د پښتو ژبې لفظي جوړښت–ډاکټر سمندر يوسفزے

دا ليکنه شريکه کړئ

د يوې اندازې مطابق په دنيا کښې اووه زره ژبې وئيلې کېدلې چې په دغه تعداد کښې وخت په وخت کمے راروان دے ـ  مختلفې وجې ئې دي خو غټه وجه ئې هم دغه ده چې کومې ژبې د نړۍ نه ورکېږي په هغه ژبو کښې نوي نوي لفظونه نۀ جوړېږي ځکه نو ختمې شي ـ  هره هغه ژبه چې د قبوليت او نوؤ لفظونو پيدا کولو قدرت لري هغه مخ په وړاندې ځي او په کومو ژبو کښې چې دغه قوت او لچک نۀ وي هغه ژبې ورکېږي ـ په يوه ژبه کښې د لفظونو جوړښت کۀ يو خوا فطري عمل وي نو بل خوا دا ئې ضرورت او مجبوري هم وي چې د عصري تقاضو سره ځان په هر مېدان کښې برابر وساتي ـ  په يوه ژبه کښې د نوي لفظونو راتګ او متعارف کېدل په مختلفو طريقو او لارو چارو سره کېږي چې دلته ئې ترتيب وار ذکر څۀ په دې ډول دے ـ

 د لفظي جوړښت قسمونه Types of word Formation

 د لفظ د جوړېدو مختلف قسمونه دي په مختلفو طريقو نوي نوي لفظونه جوړېږي ـ  څۀ لفظونه داسې وي چې په يوه ژبه کښې د هغې د جوړېدو تناسب د نورو ژبو نه زيات وي چې په هغې کښې د سائينس د ترقۍ هم ډېر لاس وي خو څۀ قسمونه داسې دي چې هغه طريقه کۀ په يوه ژبه کښې کاميابه وي نو په بله کښې هغه ناکامه هم وي د بېلګې په توګه داسې قسمونه هم شته چې پښتو ژبه ورسره سمون نۀ خوري خو بيا هم دا يوه بنيادي ژبپوهنه ده ځکه نو کۀ مثال ئې وي او کۀ نۀ خو ذکر دلته د هغه ټولو قسمونو پکار دے د کومو په ذريعه چې په عمومي ډول د دنيا د ډېرو ژبو د لفظونو جوړښت امکان لري چې تفصيل ئې څۀ داسې دے ـ

په پښتو کښې نوم جوړېدنه  Neologisms /Eponyms

په يوه ژبه کښې هغه نوي نومونه / اسمونه چې د يو څيز په جوړېدو هغه څيز له د جوړونکي سړي نوم ورکړے شي يا د يو سړي د نوم د مناسبت په وجه يو ځائے له نوم ورکړے شي هغې ته  په ژبپوهنه کښې نوم جوړېدنه  Neologisms /Eponyms وائي ـ  په يوه ژبه کښې داسې ډېر څيزونه او ځايونه وي چې د انسانانو په وجه متعارف شوې وي او په يوه ژبه کښې ئې د لفظونو په ذخيره کښې اضافه کړې هم وي ـ  دغه نومونه د ايجاداتو په شکل کښې ډېر دي د دې نه علاوه داسې بله وجه هم کيدے شي چې د يو کس نوم دې  يو څيز يا ځائے له ورکړے شي ـ په پښتو کښې له بده مرغه ايجادات په موجوده وخت کښې د نشت برابر دي ځکه نو د څيزونو نومونه مونږ ته ډېر کم په نظر راځي خو د ځايونو نومونه داسې ډېر دي چې په پښتو ژبه کښې ئې د لفظونو په شمېر کښې اضافه کړې ده ـ مثالونه، مسجد مهابت خان،اکوړے ،حيات اباد، کالو خان،شاه منصور،تېمرګره، شېخ ملتون،غني ډېرۍ، ايبټ اباد،سيدو بابا۔

د پښتو  لفظونو په ذخيره کښې د کوينيجCoinage     ونډه

کوينيج هم د ايپونمز په شان هغه نوي لفظونه وي چې د ايجاداتو په صورت کښې منظر عام ته راشي خو د يو سړي وغېره د نوم په مناسبت سره نۀ وي لکه زمونږ سره د دوايانو نومونه د اليکټرانيکس څيزونو نومونه چې ورځ تر ورځ پکښې اضافه کېږي۔ دغه شان د سائينس او ټيکنالوجۍ سره تړلي د آلاتو نومونه او د زمېدارۍ په مېدان کښې چې ورځ تر ورځه کوم نوي نوي مشينونه راوځي هم دغه نومونه د لفظونو په ذخيره کښې په بشپړه توګه اضافه کوي ـ له بده مرغه د پښتو ژبې په ذخيره کښې د داسې لفظونو اضافه په نوې زمانه کښې نۀ ده شوې ځکه چې پښتانۀ د سائنس او يجاداتو په زغل کښې ډېر وروسته دي ځکه نو په يوه ژبه کښې ې د کوينيج په صورت کښې د لفظونو کومه اضافه کېږي نو پښتو ژبه په دغه حواله خواره ده ـ

د پښتو ژبې د نورو ژبو نه  لفظونه  نسيا/ پور اخيستنه  Borrowing

په يوه ژبه کښې چې د ټکو په ذخيره کښې چې بله کومه د ذکر وړ اضافه کېږي په هغې کښې يوه ژبه  د خپل ضرورت پوره کولو په غرض د بلې ژبې لفظونه  قبلوي يعني قرض کوي  ځکه ورته په ژبپوهنه کښې  نسيا / Borrowing   وائي  خو دا پور داسې وي چې بيا نۀ واپس کېږي ـ  زما په خيال داBorrowing  نۀ ؤ پکار بلکې  Helping  يا Aidپکار ؤ، ځکه چې قرض پور خلک واپس کوي بلکې د ژبې دا ضرورت  داسې نۀ وي چې بيا واپس شي ـ پښتو ژبه په دې حواله هرې ژبې ته فراخه سينه لرلې ده ځکه چې پښتانۀ د ايجاداتو په حواله وروسته دي،قرض پور په هغه ژبو کښې زيات کېږي چرته چې ايجادات کم وي  ځکه چې کوم څيزونه په کوم وطن کښې ايجاد شوي وي هم د هغې وطن په ژبه کښې ورله نوم ورکړے شوے وي  يا داسې علمي ستونزي چې د هغې د حل د پاره هغوي کومې هڅې کړې وي او هغې له ئې اصطلاګانې ور کړې وي نو بيا د هغې اصطلاح په بله ژبه کښې متبادله اصطلاح پېدا کول ګرانه وي ځکه نو اکثر هم هغه نوم ،لفظ يا اصطلاح هم هغه شان قرض کولے شي ـ

په پښتو کښې د انګرېزۍ ،عربۍ،فارسۍ،او نورو ګاونډې ژبو نه په لويه پېمانه  په هر ميدان کښې د خپل ضرورت لفظونه راخستې شوي دي او دغه عمل هر وخت روان هم وي ـ په مذهبي حواله د عربۍ نه په لويه پېمانه لفظونه پښتو ژبې قرض کړې دي کوم چې اکثر هم په هغه ډول ليکلے شي يا لږ شان بدلونه پکښې شوے دے خو بنياد ئې عربي ژبه ده د مثال په توګه قلم، کتاب، قميص، قصه، علم عالم، مدرسه، استاد، انسان، وطن، قوم، عدالت، حکومت، قانون،  سوال، جواب، فکر عقل، اخلاق، دنيا، اخرت، ايمان، اسلام، عبادت، ادب، انصاف، امام، تجارت،  توبه، تربيت، تقدير، تعلق، تکليف، باطن، جنت، جهاد، جرم، جهان، جمال، حديث، حلال، حرام، حدود، حساب، حاصل، خبر، خدمت، خيال ، خلق، خط، خطبه خطر، خاتمه، دعا، دنيا، دليل، درس، رزق، رحمت، رابطه، رسم، زمان، ظلم، ذهن،  وغيره  دغه شان د فارسۍ نه هم لکه بازار، دوکان، پياله، کاسه، چراغ، باغ، ګل ، بهار، باران، خزان، وغېره،  سکول ، کالج، يونيورسټي، کپميوټر، موبائل، انټرنيټ، د دوايانو نومونه هغه کۀ د انسانانو د پاره وي کۀ د ځناورو يا بوټو د پاره وغېره دغه شان انګرېزۍ هم د پښتو نه څۀ ټکې اخستې لکه جرګه،طالبانائزشن،وغېره۔

دغه شان يوه ژبه داسې هم کوي چې د بلې ژبې لفظونه او اصطلاګانې په خپله ژبه کښې هم په هغه معنو کښې نېغ په نېغه ترجمه کړي چې هغې ته  Loan translation  وائي ـ  په دې عمل کښې هم په يوه ژبه کښې په لويه پېمانه د نوي لفظونو اضافه کېږي  ـ په پښتو کښې هم داسې يو شمېر لفظونه شته چې د هغې ژباړه شوې ده مثالونه، الوتکه، څانګه،پوهنتون، روغنتون، وغېره ـ

په پښتو کښې د مرکب Compounding لفظونو جوړښت

په ژبپوهنه کښې د مرکب کولو يعني  compounding مطلب په يوه ژبه کښې دوه بېل لفظونه يو ځائے کول او د هغې نه يو نوے لفظ جوړولو ته وائي، د کوم په ذريعه چې د لفظونو د جوړښت په ذريعه په يوه ژبه کښې اضافه کېږي ـ هغه دوه اېل يعني فري مارفيم چې يو ځائے شي او يو نوے لفظ جوړ کړي، په ژبپوهنه کښې ورته مرکب کول يا کمپاونډنګ وائي ـ په پښتو ژبه کښې د مرکب لفظونو په ذريعه اضافه شوې ده چې مثالونه ئې څۀ په دې ډول دي ـ لکه فضول خرچ، سپين سر، نمروړانګې، کتاب کور، توره، شپه، سپينه ورځ، سپين ږيرے، نرم زړۀ، لوړهمت، خوږ ژبے، کم عقل، تنګ نظر، بد خويه، ټيټ اواز، نېک بخته، پاک لاس، بده ورځ، تود هرکلے، يخه هوا، خوږ خوب، سرۀ لاس، شين اسمان، نيمه شپه، دروند سړے، وغيره

په پښتو کښې د لفظونو د جوړښت په عمل کښې لفظ ګډونه Blending

بلنډنګ/ ګډول او  کمپاونډنګ/ مرکب کول هم تر ډېر حده د لفظونو په جوړښت کښې يو شان کار کوي  ـ فرق محض دومره لري چې په کمپاونډنګ کښې دوه بېل لفظونه يو ځائے کېږي او يو نوے لفظ ترې جوړېږي ولې په بلنډنګ کښې د دواؤ لفظونو په ګډولو سره نوے لفظ جوړېږي ولې د يو لفظ وړومبے سر وي او د بل لفظ اخري سر وي ـ په پښتو کښې د لفظونو ګډولو په برخه کښې د لفظونو د زخيرې ونډه کمه ده خو بيا هم د لفظي جوړښت په دغه حواله يو شمېر مثالونه شته چې مونږ ئې د پښتو ژبې په وده کښې شمارلے شو د مثال په توګه، چربانګ،نثرم، تنقيق،وغېره

په پښتو کښې لفظ تراشنه Clipping

د لفظونو په جوړښت کښې يو بل عمل کېږي څۀ ته چې په ژبپوهنه کښې کلپنګ يعني تراشل وائي ـ د دې مطلب دا وي چې په يوه ژبه کښې يو اوږد لفظ چې په څو چپو يعنې سېلابونو مشتمل وي، هغه د يو سېلاب پورې وتراشي او هم په هغه معنو کښې استعمال شي  ـ هر څو کۀ دا قسمه تجربې د خپل اصلي لفظ په توګه استعمالېږي او داسې د الفاظو په ذخيره کښې هم هغسې اضافه نۀ کوي لکه څنګه چې په نورو عملونو کښې کېږي خو بيا هم په دې عمل کښې کۀ يو خوا لفظ مختصر شي نو بل خوا شکل ئې هم بدل شي ـ په دې حواله هم پښتو ژبه دومره ډېره ذخيره نۀ لري البته مثالونه ئې شته لکه،ليک، ليکل، مثالونه، ليکل، ليک، ګنډل، ګنډ ماتول، مات، الوتل، الوت، ژړل، ژړا، بندول، بند، تېرېدل، تېر، جوړول، جوړ، څارل، څار، وغېره ـ

د  لفظ تراشنې په عمل کښې په ځينو ژبو کښې داسې هم کېږي چې کله يو لفظ مختصر کړے شي نو بيا ورسره د “y”  يا د “ie” اضافه کولې شي چې دې عمل ته  Hypocorisms وائي ـ  دغه شان دلفظونو په تراشلو کښې داسې هم کېږي چې يو لفظ د مختصر کولو په وجه اسم په فعل کښې بدلېږي لکه د انګرېزۍ television  چې  televise شي نو اسم په فعل کښې بدل شي دې قسمه بدلونونوته په ژبپوهنه کښې Backformation  وائي ـ

لفظ بدلؤنه Conversion

په ژبپوهنه کښې هغه عمل په کوم کښې چې يو لفظ  بغېر د څۀ کمي نه چې  اسم وي او د فعل په معنو کښې استعمال شي هغې ته لفظ بدلؤنه يعني Conversion  وائي ـ په پښتو کښې په دغه حواله د لفظونو ذخيره شته مثالونه ئې دا دي ـ

مثالونه : کور، اوبۀ، لاس،زړۀ ۔

  • کور اسم دے خو کۀ داسې استعمال شي چې هغه کور نۀ کوي نو بيا فعل شو ـ
  • اوبۀ اسم دے خو که اوبۀ داسې استعمال شي چې تا بوټي اوبۀ کړي نو بيا فعل شو ـ
  • لاس اسم دے خو کۀ داسې استعمال شي چې د بې وسو سره لاس کوه نو بيا فعل شو ـ
  • زړۀ اسم دے خو کۀ داسې استعمال شي تۀ زما زړۀ ئې نو بيا فعل شو ـ

لفظ لنډؤنه  Acronyms

يو داسې اوږد نوم يا اصطلاح چې په  څولفظونو مشتمل وي او هغه په څو تورو مختصر کړې شي په ژبپوهنه کښې هغې  ته لفظ لنډؤنه يعني  Acronyms  وائي ـ  په   په انګرېزۍ کښې ورته  Abbreviation وائي ـ  د مثال په توګه ټلي ويژن ته ټي وي وائي، يونائيټډ نېشن ارګنائزېشن ته يو اين او وائي په پښتو کښې پښتانه ادبي ملګري په ” پام” يادېږي ـ  مرستيال ليکوال په “مل” يادېږي دغه شان ډېر ليکوال خپل نومونه داسې مختصر کوي لکه ن م راشد،ايس اے رحمان،م  ـ ر شفق ، خال، خوئيندې ادبي لښکر،وغېره

اشتقاق / اخذ شوي Derivation

د لفظونو د جوړښت دا يو داسې عمل دے چې پکښې په ګڼ شمېر سره د يو لفظ نه نور لفظونه جوړېږې چې کله کله ئې معنې يو بل ته نزدې وي ـ  ځکه چې د دې لفظونو منډ يو وي خو کله کله د يو بل نه ډېرې مختلفې هم وي ـ د لفظونو په جوړښت کښې د ټولو نه عام او مهيم عمل هم دغه دے ـ  په دې کښې بېشماره نوي ټکي ډېر په اسانه جوړېږي ـ  د يو لفظ نه مخکښې وروسته داسې ټکي لګول چې اکثر ځانله جدا معنې هم نۀ لري ولې چې کله د بل لفظ سره ملګري شي نو بل بامعنې لفظ ترې جوړېږي ـ

د لفظونو د ذخېرې په وده کښې اضافې  د  affixes يعني د لاحقو suffixes او سابقو prefixes په ذريعه کېږي ـ لاحقه هغې  ته وائي چې د يو ټکې نه مخکښې بل ټکے ولګي او د هغې په ذريعه يو نوے لفظ په وجود کښې راشي۔ د مثال په توګه ، کار- بېکار، اصل – کم اصل، عقل، بې عقل او سابقې prefixes هغه وي چې د يو لفظ وروسته څۀ ټکې ولګي او نوے لفظ جوړ کړي ـ  لکه عقل ،عقل مند، مونځ، مونځ ګزار،کار ،کاريګر،پرهېز ، پرهېزګار،وغېره  ۔

د دې نه علاوه داسې لففظونه چې  مونډ ئې يو وي  او نوي نوي حالتونه ترې جوړېږي هغه هم په  Derivationکښې راځي ـ  لکه، بيمار، پوهه

  • بيمار، بيماري، بېمارېدل، بيمارۍ، بيمار پرسي،
  • پوهه، پوهې، پوهېدل، پوهول،نا پوهي، پوهنتون، وغېره

دا او دغسې نور ډېر عوامل دي چې د لفظونو په جوړښت کښې عمل دخل لري او د يوې ژبې د ژوندۍ ساتلو سره سره د ژبې د سائينسي لوستې مېدان ته نوي  نوي مواد سپاري۔

 

نورې ليکنې۔۔۔