعرا په نزول لږه خبره کوم چې دا سورت څنګه نازل شوے وه او ولې نازل شوے وه په زمانه جاهليت کښې د عربو کفارو به زمونږه خوږ پېغمبر عليه السلام ته وئيل چې تۀ يو شاعر يې او دا قران ستا شاعري ده دغه کفارو زمونږه پېغمبر عليه السلام د جاهلیت په هغه شاعرۍ ستايه نو الله تعالی د خپل خوږ حبيب عليه السلام باره کښې په دغه جاهلانو شاعرانو د سورة الشعرا په نوم پوره سورة نازل کړو او الله تعالی په سورة الشعرا کښې دغه د عربو د زمانه جاهليت شاعرانو باره کښې فرمائي چې…. وَالشُّعَـرَآءُ يَتَّبِعُهُـمُ الْغَاوُوْنَ (224)  اَلَمْ تَـرَ اَنَّـهُـمْ فِىْ كُلِّ وَادٍ يَّهِيْمُوْنَ (225) وَاَنَّـهُـمْ يَقُوْلُوْنَ مَا لَا يَفْعَلُوْنَ (226) اِلَّا الَّـذِيْنَ اٰمَنُـوْا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَذَكَرُوا اللّـٰهَ كَثِيْـرًا وَّانْـتَصَرُوْا مِنْ بَعْدِ مَا ظُلِمُوْا ۗ وَسَيَعْلَمُ الَّـذِيْنَ ظَلَمُـوٓا اَىَّ مُنْقَلَبٍ يَّنْقَلِبُوْنَ (227)   ترجمه: خو (د شاعرانو نه) هغه کسان مستثنا دي چې ايمان يې راوړے، نېک عملونه کوي ، د الله ډېر ياد کوي ، او چې کله پرې ظلم وشي ، خپل حق اخلي ۔او ډېر زر به ظالمان وپوهېږي چې دوي به څۀ بد انجام ته ور وګرځي۔

تشریح:  دې آيت کښې الله پاک هغه مومنان شاعران مستثنا کړي دي (يعنی بد ئې نه دي ګڼلي) کوم چې:  ایمان لري ښه عملونه کوي د الله پاک ډېر ذکر کوي او چې ظلم  پرې وشي نو بيا خپل حق اخلي ۔ دوی له هغو بې دينه او بې مسؤليته شاعرانو نه جدا دي چې بې ځايه خبرې کوي او خلق ګمراه کوي ۔او الله پاک فرمائي: زر به ظالمان دا معلومه کړي چې دوی به پۀ څۀ خراب انجام کښې وغورزېږي۔ د سورة الشعرا باره کښې د حضرت عبدالله بن عباس رض نه روايت دے چې سورة الشعرا د هغه مشرکينو  او کفارو د شاعرانو باره کښې نازل شوے دے ولې چې په هغه زمانه کښې به دغه کفارو او مشرکينو د پيغمبر عليه السلام په شان کښې په شعرونو کښې ګستاخي کوله او پيغمبر عليه السلام ته به ئې د قران پاک شاعر وئيلو نو ځکه الله تعالی د خپل خوږ حبيب عليه السلام جواب د سورة الشعرا په شکل کښې وکړو خو بيا په دغه سورة کښې به بل ايات کښې الله تعالی د هغه نېکو خلقو وضاحت هم کړے دے الله تعالی د هغه ښې شاعرۍ منع نه ده کړې کومه چې د دين اسلام او د معاشرې  د پرمختګ له پاره شاعران اديبان کوي ، دغه شان بل ځائے د حضرت عائشه رض نه روايت دے چې يو وارې خوږ پېغمبر عليه السلام حضرت حسان ابن ثابت رض ته عرض وکړو چې ممبر ته وخېژه او د دين اسلام په حق کښې څه شعرونه ووايه ولې چې ستا شعرونه په کفارو باندې داسې اثر کوي لکه تېره تُوره۔  يو بل واقعه کښې خوږ پېغمبر صلی الله علېه وسلم له صحابو  د کفارو هغه لوے شاعر لاس نیولے راوسته چا چې به د خوږ پېغمبر عليه اسلام خلاف شعرونه وئيل کله چې دغه کافر شاعر پېغمبر عليه اسلام ته مخامخ شه نو پېغمبر عليه السلام حضرت علي رض ته حکم وکړو چې دا شاعر يو صحرا ته لرې بوځه او ژبه ترې پرې کړه حضرت علي رض دغه شاعر ونيوه او د ځان سره ئې لرې يو صحرا ته بوتلو کله چې خوشې صحرا ته شو نو علي رض دغه شاعر پرېښوده او ورته ئې ووئيل چې بيا په دې طرف رانه شې او علي رض واپس شو کله چې علي رض د خوږ پيغمبر عليه السلام په خدمت کښې حاضر شو نو دغه شاعر د علي رض نه مخکښې د خوږ پيغمبر عليه السلام سره ناست وه او کلمه ئې هم وئيلې وه او پيغمبر عليه السلام ته ئې عرض وکړو چې اے د الله حبيب ص کله چې زه د صحرا نه واپس راتلم نو ما ستا په شان څه شعرونه جوړ کړي دي که ستاسو اجازت وي نو زه به ئې ستاسو په خدمت کښې وړاندې کړم د الله حبيب ص ورله اجازت ورکړو او دغه شاعر هغه شعرونه د پېغمبر عليه السلام په شان کښې واورؤل چې په انعام کښې ورله د الله حبيب ص خپل څادر د دواړو اوږو نه چاپېر کړو۔ خبره مې د پښتو ادب او د شاعرۍ کوله چې نن سبا په سوشل ميډيا د شاعرانو باره کښ خلق مختلف قسمه رائې ورکوي څوک وائي چې دا شاعران بې لارې دي او څوک وائي چې دا ټول شاعران ګمراه دي دغه شان څوک څه وائي او څوک څه خو بس بغېر د څه قوي دليله لګيا دي او خپل خپل ريسرچ خرڅوي ، ما د سورة الشعرا هغه څلور آيتونه ستاسو په خدمت کښې وړاندې کړل کوم چې زمانه جاهليت کښې د غه کفارو او مشرکينو شاعرانو په جواب کښې الله تعالی نازل کړي وو او دغه شان د يو دؤو احايثو حواله مې هم بيان کړه چې خوږ پيغمبر ص شاعرۍ ته چرته هم بد نه دي وئيلي البته د اسلام او د معاشرې خلاف هره شاعرۍ نه ئې منع کړې ده ، د حضرت حسان بن ثابت رض باره کښې راځي چې د هغه وخت ډير لوے اسلامي شاعر وه او د شاعرۍ خپل ديوان ئې هم وه ، حضرت حسان ابن ثابت رض به اکثر د کفارو او مشرکينو د شاعرۍ مقابله په خپلو هغه تېرو تېرو شعرونو کوله چې لکه د تېرې تورې په شان به په مشرکينو او کفارو ورتلل ۔قدرمنو د دغه بره قراني آيتونو ، احاديثو او واقعاتو نه دا ثابتېږي چې په اسلام کښې د ښې شاعرۍ چرته هم منع نه ده شوې او د حضرت حسان ابن ثابت رض په شان نور هم ګڼ شمېر اسلامي شاعران تېر شوي دي چا چې په خپله شاعرۍ د اسلام جهنډه پورته کړې وه ، نن که مونږه د پښتو د شاعرانو باره کښې خبره کؤو نو په پښتنو کښې هم هغه ستر ستر شاعران اديبان تېر شوي دي چا چې په خپلو احساساتو او جذباتو  د دين اسلام او د خپلې معاشرې عکاسي نړۍ ته ښودلې ده او تر دې دمه زمونږه د پښتنو په خاوره هغه لوئے هستۍ د نمر د پلوشو په شان ځلېږي ۔ په مخ د نړۍ پښتون يو داسې ځلنده قام دے چې د زرګونو کالو راسې تاريخ په تاريخ راروان دے او نن هم د تاريخ په وړمبنې قطار کښې شمېرلے کېږي او د دې وجه هم دا ده چې پښتون قام خپله ژبه او کلتور ژوندے ساتلے دے او د خپلې ژبې او کلتور سره د زړه  مينه ساتي د دې مثال زمونږه د پښتنو هغه حجرې دي چې نن هم په دې خاوره ابادې دي ، پښتانۀ څنګه چې په دين مئين دي هم دغه رنګه په پښتو او پښتونولۍ مئين دي ، د پښتنو په سيمه ډيرو عالمانو د قران تشريح په خپله شاعرۍ کښې کړې ده او دغه شان د کفر په مقابله کښې ئې په اسلامي شاعرۍ کښې جواب هم ورکړے دے ، د حافظ الپوري بابا ديوان ته که مونږه وګورو نو د قران او احاديثو کوټلې تشريح په خپل ديوان کښې کړې ده دغه شان که مونږه د صوفي شاعر عبدالرحمان بابا ديوان وګورو نو د شاعرۍ په خوند به پوهه شو چې د يو شاعر احساسات او جذبات څه وي او د شاعرۍ مطلب ئې څه دے ۔ زما د دې دومره لوے تحرير مقصد دا دے چې په اسلام کښې د ښې شاعرۍ منع نه ده شوې او په اسلامي تاريخ کښې ډېر لوے لوے شاعران اديبان تېر شوي دي ځکه خو نن زمونږه په پښتنه خاوره شاعران او اديبان د خپل دين اسلام او د خپلې معاشرې د چاپېر چل احساسات او جذبات په خپله خوږه شاعرۍ کښې مينه والو سره شريکؤي او دغه مينه وال ترې ډيره پوهه او اثر اخلې ، نن کۀ مونږه نړۍ سره مقابله کوو نو په دې کښې هم زمونږه د دغه سترو سترو شاعرانو اديبانو لاس دے ولې چې دغه شاعران او اديبان د علم رڼا په خپلې معاشره کښې خوروي او هر زلمي او پېغلې له د کتاب قلم مشعل په لاس کښې ورکوي ، زۀ دا خپلې خبرې د ماسټر شېر افضل افضل صېب په دې قطعې ختمؤم او اجازت غواړم

پښتو هم ژبه هم کلتور دے زمونږ

پښتو چې نۀ وې نو پښتون به نۀ وې

پښتون به وي خو څوک ئې پېژني نه

چې د پښتو شمله دستور به نۀ وي

نورې ليکنې۔۔۔