زمکه د الله تعالٰی يو ستر نعمت دے۔ په دومره لوے او خور وور کائنات کښې او په اربونو ستورو، سيارو کښې الله جل شانه يوازې زمونږ زمکې ته دا ښائست وربخښلے دے چې د خپل خليفه دپاره يې غوره کړه او د هغه د ژوند، راحت او خوشالۍ لپاره يې په کښې هر قسم سامان لکه غرونه، سيندونه، ونې ،بوټي، شينکي او ښکلې هواګانې کېښودې۔ دا هر څه د انسان ژوند ته نه يوازې راحت ورکوي بلکې د ده د ژوند هر قسم ضرورت هم پوره کوي۔ دې سره سره دا غرونه، سيندونه، ځنګلونه او حيوانات په دې زمکه يو متوازن اقليم (ماحول) لري چې ژوند ته يې دوام ورکړے دے خو د انسان د بېاحتياطۍ او زياتي له امله اوس دا توازن خراب شوے دے. هم دا خرابوالي ته مونږ اقليمي بدلون وايو۔ دا مهال د نړۍ تر ټولو سترو ګواښونو څخه يو اقليمي بدلون دے. اقليمي بدلون (ماحولياتي بدلون) يوه بين الاقومي ستونزه ده چې اثرات يې نن په ګرده نړۍ عموماً او په ځينې هيوادونو خصوصاّ ډېره اغېزه کړې ده چې په کښې له بده مرغه زمونږ وطن پاکستان هم شامل دے۔ د اقليمي بدلون مطلب:د اقليمي بدلون معنٰی دا ده چې د زمکې د تودوخې درجه ورو ورو لوړېږي، موسمونه بدلېږي، بارانونه کم يا زيات کېږي، يخنۍ او ګرمۍ له معمول څخه بهر کېږي او طبيعي آفتونه ډېرېږي. دا بدلونونه ناڅاپي نه دي بلکې دا د انسان هغه کارونه دي چې د نړۍ ماحول يې خراب کړے دےچې د طبيعت توازن له منځه وړي. اقليمي بدلون په لويه کچه د موسمونو، تودوخې، د بارانونو او دغسي نورو موسمي عواملو د خپل قدرتي جوړ شوي توازن بدلون ته وائي ۔ د موسمونو او د دې سره تړلي د تودوخي کچه لوړېدل او ښکته کېدل، باران ، طوفان ، سيلابونه او دغسې نور قدرتي افتونه يو قدرتي امر دے خو که دې کښې چېرې د لويې مودې لپاره بدلون او ګډ وډې راشي نو دا بيا د انسان لپاره د خطرې نه خالي نه وي۔ په نړۍ کښې يو انسان دے چې د دې إقليمي بدلون ذمه دار دے ځکه چې نور ځناور د ماحول په بدلون کښې تغير نه راوړي۔د 1800پېړۍ نه ديخوا صنعتي انقلاب له کبله او دې سره تړلي انساني هلو ځلو په لا شعوري توګه د اقليمي بدلون لاره ورو ورو هوارولو پيل کړل چې تر دې موده يې د نړۍ د تودوخي درجه خواره لوړه کړه۔
د اقليمي بدلون بنيادي عوامل :
د فوسيل سونګ کارول :کله چې انسانان د بجلۍ پيداوار اوکارخانو لکه د سيمنټ، سټيل اوسپنه او د سرې کارخانې د خښتو بټۍ د چلولو لپاره سکاره او تېل سوځوي نو هوا ته زهرجن ګېسونه لکه کاربن ډائي اکسائيډ، ميتېن او نائټرس اکسائيډ شاميلېږي چې د سينې، پړپوس، د څرمنې دناروغيو لامل جوړيږي۔
پاکستان کښې د کارخانو نه د وتونکو زهرجن ګېسونو او د (PEPA)
Pakistan Environmental Protection Agency په احکاماتو عمل نه کولو امله په کال 2012 ء کښې د کارخانو نه وتونکو زهرجن ګېسونو شمېر 2013۔ نه واخله تر% 7 وه ۔ دا شرح د 2000 ء نه تر دې دمه % 70 شوه کومه چې دکارخانو د زيات والي او د مناسب احتياطي تدبېرونو نه لا علمي ده ۔
د ځنګلونو پرېکول : ځنګلونه د “زمکې پړپوس” بلل کېږي. ځنګلونه کاربن جذب کوي او اکسيجن پرېږدي او هوا پاکوي.۔ د يو هيواد د پاکو اوبو، هوا او ماحول لپاره د هغې هيواد د ټولې رقبي پينځه ويشت سلن حصې باندې ځنګلونه په کار وي۔ پاکستان په دې حقله د نړۍ د نورو ملکونو نه ډېر روستو پاتې دے۔ د پاکستان د ټولو ځنګلونو شمېر د نړيوال بېنک او د خوراک او کرکروندې تنظيم (ايف ۔ اے ۔ او) د ريکارډ شوې ډېټا (2022) له مخې د پاکستان ځنګلونه د دې د ټولې رقبې5% دي چې دا شمېره د خطرناک حد پورې کمه ده۔ پاکستان کښې له بده مرغه د تېرو څو لسېزو نه د ځنګلونو بي دريغه پيل شوي دي ۔ د يوې اندازې له مخه د 1990ء نه واخله تر 2005 ء پورې % 42.5ځنګلونه پرې کړے شول ۔ د دي ځنګلونه بي دريغه پرېکول او د دې په ځاے د نورو ونو بوټو نه کرل نن پاکستان د ډېر سخت قسم اقليمي بدلون او تودوخي سره مخ کړے دے۔ د دې په وجوهاتو کښې سمګلنګ ، ځنګلونه په اوسېدلو ځايونو بدلول او په ځنګلونو اور لګېدل شامل دي ۔ دې سره په عام اولس کښې د بوټو، ونو او ځنګلونو لګولو او ساتلو د ارزښت د شعورکمے هم دے۔
صنعتي انقلاب او ککړتيا: د صنعتي انقلاب له امله د کارخانو او فيکټريانو زياتوالي نن د هر څه نه زيات تاوان د زمکې تودوخي ته رسولے دے ۔ دې کارخانو کښې سکاره، ربړ، تېل او ډيزل سوزي چې تر ېنه مختلف زهرجن ګېسونه او لوګي په هوا کښې شاملېږي چې ورته ګرين هاوس ګېسونه وئيلے شي۔ دا ګرين هاوس ګېسونه چې پکي کاربن ډائي اکسائډ، ميتېن، نائټرس اکسائډ شامل دي، د دې د زياتوالي په نتيجه کښې د زمکي تودوخه خلا ته نه پرېږدي ۔ د ورځې چې کوم ګرموالې د نمر نه زمکې ته راکوزېږي، دا د شپې په وخت کښې واپس خلا ته ځي چې ورسره د زمکې د تودوخې توازن برابريږي۔ د ګرين هاوس ګېسونه لکه د يو ډهال په شان د زمکي د فضا نه په ډېر مقدار کښې تاو دي چې دغه تاو او ګرموالې د واپس تللو لار کښې رکاوټ جوړوي۔ د دې له اثره د زمکي تودوخه ورځ تر ورځ زياتېږي چې د کمېدو څه لار ګودر نه لري او دا ټول اقليمي بدلون ته لاره هواروي.
شخصي او عام ټرافيک : موټرونه، طيارې او کشتۍ کاربن ګېسونه خارجوي او د تودوخې زياتېدو سبب ګرځي. په دې ګادو او موټرو کښې کارونکي ډېزل او پېټرول د سوزيدو له امله په هوا کښې کاربن ډائ اکسائيډ او نور زهرجن ګيسونه شاميلېږي چې نن يې هوا د ساه اخيستو قابله نه ده پرېښې او ور سره په تودوخي کښې يې بي کچه زيات والې کړے دے ۔د اقليم بدلون نتيجې په دغه ډول دلته وړاندې کوم ۔
د تودوخې زياتوالے :د زمکې د تودوخې کچه ورځ تر بلې لوړېږي او يخ ځايونه ويلي کېږي۔ د پاکستان قراقرم، هندوکش، هماليه او خېبر پښتونخوا کښې تقريباً 7000 پورې ګليشير ( د واورې غرونه ) موجود دي چې د پاکستان لپاره د يوې خزانې حيثيت لري خو له بده مرغه اوس د انساني هلو ځلو او د اقليمي بدلون له امله د هندوکش ګليشير د خطرناک حده پورې ويلي کېدل شروع شوي دي۔ د مطالعې له مخې يوازې د هندوکش ګليشير په دومره تېزۍ سره ويلي کېدل شروع شوي دي چې يوازې تيرې لسيزې کښې په دې کښې 65 سلنه پورې د ويلي کېدو زياتوالے شوے دے۔ پاسو ګليشير د 1977 نه واخله تر 2014 پورې 10 سلنه کم شوے دے او دغسې هره مياشت تقريباً 4 ميټره پکښې کمے راځي ۔ سياچن ګليشير چې د نړۍ په لويو ګليشيرونو کښې شمارېږي، د دې جسامت هم تقريباً 50 نه 60 ميټره پورې هر کال په کمېدو دے۔ د دي ويلې کېدو له امله په دريابونو او سمندرونو کښې د اوبو کچه لوړېږي۔ د دې اوبو نه بيا ډنډونه جوړېږي چې کوم ډېر مضبوط نه وي او د نورو اوبو د شاميليدو له امله هر کله ماتيدے شي او د ناګهاني سيلاب خطره ترېنه جوړيدې شي چي ورسره کورونه، ودانۍ، ايکو نظام ، ځنګلونو او نور انفراسټرکچر ته زيان رسوي۔ د دې ويلي کېدو له امله چې په سيندونو او دريابونو کښې د اوبو کچه لوړېږي، هغه هم نقصان کوي۔ د 2022 سيلاب هم د دې اوبو او دې سره د پشکال د بارانونو زياتې د اقليمي بدلون بېلګې دې خو دې هر څه سره د ټولو نه لوے زيان په مستقبل کښې د صفا اوبو قحط او د وچ کالۍ سوب جوړېږي۔
کم بارانونه او وچکالي: بې ترتيبه بارانونه، د موسم بېتوازني، يو خوا ډېر باران او بل خوا بالکل باران نه کېدل، دا هر څه د کرنې نظام خرابويي او په باراني سيمو کښې چې د فصل ټول دارومدار په باران وي هغې ته نقصان رسي۔ بې وخته بارانونو، ږلۍ او طوفانونو سره ولاړ فصلونه تباه شي او د قحط خطره راولاړه شي۔ دا بې وخته او يا بالکل باران نه کېدل د زميدار د فصلونو د کرلو، ريبلو او د فصل اخيستوپه عمل کښې بې ترتيبي راولي او دغسې دې ټول عمل ته زيان رسوي۔ فصلونه خپل قدرتي ماحول نه محرومه پاتې شي او دغسي مطلوبه پيداوار نه حاصلېږي۔
د ژويو (حشرات) ژوند ته خطره:د إقليمي بدلون سره اکثر ژوي خپل طبيعي ژوند له لاسه ورکوي ځينې له منځه ځي او د ځينې نسلونه ورک کېږي. سمندرونو، دريابونو او سېندونو کښې سخا اوبه او د کارخانو او فېکټريانو کيميکل ورغورځولے شي چې د کوم له امله ډېر د اوبو ساه اخېستونکي ژوي يا خو په ناروغيو اخته شي او يا په دې سخا ماحول کښې د ژوند قابل پاتي نه شي اود دوي بقا او نسل ته لويه خطره شي۔ ډېر د اوبو او زمکې ځناور هم له دې امله اوس ناپيد شو۔ دې سره د ځنګلونو ونو بوټو بې درېغه پريکول او د نوو بوټو نال نه کول د مارغانو او ځنګلي ځناورو ژوند ته لويه خطره پيدا کوي ځکه چې هم دغه ځنګلونه وني بوتي ددوئ د ژوند د استوګنې او خوراک اسره وي۔
د انسان روغتيا ته زيان: د هوا ککړتيا، نويو ناروغيو او سختې ګرمۍ يا يخنۍ له امله د انسان ژوند له خطر سره مخ کېږي۔ د هوا زهرجن ګيسونه د ساه اخېستو سره پړپوس ته دننه کېږي او قسم قسم ناروغۍ تر راوالاړېږي چې په کښې ساه بندي، د څرمنې ناروغۍ، د پړپوس کېنسر او د ساه او نورې جسماني او ذهني ناروغۍ شاملې دي۔
د خوراکي توکو کموالي: اقليمي بدلون د خوراکي توکو د کر کروندې نه وخله تر فصل اخېستو سره هره مرحله متاثره کړې ده۔ د سختو موسمي حالاتو، د بارانونو د سسټم بدلون ، د سيندونو اوبو کم والے او وچ کالي تر ډېره حده فصلونه او خوراکي توکي متاثره کړي دي او د پيداوار حد يې کم کړے دے۔ دې سره بې وخته بارانونه، طوفانونه او ږلۍ هم ولاړ فصلونو ته زيان رسوي۔ فصلونو ته د قدرتي سرې په ځاے د کيميکل سرې بورۍ او بيلا بيل زهرجن اسپرې کول هم فصلونو ته نقصان ورکوي که چېرې د دې په ځاے قدرتي طريقې خپلې شي نو د نقصان نه بچ کيدے شي۔ د إقليمي بدلون مخنيوے او زمونږ ذمه وارۍ بايد داسې ترسره شي ۔
د ونو کرنه او د ځنګلونو ساتنه – هر څوک بايد ونې وکري او شته ځنګلونه وساتي.
پاکې انرجۍ ته مخ اړول: د لمر، باد او اوبو څخه کار واخيستل شي، نه دا چې د سکارو او تېلو انرجۍ وکارول شي.
د ککړتيا مخنيوي: کارخانې بايد خپل فاضله مواد پاک کړي او خلک بايد ګندګي هوا ته يا اوبو ته و نه غورځوي.
د ټرافيک کنټرول: د عامه ترانسپورټ کارول، موټرونه کم چلول يا د بايسکل کارول هم ګټور دي.
عام پوهاوي: د خلکو ذهنونه بايد خلاص شي، ښوونځي، جوماتونه او رسنۍ دې د اقليمي بدلون خطرات بيان کړي.
په نصاب کښې دې په دې حقله مضمونونه شامل کړے شي: په سکولونو، کالجونو او پوهنتونونو کښې د د ونو بوټو اهميت او ارزښت په عملي توګه کولو هلې ځلې وکړے شي او د هر طالب علم ترقي يا اضافي نمبرې د کم ازکم دوو ونو کرل، لويدلو او د هغې خصمانې پورې مشروط کړے شي۔د ونو کرلو مهم سرپرستي دې په سرکاري کچه وشي او د هر محلت، لارې کوڅې او په خصوصي توګه د سړکونو دواړو غاړو ته ونې بوټي وکرلے شي۔ د ځنګلونو په وهلو او د لرګو په سمګلنګ دې قوانين سخت کړے شي ۔ د اقليمي بدلون د نړۍ ټول مخلوق ته خطر پېښ کړے دے. که انسان هم داسې بېپروا پاتې شي نو د ژوند اينده به تياره وي. دا يواځې د حکومتونو نه بلکې د هر انسان ذمه واري ده چې د خپل چاپېريال، اقليم او راتلونکي نسلونو لپاره مبارزه وکړي.راځئ چې خپل ژوند ته بدلون ورکړو او د زمکې نجات لپاره لاسونه سره ورکړو۔