پښتون تمدن، ثقافت او تهذيب د پښتونخوا تهذيبي رنګونه-ډاکټربدرالحکيم حکيم زے

دا ليکنه شريکه کړئ

تمدن:

تمدن د مدنيت ، ښاريتوب او ودانې په معنو کښې راځي ۔ انساني وګړي چې د خپل اجتماعي ژوند د بقاء لپاره کوم ځايونه او څيزونه جوړ کړي ، د تمدن په چوکاټ کښې راځي ۔ په نورو ټکو کښې هر هغه څۀ چې انسان جوړ کړي دي  او په نظر راځي ، د استوګنې ، د ژوند د اسانتياؤ او ګټې وټې لپاره په کار راځي، تمدن دے ۔

ثقافت:

د يو انساني ټولګي خويونو ، خصلتونو ، دودونو، د ژوند تېرولو لارو چارو ،فکري او علمي زاويو ،تصوراتو ،او مشترکو کړو وړو ته ثقافت وئيلے شي ۔

تهذيب:تهذيب د هذب يعنې د ښاخ تراشئ نه وتلے دے چې په تمدن او ثقافت کښې د نفاست او ښکلا رنګونو او اړخونو ته وئيلے شي ۔ د معروض او داخلي ښکلا يعنې د حسن او ذوق جمال مجموعې ته تهذيب وائي ۔

دا خبره بيخي په ډاګه ده چې هره انساني ټولنه تر نني پرمختللي تمدني حالت ته په رارسېدو کښې د زرګونو ارتقائي پړاونو راتېره شوې او دا سفر ئې د زرګونو کلونو په موجوده کښې تر ننه رارسولے دے ۔پښتون هم د نړۍ يو قام دے چې هم دغه تمدني سفر ئې هم دغه شان په اوږده موده کښې ګام په ګام مخې ته بوتلے دے ۔پښتون تمدن: هر څوک پوهېږي چې ډېر پخوا انساني وګړي په شمېر لږ وو ۔ د دوي ژوند او نسل د بېلا بېلو خطرو سره مخ وۀ ۔ سخت موسمونه ، قحط سالۍ ، لوږه ،سېلابونه ، ناروغۍ ،داړونکي ځناور ، د نورو قبيلو حملې او خپلمنځي جګړې د دوي نسلي بقاء ته لوئے خطرونه وو ۔دوي د دغو خطرنو نه د ځان ساتلو لپاره د استوګنې غارونه جوړ کړل ۔د ښکار او د خپلې دفاع د پاره ئې د تېرۀ څوکې چوکې او تېرۀ کاڼې جوړ کړل ۔ د ځناورو له څرمنې نه ئې جامې جوړې کړې ۔ هم له دې ځايه د تمدن سر ونښت ۔ پښتون قام هم لکه د نورو قامونو دغه عمل کړے دے ۔ د ابادۍ په زياتېدو سره دا قام د ورشو ګانو په لټون کښې د خپلو څارؤ سره له يو ځائے نه بل ځائے ته تلي دي ۔ هم په دغه ورشوګانو کښې ئې کلي او کورونه جوړ کړي دي ۔ د دفاع لپاره ئې د کلو نه دېوالونه تاو کړي دي ۔ د وخت په تېرېدو ، د علم او تجربو په زياتېدو ئې د ټُوکي د جوړولو د پاره کډۍ او د لرګي د کار د پاره ئي ترخځ ، د کروندې لپاره ايوه او داسې نور څيزونه او اوزار جوړ کړي دي ۔ د علم او تجربې له مخه ئې د ضرورت سره سمه پرمختيا کړې ده ۔ لکه د مېلمه پالنې او جرګې لپاره حجره ، د تګ راتګ لپاره ئې لارې ، د اوبۀ خور لپاره ئې لختي ،د جنګ د پاره ئې تورې ،پۀ کورونو برجونه ،د ښائست لپاره کالي ، د خوړلو څښلو لپاره لوښي ، او د ساعت تيرۍ لپاره ئې د موسيقۍ آلات جوړ کړي دي ۔ دا مهال د خپل علم او نړيوال اثر له مخه پښتنے تمدن د ترقۍ په لور په چټکتيا سره روان دے ۔ لوئے لوئے کلي او ښارونه ، د تجارت غټ غټ بازارونه ،او مرکزونه ، ښوونځي او روغتونونه ، تاڼې او عدالتونه ،پاخۀ کورونه او سړکونه ،ګاډي ، بجلۍ ،ګرځينده ټېلي فون، کپميوټر ،کتابونه ،کارخانې او بېلا بېل هنرونه د پښتون د تمدن برخې جوړ شوې دي ۔

پښتنے ثقافت: پښتنے ثقافت ،يعنې اڅوب د پښتون ولۍ په نامه يادېږي ۔ دا ثقافت هم دومره زوړ دے څومره چې د دې قام  تمدن لرغونے  دے ۔ د پښتني تمدن سره ئې يوځائے سترګې غړولې دي  او ورسره هم غاړې د ارتقا سفر کوي ۔ د پښتني تمدن د ابتدائي دور نه پښتنو د خپل تمدني چاپېر چل سره سم د خپل ژوند او قامي بقاء لپاره لارې چارې ، کړۀ وړه ،دود دستور جوړ کړي او پر مخ ئې بوتلي دي۔ لکه د عدالتي ضرورت له مخه ئې جرګه ، د روغې جوړې او امن د پاره ئې سوره ، ننواتې ، تيږه ،شړونتيا، د مېلمه پالنې لپاره حجره ، د خارجي حملو د دفاع لپاره تورزني ،لښکر ،د پت او عزت د ساتنې لپاره زړورتيا، داړه ،يرغمل ،ملاتړ، ډله ټپله، د خپلمنځي اتفاق لپاره خپلو کښې خپلوي ،اشر ، امانتداري ،شرم وحيا،مرکه،لوز پالنه، دتفريح لپاره لوبې ،ګډا او موسيقي او داسې نور خويونه ،دودونه او رواجونه،ئې اختيار کړي دي ۔ د څرمنې د موجودګۍ په وجه څپلۍ په پښو کول ،د حيا خوندي ساتلو لپاره ارتې جامې اغوستل ،د مشر د مننې لپاره دستار په سرول، د شريکې خوشحالۍ د نمانځلو لپاره موخه ويشتل او اتڼ کول ، د سړک او ګاډي د نيشتوالي په وجه ناوې په ډولۍ کښې په اوږه وړل ، د غريبۍ په وجه د مېلمه پالنې د پاره په حجره کښې په ګډه ډوډۍ خوړل ، د ځان او قبيلې د دفاع لپاره په کور کښې وسله ساتل وغېره په تمدني تناظر کښې جوړ شوي دي چې د پښتني ثقافت رنګونه دي ۔ د تمدني ارتقا سره سم پښتنے ثقافت نوے نوے رنګ او او خدو خال اختياروي ۔لکه د حجرې په نيشت والي خپله مېلمه پالنه په هوټل کښې او خپل تعليم او تربيت په ښوونځي کښې کوي ۔ناوې د ډولۍ په ځائے په ګاډي کښې راوړي ۔ د خپل ځان ، قام او وطن دفاع د ټوپک په ځائے په قلم غوره ګڼي ۔ خپله صلاح مشوره ، او د چارو سمبالؤنه دحجرې او جرګې په ځائے په عدالت او اسمبلۍ کښې کوي ۔د لښکرو جوړولو په ځائے د پوليس مرسته تر لاسه کوي ۔د علاج لپاره د سپېلنو لوګي کولو او په زيارتونو د ګرځېدو په ځائے ډاکټرانو ته ځي ۔ لنډه دا چې بدلېدونکے تمدن د پښتون خوئي او خصلت نۀ بدلوي ۔ بلکې د پښتني خصلت د ښکاره کولو لپاره انداز او موقعې بدلوي ۔

پښتنے تهذيب:

په دې خبره کښې هيڅ شک نشته چې پښتانۀ په صورت او سيرت دواړو ښکلي دي ۔د تن کړۀ وړه ئې هم ښائسته دي او د ژوند کړۀ وړۀ ئې هم ښائسته دي ۔ دغه ښکلا او تهذيب د دوي په ابتدائي تمدن او ثقافت کښې هم شامل وو او نن هم په دې پرمختللي تمدن او ثقافت کښې  جوت تر سترګو کېږي ۔پخوا پښتانۀ په خاورينو کورونو کښې وسېدل نو په دېوالونو به ئې د خټې لېو کوۀ په دېوالونو به ئې ګلونه جوړول ۔ په بلۍ به ئې د کشمالو ګلونه يښودل ، پېغلو به په اوربل کښې ګلونه او په کميسونو پتري لګول ۔لاسونه ئې په نکريزو او اترنګو سرۀ کول ۔پۀ لاسونو کښې باوګان او په پښو کښې ئې پېکړې اچولې ۔ په رومالونو ئې ګلونه جوړول او د لونګو امېلونه ئې په غاړه ګرځول ۔زلمو به په واسکټونو ګلکاري کوله او مشرانو به  تېله دارې پڼې په پښو کولې او په دستار کښې به ئې ولونه جوړول ۔ مشرانو به درنې او د پوهې خبرې کولې او کشرانو به په ډېر درناوي اورېدې او عمل به ئې پرې کاوۀ ۔ جينکو به سندرې وئيلې او بوډۍ ګانو ښځو به ماښام ماشومانو ته قيصې کولې ۔ ستارته به هم ځونډي ځنګېدل او د منګيرغاړه به هم شنه وه۔ کۀ د پېغلو لېچې به د بنګړو ډکې وې نو د اسونو پښو ته به هم ګنګروګان شړنګېدل ۔ کۀ د جمات په بشونو او برګو به ګلکاري شوې وه نو د کور په ټونو دروازو به هم ګلونه جوړ وو ۔ دا هر څۀ د پښتون د نظر ښکلا په ګوته کوي او د حسن خوښئ جذبه ئې په ډاګه کوي ۔ د نوي پښتني تمدن او ثقافت په مخ او اړخ د پښتني تهذيب د فکر او نظر د ښکلا ښائسته خالونه له ورايه ښکاري ۔ په حجرو او کورونو کښې د ګلونو کيارۍ ډېر په تابين تابين جوړېږي ۔لارې کوڅې ئې پخې او فراخه دي ۔ او د اوبو د نکاس لختي ورته جوړ دي ۔ د جومات  اودس خانې ښکلې ، جانمازونه ښائسته ،او په محراب او دېوالونو جوړ شوي ګلونه او خطاطي د اولس سترګې ځان ته راکاږي ۔ پښتنې زنانه هغه جامې پېزار او کالي خوښوي چې رنګ او جوړښت ئې زړۀ راښکونکي وي ۔ هم دغسې د کور لوښو لرګو ته په ترتيب ورکولو خوشحالېږي ۔ پښتانۀ د کور ،دوکان يا کومې بلې ودانۍ جوړولو په وخت ښکلا ايز اړخ خامخا په نظر کښې ساتي ۔پښتانۀ په ټولنه کښې د امن وږمې خوښوي ۔ هم هغه کس ئې خوښ وي چي تندے ئې روڼ وي او په ښو اخلاقو سمبال وي ۔

د وخت ضرورت دے چې پښتانۀ خپل تمدن ، تهذيب او ثقافت ته نوره هم پاملرنه او وده ورکړي ۔ ځانونه د نړۍ د نورو قامونو سره د سيالۍ جوګه کړي ۔خپل قام ته د وقار او ارام ژوند په برخه کړي ، او په شعوري توګه د خپل تمدن ،ثقافت او تهذيب د ترقۍ لپاره لارې چارې هم ولټوي او په پوره اخلاص په دې لړ کښې هلې ځلې هم وکړي ۔

د پښتونخوا تهذيبي رنګونه

د يو قام او خاورې د پاره تر ټولو لوئے درناوے د هغوي تهذيبي  شتمني او لوئي وي ۔ له نېکه مرغه د پښون وطن يوه برخه يعنې افغانستان کۀ د اريانا او باختر نو بله ټوټه يعنې خېبر پښتونخوا د ګندهارا تهذيب ټاټوبي پاتي شوي دي ۔ له امو تر اباسينه دې خاورې لوئے لوئے تهذيبونه زېږولي او پاللي دي ۔ دا د خېبر پښتونخوا زمکه ده چې دراوړ ، ساکا ، اريا ، هن ، يونان ، هپتالي ، کوشان ،ساسان ، عرب ، مغل ، سيکهـ ، او انګرېز پرې استوګنه او ير غلونه کړي دي ۔ دغه ټولو قامونو دلته د خپلو تهذيبونو رنګونه پرېښي دي ۔ ځکه خو د امن ، انساني خواخوږۍ ، د وطن ، مذهب ، ثقافت ،خاورې ،خپلواکۍ ، او رواياتو ، سره مينه د دې قام او خاورې پېژندګلو ده ۔  د ژوندانۀ پۀ ټولو چارو، د فکر په لارو او په کړو وړو کښې د ښکلا پالنه د پښتون اولس خاصه ده ۔ په نړيواله کچه پېژندلے شوے تهذيب ګندهارا دلته زېږدلے او تر بامه رسېدلے دے ۔ ځيني هاغه ځايونه چې نوموړي تهذيب ته ئې خپله غېږه ځانګو کړې ده ، يادول ئې بې ځايه نۀ دي ۔

پېښور: پېښور د خېبر پښتونخوا تهذيبي او انتظامي مرکز دے ۔ ځکه خو خلک وائي چې پېښور د پېښې ځائے دے ۔ په تاريخ کښې پېش اور يعنې د ګلونو ښار او باګرام يعنې اوبۀ لرونکې زمکه په نومونو ياد شوے دے ۔ د اسلام په پلوشو روښانه ، د غورياخېلو پښتنو ملکيت او د يوسفزۍ او قندهارۍ لهجو سنګهم دے ۔ مېداني سيمه ده چې په اوړي کښې توده او په ژمي کښې يخه ده ۔ په 1500ق م کښې د آريا ، 500 ق م کښې د اساکېني ، په 330 ق م د سکندر يوناني  په 250 قبل مسيح کښې د اشوکا، 100ء کښې د کنشکا کوشاني ، په 460ء کښې هن ، او په 1000ء کښې محمود غزنوي دلته باچا پاتے شوے دے ۔ بيا په وار وار مغل ، سيکهـ او انګرېز هم دلته واکمن پاتي شوي دي ۔ دې ښار د احمد شاه ابدالي او امير دوست محمد خان محمدزي د کورنۍ واکمني هم  ليدلې ده چې د دوي د کابل صوبې د ژمي پايه تخت وۀ ۔دا وخت پرې د پاکستان شين بېرغ رپېږي ۔ ياد شوي ټولو قامونو ورته خپلې خپلې تهذيبي ښکلاګانې ډالۍ کړي دي ۔ مهابت خان جومات ، بالاحصار قلعه، د ښار بېلا بېلې دروازې ، شاهي باغ ،ګهنټه ګهر  ، چوک يادګار ، جناح پارک ، سېټي هاوس ، ګوړ ګټړي ، پېښور صدر ، اسلاميه کالج ، رېلوے سټېشن ، او ګورا قبرستان ئې د بېلا بېلو دورونو او تاريخي  پړاونو د بېلګو په حېث موجود دي د سياست تر څنګه دا ښار د تجارت لوئے مرکز پاتې شوے دے ۔ د جنوبي اېشيا او وسطي اېشيا تر منځه د تاجرانو دمه ځائے او بازار وۀ ۔په دې ترڅ کښې قيصه خوانې رامداس بازار ، اندر شهر او د جهانګير پورې بازارونه د يادولو وړ دي ۔ د ګندهارا تهذيب د نخښو او د اثارو په حېث د څرمنې او تانبې ښکلي مصنوعات دلته تر دې دمه جوړېږي ۔ ورسره په لرګي او ټوکي ګلکاري هغه شان روانه ده ۔ له پخوا راهسې ئې قهوه او تيکې روايتي خوراکونه دي ۔ نن هم نمک منډهۍ د نمکينې غوښې يو مرکز دے چې د بهر خلک ورته خوراک له راځي ۔ کۀ پخوا د دې ښار کورونه واړۀ او کوڅې ئې تنګې وې خو د تمدني پرمختيا سره سره اوسنے پېښور ډېر فراخه شوے دے ۔کورونه او سړکونه ئې پاخۀ او غټ دي او د نوې زمانې په ټولو اسانتياو سمبال دي ۔ د صحت او تعليم اسانتاوې ئې هم ډاډ بخښونکې دي ۔ د درنو پښتنو دروند کور دے او د پښتون ولۍ په وږمو وږمن دے ۔ کۀ پخوا ترې عاشقانو د خپلو معشوقو د پاره تور کميسونه وړل نو نن هم پښتانۀ وائي چې  يا پېښور خو پېښور دے کنه ۔

چارسده: د چارسدې لرغونے نوم پشکلاوتي دے ۔ دا د سنسکرت ژبې تورے دے او معنیٰ ئې ده د برسنډې ګل ۔ دا سيمه چې د کابل د سيند په لمنو او په غېږ کښې پرته ده ۔ د محمدزو ، مومندو ،ګګياڼو ، او يوسفزيو ټاټوبے دے ۔ ياده دې وي چې د ملک احمد د دورې نه وړاندې دلته شلماني پراتۀ وو  او د ملک محمد دله زاک واکمني وه ۔ په دې سيمه هم لکه د پېښور ساکان ، آريا، اساکيني ، يونانيان ، موريه ، کوشان ، هن ، هندو شاهان ، پښتانۀ ، مغل ،سيکهـ  او انګريزان د واک خاوندان پاتي شوي دي ۔ دې خاورې ته هر قام خپل خپل تهذيبي ګلونه پېرزو کړي دي ۔ ځکه خو په ټوله پښتونخوا کښې د تهذيب په ترڅ کښې نوموړے مقام لري ۔ چارسده د ګندهارا تهذيب د يو اهم مرکز په حېث پېژندے شي ۔ دې ښار او سيمې هغه وخت يو ښکاره نوم پېدا کړو کله چې د 250قبل مسيح په حدود کښې د موريه کورنۍ اشوکا بده مت اختيار کړو ۔ چارسده د بده مت يو علمي ، سياسي ، او صنعتي مرکز جوړ شو ۔ کله چې کنشکا کوشاني ، په 100ء کښې حکومت سمبال کړو نو هغه بدمت ته ډېر پر مختګ ورکړو ۔ کنشکا د بکشوانو غونډه راوبلله ۔  مذهبي اصلاحات ئې وکړل ، او د مجسمه سازۍ منظوري ئې ورکړه ۔ د اشوکا او کنشکا له مخه پشکلاوتي يوه مذهبي علاقه جوړه شوه ۔ کاڼېز او خاورين بتان او لوښي هم دلته هنرمندانو جوړول۔ د بتانو په رغولو کښې د دې  ځائے د هنرمندانو يواځې هنر نه بلکې مينه او جذبه هم پکښې شامله وه ۔ ۔ ځکه نو د دې ځائے جوړ بتانو سوداګرو تر لرې  لرې وړل او خلکو خوښول ۔ د دې ځائے په جوړو بتانو ګوتم بدها د برسنډې په ګل ناست ښودلے شوے دے ۔ د دې بتانو او مجسمو په ذريعه د بده مت تبليغات او تعليمات د پښتونخوا لرې پرتو علاقو ته ورسېدل ۔او ګندهارا  تهذيب په پوره شمالي پښتونخوا کښې وځلېدۀ ۔ د دې ځائے جوړ بتان په يونان او ايران کښې هم مقبول وو ۔ د لرګو د کشتيو جوړول هم د پشکلاوتي يو منلے صنعت ؤ ۔ چې د کابل په سيند او د دې په څانګو سيندونو کښې چلېدل ۔ لنډه دا چې پشکلاوتي په هره حواله يو پر مختللے ښار ؤ او د سېلګرۍ د پاره هم دلته خلکو تګ راتګ کوۀ ۔ د دغه لوے تهذيب اثار اوس د کنهډرو په شکل کښې تر سترګو کېږي ۔ نن هم چارسده خپله لوئي ژوندۍساتي۔ ښۀ ډېر جوماتونه او مدرسې لري او اولس ئې په اسلامي اقتدارو چلن کوي د پښتونولۍ په زړۀ راښکونکو رنګو هم دا سيمه رنګينه ده ۔ په قامي سياست کښې څرګند کردار لوبوي او د ادب په حواله هم ښۀ شنه زرغونه ده ۔

نورې ليکنې۔۔۔