افغانستان کښې د سولې پروسه او منطقې مستقبل – خادم حسېن

پروسکال فرورۍ کښې د امريکې د ځانګړي استازي زلمے خليلزاد او د طالبانو د دوحې قطر دفتر ترمنځه د څلورو نکتو لوظنامه د هند، پاکستان، ترکيې، انډونېشيا، تاجکستان او ازبکستان پۀ موجودګۍ کښې لاس ليک شوه. دغه څلورو نکتو کښې وړومبۍ نکته دا وه چې د امريکې ځواکونه به راروانو څوارلسو مياشتو کښې افغانستان نه ووځي. دوېمه دا وه چې طالبان به دا ضمانت ورکوي چې د افغانستان خاوره به د امريکې خلاف د بريدونو د پاره نۀ کارولے کېږي. درېمه نکته دا وه چې طالبان به مارچ ٢٠٢٠ز پورې د افغانانو خپل منځني خبرو اترو د پاره غاړه ږدي. څلورمه نکته دا وه چې طالبان او نور فريقېن به يو جامع او مستقل اوربند ته غاړه ږدي.

د دې لوظنامې ترټولو غټه تشه دا وه چې دې کښې د افغانستان اصل او ځايي فريق او نمائنده موجود نۀ ؤ. د افغانستان د اولس اصل نمائنده او دافغان ريپبلک اصل ذمه وار فريق د افغانستان منتخب او ټاکلے شوے دولت او حکومت دے. دې لوظنامه کښې دوېمه غټه تشه دا وه چې طالبانو باندې سمدستي او مستقل اوربند ونۀ منلے شو. عقلي خبره به دا وه چې د سيمې د هېواونو پۀ ضمانت او يا د اقوام متحده پۀ ضمانت طالبان پۀ يو سمدستي او مستقل اوربند قانع کړے شوي وے. د سيمې هغه هېوادونه لکه پاکستان چې پۀ ډېرو لسيزو نه د طالبانو سهولت کاري کوي او هم طالبان دغه هېوادونو کښې تربيتي مرکزونه او پټ ځايونه لري بايد پۀ دې قانع کړے شوے وې چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو اترو او سمدستي اوربند د پاره پۀ طالبانو فشار راوړي. د دې تشو نتيجه دا شوه چې طالبان نور زړۀ ور شو او دا ادعايې کول شروع کړل چې دوي ګوندي د امريکې پۀ شان يو سپر طاقت ته شکست ورکړو. ترهه ګرو بريدونو کښې تندي راوسته خو چې د سولې د خپلمنځي خبرو اترو نه مخکښې برياوې ترلاسه کړي او افغان دولت تر فشار لاندې وساتي. پاکستان کښې دننه د طالبانو د پاره چندې شروع شوې او د طالبانو رېکټروټمنټ د پاره ځاے پۀ ځاے ترغيبات شروع شول. دغسې د پروسکال فرورۍ نه افغانستان کښې جګړه تنده شوه. افغانستان کښې ځاے پۀ ځاے بمي چاودنې او ځان وژونکي بريدونه د امروزه پۀ حساب شروع شول. د ملګرو ملتونو (اقوام متحده) د يو راپور ترمخه تېر شوي يوکال کښې تقريباً لس زره افغانان دې ترهه ګربريدونو کښې مړۀ شوي دي. د دې مقابل تېر شوي يوکال کښې يو امريکني فوځي هم نۀ دے مړ شوے.

د سولې د پاره د افغانانو د خپلمنځي خبرو اترو د پاره د افغانستان دولت دامن لوړ کونسل ساز کړے دے چې د افغانستان د ټولنې د هرې طبقې نمائندګي لري. څۀ موده مخکښې روسيې ماسکو کښې د خپلمنځي خبرو اترو د سهولت کارۍ د پاره يو کانفرنس رابللے ؤ. دغه کانفرنس کښې د طالبانو استازو سره د امن د لوړ کونسل غړو هم ګډون وکړو. پروسکال اګست کښې د افغانستان حکومت کابل کښې لويه جرګه رابللې وه. دغه جرګه کښې د ټول هېواد نه استازو ګډون کړے ؤ. دغه لوې جرګې د افغانستان دولت ته سپارښتنه کړې وه چې د سولې د پاره دې د افغانانو د خپلمنځي خبرو اترو د پاره زمينه برابره کړي. دې د پاره ئې دا سپارښتنه وکړه چې بندي طالبان دې له زندانه خوشي کړي. د لوې جرګې د بحثونو پۀ رڼا کښې د افغانستان دولت دسولې پروسې د پاره يو کوټلے چارچوکاټ منځ ته راوړو. دغه چارچوکاټ د افغانستان جمهور رئيس پۀ يوڅو پړاونو کښې افغان اولس او طالبانو ته کېښودو. د سولې د پاره د افغانانو خپل منځني خبرو اترو د پاره د افغانستان جمهور رئيس ډاکټر اشرف غني د دغه چارچوکاټ د برياليتوب د پاره ديو منلے شوي ثالث وړانديز وکړو او څرګنده ئې کړه چې ترجيحاً دغه ثالث ملګري ملتونه يا اقوام متحده کېدے شي. چارچوکاټ ئې پۀ دې ډول بيان کړو چې د افغانستان اساسي قانون او ائين به پۀ خپل ځاے وي کۀ د طالبانو فريق دستور او اساسي قانون کښې د خپلې خوښې څۀ ترميمونه کول غواړي نو د هغې د پاره به لويه جرګه رابللے کېږي. دوېم پړاؤ کښې دې طالبان د خپلې خوښې پۀ مناسبت افغان دولت کښې د شرکت د پاره خپل استازي وټاکي.

دغه قامي حکومت دې لويه جرګه را وغواړي او ټولټاکنې دې اعلان کړي. د درغلۍ نه پاک ټولټاکنو د پاره کۀ لويه جرګه غواړي نو يو موقتي امن حکومت يا دولت ساز کړي. درېم پړاؤ کښې دې پۀ مستقل اوربند او ډزبندۍ لوظنامه وشي. پۀ څلورم پړاؤ کښې دې د اولسمشرۍ يا صدارت او پارلېمان ټولټاکنې او انتخاب وشي او پۀ پينځم پړاؤ کښې د ټولټاکنو پۀ پايله کښې د افغانانو يونمائنده حکومت منځ ته راشي. دغه حکومت تراوسه شوې ټولنيزه اقتصادي او سياسي پرمختګ هم پۀ مخکښې بوځي او دافغانستان د بياودانۍ کار د پاره نړېواله او سيمه ايزه مرسته هم ترلاسه کړي.

اولسمشر اشرف غني ډېر پۀ صراحت دا خبره څرګنده کړې ده چې د سولې د پروسې دې چارچوکاټ کښې پۀ موجوده نظام او انتظام کښې چې افغانانو کوم پرمختګ کړے دے هغه پۀ هېڅ حال کښې له لاسه نۀ اوړلے کېږي. پۀ بشريٰ حقونو به هېڅ قسمه مصلحت نۀ کېږي. بلې غاړې ته طالبان د ټاکنو نظام يا دانتخاباتو جمهوري نظام ته غاړه نۀ ږدي. د اولس د نمائندګۍ پۀ بنياد د اولس ټاکلے شوے حکومت د طالبانو پۀ مفکوره کښې ځاے نۀ لري. دې سره طالبان د ښځوټولنيز، اقتصادي، کلتوري او سياسي رول نۀ مني. دغسې طالبان د بشريٰ حقونو مهم اړخونو نه انکاري دي. هم دغه وجه وه چې طالبانو وفد د ترکيې رابللے شوي کانفرنس کښې ګډون ونۀ کړو او دغسې دسولې د پاره د افغانانو د خپلمنځي خبرو اترو عمل د ځنډ ښکار شو.

کۀ پۀ زير وکتے شي نو د اولسمشر ډاکټر اشرف غني د سولې د پروسې دغه چارچوکاټ اسان هم دے او قابل عمل هم. دغه چارچوکاټ کښې د افغان اولس د نمائندګي حق، د بشري حق، د استقلال حق، د خپلواکۍ حق، د اقتصاد حق، کلتوري حقونه او سياسي حقونه ټول خوندي پاتې کېدے شي او پرمختګ کولے شي. کۀ امريکه، چين، پاکستان، هند او روس د دې چارچوکاټ مرسته وکړي نو افغانستان کښې زر ترزره اوربند او ډزبندي هم وشي او دوامداره سولې د پاره به لار هم خلاصه شي. افغانستان کښې د سولې د پروسې کاميابي به د منطقې ملکونه او هېوادونه سره خپلوکښې پۀ اقتصادي،تجارتي، کلتوري او سياسي توګه وتړي. د سويلي اېشياء، مرکزي اېشيا، غربي اېشيا او منځني ختيز کښې ګڼ شمېر هېوادونه پۀ دې قانع شي چې د خپلو اولسونو د سوکالۍ او سياسي مفاداتو د پاره به د شخصي ملېشو دکارولو ضرورت پاتې نۀ شي. د شخصي ملېشو د ودرولو او پراکسي جنګونو د پاره به د مذهب سخت دريزه توجيهه او تعبير کارولو د پاره د پاې ټکے کېښودے شي. د دې اغېز به دا وي چې د ترهه ګرۍ او جنګ کاروبار به ورځ تر ورځه پۀ ختمېدو شي، د نشه اي توکو، ګاډو او انسانانو سمګلنګ د پاره به ترغيبات او ضرورت ختم شي. د دې پۀ ځاے به د مرکزي اېشيا نه پټرول، ګېس او بجلي او د سويلي اېشيا نه دتعميراتو مصنوعات، دوايانې، اوسپنه، مصالحه جات، ورېژې، خوراکي اجناس او پلاسټکي مصنوعات د افغانستان پۀ لاره اوړي راوړي. د افغانستان نه به مېوې پۀ ارزانه بيعه ټولې سيمې ته رسي. دغسې به د ډيورنډ د کرښې دواړو غاړو ته اباد پښتون افغان اولس د تجارت او روزګار يو نوې دوره کښې داخل شي. د ارزانې بجلۍ او برېښنا او ارزان ګېس لۀ وجې به پښتونخوا، بلوچستان او افغانستان کښې کارخانې او فيکټريانې جوړې شي او د دغه مصنوعات د ترسيل او تجارت د پاره به پېښور، ننګرهار او کابل مرکزونه وګرځي. پېښور ،جلال اباد او کابل به د جنوبي اېشيا او مرکزي اېشيا د تجارت او کاروبار دروازې وګرځي. د جنګ او ترهه ګرۍ ضرورت به ختم شي. پښتانۀ به بسياره روزګار او کاروبار ولري. افغانستان به اباد، سوکاله، جمهوري او خپلواکه شي، پاکستان او هند به هرکال پۀ اربونو ډالره ګټه کوي. چين، روس او امريکه به مجبور شي چې دا خاوره د پراکسي جنګونو پۀ ځاے د تجارت دپار پۀ کار راولي.

کۀ خداے مۀ کړه داسې ونۀ شوه او د سولې د پروسې دغه چارچوکاټ د منطقې هېوادونو ټول پۀ ټوله رد کړو نو ددې مطلب به دا وي چې افغانستان کښې به يو بل خونړے جنګ شروع شي. د افغانانو کډوالي به يوځل بيا تنده شي، د وينې رودونه به يوځل بيا بهېږي. پاکستان به حسب معمول د پښتنو د قامي شناخت د ويلي کولو افغانستان کښې د هند د رسوخ دکمولو او کابل کښې د خپلې خوښې د حکومت قائمولو د پاره د طالبانو د انتهاګرې شخصي ملېشې مرسته زياته کړي. د طالبانو د مرستې د پاره به د ترهه ګراو انتهاګرو د تنظيمونو منظم کولو سهولت کاري زياته شي، دطالبانو تربيتي مرکزونه به نور زيات شي، پښتونخوا او بلوچستان کښې به طالبانو د پاره د چنده مهمونه ګړندي شي، پنجاب، بلوچستان او پښتونخوا کښې به د مذهب د انتهاګرتوجيهاتوغږونه زيات شي، پښتونخوا او بلوچستان کښې به ترهه ګر بريدونه زيات شي. د پاکستان اوپۀ خصوصي توګه د پنجاب ميډيا کښې به د طالبانو دکارنامو او فضيلتونو قيصۍ شروع شي. د نشه اي توکو او وسلو کاروبارونه به زيات شي. او دغسې به يو بل پښتون افغان نسل د جنګ او ترهه ګرۍ دکاروبار خشاک شي. کۀ پاکستان، ايران، هند، روس، چين او امريکې پۀ افغانستان او جنوبي او مرکزي اېشيا پۀ لارودغه پراکسي جنګ ته هوا ورکړه نو دپاکستان د توانايۍ، د مصنوعاتو د برامد او دهراړخيزتجارت لارې بندې شي، د ترهه ګرۍ اور به پنجاب او کراچۍ ته ورسي او د پاکستان اقتصاد به پۀ ټپو کښېني. د پراکسي جنګونو دغه لړۍ به ارومرو د چين او امريکې پراکسي جنګ ته رسي. دچين د بشپړه سرمايه کارۍ د پاره به دغه سيمه ايزې لارې غېر محفوظ شي. مرکزي او جنوبي اېشيا سره به د چين دسرمايه کارۍ تړون ته به لوے زيان ورسي. سيمه کښې به د بېن المللي ترهه ګرۍ د نيټ ورک او سنډيکېټ امکان راولاړ شي. د څۀ له وجې به چې د يورپ او امريکې امنيت ته لوے خطر پېدا شي. د اور دغه تراسمانه رسېدونکې غرغنډې به بيا دسمندرونو پولې پۀ خآطر کښې نۀ راولي. يا د امريکې او پاکستان ترمنځه د لوظنامې ترمخه د امريکې د پاکستاني جنګي اډې کارولو اجازه به ارومرو د پاکستان او ايران او دپاکستان او چين ترمنځه ستراتيژيکي شخړې رامنځته کوي. دغسې د پاکستان او هند ترمنځه به يو ځل بيا دغه ستراتيژيکي جګړه تندېږي. د امريکې او روس ترمنځه به هم بيا پۀ نوي نوي شکلونو جګړې نښلي، کۀ وکتے شي نو دا يوه ډېره بوږنونکې سيمه ايزه ننداره ده. دې کښې يو خبر دا منځ ته راغلے دے چې د برطانيې پۀ هڅه د پاکستان او افغانستان ترمنځه اوس اوس يوه امنيتي لوظنامه لاس ليک شوې. هر څو کۀ دغه لوظنامې ته د افغانستان ميډيا او انټلېجنس د شک پۀ نظر ګوري خو بيا هم دغه لوظنامه د دوه اړخيزې مرستې يو امکان زېږولے دے.

افغانستان کښې د سولې د پروسې اود منطقې د هېوادونو روڼ مستقبل د پاره او د سيمه ايز اولسونو د سوکالۍ د پاره بايد ټول ملکونه او ټول اولسونه د افغانستان د منتخب حکومت او متخب اولسمشر د چار چوکټ د زړۀ لۀ خلاصه مرسته وکړي. لره او بره پښتونخوا کښې بايد ملت پال ګوندونه او مدني ټولنې يو غاړې ته خپل اولسونه د سيمه ايز تړون او بېلتون او مرستې او قبضه ګرۍ د فرېم ورکونو اغېزونو او اثراتو نه اګاه کړي او بلې غاړې ته د سيمې رياستونو پۀ خصوصي توګه پاکستان او بېن الاقوام باندې فشار راوړي چې افغانستان کښې د سولې چارچوکاټ حمايه کړي، دسمدستي او دايم اوربند مطالبه وکړي، د افغانستان د خپلمنځي خبرو اترو سهولت کاري وکړي، افغانستان او سيمه کښې د شخصي او انتهاګر ملېشو دکارونو د رژيم پۀ سختۍ غندنه وکړي. او د دې خلاف پۀ مستقله توګه غږ پورته کوي او د يو جمهوري، اسلامي، خپلواکه اومعتدل افغانستان تعمير کښې فکري او سياسي مرسته وکړي، د پښتونخوا، بلوچستان او پاکستان روښان فکره او ملت پاله ګوندونه ، اېنټلجنسيااو مدني ټولنې بايد دهغه پروپېګنډو لاره ونيسي کومې چې انټرنېشنل او پاکستاني ميډيا کښې د افغانستان د منتخب حکومت پۀ ضد روانې دي. د پاکستان او پنجاب ميډيا نه مسلسل دا پروپېګنډه کېږي چې طالبانو افغانستان کښې پۀ ډېرو علاقو قبضه کړې ده. دا خبره د حقيقت نه هغومره لرې ده څومره چې دا خبره د حقيقت نه لرې وه چې تحريک طالبان پاکستان پۀ اسلام اباد او پنډۍ قبضه کړې ده. د افغانستان د ټولو ولايتونو اوصوبو ټول دارالحکومتونه د افغان دولت اختيار کښې دي. د افغانستان ټولې پولې د افغان حکومت اختيار او انتظام کښې دي. د افغانستان ټول وزارتونه او ادارې د افغانستان د حکومت واک کښې دي. دافغانستان فوځ يا ملي اردو د حکومت له غاړې ټاکلے شوي کمانډ اېنډ کنټرول سسټم لري. د افغانستان پوليس قوي ادارتي فعاليت لري. د افغانستان يوضلع يا اولسوالي هم پۀ مستقله توګه دطالبانو واک کښې نۀ ده پاتې شوې.

دپاکستان او پنجاب ميډيا کښې يوه بله دروغژنه پروپېګنډه دا کېږي چې پاکستان کښې ترهه ګربريدونه د افغانستان له غاړې کېږي اودا چې د افغانستان حکومت د دغه ترهه ګر تنظيمونو پۀ ضد کارروايۍ نۀ کوي. حقيقت دا دے چې د افغانستان پۀ لرې لرې علاقو کښې چې د تحريک طالبان پاکستان کوم غړي استوګن دي د هغوي خلاف د افغانستان حکومت موثر کارروايانې کړې دي.

مولانا فضل الله هم دغه کارروايو کښې له منځه تلے دے. د پاکستان خلاف بريدونه کوونکي غټ غټ کمانډرانو کښې زياتره غټ کمانډران يا خو د ډرون حملوکښې مړۀ شوي دي او يا دافغان حکومت کارروايانو کښې. د دې برعکس د پاکستان حکومت لا تراوسه پۀ افغانستان کښې ترهه ګر بريدونه کوونکي د طالبانو کۀ د پېښور شورا ده اوکۀ د کوئټې شورا، د هغوي خلاف ئې يو کارروائي هم نۀ ده کړې. پاکستان پۀ ٧٥ ارب روپو دغه خاردار تار د څۀ دپاره ودرولے دے؟

افغانستان کښې د سولې د پروسې پۀ مخکښې تللو سره دټولې سيمې هېوادونو کښې دامن او سوکالۍ زېرے دے. د پاکستان او افغانستان ترمنځه د لس اربه ډالره د دوه اړخيزه تجارت امکان پۀ مستقله توګه موجود دے. او افغانستان کښې د سولې پروسه هله کاميابېدے شي چې دا پروسه دافغانانو له اړخه وي، د افغانانو واک کښې وي او دافغانانو د پاره وي. دافغانانو منتخب حکومت جائز حق لري چې د افغانانو د پاره خبره وکړي. د افغانستان د منتخب حکوم او منتخب اولسمشر پۀ شا ودرېدل وي.

دا هم ولولئ

د افغانستان سوله کښې د خپلمنځي خبرو اترو چېلنجونه – ډاکټر خادم حسېن

سږکال د فرورۍ میاشت کښې چې افغانستان د پاره د امريکې خصوصي استازي زلمي خليلزاد …