د نړۍ په مخ پښتون يو هغه قام دے چې خپل تاريخ ، خپل ثقافت او ځانګړې پېژندګلو لري۔ د ژوند ژواک هم دغو ځانګړي خصلتونو دې قام ته يو امتياز وربخښلے دے۔ پښتانۀ په مختلفو قبيلو او ښاخونو کښې وېش دي۔ پښتون يو تاريخي قام دے ۔ د دوي ژبه ،ثقافت او فولکلور هم ډېر پخوانے دے۔ د پښتنو د ابادۍ زياته برخه په کلو بانډو او په غرئيزه سيمه مشتمله ده۔
“اورکزي د پښتنو يوه مشهوره قبيله ده چې د پښتنو قبيلوي وېش کښې کرلاڼي دي”[1] او زياته ابادي يې په اورکزو ضلع کښې اوسي۔ دې نه علاوه په هنګو او کوهاټ کښې هم په ګڼ تعداد کښې اباد دي۔ د پېښور سره سره د نړۍ په نورو ښارونو کښې هم اباد دي۔ اورکزو ته د ايجنسۍ درجه د ارواښاد مېجرجنرل (ر) جمالدار په کوششونو په نولس سوه درې اويايم (١٩٧٣) کښې ورکړې شوې وه۔ د اورکزو ضلعې لوېديز ته کورمه، ختيز ته کوهاټ او دره ادم خېل، شمال ته خېبر او جنوب ته ضلع هنګو واقع ده۔ د اورکزو اتلس قبيلې دي چې په مقامي سطح ورته قامونه وايي۔ څو غټې او مشهورې قبيلې يې دا دي۔ علي خېل، ملا خېل، مِشتي، شېخان، دولت زي، اسماعيل زي، ماموزي، علي شېر زي، ماسوزي، برامت خېل (بر محمد خېل)، سيپايې او مني خېل ۔ په دې کښې برامت خېل، سيپايې، مني خېل او د ستوري خېلو انډخېل تپه شيعه دي او نور ټول سنيان دي۔ د ابادۍ په لحاظ سنيان ٨٥% دي او شيعه ١٥%۔ ماسوزي او علي شېر زي په انتظامي توګه په کورمه کښې راځي ۔لکه د نورو پښتنو قبيلو په اورکزو کښې هم د ژوند يو ځانګړے دستور دے او دا خبره به غلطه نۀ وي چې اورکزو په دې جديد دور (يوويشتمه پيړۍ) کښې هم خپل پښتني روايات تر ډېره حده ژوندي ساتلي دي او که لږ ډېر بدلون راغلے دے نو هغه د وخت غوښتنه ده۔
جرګه:
جرګه د پښتنولۍ يوه ډېره اهمه برخه ده۔ د پښتو لغت درياب د جرګې څۀ داسې معنٰي کوي
“غونډه، مرکه، ټولے، د مشورې مجلس، د څۀ مسئلې د حل کولو په غرض را غونډ شوي خلک، مصلحت”[2]
د اردو لغت فېروز اللغات يې داسې معنٰي کوي
“آدميوں کا مجمع، گروه، پنجائيت، سرحدى قبائيلى علاقے ميں وه جماعت جو سنگين مقدمات يا اہم معاملات کےبارے ميں فيصلہ ديتی ہے”[3]
جرګې ته په پښتنه ټولنه کښې ډېر خاص اهميت حاصل دے تر دې حده چې دې ته د پښتنو سپريم کورټ هم وئيلے شي ولې چې د جرګې په ذريعه د پښتنو لويې وړې هر قسمه مسئلې په ډېره اسانه او لږ وخت کښې هوارولې شي۔ نادر شاه شينواري د جرګې په حقله ليکي
“جرگے کو اس وجہ سے بهى خاص اہميت حاصل ہے کہ یہ ايک عدالت کے طور پر بهى کام سر انجام ديتا ہے جو انصاف کو يقينى اور سستا بنا ديتا ہے”[4]
جرګه د پښتنو يو ډېر زوړ رسم دے د دې د قدامت په حق له ارواښاد ډاکټر راجولي شاه خټک په خپل کتاب “پشتون ولي” کښې ليکي:
“جرگہ یا مرکہ پشتون رسومات و روایات میں بہت اہمیت رکھتا ہے اور تاریخی اعتبار سے یہ پشتون تہذیب کا قدیم ترین رسم ہے۔ تاریخی تحقیقات سے معلوم ہوتا ہے کہ پشتونوں میں یہ رسم آریائی معاشرتی نظام کے زمانے سے چلا آرہا ہے”[5]
هر څو که نن د جرګې هغه اهميت نۀ دے پاتې کوم دپاره چې جرګه مشهوره ده او د جرګې مشران هم هغه نۀ دي پاتې چې صرف د الله رضا دپاره به يې جرګه کوله او د ټولنې د پرامنه او د خلکو د روغې جوړې دپاره به هر وخت سرګرم وو۔ اوس دوي هم لکه د وکيلانو او ججانو باقاعده پېسې (فيس) اخلي او چې په کومه جرګه کښې دوي ته څۀ ذاتي فايده نۀ وي نو دوي په کښې هغه دلچسپي نۀ اخلي کومه چې د جرګې د مشرانو يوه خوبۍ ګڼلې شوه خو بهر حال د جرګې خپل اهميت او افاديت اوس هم شته چې د کورټ کچرۍ نه ډېر مؤثر او بهتر دے۔ په بندوبستي سيمو کښې د کچرۍ سسټم موجود دے خو بيا هم خلک خپل مېنځي اختلاف اکثر په جرګو لرې کوي۔ کله کله خو د کورټ د فېصلې باوجود د جرګې ضرورت محسوس شي ځکه چې کورټ او کچرۍ خو يوه فېصله کولے شي خو د فريقېنو تر مينځ تاو تريخوالے نۀ شي لرې کولے۔ قبائيلي سيمو کښې د کچرۍ نظام نوے نوے راغلے دے خو بيا هم دلته اکثر مسئلې په جرګه مرکه هوارولے شي۔
پښتانۀ متل کوي چې “که سل مړي وکړې خو اخر به هم خبرې (جرګې) ته کښېنې” يعني د هرې مسئلې اخري حل جرګه دے۔ لکه څنګه چې د وکيلانو دپاره د ايل ايل بي د ډګرۍ ضرورت وي هم دغه شان د جرګې مشرانو دپاره هم خپل اصول او قوانين دي چې د هغې نه بغېر يو سړے د جرګې کولو اهليت نۀ لري۔ دا قوانين څۀ په ليکلي شکل کښې نۀ دي ځکه چې جرګه د پښتنو د رسم و رواج يو اهم جز دے او رسم و رواج د کلتور يو څانګه ده د جرګې د مشرانو خپله يوه مخصوصه ژبه وي۔ دوي سره په خپلو کښې په داسې اشارو او کنايو خبرې کوي چې عام اولس پرې ډېر کم پوهېږي نو ځکه دلته يوه اصطلاح د جرګې متعلق ډېره مشهوره ده چۍ “جرګه اسانه ده خو په جرګه کښې د خبرې پېژندل ګران دي” په جرګه کښې د مشرانو په خبره پوهيدل ځکه مشکل دي چې د دوي اکثر خبرې ذومعاني وي۔ دې نه علاوه د جرګې مشران اکثر د خپلې خبرې د پېل کولو نه وړاندې يو نقل (متل) يا کومه خاص واقعه (قيصه) خامخا بيانوي۔ د يو مشر دپاره دا ضروري ده چې ورته ښۀ ډېر نقلونه (متلونه) ياد وي چې د موقعې په مناسبت يې ووايي۔ ارواښاد راجولي شاه خټک ليکي:
“جرگتى ايک دانا شخص ہوتا ہے جو حکايتيں اور ضرب الامثال سے پورى طرح واقف ہوتا ہے۔ اس ليے کہ پشتون دانائى کا خزانہ پشتو ضرب الامثال ميں پوشيده ہے۔ ضرب الامثال اس قسم کى روايت کى طرف اشاره کرتے ہیں۔ اس ليے جرگے کے ممبران مثالوں کے ذريعے روايت کى سند پيش کرتے ہیں۔ ضرب الامثال کے علاوه وه مقولے بهى ياد رکهنا ضرورى ہیں جو بزرگوں سے وابستہ ہیں۔ کسى بهى بزرگ کا قول فيصلہ کرنے ميں راہنمائى کا حامل ہوتا ہے”[6]
شرشته
شرشته د جرګې دويم نوم دے۔ په اورکزو کښې د جرګې خپل يو مخصوص سسټم دے۔ کوم خلک چې په جرګه پوهېږي نو هغوي ته “شرشته باز”، “جرګه باز”، “مشران”، “د څلورو سړي”، “منځ لايان”او “منځي ګړي” وئيلے شي۔ کوم خلک، قام يا کاندے او خاندان چې په جرګه کښې مهارت لري نو د هغوي په اړه اکثر وئيلے کېږي چې دوي يوه ښه “شرشته” لري او په جرګه کښې قابليت لرونکي ته “شرشته باز” وئيلے شي۔ کوم سړے چې په جرګه پوهېږي هغه د ټولنې يو هوښيار سړے بللے شي۔
ليار (ﻻر)
هر کله چې د دوو سړيو، ډلو، ټبرو، کليو يا قامونو (قبيلو) تر مېنځ څۀ مسئله راپېښه شي نو که دا پېښه د معمولي نوعيت وي نو بيا خو د دواړو ډلو مشران په خپل مېنځ کښې کښېني او څۀ حل يې راوباسي او که چرې دوي په خپلو کښې د مسئلې په هوارولو کښې ناکام شي او يا مسئله سنګينه وي نو په داسې صورت کښې بيا د بهر مشرانو ته خبره وړلے شي۔ د دې هم دوه صورتونه دي يو دا چې دوي يو بل ته ووايي چې تاسو هم خپل د جرګې مشران راولې او مونږ به يې هم راولو۔ دويم صورت دا دے چې يو فريق خبر هم نۀ وي چې دويم فريق د جرګې مشران راولي او دوي ته په سر کښېني او ورته ووايي چې مونږ فلاني سړي يا فريق راليږلي يو او هغه ليار (ﻻر) غواړي يا هغه وايي چې لارې ته دې راسره کښېني۔ ليار (لار) جرګې، د جرګې فېصلې او انصاف ته هم وئيلے شي۔ يعني ليار د جرګې په حواله په ګڼو معنو کښې پکارولے شي لکه ما سره ليار وکړه يعني جرګه راسره وکړه۔ فلانے
بې ليارې سړے دے يعني بې اصوله دے۔ مشرانو دا ليار تړلې ده يعني دا فېصله يې کړې ده۔ ليار يې ووروله يعني فېصله يې ښکاره کړه۔ فلانے د لارې نه وتښتيدو يعنې د جرګې فېصله يې ونۀ منله۔ په فلاني قام کښې خو دا ليار شته خو دلته دا ليار نۀ چلېږي يعني په هغه قام کښې به د جرګې دا اصول وي خو دلته نشته۔ مشرانو ليار وتړله يعني فېصله يې وکړه۔
په اورکزو کښې د جرګې خپلې مخصوصې ليارې (قوانين) دي۔ که چرته څوک غرۀ، ځنګل کښې يا د شپې مړ کړے شو او قاتلان يې معلوم نۀ وي نو د مړي وارثان د شک په بنياد په کوم سړي يا ټبر د مړي دعوٰى وکړي نو په دې صورت کښې دا ليار ده چې دا فريق به اويا (٧٠) کسان قسم کوي۔ که چرې په دې خاندان کښې خپل اويا کسان سړي نۀ برابرېږي او ضروي خبره ده چې دومره لوے ټبر ډېر کم وي چې اويا کسان سړي ولري نو بيا دوي د لرې خپل خپلوان هم راوستے شي چې قسم دپاره اويا کسان پوره کړي۔
د غلې ډاکې دا ليار ده چې په کوم کس د غلې کولو دعوٰى وي يو هغه او يو ورسره د دې نزدې ترۀ تربور چې ساد يا ساز ورته وايي قسم کوي۔ دلته يوه خبره د غور وړ ده چې دا ساد يا ساز د دعوٰى کونکو په خوښه وي يعني دوي چې په چا ګوته کېښوده هم هغه به قسم کوي۔ په دې موقعه اکثر د داسې کس انتخاب کولے شي چې په ظاهره لږ ښۀ سړے وي او دوي ترې دا طمع وي چې دا به ناجائز قسم نۀ خوري۔
د زمکې او د جائيداد دا ليار ده چې که څوک په يو پټي، غر يا په کوم بل جائيداد وغېره دعوٰى وکړي نو په دې صورت کښې په اورکزو کښې دا ليار ده چې دعوٰى کونکي ته ګواه ورکړے شي او په چا چې دعوٰى ده هغۀ ته قسم۔ که چرې دعوٰى کونکي ګواه پېدا کړل نو بيا خو لانجه ختمه ده ګني بيا چې په چا دعوٰى ده هغوي لس کسان قسم وکړي چې دا زمکه يا غر زما خپل دے او د دعوٰى کونکي پکښې هيڅ حصه نشته۔
بدي
کله کله داسې هم کېږي چې فريقېن د جرګې انتظار هم ونۀ کړي او په يو بل ډزې وکړي او يا داسې هم وشي چې د جرګې مشران داسې فېصله وکړي چې يو فريق ته منظوره نۀ وي نو په دې صورت کښې هم دوي د مخالف فريق په مېلو (کورونو) ډزې وکړي۔ که چرې مسئله د جائيداد، دولت يا بل کوم د معمولي نوعيت وي نو فريقېن بيا د سړي ويشتلو شعوري کوشش نۀ کوي صرف په مېلو (کورونو) او مورچو ډزې کوي او سړي هيڅ قسمه کار روزګار ته نۀ پرېږدي۔ دلته دا خبره د يادونې وړ ده چې يو فريق د بل فريق ماشومانو، بوډاګانو او ښځو ته هيڅ قسمه نقصان نۀ رسوي او نۀ ورباندې ډز کوي۔ په پښتنه ټولنه کښې د ماشومانو، بوډاګانو او ښځو ډېر خيال ساتلے شي۔ تر دې حده چې پښتانۀ په بدي کښې هم په دوي لاس نۀ پورته کوي۔ که څوک بدبخت داسې وکړي چې په ماشومانو، بوډاګانو او ښځو ګوزار وکړي نو بيا داسې سړي ته کم سيال وئيلے شي۔ د کم سيالو خلکو د دوستۍ او دښمنۍ نه هر څوک پناه غواړي۔
ووله
هرکله چې د فريقېنو ترمينځ ډزې روانې وي نو د شاوخوا خلک راځي او خپل څادرونه په مورچو کښې ناستو خلکو ته وخوځوي چې تاسو ډزې بند کړئ۔ دا ډز بندي عارضي او مختصر وخت دپاره وي چې په مقامي اصطلاح کښې ورته “ووله” وايي۔ د وولې په دوران کښې د روغې جوړې کوشش کېږي که چرې د مسئلې څۀ فوري حل را ونۀ ځي نو بيا دا خلک د هغې ورځې تر ماښامه ووله وکړي۔ ووله د کاڼي (تيږې) دويم شکل دے خو فرق پکښې دا دے چې “ووله” انتهايي ايمرجنسي حالت کښې يوې لنډې مودې دپاره کولے شي۔ که په ډزو کښې څوک مړ شي يا په خپل مرګ مړ شي نو د هغه قبر او ګور کفن د بندوبست دپاره هم ووله کولے شي۔
کاڼے (تيږه)
کاڼے چې ډېر پښتانۀ ورته تيږه وايي د جرګې يو ډېر اهم جز ګڼلے شي۔ ارواښاد ډاکټر راجولي شاه خټک په خپل کتاب پشتون ولي کښې ليکي
“گاؤ ں کے چند سفيد ريش، بزرگ دونوں خاندانوں يا متحارب گروپوں کے درمياں پہلے ايک عارضى جنگ بندى يا فائر بندى کرا ليتے ہيں اس فائر بندى کے ليے پشتونوں ميں صديوں پرانى ايک رسم ہے جس کو تيگہ رکھنا کہا جاتا ہے” [7]
پښتانۀ د کاڼي ډېر خيال ساتي تر دې پورې چې د کوم فريق څوک سړے ووژلے شي او د جرګې مشران راشي او دوي نه د کاڼي غوښتنه وکړي نو دوي يې خيال وساتي او کاڼے وکړي۔ د کاڼي موده لږه هم کيدے شي او زياته هم۔ دا په فريقېنو دارومدار دے۔ د کاڼي په دوران کښې څوک هم په خپل دښمن څۀ پام غرض نۀ ساتي۔ که د سر دښمن يې هم وي خو پښتانۀ تر خپله وسه د کاڼي پوره پوره لحاظ ساتي۔ که چرې څوک د کاڼي خيال ونۀ ساتي نو د هغۀ خلاف نۀ صرف هغه مشران چې دوي ترمېنځ يې کاڼے کړے وي بلکې پوره قام راپاڅي او هغه جرمانه ترې واخلي کومه چې مشرانو د کاڼي په وخت مقرره کړې وي۔ دا جرمانه د نغدو پېسو او د څو مېلو (کورونو) د سوزولو په شکل کښې وي۔ که چرې دوي نغدې پېسې نۀ ورکوي نو بيا دوي کورونه وسوزولے شي او تر هغه وخت جلا وطن کړے شي چې تر څو يې دا جرمانه نۀ وي لنډه کړې۔
ګاڼه
ګاڼه هم د جرګې يوه اهمه برخه ده چې په نورو پښتنو سيمو کښې ورته مچلکه هم وايي ۔ هر کله چې د جرګې مشران را جمع شي او د دواړو ډلو بيان واوري نو بيا دوي دواړو نه د ګاڼې غوښتنه وکړي۔ ګاڼه يو قسم ته ضمانت دے او مقصد يې د جرګې د مشرانو د فېصلې ته اهميت ورکول هم دي ۔ څۀ وخت وړاندې پورې د ګاڼې په صورت کښې دواړو ډلو نه څو څو ټوپکونه کېښودلے شول چې د ټوپکو شمېر به د مسئلې د نوعيت مطابق وۀ۔ که مسئله به لويه وه نو زيات ټوپک به يې کېښودل او که مسئله به وړه وه نو بيا به يې کم ټوپکونه کېښودل۔ نن سبا د ټوپکو ځاے نغدو پېسو نيولے دے ۔ د ګاڼې اخستو نه وروسته مشران د جرګې د فېصلې دپاره يوه ورځ وټاکي چې په مقامي اصطلاح کښې ورته “وعده” وايي۔ د جرګې د فېصلې د مشکلاتو په صورت کښې څو څو وعدې کولے شي۔ چې کله د جرګې مشران خپله ليار (فېصله) ښکاره کړي نو بيا د دواړو ډلو مشرانو ته دا موقعه ورکولے شي چې هغوي د خپلو خيالاتو اظهار وکړي۔ که ليار دواړو ډلو ته منظوره وي نو بيا د جرګې مشران دواړو ډلو ته خپله ګاڼه واپس کړي خو د ګاڼې واپس کولو هم خپلې پېسې اخلي۔ که چرې يوه ډله دا ليار ونۀ مني نو د هغه ډلې ګاڼه مشران ضبط کړي او ثبوت دپاره يې ځان سره ساتي که بل څوک سبا په دې مسئله جرګه کوي نو دوي پرې راپاڅي چې مونږ دا فېصله کړې ده او دې ډلې نۀ ده منلې او دا ګاڼه يې مونږ سره بطور ثبوت اوس هم پرته ده۔
داسې هم اکثر کېږي چې د جرګې مشران د يوې ډلې نه پېسې (رشوت) واخلي او ليار سمه ونۀ تړي (فېصله کښې ناانصافي وکړي) نو متاثره ډله بيا نور مشران راولي او د جرګې دا فېصله چېلنج کړي۔ دا مشران هم اول د دواړو ډلو نه بيان واخلي او بيا د تړلې ليارې (د جرګې فېصلې) نه ځان خبر کړي۔ که چرې واقعي ناانصافي شوې وي نو بيا دوي د نوي سره بله ليار وتړي او که ناانصافي نۀ وي شوې نو بيا دوي دې ډلې ته مخ ورواړوي چې د دې مسئلې هم دا ليار ده۔ خو داسې ډېر کم کېږي ولې چې نن سبا جرګه هم هغه نۀ ده پاتې چې هره خبره به د ذاتي مفاداتو نه بالا تر وه۔ اکثر داسې کېږي چې دا دويمه جرګه هم د دې فريق نه پېسې واخلي او د هغوي په حق کښې فېصله وکړي۔ او داسې اولنۍ ليار (فېصله) ماته شي۔ کله کله داسې هم وشي چې د دواړو جرګو تر مېنځه مقابله هم راشي چې هر يو خپله تړلې ليار (فېصله) سمه ګڼي او بيا خبره تر لرې لاړه شي۔ په دې صورت کښې د اورکزو په سطح منلي شوي مشرانو ته خبره مخې ته کېښودلے شي او دلته بيا دوي د اورکزو د مختلفو قومونو د جرګو ليارو (اصولو) ته د کتو نه پس د يوې جرګې ليار سمه وګرځوي که دې نه پس هم څوک دا ليار نۀ مني نو هغه بيا کبرژن بللے شي ولې چې د اورکزو په سطح دا فېصله د سپريم کورټ فېصله تصور کېږي چې بيا چرته هم نۀ چېلنج کېږي۔
نن سبا ګاڼه د نغدو پېسو په شکل کښې اخستلے کېږي او د جرګې د فېصلې نه پس اکثر خوړلے کېږي۔ يعني که دواړه ډلې فېصله ومني نو بيا هم دوي ځان ته دا جواز جوړوي چې د مسئلې فېصله د خېر سره ترسره شوه نو دغه پېسې بيا دوي په خپل مېنځ کښې ووېشي۔
ګاڼه د جرګې د دې رسم نه علاوه په نورو معنو کښې هم استعمالېږي۔ لکه د نغدو پېسو په بدل کښې چا سره څۀ څيز کېښودل يا زمکه او پټے وغېره د نغدو پېسو يا د يو بل کوم څيز په بدل کښې تر هغې ګاڼه کول چې تر څو دغه پېسې يا څيز واپس کړے شوے نۀ وي۔
د قسم شپه
د قسم شپه په اورکزو کښې د جرګې يو اهم قانون پاتې دے چې د ځينو خلکو له خوا يې شديد مخالفت هم کېدو او د ظلم شپه به بلل کېده۔ د جرګې مشرانو به ليار وتړله او يوې ډلې يا سړي ته به يې قسم ورکړو يعني چې دا سړے به درته قسم وکړي چې دا پټے ، غر يا کوم بل شے زما دے او يا دا چې په دې به د مخالفې ډلې له خوا کومه دعوٰى وه دې د قسم خوړو سره د هغې ترديد وکړي۔ دې مشرانو به چې کوم فريق ته د قسم کولو حق ورکړو نو په هغه فريق به يې څۀ نغدې پېسې هم مقررې کړې کومې به چې د جرګې مشرانو په خپل مينځ کښې وېشلې۔ دې نه علاوه به يې څۀ پسونه او ګډان هم په دغه شپه حلالول۔ د قسم شپه يو قسم ته جابرانه دستور دے نو ځکه يې اوس هغه اهميت نۀ دے پاتې او ورو ورو په ختمېدو دے۔ د قسم شپې په اړه د مشرانو استدلال هم څۀ دومره زورور نۀ دے۔ دوي وايي چې د قسم سره دې فريق ته ګټه په لاس ورځي نو ځکه مونږ هم ترې خپل حق اخلو خو اکثر د قسم کول د يو فريق انتهايي مجبوري وي ګنې قسم کول يا يې بل نه اخستل څۀ معمولي خبره نۀ ده۔ اورکزي قسم کول او قسم اخستل يو غېر معمولي عمل ګڼي ځکه چې کوم کسان قسم وکړي هغوي خپل ځانونه مړۀ حسابوي۔ په دې موقعه دوي وايي چې فلاني زمونږ سرونه پرې کړل۔
واک
واک اختيار ته وايي خو دا هم د جرګې تر ټولو اهم جز دے ولې اکثر مشران کوشش کوي چې د فريقېنو تر مينځ فېصله په قسم نه بلکې په واک فېصله کړي۔ قسم سره چې کومه لانجه حل شي نو بيا د دواړو فريقېنو تر مينځه زړۀ بدون (خفګان) تر ډېره وخته موجود وي۔ نو ځکه د مشرانو دا کوشش او خواهش وي چې خبره په واک فېصله کړي۔ د واک رسم داسې دے چې مشران د دواړو فريقېنو نه د واک غوښتنه وکړي۔ د واک اخستلو يوه طريقه دا ده چې يو مشر په خپل لاس کښې څۀ څيز ونيسي اول يو او بيا بل فريق ته ورشي چې په دې لاس کېږده هر کله چې دواړه فريقه پرې لاس کېږدي نو د دې دا مطلب شو چې دوي د جرګې مشرانو ته د فېصلې واک ورکړو۔ چې يو ځل فريقېن واک ورکړي نو بيا دوي د جرګې د فېصلې منلو پابند وي ځکه چې ليار (د جرګې فېصله) ماتيدلې شي خو په واک باندې بل واک نۀ شي اخستلے کيدے۔ د واک هم دوه عام قسمونه دي يو مشروط واک دے چې يو فريق د واک ورکولو په وخت د جرګې مشرانو ته يو حد وښيي نو په دې صورت کښې که د جرګې مشر د هغه حد نه تجاوز وکړي نو دا فريق بيا د جرګې د منلو پابند نۀ وي ولې چې دوي کوم واک ورکړے وۀ هغه مشروط وۀ۔ دويم د اوبو وړے واک دے چې په دې کښې د جرګې د مشرانو هره فېصله اخري او حتمي فېصله تصور کېږي چې منل يې په دواړو فريقېنو لازم وي۔
د جرګې پسۀ
هر کله چې جرګه روانه وي او څۀ حتمي فېصلې ته نۀ وي رسيدلې نو په دې دوران کښې چې د ټيکالې (ډوډۍ) وخت شي نو دواړه ډلې د جرګې مشرانو ته پسونه او مږونه (ګډان) حلالوي چې د جرګې پسۀ ورته وئيل کېږي۔ هر ډله خپل خپل مشران ځان سره بوځي او غوښې پرې وخوروي۔ دې نه علاوه چې د جرګې د مشرانو فېصله ومنلے شي نو په دې موقعه هم مشران دا اعلان وکړي چې دواړه ډلې دې دومره پسونه يا مږونه حلال کړي او دومره دومره د نغدې پېسې هم راوړي۔ دې پسونو يا مږونو او نغدو پېسو ته هم د جرګې پسۀ وئيلے شي۔ په جرګه کښې موجود ځينې تقوٰى دار مشران د جرګې پسۀ نه ډډه کوي۔
ناغه
ناغه د جرمانې دويم نوم دے۔ څوک چې څۀ داسې جرم وکړي چې د کلي او علاقې د رسم و رواج ته پرې نقصان ورسي او يا د جرګې د مشرانو د څۀ فېصلې ښکاره خلاف ورزي وي نو په دې صورت کښې متعلقه سړي يا ډلې نه جرمانه اخستلے شي چې په عامه اصطلاح کښې ورته ناغه وئيلې شي۔
زرے
په اورکزو کښې چې د چا څۀ ورکه وشي او يا يې کوم نور تاوان وشي چې غل او ملزم يې معلوم نۀ وي نو دې دپاره خپل ځانګړے رسم دے چې زرے ورته وئيلے شي۔ د دې طريقه داسې ده چې د کوم سړي ورکه يا څۀ نور زيان شوے وي خو هغۀ ته خپل دښمن معلوم نۀ وي يو داسې سړے چې هغۀ ته غل يا ملزم معلوم وي خو په پټه راشي او دے ته ووايي چې زۀ درته هغه سړے ښايم چا چې دا جرم کړے دے خو دومره پېسې به هم راکوې او زما نوم به هم چا ته نۀ ښايې۔ دا د زري بنيادي نقطه ده چې زري خور نوم به په راز کښې ساتلےشي۔ زري خور ته د معاملې د نوعيت په مناسبت پېسې ورکولے شي۔ دا پېسې هم په دې شرط ورکولے شي چې غل يا مجرم د جرم اعتراف وکړي که چرې هغۀ انکار وکړو او قسم يې وخوړو چې دا کار ما نۀ دے کړے نو په دې صورت کښې بيا زري خور ته پېسې نۀ شي ورکولے کيدے۔
هر کله چې زري خور دے سړي ته هغه مجرم وښايي نو دا سړے لاړ شي په هغه کلي کښې اعلان وکړي چې زما دا ورکه شوې ده يا مې دا زيان شوے دے خو اوس په دې کلي کښې (په يو کس يا ډېر چې څومره ورته زري خور ښودلي وي) زرے غواړي۔ تر فلانۍ ورځې پورې تاسو ته مهلت دے۔ که څوک کْرار شول (اعتراف وکړي) نو هيڅ خبره نۀ ده ګني بيا پرې زۀ دومره دومره زرے ورکوم۔ دا يو قسم ته دړکه ده چې اصل مجرم وډروي ولې چې که سبا چرته د زري اخستو نه پس په جرګه کښې دا مجرم د جرم اعتراف وکړي نو د نورې ناغې (جرمانې) تر څنګ ترې د زري دا پېسې هم اخستلے شي۔
د مهلت ورځو په دوران کښې که چا اعتراف وکړو نو صرف هغه شوے تاوان او څۀ لږه شان ناغه (جرمانه) ترې واخستلے شي او زري خور ته د رسم مطابق پېسې نۀ شي ورکولے او که د مهلت ورځ تېره شي او څوک کْرار نۀ شي نو بيا د جرګې دپاره يوه ورځ وټاکلے شي۔ د جرګې مشران د ليارې مطابق دے سړي ته د قسم حق ورکړي که چرې دے قسم وکړو نو بيا زري خور ته پېسې نۀ شي ورکولے کيدے او که چرته د قسم نه ستون شو او د جرم اعتراف يې وکړو نو بيا د جرګې مشران په دے مجرم د شوي تاوان سره سره يوه درنه جرمانه هم ولګوي او د زري پېسې ادا کول هم په دۀ ضروري شي۔
لښکر
په اورکزو کښې لښکر د جرګې يو اهم جز دے۔ دلته چې څوک څۀ سنګين جرم وکړي نو اول خو پرې خپل قام راپاڅي او يو لښکر جوړ کړي او ورنه د کړي جرم تپوس کوي که چرې جرم داسې وي چې ټولو اورکزو سره يې تعلق وي يا مجرم زورور وي نو بيا د اورکزو د ټولو قامونو يو مشترکه لښکر جوړ شي او د مجرم کلي کور ته راشي اول يې د ټول ټبر کورونه وسوزولے شي او بيا پرې ناغه مقرره کړے شي او چې ترڅو يې دا ناغه نۀ وي پرې کړې د وطن نه جلا وطن کړے شي ۔
په لښکر کښې ډول سرڼے اهم کردار کوي۔ تر څو پورې چې لښکر ختم شوے نۀ وي نو په مختلفو موقعو او مختلفو ځايونو کښې د ډول سرڼي محفلونه ګرمولے شي۔ که يو طرف ته د مشرانو جرګه روانه وي نو بل طرف ته د ځوانانو بلبله (اتڼ) شروع وي ۔
په لښکر کښې د راغلي خلکو تعلق د لرې سيمو سره وي او په اورکزو کښې د بازارونو او هوټلونو هم څۀ خاص اسانتياوې نشته نو دا ټول خلک د ټيکالې (ډوډۍ) په وخت په کليو تقسيم شي۔ د کلي خلک د لښکر د ټيکالې او د شپې د انتظام ذمه وار وي ۔
چيغه
چيغه هم د لښکر يو شکل دے۔ خو په دواړو کښې فرق دا دے چې لښکر د صلاح مشورې نه پس جوړېږي او چيغه په ناساپي پېښه جوړه شي۔ د مثال په توګه د يو کلي مال (څاروي) چې غلۀ ډاکوان بيايي نو غوبانۀ (شپانۀ) شور جوړ کړي او که کوم چا سره ټوپک وي نو ډزې وکړي د کلي خلک ټول د کورونو نه ټوپکې راواخلي او په غلو پسې روان شي۔ دوي په لاره لاره ډزونه هم کوي۔ دوي تر هغې په غلو ډاکوانو پسې منډې وهي چې يا غلۀ ونيسي او يا ترې مال راخلاص کړي۔ دغه شان چې کومه ناساپي پېښه هم راپېښېږي نو د کلي خلک چيغه جوړه کړي۔ چيغه د کلي مشترکه عمل دے۔ دې کښې دې ته نۀ شي کتلے چې د چا مال يا کوم بل زيان کېږي خو چې غږونه او ډزونه شروع شي نو هر سړے د خطرې ځاے ته ځان رسوي۔ چيغه يو ډېر مؤثر عمل دے د دې په ذريعه د ډېرو ناوړو پېښو مخ نيوے ممکن شي۔
لوښے
زما د معلوماتو تر مخه لوښے د اورکزو يو مخصوص او منفرد رسم دے۔ يو سړے يا ټبر چې کمزورے وي او د خپل دښمن مقابله نۀ شي کولے نو هغه په کلي او علاقې کښې يو زورور سړي يا ټبر ته لوښے ورکړي۔ کوم چا ته چې لوښے ورکړے شي نو دا سړے يا ټبر د لوښي ورکونکي سړي نائيکان ګڼلے شي۔ د لوښي په ذريعه دا ټبرې سره وتړلے شي۔ د لوښي نه پس چې څوک دے سړي يا ټبر سره زور زياتے کوي نو دوي راپاڅي او په سر يې جرګه هم کوي او جنګ هم۔ د لوښي ورکولو رسم داسې دے چې کمزورے سړے به څو پسونه يا مږونه او کله کله غوا هم ځان سره بوځي او چې چا ته لوښے ورکوي د هغۀ په کور کښې يې حلال کړي او بيا اعلان وکړي چې ما فلاني ته لوښے ورکړ۔ لوښي اخستونکي به هم اعلان وکړي چې ما د فلاني سړي لوښے قبول کړو د نن نه پس که دے سره چا بدي يا زور زياتے کولو نو دا به زما سره زور زياتے وي۔ لوښي دپاره د خپل قام سړے ضروري نۀ دے دا په بل قام کښې هم ورکولے کيدے شي۔ د بندوبستي سيمو خلک چې په رعايت کښې کوم جرم وکړې نو د پوليس نه د بچ کيدو دپاره به يې اورکزو ته تيښته کوله او يو چا سره به يې پناه واخسته۔ دوي يا خو خپل دوست، پېژندګلو يا داسې سړي ته ورتلل چې دوي ورته لوښے ورکړے وے او که لوښے يې له وړاندې نه نۀ وے ورکړے نو په دې موقعه به دوي خپله مجبوري وړاندې کړه او لوښے به يې ورکړو۔ چې يو ځل څوک لوښے ورکړي نو بيا دا سړے د دې خاندان خپل سړے تصور کېږي۔ نن سبا چونکې په خلکو کښې ماده پرستي او مفاد پرستي سيوا شوې ده نو د لوښي دې رسم هغه اهميت نۀ دے پاتې ولې چې څوک دومره لېوني دي چې د پردو خلکو غمونه په خپل سر واخلي۔ نن سبا خو خلک خپلو غمونو ته هم نۀ دي وزګار نو د نورو د غمونو به سړے څۀ ووايي۔
ګوندي
ګوندي د ډلې يا فريق په معنو کښې استعمالېږي۔ د ګوندي نه مطلب د يو سړي يا ډلې مرسته ملګرتيا کول دي۔ کله کله چې د دوو ډلو تر مېنځه څۀ لانجه راپورته شي نو د شاوخوا خلک نيم په يوې او نيم په بلې ډلې ودرېږي۔ دغه شان د جرګې مشران هم د جرګې په دوران کښې د خپلې ګوندي لحاظ ساتي۔ د ګوندي نه يو مطلب دا هم دے چې زۀ به ستا مرسته کوم او تۀ به زما۔ په ګوندي کښې دې ته نۀ شي کتلے چې زۀ د چا مرسته کوم دا ظالم دے که مظلوم خو بس زما د ګوندي سړے دے نو مرسته يې په ما ضروري ده۔ دا يو داسې بد رسم دے چې د قران پاک د دې ايت (وتعاونوا على البر والتقوى ولا تعاونوا على الاثم والعدوان )
ژباړه: “تاسو د خېر او نېکي په کارونو کښې د يو بل مرسته کوئ او د ګناه او ظلم په کار کښې د يو بل مرسته مه کوئ”[8] سره سمونه نۀ خوري ولې چې په ګوندي کښې د خپلې ډلې په پټو سترګو مرسته کېږي اګر که هغه ظالم ولې نۀ وي۔
شلګون:
شلګون هم د جرګې يو ځانګړے قانون دے۔ په کومو سيمو کښې چې غرونه او ځنګلونه مشترک دي هلته د شلګون رسم اوس هم شتون لري۔ د کلي، تپې يا قام د شريکو غرونو ، ځنګلونو د ساتلو دپاره يوه کميټۍ وي چې په شلګون مشهوره وي۔ دا شلګون د شريک غر او ځنګل د حفاظت ذمه وار وي۔ په شريک غر يا ځنګل کښې که کوم سړے په پټه يا ښکاره لرګي وغېره ووهي نو دا شلګون (کميټي) هغه سړي پسې ورځي او ناغه (جرمانه) ترې اخلي۔ دا جرمانه د وړاندې نه ټاکلې شوې وي۔ يعني چا چې څومره لرګي وهلي وي د هغې په مناسبت ترې ناغه اخستلے شي۔ د شلګون د نوم په اړه ځينې مشران وايي چې دا ناغه به شل روپۍ وه نو ځکه ورته شلګون وايي خو د زما د تحقيق تر مخه دا جرمانه په مختلفو سيمو کښې مختلفه وي چرته کمه او چرته زياته نو ځکه د شلو روپو نوټ (شلګون) سره څۀ سمون نۀ خوري۔ شلګون د غرونو ، ځنګلونو په ساتلو کښې ډېر اهم کردار ادا کوي۔
قام زونه:
قام زونه د اورکزو يو داسې رواج او دستور دے کوم ته چې د يو مهم قانون درجه حاصله ده۔ دا دستور يا قانون د پښـتنو په نورو سيمو کښې زما د معلوماتو تر مطابق وجود نۀ لري۔ دلته ورته په مقامي لهجه کښې “قام زونه” وايي۔ دا يو داسې دستور دے چې د اورکزو په امن کښې يې مرکزي او کليدي کردار ادا کړے دے۔ د دې اطلاق په دوو طريقو کېږي، يوه دا چې د چا څرنګه دښمني او بدي هم وي خو د جمعې او د اختر په ورځ به څوک په خپل دښمن ګزار نۀ کوي۔ مطلب دا چې په دې ورځو کښې هر دښمن ښۀ بې خطره ګرځي۔ که څوک د جمعې يا د اختر په ورځ دا غلطي وکړي او خپل دښمن ته څۀ زيان تاوان ورسوي نو د قام زونې قانون او دستور دا دے چې دا سړے به سره د ټول خاندان څۀ مودې دپاره جلا وطن کولے شي۔ ټولې ودانۍ او مېلې (کورونه) به يې سوزولے شي او يوه درنه جرمانه ورنه هم اخستل کېږي۔ تر څو چې يې هغه جرمانه نۀ وي ادا کړې وطن ته نۀ شي راستنېدلے۔ د جمعې او د اختر ورځو نه علاوه هم د څۀ خاص مصلحت يا د مشترکه ستونزې او بهرنۍ کشالې له وجې په ټولو اورکزو او کله کله د يو قام په خپلو کښې دا “قام زونه” د ټاکلي وخت دپاره نافذ کړي۔ په دغه موده کښې ټولې دښمنۍ په عارضي توګه معطل شي ۔
پراره:
پراره هم د جرګې يو اهم جز دے۔ که چرته څوک په جنګ او جګړه کښې زخمي شي هغه که په سوک، کوتک، کاڼي او که په ډز وي نو دې دپاره دلته يو قانون موجود دے چې پراره ورته وئيلے شي۔ هر کله چې د جرګې مشران د يوې داسې لانجې روغه جوړه کوي چې څوک پکښې زخمي شوي هم وي نو دوي د پراژلي (ژوبل تن) دپاره يو مناسب تاوان مقرر کړي۔ د دې تاوان هم دوه قسمونه دي يو د معمولي پراژلي تاوان دے چې هډوکے يې نۀ وي مات شوے او دويم سخت پراژلے چې هډوکے يې مات شوے وي۔ دهډ ماتي (چې هډوکے يې مات شوے وي) پراژلې پراره (تاوان) د مړي د نيم تاوان برابر وي۔ پراژلے چې يو ځل پراره واخلي نو بيا هغه خپل بدل نۀ شي اخستلے او دا لانجه همېشه دپاره ختمه تصور کېږي۔
تاوان:
تاوان په دوه قسمه دے، يو هغه چې څوک چا ته څۀ زيان ورسوي هغه که د ځان په شکل کښې وي او که د مال خو د هغې يو مناسب قيمت سره د ملامتې ورکړي او لانجه ختمه شي۔ دويم تاوان يو ځانګړے قسم دے چې نور پښتانۀ ورته سوره هم وايي۔
نېک
د مړي خون بها اخستلو ته په اورکزو کښې نېک وئيلے شي۔ يعني يو څوک د جرګې د لارې د يو مړي (وژلي شوي) تاوان واخلي او خپل مړے وبخښي نو په دې موقعه وئيلے شي چې فلاني د فلاني نه نېک واخستو۔ نېک (خون بها) د جرګې د لارې ټاکلے شي خو دا رقم د جرګې مشران په خپله خوښه کمولے او زياتولے نۀ شي ولې چې دې دپاره هم د وړاندې نه يو حد ټاکلے شوے وي۔ يعني دا د وخت سره بدلېږي خو بيا هم دا رقم د يو قانون په توګه په ټوله اورکزۍ کښې موجود وي۔
پور:
پور ته په عامه توګه بدل يا قصاص هم وايي او دا د قرض په معنو کښې هم کارولے شي۔ دې نه علاوه “پور” د تاوان او نيکي په توګه هم زمونږ په ټولنه کښې رواج لري۔ د پور متعلق زمونږ په فولکلور او اولسي شاعرۍ کښې ډېر تذکرې مخې ته راځي۔ لکه دا نقلونه (متلونه) چې “پور د نر سړي ميړۀ دے” يا “پوروړي چا نۀ دي وژلي”، “دنيا په پور ودانه ده”۔ دغه شان يوه محاوره ده چې “پور پرې کول” يعني يو څوک چې مړ شي نو پښتانۀ وايي چې فلاني پور پرې کړو۔
پښتانۀ د پور ډېر خيال ساتي۔ تر دې چې په مړي ژوندي کښې هم د پور بدل خيال ساتي۔ يو څوک چې د چا د مړي جنازې پاتا کښې نۀ شريکېږي نو دوي يې هم بيا د مړي جنازې پاتا ته نۀ ورځي ۔
دې نه علاوه پور په يو چا باندې د مړي پراژلي د بدل په معنو کښې عام مستعمل دے۔ نن هم د جرګې د لارې د پور پوره کولو يا پور لنډولو رسم وجود لري۔ لکه څنګه چې وړاندې د “پراره”، “تاوان” او “نېک” ذکر وشو، په وسيع معنو کښې دا ټول د جرګې رسمونه د “پور” په دايره کښې هم راځي۔
ګْرمه
ګرمه هم د پښتنو د جرګې يو مهم توکے دے۔ دا تورے عموماً د ګرم ناګرم، پړې وړې يا پړ وړ، حق ناحق او ګناهګار او بې ګناه ثابتېدو نه وروسته په عمل کښې راځي۔ هر کله چې د دوو ډلو ترمينځ څۀ ستونزه، لانجه يا جنګ جګړه راپېښه شي او دواړه ډلې ځانونه په حقه بولي۔ په داسې صورت کښې د جرګې مشران د دواړو ډلو بيان واوري او بيا فېصله وکړي۔ د کومې ډلې چې زياتے ثابت شي نو دغه جرګه په هغوي څۀ جرمانه کېږدي، عموماً دغه د پسونو او مږونو (ګډانو) په شکل کښې وي۔ دې جرمانې ته په اورکزو کښې ګرمه وايي۔ ګرمه منل، ګرمه ورکول، ګرمه اخستل، ګرمه خوړل او ګرمه واپس کول يا ګرمه معاف کول ترکيبونه او اصطلاحات هم د ګرمې مختلفو نوعيت عکاسي او ترجماني کوي۔ اورکزو کښې د ګرمې حوالې سره يو نقل (متل) مشهور دے چې: “تربور وهه په ګرمه يې مه شرمېږه”
ننواتي
ننواتي د پښتونولۍ يو داسې توکے دے چې د کالونو بدۍ پرې ختمېږي او د سر دښمن ته هم پرې معافي کولے شي ۔ د معافي غوښتلو او معافي کولو تصور په نورو قامونو کښې هم شته او سپېځلي اسلام هم معافي کولو ته غوره عمل وئيلے دے۔ ننواتي اصل کښې په خپل کړي ظلم او زياتي پښېمانتيا ښکاره کول دي، نو چې يو څوک په خپل کړي جرم پښېمانه شي او راتلونکي کښې د داسې جرم د نۀ کولو کلکه اراده کړي نو په پښتونولۍ کښې بيا داسې مجرم خامخا بخښلے شي۔ د ننواتي دستور په ټوله پښتنوخوا کښې رواج لري خو د دې مختلف قسمونه دي، پوهاند صديق الله رښتين ليکي:
“د يوې ګناه بخښلو دپاره د چا عذر کول او کور ته ورتلل ننواتې ده۔۔۔۔۔ په ننواتې کښې سپين ږيري، ملايان، او مياګان استول کېږي، خو په زياتو کښې ښځمنې او تورسرې برخه اخلي۔۔۔۔۔۔۔ په ننواتې کښې زيات پښتانۀ ځان سره پسونه هم بيائي او بيا يې حلالوي۔ دغه شان قران هم له ځان سره وړي۔”[9]
پښتونولۍ کښې ننواتي ته په درنه سترګه کتلے شي نو ځکه ننواتي خامخا قبلولے شي او که څوک د ننواتي نه سر وغړوي نو داسې سړي ته بيا بې پښتو وئيلے شي او “بې پښتو” په پښتنه ټولنه کښې پېغور دے۔
په اورکزو کښې د ننواتې دې رسم ته “نغرے نيول، کټ پښه نيول، ملامته ورکول يا ځان ملامته کول، پړه منل او سر ټيټے کول هم وايي۔
د نغري (انغري) نيول په دې معنا دي چې څوک يو ځل د چا کور ته په ننوانې ورشي نو بيا تر هغې نۀ پاڅي چې تر څو يې ننواتې نۀ وي منل شوې۔ هم دغه شان “کټ پښه نيول” هم دي۔ د کټ پښې نيولو رسم داسې دے چې کله څوک د چا د لاسه ووژلے شي نو په موقعه هغوي د خپلې غلطۍ او جرم اعتراف وکړي۔ کله چې د مقتول مړے د جنازې مونځ نه پس د ښخولو دپاره قبر ته کوزلے شي نو په دغه موقعه دوي د جنازې د کټ پښه ونيسي او اعلان وکړي چې مونږ ملامته يو او هرې سزا ته تيار يو۔ په دې موقعه دوي سره د سيمې مشران، ملايان او سپين ږيري هم وي۔ پښتو ډېره زوروره ده نو د زورورې پښتو له مخې د مړي وارثان هغوي ته يا خو په موقعه بخښنه وکړي او يا بيا مهلت وغواړي۔ د مهلت په صورت کښې مشران او سپين ږيري د يو څو ورځو دپاره د دوي ترمېنځ د صلحې اعلان وکړي۔ د دې مطلب دا وي چې د مړي د دعا پاتا رسم سر ته ورسېږي نو بيا به پرې د جرګې او ننواتې د رسم مطابق خبرې اترې کولے شي ۔ په ننواتې کښې د جرم نوعيت ته کتلے شي او د هغې مطابق پسونه، مږونه او غوا غوايان حلالولے شي۔ کله کله داسې هم وشي چې په ننواتې کښې را وستلي ځناور ژوندي واپس کړے شي او ننواتې منظوره کړې شي ۔موجوده وخت کښې د اورکزو جرګه هم ډېره بدله شوې ده۔ په دې مقاله کښې ذکر شوي د جرګې ځينې رسمونه يا خو مکمل بدل شوي او يا بيا پکښې تر ډېره حده بدلون راغلے دے۔ خصوصاً د فاټا ضم کيدو وروسته خو جرګه هغسې نۀ ده پاتې ولې چې اوس عدالتونو هم خپل کار پېل کړے دے خو بيا هم اکثر ستونزې د جرګې د لارې هوارولے شي ۔
[1] : کاکا خېل، سيد بهادر شاه ظفر، پښتانۀ د تاريخ په رڼا کښې،پېښور، يونيورسټي بک ايجنسي خېبر پښتونخوا،اشاعت نهم،٢٠١٢، مخ١٠٩١
[2] : قلندر مومند، درياب، اين ډبليو ايف پي ټيکسټ بک پېښور
[3] : فیروز اللغات، جدید، نیا ایڈیشن
[4] : شينواري، نادر شاه، جرگہ، پشتو اکیڈمی پشاور يونيورسٹی بہ اشتراک لوک ورثہ اسلام اباد، ۲۰۰۸، ص ۵۹
[5]: راجوالی شاہ خٹک، پروفیسر،ڈاکٹر، پشتون ولی، پشتو اکیڈمی پشاور يونيورسٹی بہ اشتراک لوک ورثہ اسلام اباد،۲۰۰۸، ص ۶۷
[6] : راجوالی شاہ خٹک، پروفیسر،ڈاکٹر، پشتون ولی، پشتو اکیڈمی پشاور يونيورسٹی بہ اشتراک لوک ورثہ اسلام اباد،۲۰۰۸،، ص ٦٩
[7] : راجوالی شاہ خٹک، پروفیسر،ڈاکٹر، پشتون ولی، پشتو اکیڈمی پشاور يونيورسٹی بہ اشتراک لوک ورثہ اسلام اباد،۲۰۰۸،ص ٧٦
[8] : القران،پ ٦، س ٥ ،ايت ٢
[9] : رښتين، صديق الله، پوهاند، پښتنے لارښود،مخونه ٢٤،٢٥