د مولانا خانزېب کتاب “شتمنه پښتونخوا” د خپل نوعيت يو ځانګړے کتاب دے۔ دا کتاب پۀ نزدې وختونو کښې د زرګونو پۀ شمېر پۀ غلا او ښکاره څو څو ځل چاپ شو او عن چې اردو ته هم وژباړل شو او زما د معلوماتو ترمخه نورو ژبو ته د ژباړې ژمنې هم اورم۔ د پښتونخوا د شمنيو/ وسائلو پۀ اړه د مولانا قلمي او عملي مېدان کښې د دوي فعاليت د ستائنې وړ دے۔ یا پۀ نورو ټکو د دې کتاب نه مونږ د مولانا محبوبيت، عملي مبارزې او د موضوع د ارزښت سره سره پۀ ورستيو کښې د دوي د شهادت پۀ وجه چې کوم مقام دې کتاب ته پۀ پښتنو او مارکيټ کښې تر لاسه شو هغه مقام شايد چې کوم بل د پښتو کتاب ته تر لاسه شوے وي۔ خو څومره چې مې د کتاب څو برخې د خپل ډسپلن او بيا د کتاب څۀ ټوټې د سوشل مېډيا د لارې لۀ نظره تېرې شوي زۀ ئې د یو قسم اضطراب سره مخ کړے یم۔ هغه اضطراب دا چې ګوندې د مولانا صاحب پۀ ځینو حوالو یا ځنو موضوعاتو نظر ډېر اکېډېمک نۀ ښکاري۔ مولانا صاحب د لاچي بوټي پۀ اړه ډېره مختصره خبره کوي کۀ څۀ هم دا موضوع دومره مختصر نۀ ده۔ يو خو دې ليک کښې د “ګمبېلا سيند” د وچوالي خبره د پښتونخوا د بوټو پوهانو پۀ اړه کوي خو څۀ حواله نۀ لري چې دا خبره کومه اداره يا پوهان کوي؟ ايا رښتيا داسې شوي؟ چې ياد سيند صرف د لاچي بوټي د وجې وچ شوے یا نور عوامل هم شته؟ دوېم دوي د ياد ليک اخره جمله داسې ليکي چې “د لاچي بوټي د وېخ نه وباسئ او پۀ سټه ئې تېزاب واړوئ” دا هم ممکن ده چې مولانا صاحب دغه خبره د استعارې پۀ توګه کړې وي خو سوال دا دے چې اولس یا تشهېر کوونکي ئې Metaphorically اخلي؟ ځکه ما ضرورت محسوس کړو چې په دې اړه لېکل وکړم نو زۀ دا خبره لږه سپړم او کوشش کوم چې خلک پۀ دې پوهه شي چې کول څۀ دي؟ ځکه کۀ د مولانا دا نظر من و عن منل شي شاید مونږ نور خطا کړي۔ زۀ پۀ تکرار سره وايم چې د مولانا احساس د ستائنې وړ دے البته څۀ موضوعات د پراخه مطالعې او د هغه فیلډ/ ډسپلن سره تعلق لرونکو ته د نور کار دعوت ورکوي۔ زۀ د خپلې موضوع سره ورته اقتباس پۀ حواله تاسو ته څۀ نقطې راوړم هیله ده چې د مولانا صاحب د دې پښتون وطن د پاره د صفا نیت او د مبارزې پر مخ بوتللو کښې خپله برخه واچوم۔ او زۀ به هڅه کوم چې ځان د يو موضوع پورې محدود وساتم۔ د نوره ډسپلن سره تعلق لرنکيو ته هم دعوت ورکوم چې د بېلا بېل فيلډ/ ډسپلن سره تعلق لرونکي به هم خپله برخه کار د وطن او قام د يو فرد او بلخصوص د وطن د وسائلو د ژغورلو شهيد مولانا روح ته د تسکين بخښلو پۀ عوض به د خپلو صلاحيتونو نه کار واخلي او د مولانا زيار بايد چې “د پښتونخوا د شتمنيو” پۀ اړه د علمي، سائنسي او اکېډېمک بحث پېلامه وګرځول شي نۀ چې اختتام او پائي۔ ځکه چې دا موضوع لا ډېر زيات کار ته اړتيا لري۔
لاچي (Euclyptus) د زر زر غټېدو (Rapid growth) او پۀ نوي حالت کښې د ایډجسټ کېدو (High adaptability) پۀ حواله یاد بوټے دے۔ خو د دې پۀ زیات مقدار کښې د اوبو څښلو کردار پۀ وجه ورته بعضې وخت “د اوبو پمپ” اصطلاح هم کارول کېږي۔ د دې د زر غټېدو پۀ عمل کښې د زمکې نه پۀ زیات مقدار کښې اوبۀ جذب کول د اوبو سطح کمولو يا لاندې بوتلو لۀ امله وچکالي جوړول یا د لوکل ایکو سسټم بدلولو لامل جوړېږي او پۀ زیات مقدار کښې د دې کرل پۀ ایکو سسټم مختلف اثر پرېباڅي چې پکښې د خاورې زرخېزي یا فرټېلټي او د “بائیو ډائیورسټي” کمول رامنځ ته کېږي۔
لاچي چې د اسټریلیا ځائي بوټې دے پۀ کال 1980 کښې یو پراجیکټ (USAID UNITED STATES AGENCY FOR INTERNATIONAL DEVELOPMENT) کښې پۀ ډېر لوي تعداد سره خصوصاً پاکستان ته راوړل شو او وکرل شو چې پۀ ظاهره یې غرض د سیم و تور (Salinity) او واټر لاګنګ د مسئلو مخنیوې وۀ۔ د دې نه پس د پي ټي آئي حکومت کښې د بلین ټري سونامي پراجیکټ پۀ نوم د پښتونخوا پۀ بېلا بېلو ضلعو کښې وکرل شو چې نړۍ ته و ښائي چې مونږ د اقلیمي بدلون او نړیوالې تودوهې دپاره کار کوو خو د دې اصلي غرض د اقوام متحده نه د بوټو کرلو پۀ نوم او اقلیمي بدلون ته کار کولو په زريعه مراعات اخستل وو او پۀ پېرس کښې ئې په (2015)COP21 او COP22(2016) کښې د ماډل پۀ توګه وښودل چې ګني پاکستان پۀ دې حواله کار پېل کړے دے۔ غرض یې دا ؤ چې بهرني فنډننګز وظیفې (Foreign aid and carbon offset investment) د پاره د خلکو پام زان ته را وګرځوي۔ پۀ اصل کښې دې پراجیکټ کښې د لاچي د بوټي کرلو هېڅ سائنسي بنیاد نه ؤ ځکه چې د دې اي آئي اے (Environmental impact assessment) د سیاسي ارادې له امله تائید شوې یوه شوشه وه۔د مولانا صاحب دغه تجویز دوه برخو کښې بیانوو، یوه دا چې “د لاچي بوټې د وېخ نه وباسئ” او بله دا چې “پۀ سټه ئې تېزاب واړوئ”۔ تر څو چې د اولې برخې خبره ده نو دا پۀ خپل ځاے ډېره سمه ده چې د لاچي بوټې باید د سټې وویستل شي خو سوال دا دې چې د لاچي بوټې د سټې ویستل کېدے هم شي کۀ نۀ؟ لاچي بوټې کولای شي پراخې او ژورې جرړې جوړې کړي او د زمکې له ژورو سطحو څخه د اوبۀ راښکلو توان لري نو د دې مطلب دا نۀ دے چې د لاچي سټه د ځمکې پۀ سر وي او د ژورو سطحو نه اوبۀ راکاږي بلکې د جرړو ژوروالی, د لاچي د نوعې، د خاورې د حالت او د اوبو د شتون له مخې توپیر لري۔ هغه هر هاغه خوا ته تګ کوي کوم اړخ ته چې اوبۀ وي مطلب کۀ اوبه کوم ځائ کښې پۀ سر وي نو هلته د لاچي جرړه ښکته نۀ ځي د زمکې پۀ سر خورېږي خو که اوبۀ لاندې وي نو دا ورپسې لاندې تګ کوي۔ دا اسانه نۀ ده چې لاچي بوټې دې د سټې یا د جرړې وویستل شي ځکه چې د هغې جرړه تر ډېره لرې غځېدلې وي۔ دویمه برخه د دغه تجویز چې پۀ جرړه یې تېزاب واچوئ نو دا خبره دومره خطرناکه ده چې دومره د لاچي بوټې هم خطرناک نۀ دے او د لاچي د بوټي نه وطن پاکول چې څومره اسان دي دغه هومره د دې خاورې نه بیا تېزابیت ختمول نړۍ ته ور پېښه لویه ماحولیاتي ستونځه ده چې انسانانو پۀ مختلف شکلونو کښې چاپېریال ته تېزابیت لرونکي مواد د انتهروپوسین تر وخته نه خورول پېل کړي دي۔ کوم چې د دې وخت د نړیوالې تودوخې او د اقلیمي بدلون لامل شوي دي۔ د لاچي بوټې زمونږ د زمکو د پاره یو مېلمه بوټې دے۔ د لاچي د بوټي او د بوټو پۀ جرړو یا هم داسې پۀ مختلف شکلونو کښې تېزاب یا تېزابیت لرونکي مواد کارول پۀ ایکوسسټم او چاپېریال بېلا بېلې اغېزې کوي۔ لاچي د زیاتو اوبو او خوراک د پاره یاد بوټې دے۔ ځکه دا د ځائي بوټو د اوبو او د خوراک سیالۍ (Competition for resources ته دوام بخښي نو دا پۀ خاصه توګه لویه ستونزه جوړوي چرته چې له مخکښې نه د اوبو کموت سره مخ دي یا د مخکښې نه پۀ څه حواله قحط سالي ده۔د بائيو ډائورسټي زیانمن (Biodiversity loss) کولو کښې یو بل اغیز چې د پام وړ دے هغې ته مونوکلچر اغېز ( Monoculture Effect) وائي۔ یعني د مختلفو اصلي متنوع ځنګلونه (Diverse native forests) پۀ یو ډول نوغې سیمه (Single-species stands) بدلول دي۔ څېړنې دا ښائي چې لاچي د زمکني اوبو سطحه ټیټوي۔ لکه د بېلګې پۀ توګه ملاکنډ ضلع د کوټ او ټوټۍ په کلیو شوې یوې څېړنې ښودلې چې د اوبو سطحه (Water table) هر کال شاوخوا 0۔762 میټره راټیټېده ۔ چې یوه لویه وجه یې د لاچي پراخه کر ښودل شوې کومې چې د چینو د وچوالي سبب ګرځي او د څښلو د اوبو په کموالي کښې خپل کردار ادا کوي۔دAllelopathic Effects دا خبره مولانه صاحب هم کړې ده زۀ غواړم لږه وضاحت سره دا خبره درته و سپړم۔ الیلیوپېتهي یو تبعیاتي پدیده ده چې کله نباتاتو یا یو بوټې یا د یو ژوې قسم نورو نېږې نباتاتو، بوټو وده (Growth)، ټوکېدنه (Germination) او پراختيا(Development) د ځانګړو کیمیاوي مرکباتو د خارجولو له لارې اغېزمنوي چې د الیلو کیمیکل پۀ نوم پېژندل کېږي۔ دا مرکبات کولې شي چې پۀ خوا و شا نباتاتو مثبت یا منفي اغیزې و لري۔ دا د طبیعي بوټو وژونکو (Natural herbicides) پۀ شان عمل کوي او د دوي د ودې مخه نیسي یا د نوي ټوکېدونکي بوټو مخه نېسي۔ کۀ څۀ هم ځينې څېړنې ښائي چې لاچي د غنمو پۀ څیر فصلونو باندې د پام وړ اللوپیتیک اغیزې نۀ لري خو بیا هم کولې شي د ځائي بوټو د ودې مخه و نيسي ځکه چې د دې د پاڼو او جرړو نه الیلو کیمیکلز خارجېږي
د بوټو سټې ته يا پۀ جرړو تېزابي توکي اچولو بدو اغېزو (Harmful effects) باندې چې لږه خبره وکړو نو دا عمل کول د بوټو ضروري پراسسز یعني فوټو سینتهیسز او ریسپائریشن کښې مداخلت کوي او د بوټو انزائمز غېر فعاله کوي چې پۀ نتیجه کښې ئې د بوټو د خلیو کار زیانمن کېږي۔ ځينې تېزابی توکي پۀ خاوره کښې تر زیات عمره پاتې کېدونکي وي ځکه چې خاوره د هغې د ماتولو توان نۀ لري چې اسانۍ سره يې مات کړي۔ دا جمع کېږي او د اوږد مهاله الودګي جوړولو پۀ وجه د خاورې صحت ته زیان رسوي۔ پۀ خاوره کښې شتون لرونکي مائيکرو ارګینزمز ته زیان ئې بل یو بد اغېز دے چې پۀ خاوره کښې شتون لرونکي مائيکروبز د خاورې د غزائي اجزاو د سائکل او د خاورې د ساخت د پاره ډېر ضروري وي۔ مائيکرو ارګینزمز د خاورې او د هاغه ايکو سسټم د پاره ډېر اهمیت لري۔ تېزابي مواد دغه مائيکرو ارګینزمز مړه کړي چې نتیجه کښې ئې دغه ضروري پراسس د ګډوډۍ ښکار شي۔ هم دا رنګ د تېزابي موادو استعمال سلیکټیو یعني د مخصوص بوټي د پاره ممکن نۀ دے نو دا د ځان سره هغه بوټي چې زمونږ ټارګټ نه وي، دغسې ضروري حشرات او نور ارګینزمز چې دغه ځاے اوسېږي یا پۀ دغه خاوره او دغه چاپېره ځاے منحصر وي هغوي ته زیان اړوي او پۀ نتیجه کښې يې لوکل بائيوډائورسټي له منځه ځي۔دغسې کۀ ئې پۀ انساني صحت د کېدونکي اثر خبره وکړو نو دغه تیزابي مواد د بوټو پۀ زریعه فوډ چېن ته داخلېږي۔ نو کۀ څاروي دغه ځاے و څرېږي او یا دغه زمکه د زراعت د پاره پۀ کار راوستل کېږي نو دغه مواد پۀ بدل بدل شکل کښې د انسانانو تر وجودونو رارسي او پۀ صحت به اثر انداز کېږي ۔ زمکې ته تېزاب ورکول کۀ د پیسټیسائیډ، انسیکټیسائیډ، فرټیلائزر یا کوم نورو شکلونو کښې یا د کوم بې ځایه میټالک مواد غورځول داسې د خوارکي توکو نه جوړېدونکې تېزابیت او یا کوم نورو شکلونو کښې وي بدې اغېزې لري دغه کښې مختلف تیزابي مواد واټر سالوبل یعني اوبو کښې محلول کېدونکي وي چې هغه د اوبو سره بیا انساني وجود ته رارسي هم دا رنګ ځینې تیزابي مواد د ریکشن له امله ګیس ته بدلېدونکي وي چې د هوا د سقا کولو سره د انسانانو تر پېپړو د سا پۀ زریعه رارسي۔ د دې نه علاوه دغه تېزاب چې کومو زمکو ته ورکړل شي د هاغه ځاے ځائي ونې بوټي او حشرات د دې توان نۀ لري چې پۀ دغه تېرابي حالت کښې ژوندي پاتې شي ځکه چې د هغوي د مدافعت قوت دا نۀ وي ایډاپټ کړي او هغه چې دا ایډاپټ کول شروع کړي نو دې نتیجه کښې خپل ژوند د لاسه ورکړي او کۀ ژوند له لاسه ورنکړي نو خپل اصلي حالت خو ارو مرو بېلي او دا د چاپېره نورو بوټو او حشراتو پۀ ژوند بدل اغېز کوي چې ورسره د هغه ایکو سسټم بلها سپیشیز د نړۍ د مخ نه ورکېږي او اقلیمی بدلون رامنځ ته کېږيږي۔نو د مولانا صاحب د تجویز دویمه برخه بايد چې د دې خبرو پۀ پام کښې لرلو سره عملي نه کړو ځکه چې که خیال وکړئ نو پۀ سلګونو جیربه زمکې او غرونه داسې دي چې پرې د لاچي بوټي نال شوي دي نو کۀ پۀ دومره مقدار کښې تېزاب مونږ دې خاورې ته واچوو نو د دې به پۀ خاوره کوم اغېز کېږي؟ خاوره، اوبۀ هوا، ونو، بوټو مرغیو او حشراتو او داسې نور د ایکو سسټم سپیشیز باندې منفي اثر کېدل بيا نا ممکن نۀ دي۔ البته دا خبره ئې ډېره د کار ده چې د لاچي بوټې دې د سټې و وویستل شي خو د سټې د ویستو خبره داسې ده چې تر کومه ئې سټې ته لاس رسي کېږي تر هغه ځایه وویستل شي او نور چې کوم ځاے هم د لاچي بوټې سر اوچتوي باید ویستل شي خو صرف د لاچي بوټې ویستل کافي نۀ دي۔ بلکې د لاچي یو بوټې ویستلو سره ضروري ده چې کم از کم دوه ځائي بوټي وکرل شي۔ هغه د دې دپاره چې دغه ایکو سسټم کښې کۀ د لاچي د بوټي د وجې کوم نقصان را منځ ته شوې وي نو چې ځائي بوټي د هغې د سمولو هڅه پېل کړي دې سره به دغه ډسټرب شوې ایکوسسټم واپس خپل حالت ته راتلو يا ښۀ کېدو کښې مرسته وشي او د دغه ایکوسسټم حشرات ونې بوټي او مرغۍ یا ځناورو ته به واپس خپل Habitat ميسر شي او هغوي به خپل Niche یعني پۀ ایکو سسټم کښې خپله زمه واري تر سره کولو کار پېل کړي۔دا ټول چونکې چورلټ سائنسي بحث دې او د دې د پاره اصطلاحات ټول سائنسي دي چې ما ئې دلته د لېکلو نه ځکه ډډه وکړه چې عام اولس به پۀ دغه ونۀ پوهېږي نو کوشش مې وکړو چې پۀ ساده یا اولسي ژبه کښې ولیکم خو کۀ خېر ؤ او وخت مې ولرو پۀ دې به نور مفصل لیکل هم وکړم۔ ولې چې چايېريال ژغورول زمونږ او د را روان نسلونو امانت دے بايد مونږ د ماحول د ژغورلو علم و توان ولرو، ځکه دا د اوسنۍ دنيا يو غټ چېلنج جوړېدونکې دے۔